صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

فقهی اصطلاحوی او لغاتونه

جاری (روانی) اوبه:راوتلی اوبه د مځکی او لکه هغه او هغه اوبه چی  بهيږی، لکه د چينی او کاريز اوبه.

قليل(لږ) اوبه: هغهاوبه چی  ترکُر لږ وی، چی  د مځکی څخه هم رانوځی.

د کُر اوبه: ټاکلسوی مقدار اوبه چی  وزن ئی سل واته ويشت من د تبريز چی  شل مثقال ئی کم وی. او په يو ظرف کی واچول سی چی  دری خوا د هغه ظرف يعنی طول – عرض او ارتفاع ئی دری نيم لويښت وی او هغه ظرف ډک کړی.

مضاف اوبه: هغه اوبه چی  د بل شی څخه نيول سوی او لکه: د ګلاب اوبه، يا د يو شی سره ګډ سوی وی لکه: شربت.

مطلق اوبه: و خالص اوبو ته ويل کيږی او پر پنځه ډوله دی: 1 – کر اوبه. 2 – قليل اوبه.3- جاری اوبه.4 – د باران اوبه.5 – د څا اوبه.

د لهوی آلی: د نامشروع خوښی او عياشی اسباب لکه تار، ساز، ديره او نور.

ابن سبيل:  هغه  مسافر چی  په سفرکی د ژوندانه سامان او د خرڅ پيسی ونلری اودرمانده وی.

اتقی: ډير پاک او تقوی لرونکی.

اجاره: يو قرارداد دی چی  د هغه په واسطه د مال ګټه يا کار د يو طرف د معاش په مقابل او ټاکل سوی وخت و بل طرف ته پريښول سی.

اجانب: پر ديو.

اجرت المثل: هم ډول معاش، لکه دا چی  يو نفر بيله ټاکل سوی معاش، يو کار وکړی، د کړل سوی کار د پيژندل د پاره ويل کيږی، که دغه کار بل نفر چی  د دغه نفر هم ډول دی کړی وای څومره کيدل، ځواب هر څه سو، قيمت هغه دی.

اجزاء او شرايط: هر کار چی  پخيله په يو عمل کی ځای نيولی وی د هغه جزء شميرل کيږی لکه د لمانځه سجدی او رکوع. او هر کار چی  د يو شی د حقيقت څخه خارج وی ليکن هغه شی بايد په هغه مقيد وی شرط د هغه شميرل کيږی لکه طهارت په لمانځه کی.

اجير: څوک چی  د قرارداد پر اساس د يو کار په مقابل کی چی  کوی د معاش مستحق کيږی.

احتلام: د بلوغ نښه، د منی راوتل د انسانه څخه د خوب په حالت کی.

احتياط: هغه سببونه چی  مراعت ئی کامل او په اطمينان سره د انسان د رسيدل سبب و ريښتاته کيږی او څرنګه چی  په رساله کی وليکل سی چی  (احتياط دغه دی) او د مخه يا وروسته د هغه فتوی په مسئله کی نه وی احتياط واجب دی.

واجب يا لازم احتياط: هغه احتياط چی  د مجتهد دفتوا نه درلودل  به خاطر، مراعت د هغه لازم دی. مګر په بل معتبر فتوی مراجعه وسی.

مستحب احتياط: هغه احتياط دی چی  مراعت ئی واجب نه دی.

واجب احتياط: عبارت د هغه کار دی چی  د احتياط سره مطابق او يو ډول دی، ليکن فقيه د هغه سره فتوا ندی ورکړی. پداسی ځايو مقلد کولای سی د بل مجتهد په فتوا چی  په وروسته رتبه کی قرار لری عمل وکړی.

احتياط ترک نکړی: د هر شی په باره چی  د فقيه نسبت وهغه ته ندی ورکړ سوی د واجب احتياط په معنی دی او که په هغه مورد فتوا ورکړ سوی وی، په معنی سره اصرار د احتياط په ښه والی دی.

احداث: نوی جوړل، آبادول.

احراز: لاس ته راوړل، راټولول، درلودل.

د خمسه احکام:وجوب (واجب)، حرمت (حرام)، استحباب (دوست درلودل)، کراهت(نفرت)، اباحه (حلال).

احوط: برابر په احتياط.

د مځکی آبادول( احياء زمين): هغه توپير چی  کښت او کرل او يا بنائی او نور سبب کيږی  بی ګټه او بی محصوله مځکه ژوندی سی او د باغ، مزرعی، کور او نور نوم پر هغه وی.

اخفات: په کښته آواز قرائت کول.

ادعا: عدالت غوښتل.

اذن: اجازه.

د خمس خاوندان (ارباب خمس): هغه کسان چی  کولای سی د خمسه څخه ګته وکړی.

د کسب او کار ګټی(ارباح مکاسب): هر ډول ګټی چی  د کار او کسب د لاری لاس ته راسی.

بازاری قيمت لوړيدل (ارتفاع قيمت سوقی): په بازارکی د جنس قيمت ګرانيدل.

بازاری قيمت لوړيدل (ارتقای قيمت سوقی): په بازارکی د جنس قيمت لوړيدل.

ارتماس: لمبيدل په اوبوکی (غسل): ننه ايستل په اوبوکی (اودس).

ميراث (ارث): د مړی ميراث چی  ورثی ته پاته کيږی.

استبراء: کوښښ په پاکی او ليری کيدل د چټلی او نجاسته څخه. په څلورو ځايوکی کارته تللی دی: 1- د بول څخه استبراء، 2- د منی څخه استبراء يعنی د منی د راوتل څخه وروسته بولی کول په قصد د اطمينان د دی چی  د منی ذری د بول په مجراکی پاته سوی نه وی، 3- د نجاست خوړونکی حيوان استبراء يعنی مخ نيول د هغه د انسان د نجاست خوړل څخه تر هغه وخته پوری چی  په خپل طبعی خوراک عادت وکړی،4 - د حيض، نفاس او استحاضی استبراء: يعنی د وينی د بنديدل وروسته پلټنه وکړی چی  آيا د رحم په د ننه کی وينی سته که يه.

استحاضه: د ښځو د وينی ليدل د حالاتو نوم. دغه وينی که ډير وی کثيره استحاضه، که لږ وی قليله استحاضه او په منځنی ډول متوسطه استحاضه نوميږی.

استحاله: که د نجس شی اصل په يو ډول توپير وکړی چی  د يو پاک شی په ډول وسی، استحالی ثابت سويدی، لکه نجس لرګی وسوځی او ايره سی، يا سپی د مالګی په کان ننوتلی او په مالګی بدل سويدی دغه ډول استحاله کيدل پاک دی. که د يو شی حقيقت توپير ونه کړی لکه نجس غنم چی  وړه سی استحاله نه ويل کيږی.

استرباح:ګټه غوښتل او ګټه وړل.

استعلام: د يو شی پوښتنه کول، اطلاع غوښتل.

استفتاء: د فتوا غوښتنه کول او د مجتهد نظر نيول د يو شرعی مسئلی د حکم په باره کی.

استطاعت: د لار – مال او بدن په خاطر د حج واجب عمل پر ځای کول توان او قدرت درلودل.

استمناء: مُوټ وهل، د ځانه سره يو عمل کول چی  د منی د راوتل سبب کيږی.

د حق استيفاء: حق په لاس راوړل.

استيلاء: تر لاس لاندی کول: د لاس عمل، کاميابيدل، کاميابی، بريالی.

اشکال لری: يعنی د لازم احتياط خلاف دی.

د دين ارکان د دين اصول: يعنی توحيد، نبوت او آخرت.

د مذهب اصول: يعنی امامت او عدالت.

اضطرار: ناچار، مجبور.

اظهر: معلوم داره، روښانه، فتوا دی، مقلد بايد په هغه عمل وکړی.

اعدل: ډير عادل، تر نورو عادل.

د وطن څخه اعراض (مخ ګرځول): د انسان تصميم پر مخ ګرځول د وطنه څخه او دايمی پريښول د هغه.

اعلان: پوه کول، خبر ورکول.

