صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

د شعبان د مياشتی اعمال

د شعبان مبارکه مياشت رارسيدل تاسو ټولو عزيزانو ته تبريک عرض کړی اميد لرو پدی مياشت چه په روايتو کی راغلی دی چه رسول د خدای (جل جلاله) په روژه ئی او په شپو د عبادت د پاره خاص همت درلودل او دعا په هغه کی قبول دی او د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) مياشت نوميدل سوی ده موږ ټوله د خدای (جل جلاله) په بندګی او عبادت اود ګناه په پريښول کاميابه سو. ستاسو ټول عزيزان کاميابی د خدای (جل جلاله) څخه غواړو او د شعبان د مياشتی اعمال چه د مرحوم محدث قمی (قدس سره) د مفاتيح الجنان څه نيول سويدی د ګټی د پاره پدی ورځو لاندی راوړو.

د شعبان د مياشتی په اعمال او فضليت کی دی:

پوه سی چه شعبان شريفه مياشت ده او منسوب دی په سيد انبياء محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) او آنحضرت (ص) دغه مياشت روژه نيول او د رمضان په مياشت ئی وصل يعنی يو ځای کول او فرمايل: شعبان زما مياشت ده هر څوک زما د مياشتی يوه ورځ روژه ونيسی جنت پر هغه واجب کيږی او د حضرت صادق (عليه السلام) څه روايت دی چه: کله چه د شعبان مياشت داخليدل حضرت امام زين العابدين (عليه السلام) خپل اصحاب ئی راټولول او فرمايل زما اصحابو پوهيږی داڅه مياشت ده، دا ده شعبان مياشت ده او حضرت رسول (ص) فرمايل شعبان زمامياشت ده نو پدی مياشت روژه ونيسی د خپل پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) د محبت د پاره او د خپل پروردګار وخواته د نژدی والی د پاره په حق د هغه خدای (جله جلاله) چه د علی بن الحسين نفس د هغه په قدرت کی دی قسم يادوم چه د پلار می حسين بن علی (عليه السلام) څه واوريدل چه وفرمايل وامی وريدل د امير المؤمنين علی (عليه السلام) څه چه هر څوک روژه ولری د شعبان په مياشت د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) د محبت د پاره او نژدی والی د خدای وخواته، دوست لری خدای (جل جلاله) هغه او نژدی کوی هغه په خپل کرامت، د قيامت په ورځ جنت د هغه د پاره واجب کړيدی او شيخ روايت کړيدی د صفوان جمال څه چه وويل: حضرت صادق (عليه السلام) وفرمايل وماته چه مجبور کړه هغه کسان چه ستاپه منطقه او شا او خوا کی دی د شعبان په روژه ومی ويل قربان دی سم مګر وينی د هغه په فضليت کی يو شی، وفرمايل بلی په رښتيا چه رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) هر کله د شعبان هلال ئی ليدل منادی ته امر فرمايل چه په مدينه کی ندا کول ای د مدينی خلګو زه پيغام رسوونکی يم د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) له خوا ستاسی د پاره فرمائی خبر اوسی په رښتيا چه شعبان زما مياشت ده، نو خدای (جل جلاله) رحمت کړی هغه څوک چه ما مرسته وکړی زما پر مياشت يعنی روژه ولری هغه، حضرت صادق (عليه السلام) وويل چه امير المؤمنين علی (عليه السلام) فرمايل چه زما څه قضا نسوله د شعبان روژی د هغه وخته چه وامی وريدل د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) منادی، ندا وکړل په شعبان کی، او قضا نه بسی زما څه تر هغه وخته پوری چه ژوندی يم ان شاء الله تعالی، نوو فرمايل چه دوی مياشتی روژی چه شعبان او رمضان وی توبی او مغفرت دی د خدای او اسماعيل بن عبدالخالق روايت کړيدی چه وويل: د حضرت صادق (عليه السلام) په حضور کی وم چه د شعبان د روژی بحث منځ ته راغی حضرت وفرمايل چه د شعبان د روژی په فضيلت کی داسی او هغسی دی، حتی هغه چه يو څوک حرام وينی وکړی روژه ونيسی شعبان ګټه رسوی هغه ته، او بخښل کيږی، او پوه سه د دی شريفه مياشت اعمال پر دوه ډول دی، مشترکه اعمال او مختصه اعمال، اما په مشترکه اعمال کی څو امره سته.

1- لومړی: هر ورځ اويا (70) پلا ووائی : (أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَ أَسْأَلُهُ التَّوْبَةَ).

2- دوهم: هره ورځ اويا (70) پلا ووائی: (أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ الْحَيُّ الْقَيُّومُ وَ أَتُوبُ إِلَيْهِ) او په بعضو روايتوکی الحی القيوم تر الرحمن الرحيم د مخه دی، او عمل په دواړو ښه دی، او د روايتو څخه ګټه اخيستل کيږی چه ښه دعاوی او ذکرونه پدی مياشت  استغفار دی، او هر څوک هره ورځ په دی مياشتی اويا (70) پلا استغفار وکړی لکه هغه دی چه اويا (70) زره په نورو مياشتو استغفار وکړی.

3- دريم: صدقه ورکړی: پدی مياشت که څه هم د نيمی خرما په اندازه وی، تر څو چه حق تعالی (جل جلاله) د دوژخ اور د هغه پر بدن حرام وګرځوی.

د حضرت صادق (عليه السلام) څه نقل دی چه: د هغه جناب څه سوال وکړل د رجب د روژی په فضيلت، وفرمايل ولی غافل ياست د شعبان د روژی څه، راوی (روايت کوونکی) عرض وکړ يا ابن رسول الله څه ثواب لری چه څوک د شعبان يوه ورځ روژی ولری، وفرمايل په خدای قسم د هغه ثواب جنت دی، عرض وکړ يا ابن رسول الله ښه اعمال پدی مياشت څه شی دی، وفرمايل صدقه ورکول او استغفار، هر څوک د شعبان په مياشت صدقه ورکړی حق تعالی هغه تربيت کوی، لکه چه يو ستاسو څه خپل د اوښ بچی تربيت وکړی تر څو چه د قيامت په ورځ ورسيږی خپل خاوندته په داسی حال چه د اُحد د غر په اندازه سوی وی.

4- څلورم: په ټول مياشت کی ووائی زرپلا: (لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ لا نَعْبُدُ إِلا إِيَّاهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) چه ډير ثواب لری، او د هغه په عمل نامه کی د زرکاله عبادت ليکل کيږی.

5- پنځم:د دی مياشتی په هره پنجشنبی دوه رکعته لمونځ وکړی. په هر رکعت پسله حمد سل پلا توحيد اوپسله سلام سل پلا صلوات وليږی، ترڅو چه حق تعالی د هغه حاجت ورکړی د خپل دين او دنيا د امر څه، او روژه ئی هم فضليت لری ( او روايت سويدی چه: د شعبان د مياشتی په هره پنجشنبی ورځ آسمانونه زينت کوی او ملائکی عرض کوی خدايا ددی ورځی روژی لرونکی وبخښه او د دوی دعا قبول کړی) (او روايت دی چه: هر څوک د شعبان د دوشنبی او پنجشنبی ورځ روژه ونيسی حق تعالی شل حاجته د دنيا او شل حاجت د قيامت ئی ورکوی).

6- شپږم: پدی مياشت ډير صلوات وليږی.

7- اوم: د شعبان په هره ورځ د غرمی په وخت او په نيمه شپه دغه صلوات چه د امام زين العابدين (عليه السلام) څه روايت دی ووائی:( اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد شَجَرَةِ النُّبُوَّةِ وَ مَوْضِعِ الرِّسَالَةِ وَ مُخْتَلَفِ الْمَلائِكَةِ وَ مَعْدِنِ الْعِلْمِ وَ أَهْلِ بَيْتِ الْوَحْيِ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد الْفُلْكِ الْجَارِيَةِ فِي اللُّجَجِ الْغَامِرَةِ يَأْمَنُ مَنْ رَكِبَهَا وَ يَغْرَقُ مَنْ تَرَكَهَا الْمُتَقَدِّمُ لَهُمْ مَارِقٌ وَ الْمُتَأَخِّرُ عَنْهُمْ زَاهِقٌ وَ اللازِمُ لَهُمْ لاحِقٌ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد الْكَهْفِ الْحَصِينِ وَ غِيَاثِ الْمُضْطَرِّ الْمُسْتَكِينِ وَ مَلْجَإِ الْهَارِبِينَ وَ عِصْمَةِ الْمُعْتَصِمِينَ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد صَلاةً كَثِيرَةً تَكُونُ لَهُمْ رِضًى وَ لِحَقِّ مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد أَدَاءً وَ قَضَاءً بِحَوْل مِنْكَ وَ قُوَّة يَا رَبَّ الْعَالَمِينَ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد الطَّيِّبِينَ الْأَبْرَارِ الْأَخْيَارِ الَّذِينَ أَوْجَبْتَ حُقُوقَهُمْ وَ فَرَضْتَ طَاعَتَهُمْ وَ وِلايَتَهُمْ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد وَ اعْمُرْ قَلْبِي بِطَاعَتِكَ وَ لا تُخْزِنِي بِمَعْصِيَتِكَ وَ ارْزُقْنِي مُوَاسَاةَ مَنْ قَتَّرْتَ عَلَيْهِ مِنْ رِزْقِكَ بِمَا وَسَّعْتَ عَلَيَّ مِنْ فَضْلِكَ وَ نَشَرْتَ عَلَيَّ مِنْ عَدْلِكَ وَ أَحْيَيْتَنِي تَحْتَ ظِلِّكَ وَ هَذَا شَهْرُ نَبِيِّكَ سَيِّدِ رُسُلِكَ شَعْبَانُ الَّذِي حَفَفْتَهُ مِنْكَ بِالرَّحْمَةِ وَ الرِّضْوَانِ الَّذِي كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ وَ [سَلَّمَ ] يَدْأَبُ فِي صِيَامِهِ وَ قِيَامِهِ فِي لَيَالِيهِ وَ أَيَّامِهِ بُخُوعا لَكَ فِي إِكْرَامِهِ وَ إِعْظَامِهِ إِلَى مَحَلِّ حِمَامِهِ اللَّهُمَّ فَأَعِنَّا عَلَى الاسْتِنَانِ بِسُنَّتِهِ فِيهِ وَ نَيْلِ الشَّفَاعَةِ لَدَيْهِ اللَّهُمَّ وَ اجْعَلْهُ لِي شَفِيعا مُشَفَّعا وَ طَرِيقا إِلَيْكَ مَهْيَعا وَ اجْعَلْنِي لَهُ مُتَّبِعا حَتَّى أَلْقَاكَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَنِّي رَاضِيا وَ عَنْ ذُنُوبِي غَاضِيا قَدْ أَوْجَبْتَ لِي مِنْكَ الرَّحْمَةَ وَ الرِّضْوَانَ وَ أَنْزَلْتَنِي دَارَ الْقَرَارِ وَ مَحَلَّ الْأَخْيَارِ).

