صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

د ځوانانو احکام

اجتهاد او تقليد

انسان کولای سی د (اجتهاد) يا (تقليد) له رويه د دين په احکامو عمل وکړی.

اجتهاد: د دين د احکامو تفسير او ګټه اخيستل توان او قدرت درلودل د هغه د منابعو څخه مخصوصاً قرآن مجيد او د معصومينو (ع) د احاديثو څخه دی چی پسله زده کول د اسلامی علوم او ډير تلاښ او کوښښ د خدای (جل جلاله) په لطف او مهربانی حاصل کيږی. هغه څوک چی دغسی علمی قدرت او توان ولری (مجتهد)ورته ويل کيږی. (تقليد) په معنی سره د پيروی او پسی تلل دی او پدی ځای د مجتهد په فتوا عمل کول او پيروی په معنی دی. يعنی انسان خپل کارونه د مجتهد پر فتوا برابر وکړی.

1- مسأله: و هغه مجتهد ته چی نور کسان تقليد ځينی کوی د (تقليد مرجع) او هغه څوک چی د مجتهد څخه تقليد کوی (مقلد) ويل کيږی.

2- مسأله: هغه څوک چی مجتهد ندی او نسی کولای  احکام او الهی دستورات د هغه د منابعو څخه په لاس راوړی بايد د مجتهد څخه تقليد وکړی؛ يعنی خپل کارونه د هغه د فتوا سره برابر وکړی.

3- مسأله: د دين په احکاموکی د اکثرو خلګو وظيفه تقليد دی. ځکه  لږ کسان سته چی و کولای سی په احکام، اجتهاد يا احتياط وکړی.

4- مسأله: د هغه مجتهده څخه چی انسان تقليد ځينی کوی بايد لاندی شرايط ولری: عادل – ژوندی – نارينه – بالغ – عاقل (هوښيار) – حلال زاده – دوولس امامه شيعه – اعلم تر نورو.

5- مسأله: انسان نسی کولای په لومړی پيل د هغه مجتهد څخه چی وفات ئی کړی وی تقليد وکړی ليکن که انسان د يو مجتهده څخه تقليد وکړی او وروسته هغه مجتهد د دنيا څخه ولاړ سی او وفات وکړی کولای سی لکه وروستنی مسألی په ډول د هغه څخه تقليد وکړی.

6- مسأله: که هغه مجتهد چی انسان تقليد ځينی کاوه مړ سی او تر ژوندی مجتهد اعلم وی بايد د هغه پر تقليد باقی پاته سی او که ژوندی مجتهد تر هغه اعلم وی، بايد د ژوندی مجتهد څخه تقليد وکړی او که مساوی او برابر وی او د هيڅ يو اعلم توب معلوم نه وی کولای سی د مړی په تقليد پاته سی يا د ژوندی مجتهد څخه تقليد وکړی.

7- مسأله: مجتهد او اعلم د درو لاروڅخه پيژندل کيږی:

- پخپله انسان يقين يا اطمينان پيدا کړی ؛ لکه چی د علم او پوهی خاوند وی او وکولای سی مجتهد او اعلم و پيژنی.

- د دوو عادل عالم تصديق چی کولای سی مجتهد او اعلم و پيژنی پدی شرط چی دوه نور عادل عالم د هغو په خبرو مخالفت ونه کړی.

 - اعلم توب د هغه په يو ډول مشهور وی چی د انسان د پاره اطمينان حاصل سی.

8- مسأله: د مجتهد د فتوا لاس ته راوړل لاری په لاندی ډول دی.

- اوريدل پخپله د مجتهد.

- اوريدل د دوو عادل کسانو څخه.

- اوريدل د يو عادل کسه څخه په ډول چی د هغه د خبرو څخه اطمينان حاصل کيږی.

د مجتهد په رساله کی ليدل چی د هغه په صحيح توب اطمينان وی.

9- مسأله: که د مجتهد فتوا په مسأله کی بدل سی مقلد بايد په نوی فتوا عمل وکړی او عمل کول په تيره سوی فتوا جايز ندی، مګر هغه چی لومړی فتوا د احتياط موافق وی.

10- مسأله: واجب دی انسان هغه مسئلی چی ډير  ورته احتياج لری زده کړی.

د احتياط مستحب او احتياط واجب په منځ کی توپير:

11- مسأله: (احتياط مستحب) دايم د فتوا سره دی، يعنی په هغه مسأله مجتهد سربيره پر بيان د نظر د احتياط لارئی هم ښوولی دی او مقلد کولای سی په هغه مسأله، په فتوا او يا په احتياط عمل وکړی او نسی کولای د بل مجتهد په فتوا عمل وکړی، لکه دغه مسئله:

(نجس ظرف که يوه پلا د کُر په اوبو پريمينځل سی پاک دی، که څه هم احتياط دا دی چی دری پلا و مينځل سی).

(احتياط واجب) د فتوا سره ندی او مقلد کولای سی په هغه احتياط عمل وکړی يا دبل مجتهد په فتوا مراجعه وکړی. لکه دغه مسئله: (احتياط دا دی چی د انګور د ونی پر پاڼه که تازه وی سجده ونه کړی).

د تکليف عمر او د بلوغ نښه:

بلوغ په هلک کی په يو د لاندی نښو معلوميږی:

1- زيږ و ريښتان شنه کيدل تر نس لاندی (تر عورت لوړ).

2-د منی راوتل څه په خوب او څه په ويښ حال کی.

3- تکميل قمری 15کاله   چی 163 ورځی او 6 ساعته  تر شمسی 15کاله  لږ دی.

د نجلی بلوغ په يو د لاندی نښو معلوميږی.

1- زيږ و ريښتان شنه کيدل تر نس لاندی (تر عورت لوړ).

2-د منی راوتل څه په خوب او څه په ويښ حال کی.

3- تکميل قمری 9کاله   چی 97 ورځی،22 ساعته  او 48 دقيقی تر شمسی 9 کاله  لږ دی.

طهارت

د نجاساتو احکام:

د بدن او ژوندانه طهارت او پاکی په اسلام که ډير اهميت لری. انسان بايد د نجس شيانو د خوړل او څښل څخه  ليری، بدن او کالی ئی د (لمانځه) د پاره چی د خدای (جل جلاله) د پرستښ ښه او بهترينه طريقه ده پاک وی او ښه دی پاکه کالی واغوندی. بناپر دی د نجس شيانو پيژندل او د هغو د پاک کول طريقی زده کول هم لازم دی.

12- مسأله: ټول شيان پاک دی، غير له يوولس شيان او هغه چی د نجس شيانو سره ومښلی او نجس سی.

13- مسأله: نجس شيان عبارت دی: 1- ادرار (بولی). 2- مدفوع (غايط). 3– منی. 4– مردار. 5– وينی. 6– سپی.7 – سرکوزی. 8- شراب، 9- د وربشی اوبه. 10- کافر، چی ټول ډولونه ئی نجس دی، مګر د کتاب اهل (يهود، نصاری او مجوس) چی پاک دی. 11– د نجاست خوړونکی اوښ خولی.

14- مسأله: د انسان او حرام غوښی حيوانانو بولی او غايط چی جهنده(غورځيدونکی روانی) وينی لری

نجس دی.

15-مسأله: حيوانان پر دوو برخو دی، برخی ئی جهنده  وينی لری، يعنی که رګ ئی پری سی وينی په فشار د هغه څخه راوځی او برخی ئی جهنده وينی نلری يعنی که رګ ئی پری سی وينی په فشار نه راوځی.

16- مسأله: د حلال غوښو حيوانانو بولی او غايط لکه غوا او پسه او هغه حيوانان چی جهنده وينی نلری لکه مار او کب پاک دی.

17 – مسأله: د هغو حيوانانو چی غوښی ئی مکروه دی بولی او غايط ئی پاک دی لکه آس او خر.

18- مسأله: د حرام غوښو وزرلرونکی فضلی (مدفوع) لکه کاغی پاکی دی.

د مردار احکام:

19- مسأله: هغه حيوان چی د اسلام په دستور وژل سوی نه وی او يا پخپله مړ سوی وی (مردار) ويل کيږی[1].

20- مسأله: هغه حيوان مردار چی جهنده وينی نلری لکه کب پاک دی.

21- مسأله: هغه حيوان مردار چی جهنده وينی لری بی روح غړی ئی لکه وريښتان او ښکر پاک او روح لرونکی غړی ئی لکه غوښی او پوست نجس دی.

22 –مسأله: د سرکوزی او سپی د ټول بدن غړی چی په وچه کی ژوند کوی څه مړ څه ژوندی د هغه نجس دی.

23- مسأله: مړی انسان که څه هم نوی د دنيا څخه تللی وی او بدن ئی سوړ سوی نه وی (يواځی بی روح غړی ئی لکه نوکان، وريښته او غاښ) نور ټول بدن ئی نجس دی.

24- مسأله: کله چی د مړی دری ګونی غسل پای ته ورسيد بدن ئی پاکيږی.

25- مسأله: څوک چی د خدای (جل جلاله) پر لار او د اسلام د ساتنی د پاره جنګيږی که د جګړی په ميدان کی ووژل سی او په هغه ځای که د دنيا څخه ولاړ سی بدن ئی پاک دی او غسل او کفن ته احتياج نلری.

د وينی احکام:

26- مسأله: د انسان وينی او هر حيوان چی جهنده وينی لری لکه چرګ او پسه، نجس دی.

27- مسأله: هغه حيوان چی جهنده وينی نلری لکه کب او غوماشه وينی ئی پاک دی.

28- مسأله: هغه وينی چی د چرګی په هګی کی موجود دی نجس ندی او احتياط مستحب هغه دی چی د هغه څخه پرهيز وسی.

29- مسأله:هغه وينی چی دغاښو د منځه (لثو) څخه راځی که د خولی د اوبو سره يو ځای سی او د منځه ولاړ سی پاک دی او په هغه وخت د خولی د اوبو خوړل اشکال نلری.

پاک شيان نجس کيدل:

30- مسأله: که يو پاک شی د يو نجس شی سره ومښلی او يو د هغو دوو په يو ډول لوند وی چی نم ئی و بل ته ورسيږی پاک شی نجس کيږی.

31- مسأله: هر کله انسان پوه نسی پاک شی نجس سويدی که يه پاک دی پلټنه هم لازم ندی هر څو وکولای سی د هغه نجسی يا پاکی وپوهيږی.

32- مسأله: د نجس شی خوړل او څښل حرام دی.

مطهرات (پاک کوونکی):

33- مسأله: مطهرات، يعنی پاک کوونکی چی نجس شيان پاک کوی. دغه پاک کوونکی شيان عبارت دی: 1- اوبه.2 – مځکه.3 – لمر.4 – اسلام.5 – د نجاست ايسته  کيدل (چی وروسته بيان ئی راځی).

د ابو احکام:

اوبه مختلف ډول لری چی د هغو پيژندل زموږ سره د ښه زده کول د پاره مربوط مسائل په هغه مرسته کوی.

34- مسأله: اوبه يا مضاف دی يا مطلق.

مضاف اوبه: هغه اوبه دی چی د بل شی څخه نيول سويدی لکه د سيب او هندوانی اوبه او يا دبل شی سره داسی مخلوط سويوی چی و هغه ته اوبه ونه ويل سی لکه شربت.

مطلق اوبه: هغه اوبه دی چی مضاف نه وی.

35- مسأله: د مضاف د اوبو احکام:

ممکن دی مضاف اوبه خيرن شی پاک کړی ليکن نجس شی هيڅ کله نسی پاک کولای (يعنی د مطهراتو څخه نه دی).

که د نجاسته سره يو ځای سی نجس کيږی که څه هم نجاست لږ وی او د ابو رنګ، خوند اوبوی بدل نسی.

غسل، اودس په هغه باطل دی.

د مطلق اوبو ډولونه:

36- مسأله: اوبه، يا د مځکی څخه راوځی يا د آسمانه څخه اوری يا نه د مځکی څخه راوځی او نه اوری. هغه اوبه چی د آسمانه څخه اوری باران دی. هغه اوبه چی د مځکی څخه راوځی که وبهيږی لکه د چينی او کاريز اوبه. جاری اوبه دی او که نه بهيږی د (څاه) اوبه دی. او هغه اوبه چی د مځکی څخه نه راوځی او د آسمانه څخه نه اوری که په مقدار چی په وروستنی مسأله کی به راسی وی (کُر) او که تر دی مقدار لږ وی (قليل) دی.

37- مسأله: هغه مقدار اوبه چی يو ظرف چی دری خوائی (طول، عرض، او ارتفاع) دری نيم لويښت وی ډک کړی او يا وزن ئی 419/377 کيلوګرام وی، کُر دی.

قليل اوبه:

38- مسأله: قليل اوبه چی د نجاست سره يو ځای سی نجس کيږی، مګر دا چی په فشار سره و نجس شی ته ورسيږی چی دلته فقط هغه برخه چی د نجس شی سره يو ځای سويدی او پسله هغه نجس کيږی، لکه د يو ظرف اوبه چی د لوړه څخه پر نجس شی اچول کيږی يواځی هغه اوبه چی و نجس شی ته رسيدلی دی نجس کيږی، لوړ او د ظرف د ننه اوبه  پاکی دی.

39- مسأله: که نجس قليل اوبه د کُر يا جاری اوبو سره يو ځای (متصل) سی پاک کيږی او احتياط واجب هغه دی چی د کُر يا جاری اوبه په هغه مخلوط سی، لکه: که د هغه قليل اوبه ظرف چی نجس سوی وی د کُر د ذخيری د اوبونل پر  هغه خلاص او مخلوط کړی پاک کيږی. ليکن که د نجاست خوند يا بوی يا رنګ نيولی وی بايد په هغه مقدار اوبه ورسره مخلوط سی چی د نجاست بوی يا رنګ يا خوند د منځه ولاړ سی.

د څاه، جاری او د کُر اوبه:

40- مسأله: د مطلق اوبو ټول ډولونه، غير له قليل اوبه تر هغه وخته پوری چی بوی يا رنګ يا خوند د نجاست نه وی نيولی پاک دی او کله چی د يو نجاست سره يو ځای سی بوی يا رنګ يا خوند د نجاست ونيسی نجس کيږی (بناپر دی جاری اوبه، څاه، کُر او حتی باران پدی حکم مشترک يعنی يو ځای دی).

41- مسأله: د کورو د نلو اوبه چی دکُر په ذخيره متصل دی د کُر د اوبو په حکم دی.

42- مسأله: د باران د اوبو څرنګه توب برخی ئی داسی دی.

که باران پر نجس شی چی عين نجس[2] په هغه کی نسته يوه پلا ووری پاک کيږی.

که پر نجس کالی او فرش (قالی، ټغر، سترنجی او نور) ووری فشار نه غواړی او پاک کيږی.

که پر نجس مځکه ووری پاک کيږی.

کله چی د باران اوبه يو ځای راټول سی که څه هم تر کُر لږ وی تر څو چی باران وری يو نجس شی په هغه کی ومينځل سی تر هغه وخته پوری چی د نجاست رنګ يا خونديا بوی ندی نيولی پاک دی.

څرنګه نجس شيان په اوبو پريمنځو:

43- مسأله: د نجس شيانو د پاک کولو د پاره لومړی بايد نجاست ايسته کړو، وروسته په هغه ډول چی په نورو مسائلوکی راځی، هغه پريمينځل سی.

44- مسأله: نجس ظرف د نجاست د ايسته کول وروسته، که يوه پلا د کُر په اوبو ومينځل سی بس دی، ليکن د قليل په اوبو بايد دری پلا ومينځل سی.

45- مسأله: نجس ظرف داسی کولای سی ومنځی.

د کُر په اوبه: يوه پلا هغه د کُر په اوبو ننباسی او را وباسی.

د قليل په اوبه: هغه دری پلا داوبو څخه ډک کړی او تش (خالی) کړی، يا دری پلا دومره اوبه په هغه کی واچول سی او هره پلا اوبه يو ډول په هغه کی وګرځول سی چی و نجس ځايوته ورسيږی او د باندی واچول سی.

46- مسأله: کالی، فرش او نور شيان لکه هغه چی اوبه په ځان کی نيسی او فشار ورکول کيږی څرنګه چی په قليل اوبو تطهير ورکوی بايد پسله هره مينځل هغه فشار ورکړی ترڅو د ننه اوبه ئی د باندی راووځی يا په يو بل ډول اوبه ئی ونيول سی. د کُر او جاری په اوبوکی هم بناپر احتياط واجب فشار ورکول لازم دی.

مځکه:

47- مسأله: که د پښه ارغوی يا د بوټ تلی (لاندی خوا) د پياده تګ په وخت کی نجس سی په تګ يا د پښی مالښ په مځکه پاک کيږی پدی شرط چی عين نجاست ايسته او د منځه ولاړسی.

او مځکه بايد:1 - پاک وی.2 – وچ وی.3 – خاوری، شګه ډبره او په خښتو فرش وی.

48- مسأله: که د تګ په واسطه يا د پښی مالښ پر مځکه، د پښی د ارغوی يا د بوټ د تلی نجاست ايسته سی پاک کيږی، ليکن ښه دی لږ تر لږه پنځه لس ګامه لار ولاړسی.

لمر:

49- مسأله: لمر (په هغه شرايط چی رابسی) دغه شيان پاک کوی.

- مځکه.

- ساختمان (کور) او هغه شيان چی په هغه کی په کار تللی دی لکه دروازی او کړکی.

- شنی او ونی.

50- مسأله: لمر پدی شرايط پاک کوونکی دی.

- نجس شی دومره لوند وی چی که يو بل شی و هغه ته ورسيږی لوند سی.

- نجس شی د لمر په نور وچ سی که نم ناکه پاته سی پاک سوی ندی.

- يو شی لکه وريځ يا پردی د لمر د نور مانع نه سی، مګر داچی نازک وی او د لمر د نوره څخه مخ نيوی ونکړی.

- لمر په يواځی هغه وچ کړی، د مثال په ډول د باد په مرسته وچ نسی.

- د لمر د نور اوځليدل په وخت کی نجاست پر هغه نه وی. که نجاست سته، د لمر د نور د مخه ايسته او د منځه يوسی.

- د مځکی يا ديوال د ننه او د باندی برخی په يوه پلا وچ کړی که مخ ئی نن وچ کړی او دننه ئی صبا، يواځی مخ ئی پاک کيږی.

51- مسأله: که مځکه يا هم ډول د هغه نجس وی ليکن نم ناکه او لوند نه وی کولای سی يو مقدار اوبه يا بل شی چی د هغه د لونديدل سبب سی پر هغه واچول سی او وروسته د لمر د نور په واسطه وچ سی او پاک کيږی.

اسلام:

52 - مسأله: کافر چی نجس دی که شهادتين ووائی مسلمان کيږی، يعنی ووائی:

(اشهد ان لا اله الا الله، واشهد ان محمدا رسول الله) او په اسلام، د هغه ټول بدن پاک کيږی.

د عين نجاست ايسته کيدل او د منځه تلل:

53- مسأله: په دوو ځايوکی د نجاست په ايسته کيدل نجس شی پاک کيږی او د اوبو په مينځل احتياج نلری.

الف : دحيوان بدن؛ د مثال په ډول د يو چرګ نوک چی نجس شی خوړلی دی کله چی نجاست د هغه د نوکه څخه ايسته سی پاک دی.

ب: د بدن باطن (دننه) لکه د خولی، پزه او غوږ دننه، مثلاً که د مسواک کول په وخت کی د لثو (د غاښو غوښی) څخه وينی راسی، او د خولی په اوبه کی د منځه ولاړسی، د خولی دننه پاک دی او اوبه کښل نه غواړی. ليکن مسواک که په وينی ککړ سوی وی په احتياط واجب نجس کيږی که څه هم په خوله کی وی.

اودس:

لمونځ کوونکی بايد د مخه تر لمانځه، اودس ونيسی او ځان د دی لوی عبادت د په ځای کول د پاره آماده (چمتو) کړی. په برخو ځايوکی سربيره پر اودس بايد غسل هم وسی يعنی ټول بدن پريولل سی او که اودس يا غسل نسی کولای بايد د هغه پرځای بل عمل د تيمم په نامه وکړی چی پدی برخه د هر يو په احکام آشنا او پوه به سی.

څه ډول اودس ونيسو:

54- مسأله: د اودس نيول د پاره لومړی انسان بايد مخ وروسته راسته لاس او پسله هغه چپه لاس پريمينځی. پدی وخت هغه اوبه چی د اوداسه څخه پر لاسو پاته سويدی سر په هغه مسح کړی يعنی لاس پر هغه وکاږی او وروسته راسته پښه او په آخرکی چپه پښه مسح کړی.

د اوداسه د اعمالو توضيح (شرح اوبيان):

پريمينځل:

55- مسأله: انسان په اودس کی بايد لومړی مخ د هغه ځايه څخه چی د سر وريښتان شنه سويدی د څنی تر آخره، د لوړ په کښته ومينځی او د دی د پاره چی يقين وکړی واجب مقدارئی پريمينځلی دی بايد لږ د مخ اطراف هم پريمينځی.

56- مسأله: د مخ د پريمينځل وروسته، بايد راسته لاس او پسله هغه چپه لاس د څنګلی څخه د ګوتو تر سرو پوری هم ومينځی.

57- مسأله: د يقين د پاره بايد يو مقدار تر څنګلی لوړ هم ومينځل سی.

58- مسأله: څوک چی د مخ د پريولل د مخه خپل لاسونه تر موټه پوری مينځلی دی د اوداسه په وخت کی د ګوتو تر سرو پوری بايد ومنځی او که تر موټه پوری ومنځی اودس ئی باطل دی.

مسح:

59- مسأله: د سر د څلورو برخو څخه يوه برخه لوړ تر تندی (دسر د مخه برخه) د مسحی ځای دی.

60- مسأله: د سر مسح بايد په هغه مقدار وی چی که څوک ووينی ووائی مسح وکړل.

61- مسأله: احتياط مستحب دی سر په عرض د تړلی درو ګوتو او په طول د يوه ګوته مسح وکړی.

62- مسأله: لازم ندی مسح د سر پر پوست وی د سر د مخ پر وريښتان هم صحيح دی. ليکن څوک چی د سر د مخ وريښتان ئی دومره اوږد دی چی که ږمونځ وکړی پر يوه برخه د تندی ولويږی يا د سر و نورو ځايوته رسيږی بايد د وريښتانو بيخ مسح کړی يا د سر پوست مسح کړی او که هغه وريښتان چی پر مخ لويږی يا د سر ونورو ځايوته رسيږی سره راټول کړی او پر هغو مسح وکړی يا د سر د نورو ځايو پر وريښتانو باندی چی مخ ته راغلی دی مسح وکړی باطل دی.

63- مسأله: د سر د مسحی وروسته، هغه اوبه چی د اوداسه څخه د لاس پر ارغوی پاته سويدی د ګوتو د سرو څخه د پښو تر مخه پوری مسح وکړی او احتياط واجب هغه دی چی تر مفصل (هغه ځای چی پښه کږيږی) مسح وکړی.

