صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د عاليقدر مرجع حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی (مدظله العالی) د توضيح المسائل رساله.

په نامه د خدای (ج): عمل پدغه رساله مجزى او کافى دى ، انشاء الله تعالی – محمد فاضل

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيدنا ونبينا ابی القاسم محمد وآله الطاهرين ولعنة الله علی اعدائهم اجمعين الی يوم الدين.

د تقليد احکام

1- مسأله: ددين په اصول انسان بايد قطعی اعتقاد او يقين ولری او دغه يقين په هر دليل او هر ډول حاصل سی کفايت کوی. څه د دليل او برهان پواسطه وی ياد والدينو (مور او پلار) او تبليغ کوونکو په ويل. که څه نسوای کولای استدلال وکړی.

2- مسأله: انسان د دين په غير ضروری احکامو بايد مجتهد وی او د خپل د اجتهاد پر نظر عمل وکړی او يا د مجتهد څخه تقليد او د هغه په دستور عمل وکړی او يا که د احتياط په کيفيت پوهيږی عمل په احتياط وکړی څرنګه چی يقين وکړی خپل تکليف ئی پر ځای کړيدی مثلاً: که يوه عده د مجتهدينو يو عمل حرام بولی او بله عده وائی چی حرام ندی هغه عمل پر ځای نکړی او که يو عمل بعضو واجب او بعضو مستحب بللی پر ځای کړی او همدارنګه واجب دی د احتياط په کيفيت هم احتياط وکړی. يعنی څرنګه چی احتياط د څو لاری ممکن دی بايد هغه لار وټاکی چی مطابق په احتياط وی.

3- مسأله: هغه مکلف (بالغ) چی مجتهد نه وی او خپل اعمال بيله تقليد وکړی او تقليد ونه کړی اعمال ئی باطل دی يعنی نسی کولای چی په هغه قناعت وکړی او بايد د 13 مسئلی په ډول عمل وکړی.

4- مسأله: تقليد په احکام؛ د مجتهد په دستور عمل کول دی او د هغه مجتهد څخه تقليد وسی چی بالغ، عاقل، دولس امامی شيعه، حلال زاده او عادل وی او منظور د عدالت هغه دی چی د نفسانی قدرت د واجباتو پر کول او د کبيره ګناهونو په پريښول ولری – او احتياط واجب هغه دی چی د تقليد مرجع په دنيا حريص نه وی او لازم دی تر نورو مجتهدينو اعلم وی، يعنی د خدای (ج) د حکم په پوهيدل د خپل عصر او زمان تر ټولو مجتهدينو عالم او پوه وی.

5- مسأله: د عدالت د پيژندل لاری يوئی ظاهری حسن او اخلاق دی. يعنی د هغه سره تلل او راتلل او دوستی ولری او په مختلفو شرايطو هغه ليدلی وی چی شرعی مسايل رعايت کوی او يا ګاونډی او خلګ د هغه ښه والی تصديق وکړی.

6- مسأله: که دوه مجتهد په علمی ډول سره يو شی او مساوی وی احتياط لازم هغه دی چی د هغه څوک چی با تقوی او پرهيزناک دی تقليد وکړی.

7- مسأله: اعلم مجتهد کولای سی د دری لاری وپيژندل سی.

لومړی: پخپله انسان يقين او يا اطمينان پيدا کړی، لکه چی انسان پخپله پوه وی او وکولای سی اعلم مجتهد وپيژنی.

دوهم: دوه نفر عادل عالمان چی کولای سی اعلم مجتهد وپيژنی، د يو څوک اعلم توب تصديق او قبول کړی پدی شرط چی دوه نفر نور عادل عالمان د هغو په خبرو مخالفت ونه کړی.

دريم: د يو څوک اعلم توب او اجتهاد دومره معلوم داره او مشهور وی چی د هغه مشهور توب څه د انسان د پاره اطمينان حاصل سی.

8- مسأله: که د اعلم پيژندل ډير سخت وی د هغه څوک څه تقليد وکړی چی د هغه په اعلم توب ګمان لری بلکه که ضعيف احتمال ورکړی چی څوک اعلم دی او د بل څوک د اعلم توب احتمال ورنکړی بايد دهغه څوک څه تقليد وکړی او همدغه ډول که وپوهيږی چی مثلاً دوه نفر په علم کی يا مساوی دی يا يو د هغو په ټاکلی ډول، احتمالاً اعلم دی او دبل يو د اعلم توب احتمال ورنکړی، بايد د هغه ټاکل شخص څه تقليد وکړی او که څو نفره د هغه په نظر تر نورو اعلم او يو د بل سره مساوی وی بايد د هغو د يو څه تقليد وکړی.