8- اتم: دغه مناجات ووائی، روايت سوی د ابن خالويه چه نقل کړيدی: او ويلی دی دغه مناجات د حضرت امير المؤمنين علی (عليه السلام) او امامان زامن د هغه (عليه السلام) دی چه د شعبان په مياشت دوی ويل: (اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد وَ اسْمَعْ دُعَائِي إِذَا دَعَوْتُكَ وَ اسْمَعْ نِدَائِي إِذَا نَادَيْتُكَ وَ أَقْبِلْ عَلَيَّ إِذَا نَاجَيْتُكَ فَقَدْ هَرَبْتُ إِلَيْكَ وَ وَقَفْتُ بَيْنَ يَدَيْكَ مُسْتَكِينا لَكَ مُتَضَرِّعا إِلَيْكَ رَاجِيا لِمَا لَدَيْكَ ثَوَابِي وَ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَ تَخْبُرُ حَاجَتِي وَ تَعْرِفُ ضَمِيرِي.
وَ لا يَخْفَى عَلَيْكَ أَمْرُ مُنْقَلَبِي وَ مَثْوَايَ وَ مَا أُرِيدُ أَنْ أُبْدِئَ بِهِ مِنْ مَنْطِقِي وَ أَتَفَوَّهَ بِهِ مِنْ طَلِبَتِي وَ أَرْجُوهُ لِعَاقِبَتِي وَ قَدْ جَرَتْ مَقَادِيرُكَ عَلَيَّ يَا سَيِّدِي فِيمَا يَكُونُ مِنِّي إِلَى آخِرِ عُمْرِي مِنْ سَرِيرَتِي وَ عَلانِيَتِي وَ بِيَدِكَ لا بِيَدِ غَيْرِكَ زِيَادَتِي وَ نَقْصِي وَ نَفْعِي وَ ضَرِّي إِلَهِي إِنْ حَرَمْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَرْزُقُنِي وَ إِنْ خَذَلْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُنِي إِلَهِي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَضَبِكَ وَ حُلُولِ سَخَطِكَ إِلَهِي إِنْ كُنْتُ غَيْرَ مُسْتَأْهِل لِرَحْمَتِكَ فَأَنْتَ أَهْلٌ أَنْ تَجُودَ عَلَيَّ بِفَضْلِ سَعَتِكَ إِلَهِي كَأَنِّي بِنَفْسِي وَاقِفَةٌ بَيْنَ يَدَيْكَ وَ قَدْ أَظَلَّهَا حُسْنُ تَوَكُّلِي عَلَيْكَ فَقُلْتَ [فَفَعَلْتَ] مَا أَنْتَ أَهْلُهُ وَ تَغَمَّدْتَنِي بِعَفْوِكَ إِلَهِي إِنْ عَفَوْتَ فَمَنْ أَوْلَى مِنْكَ بِذَلِكَ وَ إِنْ كَانَ قَدْ دَنَا أَجَلِي وَ لَمْ يُدْنِنِي [يَدْنُ] مِنْكَ عَمَلِي فَقَدْ جَعَلْتُ الْإِقْرَارَ بِالذَّنْبِ إِلَيْكَ وَسِيلَتِي إِلَهِي قَدْ جُرْتُ عَلَى نَفْسِي فِي النَّظَرِ لَهَا فَلَهَا الْوَيْلُ إِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَهَا إِلَهِي لَمْ يَزَلْ بِرُّكَ عَلَيَّ أَيَّامَ حَيَاتِي فَلا تَقْطَعْ بِرَّكَ عَنِّي فِي مَمَاتِي إِلَهِي كَيْفَ آيَسُ مِنْ حُسْنِ نَظَرِكَ لِي بَعْدَ مَمَاتِي وَ أَنْتَ لَمْ تُوَلِّنِي [تُولِنِي] إِلا الْجَمِيلَ فِي حَيَاتِي إِلَهِي تَوَلَّ مِنْ أَمْرِي مَا أَنْتَ أَهْلُهُ وَ عُدْ عَلَيَّ بِفَضْلِكَ عَلَى مُذْنِب قَدْ غَمَرَهُ جَهْلُهُ إِلَهِي قَدْ سَتَرْتَ عَلَيَّ ذُنُوبا فِي الدُّنْيَا وَ أَنَا أَحْوَجُ إِلَى سَتْرِهَا عَلَيَّ مِنْكَ فِي الْأُخْرَى [إِلَهِي قَدْ أَحْسَنْتَ إِلَيَّ] إِذْ لَمْ تُظْهِرْهَا لِأَحَد مِنْ عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ فَلا تَفْضَحْنِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رُءُوسِ الْأَشْهَادِ إِلَهِي جُودُكَ بَسَطَ أَمَلِي وَ عَفْوُكَ أَفْضَلُ مِنْ عَمَلِي إِلَهِي فَسُرَّنِي بِلِقَائِكَ يَوْمَ تَقْضِي فِيهِ بَيْنَ عِبَادِكَ إِلَهِي اعْتِذَارِي إِلَيْكَ اعْتِذَارُ مَنْ لَمْ يَسْتَغْنِ عَنْ قَبُولِ عُذْرِهِ فَاقْبَلْ عُذْرِي يَا أَكْرَمَ مَنِ اعْتَذَرَ إِلَيْهِ الْمُسِيئُونَ إِلَهِي لا تَرُدَّ حَاجَتِي وَ لا تُخَيِّبْ طَمَعِي وَ لا تَقْطَعْ مِنْكَ رَجَائِي وَ أَمَلِي إِلَهِي لَوْ أَرَدْتَ هَوَانِي لَمْ تَهْدِنِي وَ لَوْ أَرَدْتَ فَضِيحَتِي لَمْ تُعَافِنِي إِلَهِي مَا أَظُنُّكَ تَرُدُّنِي فِي حَاجَة قَدْ أَفْنَيْتُ عُمُرِي فِي طَلَبِهَا مِنْكَ إِلَهِي فَلَكَ الْحَمْدُ أَبَدا أَبَدا دَائِما سَرْمَدا يَزِيدُ وَ لا يَبِيدُ كَمَا تُحِبُّ وَ تَرْضَى إِلَهِي إِنْ أَخَذْتَنِي بِجُرْمِي أَخَذْتُكَ بِعَفْوِكَ وَ إِنْ أَخَذْتَنِي بِذُنُوبِي أَخَذْتُكَ بِمَغْفِرَتِكَ.
وَ إِنْ أَدْخَلْتَنِي النَّارَ أَعْلَمْتُ أَهْلَهَا أَنِّي أُحِبُّكَ إِلَهِي إِنْ كَانَ صَغُرَ فِي جَنْبِ طَاعَتِكَ عَمَلِي فَقَدْ كَبُرَ فِي جَنْبِ رَجَائِكَ أَمَلِي إِلَهِي كَيْفَ أَنْقَلِبُ مِنْ عِنْدِكَ بِالْخَيْبَةِ مَحْرُوما وَ قَدْ كَانَ حُسْنُ ظَنِّي بِجُودِكَ أَنْ تَقْلِبَنِي بِالنَّجَاةِ مَرْحُوما إِلَهِي وَ قَدْ أَفْنَيْتُ عُمُرِي فِي شِرَّةِ السَّهْوِ عَنْكَ وَ أَبْلَيْتُ شَبَابِي فِي سَكْرَةِ التَّبَاعُدِ مِنْكَ إِلَهِي فَلَمْ أَسْتَيْقِظْ أَيَّامَ اغْتِرَارِي بِكَ وَ رُكُونِي إِلَى سَبِيلِ سَخَطِكَ إِلَهِي وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ ابْنُ عَبْدِكَ قَائِمٌ بَيْنَ يَدَيْكَ مُتَوَسِّلٌ بِكَرَمِكَ إِلَيْكَ إِلَهِي أَنَا عَبْدٌ أَتَنَصَّلُ إِلَيْكَ مِمَّا كُنْتُ أُوَاجِهُكَ بِهِ مِنْ قِلَّةِ اسْتِحْيَائِي مِنْ نَظَرِكَ وَ أَطْلُبُ الْعَفْوَ مِنْكَ إِذِ الْعَفْوُ نَعْتٌ لِكَرَمِكَ إِلَهِي لَمْ يَكُنْ لِي حَوْلٌ فَأَنْتَقِلَ بِهِ عَنْ مَعْصِيَتِكَ إِلا فِي وَقْت أَيْقَظْتَنِي لِمَحَبَّتِكَ وَ كَمَا أَرَدْتَ أَنْ أَكُونَ كُنْتُ فَشَكَرْتُكَ بِإِدْخَالِي فِي كَرَمِكَ وَ لِتَطْهِيرِ قَلْبِي مِنْ أَوْسَاخِ الْغَفْلَةِ عَنْكَ إِلَهِي انْظُرْ إِلَيَّ نَظَرَ مَنْ نَادَيْتَهُ فَأَجَابَكَ وَ اسْتَعْمَلْتَهُ بِمَعُونَتِكَ فَأَطَاعَكَ يَا قَرِيبا لا يَبْعُدُ عَنِ الْمُغْتَرِّ بِهِ وَ يَا جَوَادا لا يَبْخَلُ عَمَّنْ رَجَا ثَوَابَهُ إِلَهِي هَبْ لِي قَلْبا يُدْنِيهِ مِنْكَ شَوْقُهُ وَ لِسَانا يُرْفَعُ إِلَيْكَ صِدْقُهُ وَ نَظَرا يُقَرِّبُهُ مِنْكَ حَقُّهُ إِلَهِي إِنَّ مَنْ تَعَرَّفَ بِكَ غَيْرُ مَجْهُول وَ مَنْ لاذَ بِكَ غَيْرُ مَخْذُول وَ مَنْ أَقْبَلْتَ عَلَيْهِ غَيْرُ مَمْلُوك [مَمْلُول] إِلَهِي إِنَّ مَنِ انْتَهَجَ بِكَ لَمُسْتَنِيرٌ وَ إِنَّ مَنِ اعْتَصَمَ بِكَ لَمُسْتَجِيرٌ وَ قَدْ لُذْتُ بِكَ يَا إِلَهِي فَلا تُخَيِّبْ ظَنِّي مِنْ رَحْمَتِكَ وَ لا تَحْجُبْنِي عَنْ رَأْفَتِكَ إِلَهِي أَقِمْنِي فِي أَهْلِ وَلايَتِكَ مُقَامَ مَنْ رَجَا الزِّيَادَةَ مِنْ مَحَبَّتِكَ إِلَهِي وَ أَلْهِمْنِي وَلَها بِذِكْرِكَ إِلَى ذِكْرِكَ وَ هِمَّتِي فِي رَوْحِ نَجَاحِ أَسْمَائِكَ وَ مَحَلِّ قُدْسِكَ إِلَهِي بِكَ عَلَيْكَ إِلا أَلْحَقْتَنِي بِمَحَلِّ أَهْلِ طَاعَتِكَ وَ الْمَثْوَى الصَّالِحِ مِنْ مَرْضَاتِكَ فَإِنِّي لا أَقْدِرُ لِنَفْسِي دَفْعا وَ لا أَمْلِكُ لَهَا نَفْعا إِلَهِي أَنَا عَبْدُكَ الضَّعِيفُ الْمُذْنِبُ وَ مَمْلُوكُكَ الْمُنِيبُ [الْمَعِيبُ] فَلا تَجْعَلْنِي مِمَّنْ صَرَفْتَ عَنْهُ وَجْهَكَ وَ حَجَبَهُ سَهْوُهُ عَنْ عَفْوِكَ إِلَهِي هَبْ لِي كَمَالَ الانْقِطَاعِ إِلَيْكَ وَ أَنِرْ أَبْصَارَ قُلُوبِنَا.
بِضِيَاءِ نَظَرِهَا إِلَيْكَ حَتَّى تَخْرِقَ أَبْصَارُ الْقُلُوبِ حُجُبَ النُّورِ فَتَصِلَ إِلَى مَعْدِنِ الْعَظَمَةِ وَ تَصِيرَ أَرْوَاحُنَا مُعَلَّقَةً بِعِزِّ قُدْسِكَ إِلَهِي وَ اجْعَلْنِي مِمَّنْ نَادَيْتَهُ فَأَجَابَكَ وَ لاحَظْتَهُ فَصَعِقَ لِجَلالِكَ فَنَاجَيْتَهُ سِرّا وَ عَمِلَ لَكَ جَهْرا إِلَهِي لَمْ أُسَلِّطْ عَلَى حُسْنِ ظَنِّي قُنُوطَ الْإِيَاسِ وَ لا انْقَطَعَ رَجَائِي مِنْ جَمِيلِ كَرَمِكَ إِلَهِي إِنْ كَانَتِ الْخَطَايَا قَدْ أَسْقَطَتْنِي لَدَيْكَ فَاصْفَحْ عَنِّي بِحُسْنِ تَوَكُّلِي عَلَيْكَ إِلَهِي إِنْ حَطَّتْنِي الذُّنُوبُ مِنْ مَكَارِمِ لُطْفِكَ فَقَدْ نَبَّهَنِي الْيَقِينُ إِلَى كَرَمِ عَطْفِكَ إِلَهِي إِنْ أَنَامَتْنِي الْغَفْلَةُ عَنِ الاسْتِعْدَادِ لِلِقَائِكَ فَقَدْ نَبَّهَتْنِي الْمَعْرِفَةُ بِكَرَمِ آلائِكَ إِلَهِي إِنْ دَعَانِي إِلَى النَّارِ عَظِيمُ عِقَابِكَ فَقَدْ دَعَانِي إِلَى الْجَنَّةِ جَزِيلُ ثَوَابِكَ إِلَهِي فَلَكَ أَسْأَلُ وَ إِلَيْكَ أَبْتَهِلُ وَ أَرْغَبُ وَ أَسْأَلُكَ أَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد وَ أَنْ تَجْعَلَنِي مِمَّنْ يُدِيمُ ذِكْرَكَ وَ لا يَنْقُضُ عَهْدَكَ وَ لا يَغْفُلُ عَنْ شُكْرِكَ وَ لا يَسْتَخِفُّ بِأَمْرِكَ إِلَهِي وَ أَلْحِقْنِي بِنُورِ عِزِّكَ الْأَبْهَجِ فَأَكُونَ لَكَ عَارِفا وَ عَنْ سِوَاكَ مُنْحَرِفا وَ مِنْكَ خَائِفا مُرَاقِبا يَا ذَا الْجَلالِ وَ الْإِكْرَامِ وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى مُحَمَّد رَسُولِهِ وَ آلِهِ الطَّاهِرِينَ وَ سَلَّمَ تَسْلِيما كَثِيرا
) او دغه جليل القدره مناجاتونه د امامانو (عليهم السلام) دی، او پر لوړو مضمونو شامل دی او په هر وخت چه قلبی حضور (زړه پاک) وی ويل ئی مناسب دی.

