صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د جنابت احکام

347- مسأله: په دوه شی انسان جنب کيږی.

لومړی: جماع.

دوهم: د منی راوتل، څه په خوب وی يا ويښ، لږ وی يا ډير په شهوت وی يا بی شهوت، په اختيار وی يا بی اختيار.

348- مسأله: که رطوبت د انسان څه راووځی ونه پوهيږی منی دی يا بولی يا بيله ددغو که په شهوت او غورځيدل راوتلی دی او پسله راوتل ئی، بدن سست سی، هغه رطوبت د منی حکم لری او که هيڅ يو ددغو د رونښو يا بعضو د دغوونه لری د منی حکم نه لری، ليکن په ښځه او ناروغ لازم نه دی هغه اوبه په غورځيدل راوتلی وی، بلکه که په شهوت راوتلی وی د منی په حکم دی او لازم نه دی بدن ئی سست سی.

349- مسأله: مستحب دی انسان پسله راوتل د منی بولی وکړی او که بولی ونه کړی او پسله غسل، رطوبت د هغه څه راووځی چی ونه پوهيږی منی دی يا بل رطوبت، د منی حکم لری.

350- مسأله: که انسان جماع وکړی او د سنت په اندازه يا ډير ننوځی، په ښځه وی يا يه نارينه، د مخه وی يا په شا، بالغ وی يا نابالغ که څه هم منی رانوځی هر دواړه جنب کيږی.

351- مسأله: که شک وکړی چی د سنت په اندازه ننوتلی دی که يه غسل پر هغه واجب نه دی.

352- مسأله: که نعوذ بالله د يو حيوان سره نژدی توب وکړی او منی د هغه څه راووځی يواځی غسل کافی دی او که منی رانوځی که د مخه تر جماع، اودس درلود بيا هم يواځی غسل کافی دی. او که اودس ونه لری احتياط واجب هغه دی چی غسل وکړی او اودس هم ونيسی.

353- مسأله: که منی د خپل ځای څه حرکت وکړی او رانوځی يا انسان شک وکړی چی منی د هغه څه راوتلی دی که يه غسل پر هغه واجب نه دی.

354- مسأله: څوک چی نسی کولای غسل وکړی ليکن تيمم د هغه د پاره ممکن دی، پسله داخليدل د لمانځه وخت بی دليل د خپل ماندينی سره جماع وکړی اشکال لری ليکن که دخوند اخيستل يا بيری پر نفس وی اشکال نلری.

355- مسأله: که په خپل کالی منی ووينی او وپوهيږی چی پخپله دهغه دی او د هغه د پاره غسل ندی کړی، بايد غسل وکړی او هغه لمونځونه چی يقين لری پسله راوتل د منی کړيدی قضا کړی، ليکن هغه لمونځونه چی احتمال ورکوی پسله راوتل د منی په ځای کړيدی لازم ندی قضائی په ځای کړی.

هغه شيان چی پر جنب حرام دی:

356- مسأله: پنځه شيان پر جنب حرام دی.

لومړی: د بدن يو ځای رسول د قرآن په خط يا د خدای (ج) په نوم، او د پيغمبرانو او امامانو (عليهم السلام) مبارک نومان، چی بناپر احتياط واجب د خدای (جل جلاله) د نوم حکم لری.

دوهم: تلل و مسجد الحرام او د حضرت پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) مسجدته، که څه هم د يوی دروازی څه داخل او د بلی دروازی څه خارج سی.

دريم: توقف په نورو مسجدو، ليکن که د يوی دروازی څه داخل او د بل څه خارج سی يا د يو شی د اخيستل د پاره ورسی مانع نه لری او احتياط واجب هغه دی چی د امامانو په حرم هم توقف ونه کړی که څه هم ښه هغه دی چی د مسجد الحرام او مسجد النبی (ص) حکم د امامانو (ع) په حرم مراعت وکړی.

څلورم: يو شی پريښول په مسجد کی.

پنځم: د هغه سوری ويل چی واجبه سوره لری او هغه څلور سوری دی:

1- د قرآن دوديرشمه سوره (الم تنزيل).

2- يوڅلويښتمه سوره (حم سجده).

3- درو پنځوسمه سوره (والنجم).

4- شپږنيويم سوره (اقرء). که يوه توری د دغه څلور سوری هم ووائی حرام دی.