اعلم: ډير عالم، تر نورو عالم.

افضاء: خلاصيدل، د حيض او بولی لاری يو کيدل.

افطار: روژه مات، د روژی خلاصول.

معروف اقامه (ادا کول): د يو سنت پر ځای کول چی  په شرعی نظر او عقيده معتبر پيژندل سويدی.

اقرب دغه دی: فتوا دغه دی (مګر هغه چی  د کلام په پسی کی بل ډول خبره وسی چی  فتوا نه وی).

اقوی دغه دی: قوی نظر پر دغه دی: واضح او روښانه فتوا دی بايد په هغه عمل وسی.

د ضرورت په برطرفيدل قناعت وکړی: د توان او قدرت په اندازه قناعت وکړی او اضافه تر هغه ونه کړی.

د امالی اسباب: د تنقيه [1] وسيلی.

الزام کول: مجبورول، په زور يو کار کول.

امام: رهبر، لارښود.

د جماعت امام : هغه څوک چی  په لمانځه کی خلګ په هغه اقتدا کوی.

امرار معاش: د ژوندانه ګذران او تيرول.

دستور په مشروع او روا کارو ( امر به معروف): د خلګو لارښوونه په هغه احکام او سنت چی  د شرع په نظر قبول دی.

امساک: نکول، د ځان ساتل او مخ نيوی د يو کار د کول د پاره.

محترمه مالونه (اموال محترمه): هغه مالونه چی  د اسلامی دستوراتو پر اساس د احترام درلودنکی دی او نور نسی کولای په هغه تصرف او ګټه واخلی.

حسبيه کارونه (امور حسبيه): هغه کارونه چی  د دين پر اساس نبايد پر مځکه پريښول سی، د دغو کارو څخه يو د يتيمانو د مالو ساتنه او پاملرنه د يو عادل مجتهد په مديريت يا دهغه د نماينده په واسطه کيږی.

ذکور او اناث: نارينه او ښځی.

انتقال: ځای په ځای (بدليدل): د يو نجس شی ځای په خای کيدل په ډول چی  نور لومړی شی حساب نسی  لکه د انسان د وينی انتقال په غوماشه.

انزال: د منی راوتل.

اربعه اوداج:د حيواناتو څلورګونی د وينی شاهرګونه.

اورع: ډير پرهيزکار؛ ډير ځان ساتل د بدوکارو څخه.

اولی: ډير مستحق، ډير ښه.

ايقاع: يو ډول قول او قرار چی  يو طرفه وسی او احتياج د بل طرف په منل او قبولی ونلری لکه طلاق چی  په شرعی ټوګه د زوجی (ماندينی) په قبولی او منل احتياج نلری.

د کتاب اهل: يهودی، مسيحی او زردشتی چی  د هغو پيغمبرانو پيروان وه چی  د آسمانی کتاب خاوند وه.

بالغ: رسيدل، څوک چی  د بلوغ په عمر رسيدلی وی.

د اوداسه پرځای (بدل د اوداسه): د مثال په ټوګه په هغه ځای چی  اوبه نه وی د مکلف[2] وظيفه تيمم دی او دغه تيمم د اوداسه ځای به ونيسی.

د غسل پرځای (بدل د غسل): د مثال په ټوګه په هغه ځای چی  اوبه نه وی د مکلف وظيفه تيمم دی او دغه تيمم د غسل ځای به ونيسی.

بدعت: نوی شی راوړل؛ په الهی احکام کی شخصی په خپل طبيعت اعمال.

برات: مخصوص ورقی دی چی  پورور کسان خپل پور په خاطر هغه لاسليک کوی او د تجارو په منځ کی يو تجاری معتبر سند دی.

برائت ذمه: د شک په ځايوکی؛ تکليف لرونکی بايد عمل په هغه ډول پر ځای کړی چی  يقين پيدا کړی خپل تکليف ئی پر ځای کړيدی.

بسط: پراختيا؛ تفسير کول، پراختيا ورکول.

ليری دی (بعيد دی): د فکر او ذهن څخه ليری دی؛ فتوا پر هغه برابر او موافق نه دی.

ليری ندی (بعيد نه دی): فتوا دغه دی (مګر پر خلاف د هغه يو ډول خبره په کلام کی راسی)

کبيره بلاد: فوق العاده لوی ښارونه.

بلوغ: يو د هغه دری نښی پيدا کيدل په انسان کی چی  د بالغ کيدل سبب کيږی؛ د تکليف په عمر رسيدل.

بيع مثل په مثل: دهم جنس دوو شيانو رانيول او خرڅول د بدليدل په ډول، لکه غنم د غنم.

په متعارف نحو: په معمول ډول.

بهيمه: حيوانان، چارپايان.

تبعيت: پيروی کول؛ د نجس شی پاک کيدل د بل نجس شی د پاکيدل په تبع (پيروی) لکه د هغه ظرف پاکی چی  انګور په هغه کی ايشيدلی دی، پسله هغه چی  د انګور اوبه دری برخی څخه دوی برخی بخار سوی وی.

تجافی: نيم خيز کښينستل؛ مأموم چی  د جماعت د لمانځه په لومړی رکعت کی ونه رسيږی د امام د تشهد ويل په وخت کی په نيم خيز (نه ولاړ نه ناست) حالت کښينی.

تحت الحنک: د څنی لاندی، هغه برخه د لنګوټی چی  د څنی لاندی ځړول کيږی.

د نزول او ربا تخلص: خلاصيدل د ربا خوری څخه.

تخلی: خالی کول، بولی او غائط کول.

تخميس: د مال خمس را ايستل، د مال خمس ورکول.

تذکيه سوی: حلال سوی: هغه حيوان چی  د شرعی اصول په مراعت سره ذبح (سرئی پری) يا شکار سوی وی.

ترّوی: فکر کول، د لمانځه په افعالو (کارو) کی فکر کول د هغه لمانځه دکيفيت ( څرنګه توب) د پيدا کول د پاره چی  ويل سويدی.

اربعه تسبيحات: سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله و الله اکبر.

د حضرت زهرا (س) تسبيح: څلور ديرش مرتبی الله اکبر، درديرش مرتبی الحمد لله، درديرش مرتبی سبحان الله ويل.

تستّر: ځان پوښول، پټول.

تسميه: د خدای نوم وړل، د خدای نوم په ژبه ويل.

تشريح: د مړی انسان يا حيوان بدن څيری کول د طبی اطلاعاتو د پاره.

تصديق: قبولول، تأييدول.

تطهير: پاک کول.

تعدی: ترحد ډير، ظلم کول، لاس غزول.

تعقيب: پسی کول، پسله لمانځه په قرآن او دعا ويل ځان مشغولول.

د عيب لرونکی او صحيح قيمت توپير: يو مقدار اختلاف چی  د جوړ او ناجوړ جنس په منځ کی د قيمت په خاطر سته.

تفريط: لنډ راتلل، ټنبلی کول.

تقاص: د مديون (پورور) مال د خپل د پور غوښتنی په خاطر اخيستل.

تقليد: د مجتهد په فتوا پيروی کول او عمل کول د هغه په دستور.

تکبيرة الاحرام: د لمانځه د شروع په قصد الله اکبر ويل.

تلف کيدل: د منځه تلل.

تلقيح: د نارينه سپرم او د ښځی داوول ترکيب يعنی يو ځای کيدل.

تمکن: دارائی، مالی قدرت.

تملک په ضمان: د ضامن په واسطه خاوند کيدل، انسان د پور مال خاوند کيږی د ضمانت په شرط چی  هغه بيرته ورکړی.

د سفتی تنزيل: د سفتی خرڅول د هغه د  اعتباره څخه په لږ قيمت.

تيمم: په هغه ځايو چی  اوبه نه وی د اوداسه او غسل پر ځای، په اوه مورده بايد تيمم وسی.

د مړی د غسل په بدل تيمم: په هغه ځای کی چی  د مړی غسل ورکول ممکن نه وی او يا اوبه د غسل د پاره نه وی تيمم د غسل ځای نيسی.