د شعبان مخصوص اعمال:

لومړی شپه: ډير لمونځونه په اقبال کی ليکل سويدی چه د هغو دولس رکعته په حمد او يوولس پلا توحيد.

لومړی ورځ: روژه ئی ډير فضيلت لری (او د حضرت امام صادق (عليه السلام) څه روايت دی چه: هر څوک د شعبان اوله ورځ روژه ونيسی جنت پر هغه واجب کيږی البته) او سيد بن طاووس  د حضرت رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) څه ډير ثواب نقل کړيدی د هغه څوک د پاره چه د دی مياشتی اوله دری ورځی روژه ولری، او په شپوکی ئی دوه رکعته لمونځ وکړی، په هر رکعت يوه پلا حمد او يوو لس پلا توحيد ووائی، او د امام (عليه السلام) په تفسيرکی د شعبان او لومړی ورځ په فضيلت ئی خبری او بيان سويدی چه ډير ګټی په هغه ليکل سويدی، او زموږ شيخ ثقة الاسلام نوری نور الله مرقده هغه خبرئی ترجمه کړيدی او د کتاب په پای کی د طيبی کليمی ذکر کړيدی او ځکه چه خبر اوږد دی او د ټول بيان ځای ئی نسته، موږ دلته مختصر او لنډئی بيانوؤ:

د هغه خبر حاصل دا دی چه حضرت امير المؤمنين علی (عليه السلام) د شعبان په اوله ورځ پر يو جماعت ورسيدل چه په مسجدکی ناست وه، د قدر او نورو مسئلو په باره خبری کول او د دوی آواز پورته سوی ؤ، او د دوی لج بازی او جنګ شروع سوی ؤ پدی وخت حضرت (عليه السلام) ورسيد او پر دوی سلام وکړل دوی د سلام ځواب ورکړل، او د هغه جناب د پاره ودريدل، او خواهش وکړل چه د دوی سره کښينی، آنحضرت په دوی پروا ونه کړل او وفرمايل ای جماعته چه خبری کوی د هغه شی په باره چه ګټه نه رسوی. آيا نه پوهيږی چه خدای تعالی (جل جلاله) بندګان لری چه بيره دوی چپ کړيدی، بيله دی چه د خبری کول څه عاجز او ګنګی وی، ليکن دوی هر وخت چه د خدای لوی والی په ياد راوړی ژبی ئی ماتيږی او زړونه ئی پری کيږی، او عقلونه ئی ځی، او دوی حيران کيږی د خدای د عزت، جلال او لوی والی په خاطر، نو هر کله چه په ځان پوه سول د خدای (جل جلاله) وخواته راځی، او په خپل ښو اعمالو خپل نفسونه د خطا کاری او ستم کاری څه پاکوی. او حال داچه دوی د ګناه څه پاک دی، مګر داچه دوی نه راضی کيږی د خدای (جل جلاله) د پاره په لږو اعمالو، او ډير نه شماری د هغه د پاره ډير اعمال، او دوی پرله پسی لګيا دی په اعمال، نو دوی داسی دی چه هر وخت دوی ته وګوری ولاړ دی، او په عبادت کی په بيری او اضطراب دی.

نوچيری ياست ای نوی کاره جمعيت، آيا نه پوهيږی چه پوه خلګ چپ او لږ خبری کوی او جاهل خلګ ډيری خبری کوی، ای تازه کاره جمعيت نن د شعبان کريم د مياشتی لومړی ورځ ده. زموږ پروردګار پر هغه د شعبان نوم ايښی دی، پدی خاطر چه خيرات خپور دی، په تحقيق سره ستاسو پروردګار خپل د حسناتو دروازی په هغه کی خلاص کړيدی، او ښکاره کړيدی تا سوته قصرونه او خيرات په ارزانه قيمت او آسا نه کارونه نو رانيسی هغه. او لعين ابليس تاسوته ښکاره کړيدی خپل د شر او بلا شعبی (څانګی)، او تاسو هميشه کوښښ کوی و ګمراهی او طغيان ته لاس اچوی. د ابليس په څانګو، او تاسو مخ ګرځوی د خيرات د شعبو يعنی څانګو څه چه خلاص سويدی ستاسو د پاره دروازی ئی.

او دغه د شعبان د مياشتی لومړی ورځ ده او د خيرات څانګی ئی: لمونځ، روژه، زکات، په ښوکارو امر کول او د بدو کارو نهی کول، د والدين يعنی پلار او مور او خپلوان او ګاونډيو سره نيکی، د دوو کسو په منځ کی صلح، صدقه ورکول و فقيرانو او مسکينانوته پر ځان زحمت ولری، يو شی چه ستاسو څه اخيستل سويدی يعنی د قضا او قدر امر، او يو شی چه نهی سوی ياست د ننوتل په هغه د خدای د سرو کشف چه هر څوک د هغو پلټنه وکړی د تباه سوی کسانو څه دی.

