|
د روضی او عزا د مجلسو د تشکيليدو پواسطه د تشيع رواج ورکول:پسله انقلابی او دوينو ډک نهضت د حضرت امام حسين (عليه السلام) چی د دوی د شهادت او دوه اويا تنه د اهل حرم، کورنی، ياران او پيروان د هغه چی پاکان او قربانيان وه موجب سو. نوی جريان په تاريخ کی جوړسو او په ټول تاريخ په چابکی سره خپل مقام او بحق او ښايسته پايګاه ئی پيدا کړ. دغه جريان عبارت ؤ د حسينی عزا مراسم او اوښکی، ژړا او زاری مجلسونه. پسله هغه خونينه مصيبت او حيرت ناکه واقعه، پسله هغه د وينی شجاعت(توريالی توب) او شهادت او مقاومت د ژوند او د وينی د څاڅکی تر آخره او پسله هغه وحشته، وينی خوړل او بی رحمی بنسټ و پاکه اولاده چی ځانونه ئی د خدای په لار ورکړل او پيرو د رسول د خدای (ج) پسله هغه عجيبه او نادره ماجرا چی د کربلا په ميدان کی د ټولو کسانو او يارانو د امام حسين (ع) د سپين ږرو څخه ترشيدی رودلی ماشوم د پاره سره او خونينه قربانګاه جوړه کړل، د علی (ع) ريښتين شيعيانو او د حسين (ع) پاک پيروان به څه بايد کول؟ په هغه دوران کی چی پسله محرم د واقعی کال 61 هجری، د وحشت تخم د مځکی په زړوکی وکرل سو، د وحشت (بيری) تخم ئی په بدنو پاشلی ؤ، او د وحشت او خشم ناکه (زهراب) ئی د ايمان او زړو پر مځکو باندی اوراوه، شيعيانو څه لاری کولای سی په مخ کی ونيسی؟ په هغه ورځو او دوران کی د اکثرو ګمان او فکر پر دی ؤ چی شيعيانو لاره او چاره غيرله سکوت (چپتيا)، پټيدل او خپل مذهبی کارونه په پټ کول نلری او نور هيڅ نه بايد چی نفس (سا) وباسی او حتی د خپل د ژوند د حق غوښتنه وکړی. په رښتيا چی يو لنډ مدت دغسی ؤ او شيعيانو او د ولايت او امامت پيروانو د ظالم حکومت او د هغه وخت د خلافت د بيری او وينی خوړله د لاسه چپ او يوه ګوښه ئی اختيار کړی وه، ليکن ډير ژر دغه دوران تيرسو او د علی (ع) او حسين (ع) رښتين شيعيانو يوه مناسبه او ګټوره لارئی د خپل د ځان او ژوندانه د پيژندل او د فريادو ښکاره کول د کينی او غضب ئی پيدا کړل. او دا هغه نوبره او تازه جريان ؤ چی د اومی هجری پيړی د لومړيوکلو په شروع سره د اسلام په تاريخ کی پيدا سو او نوی لار او جريان د فکری، مکتبی او عقيدتی مبارزی په تاريخ کی بنسټ ئی کښيښود. دا نوبره او مقدس جريان مجلسونه د عزاوی او اوښکی تويول د کربلا پر شهيدانو وه او په هغه اول د پيدايښت ځان ئی په صفت د يوه ګټوره اسلحه او وسيله د بنی اميي د ظلم او ستم په مقابل کی ښکاره کړل. او پسله هغه د جبارانو او ظالمانو د حکومت په ټول تاريخ کی دغه جلسی دوام درلود او دايم ګټوری نتيجی ئی درلود. بی دليله ندی چی د ايران د اسلامی انقلاب کبير رهبر، او د ايران د اسلامی جمهوری بنسټ ايښودنکی راحل امام ډير ډير په خپل ښوريدنکی او توده وينا اصرار او تأکيد کول (دغه د حسينی عزاوی مجلسونه سپک مه نيسی. د عاشورا مراسم او ژړا د کربلا پر شهيدانو په جدی ډول پسی ئی ونيسی او اجرا کړی، پدی ډول مراسمو کی ژړا وکړی او اوښکی توی کړی چی موږ شيعيانو هر څه لرو د دغو اښکو او ژړاؤ د برکته څخه لرو.) بلی، دغه عجيبه او نادره پديده د تشيع په تاريخ کی په هغو لومړيو کلو پسله د عاشورا د واقعی د حضرت امام سجاد (عليه السلام) په نيکو، نادرو