صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د تشيع د مکتب ترويج د سرحدو  د باندی د فعاليتو پواسطه:

 ډير مدت ؤ چی  حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی نسبت په دوو موضوع په بين المللی نظر حساسيت درلود.

1- د اسلام وضعيت: دوی د هغو مسايلو په هکله چی  د نړی د مسلمانانو په احوال اوتاوانو او مصيبتو چی  پر مسلمينو راغلی دی په شدت حساس او هوشيار ؤ. د دوی اعلاميئی د صهيونيستانو د جناياتو په باره کی د فلسطين پر بی د فاعو خلګو باندی، نطق کول د بوسنی او هرزګوين د مسلمان خلګ د فاع د پاره، د کوزوو په مسئله کی دخالت او اجازه ورکول د امام د سهم څخه مصرف پدی هکله کولای سو ياد کړو. معظم له د پخوانی شوروی د جمهوريتو د مسلمانانو ژوندانه په پاره کی حساس ؤ او په مقابل د حکومتو د سختی او ټينګ نيول لکه عراق د پارس د خليج په منطقه کی د اکثرو او اقلو شيعو سره په دغسی هيوادوکی پريشانی لری. د دوی توجه او نظر د خارجی طلابو د درسو او ژوند پر وضعيت چی  د قم په علمی حوزه کی په تحصيل مشغول دی پدغه مسئله مربوط دی.

2- د تشيع وضعيت: لوی مراجع ساتونکی او پيره داران د تشيع د مجموعی د جعفری انسان ساز علوم، د نړی په مختلفو ځايوکی د شيعيانو وضعيت او همدغه ډول دايمی تشويش د شيعی د ټولنی د ساتنی د پاره په ټول چی ان کی او د ارتباط آسانول د شيعی د خپل لارښود سره دی. د مرجعيت او تقليد مسئله په اصل کی دوه خوا رابطه او معامله په مابين کی د مرجع او مقلد ښکاره کوی.

په هغه اندازه چی  يو پوه شيعه په اسلامی احکام او اصول د يو اعلم (لوړ مجتهد) لوی عالم او په ټولو اسلامی احکامو پوه د پيژندنی په پسی دی په هغه مقدار د هغه عالمانو او مدرسينو چی  د خلګو د لارښوونی مسئوليت لری انتظار سته چی  داسی برنامی ولری او د داسی اسبابو څخه ګټه واخلی چی  مسلمانان وکولای سی په آسانی د دوی سره په ارتباط وی او د ضرورت او احتياج په وخت کی د مسلمانانو لاس په دوی ورسيږی.

د خلګو د آسانتيا د پاره کوښښ او د هغو لاس رسيدل د زمانی و مرجع ته د سوالو د ځوابو د پاره يو د هغو کسانو څخه چی  پسله د علمی حوزی د مدرسينو د جامعی د اعلامېئی دا ډول مسؤليت ئی احساس کړل او پدی برخه کی توجه وکړل حضرت آيت الله فاضل ؤ چی  د خلګو او د تقليد د مرجع د ارتباط د آسانی د پاره څو لاری ئی مشخص کړل.

خپل عقيدی او نظرئی ورکول د کتابو د ليکلو په واسطه مخصوصاً پدی مورد د توضيح المسايل د رسالی بيان. د دی کتابه څخه تر اوسه پوری 65 پلا چاپ ډير تر يو ميليون جلده د علاقه لرونکو په لاس قرار نيولی دی.

ځواب ورکول د شيعيانو په سوالو او استفتائاتو په منظم دقيق او چابک ډول سره د معظم له دفتر تر اوسه په 30700 استفتائاتو د خلګو ځواب ورکړيدی. او برخه د دی ځوابو په دوو جلد د کتاب په ډول د جامع المسائل په نامه خپور سويدی.

د دفترو جوړيدل: د معظم له دفترونه په مختلفو ښاروکی د خلګو و سوالو او غوښتنی ته په ښه ډول ځواب ورکوی.

د دوی د درسو خپريدل: د ايران د اسلامی جمهوری د تلويزيون د لاری، د معظم له درسونه په مختلفو څانګو کی مخصوصاً په سطح خارج (لوړ او ممتازو درسو) په دوو څانګو د فقه او اصول په منظم ډول سره خپريږی. سربيره پر ډيرو طلبو دهيواد د کليو او ښارو چی  د دی لاری څخه د معظم له د درسو پسی نيسی او زده کوی، علاقه لرونکی ځوانان په نورو هيوادکی چی  پدغه باره کی راديوئی موجونه و دوی ته رسيږی، همدغه ډول د پوهنتون دوری د ليری لاری څخه ورسره د دی درسو خپل پوهی لوړ وی.

