|
د تشيع د مکتب ترويج د علمی مدرسی د تأسيس او اداری د لاری:توجه کول په علم او پوهی د اسلام د اصلی، اساسی او مهمو محورو څخه دی. پوهان په تاريخ، مخصوصاً د مختلفو مللو او قومو او دينو، فرهنګی، سياسی او ټولنيز تاريخ ښه پوهيږی چی د انسان په ټول تاريخ کی هيڅ مذهب او عقيدتی مکتب او سياسی، ټولنيز مسلک د اسلام په اندازه او مقدار و علم او پوهی ته ارښت او اعتبار ندی ورکړی. په لومړی جګړه کی د اسلام او د قريش د مشرکينو سره کله چی جګړه د مسلمانانو په ګټه او د قريش د مشرکينو په تاوان پای ته ورسيد يو تعداد مشرکين د مسلمانانو په لاس اسير سول د اسلام ګران پيغمبر (ص) اسيران ئی نه يواځی عذاب، بندی او زنځيرونه کړ بلکه وفرمايل چی آزادی ستاسو د هر يو مربوط کيږی په ايمان په اسلام او لسو نفروته د مهاجرو، انصارو او د خدای د رسول يارانو او اصحابوته ليکل او لوستل زده کول دی. پدی ډول د هغی ورځی څخه چی لومړنی ډبری د اسلامی ټولنی کښښدل سو، پيغمبر، هغه پيغمبر چی خدای ئی په خپل کتاب کی په قلم او هغه څه چی ليکی قسم ياد کړيدی او د سواد، علم او پوهی ارزښت او اعتبارئی ابدی جوړ کړيدی. او خپل توجه ئی و علم او پوهی ته ونيول او معلوم داره لاره بيان کړل چی د علم زده کول و لسو لسو يارانو د هغه ډير ارزښت لری تر هغه چی يو نفر کينه ناکه، مکار او ظالم دښمن د مسلمانانو ووژل سی. طبيعی دی چی د هغو مذهب او دين په دوام کی چی د هغه پيغمبر (ص) د علم غوښتنه د زانګو څخه تر قبره پوره نصحيت کوی او هغه په هر مسلمان نارينه او ښځه فرض بولی. ورځ په ورځ د پوهی، علم او سواد ارزښت او اعتبار لوړ او اعلی تره کيږی. او د هغه څوک چی د سواد د زده کړی ئی درلود و ندی زده کړی نور هيڅ عذراو بهانی نه قبوليږی. د دی ډول دين او مذهب په برکت، بی ګټه نده چی جوړول د مکتبو او مدرسو دعلم او پوهی د پاره او تلاش راوړل د علمی بصيرت، په صفت د مهم بنسټ د اسلامی ټولنی د پوهی پيژندل سويدی. د تيرو پيړيو تاريخ ښکاره کوی چی جوړول د مدرسو، دار العلمونه، جامعی، او پوهنځی هر کله يا مستقيم د يو روحانی او د دين د عالم په واسطه سويدی او يا يو د ينی عالم د هغه په جوړول ارزښت لرونکی تأثير درلود او په آخر دا چی د هغه خرڅ پر اساس د خپل تولنيز او روحانی ارزښت او اعتبار په لاس راوړل او يواځی ناظر (پام کوونکی) او نظم ورکوونکی د کارو دی. نن هم جوړول د مختلفو مدرسو، نه يواځی د لويو عباداتو او خدمت د خلګو سره شميرل کيږی بلکه جوړونکی، ټينګ او لوی ګام د دين د پايو ټينګول او د مذهبی عبادتو او آدابو ژوندی کول او لوړول. که مکتب او مدرسه نه وی، که د علم اود پوهی زده کول ځای نه وی، که خلګ په درس ورکول او درس زده کول لګيا نه وی، که د دين او مذهب دوام پر اساس د يقين، علمی بصيرت او پوهی ټينګ ولاړ نه وی، په رښتيا د دين او دين لرونکی کار چيری به ورسيږی؟ د ډير وخته څخه دغه حسنه سنت د روحانيونو، عالمانو او پوهانو تر منځ روان او اثر کوونکی دی، او ټول کوښښ او خپل قدرت په کار وړی که په يواځی ډول د مدرسی په جوړول قادر نه وی بياهم کوښښ کوی د يوی مدرسی په جوړولو يوه فعاله برخه ولری. حضرت آيت الله فاضل هم دغه حسنه سنت او پاته سوی د خپل نيکه ګان او پخوانی کسان ئی په ښه ډول ادامه ورکړی او د خپل ټولنيز کارو په منځ کی د علمی مدرسی په جوړول همت او کوښښ کړيدی. په حاضر حال جوړه سوی علمی مدرسه د دوی په واسطه د قم د علمی حوزی د مهمو مدرسو څخه شميرل کيږی چی په هغه کی ډيری طلبی او عالمان په تحصيل لګيا دی لکه نور اسلامی مدرسی، دغه طلبی پلټونکی او پوښتنکی د علم او پوهی د تحصيل او درس د پاره هيڅ خرڅ او زحمت نلری او د مدرسی د بنسټ ايښونکی له خوا د دوی د تحصيل مصرف او د ژوندانه خرڅ ورکول کيږی. بلی دغه د اسلام د ښو سنتو څخه او مخصوصاً د شيعی د فرهنګی حوزی د آدابو څخه دی چی غوښتونکی د علم، د علم د زده کولو د پاره هيڅ خرڅ او مصرف نلری بلکه خپل د تحصيل، کتاب او کتابچی مصرف او د خپل د ژوندانه خرڅ د هغه مدرسی څخه چی په هغه کی علم او سواد زده کوی اخلی. اوس د حضرت آيت الله فاضل علمی مدرسه ښه او ډير فعاله د قم د علمی مدرسو څخه دی. ليکن په عين حال کی د دی مدرسی فعاليتونه بايد د کوچنيو فعاليتو او ټولنيزو کارو د دوی وشميرل سی او نه ډير. |