|
(3)- د فقهی تخصصی کتابخانه:په توجه سره د ضرورت چی د يوه مخصوص کتابخانی د پاره احساس کيدل دغه کتابخانه جوړ سوه چی اوس 7 زره جلده کتاب په لاندی موضوعاتو لری. او هر کله د پراختيا په حال کی ده. الف: د شيعی فقه. ب: د شافعی فقه. ج: د حنبلی فقه. د: مالکی فقه. و: د متفرقی مذهبو فقه لکه زيدی، ظاهری. ز: د شيعی اصول فقه. ح: د اهل سنت اصول فقه. ط: د شيعی او سنی آيات الاحکام او د قرآن علوم. ی: د فقه تاريخ. يا: د شيعی او سنی رجال او ترجمی. يب: د شيعی حديث. يج: د اهل سنت حديث. يد: نوی فقه. يه: حٍقوق او په هغه نژدی فقه. يو: نژدی فقه په مذهبو. يز: فقهی مجلی. يح: لغات او نور مربوطه کتابونه. تر اوسه پوری د کتابخانی څخه ګټه محدوده وه په دستور سره د معظم له د حاضريدو په حال کی ده د عمومو محققانو او فقه پلټونکو. پدی کتابخانه کی سر بيره پر فقهی کلاسيک (قديمی) کتابونه کوښښ کيږی چی مربوطه نوی کتابونه دهيواد خارج او داخله څخه آماده او د ګټه اخيستل د پاره حاضرسی. (4)- د کامپيوتر څانګه: پدی څانګه کی سر بيره پر ورکول د امکاناتو (کامپيوتری مرستی) و محققانوته د اصولی او فقهی کتابو حروفچينی هم کيږی. او نور دا چی د معظم له ټول علمی لاس ليکنی په حال د انتقال په CD کی دی چی وراتلونکی نسل ته محفوظ پاته سی او نشاء الله شروع دی وی د لويو کتابخانو د پاره چی د خپل ليکنی پدی ډول دراتلونکو د پاره ساتنه وکړی. (5)- د وينا او عکسو څانګه: پدی څانګه کی د معظم له د درسو ټول کاسټونه (ويدئويی فيلمونه) ټيپ او ساتل کيږی او هر وخت چی لازم سی د مربوطه محققينو په اختيار کی قرار نيسی او هم ويدئويی فيلمونه د معظم له د درسو څخه آماده او ساتل کيږی. |