صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

نجاستونه:

87- مسأله: نجاستونه يوولس شيان دی. 1–بولی، 2- غايط، 3- منی، 4- مردار، 5- وينی، 6- سپی، 7- سرکوزی، 8- مشرک، 9- شراب، 10- فقاع(د وربشی اوبه)، 11- د نجاست خوړنکی اوښ خولی.

1-2غايط او بولی:

88- مسأله: د انسان او هر حرام غوښی حيوان چی جهنده (غورځيدونکی) وينی لری يعنی که رګ ئی پری کړی وينی د هغه څه غورځی بولی او غايط نجس دی.

89- مسأله: د حرام غوښی وزر لرونکی فُضلی، پاک دی.

90- مسأله: د نجاست خوړنکی حيوان بولی او غايط نجس دی او همدارنګه د هغه حيوان بولی او غايط چی انسان د هغه سره نژدی توب کړيدی، او همدا ډول د هغه پسه چه غوښی ئی د سرکوزی د شيدی په خوړل، محکم (قوی) سوی وی.

3- منی:

91- مسأله: د هغه حيوان منی چی جهنده وينی لری نجس دی.

4- مردار:

92- مسأله: هغه حيوان مردار چی جهنده ويني لری نجس دی څه پخپله مړسوی يا پر خلاف د هغه دستور چی شرع ټاکلی دی هغه وژلی وی. او کب ځکه چی جهنده وينی نلری، که څه هم په اوبو کی مړ سی، پاک دی.

93- مسأله: هغه شيان چی د مردار څه چی لکه وړی، وريښتان، کُرک، هډوکی او غاښ روح نلری که د بيله هغه حيوان وی چی لکه سپی نجس دی، پاک دی.

94- مسأله: که د انسان او هغه حيوان د بدن څه چی جهنده وينی لری او ژوندی وی که غوښی يا بل شی چی روح لری جلا کړی نجس دی.

95- مسأله: د ښوندانو او د بدن د نورو ځايو پوستونه چی د لويدل وخت ئی رسيدلی دی که څه هم هغو پری کړی پاک دی.

96- مسأله: د چرګی هګی چی د مړی چرګی د نس څه راوځی که څه هم د مخ پوست ئی کلک سوی نه وی پاک دی.

97- مسأله: که مږ او وزګړی مړ سی، هغه پنيرمائی چی د هغو په شيردان کی دی پاک دی، ليکن ظاهر د هغه بايد پريمينځل سی.

98- مسأله: روانی مايع دواوی، عطر، غوړی، وکس او صابون د هغو هيوادو چه مسلمان ندی راوړی که انسان د هغو په نجاست يقين ونه لری پاک دی.

99- مسأله: غوښی، لم او څرم که د مسلمان په لاس وی پاک دی ليکن که پوه سی چی هغه مسلمان د کافر څه نيولی دی او پلټنه ندی کړی چه د شرع په دستور وژل سويدی که يه، نجس ندی ليکن خوړل د هغو حرام دی او لمونځ په هغه کالی چه د هغه څرم څه وی صحيح نه دی.

5- وينی:

100- مسأله: د انسان او هر حيوان چی جهنده وينی لری يعنی که رګ ئی پری کړی وينی د هغه څه غورځی وينی نجس دی. او د هغه حيوان وينی چه لکه کب او غوماښه جهنده وينی نه لری، پاک دی.

101- مسأله: که حلال غوښی حيوان د شرع په دستور چی ټاکل سويدی حلال کړی او وينی ئی په معمول مقدار د باندی راووځی هغه وينی چی په بدن ئی پاتيږی پاک دی ليکن که د سا کښل په خاطر يا په واسطه ددی چی د حيوان سر په لوړ ځای وه د حيوان په بدن وينی راوګرځی هغه وينی نجس دی.

102- مسأله: وينی چی د چرګی په هګی که دی نجس نه دی او احتياط مستحب دادی چی د هغه څه پرهيز وسی.

103- مسأله: هغه ژړ اوبه چه د زخم د ښه والی په حال د هغه په شا و خوا پيدا کيږی که معلوم نه وی چی د وينی سره ګډ دی پاک دی.

104- مسأله: هغه وينی چی په شيدی کی ليدل کيږی نجس دی او شيدی هم نجس کوی.

105- مسأله: هغه وينی چی د غاښو د منځه څه راځی که د خولی د اوبو سره ګډ او د منځه ولاړسی پاک دی او پدی ډول د خولی د اوبو تيرول اشکال نلری.

106- مسأله: هغه وينی چی د نوک يا پوست لاندی مری، که يو ډول وسی چی نور هغه ته وينی ونه وائی پاک دی، او که هغه ته وينی ووائی په هغه حالت نجس دی چی نوک يا پوست سوری سی، او پدی حالت که سختی نه لری بايد د اودس او غسل د پاره وينی راوباسی او که سخت دی بايد د هغه شا و خوا په يو ډول چی نجاست ډير نسی پريمينځی او  ټکر يا يو شی لکه ټکر پر هغه واچوی او پر ټکر لوند لاس وکاږی.

107 –مسأله: که انسان ونه پوهيږی چی وينی د پوست لاندی مړ سويدی يا غوښی د ټکول په واسطه په هغه حالت سويدی پاک دی.

108- مسأله: که د طعام د ايشيدل په وخت يوه قطره وينی په هغه کی ولويږی ټول طعام او ظرف ئی نجس کيږی او ايشيدل، حرارت او اور پاک کونکی نه دی.

