|
د مسجدو بدلول په هنری مرکزو او د هغه په مقابل کی عکس العمل:مسجد مکان د عبادت او د پرستښ ځای او هغه ځای چی سجده لګول کيږی او لمونځ ويل کيږی. د مسلمانانو د عبادت ځای د مسجد په نامه جوړ سويدی او د خدای کور هم ويل کيږی. مسجد په اوله کی يوه ساده بنائی درلود يعنی لومړنی مسجدونه د اسلام جوړ سوی ؤ د يوه قطعه مځکه چی تقريباً مربع شکله وه چی د هغه شاوخوا څلور ديواله يا خندق نيولی ؤ، دغه مسجدونه د قبلی په طرف کی کوچنی پوښښ درلود چی پر ستونانو(پائی) د خرما د درختو ولاړ ؤ. حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) لومړی مسجدئی د خپل کور په څنګ کی جوړ کړل چی هغه مځکه د اوښانو د خوب ځای ؤ چی پيغمبر (ص) هغه مځکه د هغه دخاونده څخه ئی رانيول او پسله هغه خلفاؤ، حاکمان او پچی ان لږلږ هغه ته ئی وسعت ورکړل. د مسجد د جوړيدل او ساخته څخه معلوميږی چی مسجدونه فقط د عبادت ځای او يا پر الهی دستور باندی ټوليدل وه او بل کار نکيدل. عموماً مسجدونه جوړيږی د يو پوښل سوی ساختمان (تعمير) چی د هغه ديوال په منځ کی چی د قبلی وخواته دی محراب جوړ سويدی او هغه منحنی شکله دی چی د قرآن په آيتو ښايست پيدا کړيدی د محراب راسته خواته منبر قرار نيسی چی د جمعی د امام د خطبو او دلمونځ کوونکو د موعظی او نصيحت کوولو د پاره جوړ سويدی، مسجدونه ميدان هم لری چی پوښښ نلری او څلور ايوانچی د دغه ميدان څلوار خوا ئی نيولی دی. د مسجدو په نظام کی د پنځم پيړی وروسته ؤ چی تغير حاصل سو. پدی ډول چی د دينی علومو مدرسی ئی په مسجدو داخل کړل او د مذهبو تدريس او د علم و طلبوته ځای ورکول په مسجدوکی قبول سو. نو پدی حساب بايد چی د مسجدو ساختمان او نقشی تغير کړی وای چی وکړ، او د استاذانو او د علم د طلبو د سکونت د پاره د مسجدو په دوهمه طبقه کی کوټی او خونی جوړی سوی. د تيموری او صفوی د عصر مسجدونه په نوی ډول سره جوړ سويدی. پسله کاميابی د اسلامی انقلاب د ښارو و مسجدوته توسعه ورکړه سوه مخصوصاً چی مسجدونه د اسلامی نهضت لومړنی هستی ئی په خپل ځان کی شکل ورکاوه او په شروع سره د اته کاله جنګ (جګره) د ايران او عراق، مسجدونه د لوژستيکی وظيفی د سربازانو د احتياج وړ شيان د رسولو د جنګ ملاتړ ئی پر وږه ونيول. پسله جنګه څخه هم تعليم او زده کړی چی مربوط په بسيج او خلګو وه په مسجدوکی پايدار سو چی پدی برخه کی د عمومی کتاب خانو موجودی او د درس صنفونه تر نورو مناسبتو معلوم داره حسابل کيږی. پدی آخرو کلوکی په غر بی مملکتوکی د کليساؤ ټولنيز او هنری نقشی د هيوادو فرهنګی او هنری کارو لاس درلودنکی دا تفکر او خيال ئی قوی کړل چی د مسجدو څخه اجتماعی او عمومی استفادی کيږی بعضو ئی نظر ورکړل چی د (وادو) مجلسونه په مسجد کی هم کيږی او د مسجدو په بعضو اطاقو کی فليم، تئاتر او نور هنری کارونه