هغه شيان چی پر جنب مکروه دی:

357- مسأله: نه شيان پر جنب مکروه دی:

لومړی او دوهم: خوړل او څښل، ليکن که اودس ونيسی مکروه نه دی.

دريم: ډير تر اوه آيی د هغه سوری چی واجب سجدی نلری.

څلورم: د بدن يو ځای رسول د قرآن د خط په منځ، حاشيی او جلد (پوښ).

پنځم: قرآن د ځان سره درلودل.

شپږم: بيديدل، ليکن که اودس ونيسی يا د اوبه د نه درلودل په واسطه، د غسل پر ځای تيمم وکړی مکروه نه دی.

اوم: نوکروزی کول او لکه هغه.

اتم: د بدن غوړول.

نهم: جماع کول، پسله هغه چی محتلم سويدی يعنی په خوب منی د هغه څه راوتلی دی.

د جنابت (جنبيدل) غسل

358- مسأله: د جنابت غسل په خپله مستحب دی او د واجب لمونځ د پاره او لکه هغه لازم کيږی. ليکن د ميت د لمانځه، د شکر سجدی او د قرآن د واجب سجدی د پاره د جنابت غسل لازم نه دی.

359- مسأله: د غسل په وخت لازم نه دی نيت وکړی چی: واجب يا مستحب غسل کوم، او که د قربت په قصد يعنی د خدای (ج) د فرمان پر ځای کول د پاره غسل وکړی کافی دی.

360- مسأله: غسل څه واجب وی او څه مستحب، په دوه ډول کيږی وکړی: ترتيبی او ارتماسی.

ارتماسی غسل:

361- مسأله: د ترتيبی په غسل بايد د غسل په نيت، لومړی سر او غاړه، پسله هغه راسته خوا و روسته د بدن چپه خوا پريمينځی او که په قصد(عمد)  يا د هيريدل په خاطر يا د مسألی د نه پوهيدل په واسطه په دغه ترتيب عمل ونه کړی غسل ئی باطل دی.

362- مسأله: نيم نو اونيم عورت بايد د بدن په راسته خوا او بل نيم بايد د چپی خوا سره پريمينځی، بلکه ښه دی ټول نو او عورت د دواړو خوا وسره پريمينځل سی.

363- مسأله: د هغه د پاره چی يقين وکړی هر دری برخه، يعنی سر او غاړه، راسته خوا او چپه خوائی کامل غسل ورکړيدی، بايد هره برخه چی پريمينځی يو مقدار د نورو برخو هم د هغه برخه سره پريمينځی. بلکه احتياط مستحب هغه دی چی د غاړی ټول راسته خوا د بدن د راسته خوا سره او د غاړی  ټول چپه خوا د بدن د چپی خواسره پريمينځی.

364- مسأله: که  پسله غسل وپوهيږی د بدن يو ځای ندی پريمينځل او و نه پوهيږی د بدن کم ځای دی بايد دوباره غسل وکړی.

365- مسأله: که پسله غسل وپوهيږی يو مقدار د بدن ئی نه دی پريمينځل که د چپی خواوی، هغه مقدار پريمينځل کافی دی او که د راستی خواوی بايد پسله پريمينځل د هغه مقدار، دوباره چپی خوا پريمينځی، او که د سر او غاړه وی بايد پسله پريمينځل د هغه مقدار دوباره راسته خوا او وروسته چپه خوا پريمينځی.

366- مسأله: که د مخه تر تماميدل د غسل، د چپی خوا د يو مقدار په پريمينځل شک وکړی، پريمينځل د هغه مقدار کافی دی ليکن که پسله مشغوليدل د چپی خوا په پريمينځل د راستی خوا په پريمينځل يا يو مقدار د هغه شک وکړی يا پسله مشغوليدل د راستی خوا په پريمينځل د سر او غاړی په پريمينځل يا يو مقدار د هغه شک وکړی لازم نه دی په خپل شک اعتنا (پروا) وکړی.

ارتماسی غسل:

367- مسأله: په ارتماسی غسل اوبه بايد په يوه پلا ټول بدن ونيسی، نو که د ارتماسی غسل په نيت يوه پلا يا په تدريج په اوبو ننوځی ترڅو چی ټول بدن تر اوبو لاندی ولاړسی غسل ئی صحيح دی.

368- مسأله: په ارتماسی غسل که ټول بدن تر اوبو لاندی وی او د غسل د نيت وروسته، بدن ته حرکت ورکړی غسل ئی صحيح دی. ليکن احتياط مستحب دا دی چی د بدن ډيره برخه دا اوبو د باندی وی او پسله نيت د اوبو لاندی ولاړسی.