6-7سرکوزی او سپی:

109- مسأله: سپی او سرکوزی چی په وچه کی ژوند کوی حتی وريښتان، هډوکی، ګوتی، نوک او رطوبت د هغو نجس دی ليکن دريابی سپی او سرکوزی پاک دی.

8- مشرک:

110- مسأله: مشرک يعنی هغه کسان چی بيله يواځنی خدای (ج) بل خدای پرستښ وکړی يعنی (بت پرست) يا د خدای (ج) د پاره ملګری ونيسی او دوه يا څو خدای پرستښ وکړی، نجس دی ليکن هغه کسان چی د سبحان خدای وحدت او يووالی قبول لری او د الهی پيغمبرانو څه يوئی قبول ولری (يهوديان، مسيحيان، زرتشتيان، او صابئيان) پاک دی. او که د کتاب اهل د تحريف (ګمراهی) په واسطه په خپل دين مشرک سوی وی د نورو مشرکينو حکم لری او نجس دی او همدا ډول هغه کسان چی بی دين وی او هيڅ خدای قبول نه لری نجس دی، ناصبی کسان هم چی د پاکو امامانو دښمن دی نجس دی، خوارج او هم هغه مسلمانان چی مشرک سوی وی او حضرت علی (عليه السلام) خدای ومنی، يا يو د دين ضروريات ونه  منی او منکر سی په يو ډول چی د خدای او رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) په منکر کيدل وګرځی نجس دی.

111- مسأله: د مشرک ټول بدن، حتی وريښتان، نوک او رطوبتونه ئی نجس دی.

112- مسأله: که د يو نابالغ ماشوم پلار، مور، نيکه او انا مشرک وی هغه ماشوم هم نجس دی او که يو د هغو مسلمان وی ماشوم پاک دی.

113- مسأله: څوک چی معلوم ندی مسلمان دی که يه، که مسلمان يا کافری د هغه په تيرو وختو معلوم نه وی پاک دی. ليکن د نورو مسلمانانو احکام نه لری، مثلاًنسی کولای د مسلمانه ښځی سره ازدواج (واده) وکړی يا د مسلمانانو په هديره ښخ سی.

114- مسأله: که مسلمان ويود دولس اماموته ښکنځل وکړی يا د هغو سره دښمنی ولری نجس دی.

115- مسأله: د کتاب اهل (يهود، نصاری او مجوس) پاک دی.

116- مسأله: مرتدّ د نجس او پاکی په لحاظ د هغه جمعيت حکم لری چی د هغو په دين ورغلی دی بناپر دی که مشرک سوی وی نجس، او که د يهود او نصرانی دين ته ورغلی وی په طهارت او پاکی محکوم دی يعنی بايد پاک سی.

9- شراب:

117- مسأله: شراب او هر شی چی انسان مست کړی څرنګه چی په خپله روان وی نجس دی او که د بنګ او چرس په ډول روان نه وی که څه هم شی په هغه کی واچوی چی روان سی پاک دی.

118- مسأله: طبی او سپين الکول چه خالص الکول دی او طبی مصرف لری پاک دی. مګر داچه د شراب او فقاع څه نيول سوی وی چی پدی حالت نجس دی. همدارنګه نور پاک کوونکی مواد چی د الکول څه نيول سويدی او په طبی مرکزوکی کار ځينی اخيستل کيږی پاک دی. همدارنګه صنعتی الکول چی هغه سپين الکول چی يو مقدار سمی مواد لری او صنعتی کار ځينی اخيستل کيږی پاک دی. کلونيا، عطر او نور صنعتی مواد چه د الکول څه نيول کيږی پاک دی.

119- مسأله: که انګور او د انګور اوبه په خپله يا د پخيدل په واسطه وايشی خوړل ئی حرام ليکن نجس ندی.

120- مسأله: خرما، کيله، کشمش او د هغو اوبه که وايشی پاک، او خوړل ئی حلال دی.

10- فقاع:

121- مسأله: فقاع چه د وربشی څه نيول کيږی او هغه ته (آب جو) وائی نجس دی، ليکن هغه اوبه چی د طبيب په دستور د وربشی څه نيسی او هغه ته ماء الشعير وائی پاک دی.

11- د نجاست خوړنکی اوښ خولی:

122- مسأله: د نجاست خوړنکی اوښ خولی نجس دی، ليکن که نور حيوانان نجاست خوړنکی سی د هغو د خولی څه ځان ساتل لازم نه دی.

123- مسأله: د حرام جنب خولی نجس نه دی، ليکن احتياط واجب دادی چی په بدن او کالی چی په هغه الوده (ککړ) سويدی لمونځ ونه کړی.

124- مسأله: که انسان په هغه وخت چی د ماندينی سره نژدی توب حرام دی (لکه د رمضان دمياشتی په روژه) د خپل ماندينی سره نژدی توب وکړی بناپر احتياط واجب بايد د خپل خولی څه په لمانځه پرهيز وکړی.

125- مسأله: که د حرام جنب ونسی کولای غسل وکړی او د غسل پر ځای تيمم وکړی بناپر احتياط واجب بايد د خپل خولی څه په لمانځه پرهيز وکړی.

126- مسأله: که يو څوک په حرام جنب سی او وروسته د خپل حلال سره نژدی توب وکړی بناپر احتياط واجب بايد د خپل خولی څه په لمانځه پرهيز وکړی، ليکن که لومړی د خپل حلال سره نژدی توب وکړی او پسله هغه په حرام جنب سی واجب نه دی د خپل خولی څه پرهيز وکړی.