9- مسأله: د مجتهد د فتوی پلاس راوړل دری لاری لری:

لومړی: پخپله د مجتهد څه اوريدل.

دوهم: د دوه نفر عادل څه اوريدل چی د مجتهد فتوی نقلوی او د يو نفر عادل په خبر ورکول قناعت کول اشکال لری مګر داچی د هغه په قول او خبری علم يا اطمينان حاصل سی.

دريم: د مجتهد په رساله کی د فتوا ليدل په شرط د دی چی انسان د هغه رسالی په صحيح توب اطمينان ولری يعنی وپوهيږی چی ټوله رساله پخپله مجتهد يا د هغه د اطمينان کسان ليدلی او د نظره څه تير سويدی.

10- مسأله: تقليد يواځی په واجبات او محرمات کی لازم دی اما په مستحباتوکی تقليد واجب ندی مګر داچی يو مستحب وی چی د وجوب احتمال په هغه کی وی.

11- مسأله: ترڅو چی انسان يقين ونه کړی چی د مجتهد فتوا بدل سويدی کولای سی په هغه چی په رساله کی ليکل سويدی عمل وکړی او که احتمال ورکړی چی د هغه فتوا بدل سويدی پلټنه لازم ندی.

12- مسأله: پاتيدل د ميت پر تقليد جايز دی په ډول چی مړی مجتهد او ژوندی مجتهد په علم سره مساوی وی او څرنګه چی يو د هغو دوو اعلم وی تقليد د اعلم څه لازم دی او په پاتيدل د ميت پر تقليد د هغو مسائلو په منځ کی توپير چی عمل کړيدی او هغه مسألی چی عمل ندی کړی نسته.

13- مسأله: رجوع کول د ژوندی مجتهد په بل ژوندی مجتهد که دواړه مساوی وی جايز دی او که بل اعلم وی رجوع په هغه واجب دی.

14- مسأله: کله چی د تقليد مرجع فتوا تغير وکړی د مقلد عمل کول په مخنی فتوا جايز ندی ليکن که مخنی فتوا د احتياط سره مطابق وی عمل په هغه بناپر احتياط مانع نه لری.

15- مسأله: که يو مکلف خپل عبادتونه يو مدت بيله تقليد کړی وی او د هغو عبادتو مقدار ونه پوهيږی پدی ډول که وپوهيږی هغه عبادتونه مطابق د هغه مجتهد په فتوا چی بايد دهغه څه تقليد کړی وای کړيدی هغه عبادتونه صحيح دی او بيله دی ډول واجب دی په هغه مقدار چی يقين لری د منځه تللی دی قضا وکړی، پدی شرط چی اونسی د تقليد مرجع ئی قضا واجب وبولی او احتياط مستحب دغه دی چی په هغه مقدار قضا وکړی چه وپوهيږی خلاص سويدی او قضائی ادا سويدی.

16- مسأله: پر مکلف واجب دی چی په لازم مسأله (تقليد د اعلم) يا (لازم نه وی) د هغه د يو اعلم مجتهد څه تقليد وکړی.

17- مسأله: که يو مجتهد د عباداتو په احکام اعلم وی او بل مجتهد د معاملاتو په احکام، احتياط دا دی چی مکلف تقليد تقسيم کړی يعنی په عبادتو د لومړنی او په معاملو د دوهمی څه تقليد وکړی.

18- مسأله: کله چی مکلف د اعلم په پلټنه دی واجب دی په احتياط عمل وکړی.

19- مسأله: که اعلم مجتهد په يوه مسأله کی فتوی ورکړی د هغه مجتهد مقلد نسی کولای په هغه مسأله د بل په فتوی عمل وکړی، که فتوی ورنکړی او احتياط واجب وکړی مقلد کولای سی يا پدغه احتياط عمل وکړی يا په هغه مجتهد چی علم ئی د لومړی مجتهد لږ يا مساوی دی رجوع وکړی.