64- مسأله: په مسح کی بايد لاس پر سر او پښو وکښل سی که لاس ثابت ونيسی سر يا پښه وکاږی اودس باطل دی. ليکن هغه وخت چی لاس کاږی سر يا پښه لږ حرکت وکړی اشکال نلری.

65- مسأله: که د مسح د پاره اوبه د لاس په ارغوی نه وی پاته سوی نسی کولای لاس په نورو اوبو لوند کړی بايد د اودس د نورو غړو څخه لکه مخ اوبه ونيسی او په هغه مسح وکړی.

 66- مسأله: لاس بايد دومره لوند وی چی پر سر او پښه نښه پريږدی.

67- مسأله: د مسح ځای (سر او د پښو مخ) بايد وچ وی، بناپر دی که د مسح ځای لوند وی بايد هغه وچ کړی ليکن که رطوبت (لوند حالت) دومره لږ وی چی د لاس د رطوبت د تاثير مانع پر هغه نه وی اشکال نلری.

68- مسأله: د لاس او سر يا پښو په منځ کی بايد يو شی لکه پوړنی او خولی يا ځوراب او بوټ فاصله نه وی هر څو مره هم نازک وی او رطوبت و پوست ته ورسيږی (مګر د ناچاری په حال کی).

69- مسأله: که د اوداسه د کارو په منځ کی دومره فاصله وی چی کله غواړی يو ځای پريمينځی يا مسح وکړی د هغه ځايو رطوبت چی د مخه تر هغه پريوللی يا مسح کړيدی وچ سوی وی، اودس باطل دی. او که رطوبت د هغه ځای چی د مخه تر يو ځای دی چی غواړی پريمينځی يا مسح وکړی وچ سوی وی، لکه کله چی غواړی چپه لاس پريمينځی د راسته لاس رطوبت وچ سوی وی او مخ لوند وی، ښه دی چی اودس سر دوباره وکړی.

د اوداسه شرايط:

70- مسأله:د لاندينو شرايط په درلودل سره اودس صحيح او په نه درلودل سره يو د هغو اودس باطل دی.

1- د اوداسه اوبه پاک وی (نجس نه وی).

2- د اوداسه اوبه مباح (حلال) وی (غصبی نه وی).

3- د اوداسه اوبه مطلق وی (مضاف نه وی).

4- د اوداسه د اوبو ظرف مباح وی (په هغه شرح او بيان چی وروسته به راسی).

5- د اوداسه د اوبو ظرف سره زر او سپين زر (نقره) نه وی (په شرح او بيان چی رابسی).

6- د اوداسه غړی پاک وی.

7- د اوداسه و غړی ته د اوبو رسيدل مانع نه وی.

8- د قربت په قصد او بيله ريا اودس ونيسی.

9- ترتيب مراعت کړی (په هغه ډول چی د اوداسه په اعمالوکی تير سو).

10- موالات (پرله پسی) مراعت کړی (داوداسه د اعمالو په منځ کی فاصله ونلويږی)

11- د اوداسه په کاروکی د بل چا څخه مرسته ونه نيسی.

12- د اوبو استعمال د هغه د پاره مانع ونه لری.

13- د اودس نيول د پاره وخت وی.

د اوداسه د شرايطو توضيح (شرح):

71- مسأله: اودس په نجس او مضاف اوبه باطل دی څه وپوهيږی هغه اوبه نجس دی يا ونه پوهيږی او يا هير کړی وی.

72- مسأله: د اوداسه اوبه بايد مباح وی، بناپردی په لاندی ځايو اودس باطل دی.

- اودس نيول په هغه اوبه چی خاوند ئی راضی نه وی.

- هغه اوبه چی معلوم ندی خاوند ئی راضی دی که يه.

- هغه اوبه چی د مخصوصو خلګو د پاره وقف دی، غيرله هغو خلګو د پاره، لکه د برخو مدرسو حوض چی د هغه مدرسی د شاګردانو وقف دی او د برخو مسجدو د اوداسه ځايونه چی د هغو کسانو وقف دی چی په هغه ځای کی لمونځ کوی.

73- مسأله: اودس نيول په لويو ويالو که څه هم انسان ونه پوهيږی د هغو خاوندان راضی دی که يه اشکال نلری. که خاوندان د هغو د اودس نيول څخه مخ نيوی وکړی احتياط واجب هغه دی چی د هغو په اوبو اودس ونه نيسی.

74- مسأله: که اوبه په غصبی ظرف کی وی او نور اوبه هم نه وی، بايد تيمم وکړی او که څوک په هغه اوبه اودس ونيسی اودس ئی باطل دی.

75- مسأله: د اوداسه غړی، يعنی مخ، لاسونه او پښی د مسح او پريمينځل په وخت کی بايد پاک وی.

76- مسأله: که پر لاسو او مخ باندی يو شی وی چی د اوبود رسيدل مخ نيوی وکړی د اوداسه د پاره بايد ايسته سی.

77- مسأله: که يو شی د مسح پر غړی (دسر د مخه برخه او د پښو مخ) وی که څه هم د اوبود رسيدل مخ نيوی ونه کړی، بايد ايسته سی، ځکه چی د لاس او د مسحی د ځای په منځ کی نبايد يو شی فاصله وسی.

78- مسأله: د خودکار د قلم رنګ، د غوړی او رنګ او کرم نښی (لکی) پدی شرط چی رنګ بيله جِرم (جسم) وی.د اوداسه مانع نه وی. ليکن که جِرم لری او د پوست مخ ئی نيولی وی بايد ايسته سی.

79- مسأله: که پوهيږی يو شی د اوداسه پر يو ځای مښتی دی ليکن نه پوهيږی چی د اوبو د رسيدلو مخ نيوی کوی که يه، بايد هغه ايسته کړی يا اوبه د هغه ولاندی ته ورسوی.

80- مسأله: د اوداسه کارونه بايد پدی ترتيب وسی: لومړی مخ، پسی راسته لاس او وروسته چپه لاس پريمينځی او پسله هغه سر او وروسته پښی مسح کړی او بناپر احتياط واجب بايد راسته پښه د مخه تر چپه پښه مسح کړی که پدی ترتيب اودس ونه نيسی، باطل دی.

81- مسأله: موالات، يعنی پرله پسه په ځای کول او فاصله نه اچول د اوداسه د اعمالو په منځ کی.

82- مسأله: که د اوداسه د کارو په منځ کی دومره فاصله ولويږی چی کله غواړی يو ځای پريولی يا مسح کړی د بل ځای رطوبت چی د مخه ئی پريمينځلی يا مسح کړی وچ سوی وی اودس باطل دی.

83- مسأله: څوک چی کولای سی اودس ونيسی نبايد د بل چا څخه مرسته ونيسی که بل څوک د هغه مخ او لاسونه پريولی او يا مسح  وکړی اودس ئی باطل دی.

84- مسأله: څوک چی نسی کولای اودس ونيسی بايد د بل چا په مرسته اودس ونيسی ليکن پخپله او هغه څوک چی دته اودس ورکوی، دواړه بايدد اوداسه نيت وکړی.

85- مسأله: څوک چی پوهيږی که اودس ونيسی ناروغه کيږي يا که اوبه د اوداسه په مصرف ورسوی تږی پاته کيږی بناپر احتياط واجب نبايد اودس ونيسی، که ونه پوهيږی چی اوبه د هغه د پاره تاوان لری، اودس ونيسی او وروسته وپوهيږی چی تاوان درلود اودس ئی صحيح دی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی په هغه اودس لمونځ ونه کړی او تيمم وکړی او که په هغه اودس لمونځ ئی وکړل احتياط هغه دی چی بيرته لمونځ پر ځای کړی.

86- مسأله: اودس بايد د قربت په قصد وسی يعنی د خدای (جل جلاله) د فرمان د په ځای کول د پاره اودس ونيسی او لازم ندی نيت په ژبه راوړی يا په زړه وګرځوی بلکه دومره چی پوهيږی اودس نيسی بس دی پدی ډول چی که د هغه څخه پوښتنه وکړی څه کوی؟ ووائی: اودس نيسم.

87- مسأله: کله که د لمانځه وخت دومره لږ وی چی که انسان وغواړی اودس ونيسی ټول لمونځ يا برخه د هغه پسله وخته ويل کيږی بايد تيمم وکړی. ليکن که د اوداسه او تيمم د پاره يو مقدار وخت لازم دی بايد اودس ونيسی.

د جبيری اوداسه:

هغه دوا چی پر زخم (ټپ) باندی ايږدی يا يو شی چی په هغه زخم او مات ځای تړی (جبيره) نوميږی.

88- مسأله: څوک چی د اوداسه غړی ئی زخمی يا مات دی که وکولای سی په معمول ډول اودس ونيسی بايد داسی وکړی: مثلاً د زخم مخ لوڅ دی او اوبه ورته تاوان نلری او يا د زخم مخ پټ دی ليکن خلاصول ئی امکان لری او اوبه ورته تاوان نلری.

89- مسأله: څرنګه چی زخم پر مخ يا لاس دی او مخ ئی لوڅ دی او اوبه ورته تاوان لری بايد چاپيرئی ومينځل سی او که د لوندلاس کښل پر هغه تاوان نلری لوند لاس پر هغه وکاږی.

90- د جبيری په اوداسه کی بايد هغه ځايونه چی مينځل يا مسح ئی امکان لری په معمول ډول ومينځی يا مسح وکړی او هغه ځايونه چی امکان نه لری لوند لاس پر جبيره وکاږی.

91- مسأله: که زخم يا مات ځای د سر يا پښو د مسحی پر ځای دی او مخ ئی لوڅ دی که ونه کولای سی هغه مسح کړی بايد پاک ټکر پر مخ ئی واچوی او د ټکر مخ د اوداسه په اوبو چی پر لاس پاته دی مسح کړی.

92- مسأله: که پر مخ يا لاسو څو جبيری وی بايد منځ د هغو ومينځی او که جبيری پر سر يا د پښو پر مخ وی بايد د هغو په منځ کی مسح وکړی او په هغو ځايوکی چی جبيره سته بايد په هغه ډول چی د جبيری بيان سويدی عمل وکړی.

93- مسأله: څوک چی د لاس په ارغوی او ګوتو جبيره لری او د اوداسه په وخت کی لوند لاس پرمخ ئی کښلی دی کولای سی سر او پښی په هغه رطوبت مسح کړی يا د اوداسه د نورو ځايو څخه رطوبت ونيسی.

94- مسأله: که جبيری ټول مخ يا يو لاس ټول ئی نيولی وی هم د جبيری احکام لری او د جبيری اودس بس دی او تيمم نه غواړی.

95- مسأله: که جبيری د پښی ټوله برخه نيولی وی، ليکن يو مقدار د ګوتو د خوا او يو مقدار د پښی لوړ خوا لوڅ دی، بايد هغه ځايونه چی لوڅ دی د پښی مخ او هغه ځايونه چی جبيره دی د جبيری مخ مسح کړی.

96- مسأله: که جبيری تر معمول ډير د زخم اطراف ئی نيول دی او ايسته کول ئی امکان نه لری بايد د جبيری په دستور عمل وکړی او بناپر احتياط واجب تيمم هم وکړی او که د جبيری ايسته کول امکان لری هغه ايسته کړی.

97- مسأله: که د اوداسه يا غسل پر ځای يو شی مښتی وی او ايسته کول ئی امکان ونه لری او يا دومره سخت او مشکل دی چی توان او طاقت ئی نلری بايد د جبيری په دستور عمل وکړی.

98- مسأله: که جبيری نجس دی يا نه کيږی پر مخ ئی لوند لاس وکاږی، د مثال په ډول يوه دواده چی په لاس مښلی، پاک ټکر د هغه پر مخ واچوی او لوند لاس پر وکاږی.

99- مسأله: د جبيری غسل د جبيری اوداسه په ډول دی، ليکن بناپر احتياط واجب بايد په ترتيبی ډول وسی نه ارتماسی او حتمی بايد لوند لاس پر جبيره وکښل سی او مينځل د هغه کفايت نه کوی.

هغه شيان چی  اودس بايد د هغو د پاره ونيول سی:

100- مسأله: د دی کارو د پاره انسان بايد اودس ونيسی.

- د واجب لمونځ د پاره (غير له د مړی د لمانځه).

- د کعبی د واجب طواف د پاره.

- د قرآن په ليکو د بدن د يو ځای رسيدل د پاره.

101- مسأله: که لمونځ يا طواف بيله اوداسه پر ځای سی باطل دی.

102- مسأله: څوک چی اودس نلری نبايد خپل د بدن يو ځای د قرآن په ليکو ورسوی، ليکن ترجمه ئی اشکال نلری.

103- مسأله: څوک چی اودس نلری ښه دی د بدن يو ځای د خدای په نامه چی په هره ژبه ليکل سوی وی لکه خدای (GOD) ونه رسوی.

104- مسأله: د دی کارو د پاره اوداسه مستحب دی.

- د امامانو حرم او مسجدته تلل.

- د قرآن لوستل.

- قرآن د ځانه سره درلودل.

- د قرآن په کنارو او پوښ د بدن يو ځای رسول.

- د اهل قبور(مړی) زيارت.

هغه شيان چی اودس باطلوی:

105- مسأله: هغه شيان چی  اودس باطلوی عبارت دی:

- د کلُمی او د نس باد يا مدفوع او بولی خارجيدل د انسان څخه.

- خوب، په هغه ډول چی غوږ وانوری او سترګه ونه وينی.

- هغه شيان چی عقل د منځه وړی لکه ليونی توب، مستی او بيهوشی.

د ښځو استحاضه[3].

هغه څه چی د غسل سبب سی، لکه جنابت (جنبيدل)، او د مړی لاس وهل.

غسل: کله د لمانځه او نورو کارو د پاره چی اودس  بايد وسی غسل واجب کيږی.

د غسل کول طريقه:

106- مسأله: په غسل کی بايد ټول بدن، سر او غاړه پريمينځل سی، که واجب غسل وی، لکه د جنابت غسل او يا مستحب، لکه د جمعی غسل. په بل عبارت، ټول غسلونه په ځای کول ئی توپير نه لری ليکن په نيت.

107- مسأله: غسل پر دوه ډول کيږی پر ځای سی: (ترتيبی) او (ارتماسی).

په ترتيبی غسل کی لومړی سر او غاره وروسته د بدن راسته خوا او پسله هغه چپه خوا پريمينځل کيږی. په ارتماسی غسل کی تول بدن په يوه پلا په اوبو کی قرار نيسی نو د ارتماسی غسل د پاره دومره اوبه بايد وی چی انسان وکولای سی ټول بدن تر اوبو لاندی يوسی.

د غسل د صحيح توب شرايط:

108- مسأله: ټول شرطونه چی د اوداسه د صحيح توب د پاره وويل سو[4]، د غسل په صحيح توب هم شرط دی، يواځی په موالات، لازم ندی خپل بدن د لوړه څخه په کښته پريولی.

109- مسأله: څوک چی څو غسل پر هغه واجب دی کولای سی د هغو د ټولو په نيت يو غسل پر ځای کړی.

110- مسأله: څوک چی د جنابت غسل کړيدی د لمانځه د پاره نه غواړی اودس ونيسی، لکه په نورو واجبو غسلو غيرله متوسطی استحاضی هم کولای سی بيله اوداسه لمونځ وکړی، که څه هم ښه دی اودس هم ونيسی.

111- مسأله: په ارتماسی غسل بايد ټول بدن پاک وی، ليکن په ترتيبی غسل د ټول بدن پاکيدل لازم نه دی، بناپر دی که هره برخه د مخه تر غسل ورکول د هغی برخی پريولی کافی (بس) دی.

112- مسأله: څوک چی واجبه روژه نيولی وی نسی کولای د روژی په حال  ارتماسی غسل وکړی، ځکه چی روژه لرونکی نبايد ټول سرتر اوبو لاندی کړی. ليکن که په يادئی نه وی او هير کړی وی ارتماسی غسل وکړی صحيح دی.

114- مسأله: په غسل کی لازم ندی ټول بدن په لاس پريولل سی څرنګه چی دغسل په نيت اوبه و ټول بدن ته ورسوی کافی دی.

واجب غسلونه:

115- مسأله: واجب غسلونه اوه غسله دی.

1- جنابت. 2– ميت. 3– مس ميت. 4– حيض. 5– استحاضه.6 – نفاس. 7– او هغه غسل چی د نذر، قسم او نور په سبب واجب کيږی.

116- مسأله: که د انسان څخه منی[5] راووځی که څه هم په خوب وی يا جماع وکړی جنب کيږی او بايد د لمانځه او هغه کارودپاره چی طهارت او پاکی غواړی، د جنابت غسل وکړی.

117- مسأله: که منی د خپل ځايه څخه حرکت وکړی ليکن د باندی رانوځی د جنابت سبب نه کيږی.

 118- مسأله: څوک چی پوهيږی منی د هغه څخه راوتلی دی او يا يوهپږی هغه څه چی د باندی راوتلی دی منی دی، جنب دی او بايد غسل وکړی.

119- مسأله: که د انسان څخه رطوبت يعنی اوبه خارج سی چی پوه نسی بولی دی يا منی يا غيرله دغو، که د شهوت او غورځيدل سره راوتلی او پسله راوتل د هغه بدن کم زوره سی، هغه رطوبت منی دی، ليکن که ټول دغه نښی يا برخی د هغو موجود نه وی، هغه رطوبت منی ندی.

120- مسأله: مستحب دی انسان پسله د منی د راوتل څخه بولی وکړی او که بولی ونه کړی او پسله غسله يو رطوبت دهغه څخه راووځی چی ونه پوهيږی منی دی يا بل رطوبت د منی حکم لری.

هغه کارونه چی بر جنب حرام دی:

121- مسأله: د هغه وخته څخه چی انسان جنب کيږی تر هغه وخته چی غسل کوی او يا که نسی کولای تر هغه زمانی پوری چی تيمم کوی دغه کارونه پر هغه حرام دی.

- د بدن يو ځای رسول د قرآن په ليک، دخدای (جل جلاله) په نوم او بناپر احتياط واجب د پيغمبرانو او امامانو نومان.

- تلل و مسجد الحرام او مسجد النبی (ص) ته که څه هم د يوی دروازی څخه ننوځی او د بلی دروازی څخه راووځی.

- توقف (دريدل) په مسجدوکی، ليکن که د يوی دروازی څخه ننوځی او د بلی دروازی څخه راووځی او يا د يو شی د اخيستل د پاره ورسی مانع نلری او احتياط واجب هغه دی چی د امامانو (ع) په حرم کی هم توقف ونه کړی.

- يو شی پريښول په مسجد کی.

- د قرآن مجيد د هغو سوری ويل چی واجبه سجده لری حتی يو حرف د هغه، يعنی د: سجدی، فُصلت، نَجم، عَلَق سوری.

122- مسأله: که څوک په خپل کورکی د لمانځه د پاره يو ځای وټاکی (او همدغه ډول په مؤسسه يا دفتر) د مسجد حکم نلری.

123- مسأله: توقف د امامانود اولادو په حرم کی د جنابت په حال اشکال نلری، ليکن په هغه مسجدو چی د حرمو په څنګ کی جوړ کړيدی توقف حرام دی.

124- مسأله: کله چی يو مسلمان د دنيا څخه ولاړسی، بايد هغه غسل ورکړی، کفن ئی کړی او پر هغه لمونځ ووائی، پسله هغه ښخ کړی.

د مس ميت غسل:

125- مسأله: که څوک خپل د بدن يو ځای د مړی انسان په بدن چی سوړ  سويدی او غسل ئی ندی ورکړی ورسوی بايد د مس ميت غسل وکړی.

د ښځو او نجونو مخصوص غسلونه:

126- مسأله: دری غسله د واجب غسلو، يعنی د حيض، استحاضی، او نفاس غسل، يواځی پر نجونو او ښځو واجب کيږی او سبب د دی غسلو هغه وينی دی چی د رحمه څخه راوځی او هر يو خاص احکام لری.

د حيض (قاعدګی) غسل:

127- مسأله: کله چی د قاعدګی (رِګل) وينی قطع سی ښځه بايد دلمانځه او نور کارو چی طهارت او پاکی ته احتياج لری وکړی.

128- مسأله: د قاعدګی وينی راتلل د مخه تر بلوغ منځ ته نه راځی که يوه نجلی د مخه تر بالغيدل وينی ووينی د حيض حکم نلری.

129- مسأله: د حيض دوره لږ تر دری ورځی نه دی، که د وينی جريان د مخه تر دری ورځی قطع سی د حيض حکم نلری.

130- مسأله: د حيض دوره ډير تر لس ورځی ندی او که د وينی راتلل ډير تر لس ورځی وی ټول ئی د حيض حکم نلری.

131- مسأله: د حيض وينی معمولاً غليظ، تودی او تيره رنګه دی، او په فشار او لږ څه درد سره راځی.

132- مسأله: د قاعدګی په مدت دغه کارونه پر ښځی حرام کيږی.

- لمونځ او د کعبی طواف.

- هغه کارونه چی پر جنب حرام کيږی لکه توقف په مسجدکی[6].

133- مسأله: د قاعدګی په ورځو کی لمونځ او روژه واجب نه دی او لمونځونه قضا نلری ليکن د روژی قضا بايد ونيول سی.

134- مسأله: د حيض غسل د جنابت د غسل سره توپير نلری مګر په نيت کی.

135- مسأله: د حيض په غسل کيږی لمونځ وکړی ښه هغه دی سر بيره پر غسل، اودس هم ونيسی.

136- مسأله: يو بل هغه وينی چی د ښځی يا نجلی د رحم څخه راوځی (استحاضی) دی.

137- مسأله: داستحاضی وينی معمولاً ژړ رنګه او ساړه دی او بيله فشار او درد د باندی راوځی او غليظ ندی. ليکن ممکن دی کله تيره رنګه، تود، غليظ وی او په فشار راسی.

138- مسأله: د استحاضی وينی د لږ والی او ډيروالی پر اساس پر دری برخه ويشل کيږی: که ډير لږ وی غسل نه لری ليکن اودس باطلوی او که لږ نه وی غسل هم واجب کيږی چی د هغو د هر يو د احکامو د پوهيدل په خاطر، نجونی بايد د توضيح المسائل د رسالی په 392 مسألی وروسته مراجعه وکړی.

د نفاس غسل:

139- مسأله: د نفاس غسل د اولاد په زيږيدل مربوط کيږی او په نور وختونه ليدل کيږی د زيږيدل د وينی راتلل وروسته بايد دغه غسل وسی. د ډير پوهيدل د پاره د توضيح المسائل په 504 مسأله او پسله هغه مراجعه وکړی.

تيمُم:

140- مسأله: پدی ځايوکی بايد د اوداسه او غسل پر ځای تيمم وسی.

- اوبه نه وی او يا لاس و هغه ته ونه رسيږی.

- اوبه د انسان د پاره تاوان ولری، مثلاًد اوبه د استعمال په سبب ناروغی ورته پيدا کيږی يا ناروغی ئی ډيريږی او يا په ډير مدت ښه کيږی.