د جبيری تيمم: د هغه څوک تيمم چی  د تيمم پر غړی ئی ملحم يا پوښل سوی وی.

توريه: يو ډول خبری کول دی چی  په هغه کی نه درواغ ويل کيږی نه رښتيا، دغه طريقه يو ډول پټول دی چی  د درواغ د خلاصيدل په خاطر په کار نيول کيږی. لکه چی  يو څوک د بل د کور په دروازه مراجعه کوی او د کور خاوند غواړی، يو نفر د کور د کسانو څخه د کور مشر ژغ کول ښه نه بولی د دروازی د شا څخه وائی: دلته نسته، حال دچی  اصلی مقصد د هغه دا دی چی  هغه د دروازی په شاکی نسته.

توکيل: نماينده کول، وکيل قرار ورکول.

تهمت: درواغ د بل چا په باره ويل، ناجايز او حرام نسبت ورکول.

ثلثان: د دری برخی څخه دوی برخی، بخار کيدل د دری برخی څخه دوی برخی د ايشيدلی انګور اوبه چی  د هغه د پاکی سبب دی.

ثمن: د جنس قيمت.

جاعل: هغه څوک چی  د جعالی قرارداد وتړی.

جاهل په مسئله: ناپوه په مسئله، هغه څوک چی  خپل شرعی مسئله نه پوهيږی.

قاصر جاهل: هغه جاهل چی  د عذر په خاطر شرعی حکم نه پوهيږی.

مقصر جاهل: هغه جاهل چی  د مسئلو د زده کول امکان درلود ليکن په قصده د هغه په زده کول تنبلی کړيدی.

جبيره: ملحم، ټوکر او يو پوښښی شی چی  ټپ يا د مات ځای په هغه تړی.

جرح، جروح: ټپی، زخمی.

جنب: هغه څوک چی  محتلم سوی يا د بل سره جماع  کړيدی.

جعاله: هغه قرارداد چی  په هغه کی يو څوک اعلان کوی هر څوک د هغه د پاره ټاکل سوی کار وکړی او يو معلوم معاش هغه ته ورکول کيږی. مثلاً هر څوک زما ورک سوی پيدا کړی زر تومنه وهغه ته زيری ورکوم. هغه څوک چی  دغه قرار ايږدی (جاعل) او عمل کوونکی په هغه (عامل) ويل کيږی.

جلّال: هغه حيوان چی  عادت کړيدی فقط د انسان نجاست وخوری.

جماع: نژدی توب، جنسی نژدی توب.

جهر: لوړ ږغ، په لوړ ږغ قرائت کول.

حائض: ښځه چی  د مياشتنی په عادت کی وی.

د شرع حاکم: مجتهد چی  د شرعی اصول پر اساس د فتوا لرونکی دی.

حج: د خدای د کور زيارت او په هغه مربوط اعمال کول، چی  په هغه اعمال (د حج مناسک) ويل کيږی.

نيابتی حج: د خدای د کور زيارت په نيابت د بل چا د پاره او د هغه مناسک پر ځای کول.

اصغر حدث: هر عيب چی  د اوداسه سبب سی هغه شپږ شيان دی.1 – بولی، 2- غايط، 3- د نس باد، 4- کامل خوب، 5- د عقل بل ډول کوونکی کارونه، 6- استحاضه.

اکبر حدث: هر کار چی  سبب دلمانځه د پاره غسل سی لکه احتلام او جماع.

د ترخص حد: د هغه مسافت (فاصلی) په حدکی چی  د مؤذن (آذان ورکونکی) ږغ او د هستوګنی د ځای ديوال معلوم نه سی.

حرام: ممنوع، هر عمل چی  په شرعی نظر د هغه پريښول لازم وی.

حرج: بدبختی، سختی، زحمت.

حصه: سهم (برخه).

حضر: (هستوګنی) ځای، وطن.

حنوط: د کافور موږل د مړی پر غړو باندی لکه تندی، د لاسو ارغوی، زنګون او د پښی په دواړو لويو ګوتو.

حواله: د پور غوښتونکی ليږل و دريم نفرته د خپل پور د اخيستل د پاره پدی ډول چی  خپل پورئی ادا کړی او بل څوک په هغه پورور سی.

حيض: قاعدګی (د وينی ليدل)، د ښځو مياشتنی عادت.

د شک د عروض (راتلل) وخت: د شک منځ ته راتلل او پيدا کيدل وخت.

خارق العاده (فوق العاده): طبعی نه وی.

د قوته (قوی)څخه خالی ندی:معتبردی،فتوا دغه دی(مګردکلام په پسی بل ډول خبره وسی چی  بله معنی وليدل سی).

د وجه (دليل) څخه خالی ندی: فتوا دغه دی (مګر د کلام په پسی بل ډول خبره وسی چی  بله معنی وليدل سی).

خبره: په کار پوه، پوه.

خبيث: پليد، ناپاک، بد اخلاق.

خسارت: زيان، ضرر، تاوان.

خصوصيات: ويژګی ها( اخلاق – حرکت – خوی – اعمال او نور).

خمس:(يو پنځم)يعنی شل فی صده دکال سپمااو نور چی  بايدوجامع الشرايط مجتهد او د تقليد مرجع ته ورکړل سی.

خوارج: هغه کسان چی  د معصوم امام (ع) په مقابل کی د اسلحی سره ښورښ وکړی لکه د نهروان خوارج.

خوف: بيره – واهمه – هراس.

خيار: د معاملی د سکوليدل (هيڅ کول) اجازه چی  په يوولس ځايوکی د معاملی دواړه خوا يا يو د هغو کولای سی معامله وسکولوی (هيڅ کړی).

دائمه: هغه ښځه چی  د دائم نکاح پواسطه د نارينه په همسری ورسی.

دُبر: شا، مقعد.

دعوی: عدالت غوښتل، شکايت کول.

دفاع: د دښمن ليری کول، دريدل او مقابله کول د دښمن په مقابل کی.

ديه: هغه مال چی  د شرعی احکامو پر اساس د مسلمان د وينی يا بدنی عيب په تاوان و هغه ته ورکول کيږی.

شرعی ذبح: د حلال غوښو حيواناتو وژل د شرعی دستوراتو په رعايت سره.

ذمّه: وعده کول د يو شی په ورکول يا يو عمل پر ځای کول.

ذمّی: د کتاب خاوند کافران لکه يهود او نصاری د اسلامی ټولنيز قوانين رعايت په نسبت د خپل د تعهد په مقابل د اسلامی حکومت د امنيت او ملاتړ څخه ګټه اخيستلای سی او د مسلمانانو په هيوادکی ژوند کولای سی.

ربا: ډير، اضافه ، ډير او اضافه مال په لاس راوړل پر سرمايي چی  په رساله کی بيان سوی دی.

قرضی رباء: ډيرئی چی  ورکول د هغه د پور په وخت کی شرط سی.

ربح سنه: د انسان د ټول کال ګټه.

رجوع: بيرته راګرځيدل – مراجعه کول، راوګرځيد.

رضاعی: هم شيدی، هلک او نجلی چی  د يوی ښځی څخه شيدی خوړلی وی په هغه شرايط چی  په رساله کی بيان سويدی يو دبل سره رضاعی ورور او خور کيږی او ابدی محرم دی.

د ضرورت رفع: د ناچاری او مجبوری حالت خلاصيدل او پای ته رسيدل.

رکن، ارکان: پائی، ډير اساس برخه د هر عبادت.

رکوع: کوږيدل، يو د لمانځه د ارکانو چی  د هغه د پر ځای کول د پاره لمونځ کوونکی شخص د خدای (جل جلاله) د لويوالی په مقابل داسی کږيږی چی  لاسونه ئی زنګون ته رسيږی.

رهن: ګرو، ګروکول.

ريبه: د شهوت د تحريک (ښورول) امکان.

زائد پر مؤونه: اضافه پر خرڅ، ډير پر مربوطه خرڅ.

زکات: د انسان د مخصوص مالو څخه ټاکل سوی مقدار پدی شرط چی  ټاکل سوی حدته ورسيږی بايد په خپل معلوم سوی ځايوکی مصرف سی، دغه مالونه مخصوص په نه (9) ځای دی، يعنی نه (9) ډول مالونه زکات لری.

