صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د ټولنی اسلامی کول د پاره همت او توجه:

تقريباً هيڅ څوک شک نلری چی  د ولايت فقهی تأسيس او د حکومت ټولنيز بنسټ په اسلام کی پدی سبب د توجه وړ او همت قرار نيولی دی چی  د کولو ضمانت يا د الهی احکامو اجرائی تصديق او اجازه د اسلامی قدرت ترسيوری لاندی آماده کړو. په بله معنی ټول حکومتی لوی بنيانونه او ټول اسباب او آلات د اسلامی دولت فقط او فقط د يو وسيلی په صفت د شرعی سنتو او دينی احکامو ژوندی کول دی. اوس چی  په تاريخ کی د لومړی پلا د پاره د قدرت د مرکزو او مذهبی مراجعو تر منځ رابطی او مرجعيت او د اجرائی قدرت په يو مرکزکی راټول سويدی ډير تر هر زمان حرکت د ژوندانه د اصلی طريقی وخواته او د ټولنی مخ نيول د بدو کارو څخه ضرورت پيدا کړيدی.

ګټه وړل د دی فوق العاده او قيمتی فرصتو پدی طلائی زمان کی او نظم ورکول و معنوی او اسلامی حرکت ته موقع ئی دی. او د ټولنی د پاره بايد فرهنګی کارونه د اسلام په دستوراتو وسی، چی  ونسی وروسته بيا به افسوس او غم و خوړل سی.

آيت الله فاضل د دغی دقيقی څخه کوښښ درلود چی  ټولنه د اسلامی د ښو اخلاقو او حرکاتو څخه ګټه يوسی. کله چی  په کال 1377 د ميزان په اتمه نيټه د اسلامی مؤتلفی مرکزی شورا د قم په ښارکی د معظم له سره ديدار درلود و هغه هيئت ته وويل چی  حضرت امام فرمايلی دی چی  موږ قدرت ندی نيولی چی  قوی سو قدرت او حکومت حدود نلری حکومت او قدرت نيول د الهی احکامو معرفی کول دی.

او دوی ته وويل (موږ بايد ټولنه جوړ کړو چی  په هغه کی الهی حدود مراعت سی او احترام د خدای په احکامو د خلګو فرهنګ وسی، که اسلام يو حقيقت و پيژندل سی توجه کول د خدای په احکامو او حدودو طبيعی کيږی. حضرت امام (رحمة الله عليه) پسله څور لس پيړی د اسلام او شيعه نوم ئی په نړی کی ژوندی کړل اوس د شيعی فقه او د اهل بيت (عليهم السلام) مذهب په جهان کی د اسلامی انقلاب په خاطر مطرح دی. او د نړی ټول تحقيق کونکی او پوهان ئی متوجه کړيدی موږ ټول بايد کوښښ وکړو چی  ټولنه اسلامی سی او دا زموږ په قول او عمل اړه لری.

دوی د جمعيت و اعضاته وويل: (تاسو د مرجعيت او روحانيت په خط کی ياست د اوله څخه هم د مقام او منصب په فکر نواست او هغه ورځ چی  فداکاری ته احتياج ؤ وموکړل ستاسی لطف او مهربانی و مذهبي او دينی مسايلوته قوی بولم او اميد لرم تجربی چی  لری د ټولنی پر فرهنګی مسايلو باندی په دقيق ډول کار وکړی، که زموږ په الهی نظام کی کم زورتيا او بی ثباتی پيداسی نړی هغه د اسلام په حساب کی ايږدی، متأسفانه د برخو احکامو رعايت او اخلاقی مسايل زموږ په ټولنه کی کم رنګ سويدی، مثلاً د حجاب مسئله چی  زموږ په ټولنه کی د مهمو مسئلو څخه دی. بعضو د دغه شرعی معتبره مسئلی مراعت نکوی موږ بايد کوښښ وکړو چی  زموږ ټولنه او نظام د غير اسلامی په مسير (لار) کی په تدريج سره هم قرارونه نيسی بی خبری او بی فکری پدی مسئله کی وروسته بيا ډير خطر لری او مخ نيول ئی مشکل دی. بايد د حجاب د فرهنګ تبليغ وکړو او دا کار په ټولنه کی د يو قيمتی مسئلی په ډول په رسميت و پيژندل سی.

استاذ په مختلفو مناسبتو او مختلفو ځايوکی د اسلامی او دينی مسايلو د ساتنی نصيحت او سفارش کړيدی او د نورو بياناتو د تفصيل او ډير ليکلو څخه تيريږو او په دغه يوه مسئله قناعت کوو.