- که اوبه د غسل يا اوداسه د پاره مصرف کړی، پخپله، ماندينه ئی، اولاد ئی، ملګری ئی يا هغه کسان چی په هغه مربوط دی او يا هر هغه څوک چی ساتنه ئی پر واجب دی د تندی په خاطر مړسی يا ناروغه سی او يا دومره تږی سی چی طاقت ئی ډير سخت دی (حتی هغه حيوان چی د هغه په اختيار کی دی).

وخت دومره لږ وی چی که وغواړی اودس ونيسی يا غسل وکړی، ټول لمونځ يا يو مقدار د هغه پسله وخته ويل کيږی.

د تيمُم کيفيت:

141- مسأله: په تيمم کی پنځه شيان واجب دی.

1- نيت.

2- د دوو لاسو ارغوی يو ځای وهل پر يو شی چی تيمم پر هغه صحيح دی.

3- د دوو لاسو کښل پر ټول تندی او دواړه خوا د هغه، د هغه ځايه څخه چی وريښتان شنه کيږی تر وريځو او لوړ تر پزه.

4- د چپه لاس ارغوی کښل د راسته لاس د شا پر ټوله.

5- د راسته لاس ارغوی کښل د چپه لاس د شا پر ټوله (ګوتی هم د لاس د ارغوی برخه دی).

142- مسأله: د دی د پاره چی يقين وکړی د لاس  شا ټوله ئی مسح کړيدی، بايد يو مقدار لوړ تر موټ هم مسح کړی. ليکن د ګوتو په منځ کی مسح لازم ندی.

143- مسأله: انسان بايد د تيمم د پاره، ګوتمی (انګشتری) د لاسه څخه وباسی او که نور مانع په تندی يا لاسوکی سته ايسته کړی.

144- مسأله: د تيمم ټول کارونه بايد د تيمم په قصد او د خدای (جل جلاله) د دستور د اطاعت د پاره وسی، او بايد معلوم کړی چی تيمم د اودس پر ځای دی يا غسل، او دغه نيت د تيمم دی.

هغه شيان چی تيمم پر هغه صحيح دی:

145- مسأله: تيمم پر خاوره، ريګ، لوټه، ډبره او پخی خټی لکه خښته که پاک وی صحيح دی.

146- مسأله: تيمم چی د اوداسه پر ځای دی د هغه تيمم چی دغسل پر ځای دی توپير نلری.

147- مسأله: څوک چی د اوداسه پر ځای تيمم کړيدی که يو د هغو شيانو چی اودس باطلوی هغه وکړی تيمم ئی باطل دی.

148- مسأله: څوک چی د غسل پر ځای تيمم کړيدی که يو د هغو شيانو چی غسل باطلوی د هغه د پاره مخ ته راسی تيمم ئی باطل کيږی، مثلاً که د جنابت د غسل پر ځای  تيمم کړيدی که بيا جنب سی تيمم ئی باطل کيږی.

149- مسأله: تيمم هغه وخت صحيح دی چی انسان و نسی کولای اودس ونيسی يا غسل وکړی، بناپر دی که بيله عذره تيمم وکړی صحيح ندی او که عذر ولری او برطرف سی، مثلاً اوبه نه درلود او اوبه پيدا کړی تيمم ئی باطل کيږی.

150- مسأله: که د جنابت غسل پر ځای تيمم وکړی، لازم ندی د لمانځه د پاره اودس ونيسی. ليکن که د نورو غسلو پر ځای تيمم وکړی، په هغه تيمم نسی کولای لمونځ وکړی او بايد د لمانځه د پاره اودس ونيسی او که نسی کولای اودس ونيسی، بايد بل تيمم د اوداسه پر ځای وکړی.

لمونځ:

د لمانځه اهميت:

لمونځ ډير مهم دينی اعمال (عمل) دی چی که د خدای (جل جلاله) په درګاه کی قبول سی، نور عبادتونه هم قبول کيږی او که لمونځ قبول نسی، نور اعمال هم نه قبول کيږی.

هغه ډول چی انسان په شپه ورځ پنځه پلا خپل ځان د اوبه په وياله کی پريولی خيره پر بدن ئی نه پاتيږی، پنځه ګونی لمانځه هم انسان د ګناهونو څخه پاک کوی. ښه دی انسان لمونځ په لومړی وخت وکړی، څوک چی لمونځ سپک وشماری لکه هغه څوک دی چی لمونځ نه کوی. پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) وفرمايل: (څوک چی ولمانځه ته اهميت او قدر ور نکړی او هغه سپک وشماری د آخرت د عذاب مستحق دی) يعنی په قيامت عذاب هغه ته ورکول کيږی.

لمونځ کوونکی ښه دی هغه کارونه ونه کړی چی د لمانځه ثواب کموی، مثلاً د خوب وهلی په حالت لمونځ ونه کړی او په لمانځه کی و آسمان ته ونه ګوری، بلکه هغه کارونه چی د لمانځه ثواب ډير وی وکړی، مثلاً پاکه کالی واغوندی خپل ځان خوښبويه کړی، خپل غاښونه مسواک کړی او وريښتان ژمونځ کړی.

د لمانځه اقسام (ډولونه):

د لمانځه د احکام او مسايل د پوهيدل د پاره، لومړی يادؤ چی لمونځ يا واجب دی يا مستحب. واجب لمونځونه هم پر دوه برخه دی، برخی د هغو ورځنی تکليف دی چی بايد شپه ورځ او په مخصوصو زمانو او وختو پر ځای سی او برخی نور لمونځونه دی چی کله وختو په خاص سبب واجب کيږی او دايمی او ورځنی وظيفی ندی.

ورځنی واجب لمونځونه:

151- مسأله: د هره ورځ لمونځونه، پنځه لمونځه او مجموع اوه لس رکعته دی.

سهار لمونځ: دوه رکعته.

غرمی لمونځ: څلور رکعته.

مازديګر لمونځ: څلور رکعته.

ماښام لمونځ: دری رکعته.

ماخُستن لمونځ: څلور رکعته.

د ورځنی لمونځو وختونه:

152- مسأله: د سهار د لمانځه وخت د سهارد آذانه څخه د لمر تر طلوع (راوتل) پوری دی چی پدی مدت کی بايد پرځای سی او هر څه چی د سهار و آذان ته نژدی وی ښه دی.

د غرمی او مازديګر د لمانځه وخت د شرعی غرمی څه تر مازديګر پوری دی چی د يو څلور رکعتی لمونځ په ځای کول په اندازه په لومړی وخت مخصوص د غرمی د لمانځه او په دغه مقدار چی مغرب (ماښام) ته پاته وی مخصوص د مازديګر د لمانځه دی.

د ماښام او ماخُستن دلمانځه وخت د ماښامه څه د شپی تر نيمائی پوری دی چی د يو دری رکعتی لمونځ په ځای کول په اندازه پسله مغرب مخصوص د ماښام د لمانځه او د يو څلور رکعتی لمونځ په اندازه چی د شپی ونيمائی ته پاته وی، مخصوص د ماخُستن د لمانځه دی.

د سهار د لمانځه لومړی وخت:

153- مسأله: د سهار و آذان ته نژدی د شرق د خوا يوه سپينه د لوړ وخواته حرکت کوی چی هغه ته (لومړی فجر) وائی، کله هغه سپينه پراختيا پيدا کړله (دوهم فجر) او لومړی وخت د سهار لمونځ دی.

د غرمی دلمانځه لومړی وخت:

154- مسأله: که لرګی يا لکه هغه په ولاړه پر مځکه قرار ورکړ و سهار چی لمر طلوع کوی سيوری ئی د غرب وخواته لويږی او هر څه لمر لوړيږی سيوری ليږيږی، کله چی سيوری ئی و ډير مقدارته ورسيد او مخ په ډيريدو سو (شرعی غرمه) او د غرمی لومړی وخت دی[7].

مغرب (ماښام):

155- مسأله: ماښام هغه وخت دی چی د لمر د غروب (لويدل) وروسته چی د شرق له خوا سور والی پيدا کيږی، پر سر تيرسی.

نيمه شپه:

156- مسأله: د نيمی شپی د محاسبی د پاره چی دماخُستن د لمانځه د وخت پای په لاس راځی، احتياط واجب هغه دی چی د غروبه (ماښام) څه د سهار تر آذان په منځ کی فاصله پر دوو برخو ويش کړو[8].

د لمانځه د وخت احکام:

157- مسأله: هغه لمونځونه چی ورځنی نه وی معلوم وخت نلری او په زمان مربوط لری چی په يو سبب او علت هغه لمونځ واجب سی، لکه د آيات لمونځ د زلزلی، کسوف، خسوف يا حادثی په وخت کی، او د ميت لمونځ هغه وخت واجب کيږی چی يو مسلمان د دنيا څخه ولاړسی يعنی مړ سی.

158- مسأله: که ټول لمونځ د مخه تر وخت پر ځای سی او يا په قصده د مخه تروخت لمونځ شروع کړی، باطل دی. (که لمونځ په خپل وخت سی په اصطلاح وائی لمونځ (اداء) دی او که لمونځ پسله وخته وسی په اصطلاح وائی (قضا) سويدی.

159- مسأله: انسان بايد لمونځ د هغه په ټاکلی وخت پر ځای کړی او که په قصده په هغه وخت پر ځای نکړی ګناهکار دی.

160- مسأله: مستحب دی انسان لمونځ په لومړی وخت پر ځای کړی او هر څه په لومړی وخت نژدی وی ښه دی مګر دا چی د هغه زنډول په يو دليل ښه وی، مثلاً صبر وکړی چی لمونځ په جماعت وکړی.

161- مسأله: که دلمانځه وخت لږ وی پدی ډول چی که وغواړی دلمانځه مستحبات پر ځای کړی دلمانځه يوه برخه پسله وخته ويل کيږی بايد مستحبات پر ځای نکړی، مثلاً که وغواړی قنوت و وائی، وخت تيريږی، بايد قنوت ونه وائی.

162- مسأله: انسان بايد د مازديګر لمونځ پسله د غرمی لمونځ او د ماخُستن لمونځ پسله د ماښام لمونځ پر ځای کړی. او که په قصده د مازديګر لمونځ د غرمی د لمانځه د مخه او د ماخُستن لمونځ د ماښام د لمانځه د مخه پر ځای کړی باطل دی.

قبله:

163- مسأله: کعبه چی د مکی په ښار او په مسجد الحرام کی قرار لری (قبله) ده او لمونځ کوونکی بايد مخ په هغه لمونځ وکړی.

164- مسأله: څوک چی د مکی د ښارد باندی او ليری د هغه دی که يو ډول ودريږی چی وويل سی مخ په قبله لمونځ کوی کافی دی.

په لمانځه کی د بدن پټول:

165- مسأله: هلکان او نارينه په لمانځه کی بايد عورت پټ کړی او ښه دی د نو (ناف) څخه تر زنګانه پوری پټ کړی.

166- مسأله: نجونی او ښځی بايد ټول بدن پټ کړی ليکن د لاسو او پښو پټول تر موټ او مخ په هغه مقدار چی په اوداسه بايد ومينځل سی لازم ندی که څه هم پټول ئی هم اشکال نلری. هر څه ښځی او نجونی کولای سی په لمانځه پښی تر بجلکه پټ نکړی ليکن د نامحرم په مقابل کی بايد هغه پټ کړی.

167- مسأله: د لمونځ کوونکی کالی بايد د غه شرايط ولری.

- پاک وی (نجس نه وی).

- مباح وی (غصبی نه وی).

- د مردار د غړو څخه نه وی: لکه د هغه حيوان پوست چی د اسلام د دستور په ډول ذبح (حلال) سوی نه دی جوړ سوی نه وی، حتی کمربند، خولی او د ساعت بند.

- د حرام غوښی حيوان څخه نه وی، مثلاً د پړانګ يا د ګِدری د پوسته څخه جوړ سوی نه وی.

- که لمونځ کوونکی نارينه دی کالی ئی سره زر بافته يا خالص ابريښم نه وی.

168- مسأله: سربيره پر کالی د لمونځ کوونکی بدن هم بايد پاک وی.

169- مسأله: که انسان پوه سی بدن يا کالی ئی نجس دی، ليکن د لمانځه په وخت هير کړی او په هغه لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی.

170- مسأله: پدی ځايوکی، که په نجس کالی يا بدن لمونځ وکړی صحيح دی.

- ونه پوهيږی بدن يا کالی ئی نجس دی او پسله لمانځه پوه سی.

- د هغه زخم (ټپ) په واسطه چی پر بدن ئی دی، بدن يا کالی ئی نجس سويدی، پريولل يا بدليدل ئی هم سخت دی.

- د لمونځ کوونکی بدن يا کالی په وينی نجس سويدی ليکن مقدار د نجسی لږ تر دِرْهَم (په اندازه د دوی ريالی سکی) دی[9].

- مجبور وی چی په نجس کالی يا بدن لمونځ وکړی؛ لکه اوبه د هغه د مينځل د پاره نلری (د توضيح المسائل د رسالی په 819 مسأله کی راغلی دی).

171- مسأله: که د لمونځ کوونکی کوچنی کالی، لکه دستکلی او جوراپی نجس وی، او يا نجس کوچنی دسمال په جيب کی ولری، که د مردار يا حرام غوښو د غړو څخه نه وی اشکال نلری.

172- مسأله: د عبا او ډير پاک او سپين کالی اغوستل، ځان خوښبويه کول او د عقيق انګشتری په لاس کول په لمانځه کی مستحب دی.

173- مسأله: خيرن، تنګ (کوچنی) او تور کالی اغوستل او هغه کالی چی د مخ عکس يا رسم لری او د کالی د غوټی خلاصيدل په لمانځه کی مکروه دی.

د لمونځ کوونکی ځای:

174- هغه ځای چی لمونځ کوونکی لمونځ پر هغه کوی بايد لاندی شرايط ولری.

1- مباح وی (غصبی نه وی).

2- بی حرکت وی (لکه موټر د حرکت په حال کی نه وی).

3- ځای ئی تنګ او چت ئی لنډ نه وی تر څو چی وکولای سی قيام، رکوع او سجود په صحيح ډول وکړی.

4- هغه ځای چی تندی ايږدی (د سجدی په حال) پاک وی.

5- د لمونځ کوونکی ځای که نجس دی داسی لوند نه وی چی و بدن او کالی ته ئی ورسيږی.

6- هغه ځای چی تندی ايږدی (د سجدی په حال) د هغه د پښو د ځای ډير تر تړلی څلور ګوتی کښته يا لوړ نه وی او که مځکه لوړ او کښته (شيب) ئی لږ وی اشکال نلری[10].

175- مسأله: د نقليئی په وسيلوکی لمونځ کول چی د انسان د حرکت او ځای په ځائی سبب نه کيږی او انسان په هغه وسيلوکی آرامتيا لری لکه بيړی، الوتکه، ريل ګاډی چی د لمانځه شرايط مراعت سی لکه قبله اشکال نلری. ليکن که په معمول ډول د دريدل او آرامتيا سره توپير ولری لکه قايق (کوچنی بيړی) او تيز رفتاره کوچنی موټر صحيح ندی، مګر د ضرورت په حال او د وخت د تنګی په خاطر.

176- مسأله: نامحرم نارينه او ښځی په يو ګوښه ځای کی چی بل څوک نسی کولای هلته ورسی، خلاف د احتياط دی او احتياطاً لمونځ هلته نسی کولای، ليکن که يو د هغو په لمانځه مشغول وی او بل يو ننوځی لمونځ ئی اشکال نلری.

177- مسأله: لمونځ کول په هغه ځای کی چی د ګناه مجلس دی، مثلاً هلته شراب څښی، قمار کوی او يا تار وهی خلاف د احتياط دی.

178- مسأله: انسان بايد ادب مراعت کړی او د حضرت پيغمبر (ص) او امام  (ع) د قبرو د مخه لمونځ ونکړی او څرنګه چی لمونځ کول بی احترامی وی حرام دی او لمونځ هم باطل دی.

179- مسأله: مستحب دی انسان واجب لمونځونه په مسجد کی وکړی، او په اسلام پر دی مسأله ډير سفارش سويدی.

د مسجد احکام:

180- مسأله: هغه مسألی چی رابسی، حضور په مسجد او لمونځ کول په هغه کی په اهميت ئی پوهيږو.

- مسجدته ډير تلل مستحب دی.

- هغه مسجد ته تلل چی لمونځ کوونکی نلری مستحب دی.

- د مسجد ګاونډی که عذر ونه لری، مکروه دی غير له مسجد لمونځ وکړی.

- مستحب دی انسان د هغه چا سره چی مسجدته نه راځی ډوډی ونه خوری په کاروکی د هغه سره مشوری ونه کړی ګاونډی ئی ونه سی د هغه څخه ښځه ونه کړی او هغه ته ښځه ور نکړی.

181- مسأله: دغه کارونه د مسجد په باره حرام دی:

- د مسجد زينت (ښايسته) کول په سره زر (طلا).

- د مسجد خرڅول، که څه هم نړيدلی او خراب سوی وی.

- د انسان او حيوان د عکس رسمول.

- د مسجد نجس کول، او که نجس سی بايد سمدستی تطهير او پاک کړی.

182- مسأله: دغه کارونه د مسجد په باره مستحب دی.

- ژر تر ټولو مسجدته تلل او وروسته تر ټولو د مسجد څخه راوتل.

- د مسجد څراغ روښانه کول.

- د مسجد پاک کول (نظافت کول).

- د ننوتل په وخت کی، لومړی راسته پښه کښيښول د مسجد په دننه کی.

- د وتل په وخت کی د مسجد څه، لومړی چپه پښه د باندی کښيښول.

- د مسجد د احترام او تحيت مستحبی لمونځ دوه رکعته په ځای کول.

- ځان خوښبويه کول او ښه کالی اغوستل د مسجد د تلل د پاره.

183- مسأله: دغه کارونه د مسجد د پاره مکروه دی.

- تيريدل د مسجد څخه په نامه د لار، بيله دی چی هلته لمونځ وکړی.

- د پزی اوبه او د خولی ناړی اچول په مسجد کی.

- بيديدل په مسجد کی، مګر د ناچاری په حال.

- ناری وهل او آواز لوړول په مسجد کی، مګرد آذان د پاره.

- رانيول او خرڅول په مسجد کی.

- تلل و مسجدته د هغه چا د پاره چی وږه يا پياز خوړلی وی او د خولی بوی ئی خلګ ته آواز ورکوی.

د لمانځه د پاره حاضرتيا (آمادګی):

اوس پسله زده کول د اوداسه غسل، تيمم، دلمانځه وخت، پټول او دلمونځ کوونکی ځای مسائل د لمانځه شروع (پيل) ته  آماده کيږو.

اذان  او اقامه:

184- مسأله: مستحب دی لمونځ کوونکی د ورځنی لمونځو د مخه لومړی آذان او پسله هغه اقامه ووائی، او وروسته خپل لمونځ شروع کړی.

اذان:

الله اکبر  (4) پلا.

اشهد ان لا اله الا الله (2) پلا.

اشهد ان محمد رسول الله (2) پلا.

اشهد ان علياً ولی الله (2) پلا.

حی علی الصلاة (2) پلا.

حی علی الفلاح (2) پلا.

حی علی خير العمل (2) پلا.

الله اکبر (2) پلا.

لا اله الا الله (2) پلا.

اقامه:

الله اکبر (2) پلا.

اشهد ان لا اله الا الله (2) پلا.

اشهد ان محمد رسول الله (2) پلا.

اشهد ان علياً ولی الله (2) پلا.

حی علی الصلاة (2) پلا.

حی علی الفلاح (2) پلا.

حی علی خير العمل (2) پلا.

قد قامت الصلاة (2) پلا.

الله اکبر (2) پلا.

لا اله الا الله (1) پلا.

185- مسأله: (اشهد ان علياً ولی الله) د آذان او اقامی برخه نده، ليکن ښه دی چی پسله (اشهد ان محمد رسول الله) د قربت په قصد وويل سی.

د اذان او اقامی احکام:

186- مسأله: اذان او اقامه بايد د لمانځه وخت رسيدلی وی وويل سی او که د مخه تر وخت وويل سی باطل دی.

187- مسأله: اقامه بايد پسله اذان وويل سی او که د اذان د مخه وويل سی صحيح ندی.

188- مسأله: د اذان او اقامی د جملو په منځ کی بايد ډير فاصله نسی او که د هغو په منځ کی ډيرتر معمول فاصله واچوی بايد هغه د سره ونيسی.

189- مسأله: که د جماعت د لمانځه د پاره اذان او اقامه ويل سوی وی څوک چی په هغه جماعت لمونځ کوی د خپل لمانځه د پاره نبايد اذان او اقامه ووائی.

190- مسأله: که انسان د جماعت د لمانځه د پاره مسجدته ولاړسی او ووينی د جماعت لمونځ پای ته رسيدلی دی او د جماعت د لمانځه د پاره اذان او اقامه ويل سويوی تر هغه وخته چی د جماعت صفونه او خلګ پر ځای وی. د خپل لمانځه د پاره نبايد اذان او اقامه ووائی.

191- مسأله: مستحبی لمونځ اذان او اقامه نلری.

192- مسأله: مسحب دی په لومړی ورځ چی اولاد و دنياته راځی په راسته غوږکی ئی اذان او په چپه غوږ کی ئی اقامه ووائی.

193- مسأله: مستحب دی څوک چی داذان د پاره ټاکل کيږی، عادل، وخت پيژندونکی او لوړ آواز ولری.

د لمانځه اعمال:

194- مسأله: لمونځ د (الله اکبر) په ويل شروع کيږی او په (سلام) پای ته رسيږی.

195- مسأله: هغه څه چی په لمانځه پر ځای کيږی يا واجب دی يا مستحب.

196- مسأله: د لمانځه واجبات يوولس دی چی برخه ئی رکن (اساس) او برخه ئی رکن نه دی.

د لمانځه واجبات عبارت دی: نيت، قيام (دريدل)، تکبيرة الاحرام، رکوع، سجود، قرائت، ذکر، تشهد، سلام، ترتيب، موالات.

د لمانځه رکن عبارت دی: 1- نيت، 2- تکبيرة الاحرام، 3- قيام د تکبيرة الاحرام په وخت کی او متصل قيام په رکوع؛ يعنی دريدل تر رکوع د مخه، 4- رکوع، 5- سجود.

د رکن او غير د رکن په منځ کی توپير:

197- مسأله: د لمانځه ارکان، اساسی غړی ئی شميرل کيږی او که يو د هغو پر ځای نسی او يا ډير سی که څه هم په اشتباه (سهوی)  وی، لمونځ باطل دی. نور واجبات که څه هم په ځای کول ئی لازم دی ليکن که په سهوی لږ يا ډير سی لمونځ باطل نه دی. ليکن که په قصد ترک (پريښول) سی يا ډيرسی لمونځ باطل دی.

د لمانځه د واجباتو احکام:

نيت:

198- مسأله: لمونځ کوونکی د لمانځه د پيله څه تر پايه پوری بايد و پوهيږی چی څه لمونځ کوی او هغه بايد د خدای (ج) د فرمان دپه ځای کول د پاره پر ځای کړی.

199- مسأله: نيت په ژبه راوړل لازم ندی ليکن که په ژبه هم وويل سی اشکال نلری.