د فطری زکات: په مقدار سره د 3 کيلو ګرام غنم. وربشی، جواری او نور يا قيمت د هغه چی  بايد د فطر (روژی)په اختر و فقيرانو اوبی وزلوته ورکړی او يا د زکات په نورو مصرفو خرڅ کړی.

د غيبت کبری زمان: لکه زموږ زمان، چی  دوولسم امام (ع) غايب سويدی او د غيبت په دوران کی دی.

زينت: زيور، سينګار.

شمسی کال: هغه کال چی  دوولس مياشتی لری د فروردين (حمل) څخه شروع او په اسفند (حوت) پای ته رسيږی.

قمری کال: هغه کال چی  دوولس مياشتی لری د محرم څخه شروع او په ذی الحجة پای ته رسيږی.

سجده، سجود: پر مځکه ايښول (لګول) د تندی، د لاسو ارغوی، د زنګون سر او د پښو دوه لوی ګوتی د خدای (جل جلاله) د حمد او ثنا د پاره.

د سهو (خطا) سجده: هغه سجده چی  لمونځ کوونکی چی  په سهوه خطا کړی وی، چی  په رساله کی بيان سويدی.

د شکر سجده: تندی پر مځکه ايښول د خدای (جل جلاله) د نعمتو د حمد او شکر په خاطر.

د قرآن واجب سجدی: کله چی  انسان يو د دغو آياتو څخه ټول ئی ولولی يا غوږ ونيسی بايد سمدستی سجده وکړی.

1- 21 جزء ، د سجدی سوره، 15 آيه.

2- 24 جزء ، د فصلت سوره، 37 آيه.

3- 27 جزء ، د نجم سوره، آخره آيه.

4- 30 جزء ، د علق سوره، آخره آيه.

د قرآن مستحب (ثوابی) سجدی: کله چی  انسان يو د دغو آياتو څخه ټول ئی ولولی يا واوری مستحب دی چی  سمدستی سجده وکړی.

1- 9 جزء، د اعراف سوره، آخر آيه.

2- 13 جزء، د رعد سوره، 15 آيه.

3- 14 جزء، د نحل سوره، 49 آيه.

4- 15 جزء، د اسرا سوره، 107 آيه.

5- 16 جزء، د مريم سوره، 58 آيه.

6- 17 جزء، د حج سوره، 18 آيه.

7- 17 جزء، د حج سوره، 77 آيه.

8- 19 جزء، د فرقان سوره، 60 آيه.

9- 19 جزء، د نمل سوره، 25 آيه.

10- 23 جزء، د ص سوره، 24 آيه.

11- 30 جزء، د انشقاق سوره، 21 آيه.

سرګين: د حيواناتو مدفوع، غايط.

سفيه: بی عقل، هغه څوک چی  د خپل مال د ساتل قدرت نلری او خپل سرمايه او دارائی په بي ګټوکارو مصرفوی.

سقط سوی: لويدل، نارس يا مړی اولاد چی  د رحم څخه راوتلی وی.

سلف: هغه معامله چی  يو جنس موجود وی د مخه رانيول سوی وی.

سؤر: نيم خوړلی اوبه يا ډوډی.

شاخص: لرګی يا يوه وسيله چی  د غرمی د وخت ټاکل د پاره پر مځکه دروی.

شارع: د اسلامی شريعت بنسټ ايښودنکی، خدای، پيغمبر.

شاهد: تصديق. قبول.

د ذمی شرايط: هغه شرايط چی  که د کتاب اهل (يهود او نصاری) د مسلمانانو په هيواد کی په هغه عمل وکړی پخپله دوی او مال د دوی د اسلامی حکومت تر ساتنی لاندی دی.

شهادت: شاهدی ورکول.

شهادتين: د الله (جل جلاله) په يووالی او رسول الله (ص) په رسالت شهادت.

شيوع: د يو شی خپريدل د خلګو په منخ کی، عمومی کيدل، ټوله کيدل.

شهرت: مشهور کيدل، ښکاره کيدل د ټولو د پاره.

کامل، تکميل شيدی: منظور ټول شرايط دی چی  پر ځای سی چی  په رساله کی ويل سويدی او د محرم کيدل سبب دی.

صاع: يوه پيمانه ده چی  حدوداً 3 کيلو ګرام ځای لری.

صحّاف: د کتاب ګندل، د کتاب جوړونکی.

صحت: صحيح، درست.

صراط: منظور د قيامت د ورځی د صراط پل دی.

صرف برات (د برات خرڅول): په هغه ځايوکی چی  برات د اوږ د مدت په ډول تنظيم سوی وی پور غوښتونکی کولای سی ژر تر ټاکلی مدت د پوروری څخه وغواړی چی  د براته څخه يو مقدار لږ کړی او نقدی پيسی واخلی، دغه عمل په تجارت کی (صرف) برات نوميږی.

صغيره: هغه نجلی چی  د بلوغ و عمرته نوی رسيدلی.

صلح: د دواړو خوا پخلا کيدل: دغه چی  څوک خپل مال يا حق د پخلا د پاره بل څوک ته پريږدی.

صيغه: د هغه کلماتو ويل چی  عقد (نکاح) د هغه په واسطه حقيقت پيدا کوی.

ضامن: منونکی، وعده ورکوونکی( تعهد ورکونکی).

ضرورت: وجوب ، واجب، لازم، حتمی.

د دين ضروری: هغه شی چی   بيله شک د دين برخه وی لکه د روژی او لمونځ وجوب.

مفرط ضعف: ډير ضعيف.

طلاق: د ميړه او ماندينه جلا کيدل. د ميړه او ماندينه د تړون پری کيدل.

د بائن طلاق: هغه طلاق دی چی  پسله هغه ميړه حق د رجوع و خپل همسرته نه لری.

د خلع طلاق: هغه طلاق دی چی  ماندينه ونه غواړی د خپل ميړه سره ژوند وکړی ليکن ميړه هغی طلاق نه ورکوی ماندينه خپل مهر يا مال و ميړه ته بخښی ترڅو چی  هغه وطلاق ته راضی کړی.

د رجعی طلاق: هغه طلاق ته ويل کيږی چی  د ماندينه د عده په وخت کی ميړه کولای سی وهغی ته رجوع وکړی.

د مبارات طلاق: يو ډول طلاق دی چی  ميړه او ماندينه يو د بل د نفرت په نتيجه نه غواړی يو د بل سره ژوند وکړی او ماندينه خپل يو مقدار مال و ميړه ته وبخښی.

طواف نساء: د حج او مفردی عمری آخری طواف دی چی  نه کول د هغه د طواف کوونکی د پاره د خپل همسر سره د همبستری (جماع) حرام کيدل د هميشه د پاره سبب کيږی.

طوق: هغه شی چی  په غاړه وزړوی، د غاړی اميل.

طهارت: پاکی، يو معنوی حالت چی  د غسل، تيمم، اوداسه په خاطر حاصليږی.

ظاهری طهارت: يو شی چی  د مقدس شرع په نظر او اساس پاک وی که څه هم نجس وی لکه چی  يو څوک د يو مسلمان په کور کی داخل سی کله چی  د کور خاوند ديو شی د نجاست بيان ونه کړی د هغه کور ټول شيان پاک دی.

ظاهر دغه دی: فتوا دغه دی، مګر دا چی  په کلام کی بل ډول خبره د بل مقصد د پاره وی.

شرعی غرمه: د غرمی د آذان وخت چی  د شاخص سيوری د منځه ځی يا په ډير لږ اندازی ته رسيږی او په مختلفو فصلو او ډول ډول افقو (شرعی وخت) ساعت ئی توپير کوی.

عاجز: بی توان، بی وزله.

مياشتنی عادت: حيض، قاعدګی.

عدديه او وقتيه عادت: هغی ښځی چی  د مياشتنی عادت ئی معلوم وخت او ټاکلی زمان لری، د دوی عادت (وقتيه او عدديه) ده.