او حرکت ورکونکو دعاوی شروع سو. هغه دعاوی چی هر يوئی ډول ډول خواوی ګوښی لری او د هر يو د پاره کيږی په زرو علمی او دقيق تفسير وسی او د هغو څخه فقط يواځی پدغه پديده اقدام کاوه. يوه ګوښه د مختلفو ګوښو د هغو دعاوی، يادول د مصيبتو او رنجو او زحمتو وه چی د امامت پر پاک خاندان او اولاده باندی تيرسوی ؤ او غوښتل چی غه مصيبتونه او زحمتونه چی پر هغه پاک خاندان باندی تير سويدی ژوندی او جاويد وساتی او د هيريدو د هغه مخ نيوی وکړی او د کينی، نفرت او غضب ونه (درخت) د ظلم، زور، کفر او بی دينی په مقابل کی زرغون او تازه وساتل سی. او دغسی هم سو او پسله هغه، دغه د ژړا او عزا پديده، او يا په واقع سره د حسين (ع) د انقلابی نهضت د فلسفی او د تأثير د ياد ژوندی ساتل دغه پديده، د تشيع او د اسلام تاريخ په دوران کی جريان درلود. اوس نور د بنی اميی په خاندان کار نه درلود، بلکه د ټولو ظالمو حکومتو او د ټولو کفر او په باطن کافر او په ښکاره مسلمان قدرتو کار درلود. پدی دليل دی چی ويل کيږی: د حسينی عزاوی د مجلسو او مراسمو نيول په حقيقت لکه يوه مرمی چی د ستم او کفر د حکومتو پر زړونو باندی فير (وهل) کيږی. پدی ډول ليدل کيږی چی د تشيع او د اسلام په ټول تاريخ کی کارکوونکی، تأثير ناکه، ګټور، قوی او تيزو اسلحی د رښتين مسلمانانو هر کله او په هر ځای او هره زمانه د ظلم او کفر د حکومتو په مقابل کی او د باطلو نظامو پر ضد، دغه د حسينی عزاوی، تعزيی او روضی (ماتم نيول) جلسی او مراسم په خپل مختلفو شکلودی. دغه سلاح (وسيله) چی د بنی اميی او بنی عباس په ټول تاريخ او پسله هغه نور ظالمان او جباران لکه مغولان، تاتاران، غزنويان او سجلوقيان او د ستم او ظلم نوری سلسلی په ښه ډول تر ګټه لاندی نيول سويدی تر معاصر دوران او د پهلوی د کورنی د تاريخه پوری هم ادامه پيدا کړی وه. غيرله ځوان نسله څخه چی ډيرئی د اسلامی انقلاب په دوران کی مشر سويدی، لويان او سپين ږرو ښه پوهيږی چی د پهلوی د کورنی د ستمشاهی پنځوس کاله سلطنت په دوران کی هم، دغه کار کوونکی او تيزه اسلحه د ايران په ټولو ځايوکی په ټولو وختو او زمانوکی په ښه او کارکونکی ډول سره ګټه ځينی اخيستل کيده، او کولای سو چی ووايو: دغه يواځی سلاح وه چی شاه او درباريان ئی، جاسوسان او د ساواک مامورين او د حکومت مسلح مامورين هيڅ يو نسوای کولای د خلګو د لاسه څخه ونيسی. د ايران د خلګو د انقلابی نهضت او د اسلامی مبارزی په ټول دوران کی چی په رښتيا د قم د علمی حوزی د بنسټ ايښودلو سره شروع سو او د 1342 کال د جوزا د مياشتی په ماجراؤکی په لوړو مقامو رسيدلی ؤ دغه سلاح هر وخت د خلګو په اختيارکی ؤ او په لارښود سره د آګاه او مقابله کوونکو روحانيونو د ظلم او کفر د دستګاه سره هره پلا په ښه ډول کار ځينی اخيستل او ډيری ضربی د شاه پر حکومت او اطرافيان ئی وهل. دغه مراسم او مجلسونه هميشه او په هر مکان د اسلحی پر ځای کارو کاوه، کله چی د يو روحانی (عالم) په کور او يا د هغه تر نظارت لاندی اجرا کيدل دوه چندانه تأثير او د تصوره څخه وتلی حاصل ئی پيدا کول. په توجه سره پدی ټولو نکاتوؤ چی آيت الله فاضل، هميشه د حضرت امام حسين (عليه السلام) سالار د شهيدانو عزاداری ته