د تعليم په څانګه کی مختلفی دستی (ګروه) فعاليت لری، اوس څلور ګروه په کار مشغول دی.
الف: قضا او قضاوت ګروه، ب: د حج ګروه، ج: د اسلامی اقتصاد (اجاره) ګروه، د: د اصول فقه ګروه.
هر ګروه پنځه نفره لری چی د يو پوه او لايق استاذ تر نظر لاندی تعليم کوی. دغه کسان او دستی پخپله تحصيل کړی او عالم خلګ دی چی اقلاً يوه دوره د خارج درس ئی ويلی دی. دوی په خپل ګروه کی فقط اوريدونکی ندی بلکه په بحث، مطالعی او تحقيق سره خپل نظرئی ورکوی او طرح سوی بحثونه د استاذ په مرسته مخ ته وړی.
سږ کال دوهم کال دی چی د آموزش دستی په کار مشغول دی. د دوی د مطالعو او کار ګټه او نتيجه په تدريج سره حاضريږی او ټولنی ته ورکول کيږی.
اوس قاعده القرعة د يو ګروه د کار حاصل په 1419 هجری د روژی په مياشت کی دی چی د دی رسالی د ليکونکی په قلم حاجی شيخ حسين کريمی قمی د ياد سوی ګروه استاذ تر چاپ لاندی دی.