په رښتيا سره پوه سی که تاسو خبر سی پر هغه شيان چه پروردګار عزوجل حاضر کړيدی د خپل مطيعين د بندګانو د پاره نن د هر هغه څه به ځان وساتی د هغه شی چه پکښی کی ياست او شروع به وکړی په هغه چه تاسوئی امر کړيدی.

دوی وويل يا اميرالمؤمنين هغه څه شی دی چه خدای (جل جلاله) د خپل مطيعينو د پاره حاضر کړيدی پدی ورځ.

نو حضرت علی (عليه السلام) د هغه لښکر داستان ئی نقل وکړل چه رسول د خدای د کفارو جهادته ليږلی ؤ، او دښمنان په شپه پر دوی باندی (شبيخون) حمله کړی وه، او هغه سخته او تاريکه شپه وه او مسلمانان په خوب کی وه او هيڅ څوک ويښ نه ؤ. بيله زيد بن حارثه، عبدالله بن رواحه، قتاده بن نعمان او قيس بن عاصم منقری چه هر يو ئی په يوه خوا ويښ او په لمانځه او د قرآن په تلاوت لګياوه. دښمنان مسلمان ئی غشی باران کړل د شپی د تاريکی په خاطر او مسلمانان هم دشمنان ئی نه ليدل چه د دوی څه ليری سی، نژدی ؤ چه دوی هلاک سی چه ناڅابه د دی څو کسو د هر يو د خولی څخه نور خپاره سوه چه د مسلمانانو د لښکر او او جګړی ځای ئی روښانه کړل او د دوی د توان او قدرت سبب سو. نو توره ئی وکښله دښمنان ئی ووژل او ټپيان او اسيران کړل.

کله چه بيرته راوګرځيدل اود حضرت رسول مبارک د پاره نقل کړل، آنحضرت وفرمايل: دغه نور ستاسو دوړونو د اعمالو په خاطرؤ د شعبان د مياشتی په لومړی ورځ. وروسته آنحضرت يو يو هغه اعمال ئی نقل کړل ترڅو چه وفرمايل، کله چه د شعبان اوله ورځ رارسيږی ابليس خپل لښکر په ټول نړی او د مځکی په هره خوا خپروی او دوی ته وائی کوښښ وکړی چه بعضی د خدای بندګان خپل خواته راولی، پدی ورځ په رښتيا چه خدای ملائکی په ټول نړی او د مځکی په هره خوا خپروی، او دوی ته فرمائی زما بندګان وساتی اولارښوونه وکړی دوی ټوله خوښبخته کيږی په تاسو، مګر داچه دوی نافرمانی او سرکښی وکړی او په رښتيا سره دوی د حده څه تيريږی او د ابليس و حزب او لښکر ته ځی.

په رښتيا چه کله د شعبان لومړی ورځ کيږی خدای (ج) د جنت پر دروازو امر کوی او دروازی خلاصيږی او د طوبی (دجنت) پر درخته امر کوی چه خپل ښاخی ودی دنياته نژدی کړی، هغه وخت د خدای (جل جلاله) منادی ندا ورکوی ای د خدای بندګانو دغه د طوبی دونی ښاخی دی، نو وزړيږی په هغه چه پورته کړی تاسو د جنت وخواته. او دغه د زقوم (دوژخ) دونی ښاخی دی او وبيريږی دهغه څه چه تاسو بونه ځی د دوژخ وخواته.

رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) وفرمايل: قسم په هغه چه په رښتيا زه ئی په رسالت مبعوث کړی يم چه هر څوک پدی ورځ خير اونيکی زده کړی نو په تحقيق سره د طوبی د درختی په ښاخی زړول او د جنت وخواته ئی بيائی هه ښاخی.

او هر څوک پدی ورځ شر زده کړی نو په تحقيق سره د زقوم د درختی په ښاخی زړول کيږی او هغه ښاخی د دوژخ د اور وخواته ئی کشوی او بيائی.

رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) وفرمايل: هر څوک چه نن د خدای د پاره مستحبی لمونځ وکړی، نو زړول کيږی د طوبی د درختی په ښاخی، او هر څوک چه روژه ونيسی پدی ورځ، هر څوک صلح وکړی د ميړه او ماندينی يا پلار او زوی يا خپل خپلوان يا خپل ګاونډی د ميړه او ماندينی يا پردی ميړه او ماندينی په منځ، او هغه څوک چه پر بل پور غواړی او تخفيف ورکړی، او هغه څوک چه حساب ته وګوری او خپل پخوانی او قديمه پور ورکړی، او هغه څوک چه د يتيم سرپرستی وکړی، او هغه څوک مؤمن د نادان څه وساتی، او هغه څوک چه قرآن تلاوت کړی، او هغه څوک چه خدای يادکړی او نعمتونه ئی وشماری او شکر وکړی، او هغه څوک چه د ناروغ پوښتنی ته ورسی، او هغه څوک د خپل پلار او مور يا يو د هغو سره نيکی وکړی، او هغه څوک چه د مخه تر دی ورځ دوی ئی په غضب کړی وی او بيرته دوی خوښحاله کړی، او هر څوک چه جنازی تشييع کړی، او هغه څوک چه د زړه تسلی ورکړی مصيبت وهلی ته، او همدارنګه هر څوک چه د خير کار وکړی پدی ورځ په حقيقت سره زړول کيږی د طوبی د درختی په ښاخی.

رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) وفرمايل: قسم په هغه چه په رښتيا زه ئی په پيغمبری مبعوث کړی يم چه هر څوک پدی ورځ شر او ګناه زده کړی، نو په حقيقت سره زړول کيږی د زقوم د درختی په ښاخی او هغه کشوی او بيائی د اور وخواته.

هغه وخت وفرمايل: قسم په خدای چه په رښتيا زه ئی په پيغمبری ليږلی يم چه هر څوک پدی ورځ په خپل واجب لمانځه تنبلی او قضا وکړی نو په تحقيق چه زړول کيږی د زقوم د ونی په ښاخی، او هغه څوک چه يو ضعيف فقير ورته راسی او دهغه په حال هم خبروی او قادر دی چه د هغه وحال ته تغير ور کړی بيله دی چه هغه ته تاوان ورسيږی او څوک هم نسته چه د هغه سرپرستی او ساتنه وکړی او هغه پريږدی چه نابود او هلاک سی او د هغه لاس ونه نيسی، او هغه څوک چه يو بد کار د هغه څه عذر او بخښښ وغواړی او د هغه عذر قبول نکړی او هغه وخت ونه بخښی هغه د بدی په اندازه ئی او ډير بدی ورسره وکړی، او هغه څوک چه جلاوالی واچوی د ميړه او ماندينی يا پلار او زوی ئی يا ورور او ورورئی يا خپلوان او خپلوان يا د دوو ګاونډيو يا د دوو ملګرو يا دوی خويندو په منځ کی، او هغه څوک چه پر بی وزله او خالی لاس ټينګ ونيسی او د هغه په حال هم خبروی او په غضب او عصبانی وی پر هغه، او هغه څوک چه پورور وی او منکر سی او د پور غوښتونکی سره ظلم وکړی ترڅو چه خپل پور باطل کړی، او هغه څوک چه د يتيم سره جفا وکړی او هغه ته آزار ورسوی او مال ئی د منځه يوسی، او هغه څوک چه د خپل مؤمن ورور په حقوق داخل سی او خلګ هم په هغه مجبور کړی، او هغه څوک چه سندری ووائی په داسی ډول چه د سندری د ويل په واسطه ګناه منځ ته راوړی، او هغه څوک چه  خپل زښت او بدکارونه په جګړوکی وشميری او د خپل ډول ډول ظلم او ستم څه د خدای (جل جلاله) پر بندګانو افتخار وکړی، او هغه څوک چه د خپل ناروغ ګاونډی پوښتنی ته ورنسی او هغه خوار وشميری، او هغه څوک چه ګاوندی ئی مړسی او د هغه د جنازی تشييع ته ورنسی او هغه په خپل نظر خوار وبولی، او هغه څوک چه د يو مصيبت وهلی څه مخ وګرځوی او جفا ورسره وکړی حقير او کوچنی وشميری هغه، اوهغه څوک چه پلار او مور يا يو د هغو دوو عاق کړی، او څوک چه د مخه دوی عاق کړی ؤ او نن دوی ئی خوښحاله ونکړل حال داچه قدرت درلود پر هغه، او همداسی هر څوک هر ډول شر وکړی په تحقيق چه زړول کيږی د زقوم د ونی په ښاخی.

او قسم په هغه خدای (جل جلاله) چه زه ئی په رښتيا په پيغمبری ليږلی يم چه زړيدونکی د طوبی د درختی د ښاخی دوی پورته کوی هغه ښاخی د جنت وخواته، هغه وخت رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) د آسمان وخواته وکتل او وخندل اوخوښحال ؤ، هغه وخت خپل مبارک نظرئی لاندی د مځکی وخواته واچول تندی او مبارک مخ ئی تر يوسو، نو اصحابوته ئی مخ وکړل او وفرمايل:

قسم په هغه خدای چه محمد ئی په رښتيا وليږل په پيغمبری، چه ومی ليدل په تحقيق د طوبی ونی چه پورته کيدل او پورته کول هغه کسان چه په هغه زړيدلی ؤ د جنت وخواته، او ومی ليدل بعضوئی چه زړيدلی ؤ په يوه ښاخه د هغه او بعضو زړيدلی ؤ په دوو ښاخو يا څو ښاخو د هغه، او د دوی د طاعت د کول په اندازه، په رښتيا چه په هر حال وينم، زيد بن حارثی زړيدلی دی په ډيرو ښاخو د هغو، نو هغه ښاخی پورته کوی هغه د جنت په اعلی عليين (د جنت ډير ښه او لوړ مقام ځای).

پدی خاطر وخنديدم او خوښحال سولم، او وروسته ومی کتل د مځکی وخواته، قسم په هغه خدای چه زه ئی په پيغمبری وليږل چه ومی ليدل د زقوم درخته چه ښاخی ئی کښته تلل او زړيدونکی ئی کښته او د دوژخ وخواته بيول. او ومی ليدل برخی د هغو چه  زړيدلی ؤ په يوه ښاخه او ومی ليدل برخوئی زړيدلی وه په دوو ښاخو يا په څو ښاخو، د زښت او بدو کارو د کول په اندازه، او په رښتيا چه په هر حال وينم، بعضی  منافقينو چه زړيدلی دی په ډيرو ښاخو او هغو په اسفل درکات (د دوژخ لاندنی طبقی) کی ننه باسی او اچوی، نو پدی خاطر مخ او تندی می تريو کړل.