200- مسأله: لمونځ بايد د هر ډول ريا او ځان ښکاره کوله څخه ليری وی، يعنی لمونځ يواځی د خدای (ج) د دستور سرته رسول د پاره پر ځای کړی او څرنګه چی ټول لمونځ يا برخی د هغه د خدای د پاره نه وی باطل دی.

تکبيرة الاحرام:

201- مسأله: هم هغه ډول چی تير سو لمونځ د (الله اکبر) په ويل شروع کيږی او هغه ته (تکبيرة الاحرام) وائی. (ځکه چی پدغه تکبير دی چی ډير کارونه چی دلمانځه د مخه جايزؤ، پر لمونځ کوونکی حرام کيږی، لکه خوړل، څښل، خنديدل او ژړيدل).

202- مسأله: مستحب دی لمونځ کوونکی د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت کی او د لمانځه د منځ تکبيرو، لاسونه تر غوږو لوړ يوسی.

قيام:

203- مسأله: قيام يعنی دريدل. لمونځ کوونکی بايد تکبيرة الاحرام او قرائت په آرامتيا او د قيام په حال ووائی.

204- مسأله: که رکوع هير کړی او پسله حمد او سوره د سجدی په نيت کوږ سی او په يادئی راسی چی رکوع ندی کړی بايد ودريږی او رکوع ته ولاړسی او که بيله دی چی ودريږی د کوږ والی په حال رکوع ته ولاړسی ځکه چی متصل قيام په رکوع ئی پر ځای ندی راوړی، لمونځ ئی باطل دی.

205- مسأله: لمونځ کوونکی د دريدل په وخت کی بايد دواړی پښی پر مځکه کښيږ دی، لازم ندی د بدن دروند واله پر دواړو پښو وی او که پر يوه پښه هم وی اشکال نلری.

206- مسأله: څوک چی په هيڅ ډول حتی په لکړه يا ديوال په واسطه نسی کولای په ولاړه لمونځ وکړی، بايد په ناسته او مخ په قبله لمونځ وکړی او که په ناست هم نسی کولای د بيديده په حالت پر ځای کړی.

207- مسأله: واجب دی پسله رکوع په کامل ډول ودريږی او وروسته سجدی ته ولاړسی او که دغه قيام په قصده ترک سی لمونځ باطل دی.

208- مسأله: د ورځنی لمونځو په لومړی او دوهم رکعت کی، بايد انسان لومړی حمد او پسله هغه د قرآن يو کامله سوره (لکه د توحيد سوره) ووائی.

د حمد سوره: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ * اَلْحَمْدُللهِ رَبِّ الْعالَمينَ * اَلرَّحْمنِ الرَّحيمِ * مالِكِ يَوْمِ الدّينِ * إِيّاكَ نَعْبُدُ وَإِيّاكَ نَسْتَعينُ * إِهْدِنَا الصّـِراطَ الْمُسْتَقيمَ * صِراطَ الَّذينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضّآلـّينَ.

د توحيد سوره: بِسْمِ اللهِ ا لرَّحْمنِ ا لرَّحيمِ * قُلْ هُوَ اللهُ اَحَدٌ * اَللهُ الصَّمـَدُ * لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ.

او د لمانځه په دريم او څلورم رکعت کی بايد فقط د حمد سوره يا اربعه تسبيحات وويل سی او احتياط واجب هغه دی چی تسبيحات دری پلا ووائی.

اربعه تسبيحات: «سُبْـحانَ اللهِ وَ الْحَــمْدُللهِ وَ لا اِلـهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْـبَرُ».

د قرائت احکام:

209- مسأله: د لمانځه په دريم او څلورم رکعت کی بايد حمد يا تسبيحات په کښته آواز وويل سی.

210- مسأله: د غرمی او د مازديګر د لمانځه لومړی او دوهم رکعت قرائت هم بايدپه کښته آواز وويل سی.

211- مسأله: هلکان او نارينه د سهار، ماښام او ماخُستن د لمانځه په لومړی او دوهم رکعت کی حمد او سوره په لوړ آواز ووائی، ليکن نجونی او ښځی که نامحرم کسان د دوی آواز نه اوری، کولای سی لوړ ووائی، او که يه بناپر احتياط واجب بايد کښته ووائی.

212- مسأله: که په هغه ځای کی چی لمونځ بايد لوړ ووائی، په قصد کښته ووائی او يا په هغه ځای کی چی بايد کښته ووائی، په قصد لوړ ووائی لمونځ ئی باطل دی، ليکن که هير کړی يا مسأله ونه پوهيږی، صحيح دی.

213- مسأله: که د حمد او سوری په منځ کی پوه سی سهوی کړی دی، مثلاً بايد لوړ ووائی ليکن کښته ويلی دی، لازم ندی هغه مقدار چی ويلی دی، سر دوباره ووائی.

214- مسأله: انسان بايد لمونځ زده کړی چی غلط پر ځای نکړی او څوک چی هيڅ نسی کولای صحيح زده کړی، بايد هر ډول چی کولای سی پر ځای کړی او احتياط مستحب دی چی لمانځه په جماعت پر ځای کړی.

رکوع:

215- مسأله: په هر رکعت د حمد او سوری د قرائت وروسته لمونځ کوونکی بايد په هغه اندازه کوږ سی چی وکولای سی لاس پر زنګون کښيږ دی، دغه عمل ته رکوع وائی او واجب دی د رکوع په حال ذکر ووائی.

216- مسأله: په رکوع کی هر ذکر وويل سی کافی دی پدی شرط چی لږ تر دری پلا (سبحان الله) يا يوه پلا (سبحان ربی العظيم وبحمده) نه وی.

217- مسأله: د رکوع د ذکر په حال کی بدن بايد آرام وی.

218- مسأله: که د مخه د هغه چی د رکوع په مقدار کوږ سی او بدن آرام ونيسی په قصد د رکوع ذکر ووائی لمونځ باطل دی.

219- مسأله: که د واجب ذکر د تماميدل د مخه په قصد د رکوع څخه سر پورته کړی لمونځ ئی باطل دی.

سجود:

220- مسأله: لمونځ کوونکی بايد د مستحب او واجب لمونځو په هر رکعت پسله رکوع دوی سجدی وکړی.

221- مسأله: سجده هغه ده چی تندی، د لاسو دوی ارغوی، د زنګانه سر، د پښو دوو لويو ګوتو سر پر مځکه کښيږ دی او د واجب سجدی په حال کی دی ذکر ووائی.

222- مسأله: په سجده کی هر ذکر ووائی کافی دی پدی شرط چی لږ تر دری پلا( سبحان الله) يا يوه پلا (سبحان ربی الاعلی وبحمده) نه وی.

223- مسأله: د سجدی د ذکر په حال کی بدن بايد آرام وی.

224- مسأله: که څوک د مخه تر دی چی تندی ئی په مځکه ورسيږی او آرام ونيسی، په قصد د سجدی ذکر ووائی، لمونځ ئی باطل دی او که هير کړی وی بايد سر دوباره د آرامتيا په حال ذکر ووائی.

225- مسأله: لمونځ کوونکی بايد پسله تماميدل د لومړی سجدی د ذکر کښينی ترڅو چی بدن آرام ونيسی او سر دوباره سجدی ته ولاړسی.

226- مسأله: که لمونځ کوونکی د ذکر د خلاصيدل د مخه په قصد سر د سجدی څخه پورته کړی لمونځ ئی باطل دی.

227- مسأله: کله چی د سجدی ذکر وائی يو د اوو غړو د مځکی څخه پورته کړی لمونځ ئی باطل دی ليکن کله چی د ذکر په ويل مشغول ندی، که غيرله تندی نور ځايونه د مځکی څخه پورته کړی او بيرته کښيږ دی اشکال نلری.

228- مسأله: که د پښو د لويو ګوتو سره نوری ګوتی هم پر مځکه وی، مانع نه لری.

229- مسأله: لمونځ کوونکی بايد په سجده کی تندی پر مځکه او يا هغه څه چی د مځکی څخه شنه کيږی ليکن خوړنکی او اغوستونکی ندی، لکه لرګی او د درختی پاڼه کښيږ دی.

230- مسأله: سجده پر معدنی شيان لکه سره زر، سپين زر، عقيق او فيروژی صحيح ندی.

231- مسأله: سجده پر هغه شيان چی د مځکی څه شنه کيږی او د حيوان خوراک دی، لکه پرور او واښه صحيح دی.

232- مسأله: سجده پر کاغذ که څه هم د پنبی څخه جوړ سوی وی صحيح دی.

233- د سجدی د پاره تر هر څه بهتره د حضرت امام حسين (ع) تربت (خاوره) دی او پسله هغه پدی ترتيب:

- خاوره.

- ډبره.

- واښه.

د هغه څوک وظيفه چی نسی کولای په معمول ډول سجده وکړی:

234- مسأله: څوک چی نسی کولای تندی په مځکه ورسوی، بايد دومره چی کولای سی کوږ سی او مُهر (تربت) په لوړ ځای کښيږ دی او سجده وکړی، ليکن د لاسو ارغوی، زنګانه او د پښو ګوتی بايد په معمول ډول پر مځکه يا پر ميز کښيږ دی.

235- مسأله: که نسی کولای کوږ سی، بايد د سجدی د پاره کښينی او په سر اشاره وکړی، ليکن احتياط واجب هغه دی چی دومره تربت پورته ونيسی چی تندی پر هغه کښيږ دی.

د قرآن واجب سجدی:

236- مسأله: د قرآن په څلورو سوروکی د سجدی آيه سته چی که انسان آيی ولولی يا کله چی نور هغه لولی و هغه ته غوږ ونيسی پسله پای ته رسيدل د هغه آيی سمدستی بايد سجده وکړی.

237- مسأله: هغه سوری چی د سجدی آيه لری:

- د سجدی سوره 32 ،15  آيه.

- د فصلت سوره 41،37  آيه.

- د نجم سوره 53 ،62  آيه.

- د علق سوره 96،19 آيه.

238- مسأله: که سجده هير کړی، هر وخت په يادئی راغی، بايد سجده وکړی.

239- مسأله: که د سجدی آيه د راديو، ټيپ او لکه د هغه څخه واوری بناپر احتياط واجب سجده بايد وکړی.

240- مسأله: که د سجدی آيه د لودسپيکر څخه چی د انسان آواز رسوی واوری، واجب دی سجده وکړی.

241- مسأله: پدی سجده کی ذکر ويل واجب ندی، مستحب دی.

تشهد:

242- مسأله: د واجب لمونځو په دوهم او آخر رکعت کی لمونځ کوونکی بايد پسله دوهمه سجده کښينی او د بدن د آراميدل په حال، تشهد ووائی، يعنی ووائی:

«اَشْهَـدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاّ اللهُ وَحْـدَهُ لا شَـريـكَ لَـهُ، وَ اَشْهَـدُ اَنَّ مُحمَّـداً عَبْدُهُ و رَسوُلُهُ، اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحمَّد وَ الِ مُحمَّـد».

د لمانځه سلام:

243- مسأله: د لمانځه په آخر رکعت، پسله تشهد د ناستی په حال او بدن آرام وی بايد سلام ورکړی او لمانځه پای ته ورسوی، او مستحب دی چی لومړی ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ».

او واجب دی چی ووائی: «اَلسَّـلامُ عَلَيْكُـمْ وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَـركـاتُـهُ».

او يا ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ». «اَلسَّـلامُ عَلَيكُم وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَرَكـاتُـه».

ترتيب:

244- مسأله: لمانځه بايد پدی ترتيب پر ځای سی: نيت، تکبيرة الاحرام، قرائت، رکوع، سجود، او په دوهم رکعت کی پسله سجود تشهد ووائی او په آخر رکعت پسله تشهد، سلام ورکړی.

موالات:

245- مسأله: موالات، يعنی دلمانځه برخی پرله پسی په ځای کول او فاصله نه اچول د هغو په منځ کی.

247- مسأله: د رکوع او سجود اوږ دول او د لويو سوری لوستل، موالات د منځه نه وړی.

قنوت

248- مسأله: د لمانځه په دوهم رکعت کی مستحب دی، پسله حمد او سوری او د مخه تر رکوع، قنوت ووائی، يعنی لاسونه پورته کړی او د مخ و مقابل ته ونيسی دعا يا ذکر ووائی.

249-  مسأله: په قنوت کی هر ذکر ووائی که څه هم يو (سبحان الله) وی کافی دی او کولای سی دغه دعا ووائی: «رَبَّنا اتِنا فِي الدُّنْيا حَسَنَةً وَفِي الاخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنا عَذابَ النَّارِ».

د لمانځه تعقيب:

تعقيب، يعنی مشغوليدل په ذکر، دعا او قرآن پسله دلمانځه سلام.

250- مسأله: ښه دی انسان د تعقيب په حال مخ په قبله وی.

251- مسأله: لازم ندی تعقيب په عربی وی، ليکن ښه دی هغه تعقيبات چی د دعا په کتابو دستور ورکړيدی، ووائی.

252- مسأله: د هغو دعاوی څه ‍‍ چی د لمانځه د تعقيب د پاره ډير سفارش س‍‍ويدی د حضرت فاطمی زهرا (س) تسبيح دی، يعنی : 34 پلا (الله اکبر)، 33 پلا (الحمد لله) او33 پلا (سبحان الله) ويل

دلمانځه مبطلات (هغه کارونه چی لمونځ باطلوی):

253- مسأله: دوولس شی لمونځ باطلوی او هغوته مبطلات وائی.

- لومړی: هغه چی دلمانځه په منځ کی يو د شرطو د هغه د منځه ولاړسی، مثلاً د لمانځه په منځ کی کالی يا بدن ئی نجس سی.

- دوهم: هغه چی دلمانځه په منځ کی په قصده يا په سهوی ياد ناچاری په خاطر يو شی چی اودس يا غسل باطلوی مخ ته راسی، مثلاً بولی د هغه څه راووځی. ليکن څوک چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتله څخه ځان وساتی، که دلمانځه په منځ کی بولی يا غايط د هغه څخه خارج سی څرنګه چی د اوداسه د احکامو په دستوراتوکی ويل سويدی[11] عمل وکړی، لمونځ ئی نه باطليږی او که د لمانځه په منځ کی د مستحاضی د ښځی څخه وينی خارج سی که د استحاضی په دستور عمل کړی وی لمونځ ئی صحيح دی.

-  دريم: خبری کول.

- څلورم: خنديدل په لوړ آواز.

-  پنځم: ژړيدل.

-  شپږم: مخ ګرځول د قبلی څخه.

-  اوم: خوړل.

-  اتم: څښل.

-  نهم: يو کار کول چی دلمانځه ډول د منځه يوسی.

- لسم: د لمانځه ارکان لږ يا ډيرول.

-  يوولسم: لاس پر لاس کښيښول.

- دوولسم: پسله حمد آمين ويل.

د لمانځه د مبطلاتو احکام:

خبری کول:

254- مسأله: که لمونځ کوونکی په قصده يوه کلمه ووائی چی معنی ولری چی يو حرف وی يا ډير او وغواړی په هغه يوه معنی ورسوی، لمونځ ئی باطل کيږی.

255- مسأله: که د هيريدل له رويه خبری وکړی، يعنی پام ئی نه ؤ چی د لمانځه په حال کی دی، لمونځ نه باطل کيږی.

256- مسأله: ټوخيدل او پرشی وهل  لمونځ نه باطلوی.

257- مسأله: په لمانځه کی نبايد وچاته سلام وسی، ليکن که څوک ولمونځ کوونکی ته سلام وکړی واجب دی د هغه ځواب ورکړی او بايد په ځواب، سلام مقدم ولری، يعنی ووائی (سلام عليکم) او نبايد (عليکم السلام) ووائی.

خنديدل او ژړيدل:

258- مسأله: که لمونځ کوونکی په قصده آواز لرونکی خندا وکړی يا د دنيائی کار د پاره په قصد په لوړ آواز وژاړی لمونځ ئی باطل کيږی ليکن که د خدای (جل جلاله) د بيری يا د آخرت (قيامت) د پاره وژاړی اشکال نلری بلکه د ډير ښه اعمالو څخه دی.

259- مسأله: تبسم لمونځ نه باطلوی.

مخ ګرځول د قبلی څخه:

260- مسأله: که په قصده دومره د قبلی څخه مخ وګرځوی چی ونه وائی مخ په قبله دی، لمونځ ئی باطل دی.

261- مسأله: که په قصده يا په سهو شا و قبلی ته کړی يا د قبلی وراسته يا چپی خواته وګرځی،

لمونځ ئی باطل دی.

خوړل او څښل:

262- مسأله: که لمونځ کوونکی يو شی وخوری يا وڅښی په هغه ډول چی ونه وائی لمونځ کوی، لمونځ ئی باطل دی.

263- مسأله: که لمونځ کوونکی يو شی وخوری يا وڅښی که څه هم د لمانځه ډول د منځه ولاړ نسی بناپراحتياط واجب لمونځ ئی باطل دی.

د لمانځه اصل د منځه تلل:

264- مسأله: که د لمانځه په منځ کی يو کار وکړی چی دلمانځه اصل او ډول د منځه يوسی، لکه لاس وهل، په هوا غورځيدل او نور، هر څو د هيريدل له رويه وی، لمونځ ئی باطل دی.

265- مسأله: که دلمانځه په منځ کی دومره چپ پاته سی چی دلمانځه د اصل څخه خارج سی، لمونځ ئی باطل کيږی.

266- مسأله: د واجب لمونځ پريښول (دلمانځه ماتول) حرام دی، مګر د ناچاری په حال، لکه دغه ځايونه: د ځان ساتل، د مال ساتنه، او د بدنی او مالی تاوان مخ نيول.

267- مسأله: د خلګو پور ورکول د پاره لمونځ ماتول پدی شرايط اشکال نلری.

1- د لمانځه په منځ کی نسی کولای پور ورکړی.

2- پور غوښتونکی خپل پور غواړی.

3- د لمانځه وخت لږ ندی، يعنی کولای سی پسله پور ورکول، لمونځ په خپل وخت پر ځای کړی.

268- مسأله: د لمانځه ماتول د هغه مال د ساتنی د پاره چی اهميت نلری، مکروه دی.

269- مسأله: هغه کارونه چی په لمانځه کی مکروه دی، عبارت دی:

1- د سترګو پټول.

2- په لاسو او ګوتو بازی کول.

3- د ذکر، سوری يا حمد د ويل په وخت کی سکوت کول (چپيدل) د بل څوک د خبری د اوريدل د پاره.

4- هر کار چی خضوع او خشوع (نرمی) د منځه يوسی.

5 -  مخ ګرځول په لږ مقدار وراسته يا چپه خواته (ځکه چی ډير مقدارئی لمونځ باطلوی).

د اذان او اقامی ترجمی:

* «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای (ج) تر هر شی او هر څوک ډير لوی دی.
* «اَشْهَدُ اَن لااِلهَ اِلاَّ اللهُ»؛ شاهدی ورکوم چی غير د نړی پروردګار بل خدای نسته.
* «اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ»؛ شاهدی ورکوم چی محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) د خدای پيغمبر دی.
* «اَشْهَدُ اَنَّ عَليّاً وَلىُّ الله»؛ شاهدی ورکوم چی علی بن ابی طالب پسله پيغمبر ولی او حجت د خدای دی.
* «حَيَّ عَلَى الصّلاةِ»؛ ژر سی (تلوار وکړی) د لمانځه وخواته.
* «حَيَّ عَلَى الفَلاح»؛ ژرسی د نجات او خلاصی و خواته
* «حَيَّ عَلَى خَيرِالعَمَلِ»؛ ژرسی د ښو کارو وخواته
* «قَدْ قامَتِ الصَّلاةُ»؛ لمونځ شروع سو.
* «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای تر ټولو ډير لوی دی.
* «لااِلهَ اِلاَّ اللهُ»؛ غيرله د نړی پروردګار بل خدای نسته.

د لمانځه ترجمی:

* تكبيرة الاحرام: «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای تر هر څوک او هر شی ډير لوی دی.
* حمد: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ»؛ د بخښونکی مهربان خدای په نامه.
* «اَلْحَمْدُلله رَبّ ِ ا لْعالَمينَ»؛ د خدای مخصوص حمد او ثنا، د ټول عالم (نړی) پروردګار دی.
* «الرّحمنِ الرَّحيمِ»؛ بخښونکی مهربان خدای .
* «مالِكِ يَوْمِ الدّينِ»؛ د قيامت يعنی د ثواب او عذاب د ورځی خاوند.
* «ايّاكَ نَعْبُدُ وَ ايّاكَ نَسْتَعينُ»؛ يواځی تا عبادت کوو او يواځی ستا څه مرسته غواړو.
* «اِهْدناالصِّراطَ الْمُستَقيمَ»؛ موږ لارښوونه و فرماياست په صحيح او مستقيم لار.
* «صِراطَ الَّذينَ اَنْعَمْتَ عَلَيْهِم»؛ د هغو کسانو په لار چی هغوته دی نعمت ورکړيدی.
* «غَيْرِالْمَغضُوبِ عَلَيْهِم وَلاالضّالّينَ»؛ نه د هغو کسانو لار چی غضب پر هغو سويدی او نه د ګمراهانو.
* سوره: «بِسْمِ ا للهِ ا لرَّحْمنِ ا لرَّحيمِ»؛ د بخښونکی مهربان خدای په نامه.
* «قُل هُوَاللهُ اَحَدٌ»؛ و وايه خدای يو او يواځی دی.
* «اللهُ الصَّمَدُ»؛ بی نياز خدای.
* «لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ»؛ هغه خدای چی اولاد نلری او د بل چا اولاد ندی.
* «وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ»؛ او هيڅ څوک، د هغه همتا او هم ډول ندی.
* د ركوع ذکر: «سُبْحانَ رَبِّي الْعَظيمِ وَ بِحَمْدِهِ»؛ خپل لوی خدای پاک بولم او ثنا او صفت کوم.
* د سجود ذکر: «سُبْحانَ رَبِّي الاَْعْلى وَ بِحَمْدِهِ»؛ خپل خدای چی تر ټولو لوړ دی، حمد او ثنا کوم او پاک بولم.
* اربعه تسبيحات : «سُبْحانَ اللهِ وَالْحَمْدُلله وَلا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای پاک دی، حمد او ثنا مخصوص د خدای دی، غير له د نړی پروردګار بل خدای نسته او خدای تر ټولو ډير لوی دی.
* تشهّد او سلام: «اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَحْدَهُ لا شريكَ لَهُ»؛ شاهدی ورکوم چی غير له پروردګار بل خدای نسته او يواځی او بی همتا دی او ملګر نلری.
* «وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحمّداً عَبْدُهُ وَ رَسوُلُه»؛ او شاهدی ورکوم چی محمد (ص) د خدای (ج) رسول او بنده دی.
* «الّلهُمَّ صَلِّ على مُحَمَّد وَ الِ مُحمّد»؛ خدايا پر محمد او خاندان ئی درود وليږه.
* «السَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهاالنَّبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»؛ د خدای برکات، رحمت او درود پر تا ای پيغمبره
* «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ»؛ درود پر موږ (لمونځ کوونکی) او د خدای (ج) پر صالح بندګانو باندی.

