صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د مراجعو مرسته او دفاع د مظلومانو سره:

د هغه وخته څخه چی  د بنی ساعدی د سقيفی په راغلی جريان کی د حضرت علی (عليه السلام) رښتين حکومت او خلافت ئی ځينی ونيول سونو د حکومت اصلی لاره بل ډول سوه. که قرار پدی وی چی  حکومت او خلافت د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) رښتين لار وی د هغه وروسته دغه حکومت او خلافت (غصب) په زوره ونيول سو او پر بله لار باندی ولاړه. په هغه لار کی چی  نن د دين او مذهب دردمنده خاوندان پوهيږی. د هغه وخته څخه حکومت د هغو کسانو په لاس ولويد چی  لياقت ئی نه درلود او هغو چی  حکومت او خلافت لياقت ئی درلود د منځه ولاړل.

دا طبيعی دی چی  معصومين (پاکان) پدی بلا اخته وی د دوی پيروان به تردی بهتره شرايط په لاس رانوړی. پدی ډول د تاريخ په ټولو دوروکی حکومت، زور او امکانات د ظالم او کافر په لاس کی ؤ او د رسول مبارک علی (عليه السلام) او حسين (عليه السلام) لار تلونکی پيروان چپتيا او ګوښه نشينی بله چاره نه درلود.

ليکن د تاريخ په تيريدل اوضاع بل ډول سو يعنی که ظاهری حکومت د ظالمانو په لاس کی ؤ پر ځای ئی دينی او مذهبی حکومت د لويو مراجعو په لاس کی ولويد چی  په ميليونو مسلمانه پيروان درلودل.

په بله خبره، که د تاريخ په ټول دوران کی پاچا او اميران پر خپل لښکريانو باندی حکومت کاوه او د هغو تعداد هم لږوه ليکن پر ځای ئی مراجعو او لوی عالمان د ميليونو انسانانو پر زړو او ارواحو باندی حکومت درلود.

لږلږ اوضاع داسی مخ ته راغلی چی  د هيوادو پاچا او اميران د اسلامی علماؤ مخصوصاً د تقليد د مراجعو د قدرت په مقابل کی شاته ولاړل او د مذهبی حکومت د چارو واګی ئی د دوی په لاس کی ورکړل.

په دی اساس په اسلامی هيوادوکی مخصوصاً  د ايران په هيوادکی هر وخت دوه قدرته، دوه د تعليم نيولو مرکز د خلګو د پاره موجودؤ يوئی چی  ضعيف ؤ هغه د پاچائی نظام ؤ او بل ئی چی  ډير قوی او رښتين حکومت ؤ او د خلګو په زړه او ارواحو باندی پاچائی کاوه دغه لوی عالمان او د تقليد مراجعو ؤ.

تاريخ دا ښکاره کوی چی  پاچا او اميران يواځی د هيواد د جګرو او لښکرکښيو په مسئلوکی قدرت درلود او که د بل پاچا و جنګ ته تلل بايد د علماؤ او د تقليد د مراجعو په اجازه دا کار کيدل دغه اجازه هم هغه وخت مراجعو ورکاوه چی  د اسلام لار او اسلامی هيواد په خطر کی ؤ.

د تاريخ په هر وخت کی د اسلام عالمان مخصوصاً د تقليد مراجعو د خلګو روحی او معنوی قدرت په لاس کی درلود او کولای سوای چی  د دی قدرت څخه به ښه ډول ګټه واخلی.

پدی اساس عالمان او مراجعو سر بيره پر دی چی  د اسلام او دين څارنه کاوه او د خلګو و شرعی او دينی مشکلاتوته  ځوابونه ورکاوه د يو بل قدرته څخه هم ګټه اخيستل چی  دا قدرت د هيڅ پاچا په نصيب نکيدل. قدرت داؤ چی  هر وخت عالمان او مراجعو د خپل مقلدانو او مظلومانو سره مرسته کاوه.

مسلمان خلګ مخصوصاَ مؤمن شيعه پدی خاطر چی  علماؤ او د تقليدو مراجعوته احترام درلود هر وخت چی  پر دوی باندی ظلم کيدل يا حق ئی د منځه تلل و دوی ته مراجعه کول او په يوه خبره د دوی د هغه نفر مشکل به حل کيدل او هغه څوک چی  ملامت ؤ په ډير احترام سره د شکايت کوونکی رضايت ئی د مرجع په حضورکی اخيستل.

هر مسلمان چی  مالی او مادی مشکلات ئی درلود د ښار د يو عالم مخصوصاً د شيعی د تقليد مرجع کورته ځان رساوه او د هغه عالم په مرسته سره د هغه مشکل حل کيدل.

اوس ز موږ په زمانه کی د آيت الله فاضل د بيت (کور) دروازه د خلګو په مخ کی خلاصه ده. او هره ورځ د بی وزلو کسانو سره مرسته کيږی او هيڅ څوک نا اميده او خالی لاس نه پريږ دی ځکه چی  آيت الله فاضل صادق او رښتين کسان پيژنی او سمدستی مرسته ورسره کوی او د خپل کوره څخه خوشحاله استوی.

او د دغه مشرانو کورونه لکه د رسول مبارک او امامانو کورنه دی چی  د بی وزلو د اميد ځای دی.