دريمه ورځ: مبارکه ورځ ده، چه شيخ په مصباح کی فرمايلی دی پدی ورځ جناب حضرت حسين بن علی (عليه السلام) زيږيدل سويدی او شريف فرمان راووتل د قاسم بن علاء همدانی د حضرت امام حسن عسکری (عليه السلام) وکيل وخواته چه زموږ مولا حضرت حسين (عليه السلام) وزيږيدل سو د شعبان دريمه د پنجشنبی په ورځ، نو روژه ونيسه دغه ورځ او دغه دعا ووايه پدغه ورځ (اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِحَقِّ الْمَوْلُودِ فِي هَذَا الْيَوْمِ الْمَوْعُودِ بِشَهَادَتِهِ قَبْلَ اسْتِهْلالِهِ وَ وِلادَتِهِ بَكَتْهُ السَّمَاءُ وَ مَنْ فِيهَا وَ الْأَرْضُ وَ مَنْ عَلَيْهَا وَ لَمَّا يَطَأْ [يُطَأْ] لابَتَيْهَا قَتِيلِ الْعَبْرَةِ وَ سَيِّدِ الْأُسْرَةِ الْمَمْدُودِ بِالنُّصْرَةِ يَوْمَ الْكَرَّةِ الْمُعَوَّضِ مِنْ قَتْلِهِ أَنَّ الْأَئِمَّةَ مِنْ نَسْلِهِ وَ الشِّفَاءَ فِي تُرْبَتِهِ وَ الْفَوْزَ مَعَهُ فِي أَوْبَتِهِ وَ الْأَوْصِيَاءَ مِنْ عِتْرَتِهِ بَعْدَ قَائِمِهِمْ وَ غَيْبَتِهِ حَتَّى يُدْرِكُوا الْأَوْتَارَ وَ يَثْأَرُوا الثَّارَ وَ يُرْضُوا الْجَبَّارَ وَ يَكُونُوا خَيْرَ أَنْصَار صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَعَ اخْتِلافِ اللَّيْلِ وَ النَّهَارِ اللَّهُمَّ فَبِحَقِّهِمْ إِلَيْكَ أَتَوَسَّلُ وَ أَسْأَلُ سُؤَالَ مُقْتَرِف مُعْتَرِف مُسِيء إِلَى نَفْسِهِ مِمَّا فَرَّطَ فِي يَوْمِهِ وَ أَمْسِهِ يَسْأَلُكَ الْعِصْمَةَ إِلَى مَحَلِّ رَمْسِهِ اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ عِتْرَتِهِ وَ احْشُرْنَا فِي زُمْرَتِهِ وَ بَوِّئْنَا مَعَهُ دَارَ الْكَرَامَةِ وَ مَحَلَّ الْإِقَامَةِ اللَّهُمَّ وَ كَمَا أَكْرَمْتَنَا بِمَعْرِفَتِهِ فَأَكْرِمْنَا بِزُلْفَتِهِ وَ ارْزُقْنَا مُرَافَقَتَهُ وَ سَابِقَتَهُ وَ اجْعَلْنَا مِمَّنْ يُسَلِّمُ لِأَمْرِهِ وَ يُكْثِرُ الصَّلاةَ عَلَيْهِ عِنْدَ ذِكْرِهِ وَ عَلَى جَمِيعِ أَوْصِيَائِهِ وَ أَهْلِ أَصْفِيَائِهِ الْمَمْدُودِينَ مِنْكَ بِالْعَدَدِ الاثْنَيْ عَشَرَ النُّجُومِ الزُّهَرِ وَ الْحُجَجِ عَلَى جَمِيعِ الْبَشَرِ اللَّهُمَّ وَ هَبْ لَنَا فِي هَذَا الْيَوْمِ خَيْرَ مَوْهِبَة وَ أَنْجِحْ لَنَا فِيهِ كُلَّ طَلِبَة كَمَا وَهَبْتَ الْحُسَيْنَ لِمُحَمَّد جَدِّهِ وَ عَاذَ فُطْرُسُ بِمَهْدِهِ فَنَحْنُ عَائِذُونَ بِقَبْرِهِ مِنْ بَعْدِهِ نَشْهَدُ تُرْبَتَهُ وَ نَنْتَظِرُ أَوْبَتَهُ آمِينَ رَبَّ الْعَالَمِينَ).

پسله دغه دعا د حسين بن علی (عليه السلام) دعا وائی: او دغه د آنحضرت ددعا آخره ده په هغه ورځ چه دښمنان ئی ډير سوی ؤ، يعنی د عاشورا په ورځ (اللَّهُمَّ أَنْتَ مُتَعَالِي الْمَكَانِ عَظِيمُ الْجَبَرُوتِ شَدِيدُ الْمِحَالِ غَنِيٌّ عَنِ الْخَلائِقِ عَرِيضُ الْكِبْرِيَاءِ قَادِرٌ عَلَى مَا تَشَاءُ قَرِيبُ الرَّحْمَةِ صَادِقُ الْوَعْدِ سَابِغُ النِّعْمَةِ حَسَنُ الْبَلاءِ قَرِيبٌ إِذَا دُعِيتَ مُحِيطٌ بِمَا خَلَقْتَ قَابِلُ التَّوْبَةِ لِمَنْ تَابَ إِلَيْكَ قَادِرٌ عَلَى مَا أَرَدْتَ وَ مُدْرِكٌ مَا طَلَبْتَ وَ شَكُورٌ إِذَا شُكِرْتَ وَ ذَكُورٌ إِذَا ذُكِرْتَ أَدْعُوكَ مُحْتَاجا وَ أَرْغَبُ إِلَيْكَ فَقِيرا وَ أَفْزَعُ إِلَيْكَ خَائِفا وَ أَبْكِي إِلَيْكَ مَكْرُوبا وَ أَسْتَعِينُ بِكَ ضَعِيفا وَ أَتَوَكَّلُ عَلَيْكَ كَافِيا احْكُمْ بَيْنَنَا وَ بَيْنَ قَوْمِنَا [بِالْحَقِّ] فَإِنَّهُمْ غَرُّونَا وَ خَدَعُونَا وَ خَذَلُونَا وَ غَدَرُوا بِنَا وَ قَتَلُونَا وَ نَحْنُ عِتْرَةُ نَبِيِّكَ وَ وَلَدُ [وُلْدُ] حَبِيبِكَ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الَّذِي اصْطَفَيْتَهُ بِالرِّسَالَةِ وَ ائْتَمَنْتَهُ عَلَى وَحْيِكَ فَاجْعَلْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا فَرَجا وَ مَخْرَجا بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ).

ابن عياش وويل وامی وريدل د حسين بن علی بن سفيان بزوفری چه ويل حضرت صادق (عليه السلام) دغه دعا پدی ورځ ويل، او فرمايلی دی چه دغه دعا د شعبان د دريمی ورځ د دعاوی څخه دی او هغه ورځ د امام حسين (عليه السلام) مبارک ميلاد دی.

ديرلسمه شپه: د (ليالی بيض) يعنی مخصوص شپی اوله ده، د نن شپی او دوی شپی وروسته د لمانځه کيفيت د رجب مياشت تيرسو. د شعبان د مياشتی د نيمائی شپه: ډيره مبارکه شپه ده (د حضرت امام جعفر صادق (عليه السلام) څه روايت دی چه: د حضرت امام محمد باقر (عليه السلام) څه د شعبان د مياشتی د نيمائی په شپه د فضل او ښه والی څه سوال سو، وفرمايل هغه شپه پسله ليلة القدر د افضلو شپو دی، خدای (جل جلاله) په هغه شپه خپل بندګانوته فضل ورکوی او په خپل کرم دوی بخښی.

نوکوښښ وکړی په هغه شپه چه خدای ته نژدی سی، نو په رښتيا چه هغه يوه شپه ده چه خدای په خپل ذات قسم ياد کړيدی چه خالی لاس نه پريږدی سوال کوونکی د خپل درګاه څه، ترڅو چه معصيت يعنی ګناه ونه کړی. او هغه شپه داسی شپه ده چه حق تعالی قرار ورکړيدی زموږ د پاره، چه د هغه په مقابل قرار ورکړيدی د قدر شپه زموږ د حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) د پاره، نوکوښښ وکړی په دعا او ثنا پر خدای تعالی.

د دی مبارکه شپه د برکاتو څه يوئی د حضرت امام زمان (عج الله تعالی فرجه الشريف) مهدی صاحب سلطان د دی زمان مبارک ميلاد دی چه د دی شپی په سحر، کال دوه سو پنځه پنځوس په سر من رأی (سامرا) کی واقع سويدی. او د دی مبارکه شپه د شرافت د ډيروالی باعث سويدی، او ددی شپی د پاره څو عمله سته.

لومړی: غسل دی چه د ګناهانو د لږيدو باعث کيږی.

دوهم: د دی شپی احيا يعنی تر سهاره پوری په لمانځه او دعا او استغفار، لکه چه امام زين العابدين عليه السلام کول. او په روايت کی سته چه هر څوک احيا کړی دغه شپه، زړه ئی نه مری په هغه ورځ چه زړونه ومری.

دريم: د حضرت امام حسين (عليه السلام) زيارت دی چه افضل د اعمالو د دی شپی دی، او د ګناهونو د بخښښ سبب کيږی، او هر څوک وغواړی پدغه شپه د هغه سره دوستی وکړی او دهغه او يو سلو څلور ويشت زره پيغمبرانو روح زيارت وکړی، او زيارت د آنحضرت دا دی چه بام ته وخيژی راسته او چپی خواته وګوری او سر د آسمان وخواته کړی او آنحضرت زيارت وکړی پدی کليماتو: ( السلام عليک يا ابا عبدالله السلام عليک و رحمة الله و برکاته).

او هر څوک په هر ځای په هر وخت چه آنحضرت پدی کيفيت زيارت وکړی اميد سته چه د حج او عمری ثواب هغه ته وليکل سی او موږ د ننه شپی مخصوصه زيارت د زيارتو په برخوکی بيان به وکړو ان شاء الله تعالی.