* «اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»؛ درود پر تاسی او د خدای (ج) رحمت او برکات پر تاسی.

د لمانځه شکيات:

کله ممکن دی لمونځ کوونکی د لمانځه په يوه برخه شک وکړی: مثلاً نه پوهيږی تشهدئی ويلی دی که يه او يا نه پوهيږی يوه سجده پر ځای کړيدی يا دوی سجدی او کله د رکعتو په تعداد چی ويلی دی شک کوی، مثلاً نه پوهيږی چی په دريم رکعت لګيا دی يا په څلورم.

په لمانځه د شک د پاره، خاص احکام سته چی ټول بيان د هغه ددی ليکنی د توان څخه خارج دی، ليکن په لنډ ډول د شک ډولونه او د هر يو د احکام په بيان پيل کوو.

د لمانځه په برخوکی شک:

270- مسأله: که لمونځ کوونکی د لمانځه د برخو د يوی برخی په په ځای کول شک وکړی، يعنی نه پوهيږی هغه برخه ئی پر ځای کړيدی که يه، که وروستنی برخه ئی ندی پيل کړی، يعنی تراوسه پوری د هغه برخی څخه ندی تيرسوی بايد هغه پر ځای کړی. ليکن که پسله داخليدل په وروستنی برخه شک راغلی دی، يعنی د هغه د ځايه څخه تير سويدی، پدی ډول شک اعتنا (توجه) نه کيږی او لمونځ ته ادامه ورکوی او صحيح دی.

271- مسأله: که پسله دی چی د لمانځه يوه برخه پر ځای سو په صحيح توب د هغه شک وکړی، يعنی نه پوهيږی هغه برخه ئی چی پر ځای کړيدي، صحيح پر ځای سويدی که يه، پدی ډول په خپل شک پروا او توجه نه کوی، يعنی بنا ايږدی پر صحيح توب د هغه او لمانځه ته ادامه ورکوی او صحيح دی.

هغه شکونه چی لمونځ باطلوی:

272- مسأله: که په دوه رکعتی لمانځه کی يعنی د سهار لمونځ يا د ماښام د لمانځه د رکعتو په شمير شک وسی لمونځ باطل دی.

273- مسأله: که د يو يا ډير تر يو رکعت په منځ کی شک وکړی، مثلاً يو او دوه يا يو او دری لمونځ باطل دی.

274- مسأله: که په لمانځه پوه نسی څو رکعته ئی ويلی دی، لمونځ باطل دی.

275- مسأله: هر کله يو د هغو شکو چی لمونځ باطلوی مخ ته راسی بايد يو مقدار فکر وکړی او که شی يادئی نه راغی او شک پاته سو، لمونځ ماتوی او سر دوباره شروع کوی.

276- مسأله: هغه شکونه چی نبايد په هغو توجه وکړی:

- په مستحبی لمانځه کی شک.

- د جماعت په لمانځه کی شک.

- د لمانځه د سلام وروسته شک.

- د لمانځه د وخت د تيريدو وروسته شک.

277- مسأله: څرنګه چی د شک ډير خوا لمونځ باطلوی بنا پر لږ کښيږ دی، مثلاً که د سهار په نافلی که شک وکړی چی دوه رکعته ئی ويلی دی يا دری رکعت، بايد بنا کښيږ دی چی دوه رکعته ئی ويلی دی او که د شک ډير خوا لمونځ نه باطلوی، مثلاً شک وکړی چی دوه رکعته ويلی دی يا يو رکعت، د شک په هره خوا عمل وکړی، لمونځ ئی صحيح دی.

278- مسأله: د جماعت په لمانځه که د جماعت امام د لمانځه د رکعتو په شمير شک وکړی، ليکن مأموم شک ونه لری او امام پوه کړی چی څوم رکعت دی، د جماعت امام نبايد په خپل شک توجه وکړی. او همدغه ډول که مأموم شک وکړی ليکن د جماعت امام شک ونه لری هم هغه ډول چی د جماعت امام لمونځ پر ځای کوی، هغه هم عمل وکړی او لمونځ ئی صحيح دی.

279- مسأله: که پسله سلام د لمانځه شک وکړی چی لمونځ ئی صحيح ؤ که يه مثلاً شک وکړی رکوع کړيدی که يه، يا پسله څلور رکعتی لمونځ شک وکړی چی څلور رکعته ويلی دی يا پنځه رکعته په خپل شک توجه ونه کړی، ليکن که د شک دواړی خوائی باطل وی، مثلاً پسله سلام د څلور رکعتی لمونځ شک وکړی چی دری رکعته ويلی دی يا پنځه رکعته، لمونځ ئی باطل دی.

280- مسأله: که د لمانځه د وخت دتيريدل وروسته شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه، يا ګمان وکړی چی ندی کړی، په ځای کول ئی لازم ندی. ليکن که د وخت د تيريدل د مخه شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه، يا ګمان وکړی چی ندی کړی، بايد هغه لمونځ پر ځای کړی، بلکه که ګمان وکړی چی لمونځ کړيدی، بايد هغه پر ځای کړی.

د احتياط لمونځ:

281- مسأله: په هغو ځايوکی چی د احتياط لمونځ واجب کيږی لکه د دری او څلور په منځ کی شک، بايد پسله د لمانځه دسلام، بيله دی چی دلمانځه  اصل د منځه يوسی او يا يو د لمانځه مبطلات پر ځای کړی ولاړسی بيله اذان او اقامی تکبير ووائی او د حتياط لمونځ وکړی.

282- مسأله: د احتياط د لمانځه توپير د نور لمونځو سره:

- د هغه نيت نبايد په ژبه راوړی.

- سوره او قنوت نلری (که څه هم دوه رکعتی وی).

- په کښته آواز ويل کيږی او احتياط واجب هغه دی چی (بسم الله) هم په کښته آواز ووائی.

283- مسأله: که يو رکعت د احتياط لمونځ، واجب وی، پسله سجدی تشهد وائی او سلام ورکوی او که دوه رکعته واجب سويدی، نبايد په لومړی رکعت تشهد او سلام ووائی، بلکه يو بل رکعت هم بايد (بيله تکبيرة الاحرام) ووائی او د دوهم رکعت په پای تشهد ووائی او سلام ورکړی.

د سهوی د سجدی کيفيت:

284- مسأله: په هغه ځايوکی د سهوی سجدی واجب کيږی، لکه د څلور او پنځه په منځ کی شک د ناستی په حالت، بايد د لمانځه د سلام وروسته و سجدی ته ولاړسی او ووائی: «بسم اللهِ و بِاللهِ وَ صلَّى اللهُ على محمّد و الِهِ» يا «بِسْمِ الله وَ بِاللهِ اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد» ليکن ښه دی ووائی: «بِسْمِ اللهِ وَ بِاللهِ اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّها النَّبِيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»  پسله هغه کښينی او بيرته سجدی ته ولاړسی او د لوړ ذکرو يوئی ووائی وروسته کښينی او تشهد او سلام ووائی.

د مسافر لمونځ:

285- مسأله: انسان بايد په سفر کی څلور رکعتی لمونځونه دوه رکعته قصر (يعنی مات) پر ځای کړی، پدی شرط چی مسافرت ئی تر اته فرسخه لږ نه وی ( شرعی اته فرسخ تقريباً 45 کيلومتر دی).

286- مسأله: مسافر که د هغه ځای چی لمونځ ئی کامل دی، لکه وطن بايد څلور فرسخه ولاړسی او څلور فرسخه راو ګرځی، پدی سفر هم لمونځ ئی قصر دی.

287- څوک چی مسافرت ته ځی، هغه وخت لمونځ ئی بايد قصر پر ځای کړی چی اقلاً په هغه مقدار ليری سی چی د هغه ځای اذان وانه وری او د هغه ځای ديوالونه ونه وينی او که د مخه تر هغه چی پدی مقدار ليری سی وغواړی لمونځ پر ځای کړی بايد کامل پر ځای کړی.

288- مسأله: که و يو ځای ته ځی چی دوی لاری لری، يوه لارئی لږ تر اته فرسخ او بله لارئی اته فرسخه يا ډير تر هغه وی که د هغه لار چی اته فرسخه وی ولاړسی لمونځ بايد قصر پر ځای کړی او که د هغه لار چی اته فرسخه نه وی بايد لمونځ څلور رکعتی پر ځای کړی، مثلاً که د وطن څخه و يوی کلی ته ځی چی دوی لاری لری، يوه لارئی څلور فرسخه دی او بله لارئی دری فرسخ، که د لومړی لار (څلور فرسخ) څخه ولاړسی او د هغی لاری بيرته راوګرځی، لمونځ ئی د لاری په منځ او په هغه کلی که قصر دی. ليکن که د دی لاری څخه ولاړسی او د بلی لار چی (دری فرسخه) دی راوګرځی او يا د دوهمی لار( دری فرسخه) څخه ولاړسی او د هغی لاری راوګرځی ځکه چی د سفر جمع لږ تر اته فرسخه دی لمونځ د لاری په منځ او په هغه کلی کی کامل دی.

289- مسأله: د سفر پدی ځايوکی لمونځ کامل دی.

1- دمخه تردی چی اته فرسخه ولاړسی، د خپل وطن څخه تيريږی او يا په يو ځای کی لس ورځی پاتيږی.

2- لومړی قصد نه درلود چی واته فرسخی سفرته ولاړسی او بيله قصد دغه مقدار لارئی تللی دی لکه چی يو څوک د يو ورک شی پسی ګرځی.

3- دلار په منځ کی د سفره څخه وګرځی، يعنی د مخه تر رسيدل و څلور فرسخی ته د تلل څخه ئی پښيمان سی.

4- څوک چی شغل او کارئی مسافرت دی لکه د ريل ګاډی او د هغه موټرانو چی د ښار د باندی ځی دريور، پيلوت، کښتی وان (په هغه سفر چی شغل ئی دی).

5- څوک چی حرام سفرته ځی، لکه هغه سفر چی د پلار او مور د آزار او عذاب سبب وی.

290- مسأله: هغه کسان چی د دوی شغل او کار په سفر کی دی لکه محصلين چی د تحصل او درس د پاره بل ښارته ځی او معمولاً د جمعی په ورځ خپل وطن ته راځی يا معلمان، دولتی کارکوونکی او کاريګران چی هره ورځ د خپل وطن څخه د کار او شغل د پاره د شرعی مسافت او فاصلی په اندازه ځی او شپه بيرته راګرځی بناپر احتياط د دوی  لمونځ قصر دی او د دوی روژی صحيح ندی مګر داچی د کار په ځای د لس ورځی قصد وکړی.

291- مسأله: پدی ځايوکی لمونځ کامل دی.

- په وطن کی.

- په هغه ځای کی چی قصد لری لس ورځی پاته سی.

- په هغه ځای چی ديرش ورځی په شک پاته سويدی، يعنی معلوم نه ؤ چی پاتيږی يا ځی او تر ديرش ورځی پدغه حالت پاته سوی او هيڅ ځای ته هم ندی تللی، پدی ډول بايد پسله ديرش ورځی لمونځ کامل په ځای کړی.

وطن چيری دی؟:

292- مسأله: وطن، هغه ځای دی چی انسان د خپل ژوندانه د پاتيدل د پاره ټاکلی دی، څه هلته ودنياته راغلی او د پلار او مور وطن ئی وی، يا په خپله هغه ځای د ژوندانه د پاره ټاکلی دی.

293- مسأله: اولاد تر هغه وخته پوری چی مستقل سوی ندی، که د پلار او مور سره د هغو په وطن کی ژوند کوی د پلار او مور وطن د هغه وطن هم دی، که څه هم هلته ودنياته نه وی راغلی او پسله هغه چی په ژوندانه کی مستقل سو، که بل ځای د دايمی ژوندانه د پاره وټاکی هغه ځای وطن ئی کيږی. بناپر دی د مثال په ډول پلار او مور چی په اصل اصفهانی دی، اولاد د هغو چی په اصفهان کی د هغو سره ژوند کوی ځکه چی اصفهان د پلار او مور وطن دی، اصفهان د هغه د پاره هم د وطن حکم لری او که  اصفهان ته ولاړسی هلته بايد لمونځ کامل په ځای کړی. بلی که اولاد د هغو په بل ښارکی ژوند وکړی او هيڅ کله د پلار او مور سره په اصفهان کی ژوند نه دی کړی هلته د اولاد وطن نه کيږی.

294- مسأله: ترڅو چی انسان د خپل غيرله اصلی وطن د دايمی پاتيدل قصد ونه لری هلته وطن ئی نه حسابيږی.

295- مسأله: که قصد لری په هغه ځای کی چی اصلی وطن ئی ندی يو مدت پاته سی او پسله هغه بل ځای ته ولاړسی هلته وطن ئی نه حسابيږی، لکه يو محصل چی يو مدت د تحصيل د پاره په يو ښارکی پاتيږی.

296- مسأله: که انسان بيله دايمی پاتيدل قصد او بيله تلل قصد په يو ځای کی دومره پاته سی چی خلګ هغه د هغه ځای وبولی،هغه ځای د وطن حکم  لری.

297- مسأله: که يو ځای ته ولاړسی چی د مخه وطن ئی ؤ ليکن اوس د هغه ځايه څخه مخ ګرځولی دی يعنی تصميم نيولی دی چی نور د هستوګنی د پاره هلته ورنسی نبايد لمونځ کامل په ځای کړی که څه هم بل وطن د ځان د پاره ټاکلی نه وی.

298- مسأله: مسافر چی خپل وطن ته راځی کله چی يو ځای ته ورسيږی چی د خپل وطن ديوال ووينی او د اذان ږغ واوری، بايد لمونځ کامل په ځای کړی.

د لس ورځی قصد:

299- مسأله: مسافر چی قصد کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی، که تر لس ورځی ډير هلته پاته سی ترڅو چی سفر ندی کړی، بايد لمونځ ئی کامل پر ځای کړی او لازم ندی سر دوباره دلس ورځی پاتيدل قصد وکړی.

300- مسأله: که مسافر د لس ورځی د قصده څخه وګرځی.

الف: د څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول د مخه د خپل قصده وګرځی، بايد لمونځ قصر په ځای کړی.

ب: پسله په ځای کول د يو څلور رکعتی لمونځ که د خپل قصده څه وګرځی، ترڅو چی هلته دی، بايد لمونځ کامل په ځای کړی.

د قضا لمونځ:

د قضا لمونځ، هغه لمونځ ته ويل کيږی چی پسله وخت په ځای سی.

301- مسأله: انسان بايد واجب لمونځونه د هغه په معلوم وخت په ځای کړی او که بيله عذر لمونځ ئی قضا سی ګناهکاره دی او بايد توبه وکړی او د هغه قضا هم په ځای کړی.

302- مسأله: په دوو ځايو د لمانځه قضا په ځای کول واجب دی.

الف: واجب لمونځ پر وخت ئی په ځای کړی نه وی.

ب: پسله وخت متوجه سی هغه لمونځ چی په ځای کړيدی باطل ؤ.

303- مسأله: څوک چی د قضا لمونځ لری نبايد د هغه په په ځای کول تنبلی وکړی، ليکن واجب ندی ژر هغه په ځای کړی.

304- مسأله: د هغه څوک د ورځنی لمونځونو قضا چی د خپل د قضا کيدل ترتيب پوهيږی بناپر احتياط واجب بايد په ترتيب په ځای سی، مثلاً څوک چی يوه ورځ د مازديګر لمونځ او پسی ورځ د سهار لمونځ ندی کړی، بايد لومړی د مازديګر لمونځ او پسله هغه د سهار د لمونځ قضا په ځای کړی. څوک چی يو لمونځ د هغه څخه قضا کيږی په احتياط واجب سره د پسی واجب لمونځ د مخه بايد د هغه قضا په ځای کړی او پدی ځای کی د ترتيب مراعت لازم ندی.

305- مسأله: څوک چی پوهيږی د قضا لمونځ لری ليکن د هغو تعداد نه پوهيږی، مثلاً نه پوهيږی چی څلور ؤ يا پنځه، که لږ ئی په ځای کړی کافی دی.

306- مسأله: که د هغو تعداد ئی پوهيدل، ليکن هير کړيدی، احتياط واجب هغه دی چی ډير مقدار په ځای کړی.

307- مسأله: د قضا لمونځ کيږی په جماعت په ځای سی څه د جماعت د امام لمونځ ادا وی يا قضا او لازم ندی هر دواړه يو لمونځ په ځای کړی، مثلاً که د سهار دلمانځه قضا د امام د مازديګر يا غرمی د لمانځه سره په ځای کړی اشکال نلری.

308- مسأله: که يو مسافر چی بايد خپل لمونځ مات په ځای کړی د غرمی يا مازديګر يا ماخُستن لمونځ ئی قضا سی هغه بايد دوه رکعتی په ځای کړی که څه هم په سفرکی نه وی چی دهغه قضا وغواړی په ځای کړی.

309- مسأله: په سفر کی نسی کولای روژه ونيسی حتی که د قضا روژه وی، ليکن د قضا لمونځ کيږی په ځای سی.

310- مسأله: که په سفر وغواړی هغه لمونځونه چی بيله سفر قضا سويدی په ځای کړی بايد د غرمی، مازديګر او ماخُستن لمونځونه څلور رکعتی قضا کړی.

311- مسأله: د قضا لمونځ کيږی هر وخت په ځای سی يعنی د سهار دلمانځه قضا کولای سی غرمه يا شپه په ځای سی.

د پلار او مور د قضا لمونځ:

312- مسأله: ترڅو چی انسان ژوندی دی که څه هم د خپل دلمانځه دکول څخه  عاجزوی، بل څوک نسی کولای د هغه لمونځونه قضا کړی.

313- مسأله: د پلار د مرګه وروسته هغه لمونځ او روژی چی پر ځای کړی نوی پر مشر زوی ئی واجب دی هغه لمونځ او روژی قضا کړی.

314- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی مشر زوی د مور قضا سوی لمونځ او روژی هم په ځای کړی.

د جماعت لمونځ

د اسلامی امت يووالی د هغو مسائلو څخه دی چی اسلام هغه ته ډير اهميت ورکړيدی او د هغه د ساتنی او دوام د پاره مخصوص برنامی لری، يو د هغو د جماعت لمونځ دی.

دجماعت لمونځ، يو دلمونځ کوونکو څخه چی د مخصوص خواص درلودنکی دی د جمعيت په مخ کی دريږی او نور په منظم صفو د هغه وشاته او يو ځای د هغه سره لمونځ پر ځای کوی.

هغو څوک چی په دغه جَمْعی لمونځ د جمعيت په مخ کی دريږی د (جماعت امام) دی او هغه څوک چی دهغه په شا په لمانځه دهغه څه پيروی کوی (مأموم) دی.

د جماعت د لمانځه اهميت او ارزښت:

په ډيرو روايتو د جماعت د لمانځه د پاره ډير اَجر او ثواب راغلی دی، په دقيق ډول په برخو د احکام مسائل په اهميت او ارزښت پوهيږو. اوس برخی د هغو بيانو ؤ.

315- مسأله: د جماعت په لمانځه شرکت کول د هر چا د پاره مستحب دی مخصوصاً د مسجد د ګاوندی د پاره.

316- مسأله: مستحب دی انسان صبرو کړی چی لمونځ په جماعت وکړی.

317- مسأله: د جماعت لمونځ که څه هم په لومړی وخت ونسی، د لومړی وخت تر فُرادای[12](يواځی) لمونځ ښه دی.

318- مسأله: د جماعت لمونځ چی ژر په ځای کيږی تر يواځی لمونځ چی هغه ته زنډ ورکړی ښه دی.

319- مسأله: ښه ندی چی انسان بيله عذر، د جماعت لمونځ ونه کړی.

320- مسأله: د جماعت په لمانځه حاضر نه کيدل د بی پروائی په خاطر جايز ندی.

د جماعت د لمانځه شرايط:

321- مسأله: د جماعت دلمانځه په وخت کی، لاندی شرايط بايد مراعت وسی.

1- مأموم د امام څه د مخه ونه دريږی، بلکه احتياط واجب هغه دی چی لږ څه شاته ودريږی.

2- د جماعت د امام ځای د مأمومينو تر ځای لوړ نه وی.

3- د امام او مأموم فاصلی او د صفو فاصلی ډير نه وی او احتياط هغه دی چی فاصلی ډير تر يو ګام نه وی.

4- د امام او مأموم په منځ او همداسی د صفو په منځ کی يو شی لکه ديوال يا پردی مانع نه وی، ليکن د پردی وهل د نارينه او ښځو د صف په منځ کی اشکال نلری.

322- مسأله: د جماعت امام بايد بالغ او عادل وی، او لمونځ په صحيح ډول په ځای کړی.

د جماعت په لمانځه اقتدا کول:

323- مسأله: په هر رکعت، يواځی په رکوع او د قرائت په منځ  کولای سی په (امام) اقتدا وکړی. که د جماعت د امام په رکوع ونه رسيږی بايد په پسی رکعت اقتدا وکړی او که يواځی د جماعت د امام په رکوع هم ورسيږی يو رکعت په حساب راځی.

324- مسأله: د جماعت په لمانځه اقتدا کول مختلف حالتونه:

- په لومړی رکعت:

1- د لمانځه په ابتدا يا د قرائت په وخت د جماعت په امام اقتدا وکړی: مأموم حمد او سوری نه وائی او نور اعمال د جماعت د امام سره په ځای کوی.

2- په رکوع: رکوع او نور اعمال د جماعت د امام سره په ځای کوی او حمد او سوری د هغه رکعت د پاره د منځه تللی دی.

- په دوهم رکعت:

1- د دوهم رکعت په ابتدا يا د قرائت په وخت مأموم حمد او سوری نه وائی او د امام سره قنوت، رکوع او سجود په ځای راوړی او هغه وخت چی د جماعت امام تشهد وائی، بناپر احتياط واجب د نيم خيز[13]په حالت يعنی نه ولاړ نه ناست کښينی او که لمونځ دوه رکعتی دی، يو رکعت بل په يواځی په ځای کړی او لمونځ پای ته ورسوی. او که دری يا څلور رکعتی دی، په دوهم رکعت چی د جماعت امام په دريم رکعت کی دی، حمد او سوری ووائی (هر څو د جماعت امام تسبيحات ووائی) او هغه وخت چی د جماعت امام دريم رکعت ئی پای ته ورساوه او د څلورم رکعت د پاره ولاړيږی، مأموم بايد پسله دوی سجدی، تشهد ووائی او دريم رکعت د په ځای کول د پاره ولاړسی او دلمانځه په آخر رکعت چی د جماعت امام په تشهد او سلام لمانځه پای ته رسوی، يو رکعت بل په ځای راوړی.

- په دريم رکعت:

1- د قرائت په وخت: کله چی پوهيږی که اقتدا وکړی د حمد او سوری او يواځی حمد د ويل د پاره وخت لری، کولای سی اقتدا وکړی او بايد حمد او سوری يا يواځی حمد ووائی. او که پوهيږی وخت نلری بناپر احتياط واجب بايد صبر وکړی چی د جماعت امام رکوع ته ولاړسی او په هغه اقتدا وکړی.