عادل: هغه څوک چی  درلونکی د عدالت د ملکی دی.

عاريه: خپل مال ورکول بل چاته موت او لږ وخت ګټه اخيستل د پاره د هغه څخه.

عاصی: سرکښ ګناهکونکی. هغه څوک چی  د الهی احکامو په مقابل کی نافرمان دی.

عامل: عمل کوونکی:1- هغه څوک چی  د جعالی په قرارداد عمل کوی؛ 2- هغه څوک چی  د زکات په مربوط کارو، ويش، په حسابو رسيدل او ټولول مسؤل دی؛ 3- اجير.

عايدات: پيدا کول، ګټه.

عَدول: عادل کسان.

شرعی عذر: منل سوی دليل، په شرعی ډول منل سوی دليل.

عرف: د خلګو عمومی فرهنګ، رسم او رواج.

د حرام د جُنُب خولی: هغه خولی چی  پسله حرام جماع يا استمناء د بدن څخه راوځی.

عزل: ايسته کول؛ - د رحم د باندی انزال کيدل د ښځی د حاملی [3] کيدل د مخ نيوی د پاره؛ 2- د خپل مامور يا وکيل ايسته کول د کاره څخه لکه د شرع د حاکم په واسطه د خائن متولی يا وصی ايسته کول، برطرفول.

عسرت: سختی، مسکينی.

عقد: غوټه؛ د ميړه او ماندينی تړون، وصل کيدل.

د بيع عقد: د رانيول او خرڅول قرارداد.

دائم عقد: عمری او دائمی ازدواج.

بيله دائم عقد: موقت (ټاکلی، لږ وخت) ازدواج.

عقود: دوه طرفه قراردادونه لکه رانيول او خرڅول، ازدواج، مصالحه (صلح کول).

عمال: کارکوونکی.

عمداً: په قصد؛ يو کار په پوه او هوښياری کول.

عمره: د خدای د کور زيارت او د کعبی د مخصوصو اعمالو پر ځای کول چی  تقريباً د حج په ډول دی او هغه پر دوه ډوله دی. د تمتع عمری چی  تمتع د حج د مخه پر ځای کيږی، او د مفردی عمره چی  د افراد او قران حج څخه وروسته يا بيله حج پر ځای کيږی.

عمل په احتياط: مکلف خپل تکليف په هغه ډول وکړی چی  يقين پيدا کړی خپل شرعی تکليف پر ځای کړيدی. د احتياط ډول په فقهی کتابوکی بيان سويدی.

عنين: هغه نارينه چی  د جنسی جماع توان او قدرت ونه لری.

عورت: هغه چی  انسان د هغه د ښکاره کول څخه حيا کوی، د نسل د توليد آلت، د نارينه او ښځی د جماع آلت.

عهد: تړون؛ د خدای (جل جلاله) په مقابل کی د انسان عهد د ښه کار د پاره يا د بد کار پريښول چی  په مخصوص صيغه ادا کيږی.

د فطر اختر(کوچنی اختر): د شوال د مياشتی لومړنی ورځ چی  يو د دوو لويو اسلامی اخترو څخه دی.

د قربان اختر(لوی اختر): لسمه ورځ د ذی الحجّی د مياشتی چی  يو د دوو لويو اسلامی اخترو څخه دی.

غايط: مدفوع.

عقلائی غرض (هوښياری): هغه هدف چی  د پوهانو په نظر ښه او منل سوی وی.

غساله: هغه اوبه چی  د يو شی د پريمنځل وروسته پخپله يا په زور د هغه څخه څاڅکی.

غسل: پريمنځل، پريولل، د بدن پريولل په يو مخصوص کيفيت چی  پر دوه ډوله دی: 1- ترتيبی، 2- ارتماسی.

واجب غسل: هغه غسل چی  کول ئی لازم او واجب دی او د هغه ډولونه عبارت دی د: 1- د جنابت غسل، 2- د حيض غسل، 3- د نفاس غسل، 4- د استحاضی غسل، 5- د ميت د مس غسل، 6- د ميت غسل.

مستحب غسل: هغه غسل چی  د خاصو ورځو او شپو په مناسبت يا د مخصوص زيارتو او عبادتو د پاره روا دی لکه د جمعی غسل يا د زيارت غسل او نور.

ارتماسی غسل: د غسل په نيت په يوه پلا به اوبو لمبيدل.

ترتيبی غسل: د غسل په نيت، لومړی سر او غاړه، پسله هغه راسته خوا او وروسته چپه خوا پريولل.

د جبيری غسل: هغه غسل چی  دبدن پرغړودجبيری په درلودل سره کيږی اولازم دی چی  بايددترتيبی غسل په ډول وی.

غُلات: غلو؛ يوه ډله مسلمانان دی چی  د حضرت علی (ع) په باره کی غلو کوی يعنی (حضرت علی (ع) خدای بولی).

فتوا: په شرعيه مسائل کی د مجتهد رأی.

فجر: د سهار لومړنی روښنائی.

لومړی او دوهم فجر: د سهار د آذان په نژدی سره د شرق له خوا يوه روښنائی مخ په لوړ حرکت کوی چی  هغه ته لومړی فجر وائی. کله چی  هغه روښنائی پراختيا وکړ دوهم فجر، او لومړی وخت د سهار لمونځ دی.

صادق فجر: منظور دوهم فجر دی.

کاذب فجر: منظور لومړی فجر دی.

فَرْج: د انسان عورت (نارينه او ښځه؛ قُبُل (دمخه) او دُبُر (شا) ).

فرض: لازم امر، دستور؛ هغه کار چی  ادا کول ئی واجب دی.

فضله: د حيواناتو مدفوع.

فطر: د شوال د مياشتی لومړنی ورځ او يو د دوو اسلامی لويو اختر و څخه دی.

فطريه: د فطری زکات.

فقاع: د وربشی اوبه.

فقير: محتاج؛ هغه څوک چی  د ځان او خپل کورنی د کال د خرڅ د پاره محتاج دی او شی هم نلری چی  په ورځنی ډول د خپل د ژوندانه د خرڅ توان او قدرت ولری.

فی سبيل الله: د خير کار کول د خدای پر لار چی  ګټه ئی و ټولو مسلمانانو ته ورسيږی لکه د مسجد، پل، سړک او نور شيان جورړل.

قُبُل: د مخه (د انسان جنسی آلت) د انسان د جماع آلت.

قتل: وژل.

د محترمی نفس وژل: يو څوک وژل چی  وينی ئی په شرعی نظر محترم دی او نه بايد ووژل سی.

قرائت: ويل؛ د الحمد او سوری ويل په ورځنی لمونځوکی.

قروح: ټناکی خيرن ټپونه.

قريب: نژدی په رښتيا او حقيقت.

قرينه: نښه؛ نښانی، هم ډول.

قَسم: قَسم، د خدای (جل جلاله) د نومانو په يو نوم قسم د ښه کار کول يا د بدکار پريښول د پاره.

قصاص: د مجرم جزا، يو ډول جزا ورکول دی د هغه جنايت او جرم په ډول چی  سويدی، لکه چی  يو څوک بل نفر په قصد ووژنی هغه به ووژنی.

د اقامی نيت: د مسافر نيت په پاتيدل د لسو ورځو يا ډير په يو ځای کی.

د انشاء قصد: د يو اعتباری (مالی) کار کول تصميم لکه رانيول او خرڅول او نور، ورسره په ادا کول د مربوطه کليماتو.

د وجهی قصد(تعريف او عنوان کول): په هغه ځای کی چی  مکلف د واجب يا مستحب صفت په ساتنه عمل پر ځای کړی، يعنی ووائی دغه واجب عمل او يا دغه مستحب عمل کوم.

د رجاء قصد: (اميد درلودل): په هغه ځای کی دی چی  مکلف يو عمل په ګمان د دی چی  په خدای نژدی کيږی پر ځای کوی.

