صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

ليکل سوی کتابونه او قلمی ليکنی (آثار):

بی هيڅ شک تلونکی انسان د خپل د آثارو په واسطه پايدار پاتيږی ځکه چی  راتلونکی کسان آثار و ته ګوری پدی منځ کی ښه تصنيف او ليکل چی  د يو ليکونکی د پوهی شاهدی ورکوی او په آخرت کی هم هغه تضمينوی او پوهی هغه دی چی  د عالم په دننه کی پاته نسی، پوهی هغه دی چی  د قلم د ليکنی نښه  پر کاغذ باندی پاته سی او د تاريخ د قضاوت په ديد قرار ونيسی. هغه علم چی  په سينه کی پاته سی ګټوره ندی ترهغه اوبه چی  په تاريکه کی بهيږی او ترهغه وخته پوری چی  د خاوری د تاريکه سوری څخه د مځکی و مخ ته رانوځی بي ګټه دی.

پوهان – مشران او عالمان چی  کاميابه سويدی او د خپل لوړ نفس (سا)  پواسطه و نورو خلګوته پوهی او نيکی رسوی په رښتيا و خپل علم او پوهی ته معنی بخښلی دی، او که نه صبا چی  د اجل تيز باد وسی او د علم خاوند د خاورو اسير وګرځوی معلوميږی چی  نه د تاکه څخه نښه پاته سوی دی او نه د تاک ايښونکی څخه.

پدی توضيح وينو چی  آيت الله فاضل لنکرانی د اسلامی علومو ارزښت لرونکی مسائلو پيژندل ئی د هغه اوله ځوانی څه شروع کوی او دغه کار د دی اثر د ليکل تر وخته پوری ادامه پيدا کوی پدی ډول چی  د معظم له د تأليفاتو تعداد تر څلويښتو عنوانو اضافه کيږی يعنی چی  د ژوند په ګټور دوران د عمر په هر کال کی پاته سوی تأليفونه کړيدی.

د استاذ د آثارو د عنوانو فهرست کول او شامل سوی خصوصيات د هغو اشاره به وکړو ليکن د مخه تر ورکول د فهرست بايد توضيح ورکړل سی چی  په طبيعی ډول سره د معظم له د آثارو مجموعی بايد پر دوو جلا سوی څانګو تقسيم سی او پدی دوو څانګوکی په خطی او چاپی آثارو اشاره کوو.