صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د حذيفی په لمانځه کی شرکت نکول او اجازه نه ورکول فتوا:

په کال 76 د حوت په مياشت کی کله چی  د مجمع تشخيص مصلحت نظام رياست او ملګرو د دوی د سعودی عربستان د هيواده څخه ليدنه درلودل شيخ عبدالرحمن حذيفی د مدينی منوری د ښار د جمعی امام، د جمعی دلمانځه په خطبوکی چی  په مسجد النبي کی بيانول د شيعی پر مذهب، پر ولايت فقيه او د امام خمينی پر شخصيت باندی بی حرمته حملی کړی ؤ. دی په واضح او روښانه ډول سره ويلی ؤ چی  څرنګه د اهل تسنن او اهل تشيع په منځ کی نژديوالی حاصليږی حال دا چی  اهل سنت حافظ د قرآن کريم او رسول الله (ص) د حديثو دی او د اسلام د لوړتوب او د هغه د تاريخ ډک د افتخار د پاره همت کوی او اهل تشيع د رسول الله (ص) وه اصحابوته لعن ويل او د اسلام د اساس د خراپولو د پاره اقدام کوی حذيفی بد ويل و اصحابوته د اسلام خراپول بولی او اضافه کړيدی چی  شيعيانو درو خليفوته لعن او شکنځل کوی حال دا چی  د دوی لعن د خدای و رسول (ص) او علی (ع) ته هم رسيږی شيخ حذيفی په بيان سره د خپل مطلبو د شيعو په اعمالو او کارو اشاره لری هغه کارونه او عملونه چی  د ده د خيالاتو څخه پيدا سويدی او حقيقت نلری، د حذيفی په عقيده لعن ويل ومعاويی ته چی  د امام حسن (عليه السلام) په واسطه د خلافت صفت سويدی د هغه په خاندان کی ناروا بولی او وائی چی  که قبول کړو امام علی (عليه السلام) او امام حسن خلافت ئی په اجبار سره تسليم کړيدی د امامانو په حق کی مو جفا کړيدی، هغه لعن ويل و عايشی ته په خاطر د دی چی  په ام المؤمنين صفت سويدی خطا بولی او شيعيانوته نسبت ورکوی.

د مدينی د جمعی د امام د خبرو څخه معلوميږی چی  هدف ئی نفاق، اختلاف او جلاوالی دی چی  مربوط کيږی په هغه کلو چی  د مخه د اسلامی امت تر منځ يووالی ؤ. هغه يووالی (وحدت) چی  د راحل امام په واسطه په ټول جهان کی شعاعوی ئی خپور سو. ژوندی کول د پخوانيو روزګارو نفاق او تفرقی د اسلامی وحدت د جبهی ضعيف کول دی چی  بيان کيږی. په غه وخت کی آيت الله هاشمی رفسنجانی رئيس د مجمع تشخيص مصلحت نظام او لوی هيئت ورسره د دوی دلمانځه په صف کی چی  د حذيفی په امامت کيدل حضور درلود، ليکن په بيان  د نفاق اچونکی مطلبو د جمعی امام حذيفی له خوا څخه، ښاغلی رفسنجانی اعلان کوی لمونځ کول په امامت د دی شخص چی  مسلمانان په تفرقه او نفاق دعوت کوی جايږ ندی، لهذا سمدستی د جمعی دلمانځه ځای ئی پريښود او د باب السلام و څنګ ته د جماعت لمانځه ئی د خپل همراؤ (ملګرو) سره پداسی حال ادا کول چی  د سعودی وزير او څوتنه مسؤلين د هغه هيواد هم خپل لمانځه ئی د آيت الله هاشمی رفسنجانی په امامت ادا کړل. د حذيفی د خپل پر سر او شيطانی عمل په خاطر سمدستی د مسجد د رئيس او د سعودی د لوړ ومقاماتو له خوا د اعتراض وړوګرځيد او دوی د ايرانی هيئت له خوا د لمانځه ترک کول (پريښول) ئی منطقی او اصولی وبلل، او د سياسی اصولو په طريق عذر او معذرت ئی وغوښتل.

د حذيفی نفاق اچوونکی خبری د بيت الله الحرام د ايرانی حاجيانو د (زائر) په نهم لمبر خبرنامه کی په تاريخ د 6/1/77 چاپ سوی ؤ او هم په نورو اخبارو چاپ سوی ؤ. ليکن د مخه تر هغه د حضرت آيت الله فاضل لنکرانی مقلدينو يوه ورځ وروسته د واقعی د معظم له څخه غوښتی ؤ چی  خپل نظر د حذيفی په لمانځه د شرکت په باره اعلان وکړی، د معظم له مقلدين خپل په شرعی پوشتنه کی ياد کړی ؤ چی  هر کال ډير مقلدين د حضرت آيت الله فاضل چی  مدينه النبي ته عازم او مشرف کيږی د حذيفی د جماعت په لمونځ کی حضور پيدا کوی لهذا پدی وضع، د دی جمعيت تکليف معلوم کړی حضرت آيت الله فاضل په ځواب کی چی  هم په پارسی او هم په عربی ليکل سوی ؤ اعلان درلود.

(که څه هم زه پخپله هر کله و مؤمنينوته نصيحت کوم چی  د اهل سنت په عبادی مراسمو کی مخصوصاَ د جماعت او د جمعی په لمانځه کی شرکت وکړی او اوس هم هغه نصيحت او سفارش کوم ليکن خلګ د دی شخص خبری و ماته نقل کړيدی. شرکت د جماعت په لمانځه کی د دی شخص چی  نفاق او اختلاف اچوونکی د مسلمانانو په منځ کی دی په هيڅ صورت جايږ نه بولم او په هغه اقتدا کول په جمعه او جماعت کی صحيح ندی. خدای (جل جلاله) ټول مسلمانان د اختلاف اچوونکی د شر او بی دينی څخه وساتی، انشاء الله . د ذيقعده الحرام پنځمه په کال 1418 هجری قمری) محمد فاضل

اضافه کوی چی  په توجه سره د معلوم داره او روښانه موضع نيولو د عظام آيات (لوی عالمان) او د هغه جملی څخه آيت الله هاشمی رفسنجانی او د آيت الله فاضل په کلام چی  اقتدا په حذيفی ئی په واضح ډول منع کړی ؤ، د حجاز دولت ژر د هغه په برکناری (ايسته کول) اقدام وکړل، د مدينه النبی او سنی د جمعی امام شيخ عبدالمحسن بن محمد القيم نوميږی چی  د مقدسه مکانو د شورا د دفتر له خوا پدی وظيفه انتخاب او وټاکل سو.