ډير ارزښت او اعتبار ورکاوه او په ټول مدت د مبارزی د حکومت پر ضد او بی دينی، ستم او کفر پر ضد د مبارزی په سراسر جريان کی چی په ځوانی کی شروع کړی ؤ د دی سلاح څخه په ښه ډول ګټه کول. د پيړی د څلورمی برخی څخه د مخه، آيت الله فاضل د دغه سلاح په کارنيول، د کال په جريان کی اضافه تر 80 واره دغه مراسم ئی په خپل کورکی نيول. ورځی د دی مراسم د دوی په کورکی عبارت ؤ: د هفتی مراسم چی د کال په ټولو جمعو ورځو په اضافه د ټولو مذهبی مناسبتو لکه د معصومينو د ميلاد او وفات ورځی او د دوی خپلوان لکه حضرت زينب (سلام الله عليها) او مخصوصاً د فاطمئی په ورځو او نوری عزاوی د روضی او نوحی مراسم ئی په خپل کورکی نيول. بايد وپوهيږو چی دغه عظيم او عالی مراسم د آيت الله فاضل د کوچينوالی په دوران کی، د دوی د پلار په منزل (کور) کی اجرا کيدل او په رښتيا سره د خپل بزرګوار پلار ارجمند (ګران) يادګار هم په حساب راځی اوس هم د ارزښتمنده، پايداره او قديم سنت په صفت د دوی په خاندان کی ادامه لری او هره جمعه، هر مذهبی مناسبت (لکه اختر او ماتم) او د فاطمئی ورځی په عظيم او عالی ډول د دوی په کور کی نيول کيږی. په رښتيا هغه چی پدی ډول د کلو او لسو کلو د مخه د آيت الله فاضل په کورنی کی صورت نيسی بايد د مخه تر هر څه په صفت د سرسخته (کلک) کوښښ د مذهبی مناسبتو د ژوندی ساتل په لاره کی و پيژندل سی. ليکن دغه کوښښ په اصل کی دوه ډير ارزشتمند او عالی منظور تر هر څه د مخه په نظر کی لری. لومړی: ژوندی ساتل ياد او خاطری د معصومينو (سلام الله عليهم اجمعين) مخصوصاً زړه سوی خاطره شهادت د حضرت امام حسين (ع) سالار د شهيدانو په جنګ کی د کفر سره په کالی د اسلام او د باطل سره په کالی د حق، او معلوم داره کول د تاريخ جوړونکی، انسان جوړونکی، نادر او عجيب شهادت غوښتونکی او د جانبازی فلسفه چی بايد هميشه ژوندی او ابدی پاته سی او دغه هميشګی په پاته کيدل او دوام سره د محمدی خالص اسلام پدی اسلامی خاوره د تشيع او د علی (ع) عاشقان او حسين (ع) او اولاده د هغو مرسته ورسوی. لکه چی دغه ليکونکی پخپله ډير د هغه ربانی عالم او خپل فاضل او مکرم استاذ، حضرت آيت الله فاضل څخه اوريدلی دی چی ټول الهی بخښښونه په سيوری د اصلی عشق په معصوم او مطهر اهل بيت بولی، دغسی چی هدف د ليکل د ارزښتمند کتاب (پاسداران وحی) هم دغه مهم کاروه. دوهم: ژوندی ساتل ياد او خاطری د خپل مقتدا او مراد، راحل امام، کبير خمينی (رحمة الله عليه) د ايران د اسلامی جمهوری بنسټ ايښوونکی چی پدی ډول مراسموکی په ښه توګه کولای سو چی ياد د هغه لوی، بی ساری انسان د تاريخ په زړوکی ژوندی وساتو او د هغه د لار تلونکی او پلټل کوونکی ته د هغه بزرګوار عالی او رښتين هدفونه ور و پيژينو. بلی، پدی ډول دی چی اوس سر بيره پر ورځو او د (فاطمئی ايام) او مذهبی مناسبتونه، ټوله هفته د جمعی په ورځو ډير ښه مجلسونه د روضی او نوحی او د کربلا د حماسی يادول د آيت الله فاضل په منزل کی برګزار (نيول) کيزی او دغه قديمه سنت د دوی په بزرګوار او لويه کورنی کی همدغسی ادامه پيدا کوی او عاشقان د حضرت علی (ع)، امام حسين (ع) او خالص اسلام سره يو ځای راټولوی او هغوته د عشق درس ورکوی. |