|
بسم الله الرحمن الرحيمد حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی ژوند ليک.لومړنی خبری (مقدمه):حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی چی نن د علم، ايمان او عمل نوميالی او د نړی د شيعه مذهبو مسلمانانو د تقليدمرجع (مجتهد) دی په کال د 1310 هـ.ش زيږيدلی دی. محترم پلار ئی حضرت آيت الله فاضل لنکرانی نه يواځی عالم بلکه د قم د علمی حوزی د مشرانو او استاذانو څخه ؤ. هغه لوی آغا د قفقاز د مهاجرانو څخه ؤ چی کلونه کلونه د مشهد په علمی حوزه او د زنجان په علمی حوزه کی په تحصيل او درس (سبق) ورکولو لګياؤ پسله يو کال چی د قم علمی حوزه د حضرت آيت الله حاج شيخ عبدالکريم حائری په واسطه جوړ سو دی د قم په حوزه کی داخل سو.په هغه اول سرکی د يو اصيل خاندان سره دوستی(ازدواج) وکړل چی د دغه ازدواجه څخه نيک نامه اولاده په وجود راغلل چی په دغه ډول زموږ دوست استاذ حضرت آيت الله حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی چی څلورم او يواځی روحانی زوی د دی خاندان (کورنی) په حساب راځی د علم او تقوی په کورنی کی وزيږيدل. استاذ په هغه کوچنيوالی کلوکی د خپل پلار د معنويت لارئی انتخاب کړل نو تصميم ئی ونيول چی د خپل پلار د معنوی ژوند په ډول د روحانيت وخواته ولاړسی. پسله دی چی ابتدائی (لومړنی) تحصيل ئی تمام کړ او د خپل د تحصيلاتو په لارکی ډير کاميابه ؤ او ډير لياقت ئی هم درلود په يوه پلا د دی تحصيله څخه سترګی پټی کړل او د دينی علومو وخواته ولاړ. p>په هغه زمانه کی چی 13 کاله ئی درلود او ډير شوق او علاقه ئی د دينی علومو وخواته ؤ يو بل سبب هم د ده په ژوندکی پيدا سو چی هغه د ابتدائی تحصيلاتو د دوری ډير عزيز دوست مرحوم آيت الله حاج سيد مصطفی خمينی د حضرت امام (قدس سره ) مشر زوی ئی ؤ چی د ده په څنګ کی قرار ونيول او د دوی څخه دوه وفاداره او مشفقه رفيقان جوړ کړ. او د استاذ په قول: د دغه دوست پيدايښت ډير مهم نقش ئی داؤ چی موږ دغه لارته ادامه ورکړو او د يو او بل په مرسته په تحصيل لګيا (مشغول) سولو.د هغه ځايه څخه چی لارښوونه او علاقه ئی په دی لارکی ډيرؤ په ډير سرعت سره د ادبيات او سطح درس ئی چی نور طلبی په 8-9 کاله تمامول دی په 6 کاله تمام کړل. او پوره 19 کلن ؤ چی د حوزوی تحصيلاتو په آخرنی مرحلی يعنی (درس خارج) ته ورسيد. کله چی دغه 19 کلن ځوان د مرحوم حضرت آيت الله العظمی بروجردی په درس خارج کی چی ډير دروند درس ؤ شرکت کاوه ويلای سو چی ځوان شاګرد د دی جلسی ؤ. او د دوی ځوان شخصيت ټول ئی په ځان جلب کړی ؤ او بعضی داسی فکر کاوه چی دا درسونه نسی زده کولای ليکن داسی نه ؤ هر درس چی استاذئی په هغه ورځ ورکاوه دی به عربی ژبه ليلکل. لکه چی يوه ورځ مرحوم آيت الله بروجردی د استاذ د پلار په کورکی هغه ليکل سوی درسونه ئی وليدل نو د آيت الله فاضل و پلارته وويل هيڅ فکر می نه کاوه چی دی په دی عمر په داسی ښه خصوصيات خپل درسونه په عربی ژبه وليکی. په هغه کلوکی وه چی حضرت امام (رحمة الله عليه) د اسلامی انقلاب ستر رهبر