څلورم: د دی دعا ويل چه شيخ او سيد نقل کړيدی او د حضرت امام زمان (عليه السلام) د زيارت په اندازه او ډول دی. (اللَّهُمَّ بِحَقِّ لَيْلَتِنَا [هَذِهِ] وَ مَوْلُودِهَا وَ حُجَّتِكَ وَ مَوْعُودِهَا الَّتِي قَرَنْتَ إِلَى فَضْلِهَا فَضْلا فَتَمَّتْ كَلِمَتُكَ صِدْقا وَ عَدْلا لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِكَ وَ لا مُعَقِّبَ لآِيَاتِكَ نُورُكَ الْمُتَأَلِّقُ وَ ضِيَاؤُكَ الْمُشْرِقُ وَ الْعَلَمُ النُّورُ فِي طَخْيَاءِ الدَّيْجُورِ الْغَائِبُ الْمَسْتُورُ جَلَّ مَوْلِدُهُ وَ كَرُمَ مَحْتِدُهُ وَ الْمَلائِكَةُ شُهَّدُهُ وَ اللَّهُ نَاصِرُهُ وَ مُؤَيِّدُهُ إِذَا آنَ مِيعَادُهُ وَ الْمَلائِكَةُ [فَالْمَلائِكَةُ] أَمْدَادُهُ سَيْفُ اللَّهِ الَّذِي لا يَنْبُو وَ نُورُهُ الَّذِي لا يَخْبُو وَ ذُو الْحِلْمِ الَّذِي لا يَصْبُو مَدَارُ الدَّهْرِ وَ نَوَامِيسُ الْعَصْرِ وَ وُلاةُ الْأَمْرِ وَ الْمُنَزَّلُ عَلَيْهِمْ مَا يَتَنَزَّلُ [يَنْزِلُ] فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَ أَصْحَابُ الْحَشْرِ وَ النَّشْرِ تَرَاجِمَةُ وَحْيِهِ وَ وُلاةُ أَمْرِهِ وَ نَهْيِهِ اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى خَاتِمِهِمْ وَ قَائِمِهِمْ الْمَسْتُورِ عَنْ عَوَالِمِهِمْ اللَّهُمَّ وَ أَدْرِكْ بِنَا أَيَّامَهُ وَ ظُهُورَهُ وَ قِيَامَهُ وَ اجْعَلْنَا مِنْ أَنْصَارِهِ وَ اقْرِنْ ثَارَنَا بِثَارِهِ وَ اكْتُبْنَا فِي أَعْوَانِهِ وَ خُلَصَائِهِ وَ أَحْيِنَا فِي دَوْلَتِهِ نَاعِمِينَ وَ بِصُحْبَتِهِ غَانِمِينَ وَ بِحَقِّهِ قَائِمِينَ وَ مِنَ السُّوءِ سَالِمِينَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ وَ صَلَوَاتُهُ عَلَى [وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى] سَيِّدِنَا مُحَمَّد خَاتَمِ النَّبِيِّينَ وَ الْمُرْسَلِينَ وَ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ الصَّادِقِينَ وَ عِتْرَتِهِ النَّاطِقِينَ وَ الْعَنْ جَمِيعَ الظَّالِمِينَ وَ احْكُمْ بَيْنَنَا وَ بَيْنَهُمْ يَا أَحْكَمَ الْحَاكِمِينَ)

پنځم: شيخ د اسماعيل بن فضل هاشمی څه روايت کړيدی چه وويل: حضرت صادق (عليه  السلام) تعليم راکړل دغه دعائی وماته چه هغه ووايم د شعبان د نيمائی په شپه: (اللَّهُمَّ أَنْتَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ الْخَالِقُ الرَّازِقُ الْمُحْيِي الْمُمِيتُ الْبَدِيءُ الْبَدِيعُ لَكَ الْجَلالُ وَ لَكَ الْفَضْلُ وَ لَكَ الْحَمْدُ وَ لَكَ الْمَنُّ وَ لَكَ الْجُودُ وَ لَكَ الْكَرَمُ وَ لَكَ الْأَمْرُ وَ لَكَ الْمَجْدُ وَ لَكَ الشُّكْرُ وَحْدَكَ لا شَرِيكَ لَكَ يَا وَاحِدُ يَا أَحَدُ يَا صَمَدُ يَا مَنْ لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوا أَحَدٌ صَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد وَ اغْفِرْ لِي وَ ارْحَمْنِي وَ اكْفِنِي مَا أَهَمَّنِي وَ اقْضِ دَيْنِي وَ وَسِّعْ عَلَيَّ فِي رِزْقِي فَإِنَّكَ فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ كُلَّ أَمْر حَكِيم تَفْرُقُ وَ مَنْ تَشَاءُ مِنْ خَلْقِكَ تَرْزُقُ فَارْزُقْنِي وَ أَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ فَإِنَّكَ قُلْتَ وَ أَنْتَ خَيْرُ الْقَائِلِينَ النَّاطِقِينَ وَ اسْئَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ فَمِنْ فَضْلِكَ أَسْأَلُ وَ إِيَّاكَ قَصَدْتُ وَ ابْنَ نَبِيِّكَ اعْتَمَدْتُ وَ لَكَ رَجَوْتُ فَارْحَمْنِي يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ)

شپږم: وواياست دغه دعا  چه حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) پدغه شپه ويل: (اللَّهُمَّ اقْسِمْ لَنَا مِنْ خَشْيَتِكَ مَا يَحُولُ بَيْنَنَا وَ بَيْنَ مَعْصِيَتِكَ وَ مِنْ طَاعَتِكَ مَا تُبَلِّغُنَا بِهِ رِضْوَانَكَ وَ مِنَ الْيَقِينِ مَا يَهُونُ عَلَيْنَا بِهِ مُصِيبَاتُ الدُّنْيَا اللَّهُمَّ أَمْتِعْنَا بِأَسْمَاعِنَا وَ أَبْصَارِنَا وَ قُوَّتِنَا مَا أَحْيَيْتَنَا وَ اجْعَلْهُ الْوَارِثَ مِنَّا وَ اجْعَلْ ثَارَنَا عَلَى مَنْ ظَلَمَنَا وَ انْصُرْنَا عَلَى مَنْ عَادَانَا وَ لا تَجْعَلْ مُصِيبَتَنَا فِي دِينِنَا وَ لا تَجْعَلِ الدُّنْيَا أَكْبَرَ هَمِّنَا وَ لا مَبْلَغَ عِلْمِنَا وَ لا تُسَلِّطْ عَلَيْنَا مَنْ لا يَرْحَمُنَا بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ) او دغه يو کامل او جامع دعا دی او ويل ئی په نورو وختو هم غنيمت دی، د عوالی اللئالی د کتاب څه نقل سويدی چه حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) دغه دعائی ويل.

اوم: صلوات وواياست د غرمی په وخت هره ورځ.

اتم: د کميل دعا وواياست چه په دغه شپه راغلی دی.

نهم: څوک چه (سُبْحَانَ اللَّهِ و الْحَمْدُ لِلَّهِ و اللَّهُ أَكْبَرُ و لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ) سل پلا ووائی خدای تعالی (جل جلاله) د هغه تير سوی ګناهونه بخښی، او د دنيا او آخرت حاجتونه ئی ورکوی.

