صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د پاک شيان نجس کيدل لار:

131- مسأله: که پاک شی و نجس شی ته ورسيږی او هر دواړه يا يو د هغو په داسی ډول لوند وی چی د يو لوند واله و بل ته ورسيږی، پاک شی نجس کيږی او که لوندواله دومره لږ وی چی و بل ته ونه رسيږی، هغه شی چی پاک ؤ نه نجس کيږی.

132- مسأله: که پاک شی و نجس شی ته ورسيږی او انسان شک وکړی چی هر دواړه يا يو د هغو لوند وه که يه، هغه پاک شی نجس کيږی.

133- مسأله: دوه شيان چی انسان نه پوهيږی کم يو پاک او کم يو نجس دی که يو پاک شی په رطوبت (نم) په يو د هغو ورسيږی، نه نجس کيږی.

134- مسأله: مځکه او ټوکر او لکه د هغو که رطوبت ولری هره برخه چی نجاست هغه ته ورسيږی نجس کيږی او نور برخه ئی پاک دی او بادرنګ، خټکی او لکه ددغو همدا ډول دی.

135- مسأله: که غوړی او شيره روان وی که يوه برخه د هغه نجس سی ټول ئی نجس کيږی. ليکن که روان نه وی ټول ئی نه نجس کيږی بلکه هغه ځای چی نجاست هغه ته رسيدلی دی نجس کيږی.

136- مسأله: که مچ يا لکه هغه يو حيوان، پر يو نجس شی چی لوند دی کښينی او وروسته پر پاک شی چی هغه هم لوند دی کښينی، څرنګه که انسان وپوهيږی د هغه حيوان سره نجاست وه، پاک شی نجس کيږی، او که ونه پوهيږی پاک دی.

137- مسأله: که د بدن يو ځای چی خولی لری نجس سی او خولی د هغه ځای څه و بل ځای ته ولاړسی، هر ځای چی خولی هغه ته ورسيږی نجس کيږی، او که خولی بل ځای ته ورنسی د بدن نور ځايونه پاک دی.

138- مسأله: هغه اخلاط (ګړنګ) چی د پزی يا ستونی څه راځی که وينی ولری، هغه ځای چی وينی لری نجس او نور پاک دی نو که د پزی يا خولی د باندی ورسيږی هغه مقدار چی انسان يقين لری د اخلاط نجس ځای هغه ته رسيدلی دی نجس دی، او هغه ځای چی شک لری نجس ځای هغه ته رسيدلی دی که يه، پاک دی.

139- مسأله: که يوه ګډوه چی لاندی ئی سوری دی پر نجس مځکه کښيږ دی که اوبه يو ډول د هغه لاندی راټول سی چی د ګډوی د اوبو سره يو ډول حساب سی، د ګډوی اوبه نجس کيږی. او که سوری ئی په نجس مځکه متصل نه وی او د ګډوی لاندی اوبه د هغه دننه په اوبو يو ډول حساب نه سی د ګډوی دننه اوبه نه نجس کيږی.

140- مسأله: که يو شی بدن ته ننوځی او نجاست ته ورسيږی، که پسله راوتل په نجاست آلوده نه وی پاک دی، نو که د امالی اسباب يا اوبه ئی د غايط په مخرج داخل سی، يا ستن او چاړه او لکه د دغو بدن ته ننوځی او پسله راوتل، په نجاست آلوده نه وی نجس نه دی، او د خولی او پزی اوبه که دننه وينی ته ورسيږی او پسله راوتل په وينی آلوده نه وی همدا ډول دی.