د (علم اصول) يوه دوره تدريس ئی شروع کړل. چی ډير غوښتنونکی درلود او ډيری طلبی پر دوی باندی راټول سول چی يوئی آيت الله فاضل موحدی لنکرانی ؤ. سر بيره پر دی چی د مرحوم آيت الله بروجردی په درسوکی شرکت کاوه په دی توګه يو کامل دوره د اصول په 7 کاله د حضرت امام (رحمة الله عليه) څخه زده کړل. په دغه ډول حضرت امام (رحمة الله عليه ) د اصول د درس په څنګ کی د فقه درس ئی شروع کړل چی استاذ په هغه درسوکی هم شرکت کاوه او دا درسونه کی په هوشياری سره ليکل چی په آخرکی څو جلده کتاب ځينی جوړ سو. پدی توګه استاذ خپل د ځوانی عمر په تحصيل او درس سره تيراوه چی 11 کاله ئی د مرحوم حضرت آيت الله بروجردی او 9 کاله د حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) د اصول او فقه په درس کی تير کړل او د دی حاصلاتو څخه ډيری ګټی واخيستل. استاذ د فقه او اصول په څنګ کی څو کاله د حکمت او فلسفی په درسوکی تير کړل استاذئی پدی څانګه کی مرحوم علامه طباطبائی ؤ. او د ده په حضورکی څو کاله د سبزواری منظومه او د ملا صدرا د اسفار کتاب ئی زده کړل. او د دی ټولو په څنګ کی په عقيدتی او اخلاقی درسوکی شرکت کاوه او د نورو استاذانو څخه هم ګټه اخيستل. استاذ لکه چی ډير فکر درلود ژر او په سرعت سره د اجتهاد په درجه کی ورسيدل. پسله ډير تحصيلاته څخه مخصوصاً 11 کاله د آيت الله بروجردی او 9 کاله د حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) د انسان جوړونکی په مکتب کی پدی وخت کی 30 کلن ځوان ؤ چی په تقليد اړه نه درلود نو په دی لحاظ د حضرت آيت الله بروجردی د ژوندانه په وخت کی د ده څخه تقليد کاوه او پسله وفات د دغه لوی عالم د تشيع دينی او مذهبی مسايل او کارونه ئی په خپل نظر کاوه. يو ډير مهم شی د استاذ په ژوندانه کی داؤ چی د ځوانی په لومړنيو کلوکی درس زده کول او درس ورکول په موازی توګه د ده په ژوندکی جريان درلود. دی د دوهم يا دريم کلو د تحصيل په وخت کی چی 15، 16کلن ؤهم د مشرانو په محضر کی د درس د پاره حاضريدل او هم ئی و نورو طلبوته درس ورکاوه. د استاذ درس په هغه لومړنی وختو ډير تود او په شوق سره ؤ او ډير د علم او ايمان پيروان په دغه درسوکی حاضرؤ. او مهم ئی داؤ چی داسی کسان پدی درسوکی حاضريدل چی تر استاذ مشرؤ کله چی يو څوک ليدل چی استاذ داسی ځوان دی باورئی نه کيدل. او په باور نه ؤ چی دغه ځوان پوهاند وکولای سی تر ځان مشر کسانوته درس او تعليم ورکړی او هر هغه معنوی شيان چی د ده په زړه کی ؤ ګته ئی و دوی ته ورسوی. په هغه کلوکی چی 15-16 کلن ؤ شاګردان ئی 70-80 کسه وه. کله چی 19 کلن سو نو شاګردان ئی په سلو سلو کسو ورسيدل او هغه وخت چی د کفاية الاصول کتاب ئی درس ورکاوه 600-700 کسه د استاذ په درس کی ناست ؤ او دغه درسونه پر کاستو باندی ټيپيدل چی تر اوسه پوری هم د کفائی د درس ځوان طلبی ګټه ځينی اخلی. استاذ 25 کاله کيږی چی د (خارج) درس ورکوی او ډير عالمان چی دوی په خپله د تحقيق او ليکنی خاوندان دی د استاذ د خارج په درس ئی اشتراک کوی او ګټه ځينی اخلی. |