لسم: شيخ روايت کړيدی په مصباح کی د ابويحيی څه د شعبان د نيمائی د شپی په فضيلت خبری چه وويل: خپل مولا حضرت امام صادق (عليه السلام) ته می وويل چه ډير ښه دعا پدغه شپه کم يو دی، و فرمايل کله چه د ماخُستن لمونځ دی په ځای کړ پسله هغه دوه رکعته لمونځ په لومړی رکعت ئی حمد او د جحد سوره چه قل يا ايها الکافرون دی او په دوهم رکعت ئی حمد او د توحيد سوره چه قل هو الله احد دی ووايه پسله سلام دروديرش پلا سبحان الله، دروديرش پلا الحمد لله او څلور ديرش پلا الله اکبر ووايه، وروسته ووايه: (يَا مَنْ إِلَيْهِ مَلْجَأُ الْعِبَادِ [يَلْجَأُ الْعِبَادُ] فِي الْمُهِمَّاتِ وَ إِلَيْهِ يَفْزَعُ الْخَلْقُ فِي الْمُلِمَّاتِ يَا عَالِمَ الْجَهْرِ وَ الْخَفِيَّاتِ [وَ] يَا مَنْ لا تَخْفَى عَلَيْهِ خَوَاطِرُ الْأَوْهَامِ وَ تَصَرُّفُ الْخَطَرَاتِ يَا رَبَّ الْخَلائِقِ وَ الْبَرِيَّاتِ يَا مَنْ بِيَدِهِ مَلَكُوتُ الْأَرَضِينَ وَ السَّمَاوَاتِ أَنْتَ اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ أَمُتُّ إِلَيْكَ بِلا إِلَهَ إِلا أَنْتَ فَيَا لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ اجْعَلْنِي فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ مِمَّنْ نَظَرْتَ إِلَيْهِ فَرَحِمْتَهُ وَ سَمِعْتَ دُعَاءَهُ فَأَجَبْتَهُ وَ عَلِمْتَ اسْتِقَالَتَهُ فَأَقَلْتَهُ وَ تَجَاوَزْتَ عَنْ سَالِفِ خَطِيئَتِهِ وَ عَظِيمِ جَرِيرَتِهِ فَقَدِ اسْتَجَرْتُ بِكَ مِنْ ذُنُوبِي وَ لَجَأْتُ إِلَيْكَ فِي سَتْرِ عُيُوبِي اللَّهُمَّ فَجُدْ عَلَيَّ بِكَرَمِكَ وَ احْطُطْ خَطَايَايَ بِحِلْمِكَ وَ عَفْوِكَ وَ تَغَمَّدْنِي فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ بِسَابِغِ كَرَامَتِكَ وَ اجْعَلْنِي فِيهَا مِنْ أَوْلِيَائِكَ الَّذِينَ اجْتَبَيْتَهُمْ لِطَاعَتِكَ وَ اخْتَرْتَهُمْ لِعِبَادَتِكَ وَ جَعَلْتَهُمْ خَالِصَتَكَ وَ صَفْوَتَكَ اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِمَّنْ سَعَدَ جَدُّهُ وَ تَوَفَّرَ مِنَ الْخَيْرَاتِ حَظُّهُ وَ اجْعَلْنِي مِمَّنْ سَلِمَ فَنَعِمَ وَ فَازَ فَغَنِمَ وَ اكْفِنِي شَرَّ مَا أَسْلَفْتُ وَ اعْصِمْنِي مِنَ الازْدِيَادِ فِي مَعْصِيَتِكَ وَ حَبِّبْ إِلَيَّ طَاعَتَكَ وَ مَا يُقَرِّبُنِي مِنْكَ وَ يُزْلِفُنِي عِنْدَكَ سَيِّدِي إِلَيْكَ يَلْجَأُ الْهَارِبُ وَ مِنْكَ يَلْتَمِسُ الطَّالِبُ وَ عَلَى كَرَمِكَ يُعَوِّلُ الْمُسْتَقِيلُ التَّائِبُ أَدَّبْتَ عِبَادَكَ بِالتَّكَرُّمِ وَ أَنْتَ أَكْرَمُ الْأَكْرَمِينَ وَ أَمَرْتَ بِالْعَفْوِ عِبَادَكَ وَ أَنْتَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ اللَّهُمَّ فَلا تَحْرِمْنِي مَا رَجَوْتُ مِنْ كَرَمِكَ وَ لا تُؤْيِسْنِي مِنْ سَابِغِ نِعَمِكَ وَ لا تُخَيِّبْنِي مِنْ جَزِيلِ قِسَمِكَ فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ لِأَهْلِ طَاعَتِكَ وَ اجْعَلْنِي فِي جُنَّة مِنْ شِرَارِ بَرِيَّتِكَ رَبِّ إِنْ لَمْ أَكُنْ مِنْ أَهْلِ ذَلِكَ فَأَنْتَ أَهْلُ الْكَرَمِ وَ الْعَفْوِ وَ الْمَغْفِرَةِ وَ جُدْ عَلَيَّ بِمَا أَنْتَ أَهْلُهُ لا بِمَا أَسْتَحِقُّهُ فَقَدْ حَسُنَ ظَنِّي بِكَ وَ تَحَقَّقَ رَجَائِي لَكَ وَ عَلِقَتْ نَفْسِي بِكَرَمِكَ فَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ وَ أَكْرَمُ الْأَكْرَمِينَ اللَّهُمَّ وَ اخْصُصْنِي مِنْ كَرَمِكَ بِجَزِيلِ قِسَمِكَ وَ أَعُوذُ بِعَفْوِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ وَ اغْفِرْ لِيَ الذَّنْبَ الَّذِي يَحْبِسُ عَلَيَّ [عَنِّي] الْخُلُقَ وَ يُضَيِّقُ عَلَيَّ الرِّزْقَ حَتَّى أَقُومَ بِصَالِحِ رِضَاكَ وَ أَنْعَمَ بِجَزِيلِ عَطَائِكَ وَ أَسْعَدَ بِسَابِغِ نَعْمَائِكَ فَقَدْ لُذْتُ بِحَرَمِكَ وَ تَعَرَّضْتُ لِكَرَمِكَ وَ اسْتَعَذْتُ بِعَفْوِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ وَ بِحِلْمِكَ مِنْ غَضَبِكَ فَجُدْ بِمَا سَأَلْتُكَ وَ أَنِلْ مَا الْتَمَسْتُ مِنْكَ أَسْأَلُكَ بِكَ لا بِشَيْء هُوَ أَعْظَمُ مِنْكَ) . پسله دعا سجدی ته ځی او شل پلا يا رب، اوه پلا يا الله، اوه پلا لا حول ولا قوة الا بالله، لس پلا ماشاء الله او لس پلا قوة الا بالله وائی. پر پيغمبر (ص) او ګران خاندان ئی صلوات وليږه او د خدای څه خپل حاجت وغواړه، په خدای قسم که د دی عمل په سبب حاجت وغواړی، خدای په خپل کامل کرم (بخښښ) او لوی فضل هغه حاجتونه د باران د دانی په شمير هر وخت تاته ورکوی.

يوولسم: شيخ طوسی او کفعمی فرمايلی دی چه: ووائی پدی شپه (إِلَهِي تَعَرَّضَ لَكَ فِي هَذَا اللَّيْلِ الْمُتَعَرِّضُونَ وَ قَصَدَكَ الْقَاصِدُونَ وَ أَمَّلَ فَضْلَكَ وَ مَعْرُوفَكَ الطَّالِبُونَ وَ لَكَ فِي هَذَا اللَّيْلِ نَفَحَاتٌ وَ جَوَائِزُ وَ عَطَايَا وَ مَوَاهِبُ تَمُنُّ بِهَا عَلَى مَنْ تَشَاءُ مِنْ عِبَادِكَ وَ تَمْنَعُهَا مَنْ لَمْ تَسْبِقْ لَهُ الْعِنَايَةُ مِنْكَ وَ هَا أَنَا ذَا عُبَيْدُكَ الْفَقِيرُ إِلَيْكَ الْمُؤَمِّلُ فَضْلَكَ وَ مَعْرُوفَكَ فَإِنْ كُنْتَ يَا مَوْلايَ تَفَضَّلْتَ فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ عَلَى أَحَد مِنْ خَلْقِكَ وَ عُدْتَ عَلَيْهِ بِعَائِدَة مِنْ عَطْفِكَ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد الطَّيِّبِينَ الطَّاهِرِينَ الْخَيِّرِينَ الْفَاضِلِينَ وَ جُدْ عَلَيَّ بِطَوْلِكَ وَ مَعْرُوفِكَ يَا رَبَّ الْعَالَمِينَ وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى مُحَمَّد خَاتَمِ النَّبِيِّينَ وَ آلِهِ الطَّاهِرِينَ وَ سَلَّمَ تَسْلِيما إِنَّ اللَّهَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ إِنِّي أَدْعُوكَ كَمَا أَمَرْتَ فَاسْتَجِبْ لِي كَمَا وَعَدْتَ إِنَّكَ لا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ)دغه دعا سهارته نژدی د شفع دلمانځه وروسته ويل کيږی.

دوولسم:پسله دوه رکعته د شپی او شفع د لمانځه او د وتر د دعاوی دغه دعا چه شيخ او سيد نقل کړيدی ووائی.

ديرلسم: په ځای کړی سجدی او دعاوی چه د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) څه روايت سويدی، هغه روايت چه شيخ د حماد بن عيسی د ابان بن تغلب څه روايت کړيدی چه وويل حضرت صادق (عليه السلام) فرمايلی دی: د شعبان  نيمائی شپه داخله سويوه  رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) هغه شپه د عايشی سره وه کله چه نيمه شپه سوه رسول د خدای د خپل د خوب د ځايه څه د عبادت د پاره ويښ سو کله چه عايشی پوه سوه چه حضرت پيغمبر (ص) نسته او د باندی تللی دی، لکه چه ښځی غيرت نيسی او ګمان ئی وکړله چه آنحضرت خپل نور و ښځوته تللی دی نو ولاړه سوه او خپل پوړنی ئی په ځان و پيچله، په خدای قسم چه پوړنی ئی د ابريشم، کتان او پنبی نه وه بلکه تارونه ئی د اوښ د وړيو څخه وه. او رسول الله (ص) ئی د هغه د نور و ښځو په حجروکی پلټله د آنحضرت د پلټنی په حال کی وه چه ناڅابه رسول الله مبارک ئی وليدله چه په سجدی کی دی لکه کالی مښتی دی دمځکی پر مخ نو آنحضرت ته نژدی سوله واوريدله چه وائی: (سَجَدَ لَكَ سَوَادِي وَ خَيَالِي وَ آمَنَ بِكَ فُؤَادِي هَذِهِ يَدَايَ وَ مَا جَنَيْتُهُ عَلَى نَفْسِي يَا عَظِيمُ [عَظِيما] تُرْجَى [يُرْجَى [لِكُلِّ عَظِيم اغْفِرْ لِيَ الْعَظِيمَ فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذَّنْبَ الْعَظِيمَ إِلا الرَّبُّ الْعَظِيمُ) پسله هغه سرئی پورته کړل او بيرته سجدی ته ولاړل او عايشی واوريدله چه وائی: (أَعُوذُ بِنُورِ وَجْهِكَ الَّذِي أَضَاءَتْ لَهُ السَّمَاوَاتُ وَ الْأَرَضُونَ وَ انْكَشَفَتْ لَهُ الظُّلُمَاتُ وَ صَلَحَ عَلَيْهِ أَمْرُ الْأَوَّلِينَ وَ الآْخِرِينَ مِنْ فُجْأَةِ نَقِمَتِكَ وَ مِنْ تَحْوِيلِ عَافِيَتِكَ وَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي قَلْبا تَقِيّا نَقِيّا وَ مِنَ الشِّرْكِ بَرِيئا لا كَافِرا وَ لا شَقِيّا)

پسله هغه د مخ دواړه خوائی پر خاورو کښيښود او وويل:( عَفَّرْتُ وَجْهِي فِي التُّرَابِ وَ حُقَّ لِي أَنْ أَسْجُدَ لَكَ) رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) غوښتل چه بيرته د خپل د خوب ځای ته راسی پدی وخت عايشی وځغليد له خپل د خوب ځای وخواته، رسول الله (ص) دهغی د خوب وځای ته راغی او واوريدل چه هغی لوړ ساوهی وفرمايل دا لوړ ساوهل څه شی دی. آيا نه ئی پوهيدلی چه څه شپه ده ننه شپه، دا د شعبان د نيمائی شپه ده چه په هغه کی روزی ويشل کيږی، په هغه کی اجلونه ليکل کيږی، په هغه کی تلونکی و حج ته ليکل کيږی، او په رښتيا چه خدای (جل جلاله) ننه شپه خپل خلق بخښی ډير تر د کلب د قبيلی د بزو دو رښتيانو په اندازه، او خدای (ج) خپل ملائکی د آسمان څه د مځکی وخواته و مکی ته ليږی.

څلورلسم: د جناب جعفر لمونځ په ځای کړی څرنګه چه شيخ د حضرت امام رضا (عليه السلام) څه نقل کړيدی.