ښکاره او اجرا سی، د دغو نظراتو او عملو په منځ کی ؤ چی حضرت آيت الله فاضل لنکرانی ديدار د قم د جماعتو د امامانو سره درلود، د مرجعيت خالص نظر او فتوائی د څه ډول ګټه اخيستل د شخصی مسجدو څخه اعلان کړل. د معظم له فرمايښات پدی ديدارکی برخه ئی بيانؤ. پدی آخرکی اوريدلی مو دی چی بعضی خلګ چی د هنری او سينمائی مسايلو سره ارتباط لری ويلی دی چی مسجدونه يواځی دلمانځه، ژړا او دينی مجلسو ځای ندی بلکه هنری کارونه په مسجدوکی بايد رواج سی او ډول ډول هنری کارونه و خلګوته په مسجدوکی تعليم ورکړه سی، دا آغا احساس نه کوی، او نه پوهيږی چی که مسجدونه په هنری مرکز و تبديل سی نور و مسجدوته څه شی پاتيږی او څه اعتبار او حيثيت و مسجدوته پاته کيږی؟ حضرت آيت الله فاضل وويل په عجيب دوران کی قرار نيولی يو فکر ونه کړی چی ټول مسايل په صحيح ډول سره روان دی او موږ او تاسوهم په راحت فکر سره د خپلو علمی کارو پسی سو، نه يو لوی او خطرناکه مسوليت زموږ د ټولو ګريبان ئی نيولی دی، ليکن هر څوک په خپله برخه او د خپل امکان په اندازه کوښښ وکړی، مقدس ځايونه وساتو، د اسلام احکام وساتو، د شيعی مسلم عقيدی چی زما په نظر پدی څو ورځو په يوه مصاحبه کی دغه مسئله می تعبير کړل ډير لوی حاصل د انقلاب دغه ؤ حضرت امام (رحمة الله عليه) ٍشيعه ئی د لومړی وار د پاره په دنياکی معرفی کړل او ترهغه وخته پوری شيعه په دنياکی معرفی سوی نه ؤ حضرت آيت الله فاضل د خپل خبرو په آخرکی په هغه جلسه اصرار وکړل چی نن د سکوت او چپتيا ورځ نده، بايد چی د هغو خبرو په مقابل کی چی د اسلام پر ضد کيږی عکس العمل وسی او دغه عکس العملونه مانع د هغه کيږی چی دوی خپل اهدافوته ورسيږی . و هيڅ څوک ته هم نسبت نه ورکوو چی اهداف ئی شيطانی او په قصده دی يا دا چی ناپوه د اسلام په احکامو دی او اسلام هيڅ شی ئی دغسی ندی پری ايښی او تر قيامته پوری موږ ته هم نمونی ليږلی دی او هم د احکامو بيان کړيدی، او هيڅ شک او شبهه وچاته په هيڅ مسئله کی نسته او وجود نلری، مخصوصاً موږ شيعيانو ترڅو پاک امامان لرو چی ساری (همتا) د هيڅ يو د هغو په ټول عالم کی نه پيدا کيږی او بيا لوی عالمان موهم چی بعضو ئی مقدس، تقوی لرونکی او مهم شخصيتونه دی، دغه ډير سرمائی چی د شيعی ښوونځی و موږ ته لطف او مهربانی کړيدی موږ بايد چی د دی سرمايو د ساتنی د پاره په ټوله معنی کوښښ وکړو، او که خدای ناخواسته زموږ او زموږ د ځوانانو د لاسه څخه ونيول سو، نور شی موږ ته نه پاته کيږی او هغه وخت د ابرقدرتو په مقابل کی نسو کولای چی مقاومت او ټينګ واله وکړو. پدی ترتيب د مسجدو ساتنه په هغه ډول او دينی سنت لکه د الهی ثروت (سرمائی) ساتنه، د استاذ تر اصرار او توصيف (صفت) لاندی قرار نيسی او په ظاهر لکه چی نوری زمزمی چی د مسجدو څخه عصری ګټی واخيستل سی په غوږ نرسيږی. |