صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د امامت د حريمه څخه دفاع:

د امامانو پيدايښ د الهی عناياتو څخه  دی چی  د دوی د لارښونی په واسطه خلګ د بدو لار څخه ليری کيږی او د نبوی شريعت ټينګواله په امامت پوری اړه لری او د امامت لرويه دی چی  د اسلامی مسائلو نامعلومه غوټی خلاصيږی، د امامت د مقام څارنه يوه محترمه وظيفه ده. کله چی  په کال د 1418 د شوال په مياشت کی د سعودی دولت د بقيع د امامانو قبرونه وړانه کړه د نړی د شيعه مسلمانانو حساسيت راپورته سو.

د يادولو وړدی چی  (جنة البقيع) يو نامتو او اسلامی قديمی قبرستان دی چی  د حضرت رسول (ص) د زمانی څخه تراوسه پوری د مدينی په جنوب شرقی کی په لږه فاصله د مسجد النبی او د حضرت پيغمبر (ص) د پاکی بقعی او مدينی د ښار په منځ کی قرار لری. د رسول اکرم (ص) لومړی صحابه چی  په بقيع کی ښخ سو اسعد بن زراره خزرجی قديم الاسلام ؤ پسله ښخيدو د هغه حضرت رسول (ص) دستور ورکړل چی  دغه مځکه د زوزانو څخه پاکه سی او د مدينی و مسلمانانو ته وسپارل سی عثمان بن مظعون د حضرت رسول (ص) رضاعی ورور د مهاجرو د لومړنی کسانو څخه ؤ چی  په بقيع کی ښخ سو.

څلور تنه د شيعی امامان حضرت امام حسن (ع)، امام زين العابدين (ع)، امام محمد باقر (ع) او امام جعفر صادق (ع) د حضرت رسول (ص) اکا عباس او ټولی زوجی ئی غيرله حضرت خديجی په بقيع کی ښخ دی. ويل کيږی چی  د رسوالله (ص) لس زره صحابی په دغه قبرستان کی ښخ دی. او په خپله رسول مبارک په وارو وارو د خپلوانو او صحابو د ښخيدو او د مړی د لمانځه د پاره و دی قبرستان ته تلل. د دی د پاره دی چی  بقيع د شيعی مسلمانانو د توجه وړدی نو د بقيع د وړانيدو په قضيه کی د شيعی مسلمامانو حق دی چی  عصبی او په غضب سره وی.

حضرت آيت الله فاضل په دغه قضيه کی ډير حساس سوی ؤ چی  د حادثی په وخت کی د خلګو واطلاع ته ورسيد. يو کال پسله هغه حادثه معظم له خپل د حوزی درس ئی رخصت کړ او د مسلمانانو فکرونه و دغه مسئلی ته متوجه کړل.

د معظم له د درس د رخصتيدو خبر د (جمهوری اسلامی) په اخبارکی په کال 1377 د دلوی په پنځمه نيټه داسی خپور سو.

د شوال اتمه نيټه د بقيع د قبرونو د وړانيدو سره برابر دی. هغه کسان چی  حج او عمری ته مشرف سويدی پوهيږی چی  د امامانو سره نه يواځی د دوی د ژوندانه په دوران کی ظلم سويدی بلکه پسله څور لس پيړی د اسلام د دوی د قبرو سره بي احترامی سويدی هغه هم نه د غير مسلمانانو له خوا بلکه د طرفه د يوی ډلی چی  په اسلامی مسائلو کی بي سواده دی. برخه ئی د دوی د خوارجو فکرونه لری چی  نښه ئی نن په افغانستان کی ليدل کيږی چی  د اسلام په نامه څه بد بد کارونه کيږی.

زه ډير متأثريم چی  پسله څورلس پيړيه د اسلام، تر اوسه پوری د اسلام حقيقت و بعضو کسانوته ندی روښانه سوی او غلطی نظرئی د امامانو په باره کی لری او څه رنګه پدی مخ ته تللی عصرکی د شيعی مذهب ئی ندی پيژندلی.

زه يو دينی محقق و اهل سنت عالمانوته نصيحت کوم چی  پدی وخت کی چی  د مسلمانانو په مينځ کی يووالی راغلی دی او دغه يووالی ورځ په ورځ ټينګيږی او د دغه مذهب د پيژندلی د پاره بی پروا نه وی او د اهل بيت د ناپايه علومو څخه ځان بي برخه نکړۍ.

ولی يو دينی عالم پروسږ کال په مسجد النبی کی د حضرت رسول (ص) د مبارک قبر په څنګ کی يوه لويه بی احترامی و اهل بيت ته وکړه چی  دا يو لوی آفت او دښمنی ده د حقيقت په  مقابل کی.

ولی يوه ډله لسو کالو د مخه د پاکو امامانو قبرونه وړان کړل حضرت رسول مبارک چی  د اهل سنت په کتابوکی هم راغلی دی چی  پدغه قبرستان کی د زيارت د پاره تلل. ولی تراوسه پوری دوی نسی کولای د توحيد (يووالی) حقيقت وپيژنی او بي جهته هغه کسان چی  د اهل بيت په برکت د يووالی په سرکی قرار لری دوی ليری ځينی بولی؟

زه د ايران د اسلامی جمهوری د محترمو مسؤلينو او د سعودی عربستان د هيواد د مسؤلينو چی  د اساسی او ټينګ ارتباط د پاره کوښښ کوی د هغه هيواد د مسؤلينو څخه غواړم چی  د دغه تاريخی غلط کار په مقابل کی د دغه قبرو د خاوندانو يعنی امامانو د پاره ځای او ګنبته جوړ کړی چی  خلګ د امامانو د لوی والی او د دوی د دستوراتو په پيژندنه متوجه سی چی  هغه د خدای (جل جلاله) او د رسول مبارک دستورونه دی.

زه د اعتراض په ډول د دغه تاريخی غمناکه حادثی د پاره صبا يعنی د شوال اتمه (نن) خپل درس رخصتوم تر څو چی  د دی لوی او دينی حادثی تاوان ورکړه سی انشاء الله .