د مطلق قربت قصد (دخدای په نيت او قصد): لکه چی  مکلف پوهيږی دغه عمل د خدای د رضايت او قرب (نژدی) د پاره دی ليکن نه پوهيږی چی  د هغه عنوان څه دی، لکه چی  پوهيږی ويل د دی جملی په لمانځه کی ښه دی ليکن نه پوهيږی چی  خاص ثواب لری يا په مطلق عنوان دعا او يا ذکر وويل سی.

د قربت قصد: يعنی يو کار د خدای د پاره کول.

قضا: د يو عمل پر ځای کول چی  په خپل خاص وخت کی ندی سوی پسله هغه وخت، قضاوت کول.

قنوت: اطاعت؛ بندګی د خدای په مقابل کی؛ د لمانځه په دوهم رکعت کی پسله قرائت د دوی سوری لاسونه و مخ ته نيول او د دعا ذکر ويل.

قوی: ټينګ (يعنی فتوا).

قيام: ولاړيدل، د لمانځه ادا کول.

د رکوع په متصل قيام: درکوع په نيت د ولاړ د حالته څخه کوږيدل او د لمانځه رکن دی.

قی: استفراغ؛ د خولی د لاری څخه بيرته راګرځول.

قيم: سرپرست (د اختيار خاوند)، هغه څوک چی  د شرع د حاکم د حکم يا وصيت پر اساس د يتيم او نورو کارو مسؤول او د اختيار خاوند کيږی.

کافر: هغه څوک چی  په توحيد يا نبوت يا دواړه د هغو عقيده نلری، يعنی:

1 – هغه څوک چی  د خدای دوجود منکر دی.

2 – هغه څوک چی  د خدای د پاره ملګری نيسی.

3 – هغه څوک چی  د اسلام د پيغمبر پيغمبری قبول نلری.

4 – هغه څوک چی  په پورته کارو شک لری.

5 – هغه څوک چی  د دين د ضرورت منکر دی او انکار د هغه د خدای او رسول (ص) په انکار پای ته رسيږی.

حربی کافر: هغه کافر چی  د مسلمانانو سره د جګړی په حال کی دی او يا د مسلمانانو په پناه (ساتنه) ندی.

ذمی کافر: د کتاب اهل چی  په اسلامی هيوادوکی د اهل ذمّه په مخصوص شرايط د اسلامی حکومت تر ساتنی لاندی ژوند کوی.

کثير الشک: هغه څوک چی  ډير په شک لويږی.

د خلاف کشف کيدل: د خطا ښکاره کيدل، معلوميدل د دی چی  يو عمل صحيح پر ځای سوی ندی.

کفاره: يو کار چی  انسان دخپل  ګناه  تاوان پر ځای کوی.

د جمع کفاره: دری ګونی کفاری (60 ورځی روژه نيول،60  فقير موړول او يوه بنده (غلام) آزاد ول.

کفالت: ضمانت، ضامن کيدل.

کفيل: ضامن.

کيفيت: څرنګه توب.

لازم: واجب، که مجتهد د يو کار د لازميدل دليل د آياتو او روايتو څخه پيدا کړی او وکولای سی هغه په شارع نسبت ورکړی، معمولاً په واجب ئی تعبير (معنی) کوی. او که د هغه لازميدل په بل ډول لکه د عقلی دليلو څخه ګټه وکړی پدی ډول چی  سند او ثابتيدل د هغه په شارع پيدا او آسان نه وی، معمولاً په لازم تعبير وی.

لازم الوفاء وی: بايد په هغه عمل وسی.

لغو: بی ګته، بی معنی.

لُقطه: پيدا سوی، هغه پيدا سوی مال چی  خاوند ئی معلوم نه وی.

د محل لزوجت:(سرښناکه او ښويدونکی ځای):ښوی ورسره په سرښناکه حالت چی  په يو ځای کی سته.

ماترک (ميراث): هغه څه چی  د مړی څخه پاته سوی وی.

مال الاجاره: هغه مال چی  اجاره کوونکی د اجاری د پاره ورکړی.

مال المصالحه: هغه مال چی  د پخلا کيدل په خاطر ورکول کيږی.

شرعی ماليت (شرعی مال): هغه شيان چی  د مقدس شرع په نظر مال حسابل کيږی لکه ټول مشروع مالونه (چی  دستورات ئی د مقدس شرع په واسطه بيان سويدی).

عرفی ماليت (معمول مال): هغه شيان چی  د خلګو په عمومی نظر مال حسابل کيږی هر څو د اسلام د دين په نظر ماليت ونه لری لکه سرکوزی او شراب.

هلالی مياشت: د مياشتی ګرځيدل د مځکی پر شاوخوا، قمری مياشت چی  د محرم د مياشتی څخه شروع کيږی او د ذی الحجی په مياشت پای ته رسيږی او د شمسی مياشت په مقابل کی دی چی  د فروردين (حمل) د مياشتی شروع کيږی او د اسفند (حوت) په مياشت پای ته رسيږی.

مأموم: پيرو، څوک چی  په لمانځه کی د جماعت د امام پسی اقتدا وکړی.

مؤونه: خرڅ، مصرف.

مباح: هر کار چی  په شرعی ډول نه قبول سوی دی او نه ناقبول (د واجب، حرام، مستحب او مکروه په مقابل کی)

مبتدئه: ښځه چی  د لومړی پلا د پاره عادت (حيض) سی.

مبطلات: هغه کارونه چی  د عبادت باطل کوونکی وی.

متعه: هغه ښځه چی  په موقت نکاح د ميړه په همسری ورسی.

متنجس: هر شی چی  په اصل پاک وی او د يو نجس شی په واسطه چټل او ککړ سوی وی.

متولی: سرپرست (د يو کار مسؤل).

مثمن: قيمت ايښودل سوی، خرڅول سوی، اساس او شيان چی  د خرڅول د پاره پريښول سوی وی.

مجتهد: کوښښ کوونکی، هغه څوک چی  د الهی احکامو په پوهيدل په هغه درجه او رتبه رسيدلی دی او درلودنکی د مناسب علمی قدرت دی او کولای سی د اسلام احکام د کتاب او سنت لرويه تفسير او استنباط کړی.

جامع الشرايط مجتهد: هغه مجتهد چی  د تقليد د مرجعيت شرايط ولری.

طبيعی مجرا: د هر شی طبعی لار.

مجهول المالک: هغه مال چی  خاوندئی معلوم نه وی او په چا متعلق دی.

مجزی دی: بس دی د تکليف د منځه وړونکی دی.

محتضر: هغه څوک چی  د ځکندن په حال کی دی.

محتلم: هغه څوک چی  په خوب کی منی د هغه څه راوتلی وی.

محذور: مخ نيوی، ايسته سوی، هغه څه د هغه پرهيز سويدی.

محرّم (محرمات): هغه شی چی  حرام دی، لومړنی مياشت د قمری کال.

محْرم: هغه کسان چی  د هغو سره ازدواج په سبب د نسبی يا سببی يا شيدی خوړل ابدی حرام دی لکه: خور، مور، لور او د لور لور، نيکه ګان، عمه او د پلار او مور عمه، خاله او د پلار او مور خاله، د ماندينی  لور د بل ميړه، د ماندينی مور او د هغی مور، رضاعی خور او لور، د زوی ماندينه (ناوی)، د پلار ماندينه او لمسيان، کړوسيان.

مُحرم: هغه څوک چی  د عمری يا حج د احرام په حال کی وی.

محظور: ممنوع، منع سوی.

محفوظ: حفظ سوی، ساتل سوی.

د اشکال محل دی: اشکال لری، د احتياط واجب خلاف دی (مقلد کولای سی پدی مسئله کی و بل مجتهد ته مراجعه وکړی)

د تأمل (فکر کول) محل دی: بايداحتياط وسی، (مقلد کولای سی پدی مسئله کی و بل يو ته مراجعه وکړی)

مخير (اختيار لرونکی) دی: فتوا دی، مقلد بايد يو د دوو خوا او يا ډير تر هغه وټاکی.

د بولی او غايط مخرج: د بولی او غايط د راوتل طبعی لار.

مخمس: هغه مال چی  خمس ئی ورکړ سوی وی.

مدّ: يوه پيمانه چی  تقريباً لس سيره ځای لری (750 ګرام).

