صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د ولايت فقيه په باره کی عقيده او د نظام سره ملاتړ:

پسله انقلاب د ولايت فقيه په باره کی ډير بحث سويدی او دهغه ځايه څخه چی  ولايت فقيه په شرعی چوکات کی ځای لری او په حقيقت سره د پام وړ ګرځيدلی دی. ليکن بعضی عقيدی د ولايت فقيه په ضد وينو او عقيده دا ده چی  ولايت د حکومت سره يو ځای دی. نو بعضی کسان چی  اسلامی شريعت ئی نه خوښيږی ژر ولايت فقيه ته متوجه کيږی او د دينی حکومته څخه ځان جلا بولی.

حضرت آيت الله فاضل هم د ولايت فقيه په مهمه مسئله کی چی  د حضرت امام (رحمة الله عليه) نظر هم داؤ چی  دين او سياست سره يو دی توجه درلود او د دی مسئلی په باره کی ځواب ورکړی دی.

کله چی  (د امام او اسلامی حکومت انديښی) د کنګری مسؤلين د دوی سره ملاقات کوی يو بحث ئی درلود چی  برخه ئی د هغه نقلوؤ.

(زه چی  لس کاله د حضرت امام (رحمة الله عليه) په بحثوکی حاضروم او شپږ ويشت کاله کيږی چی  د حضرت امام د فقهی کتاب يعنی تحرير الوسيله په ليکلو لګيايم چی  20 جلده ئی چاپ سويدی پدی رابطه کی رښتيا چی  حضرت امام (رحمة الله عليه) د ډير حاضرو او پخوانی علماؤ سره نه مقايسه کيږی ځکه چی  د هغه علمی کتابونه چی  په خپله د امام په قلم او ياد دوی د شاګردانو په قلم ليکل سويدی په ښه توګه د دوی فکری قدرت او خورا ډير لياقت ته متوجه کيږو.

زه د علمی حوزی علماؤ ته نصيحت کوم چی  د حضرت امام (رحمة الله عليه) د علمی کتابو د مطالعی څخه تنبلی ونه کړی که حضرت امام په سياسی چاروکی لګيا نه وای اوس به ډير کتابونه د دوی څخه پاته سوی وای.

معظم له د اسلامی حکومت او حضرت امام په باره کی وويل:(د حضرت امام مهم ابتکار (نوی کار) د ولايت فقيه په مسئله کی د هغه د عقلی او هوښياری، ثابتول دی. حضرت امام پدی نتيجه رسيږی چی  اسلام په خاصه زمانه پوری اړه نه لری او د دينی احکامو په تبليغ نه خلاصه کيږی بلکه قوانين ئی د ژوندانه په ټولو نقاطو کی لکه سياسی، عبادی، اجتماعی او قضائی چارو مربوط دی او دغه قوانين بايد د خلګو په ژوندانه کی مخ ته ولاړ سی.

لکه چی  د حضرت رسول (ص) او پاکو امامانو (عليهم السلام) وظيفه د دين د احکامو و مخ ته بيول ؤ. د کامل او لوی فقيه وظيفه د غيبت په وخت کی هم دغه سی دی. د حضرت امام (رحمة الله عليه) په نظر ولايت فقيه يوه ساده مسئله نده چی  ملاتړئی يو يا څو روايته وی چی  يوه ډله وغواړی د دليل او بحث د لاری څخه و دی مهم دينی بنسټ ته زيان ورسوی.

دوی وفرمايل: د حکومت د قوانينو څخه تابعيت په حاضر زمانه کی د ولايت فقيه لار ده د حضرت رسول (ص) په دوران کی حکومت پدی خاطر قانونی ؤ چی  د چارو واګ ئی د حضرت رسول (ص) په لاس کی ؤ.

د غيبت په دوران کی د يو کامل او لوی فقيه په مشرتابه حکومت او قوانين ئی قانون توب پيدا کوی.