د بريښنا د جهانی شبکی څخه ګټه: نن د ارتباط د پاره په جهانی توګه د نوی او مخ ته تللی وسيلو څخه ګټه اخيستل کيږی لومړی دچی  امکان د ارتباط ئی ډير آسان او راحت کړيدی، دوهم دچی  د کنترول امکان ئی د هغو حکومتو چی  د خپل خلګو سره نژدی ندی لږ کړيدی او ارزانی او آسانی د هغه سبب سويدی چی  تقريباً دغه طريقی په ټول نړی کی داخل سی.

ګټه اخيستل د جهانی شبکی چی  په اينترنت معروف دی ټول کولای سی چی  خپل نظرئی د نورو دليدلو او اوريدلو د پاره په تماشا پريږدی او ګټه اخيستل د بريښنا پټی يا بريښنا ميل چی  خطونه (نامی) د نور په سرعت د يو ځای څخه بل ته ځای ته رسوی نو پدی دليل که څوک يا جمعيت نوی مطلب يا خبری ولری په لږ وخت او ژر د ټولنی ډيره برخه په هغه خبريږی. پدی ځای کی د اسلام جامع او کامل مکتب چی  لرونکی د برنامی د انسان د ژوند په ټولو مقامو دی او د اسلام عالمان د دغه فرصته څخه ګته اخيستی او د اسلام ژوند جوړونکی برنامی د ټولو نړی والو و غوږوته ورسوی. ټول نوی کارونه او (ابتکار) د حضرت آيت الله فاضل د اسلام د مکتب پيغام رسول او د شيعی ژوندی احکام او مختلفی نظرئی د عقيدتی، ټولنيز او سياسی شؤنو د اسلامی امت د پاره د زمانی د طريقو سره برابر ګته اخيستل وه. معظم له په جهانی شبکه کی معروف په اينترنت د اطلاع رسولو پايګاه مخصوص وځانته لری. د دی پايګاه پټه عبارت دی (http://www.lankarani.org) دغه پايګاه په لاندی ډول دعمومو د ګته اخيستلو د پاره دی.

مقالی د اسلام د آدابو، اسلامی احکام، د شيعی اصول او د تقليد د مسئلی په باره کی.

د معظم له د ژوندانه بيان.

د معظم له د کتابو او ليکنی فهرست.

د معظم له عکس.

د معظم له رساله په انګليسی ژبه فهرست ئی دقيق په بريښنا ډول جوړ سويدی چی  هر څوک کولای سی ژر د خپل د نظر وړ مسئلی پيدا کړی.

پخوانی مجموعی د سوالو او استفتاؤ چی  د دغه طريقه د دوی څخه سويدی او برخه په صفت د (F.A.Q) د سوالو راغلی دی چی  نوی ګټه اخيستونکی که وکولای سی د دغه سوالو او ځوابو د طريقه څخه برطرفه کړی او غيرله هغه سوال وکړی.

همدغه ډول ټول مقلدين د معظم له کولای سی چی  د بريښنا پټی د لاری څخه مستقيم د دوی سره په ارتباط وی او خپل شرعی سوالونه د معظم له څخه وکړی. بريښنا پستی پټه د دوی عبارت دی: Fazel@Lankkarani.org هغه اطلاعوی چی  د اينترنت برخه چمتو کړيدی په منځنی ډول سره هره مياشت د حضرت آيت الله فاضل لنکرانی د اطلاع رسولو د پايګاه او سايته څخه حدوداً 10000 کسه ليدن کړيدی او د دغه تعداده څخه هره مياشت په منځنی ډول سره حدوداً 1500 کسه د معظم له د رسالی څخه ګټه اخيستی دی.

همدغه ډول تر اوسه پوری 525 نامی د سوال يا استفتاء په نامه د اينترنت د لاری څخه د معظم له و دفترته رسيدلی دی چی  پسله ځواب د معظم له پواسطه و خلګوته ليږل سويدی. ډير کسان چی  سوال کوونکی دی د سعودی عربستان، کانادا، انګلستان، متحده ايالات، مالزی، استراليا، آذربايجان، فرانسی او بحرين د هيوادو څخه دی.

دمعظم له د دفتر بين المللی څانګه کوښښ کوی چی  په اوله مرحله کی د معظم له فارسی او عربی ژبی رسالی پدغه مجموعه کی ځای ورکړی او وروسته په تدريج سره د معظم له ارزښتمنده تأليفونه او درسونه د صوتی (ږغ) او عکس په ډول پدی مجموعه کی ځای ورکړ سی.