مدعی: غوښتونکی، يو څوک چی  د ځان د پاره يو حق په نظر کی لری.

مذی: لوندشی چی  پسله ملاعبی (دماندينی سره شوخی او بازی کول) د انسان څخه راوځی.

مرتد: هغه مسلمان چی  د خدای (جل جلاله) او رسول (صلي الله عليه و آله وسلم) يا د دين د ضرورياتو د يو حکم منکر سويدی چی  انکار ئی د خدای او رسول په انکار وګرځی.

فطری مرتد: هغه څوک چی  د مسلمان پلار او مور څخه پيدا سويدی او په خپله هم مسلمان وی او وروسته د دين څخه وتلی دی.

ملی مرتد: هغه څوک چی  د غير مسلمان پلار او مور څخه پيدا سويدی ليکن پخپله پسله کفر مسلمان سويدی او بيرته کافر سويدی.

مرجوح (شرعی مرجوح): هغه شی چی  شرعی کراهت لری.

مردار: هغه حيوان چی  پخپله مړ سوی وی او يا بيله لازم شرايط وژل سوی وی.

مزارعه: هغه قرارداد چی  دمځکی د خاوند او بزګر تر منځ تړل کيږی چی  پر اساس د هغه د مځکی مالک څو درصده د کرل سوی محصول خاوند کيږی.

مس: لاس وهل، لمس کول.

مساقات: اوبه ورکول، قرارداد د باغ د خاوند او باغوان چی  د هغه پر اساس باغوان د ونی د اوبه کول په مقابل کی د باغ د يو مقدار ميوی څخه ګټه اخيستلای سی.

مستحاضه: هغه ښځه چی  د استحاضی په حال کی وی.

مستحب: ښه، مطلوب، هغه شی چی  شرعاً مطلوب (ښه) وی ليکن واجب ندی، هر شرعی حکم چی  اطاعت د هغه ثواب لری او مخالفت د هغه عذاب نلری.

مستطيع: توان لرونکی، هغه څوک چی  د حج د سفر شرايط او امکانات ولری.

مستهلک: د منځه تللی، نابود سوی، نيست سوی.

مسح: لاس کښل پر شی، د لاسواو مخ د پريمنځل په پاته سوی اوبه،لاس کښل پر سر او د پښو پر مخ په اوداسه کی 

مسکين: بی وزله، پريشان، هغه څوک چی  تر فقير هم بدتره ژوند کوی.

مسکرات: مست کوونکی شيان.

مشقت: سختی، رنج، مشکلات.

مصالحه: صلح، پخلا

مصونيت: تاوان نه رسيدونکی.

مضطر: ناچار، مجبور، عاجز.

مضطربه: هغه ښځه چی  مياشتنی عادت ئی بی نظمه وی.

مضمضه: د اوبو څرخول او ګرځول په خوله کی.

مضيقه: تش لاس، د ژوند تيريدل په سختی.

مطهرات: پاک کوونکی شيان.

مظالم: هغه شيان چی  د انسان پر غاړه او پورور دی او خاوند د هغو ندی معلوم او يا لاس په هغه نه رسيږی لکه چی  يو څوک يقين لری د کوچنی والی په دوران کی بيله اجازی د يو چا مال ئی تصرف کړيدی او د تصرف په خاطر د هغه وخاوندته تاوان رسيدلی دی، اوس د دی د پاره چی  د خپل پور دخلاصی څخه يقين پيدا کړی، لازم دی يو مقدار د خپل ماله څخه د مال د خاوند له خوا د مظالم (حق ورکول) په عنوان د جامع الشرايط مجتهد په اجازه وفقيرته ورکړی.

غرری معامله (د يو نامعلوم مال رانيول او خرڅول): يوه معامله ده چی  د بيع (رانيول او خرڅول) د معاملی د مال صفت په کامل ډول معلوم نه وی لکه چی  يو څوک يو کور ئی چی  هيڅ ندی ليدلی او دهغه په خصوصيات ندی خبر خرڅ کړی يا رانيسی، او دغه ډول معامله بل کل باطل دی.

معرض: د عموم د پاره ښکاره کول، د ټولوپه ليدنی قرار ورکول.

معهود: پيژندل سوی، معلوم او معمول، هغه څه چی  په ضمنی ډول د قبول وړ وی.

مفطٍر: هغه شی چی  روژه په هغه ماتيږی.

مفلّس: هغه څوک چی  دارائی ئی د هغه تر پور لږ وی. او د شرع د حاکم له خوا د هغه د مال تصرف منع سويدی.

مقاربت: د ميړه او ماندينه د جماع عمل، جنسی عمل د نارينه او ښځه.

شرعيه مقررات: هغه څه چی  د خدای (جل جلاله) له خوا د شرعی تکليف په عنوان ټاکل سويدی.

مکروه: چی  ښه نه وی، نامطلوب، هغه څه چی  کول ئی حرام نه دی ليکن پريښول ئی ښه دی.

مکلف: هر انسان چی  بالغ او هوښيار وی او خپل د تکليف عمرته رسيدلی وی.

ملاعبه: بازی کول، عشق بازی کول.

مميز: يو ماشوم چی  ښه او بدته توپير ورکوی.

منذور له: هغه څوک چی  د هغه په ګټه نذر سويدی لکه امام عليه السلام.

منعزل: پخپله د کاره څه ايسته سوی او برکناره سوی وی.

شرعيه موازين: شرعی اندازی او قوانين.

موالات: پرله پسی، د يو کار کول پرله پسی.

موجر: اجاره ورکونکی،کور کرايه ورکول

د اشکال مورد دی: د احتياط خلاف دی، پدی ځای کولای سی وبل مجتهد ته مراجعه وکړی.

موقوف عليهم: هغه کسان چی  د هغو په ګټه وقف سويدی.

موقوفه: وقف سوی.

موکل: وکيل کوونکی.

منع کول: مخ ئی نيول، درول او معطلول.

ميت: مړی، د انسان بی روح جسد.

ناسيه: هغه ښځه چی  د خپل مياشتنی عادت وخت ئی هيرکړيده.

نافله: مستحبی يعنی ثوابی لمونځ.

د قبر نبش: د قبر سوری کول.

نصاب: معلوم حد، حد يا ټاکلی اندازه.

د زکات نصاب: يو معلوم حد چی  د زکات د واجب کارو د هر يو د پاره په نظر نيول سويدی.

په ريبه (حرام) کتل: په هغه ډول کتل چی  د شهوت د تحريک سبب سی. هغه ليدل چی  د فتنی سبب  سی.

نجس: ناپاکی، چټلی.

نفاس: هغه وينی چی  پسله زيږيدل د ښځی د رحم څخه راوځی.

نکاح: ازدواج کول، د ميړه او ماندينه يو ځائی.

د آيات لمونځ: دوه رکعته مخصوص لمونځ چی  د زلزلی او کسوف او خسوف په وختو واجب کيږی.

د احتياط لمونځ: لمونځ بيله سوره چی  د شک کړی رکعتو د ادا کول د پاره پر ځای کيږی.

د استسقاء لمونځ: هغه لمونځ چی  په مخصوص کيفيت د باران د غوښتنی او اوريدل د پاره پر ځای کيږی.

د جماعت لمونځ: واجب لمونځ چی  دوه نفره يا ډير په امامت د يو د هغو پر ځای کيږی (د جمعی په لمانځه کی اقلاً 5 نفره جماعت دی).

د جمعی لمونځ: دوه رکعته مخصوص لمونځ چی  د جمعی په غرمه، د غرمی د لمانځه پر ځای د جماعت په ډول پر ځای کيږی او تر 5 نفره لږ وی نه پر ځای کيږی.

د خوف (بيری) لمونځ: د انسان ورځنی لمونځ:د جګړی په حال کی او نور د بيری ځايونه چی  په مخصوص کيفيت او د مات په ډول پر ځای کيږی.

د شپی لمونځ: اته رکعته مستحبی لمونځ چی  د دوه  رکعتی څلور لمونځ په ډول د شپی د پای په دريمه برخه پر ځای کيږی.