آيت الله العظمی فاضل لنکرانی په آخرکی وفرمايل: زما په نظر د انقلاب مهم حاصل او د حضرت امام (رحمة الله عليه) ښه خدمت د شيعی معرفی ونړی والوته دی. د انقلاب د مخه شيعه او د اهل بيت ښونځی (مکتب) اکثرو نړيوالو نه پيژندل نن د حضرت امام (رحمة الله عليه) او انقلاب په برکت دغه مکتب ونړی ته معرفی سو ترڅو چی  پوهان او تحقيق کوونکی د هغه څخه ګټه وکړی.

معظم له د ايران د اسلامی جمهوری د اسلامی ارشاد او فرهنګ د وزير سره چی  ليدنی درلود د دغو مسايلو په باره کی بحث او فرمايشات درلود او حکومتی مقامات مخصوصاً د اسلامی ارشاد او فرهنګ وزيرئی د هيواد د فرهنګی سرحدو ساتندوی او د پرديو يرغل پر فرهنګی افکارو باندی او د دين وساتنی ته ئی متوجه کوی. د دی فرمايشاتو برخی ئی سره لولو:

د دی انقلاب مهم صفت اسلامی توب ئی دی. محترم مسؤلين بايد خلګ مخصوصاً ځوانان د اسلام ولورته لارښود او حرکت ورکړی. نن دا اسلامی حکومت د نړی وټولو مسلمانانو ته خاص اهميت لری.

د مسلمانانو سترګی او د هغو اميد د رښتين اسلام د احکامو ځای پر ځای کول پدی هيواد کی دی. بايد ټوله مطبوعات، ټلويزيون او خبر ورکوونکی مرکزونه و دی خواته حرکت وکړی او اسلامی مهمی خواوی او مسئلی د خلګو د پاره بيان کړی، او پام مو پر هغه کسان وی چی  غرب وهلی او ددينی مخالف فکر درلودونکی د دی هيواد د ځوانانو په ذهنو کی ځای و نه نيسی. او د هغوی ذهنونه د دينی مقدساتو په نسبت خراب او مشوش ونکړی دښمن نن پيژندلی دی چی  يواځی لار د انقلاب د ګوښه کيدل او د هغه سره مقابله د خلګو د دينی عقيدو ضعيفول دی.

او په ډير وتوطؤ او شيطانی نقشو سره کوښښ کوی چی  د خلګو پاکی عقيدی او ايمان کم زوره او ضعيف کړی دښمن نن د دی ملت اسلام او ايمان ئی هدف نيولی دی او په خپل اومه فکر او د بعضو کسانو په واسطه چی  د اسلامه څخه ليری دی او د غرب په نادرستو افکارو (فکرو) څنګ وهلی دی د دی ملت د ايمان د خراپولو کوښښ لری او غواړی چی  د آزادی په وسيله اسلام د دی ملت د لاسه څخه وباسی. هيڅ هوښياره د آزادی سره مخالف ندی او ټول پوهان د هغه آزادی چی  د بي نظمی سبب کيږی مخالف دی. دښمن هغه آزادی چی  د اسلام په چوکات کی وی، نه خوښوی.

د دوی کوښښ د دغه آزادی د رواجولو د پاره که څه هم د دين خراپول وی لری. دښمن پدی هکله حتی پر حضرت امام او د دوی پر فکری بنسټ باندی د اعتراض د لاری څخه داخل سويدی د حضرت امام د فکر په لوړ فرهنګ کی هيڅ مهم لغات تر اسلام او دين نسته او دا کار د شياطينو د خوابدی سبب سويدی.

حضرت امام کولای سوای چی  په علمی حوزوکی پاته سی او په زرو مجتهد وروزی کله چی  تشخيص ورکړل چی   د دی خلګو اسلام په خطرکی دی، خپل ټول کارونه ئی پريښود او و ميدان ته راغلل او دا عظيم انقلاب ئی وکړل.

معظم له د هغو چاپ سوی کتابو په باره کی چی  بعضی ئی غلطی لری وفرمايل: تاسو مسؤلين مپريږدی چی  دښمن د دغو ځوانانو څخه بده استفاده وکړی او د کاږه او غلطو مطلبو په چاپو لو سره وطن وال د دين و مخالف طرف ته حرکت ورکړی.