2- په رکوع: که په رکوع اقتدا وکړی، رکوع د امام سره په ځای راوړی او حمد او سوری د هغه رکعت د پاره د منځه تللی دی او پاته لمونځ هم هغه ډول چی د مخه بيان سو، په ځای راوړی.

- په څلورم رکعت:

1- د قرائت په وخت: په دريم رکعت د اقتدا حکم لری او هغه وخت چی د جماعت امام د لمانځه په آخر رکعت د تشهد او سلام د پاره کښينی، مأموم کولای سی ولاړسی او لمونځ ئی په يواځی ادامه ورکړی او کولای سی د نيم خيز په حالت کښينی چی د جماعت امام سلام او تشهد پای ته ورسيږی اوپسله هغه ودريږی.

2- په رکوع: رکوع او سجدی د امام سره په ځای راوړی (پداسی حال چی د امام څلورم رکعت او د مأموم لومړی رکعت دی) او پاته لمونځ هم هغسی چی تيرسو، کوی.

د جماعت د لمانځه احکام:

325- مسأله: که د جماعت امام د ورځنی لمونځو يو ئی په ځای کوی، کولای سی د ورځنی لمونځو هر يو په هغه اقتدا وکړی. بناپر دی که امام د مازديګر لمونځ کوی، مأموم کولای سی، د غرمی لمونځ په هغه اقتدا وکړی. او که مأموم پسله هغه چی د غرمی لمونځ ئی وکړل، جماعت پر ځای سی، کولای سی د مازديګر لمونځ د جماعت امام د غرمی په لمونځ اقتدا وکړی.

326- مسأله: مأموم کولای سی خپل د قضا لمونځ د امام په ادا لمونځ اقتدا وکړی، هر څو د نورو ورځنی لمونځو قضا وی. مثلاً د جماعت امام د غرمی لمونځ کوی او هغه د سهار د لمونځ قضا کوی.

327- مسأله: د جماعت لمونځ اقلاً په دوو نفرو کيږی يعنی يو نفر امام او يو نفر مأموم، مګر د جمعی، د فطر (کوچنی) اختر او د قربان (لوی) اختر په لمونځ.

328- مسأله: نسی کولای مستحبی لمونځونه په جماعت وکړی، مګر د باران د غوښتنی لمونځ[14].

329- مسأله: مأموم نبايد د مخه تر امام تکبيرة الاحرام ووائی، بلکه تر څو چی د امام تکبير پای ته ونه رسيږی نبايد تکبير ووائی.

330- مسأله: مأموم بايد بيله حمد او سوری د لمانځه ټول برخی پخپله ووائی، ليکن که د هغه لومړی يا دوهم رکعت او د امام دريم يا څلورم رکعت وی، بايد حمد او سوری هم ووائی.

د جمعی لمونځ:

د مسلمانانو اوتګی(هفتګی) يووالی او ټوليدل يوئی د (جمعی لمونځ) دی، لمونځ کوونکی د جمعی په ورځ کولای سی د غرمی د لمانځه پر ځای د جمعی لمونځ په ځای راوړی چی د غرمی تر لمانځه بهتره دی.

ددغه لمونځ په فضيلت (ښه والی)، دومره بس دی چی په دغه نامه په قرآن کی يوه سوره راغلی ده او هلته په ښکاره او روښانه مؤمنان ئی د جمعی د لمانځه په حضور دعوت فرمايلی دی.

د جمعی د لمانځه څرنګه توب:

331- مسأله: د جمعی لمونځ دوه رکعته دی، لکه د سهار لمونځ، ليکن دوی خطبی لری چی د جمعی د امام په واسطه د مخه تر لمانځه بيان کيږی.

332- مسأله: مستحب دی د جمعی امام حمد او سوری لوړ ووائی.

333- مسأله: مستحب دی د جمعی د لمانځه په لومړی رکعت پسله حمد د (جمعی) سوره او په دوهم رکعت پسله حمد د(منافقون) سوره وويل سی.

334- د جمعی په لمونځ دوه قنوت مستحب دی يو په لومړی رکعت د مخه تر رکوع او بل په دوهم رکعت پسله رکوع.

د جمعی د لمونځ شرايط:

335- مسأله: د جمعی په لمانځه لاندی شرايط بايد مراعت سی.

- ټول شرايط چی د جماعت په لمانځه کی بايد رعايت وسی د جمعی په لمونځ کی هم معتبره دی.

- بايد په جماعت وسی او فرادا صحيح ندی.

- اقلاً د خلګو تعداد د جمعی د لمانځه د پاره پنځه نفره دی، يعنی يو نفر امام او څلور نفره مأموم.

- د دوو جمعی لمونځ په منځ، اقلاً بايد يو فرسخ فاصله وی.

د جمعی د لمونځ کوونکو وظيفی:

336- مسأله: احتياط واجب دی مأمومينو په خطبو غوږ ونيسی.

337- مسأله: احتياط مستحب دی چی مأمومينو د خطبو په وخت کی چُپ او آرام وی او د خبری کوله څه ځان وساتی.

338- مسأله: احتياط مستحب دی چی اوريدونکو د خطبو د ويلو په وخت کی مخ و جمعی امام ته کښينی او په دی خوا او هغه خوا ونه ګوری.

339- مسأله: انسان که د جمعی لمونځ په لومړی رکعت ونه رسيږی که ځان په دوهم رکعت هر څو هم په رکوع ورسوی صحيح دی او دوهم رکعت پخپله په ځای راوړی. (په شرط د دی چی پوهيږی دومره وخت سته چی دوهم رکعت ئی هم په وخت په ځای کيږی).

د آيات لمونځ:

340- مسأله: يو د واجب لمونځو (آيات لمونځ) دی چی د دغه حادثو د منځ ته راتلل په سبب واجب کيږی:

زلزلی، خسوف (د سپوږمی نيول)، کسوف (د لمر نيول)، تندر او بريښنا او سور او ژړ بادونه په هغه ډول چی ډير خلګ وبيريږی.

341- مسأله: د آيات لمونځ دوه رکعته دی او هر رکعت ئی پنځه رکوع لری. د مخه تر رکوع د حمد سوری او د قرآن بله سوره ويل کيږی، يعنی په دوه رکعته، لس حمد او لس سوری ويل کيږی، ليکن کيږی يوه سوره پنځه برخه سی او د مخه تر هر رکوع يوه برخه د هغه ووائی، چی پدی ډول په دوه رکعته دوه حمد او دوی سوری ويل کيږی.

دلته د (اخلاص) د سوری په تقسيم (ويش) کول د آيات د لمانځه څرنګه توب بيان کوؤ.

- لومړی رکعت: پسله تکبيرة الاحرام، د حمد سوره ووائی او (بسم الله الرحمن الرحيم) ووائی او په رکوع ولاړسی. او وروسته ودريږی او ووائی: (قل هو الله احد) او په رکوع ولاړسی. بله پلا ودريږی او ووائی: (الله الصمد) او ورکوع ته ورسی. بيا سر د رکوع څه پورته کړی او ووائی: (لم يلد ولم يولد) او په رکوع ولاړسی. او بيا د رکوع څه سر پورته کړی او ووائی: (ولم يکن له کفوا احد) او په رکوع ورسی.

او پسله سر پورته کول د رکوع څه په سجدی ورسی او پسله دوی سجدی په ځای کول د دوهم رکعت د پاره ودريږی.

- دوهم رکعت: دوهم رکعت هم لکه لومړی رکعت په ځای راوړی او وروسته په تشهد او سلام لمونځ پای ته رسوی.

د آيات د لمانځه احکام:

342- مسأله: که يو د آيات د لمانځه سببونه په يو ښارکی منځ ته راسی، فقط د هغه ښار خلګ بايد د آيات لمونځ وکړی او د نورو ځايو پر خلګو واجب ندی.

343- مسأله: که د آيات د لمانځه په يو رکعت کی پنځه پلا حمد او سوری ووائی او په بل رکعت کی يو حمد ووائی او سوری تقسيم کړی، صحيح دی.

344- مسأله: د دوهم، څلورم، شپږم، اتم، او لسم رکوع د مخه مستحب دی قنوت ووائی او که يواځی يو قنوت د مخه تر لسم رکوع ووائی کافی دی.

345- مسأله: هر يو د آيات د لمانځه رکوع رکن دی، نو که په قصده يا په سهوه لږ يا ډير سی لمونځ باطل دی.

346- مسأله: د آيات لمونځ کولای سی په جماعت وکړی، چی پدی ډول حمد او سوری يواځی د جماعت امام وائی.

مستحب لمونځونه[15]

347- مسأله: لمونځونه ډير دی او دغه ليکنه د هغو د ټولو ځای نلری، ليکن برخی د هغو چی ډير اهميت لری بيانوؤ.

د اختر لمونځ:

348- مسأله: په دوه اختر (فطر) او (قربان) د اختر مخصوص لمونځ کول مستحب دی.

د اختر د لمانځه وخت:

349- مسأله: د اختر د لمانځه وخت د لمر د طلوع (راختل) څخه دی تر غرمی پوری.

350- مسأله: د فطر په اختر مستحب دی پسله د لمر د راختله څه يعنی د اختر په سهار (افطار) روژه مات وکړی او د فطری[16]زکات هم ورکړی او پسله هغه د اختر لمونځ وکړی.

د اختر د لمانځه څرنګه توب:

351- مسأله: د اختر لمونځ دوه رکعته په نه (9) قنوته دی او داسی په ځای کيږی.

- د لمانځه په لومړی رکعت پسله حمد او سوری بايد پنځه تکبير وويل سی او پسله هر تکبير يو قنوت او پسله پنځم قنوت بل تکبير ويل کيږی او وروسته رکوع او دوی سجدی کيږی.

- په دوهم رکعت پسله حمد او سوری څلور تکبير ويل کيږی او پسله هر تکبير يو قنوت او پسله څلورم قنوت بل تکبير ويل کيږی او وروسته رکوع، دوی سجدی، تشهد او سلام په ځای راوړل کيږی.

- د اختر دلمانځه په قنوتوکی هر دعا او ذکر وويل سی کافی دی ليکن ښه دی دغه دعا وويل سی:

«اَللّهمَّ اَهْلَ الْكِبْرِياءِ وَالْعَظَمَةِ، وَاَهْلَ الْجُودِ وَالْجَبَروتِ، واَهْلَ الْعَفْوِ وَالرَّحْمَةِ، وَاَهْلَ التَّقوى وَالْمَغْفِرَةِ، اَسْألُكَ بِحَقِّ هذَا الْيَومِ الَّذِي جَعَلْتَهُ لِلْمُسلِمينَ عيداً، وَلِمُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ ذُخْراً وَشَرَفَاً وَكَرامَةً وَمَزيداً، اَنْ تُصَلِّىَ عَلَى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد، وَاَنْ تُدخِلَنِي في كُلِّ خَيْر اَدْخَلْتَ فيهِ مَحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، وَاَنْ تُخْرِجَنِي مِنْ كُلِّ سُوء اَخْرَجْتَ مِنْهُ مُحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِمْ، اَلّلهُمَّ اِنّي اَسْألُكَ خَيْرَ ما سَألَك َ بهِ عِبادُكَ الصَّالِحُونَ وَاَعُوذُبِكَ مِمَّا اسْتَعاذَ مِنْهُ عِبادُكَ الْمُخْلَصُونَ».

د شپی او ورځی نافلی:

د شپی او ورځی نافلی بيله جمعی ورځ 34 رکعته دی چی د هغو د جَمْعی څخه يوولس رکعته (د شپی نافلی)، دوه رکعته د سهار نافلی او دوه رکعته (د ماخُستن نافلی) دی چی ډير ثواب لری[17].

د نيمی شپی لمونځ:

352- مسأله: د نيمی شپی لمونځ 11 رکعته دی چی پدی ترتيب په ځای کيږی.

څلور، دوه رکعتی: د شپی د نافلی په نيت. دوه رکعت: د شپی د نافلی په نيت. يو رکعت: د وتر د نافلی په نيت.

د نيمی شپی د لمانځه وخت:

353- مسأله: دنيمی شپی د لمانځه وخت د نيمی شپی څه د سهار تر اذان، او ښه دی د سهار اذان ته نژدی په ځای سی.

354- مسأله: مسافر او څوک چی د هغه د پاره مشکل دی د شپی نافلی پسله نيمی شپی په ځای کړی، کولای سی د شپی په لومړی وخت وکړی.

د غفيلی لمونځ:

355- مسأله: يو بل د مستحبی لمونځو، د غفيلی لمونځ دی چی د ماښام او ماخُستن تر منځ په ځای کيږی.

د غفيلی د لمونځ څرنګه توب:

356- مسأله: د غفيلی لمونځ دوه رکعته دی چی په لومړی رکعت پسله حمد بايد دغه آيه وويل سی.( وَذَا النُّونِ اِذْ ذَهَبَ مُغَاضِباً فَظَنَّ اَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادى فِى الظُّلُمَاتِ اَنْ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اَنْـتَ سُبْحَانَكَ اِنِّى كُنْتُ مِنَ الظَّـالِمِينَ فَاستَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِك نُنْجِى الْمُؤْمِنينَ) (د انبيا سوره /87).

او په دوهم رکعت پسله حمد، دغه آيه وويل سی:( وَ عِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لايَعْلَمُهَا اِلاَّ هُوَ و يَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ و مَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَة اِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّة فِى ظُلُمَاتِ الاَْرْضِ وَلاَ رَطْب وَلاَيَابِس اِلاَّ فِى كِتَاب مُبين) (د انعام سوره / 59).

او په قنوت ئی دغه دعا ويل کيږی: «اَلّلهُمَّ اِنّي اَسأَلُكَ بِمَفاتِحِ الْغَيْبِ الّتِي لا يَعْلَمُهَا اِلاَّ اَنْتَ اَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مَحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد، وَأنْ تَفْعَل بى كذا و كذا.[18] اَلّلهُمَّ اَنْتَ وَلِيُّ نِعْمَتِي، وَ الْقادِرُ عَلَى طَلِبَتيِ، تَعْلَمُ حاجَتِي، فَأسْأَلُكَ بِحَقِّ مُحَمّد وَ آلِ مُحَمَّد عَلَيْهِ و عَلَيْهِمُ السَّلامُ لَمَّا قَضَيْتَهَا لِي».

روژه:

يو بل د واجبو کارو او د اسلام برنامو د انسانانو د باطن جوړل د پاره (روژه) ده، روژه هغه ده چی انسان د سهار د اذان څه تر مغرب (ماښام) پوری د خدای (جل جلاله) د فرمان د اطاعت د پاره د برخو کارو چی شرح ئی به راسی پرهيز وکړی يعنی ځان وساتی.

د روژی نيت:

357- مسأله: روژه د عباداتو دی او بايد د خدای (جل جلاله) د فرمان د په ځای کول د پاره ونيول سی او دا هغه د روژی (نيت) دی.

358- مسأله: انسان کولای سی د رمضان د مياشتی په هره شپه د صبا د روژی د پاره نيت وکړی او ښه دی چی د مياشتی په اوله شپه هم د ټولی مياشتی د روژی نيت وکړی.

359- مسأله: لازم ندی د روژی نيت په ژبه ووائی، بلکه د ومره چی د خدای (جل جلاله) د دستور په ځای کول د پاره د سهار د اذان څه تر مغربه پوری يو کار چی روژه باطلوی ونه کړی، کافی دی.

د روژی مبطلات (باطلول):

360- مسأله: روژی لرونکی بايد د سهار د اذانه څه تر مغربه پوری د برخو کارو څه پرهيز وکړی او که يو د هغو په ځای کړی، روژه ئی باطل کيږی. په مجموع د دغو کارو (د روژی مبطلات) ويل کيږی، چی د هغو د جَمعی څه دی:

* خوړل او څښل .

* غليظ (تيره) دوړی رسيدل و حلق ته .

* ټول سر ننه ايستل په اوبوکی.

* قی کول (دخولی د لاری ګرځول).

* درواغ تړل په خدای (جل جلاله)، پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) او معصوم امامانو (عليهم السلام).

* پاتيدل پر جنابت، حيض او نفاس د سهار تر اذان پوری.

* استمنا.

بيله هغه چی وويل سو، نور کارونه هم روژه باطلوی چی د هغو د پيژندل د پاره د توضيح المسائل د رسالی په 1632 مسألی 266 صفحی مراجعه وکړی.

د روژی د مبطلاتو احکام

خوړل او څښل:

361- مسأله: که روژی لرونکی په قصده يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی باطل کيږی.

362- مسأله: که څوک يو شی په قصده چی دغاښو په منځ کی ئی پاته سويدی تير کړی روژه ئی باطل کيږی.

363- مسأله: د خولی د اوبو تيرول روژه نه باطلوی هر څو هم ډيروی.

364- مسأله: که روژی لرونکی د هيريدل په سبب (په ياد ئی ندی چی روژه لری) يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی نه باطل کيږی.

365- مسأله: انسان نسی کولای د ضعيفی په خاطر روژه وخوری ليکن که ضعف ئی دومره دی چی معمولاً نه کيږی د هغه طاقت راوړی د روژی خوړل اشکال نلری.

پيچکاری (ستن) وهل:

366- مسأله: روژی لرونکی بايد د سيرم او پيچکاری وهل د طعام او خوراک پر ځای ځان وساتی، ليکن نور پيچکاری اشکال نلری.

غليظ د وړی رسيدل و حلق ته:

367- مسأله: که روژی لرونکی غليظی د وړی وحلق ته ورسوی روژه ئی باطل کيږی څه خوراکی دوړی وی لکه وړه، يا بيله خوراکی لکه خاوره.

368- مسأله: غليظ بخار او د تنباکو او سګريت دود بناپر احتياط واجب روژه باطلوی.

ټول سر ننه ايستل په ابوکی:

369- مسأله: که روژی لرونکی په قصده ټول سر په اوبوکی ننه باسی بناپر احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی.

370- مسأله: که روژی لرونکی بی اختياره په اوبوکی ولويږی او د هغه ټول سر اوبه ونيسی يا هير کړی چی روژه لری او سر په اوبو ننه باسی روژه ئی نه باطل کيږی، ليکن هر کله چی پوه سو بايد سمدستی سر د اوبو څه راوباسی.

قی کول:

371- مسأله: هر کله روژی لرونکی په قصده قی وکړی که څه هم د ناروغی په سبب وی روژه ئی باطل کيږی.

372- مسأله: که روژی لرونکی پوه نسی روژه لری يا بی اختيار قی وکړی روژه نه باطل کيږی.

د روژی کفاری او قضا

د قضا روژه:

373- مسأله: که څوک د رمضان د مياشتی روژی د يو عذر په خاطر (ناروغی، سفر او نور) ونه نيسی بايد پسله د رمضان د مياشتی قضائی ونيسی.

د روژی کفاری:

374- مسأله: څوک چی بيله عذر خپل روژی په يو د مبطلاتو د روژی باطل کړی، بايد قضا ئی ونيسی او يو د دغو کارو هم وکړی او دا هغه د روژی کفاری دی.

* يو غلام آزادول.

* دوی مياشتی روژی نيول چی  يوديرش ورځی بايد پرله پسی وی.

* شپيته فقير موړول يا يو (مد طعام)[19]ورکول و هر يوته.

څوک چی کفاری پر هغه واجب کيږی يو د لوړ کارو په ځای کړی، او ځکه چی په اوس زمان (غلام) په فقهی معنی د هغه نه پيدا کيږی، دوهم يا دريم مورد په ځای کوی او که هيڅ يو د دغو نسی کولای، بايد 18 ورځی روژی ونيسی يا څو مد طعام (په هغه مقدار چی کولای سی) و فقيرته ورکړی. او که هيڅ يو نسی کولای په ځای کړی، هرڅومره د دغه دوو چی کولای سی عمل وکړی او که هغه هم نسی کولای په ځای کړی، بايد استغفار وکړی ليکن احتياط واجب هغه دی چی که وروسته وکولای سی کفاری ورکړی.

د روژی د کفاری او قضا احکام:

375- مسأله: لازم ندی د روژی قضا فوری (سمدستی) ونيسی، ليکن بناپر احتياط واجب بايدد راتلونکی کال تر رمضان پوری ونيسی.

376- مسأله: انسان نبايد د کفاری په ورکول تنبلی وکړی، ليکن لازم ندی هغه فوری ورکړی او که څو کاله پر هغه تيرسی شی پر هغه نه اضافه کيږی.

377- مسأله: که د يو عذر په سبب لکه سفر، روژی ندی نيولی او پسله رمضان عذرئی د منځه ولاړسی او د راتلونکی کال تر رمضان پوری په قصده د هغه قضا ونه نيسی، بايد سر بيره پر قضا، د هره ورځ د پاره يو مد طعام و فقيرته ورکړی. او که په عذر قضائی ونه نيسی بناپر احتياط واجب، سر بيره پر قضا يو مد طعام هم وفقيرته ورکړی.

378- مسأله: که د ناروغی په سبب نسی کولای روژی ونيسی او هغه ناروغی د راتلونکی کال تر رمضان پوری دوام ولری قضائی د منځه ځی، ليکن د هره ورځ د پاره بايد يو مد طعام وفقيرته ورکړی.

د مسافر روژی:

379- مسأله: هغه مسافر چی بايد څلور رکعتی لمونځونه په سفر دوه رکعته وکړی نسی کولای په هغه سفر روژی ونيسی، بايد قضائی ونيسی. او هغه مسافر چی خپل لمونځ کامل په ځای کوی، لکه هغه چی شغل ئی سفر دی بايد په سفر روژه ونيسی.

380- مسأله: که روژی لرونکی پسله غرمی مسافرت وکړی بايد خپل روژی پای ته ورسوی او صحيح دی.

381- مسأله: که روژی لرونکی د مخه تر غرمی مسافرت وکړی کله چی د (ترخص حد) ته ورسيږی، يعنی وهغه ځای ته ورسيږی چی د ښار د اذان ږغ وانوری او ديوالونه ئی ونه وينی بايد خپل روژی باطل کړی او که د مخه تر هغه روژی باطل کړی، سربيره پر قضا، بناپر احتياط واجب کفاره هم لری.

382- مسأله: مسافرت د رمضان په مياشت اشکال نلری، ليکن دکه روژی د فرار (تښتی) د پاره وی مکروه دی.

383- مسأله: که مسافر د مخه تر غرمی خپل وطن ته ورسيږی يا وهغه ځای ته ورسيږی چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی، څرنګه چی تر هغه وخت، يو کار چی روژه باطلوی ونه کړی، بايد هغه ورځ روژه ونيسی او که يو کار کړيدی، روژی د هغه ورځ واجب ندی او وروسته بايد د هغه قضا ونيسی.

384- مسأله: که مسافر پسله غرمی خپل وطن يا وهغه ځای ته چی غواړی لس ورځی پاته سی ورسيږی، نبايد هغه ورځ روژه ونيسی.

د فطری زکات:

385- مسأله: پسله پای ته رسيدل د رمضان مبارکه مياشت، يعنی د فطر د اختر په ورځ، بايد د خپل مال يو مقدار د فطری دزکات په نامه وفقيرته ورکړ سی.