پنځلسم: د دی شپی لمونځونه په ځای کړی او هغه ډير دی د هغو څه يو لمونځ دی چه ابو يحيی صنعانی د حضرت باقر (عليه السلام) او حضرت صادق (عليه السلام) څه روايت کړيدی، او هم ديرش نفره د اعتماد او مطمئن کسان د هغه دوو بزرګوارو څه روايت کړيدی چه هغه دوه بزرګوار فرمايلی دی: هر وخت د شعبان نيمائی شپه سوه څلور رکعته لمونځ وکړی په هر رکعت کی ئی سل پلا حمد او قل هو الله احد وواياست، کله چه لمونځ پای ته ورسيد وواياست (اللَّهُمَّ إِنِّي إِلَيْكَ فَقِيرٌ وَ مِنْ عَذَابِكَ خَائِفٌ مُسْتَجِيرٌ اللَّهُمَّ لا تُبَدِّلْ اسْمِي وَ لا تُغَيِّرْ جِسْمِي وَ لا تَجْهَدْ بَلائِي وَ لا تُشْمِتْ بِي أَعْدَائِي أَعُوذُ بِعَفْوِكَ مِنْ عِقَابِكَ وَ أَعُوذُ بِرَحْمَتِكَ مِنْ عَذَابِكَ وَ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْكَ جَلَّ ثَنَاؤُكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ وَ فَوْقَ مَا يَقُولُ الْقَائِلُونَ). اوپوه سه چه ډير فضيلت راغلی دی پدی شپه د سل رکعت لمانځه د په ځای کول د پاره په هر رکعت يو پلا حمد او لس پلا توحيد وويل سی. او د رجب په دستور العمل شپږ رکعته لمونځ پدی شپه په حمد، يس، تبارک او توحيد تيرسو.

د شعبان د نيمائی ورځ:

د دوولسم امام مولانا و امامنا المهدی حضرت حجة بن الحسن صاحب الزمان صلوات الله عليه شريف مولود اختر دی او د آنحضرت زيارت مستحب دی په ټول زمان او مکان، او په زيارت کی ئی دعا کول د دوی د فرج د تعجيل د پاره او تأکيد سوی دی د سر من رأی په زيرخانه کی. چه ظهورئی رښتيا دی او هغه مځکه ډکوی د عدل او داد څه، څرنګه چه ډک سوی دی د ظلم او ستم څه.

د دی مياشتی په نورو اعمالو دی: (د حضرت امام رضا (عليه السلام) څه نقل سويدی چه: هر څوک د شعبان د مياشتی آخره دری ورځی روژه ونيسی اود رمضان د مبارکه مياشتی سره وصل يعنی يو ځای کړی حق تعالی د دوی مياشتی د روژی ثواب د هغه دپاره ليکی).

ابو الصلت هروی روايت کړيدی چه: د شعبان د مياشتی په آخره جمعه د حضرت امام رضا (عليه السلام) خدمت ته ورلم حضرت وفرمايل ای ابو الصلت د شعبان د مياشت ډيره ئی ولاړه او دغه آخره جمعه ئی ده هغه ګناهونه چه په تيرو ورځو د دی مياشتی دی کړيدی هر څو مره چه د دی مياشتی پاته دی ثوابونه وکړه او ستا د پاره نافع او ګټور دی چه د دعا او استغفار وخواته راسی او وکړی، او قرآن مجيد ډير تلاوت وکړه، او خدای (ج) ته توبه وکړه د خپل ګناهونو تر څو چه ځان خالص او پاک کړی پدی مياشت د خدای د پاره، د هيڅ چا حق او امانت پر خپل غاړه مه پريږ ده مګر داچه ادا کړی، او د هيڅ چا کينه په زړه مپريږ ده مګر داچه راوباسی، او مپريږ ده هغه ګناه په ځان چه کول دی مګر داچه پريږ دی هغه، او د خدای (ج) څه وبيريږه، او په خپل کارو توکل وکړه په خدای (ج) په پټه او ښکاره او هر څوک چه په خدای توکل وکړی، خدای د هغه د پاره بس دی، او ډير ووايه دغه دعا د دی مياشتی په پاته ورځو(اللَّهُمَّ إِنْ لَمْ تَكُنْ غَفَرْتَ لَنَا فِيمَا مَضَى مِنْ شَعْبَانَ فَاغْفِرْ لَنَا فِيمَا بَقِيَ مِنْهُ) په رښتيا چه خدای پدی مياشت ډير بندګان د دوژخ د اوره څه آزادوی د رمضان د مبارکه مياشت په احترام). او شيخ د حارث بن مغيره نضری څه روايت کړيدی چه: حضرت امام صادق (عليه السلام) د شعبان په آخره او رمضان د مياشتی په اوله شپه دغه دعا ويل: (اللَّهُمَّ إِنَّ هَذَا الشَّهْرَ الْمُبَارَكَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ وَ جُعِلَ هُدًى لِلنَّاسِ وَ بَيِّنَات مِنَ الْهُدَى وَ الْفُرْقَانِ قَدْ حَضَرَ فَسَلِّمْنَا فِيهِ وَ سَلِّمْهُ لَنَا وَ تَسَلَّمْهُ مِنَّا فِي يُسْر مِنْكَ وَ عَافِيَة يَا مَنْ أَخَذَ الْقَلِيلَ وَ شَكَرَ الْكَثِيرَ اقْبَلْ مِنِّي الْيَسِيرَ اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ لِي إِلَى كُلِّ خَيْر سَبِيلا وَ مِنْ كُلِّ مَا لا تُحِبُّ مَانِعا يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ يَا مَنْ عَفَا عَنِّي وَ عَمَّا خَلَوْتُ بِهِ مِنَ السَّيِّئَاتِ يَا مَنْ لَمْ يُؤَاخِذْنِي بِارْتِكَابِ الْمَعَاصِي عَفْوَكَ عَفْوَكَ عَفْوَكَ يَا كَرِيمُ إِلَهِي وَعَظْتَنِي فَلَمْ أَتَّعِظْ وَ زَجَرْتَنِي عَنْ مَحَارِمِكَ فَلَمْ أَنْزَجِرْ فَمَا عُذْرِي فَاعْفُ عَنِّي يَا كَرِيمُ عَفْوَكَ عَفْوَكَ اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الرَّاحَةَ عِنْدَ الْمَوْتِ وَ الْعَفْوَ عِنْدَ الْحِسَابِ عَظُمَ الذَّنْبُ مِنْ عَبْدِكَ فَلْيَحْسُنِ التَّجَاوُزُ مِنْ عِنْدِكَ يَا أَهْلَ التَّقْوَى وَ يَا أَهْلَ الْمَغْفِرَةِ عَفْوَكَ عَفْوَكَ اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ ابْنُ عَبْدِكَ وَ ابْنُ أَمَتِكَ ضَعِيفٌ فَقِيرٌ إِلَى رَحْمَتِكَ وَ أَنْتَ مُنْزِلُ الْغِنَى وَ الْبَرَكَةِ عَلَى الْعِبَادِ قَاهِرٌ مُقْتَدِرٌ أَحْصَيْتَ أَعْمَالَهُمْ وَ قَسَمْتَ أَرْزَاقَهُمْ وَ جَعَلْتَهُمْ مُخْتَلِفَةً أَلْسِنَتُهُمْ وَ أَلْوَانُهُمْ خَلْقا مِنْ بَعْدِ خَلْق وَ لا يَعْلَمُ الْعِبَادُ عِلْمَكَ وَ لا يَقْدِرُ الْعِبَادُ قَدْرَكَ وَ كُلُّنَا فَقِيرٌ إِلَى رَحْمَتِكَ فَلا تَصْرِفْ عَنِّي وَجْهَكَ وَ اجْعَلْنِي مِنْ صَالِحِي خَلْقِكَ فِي الْعَمَلِ وَ الْأَمَلِ وَ الْقَضَاءِ وَ الْقَدَرِ اللَّهُمَّ أَبْقِنِي خَيْرَ الْبَقَاءِ وَ أَفْنِنِي خَيْرَ الْفَنَاءِ عَلَى مُوَالاةِ أَوْلِيَائِكَ وَ مُعَادَاةِ أَعْدَائِكَ وَ الرَّغْبَةِ إِلَيْكَ وَ الرَّهْبَةِ مِنْكَ وَ الْخُشُوعِ وَ الْوَفَاءِ وَ التَّسْلِيمِ لَكَ وَ التَّصْدِيقِ بِكِتَابِكَ وَ اتِّبَاعِ سُنَّةِ رَسُولِكَ اللَّهُمَّ مَا كَانَ فِي قَلْبِي مِنْ شَكّ أَوْ رِيبَة أَوْ جُحُود أَوْ قُنُوط أَوْ فَرَح أَوْ بَذَخ أَوْ بَطَر أَوْ خُيَلاءَ أَوْ رِيَاء أَوْ سُمْعَة أَوْ شِقَاق أَوْ نِفَاق أَوْ كُفْر أَوْ فُسُوق أَوْ عِصْيَان أَوْ عَظَمَة أَوْ شَيْء لا تُحِبُّ فَأَسْأَلُكَ يَا رَبِّ أَنْ تُبَدِّلَنِي مَكَانَهُ إِيمَانا بِوَعْدِكَ وَ وَفَاءً بِعَهْدِكَ وَ رِضًا بِقَضَائِكَ وَ زُهْدا فِي الدُّنْيَا وَ رَغْبَةً فِيمَا عِنْدَكَ وَ أَثَرَةً وَ طُمَأْنِينَةً وَ تَوْبَةً نَصُوحا أَسْأَلُكَ ذَلِكَ يَا رَبَّ الْعَالَمِينَ إِلَهِي أَنْتَ مِنْ حِلْمِكَ تُعْصَى وَ مِنْ كَرَمِكَ وَ جُودِكَ تُطَاعُ فَكَأَنَّكَ لَمْ تُعْصَ [تَرَ] وَ أَنَا وَ مَنْ لَمْ يَعْصِكَ سُكَّانُ أَرْضِكَ فَكُنْ عَلَيْنَا بِالْفَضْلِ جَوَادا وَ بِالْخَيْرِ عَوَّادا يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى مُحَمَّد وَ آلِهِ صَلاةً دَائِمَةً لا تُحْصَى وَ لا تُعَدُّ وَ لا يَقْدِرُ قَدْرَهَا غَيْرُكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ).