صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

مقابله د اسرائيل په مسئله کی:

د بالفور د انګليسی اعلاميئی عمر اوس 83 کلنی ته نژدی کيږی، پدی ترتيب د هغه وخته څخه چی  بقية السيف آل عثمان د بريتانيا په واسطه د فلسطين د خاوری څخه د باندی وتره ټل سو اتيا کاله تيريږی، ليکن هيڅ کله امنيت او آرامتيا د نړی د انسانيت په قديمی مرکز کی بيرته ندی راګرځيدلی، حتی د يهودی دولت جوړيدل په 1948 کال او د يهوديانو پيژندل په رسمی توګه د ملل متحد د سازمان له خوا هيڅ يو ونه کړه چی  دغه مسئله د پيچل سوی حالته څخه وباسی.

د اسرائيل غاصب صهيونيست دولت په نيولو سره د 21 زره کيلومتر عربی فلسطينی مځکی د يو دولت پائی په مقدسه خاوره کی بنسټ کښيښود چی  تر ابده پوری ناآرامه او د حق غوښتونکی عربو د ښورښو په واسطه ټينګښت او آرامتيا به پيدا نکړی.

کله چی  د فلسطين مسلمانان معلوم داره وليدل چی  د حضرت رسول (ص) د معراج ځای د صهيونيستانو په لاس لويدلی دی او کله چی  وپوهيدل چی  د الهی نور روښانه مرکز د تاريخ د انسان وژلو په سلاح کوټ تيديليږی نو خپل قطعی عزم ئی ونيول چی  هيڅ کله د دښمن د قهر او زور نيول په مقابل کی حوصله او صبر به ونه کړی. او په هر ډول او هره وسيله چی  په لاس کی لری د صهيونيزم پر ضد وجنګيږی چی  وموليدل و جنګيدل او مړی ئی ورکړل او خپل ژوندانه ئی ورکړل او تر اوسه پوری د دی ابدی جګړی اور ندی سوړ سوی.

عربی دولتونه چی  د جګړی په لومړی خط کی قرار درلود د سياست د پاره کله به جنګ کاوه او کله به پوخلا (آشتی) او صلح کاوه کله به ونيول او کله به پريښود، کله به بحث کاوه او کله به جنګ، او تراوسه پوری هم خپل قديمی موقعيت ئی ساتلی دی د خطو څخه ليری نور اسلامی هيوادونه په خپلو بی اساسو سياستو سره بی اساسه سياستونه ئی اجرا کړل چی  په رښتيا سره د هغو د سياسی وضعی ښه او بد پيژندنه مشکل وه او د هغه جملی څخه د ايران پچی ی دولت ؤ، ليکن د اسلامی انقلاب په شروع سره د ايران انقلابی دولت ټينګ او روښانه موقعيت ئی د زورګويانو او غاصب صهيونيستانو په مقابل کی ونيول.

لوستونکی د ايران د اسلامی جمهوری د انقلاب د رهبرانو په روښانه وضعيت د اسرائيل په مسئله کی واقف او پوه دی او نياز په ويلو د هغو نسته هغه څه چی  پدی بحث مربوط دی، اعلان د نظرو، تفاسير او مقابلی د استاذ آيت الله فاضل د هغه قضيئی سره دی چی  برخه د هغو په ترتيب سره حسابو.

1 - حضرت آيت الله فاضل د حجت الاسلام سيد حسن نصر الله د لبنان د حزب الله دبير کل په کال 76 چی  ديدار درلود وفرمايل: (تاسو پوه سی هغه مسئلی چی  هم د اسلامی جمهوری مقدس نظام او رهبری د هغه او هم ټول ملت و هغه ته اهميت ورکوی د فلسطين او غاصب اسرائيل مسئله ده. نن د ايران ملت د حزب الله د مجاهدينو کاميابی او د غاصب اسرائيل نابود کيدل غواړی موږ د هغه ورځ په اميدکی يو چی  اسرائيل د نړی د صحنی څخه نابود سی ځکه چی  د اسرائيل هدف د اسلام نابوديدل دی، پر هر مسلمان واجب دی چی  د لبنان د شيعيانو او د فلسطين د مسلمانانو د جهادی حرکته څخه ملاتړ وکړی.

2- د حزب الله د دبيرکل د زوی د شهادت په جريان کی هم حضرت آيت الله فاضل په يو لنډ پيغام سره د مبارزی دوام ورکول د غاصب اسرائيل پر ضد ټينګار درلود او اعلان ئی وکړل چی : (دغه جريان د صهيونيست غاصب حکومت مهم جنايت ئی واضح او روښانه کړل، نن پر هر مسلمان لازم او ضرور دی چی  د هيڅ ډول مبارزی او دفاع د دغه حکومت په مقابل کی تنبلی او لنډيز ونه کړی او پوه سی چی  د کاميابی د پاره غيرله شهادت او مبارزی بله لار نسته).

3- د هغه (استفتا) سوال په ځواب کی چی  د فلسطينانو د شهادت غوښتونکی عملياتو شرعی توب لری او نور ډير مراجعو هم د دی استفتا په مقابل کی قرار درلودل. حضرت آيت الله فاضل د 1375کال د حمل په مياشت کی هر ډول شهادت غوښتونکی عمليات او هر ډول مقاومت او جهاد د اسرائيل په مقابل کی بيله کم حد او حدود واجب و بلل د دوی د پيغام مضمون چی  هغه ورځ د هيواد په اخباروکی چاپ او خپور سو داسی دی.

بسم الله الرحن الرحيم: ( تجاوزونه د غاصب صهيونيست او د اسلام او مسلمينو دښمن مخصوصاَ  آخرنی عمليات د لبنان په جنوب او نورو منطقوکی د دوی د اهدافو او تجاوزو پر اسلامی مځکو باندی د نيل څخه تر فراته پوره پرده ايسته کوی او د فلسطين او لبنان د اسلام پر زامنو باندی او د اسلام پر ټولو زامنو باندی جهاد او مقاومت د هغوی په مقابل کی په هر ډول چی  کولای سی فرض دی او هيڅ حد او حدود نلری. او د مخه تر هغه پر اسلامی حکومتو فرض دی، څرنګه چی  پر دوی لازم دی چی  د دی جنايتو په مقابل کی چی  تاريخ د هغه څخه شرم کوی او هر انسان چی  انسانی فطرت (طبيعت) ولری د هغه څخه بيزاره سی. حتی که په هيڅ دين او الهی شريعتو پابنده نه وی او سکوت ونه کړی. آيا نه وينی چی  دغه سکوت د دوی د عظمت د خواری او سقوط او نابودی سبب کيږی او بعضو د هغو د اسرائيل د اعمالو سره موافقت کړيدی او د دوی جګری د لبنان او فلسطين د اسلام د زامنو سره تائيدوی يعنی قبول لری، خدای (جل جلاله) دوی هدايت کړی او د غفلت د خوب او د ناپوهی او جهل د درده څخه دوی ويښ کړی او وپوهيږی چی  نن پر نيول سوی مځکو او زامن د هغو د غاصب اسرائيل له خوا او په ادامه د دی وضعی پر اسلام او مسلمانانو باندی څه به وګرځی. خدای موږ د دی درنی وظيفی په کوولو کاميابه ولری.