د فطری د زکات مقدار:

386- مسأله: د فطری د زکات مقدار پخپله د انسان د پاره او هغه کسان چی ډوډی خوړنکی ئی دی، لکه ماندينی او اولاد، هر نفر يو صاع (تقريباً دری کيلو) دی.

387- مسأله: د فطری د زکات جنس، غنم، وربشی، خرما، کشمش، وريجی، جواری او لکه د هغو، او که پيسی يو د هغو ورکړسی کافی دی.

خمس

د مسلمانانو د اقتصادی (مالی) وظايفو څخه يوئی، خمس ورکول دی چی په برخو شيانو بايد يو پر پنځمه برخه د هغو د معلوم او ټاکلی مصارفو د پاره خپل د تقليد مرجع ته ورکړی.

388- مسأله: په اوه شی، خمس واجب دی.

1- د کسب او کار ګټه.

2- کان.

3- ګنج.

4- جنګی غنيمتونه.

5- هغه جواهر چی د لمبيدل پواسطه  په درياب کی په لاس راسی.

6- حلال مال ګډسوی په حرام.

7- مځکه چی ذمی کافر[20] دمسلمان څه رانيسی.

389- مسأله: خمس ورکول هم لکه لمونځ او روژی د واجباتو دی او ټول بالغ او عاقل کسان چی يو د اوه ګونی شرايط ولری، بايد په هغه عمل وکړی. يو د هغو شرايطو چی د ټولنی ډير خلګ په هغه کی راځی (خمس يو عمل دی چی د انسان او کورنی د کال د خرڅ څخه اضافه راسی).

اسلام د خلګو په کار او کسب احترام ايښی دی او پخپله د دوی د نياز تأمين (پوره کيدل) ئی پر ورکول د خمس د مخه نيولی دی، بناپر دی هر څوک په ټول کال کولای سی خپل د ټول نياز خرڅ د خپل ګټی څخه تأمين کړی او د کال په پای که شی د هغه د پاره اضافه نه راغی، خمس ورکول پر هغه واجب ندی، ليکن پسله هغه چی په عادی او معمول ډول او د خپل د نياز په اندازه، ژوندانه ئی تير کړل يعنی نه ډير مصرف وکړل او نه پر ځان ټينګ ونيول، که په پای کی هم يو شی اضافه راغی يو پر پنځمه برخه دهغه چی اضافه راغلی دی بايد د معلومو مصرفو د پاره ورکړی او څلور پر پنځمه برخه د هغه د ځان د پاره وساتی.

د خمس احکام:

390- مسأله: تر څو چی د مال خمس ورنکړی نسی کولای په هغه تصرف يعنی تر لاس لاندی کړی، يعنی هغه طعام چی خمس ولری نسی کولای وخوری او په هغه پيسی چی خمس ئی ندی ورکړی، نسی کولای يو شی رانيسی.

391- مسأله: خوراکه چی د کال د ګټی څخه د خپل کال د مصرف د پاره رانيولی دی، لکه وريجی، غوړی، چای که د کال په پای کی ډير راسی بايد د هغه خمس ورکړی.

392- مسأله: که يو نابالغ ماشوم سرمايه ولری او د هغه څه ګټه پلاس راسی بايد (پلار او نيکه) ئی  په احتياط واجب د هغه خمس ورکړی.

د خمس مصرف:

393- مسأله: د مال خمس بايد دوه برخه سی نيمی ئی چی د امام زمان (عجل الله تعالی فرجه الشريف) برخه دی بايد خپل د تقليد مرجع  يا نماينده ته ئی ورکړی او بل نيمی بناپر احتياط واجب بايد د تقليد د مرجع په اجازه و فقير سيد يا يتيم سيد او يا هغه سيد چی په سفرکی درمانده وی ورکړی.

زکات

د مسلمانانو د اقتصادی مهمو وظيفو بل يو ئی زکات ورکول دی د زکات اهميت دومره بس دی چی په قرآن مجيد پسله لمانځه هره پلا راغلی دی او د ايمان او نجات عامل نښه بلل سويدی. په ډيرو روايتو چی د معصومينو (عليهم السلام) څه نقل سويدی راغلی (څوک چی زکات ورنکړی د دين څه وتلی دی).

زکات هم لکه خمس معلوم او ټاکلی ځايونه لری يو ډول ئی هر کال د فطر د اختر په ورځ ورکول کيږی او يواځی پر هغه کسان چی توان او قدرت د ورکول ئی (د مالی په نظر) لری واجب دی ددغه ډول زکات مسايل د روژی د بحث په پای کی تيرسو. بل ډول، د مالو زکات دی، ليکن داسی ندی چی د خلګو ټول مالونه پدغه قانون کی شامل وی. بلکه يواځی نه (9) شی دی چی زکات لری.

394- مسأله: هغه مالونه چی زکات ورکول ئی واجب دی عبارت دی: غنم، وربشی، کشمش، اوښ، غوا، پسه، سره زر(طلا) او نقری.

395- مسأله: زکات په هغه ډول واجب کيږی چی د زکات شی په ټاکلی او معلوم (نصاب) ورسيږی. د هر يو نصاب او د هغو د زکات مقدار په لاندی جدول راغلی دی.

 

شمير

د مال ډول

نصاب

د زکات مقدار

1

2

3

4

غنم

وربشی

خرما

کشمش

847کيلوګرام

  • يو پر لسمه برخه، پدی شرط چی د باران په اوبو او رود اوبه سوی  وی.
  • يو پر شلمه برخه،پدی شرط چی د لاس او سلواغی په اوبو او واټر پمپ اوبه سوی وی.
  • دری پر څلويشتمه برخه، پدی شرط چی په هر دواړه اوبه سوی وی.

5

اوښ

لومړی نصاب

تر 25 اوښ

26 اوښ

يوه پسه

هر 5 اوښ يوه پسه

يو اوښ

6

غوا

30 غوا

يو کاله يوه ګلګی

7

پسه

40 پسه

يوه پسه

8

سره زر (طلا)

15 مثقاله

يو پر څلويشتمه برخه

9

نقری

105 مثقاله

يو پر څلويشتمه برخه

د ياد وړ: اوښ، غوا او پسه نور نصابونه هم لری چی د هغو د پيژندل د پاره کولای سی د توضيح المسايل د رسالی، پسله 1956 مسألی مراجعه وکړی.

د زکات احکام:

396- مسأله: که حيوان په ټول کال د بيابان واښه وخوری زکات ئی واجب دی. که ټول کال يا يو مدت کرل سوی يا لو سوی واښه وخوری زکات نلری.

397- مسأله: د سره زر او نقری زکات هغه وخت واجب کيږی چی د سکی په ډول وی او په هغه معاملی وسی، بناپر دی هغه څه چی نن ښځی د زيور په ډول ګټه اخلی، زکات نلری.

398- مسأله: زکات ورکول د عباداتو دی او بايد هغه څه چی ورکوی د زکات په نيت او د قربت په قصد وی.

399- مسأله: د زګات مصرف اته ځای دی چی کولای سی هغه په ټولو يا برخو ځايو د هغو مصرف کړی او بعضی ځايونه ئی عبارت دی.

- فقير او مسکين.

- پورور چی نسی کولای خپل پور ورکړی.

- هغه نامسلمانان چی که هغوته زکات ورکړسی د اسلام په دين علاقه مند او نژدی کيږی يا په جګړه کی د مسلمانانو سره مرسته کوی.

- د خدای (جل جلاله) په لار، يعنی په هغو کارو چی ګټه ئی ټولو مسلمانانوته رسيږی او هغه څه د اسلام د پاره ګټه ولری، لکه د مسجد، پل او سړک جوړول[21].

د رانيول او خرڅول احکام

400- مسأله: د معاملی د احکامو زده کول په هغه مقدار چی احتياج ورته سته، واجب دی.

401- مسأله: د لهو د آلاتو رانيول او خرڅول چی فقط په حرام ګټه کيږی، حرام دی.

402- مسأله: که يو شی چی کيږی حلاله ګټه ځينی يوسی په دی شرط خرڅ کړی چی په حرام مصرف وسی: لکه انګور پدی شرط خرڅ کړی چی د هغه څه شراب جوړ کړی، د هغه معاملی حرام او بناپر احتياط واجب باطل دی.

403- مسأله: رانيول او خرڅول، ساتنه، ليکل، لوستل او درس ورکول د ګمراه کوونکی کتابو حرام دی، مګر هغه زمان چی د صحيح مقصد او هدف د پاره وی، مثلاً د هغه د اشکالواوعيبو د ځواب ورکول د پاره.

404- مسأله: د يو جنس خرڅول چی د بل شی سره ګډوی پدی شرط چی هغه شی معلوم نه وی،خرڅونکی هم ورانيوونکی ته ونه وائی حرام دی، مثلاً شيدی د اوبو سره ګډ کړی او خرڅ کړی (دغه عمل ته په معامله کی غشّ (غير اصولی) وائی).

405- مسأله: په معامله کی بايد د هغه جنس ښه والی او بدوالی چی خرڅيږی يا رانيول کيږی معلوم وی ليکن د ښه والی او بدوالی او نه ويل ئی د خلګوپه ميل او غوښتنی نسبت و هغه جنس ته تأثير ونلری لازم ندی.

406- مسأله: د دوو همډول جنس رانيول او خرڅول، چی په وزن يا پيمانه خرڅوی په ډيريو تر بل (ربا) او حرام دی، لکه چی يو ټن غنم ورکړی او يو ټن او 200 کيلوګرام غنم واخلی، يا يو من وريجی ورکړی او يو من وريجی او سل تومان واخلی.

407- مسأله: مستحب دی خرڅوونکی د رانيونکی په منځ په قيمت توپيری پری نږدی او د جنس په قيمت سختی ونه کړی او د معاملی د منځه تلل غوښتنی قبول کړی.

408- مسأله: قسم خوړل په معامله کی که رښتيا وی مکروه او که درواغ وی حرام دی.

د معاملی د منځه وړل او پښيمانيدل:

409- مسأله: په برخو ځايو خرڅونکی يا رانيونکی کولای سی معاملی د منځه يوسی او پښيمانه سی.

- رانيونکی يا خرڅونکی خطا وتلی وی.

- د معاملی په وخت تر ټاکلی وخت قبول کړی وی هر دواړه يا يو د هغو وکولای سی معاملی د منځه يوسی، مثلاً د رانيول او خرڅول په وخت ووائی: تر دری ورځی وروسته هر څوک پښيمانه سو کولای سی بيرته ورکړی.

- رانيونکی او خرڅونکی د معاملی د محل او ځايه څه تللی نه وی؛ مثلاً د مغازی د خاوند څه يو شی رانيولی دی، د مخه تر دی چی د هغه ځای څه ولاړسی کولای سی هغه بيرته ورکړی.

- هغه شی چی رانيولی دی معيوب يعنی خراپ وی او پسله معاملی وپوهيږی.

- خرڅونکی د خپل جنس د پاره چی رانيونکی هغه ندی ليدلی صفتونه بيان کړيدی او وروسته معلوم سی هغه ډول نه وی، ووائی دغه کتاب 200 ورقی لری وروسته معلوم سی لږ دی.

410- مسأله: که پسله معاملی د مال عيب وپوهيږی او سمدستی ونه وائی بناپر احتياط واجب د معاملی د منځه وړل حق نلری، مګر کله چی د مسألی حکم ئی نه پوهيدل.

قرض (پور)

قرض ورکول د مستحبی کارو څه دی چی په قرآن او روايتو د هغه په باره ډير سفارش سويدی او قرض ورکونکی د قيامت په ورځ ډير ثواب به ولری.

د قرض ډولونه:

1- مدت لرونکی: يعنی د قرض ورکول په وخت معلوم سويدی چی قرض نيونکی څه وخت خپل قرض ورکړی.

2- بی له مدت: هغه قرض چی د ورکول وخت په هغه کی معلوم نه وی.

د قرض احکام:

411- که قرض مدت لرونکی وی پور غوښتونکی د مخه تر هغه مدت پای ته رسيدل نسی کولای خپل پور وغواړی.

412- مسأله: که قرض مدت لرونکی نه وی پور غوښتونکی هر وخت وغواړی کولای سی د خپل پور غوښتنه وکړی.

413- مسأله: که د قرض د ورکول وخت رارسيدلی وی يا قرض بيله مدت وه او پور غوښتونکی خپل پور وغواړی، واجب دی چی قرض دار که توان ولری خپل قرض ورکړی او که ورکول ئی وزنډوی، ګناه کاره دی.

414- مسأله: که قرض ورکونکی شرط وکړی پسله يو مدت، مثلاً يو کال وروسته، ډير ونيسی يا يو کار د هغه د پاره وکړی ربا او حرام دی، لکه چی سل زره  تومنه ورکړی او شرط وکړی چی پسله يو کال يو سل و شل زره تومنه ونيسی.

415- مسأله: که قرض ورکونکی شرط نه وی کړی چی ډير ونيسی ليکن پخپله قرض دار ډير تر قرض ورکړی اشکال نلری او مستحب دی.

امانت داری:

که انسان خپل مال و يو څوک ته ورکړی او ووائی: وتاته امانت دی، او هغه هم قبول کړی، بايد د امانت داری په احکام عمل وکړی.

د امانت داری احکام:

416- مسأله: څوک چی نسی کولای د امانته څه ساتنه وکړی بناپر احتياط واجب جايز ندی يو مال په امانت قبول کړی.

417- مسأله: څوک چی يو مال امانت پريږدی، هر وخت کولای سی هغه بيرته واخلی او څوک چی امانت قبولوی هر وخت کولای سی هغه وخاوندته ئی ورکړی.

418- مسأله: څوک چی امانت قبولوی، که د هغه د پاره مناسب ځای نلری، بايد مناسب ځای هغه ته جوړ کړی: مثلاً که امانت پيسی دی او په کور کی نسی کولای وساتی، بانک ته وسپاری.

419- مساله: امانتدار يو ډول د امانته څه ساتنه وکړی چی خلګ ونه وائی په امانت  خيانت او يا د هغه په ساتنه ټنبلی کړيدی.

420- مسأله: هر کله د خلګو امانت د منځه ولاړسی.

الف – که امانتدار د هغه په ساتنه ټنبلی کړيوی، بايد د هغه په ځای خاوندته ئی ورکړی.

ب: که امانتدار د هغه په ساتنه ټنبلی ندی کړی په يو سبب د منځه تللی دی، مثلاً هغه سيل وړی دی، امانت دار ضامن ندی او لازم ندی د هغه په ځای ورکړی.

421- مسأله: امانتدار نسی کولای د امانته څه ګټه واخلی، مګر د هغه د خاوند په اجازه.

عاريه:

عارئی هغه دی چی انسان خپل مال وبل چاته ورکړی چی د هغه څه ګټه واخلی او د هغه په ځای شی هم د هغه څخه و نه غواړی؛ لکه هغه چی خپل بايسکل يو چاته ورکوی چی په هغه خپل کورته ولاړسی او بيرته راوګرځی.

422- مسأله: څوک چی يو شی عارئی ورکړی دی هر وقت وغواړی کولای سی هغه بيرته واخلی او هغه څوک هم عارئی کړيدی هر وخت وغواړی کولای سی هغه بيرته ورکړی، که بيرته اخيستل د عارئی نيونکی د تاوان سبب کيږی، بناپر احتياط واجب مهلت بايد ورکړی.

423- مسأله: هر وخت هغه مال چی عارئی کړيدی د منځه ولاړسی يا معيوب سی: که د هغه په ساتنه ټنبلی نه وی کړی يا د هغه څخه ډير ګټه نه وی اخيستی ضامن ندی. ليکن که د هغه په ساتنه ټنبلی کړيوی يا د هغه څخه ډير ګټه اخيستی وی بايد د هغه تاوان ورکړی.

424- مسأله: که د مخه شرط کړی وی چی هر ډول تاوان پر هغه مال راسی عاريه کونکی ضامن دی، بايدد هغه تاوان ورکړی.

ورک سوی يا پيدا سوی شيان:

425- مسأله: څوک که يو شی پيدا کړی او وانخلی، خاصه وظيفه پر هغه نسته.

426- مسأله: يو شی که پيدا کړی او واخلی خاص احکام لری پدی شرح:

که قيمت ئی تر 6/12 نخود سکه داره [22] نقری لږ وی او هغه شی نښه ولری او خاوند ئی معلوم نه وی کولای سی د ځان د پاره واخلی، ليکن هر وخت خاوند ئی پيدا سو، بناپر احتياط واجب بايد د هغه په ځای خاوند ته ئی ورکړی.

او که قيمت ئی تر 6/12 نخود سکه داره نقری لږ نه وی او نښه لری چی کولای سی په هغه خاوندئی پيدا کړی، بايد تر يوه اوته هر ورځ او پسله هغه هره اوته يوه پلا اعلان وکړی او څرنګه چی تر يو کال اعلان وکړ او خاوندئی پيدا نسو کولای سی په قصد د دی چی ( هر کله خاوندئی پيدا سو و هغه ته ورکړی) د ځان د پاره واخلی يا د هغه د پاره وساتی چی هر وخت پيدا سو هغه ورکړی يا د خاوند له خوائی صدقه ورکړی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د خاوند له خوائی و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

427- مسأله: که پوهيږی اعلان کول ګټه نلری او يا د خاوند د پيدا کيدل څه ئی نااميده دی په ډول چی اعلان کول ئی بی ګټه شميرل کيږی اعلان لازم ندی.

428- مسأله: که د انسان بوټ يوسی او بل بوټ د هغه پر ځای پريږدی که څه هم پوهيږی هغه بوټ چی پاته دی د هغه چا مال دی چی بوټ ئی وړيدی او پوه سی چی په قصده وړيدی او راضی دی چی بوټ ئی د هغه پر ځای واخلی او هغه هم نسی پيدا کولای، که د خاوند د پيدا کيدل څه ئی مأيوسه دی يا هغه ته سخت وی، کولای سی هغه د خپل بوټ پر ځای واخلی، ليکن که د هغه بوټ قيمت تر خپل بوټ ئی ډيروی بايد هر وخت خاوند ئی پيدا سو د هغه د قيمت ډيروالی ېی ورکړی او که د خاوند د پيدا کيدل څه ئی نااميده سو بايد د هغه د قيمت ډيروالی د هغه د خوا و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

429- مسأله: که يو څوک چی بوټ ئی وړيدی ګمان وکړی چی بوټ ئی په قصده ندی وړی يا ګمان وکړی هغه بوټ چی پاته دی د هغه چا مال ندی چی بوټ ئی وړی دی او هغه نسی پيدا کولای بايد د هغه د خاوند پلټنه وکړی او که د پيدا کيدل څه ئی نااميده سو، که قيمت ېی تر 6/12 نخود سکه داره نقری لږ وی کولای سی د ځان د پاره واخلی او که ډيروی بايد تر يو کال اعلان وکړی او پسله يو کال بناپر احتياط واجب د شرع د حاکم په اجازه د هغه د خاوند له خوا و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

غصب:

غصب هغه دی چی انسان په ناحق او د ظلم او ستم په واسطه د نورو مالونه اوددوی حقوق  تر لاس لاندی کړی.

غصب د لويو ګناهانو څه دی او کوونکی د هغه د قيامت په ورځ په سخت عذاب اخته او ګرفتاره کيږی.

430- مسأله: که انسان يو شی غصب کړی سر بيره پر هغه چی يو حرام کار کړيدی، بايد هغه و خاوندته ئی ورکړی او که هغه شی د منځه ولاړسی، بايد د هغه په ځای ورکړی.

431- مسأله: که يو شی ئی چی غصب کړيدی خراپ کړی بايد د هغه د قيمت توپير هم ورکړی.

432- مسأله: که يو شی ئی چی غصب کړيدی توپير هغه ته ورکړی وی او بهتره سوی وی؛ لکه چی غصب سوی بايسکل ئی جوړ کړی وی که د مال خاوند ووائی چی په دغه ډول راکړه، بايد هغه ته ورکړی، او نسی کولای د خپل زحمت د پاره حقوق ونيسی، او حق نلری هغه ته توپير ورکړی چی لکه لومړی ئی وسی.

خوړل او څښل:

خدای (ج) ښکلی طبيعت، بعضی حيوانان، ميوی او سابه د انسان په اختيار قرار ورکړی دی، تر څو چی د هغو څه د خوړل، څښل، کالی، کور او نور اړتيا د پاره ګټه واخلی، ليکن د انسانانو د ځان د ساتنی او د هغو د جسم او روح د روغتيا د پاره او د نسل د پاتيدل او د نورو په حقوقو احترام، قوانين او مقررات قرار ورکړيدی چی دلته هغه چی په خوړونکو او څښونکو اړه لری آشنا کيږی.

433- مسأله: د هغه شی خوړل چی د مرګ سبب کيږی يا د انسان د پاره ډير تاوان لری حرام دی.

434- مسأله: د نجس شی خوړل او څښل حرام دی.

435- مسأله: د خټی خوړل حرام دی.

436- مسأله: د حضرت سيد الشهداء امام حسين (عليه السلام) د تربت لږ څه خوړل د شفا د پاره اشکال نلری، ليکن ښه دی چی تربت به اوبو حل سی تر څو چی ګډ او محو سی او پسله هغه وڅښی.

437- مسأله: پر هر مسلمان واجب دی چی بل مسلمان نژدی دی د وږی او تږی څه ومری، ډوډی او اوبه ورکړی او د مرګه څه وژغوری.

د ډوډی (طعام) خوړل آداب:

438- مسأله: دغه کارونه د ډوډی په خوړل مستحب دی:

1- لاسونه د مخه او پسله ډوډی پريمينځی.

2- د ډوډی په اوله (بسم الله) او په پای (الحمدلله) ووائی.

3- په راسته لاس ډوډی وخوری.

4- کوچنی ګولی واخلی.

5- ډوډی ښه وژوئی.

6- ميوی او سابه د مخه تر خوړل په اوبو پريمينځی.

7- هر څونفر چی پر دسترخوان ناست دی، هر څوک خپل د مخه څه ډوډی وخوری.

8- ميزبان (د کور خاوند) د مخه تر ټولو په ډوډی خوړل شروع وکړی او پسله ټولو لاس وکاږی.

439- مسأله: دغه کارونه د ډوډی په خوړل مکروه دی:

1- د موړ په حال ډوډی خوړل.

2- ډير ډوډی خوړل.

3- نوروته کتل د ډوډی خوړل په وخت.

4- تود طعام خوړل.

5- پو کول په هغه ډوډی چی خوری.

6- د ډوډی پری کول په چاړه.

7- د ډوډی ايښودل د ظرف لاندی او هر ډول بی احترامی.

8- د ميوی ليری اچول د مخه تر دی چی ټول ئی وخوړل سی.

د ابو څښل آداب:

440- مسأله: د اوبوپه څښل دغه کارونه مستحب دی:

1- په ورځ، په ولاړ اوبه وڅښی.

2- د اوبو د څښل د مخه (بسم الله) او وروسته (الحمدلله) ووائی.

3- په دری نفسه (سا) اوبه وڅښی.

4- پسله څښل د (اوبو) حضرت امام حسين (عليه السلام)، خاندان او ياران ئی ياد کړی او قاتلان د هغو لعن کړی.