د شفع لمونځ: دوه رکعته مستحبی لمونځ چی  د شپی د نافلو د اته رکعتو وروسته، او د وتر د لمانځه  د مخه پر ځای کيږی.

د طواف لمونځ: دوه رکعته مخصوص لمونځ چی  د عمری او حج په مراسم کی پسله طواف پر ځای کيږی.

د اختر لمونځ: دوه رکعته مخصوص لمونځ چی  د فطر او قربان د اختر په ورځ پر ځای کيږی.

د غفيلی لمونځ: دوه رکعته مخصوص لمونځ د ماښام د لمانځه وروسته تر هغه وخته پوری چی  د ماښام سوروالی د منځه تللی نه وی مستحب دی.

د قصر لمونځ: لنډ لمونځ ، څلور رکعتی لمونځونه چی  په سفر کی دوه رکعته پر ځای کيږی.

د قضا لمونځ: هغه لمونځ دی چی  د قضا سوی لمونځو پر ځای کيږی.

د مسافر لمونځ: لنډ لمونځ؛ څلور رکعتی لمونځونه چی  مسافر بايد په سفر کی دوی رکعتی پر ځای کړی.

مستحب لمونځ: هر لمونځ چی  پر ځای کول ئی ثواب لری ليکن واجب ندی.

د ميت (مړی) لمونځ: مخصوص لمونځ چی  د مسلمان پر جنازه بايد پر ځای سی.

واجب لمونځ: هغه لمونځ چی  پر ځای کول ئی پر هر مکلف لازم دی او د هغه ډولونه عبارت دی: 1- ورځنی لمونځونه،2 - د آيات لمونځ، 3- د ميت لمونځ، 4- د طواف لمونځ، 5- د پلار او مورد قضا لمونځ، 6- هغه لمونځ چی  انسان په نذر، وعده (عهد) او قسم پر ځان واجب کړيدی.

د وتر لمونځ: يو رکعت لمونځ چی  د شفع لمونځ وروسته پر ځای کيږی او د شپی د لمونځ آخری رکعت شميرل کيږی.

د وحشت لمونځ: دوه رکعته لمونځ چی  د مړی د قبر د لومړی شپی د پاره پر ځای کيږی.

د يو ميئ لمونځ : ورځنی لمونځ: واجب لمونځونه په هر شپه او ورځ چی  په مجموع ډول 17 رکعته دی  

ورځنی نوافل (نافلی): ورځنی مستحبی لمونځونه چی  په هر شپه او ورځ 34 رکعته او د جمعی په ورځ 38 رکعته دی.

نهی کول د منکر (ناروا کارونه): بل څوک منع کول د هر هغه عمل چی  د شارع په حکم ښه نه وی.

نيت: قصد؛ د دينی عمل کول په تصميم د خدای (جل جلاله) د تقرب (نژدی) په هدف.

واجب: هر کار چی  کول د هغه د شرع په نظر لازم او حتمی دی.

تعبدی واجب: (عبادات)، هغه واجب چی  پر ځای کول ئی د قربت قصد لازم دی.

تعيينی واجب: هغه واجب چی  معلوم داره واجب په هغه تعلق نيولی دی لکه لمونځ، روژه او حج.

توصلی واجب: هغه واجب چی  د قربت قصد لازم نه لری، لکه د پور ادا کول، د سلام ځواب ورکول او د بدن او کالی پريولل د لمانځه د پاره.

تخييری واجب: هغه کار چی  واجب د هغه او نور په منځ کی دوران لری لکه د روژی کفاره چی  د درو کارو په منځ کی

اختيار لری:1 - بنده آزاد کول،2 -  شپيته ورځی روژه نيول، 3- شپيته مسکين ته طعام ورکول.

عينی واجب: هغه واجب چی  که يو څوک پر ځای کړی پر نورو  نه واجب کيږی لکه د مړی غسل او نور کارونه ئی چی  پر ټولو واجب دی ليکن کله چی  څو نفره اقدام وکړی پر نورو نه واجب کيږی.

معلق واجب: هغه واجب چی  د وجوب زمان ئی اوس او د واجب زمان ئی وروسته يعنی وجوب ئی اوس دی ليکن واجب ئی بايد په يو معلوم شرايط پر ځای سی لکه د حج وجوب د استطاعت د شرايط د حقيقت وروسته يعنی هغه څوک چی  مستطيع سی حج پر هغه واجب دی ليکن بايد صبر وکړی تر څو چی  د حج مخصوص ورځی و رسيږی او هغه وخت عمل وکړی.

منجز واجب: هغه واجب دی چی  د واجب او وجوب زمان ئی يو دی، لکه روژه چی  په هغه وخت کی واجب کيږی او په هغه وخت هم بايد ونيول سی.

مطلق واجب: هغه واجب چی  په هر شرايط وجوب لری، لکه لمونځ.

مشروط واجب: هغه واجب چی  يواځی په يو خاص شرايط واجب کيږی، لکه حج چی  يواځی د استطاعت په شرط واجب کيږی.

موسع واجب: هغه واجب چی  د پر ځای کول وخت ئی پراخ او ډير دی لکه د غرمی او مازديګر لمونځ چی  د غرمی څخه تر مغربه پوری وخت لری.

مضيق واجب: هغه واجب دی چی  معلوم او محدود وخت لری، لکه روژه نيول د رمضان په مياشت کی.

وارث: هغه څوک چی  ميراث وړی.

واقف: وقف کوونکی.

وثيقه: امانت، ګروی.

وجه: مخ، دليل، عنوان.

ودی: هغه اوبه چی  کله د بولی د راوتل وروسته ليدل کيږی.

وديعه: امانت.

وذی: هغه اوبه چی  کله د منی د راوتل وروسته ليدل کيږی

وصل په سکون: د يوی کليمی آخر حرکت اچول او هغه بيله وقف په ورستنی کلمه مښلول.

وصی: هغه  څوک چی  د يو وصيت پر ځای کول مسؤل سی.

وصيت: سفارش، هغه توصيی چی  انسان د خپل مرګ وروسته کارو د پاره وبل ته کوی.

وضو (اودس): د مخ او لاسو پر يولل او د سر او پښی مسح کول دلمانځه پر ځای کول د پاره.

ارتماسی اودس: هغه اودس چی  انسان د هغه پر ځای چی  اوبه پر مخ او لاسو واچوی، مخ او لاسونه  په اوبو ننباسی او د ننوتل او راايستل په حال کی د اودس نيت کوی.

ترتيبی اودس: هغه اودس چی  انسان د اودس په نيت د اوبو په اچول پر خپل مخ او لاسو هغو پريمنځی.

جبيری اودس: هغه دی چی  د اودس پر ځای، جبيره وی.

وطن: هغه ځای چی  انسان دخپل دايمی ژوند او هستوګنی د پاره اختيار کړی.

وطی: تر پښو لاندی کول، منظور جنسی عمل دی.

وقف په حرکت: د آخری حرف د حرکت د ادا کول په وخت کی يوه کلمه د هغه په منځ او وروسته کلمه فاصله اچول.

وکيل: نماينده ؛ يو څوک چی  د بل څوک له خوا د يو کار د پر ځای کول اختيار ولری.

ولايت: سرپرست (مسؤل د يو کار)، د اختيار خاوند کيدل.

ولی (يا قيم): هغه څوک چی  د مقدس شرع په دستور د بل څوک سرپرست دی لکه پلار، نيکه او جامع الشرايط مجتهد.

هبه: بخښښ.

هدم: نړيدل، خراپيدل.

هديه: تحفه، سوغات.

يائسه: هغه ښځه چی  عمرئی په هغه مقدار رسيدلی ده چی  نور مياشتنی عادت نه کيږی.


[1] تنقيه يعنی اماله: يو عمل دی چی  مايع مواد د امالی په واسطه د انسان په نس کی د مقعد د لاری داخلوی چی  نس پاک سی.

[2] هغه څوک چی  پخپل شرعی تکليف رسيدلی وی.

[3] هغه ښځه چی  اميدواره کيږی او اولاد په نس کی لری.