|
د نجاست د ثابتيدل لار:127- مسأله: د هر شی نجاست په دری لار ثابت کيږی: لومړی: پخپله انسان يقين وکړی چی شی نجس دی، او که ګمان ولری يو شی نجس دی لازم نه دی د هغه څه پرهيز وکړی، مګر داچه د ګمان په واسطه، هغه اطمينان چی عادی خلګ هغه علم په حساب راوړی حاصل سی، چی په دی حالت پرهيز لازم دی. بناپر دی ډوډی خوړل په هوټلو او رستورانو چی بی پروا کسان او هغه کسان چی پاکی او نجسی مراعت نه کوی هلته ډوډی خوری، که انسان يقين ونه لری چی هغه ډوډی چی د هغه د پاره راوړی دی نجس دی اشکال نه لری. دوهم: څوک چی يو شی د هغه په اختيار کی دی ووائی هغه شی نجس دی، مثلاً د انسان ماندينه، نوکر يا کُلفت ووائی ظرف يا بل شی چی د هغه په اختيار کی دی نجس دی. دريم: دوه عادل نارينه ووائی يو شی نجس دی، او که يو عادل څوک ووائی يو شی نجس دی، پرهيز د هغه څه بناپر احتياط لازم دی. 128- مسأله: که د مسألی د نه پوهيدل په واسطه، د يو شی نجسی او پاکی ونه پوهيږی، مثلاً پوه نه سی چی د حرام جنب خولی پاک دی که يه، بايد مسألی پوښتنه وکړی، ليکن که په دی چی مسألی پوهيږی، په يو شی شک وکړی چی پاک دی که يه، مثلاً شک وکړی هغه شی وينی دی که يه، يا ونه پوهيږی چی د انسان وينی دی، يا د غوماشی، پاک دی. 129- مسأله: نجس شی چی انسان شک لری پاک سويدی که يه، نجس دی. او پاک شی که شک وکړی نجس سويدی که يه، پاک دی. او که هم وکولای سی د هغه نجسی يا پاکی وپوهيږی لازم نه دی پلټنه وکړی. 130- مسأله: که وپوهيږی يو د دوو ظرفو يا دوو کاليو چی د هغو د دواړو څه ګټه اخلی نجس سويدی، او ونه پوهيږی کم يو دی بايد د دواړو څه پرهيز وکړی، بلکه که مثلاً نه پوهيږی خپل کالی ئی نجس سويدی يا هغه کالی چی هيڅ ګټه د هغه څه نه کوی او د بل څوک مال دی، بيا هم احتياط دا دی چی د خپل کالی څه پرهيز وکړی. |