441- مسأله: د اوبو په څښل دغه کارونه مکروه دی.

1- ډير اوبه څښل.

2- د غوړ ډوډی وروسته اوبه څښل.

3- په چپه لاس اوبه څښل.

4- په شپه، په ولاړ اوبه څښل.

د حيوان د سر پری کول احکام

442- مسأله: د حيوان د سر پريکول دستور دادی چی حلقوم (دنفس لار) او مری (د ډوډی لار) او دوه شاهرګه چی د حلقوم په دوو خواو دی او هغوته اربعه اوداج (څلور رګه) ويل کيږی، د غاړی لاندی راوتلی برخه په کامل ډول پری کړی او که هغو سوری کړی، کافی ندی.

د حيوان د سر پری کول شرايط:

443- مسأله: د حيوان سر پری کول (ذبح) شپږ شرطه لری:

1- څوک چی د حيوان سر پری کوی مسلمان وی.

2- د حيوان سر د اوسپنی په آلاتو پری کړی.

3- د حيوان د سر د پری کول په وخت، مخ، لاس، پښه او نس ئی د قبلی وخواته وی.

4- د حيوان د سر د پری کول په وخت د خدای (ج) نوم يوسی او که يواځی (بسم الله) ووائی کافی دی.

5- د حيوان د سر پری کول وروسته يو حرکت وکړی چی معلوم سی ژوندی ؤ يا دا چی په معمول اندازه د هغه د بدنه څه وينی راووځی، داحکم په هغه وخت دی چی د حيوان د سر پری کول په وخت مشکوک وی چی مړ دی يا ژوندی، او بيله دی لازم ندی.

6- د حيوان وژل د سر د پری کول د ځايه څه وی او بناپر احتياط واجب، جايز ندی چاړه د غاړی پر شا ننباسی او سر د شا د خوا پری سی.

د اسلحی سره ښکار:

444- مسأله: که وحشی حلال غوښی حيوان په هغه شرايط چی بيان ئی کيږی د اسلحی په واسطه ښکار کړی او مړ سی پاک او حلال دی.

- د ښکار سلاح لکه توره او چاړه پريکونکی وی، يا لکه نيزه او مرمی يا غښی تيره وی چی په سبب د دی چی تيره دی د حيوان بدن څيری کړی.

- څوک چی حيوان ښکاروی مسلمان وی.

- اسلحی د ښکار د پاره په کار يوسی، او که بل ځای نښه ونيسی او په نامعلوم ډول و حيوان ته وخوری حلال ندی.

- د اسلحی د کار وړل په وخت (مثلاً د مرمی د غښی وهل په وخت) د خدای (ج) نوم يوسی.

- پسله دی چی حيوان ئی ووهل، ژر د حيوان وخواته ورسی، او هغه وخت حيوان ته ورسيږی چی مړ سوی وی يا د هغه د سر پريکول د پاره وخت نه وی. بناپر دی که تراوسه ژوندی دی او د هغه د سر پريکول د پاره وخت سته که د هغه سر پری نکړی او هغه مړسی، حرام دی.

ماهی (کب) نيول:

445- مسأله: که پولک لرونکی ماهی د اوبو څه ژوندی ونيسی او د اوبو د باندی مړسی، پاک او خوړل ئی حلال دی. او که په اوبوکی مړسی، که څه هم بدن ئی پاک دی ليکن خوړل ئی حرام دی، مګر داچی د ماهی نيونکی په تور په اوبوکی مړسی، هغه وخت خوړل ئی حلال دی.

446- مسأله: هغه ماهيان چی پولک نلری، که څه هم ژوندی د اوبو څه ونيول سی او د اوبو د باندی مړسی حرام دی.

447- مسأله: څوک چی ماهی نيسی، لازم ندی مسلمان وی او لازم ندی د خدای (ج) نوم يوسی، ليکن مسلمان بايد وپوهيږی چی هغه ئی ژوندی نيولی دی او د اوبو د باندی مړ سويدی.

ازدواج (واده)

ليدل:

يو د الهی نعمتو، د بينائی قدرت دی انسان بايد د دغه لوی نعمت څه د خپل او خپل هم ډولو د ترقی او کمال په لار ګټه واخلی او هغه دنامحرمانو د ليدنی څخه وساتی، که څه هم د طبيعت او د هغه ښکلا ليدل که د نورو په حقوقو تجاوز نوی اشکال نلری. ليکن د خپل د ليدنی ساتل و نورو او د ځان ساتنه د نامحرمانو د ليدنی څه خاص احکام لری چی دلته برخی د هغو بيانوو.

محرم او نامحرم:

448- مسأله: محرم هغه څوک دی چی هغه ته ليدل، هغه محدوديت چی نسبت و نورو خلګوته سته، دغه ته نسته او ازدواج د هغه سره حرام دی.

449- مسأله: دغه کسان پر نارينه او هلکان محرم دی:

- مور او انا (د مور او پلار مور).

- لور او اولاد د لور (لمسی) او اولاد د هغه.

- خور.

- خورزه (د خور لور) اولاد د هغه.

- وراره (د ورور لور) اولاد دهغه.

- عمه (خپل عمه، د پلار او مور عمه ئی).

- خاله (خپل خاله، د پلار او مور خاله).

دغه کسان د نَسَبی خپلوی په سبب سره محرم دی.

بل جمعيت هم د ازدواج په سبب پر هلکان او نارينه محرم کيږی، د هغو د جمعی څه دی:

- ماندينی.

- د ماندينی مور.

- د پلار ماندينی (اندر مور).

- د زوی ماندينی (مژور). ليکن د ورور ماندينی (وريندار) اود ماندينی خور نامحرم دی.

450- مسأله: دغه کسان پر نجونی او ښځی محرم دی.

- پلار او نيکه.

زوی او د زوی زوی (لمسی) او زامن ئی.

- ورور (د ورور زوی) او زامن ئی.

- خورزه ( دخور زوی) او زامن ئی.

- اکا (خپل اکا، د پلار او مور اکائی).

- ماما (خپل ماما، د پلار او مور ماما).

دغه کسان د نَسَبی خپلوی په سبب سره محرم دی.

بل جمعيت هم د ازدواج په سبب پر نجونی او ښځی محرم کيږی، د هغو د جمعی څه دی:

- ميړه.

- د ميړه پلار او د ميړه نيکه.

- د لور ميړه ( زوم) ليکن د خور ميړه او د ميړه ورور محرم ندی.

بيله دغه کسانو چی بيان سو امکان سته نور کسان هم د ازدواج په سبب په خاص شرايط يو پر بل محرم سی چی په فقهی مفصل کتابو راغلی دی.

451- مسأله: که يوه ښځه په هغه شرايط چی په فقهی کتابو راغلی دی، يو ماشوم ته شيدی ورکړی، هغه ماشوم پر هغی ښځی او نور کسان محرم کيږی چی د ډير پوهيدل د پاره کولای سی د توضيح المسائل په رسالی مراجعه وکړی.

نوروته ليدل احکام ئی:

452- مسأله: بيله ميړه او ماندينی د هر انسان کتل و بل ته که د خوند اخيستل د پاره وی حرام دی، څه هم جنس وی؛ لکه د نارينه کتل وبل ته يا هم جنس نه وی؛ لکه د نارينه کتل و ښځی ته څه محرم وی يا نامحرم او د بدن و هر ځای ته وی دغه حکم لری.

453- مسأله: هلکان او نارينه کولای سی د هغو ښځو چی پر هغو محرم دی و ټول بدن ته يواځی عورت ئی بيله خوند اخيستل وګوری.

454- مسأله: هلکان او نارينه نسی کولای د نامحرم ښځی وريښتان او بدن ته وګوری ليکن کتل ولاسو او مخ په هغه اندازه چی په اوداسه پريمينځل کيږی که دخوند اخيستل په قصد نه وی اشکال نلری.

455- مسأله: نجونی او ښځی کولای سی بيله خوند اخيستل د نامحرم نارينه سر، مخ او غاړه په هغه اندازه چی په معمول ډول نه پټوی وګوری.

د ازدواج په باره څو مسألی:

456- مسأله: څوک چی د همسر د نه درلودل په واسطه په حرام لويږی، مثلاً نامحرم ته ګوری، واجب دی ازدواج وکړی.

457- مسأله: په ازدواج کی بايد مخصوصه صيغه ئی وويل سی او يواځی د هلک او نجلی رضايت او علاقه درلودل کافی نه دی بناپر دی تر هغه وخت چی د ازدواج صيغه ونه ويل سی نه محرم کيږی او د نورو نامحرمو ښځو سره توپير نلری.

458- مسأله: که د ازدواج عقد (نکاح) يو حرف غلط وويل سی په يو ډول چی د هغه معنی توپير وکړی، عقد باطل دی.

459- مسأله: د هغه نجلی سره چی د انسان خور يا ورينداری د هغه د ورور د شيدی څه هغی ته کامل شيدی ورکړيدی، نسی کولای ازدواج وکړی، همدا ډول که د انسان خورزه يا وراره يا د خور لمسی يا د ورور لمسی هغی نجلی ته شيدی ورکړی وی.

460- مسأله: که يو بالغ شخص د يو نابالغ هلک سره لواط وکړی د هلک مور او خور پر هغه حرام کيږی. ليکن که دواړه نابالغ وی يا مفعول بالغ وی يا شک وکړی بالغ وه يا شک وکړی دخول سويدی که يه، پر هغه نه حرام کيږی.

461- مسأله: که يو څوک د يوی ښځی سره چی عمه او خاله ئی نه وی زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی د لوره سره ازدواج ونه کړی. ليکن که يوه ښځه نکاح وکړی او د هغی سره نژدی توب وکړی پسله هغه د هغی د موره سره زنا وکړی هغی ښځی پر هغه نه حرام کيږی، او که د مخه تر هغه چی د هغی سره نژدی توب وکړی د هغی د موره سره زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی ښځی څه جلا سی.

د سلام ورکول احکام:

462- مسأله: سلام کول و نورته مستحب دی، ليکن ځواب ئی واجب دی.

463- مسأله: سلام کول و هغه څوک ته چی د لمونځ کول په حال کی دی، مکروه دی.

464- مسأله: که يو څوک ولمونځ کونکی ته سلام وکړی بايد هغه ډول چی هغه سلام کړيدی ځواب ورکړی؛ مثلاً که ويلی دی: (سلام عليکم) د هغه په ځواب ووائی: (سلام عليکم)، ليکن په ځواب د (عليکم السلام) ووائی: (سلام عليکم).

465- مسأله: څوک چی لمونځ کوی جايز ندی و نوروته سلام وکړی.

466- مسأله: سلام ته بايد سمدستی ځواب ورکړسی.

467- مسأله: که دوه نفره په يو وخت سلام وکړی يو اوبل ته، پر هر يواجب دی چی د سلام ځواب و بل ته ورکړی.

468- مسأله: سلام کول کافرته مکروه دی او که هغه مسلمان ته سلام ورکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغه ځواب ووائی: (عليک) او يا فقط ووائی: (سلام).

د سلام کول آداب:

469- مسأله: مستحب دی سپور و پياده ته، ولاړ وناست ته، لږ جمعيت و ډير جمعيت ته او کشر و مشرته سلام وکړی.

470- مسأله: مستحب دی بيله لمونځ د سلام ځواب بهتره تر هغه ورکړی يعنی که څوک ووائی: (سلام عليکم) مستحب دی په ځواب ئی ووائی (سلام عليکم و رحمة الله).

471- مسأله: د نارينه سلام کول و ښځی ته مکروه دی، مخصوصاً وځوانه ښځی ته.

د قرآن احکام:

472- مسأله: قرآن هميشه بايد پاک وی او د قرآن پاڼی او ليک نجس کول حرام دی او که نجس سی بايد سمدستی هغه په اوبو پريمينځی.

473- مسأله: که د قرآن جلد (پوښ) نجس سی او په قرآن بی احترامی وی، بايد هغه په اوبو پريمينځی.

د قرآن د ليکو لاس وهل (لمس کول):

474- مسأله: د بدن د يو ځای رسيدل د قرآن په ليکنی د هغه څوک د پاره چی اودس نلری، حرام دی.

475- مسأله: د قرآن په ليکنی لاس وهل د آياتو، کليماتو، حروف او حرکات په منځ کی توپير نسته.

476- مسأله: په هغه شی چی قرآن پر هغه ليکل سويدی، د کاغذ، مځکه، ديوال، او ټکر په منځ کی توپير نسته.

477- مسأله: د قرآنی په ليکنی توپير نسته چی په قلم ليکل سويدی يا چاپ يا ګچ يا بل شی.

478- مسأله: که قرآنی ليکنی په قرآن کی هم نه وی لاس وهل ئی حرام دی. که يوه آيه د قرآن په بل کتاب ليکل سوی وی، بلکه يو کليمه ئی په يو کاغذ کی وی، يا نيمه کليمه ئی د قرآنی د پاڼی يا د بل کتاب څه پری سوی وی بياهم لاس وهل بيله اودس حرام دی.

479- مسأله: په لاندی ځايو، د قرآنی د ليکنی لاس وهل په حساب نه راځی او حرام ندی.

- د پلاستيک يا د ښيښی د شا لاس وهل ئی.

- د قرآن د جلد، پاڼی او د ليکنی اطراف لاس وهل.

- د قرآن د ترجمی لمس په هر لغات وی، (ليکن د خدای (ج) د نوم لمس کول په هر لغات چی وی، د هغه څوک د پاره چی اودس نلری حرام دی، لکه د خدای کلمه).

480- مسأله: هغه کلمات چی د قرآن او بيله قرآن په منځ کی مشترک يعنی يوه معنی لری، لکه (مؤمن)، (الذين) که ليکونکی د قرآن په قصد ليکلی وی بيله اودس لمس ئی حرام دی.

481- مسأله: د قرآن د ليکو لاس وهل پر جُنب حرام دی.

482- مسأله: جُنب انسان نبايد د قرآن سجدی لرونکی سوری ووائی (تفصيل ئی په 121 مسألی تيرسو).

قسم خوړل:

483- مسأله: که يو څوک د خدای (ج) په يو نوم لکه (خدای) او (الله) قسم وخوری چی يو کار وکړی، يا ونکړی: مثلاً قسم وخوری چی دوه رکعته لمونځ وکړی، واجب دی په هغه عمل وکړی.

484- مسأله: که په قصده په هغه قسم چی خوړلی دی عمل ونه کړی بايد کفاری ورکړی اوکفاری ئی يو د دغه دری عمله دی:

- يو غلام آزادول.

- لس فقير موړول.

- لس فقير پټول. او هيڅ يو د دغو ونسی کولای پر ځای کړی، بايد دری ورځی پرله پسی روژه ونيسی.

485- مسأله: څوک چی قسم خوری که خبره ئی رښتيا وی قسم خوړل ئی مکروه دی او که درواغ وی، حرام او د لويو ګناهانو څه دی.

متفرقی مسائل:

486- مسأله: انسان که د يو څوک په مخ چپلاخه يا بل شی ووهی چی مخ ئی سورسی، بايد 5/1 مثقال شرعی سکه دار طلا (سره زر) هغه ته ورکړی او که کبود سی 3 مثقال، او که تور سی 6 مثقال، او هر شرعی مثقال 18 نخود دی.

487- مسأله: که د يو څوک بدن بل ځای ئی (بيله مخ) د وهل په واسطه سور يا کبود يا تور سی بايد نيم د هغه چی په د مخه مسألی وويل سو ورکړی.

488- مسأله: د هغه حيوان وژل چی تاوان رسوی او د چا مال ندی؛ لکه مار او لړم، اشکال نلری.

489- مسأله: که يو شی و صنعت کارته ورکړی چی جوړ کړی او خاوندئی رانسی هغه يوسی، څرنګه چی صنعت کار پلټنه وکړی او خاوندئی پيدا نکړی، بايد بناپر احتياط واجب هغه د خاوند په نيت ئی وهغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

490- مسأله: هغه ديوال چی د دوو نفرو مال دی، لکه شريکی ديوال د دوو کور په منځ، هيڅ يو د هغو حق نلری بيله اجازی د بل شريک هغه جوړ کړی ياد وسپنی ګاډر سر پر ديوال کښيږدی يا پر ديوال ميخ ووهی، ليکن هغه کارونه چی معلوم دی شريک راضی دی، لکه تکيه وهل او کالی اچول پر ديوال اشکال نلری او که شريک ئی ووائی پدی کارو راضی نه يم، د دغو کارو کول هم جايز ندی.

491- مسأله: که د ګاونډی د ونی ريښی د انسان په ملک (مځکه، باغ، کور او نور) راسی، د ملک خاوند کولای سی چی د ونی د خاونده څه وغواړی چی د ونی ريښی وګرځوی يا پری کړی او که د ونی خاوند دغه کار ونکړی، پخپله کولای سی د هغو مخ نيوی وکړی او که د ونی د ريښی څه تاوان هغه ته ورسيږی کولای سی د ونی د خاونده څه ونيسی.

492- مسأله: ميوه دار ونی که ښاخی ئی د باغ د ديوال د باندی راوتلی وی، که انسان ونه پوهيږی خاوندئی راضی دی که يه، نسی کولای د هغه ميوی وشکوی او که ميوی ئی پر مځکه توی سوی وی نسی کولای هغه واخلی.

493- مسأله: هغه جايزی چی بانک بعضو کسانو ته چی د سپما په صندوق کی پيسی ايږدی ورکوی که شرط نه وی کړی چی شی ورکړی او بانک د خلګو د تشويق د پاره د ځانه ورکړی او تاوان ئی چاته ونه رسيږی حلال دی.

494- مسأله: د ږری خرول او ماشينول که د خرول په ډول وی بناپر احتياط واجب حرام دی او پدی حکم ټول خلګ يو ډول او د خدای (ج) حکم د خلګو د مسخری په سبب توپير نکوی، څوک چی تازه او نوی بالغ سويدی او خپل ږره ونه خرئی خلګ هغه مسخری کړی، څرنګه چی خپل ږره وخرئی يا داسی ماشين کړی چی د خرول په ډول وی حرام دی.

495- مسأله: استمنا کول حرام دی، يعنی انسان د ځانه سره يو کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی.

496- مسأله: هغه آواز چی مخصوص د بازيګری او د لهوی د مجلسو دی غنا او حرام دی او که نوحه يا روضه يا قرآن هم په غنا ووائی حرام دی، ليکن که هغه په ښه آواز ووائی چی غنا نه وی اشکال نلری.

497- مسأله: بازی په هغه وسيلی چی معمولاً د قمار وسيلی شميرل کيږی، لکه (قاب او تخته نرد[23]) حرام دی، بلی وسيلی لکه منچ [24] او توپ (ګند) چی معمولاً د قمار وسيلی نه شميرل کيږی بازی په هغه اشکال نلری. سطرنج او پاسور (ورقی) هم که د قمار وسيلی حساب سی بازی په هغو مطلقاً حرام دی او الا اشکال نلری.

498- مسأله: لاس وهل او چکو کول د جشن او نطق کول په مجلسو چی په مسجدو، حسينيئی او مشاهد (زيارتونه) کی نه وی، که د تشويق او مشروع (جايز) امر د پاره وی او د نور حرام سره يو ځای نه وی اشکال نلری.

د يادوړ: هغه چی پدی کتاب راغلی دی ټول احکام ندی، بلکه د احکام ډير برخی چی په اوله درجه د ځوانانو نياز او غوښتنه وه، پدی رسالی راغلی دی او د ډير توضيح او معلومات د پاره د توضيح المسائل په رسالی مراجعه وسی.


[1] د حيوان د سر پری کول (حلالول) د څرنګه توب د پوهيدل د پاره په 442 مسأله کی مراجعه وسی.

[2] (عين نجس) هغه شی چی خود په خوده يعنی پخپله نجس دی لکه بولی او وينی.

[3] دغه مسأله په ښځو مربوط ده د ډير توضيح او بيان د پاره د 136 مسألی په وروسته مراجعه وکړی.

[4] د اوداسه شرايط په70  مسأله کی بيان سو.

[5] منی، يوه مايع ده چی د تناسلی غړی څخه په سبب د جماع يا احتلام د بولی د لاری څخه راوځی.

[6] هغه کارونه چی پر جنب حرام کيږی د دی رسالی په 121 مسأله بيان سويدی. برخی نور کارونه هم حرام دی چی د هغو د پوهيدل د پاره کولای سی د توضيح المسائل په 447 مسأله مراجعه وکړی.

[7] په برخو ښاروکی د هغه جملی څخه مکی معظمه، کله غرمه سيوری د منځه ځی او پسله هغه چی سيوری پيدا سوه معلوميږی چی غرمه سويده.

[8] تقريباً يوولس ساعته او پنځه لس دقيقی چی د شرعی غرمی څه تيرسی د ماښام او ماخُستن د لمانځه د وخت آخر دی مثلاً که شرعی غرمه 15/12 بجی وی، نيمه شپه 30/11 دی.

[9] دغه مسأله څو مورده استثنا لری چی د پوهيدل د پاره کولای سی د توضيح المسائل د رسالی په 860 مسأله مراجعه  وکړی.

[10] د توضيح المسائل په رساله کی نور شرايط هم راغلی دی چی

د ډير پوهيدل د پاره کولای سی پسله 905 مسألی د رسالی مراجعه وکړی.

[11] پسله 310 مسألی د توضيح المسائل د رسالی.

[12] هغه لمونځ چی په يواځی وسی او په جمع ونسی د (فرادا لمونځ) نوميږی.

[13] دغه عمل ته تجافی ويل کيږی.

[14] دغه لمونځ ته (استسقاء) ويل کيږی.

[15] مستحب لمونځ ته (نافلی) ويل کيږی.

[16] د فطری زکات يو د مالی واجب اعمالو څخه دی چی د فطر د اختر په ورځ بايد ورکړ سی (په 385 مسأله  کی مراجعه وکړی).

[17] د شپی او ورځی د نافلو د ډير پيژندل د پاره د توضيح المسائل د رسالی په 764 مسأله کی مراجعه وکړی.

[18] د (کذا وکذا) د کليمی په ځای کولای سی خپل حاجتونه د خدای (جل جلاله) څه وغواړی.

[19] مد طعام تقريباً لس سيره (750 ګرام) غنم، وربشی او لکه د دغو دی.

[20] مسيحيانو، يهوديانو او زرتشتيانو چی د اسلامی حاکم سره تړون کړيدی تر څو چی ټاکلی ماليات ورکړی او يو خاص شرايط چی په فقهی مفصل کتابو راغلی دی قبول کړيدی او په مقابل، مال او ځان د هغو په امان دی دوی (ذمی کافر) دی.

[21] د زکات د مصرف په نورو ځايو د پيژندل د پاره کولای سی د توضيح المسايل د رسالی په 1973 مسألی مراجعه وکړی.

[22] د 6/12 نخود  نقری قيمت، نن په بازار کی حدوداً 3100 ريال   يعنی 310 تومنه  دی  (د1381 هجری شمسی کال په پسرلی).

[23] د قمار يو ډول وسيلی دی.

[24] يو ډول بازی د ماشومانو د پاره دی.