369- مسأله: که پسله ارتماسی غسل وپوهيږی د بدن ويو مقدارته اوبه نه دی رسيدلی څه ځای ئی وپوهيږی ياونه پوهيږی بايد دوباره غسل وکړی.

370- مسأله: که د ترتيبی غسل د پاره وخت نه لری او د ارتماسی غسل د پاره وخت لری، بايد ارتماسی غسل وکړی.

371- مسأله: څوک چی واجبه روژه نيولی دی يا د حج يا عمری د پاره احرام تړلی دی ارتماسی غسل نسی کولای او که د هيريدل په خاطر ارتماسی غسل وکړی صحيح دی.

د غسل کول احکام:

372- مسأله: په ارتماسی غسل ټول بدن بايد پاک وی ليکن په ترتيبی د ټول بدن پاک کيدل لازم نه دی. او که ټول بدن نجس وی او هره برخه د مخه تر غسل ورکول د هغه برخه پريمينځی کافی دی.

373- مسأله: د حرام جنب خولی نجس نه دی او څوک چی د حرام څه جنب سويدی که په توده اوبه هم غسل وکړی صحيح دی.

374- مسأله: که په غسل د يو وريښته په اندازه د بدن بيله پريمينځل پاته سی غسل باطل دی، ليکن د بدن د هغو ځايو پريمينځل چه نه ليدل کيږی، بلکه د غوږ د ننه، واجب نه دی.

375- مسأله: هغه ځای چی شک لری د بدن ظاهر (د باندی) دی يا باطن ئی، بناپر احتياط واجب لازم دی پريمينځی مګر داچی د مخه باطن ؤ او خارجاً شک وسی چی آيا ظاهر سويدی که يه چی په دی ډول پريمينځل ئی لازم نه دی.

376- مسأله: که د ګوشواری د سوری ځای او لکه هغه دومره لوی وی چی د ننه ئی ليدل کيږی او د بدن ظاهر برخه شميرل کيږی، بايد هغه پريمينځی او که نه ليدل سی او د بدن ظاهر برخه ونه شميرل سی د ننه برخه پريمينځل ئی لازم نه دی.

377- مسأله: هغه شی چی د اوبو د رسيدل مانع و بدن ته کيږی بايد ايسته کړی او که د مخه تر هغه چی يقين وکړی ايسته سويدی غسل وکړی غسل ئی اجازه نه دی.

378- مسأله: که د غسل په وخت شک وکړی هغه شی چی د اوبو د رسيدل مانع دی د هغه په بدن سته که يه، څرنګه چی شک ئی عقلی اساس ولری بايد پلټنه وکړی ترڅو مطمئن سی چه مانع نسته.

379- مسأله: په غسل بايد لنډ وريښتان چی د بدن برخه شميرل کيږی، پريمينځی او بناپر احتياط واجب د اوږ د وريښتان پريمينځل هم لازم دی.

380- مسأله: ټول شرطونه چی د اودس د صحيح توب د پاره وويل سو، لکه د اوبو پاکی او نه غصبی توب ئی، د غسل په صحيح توب هم شرط دی ليکن په غسل کی لازم نه دی بدن د لوړ څه وکښتی پريمينځی. او هم په ترتيبی غسل لازم نه دی پسله پريمينځل د هر برخه سمدستی بله برخه پريمينځی بلکه که پسله د سر او غاړی پريمينځل يو مقدار صبر وکړی او راسته خوا پريمينځی او پسله يو مدت چپه خوا پريمينځی اشکال نلری. مګر مستحاضی ښځه چی حکم ئی وروسته ويل کيږی.

381- مسأله: څوک چی قصد لری د حمامی پيسی ورنکړی يا بيله دی چی وپوهيږی حمامی راضی دی وغواړی پور پريږدی که څه هم وروسته حمامی راضی کړی، غسل ئی باطل دی.

382- مسأله: که وغواړی حرام پيسی يا هغه پيسی چی خمس ئی نه دی ورکړی حمامی ته ورکړی غسل ئی باطل دی.

383- مسأله: که حمامی راضی وی چی د حمام پيسی پور پاته سی ليکن څوک چی غسل کوی قصدئی دا وی چی د هغه پور ورنکړی يا د حرام مال ورکړی غسل ئی باطل دی.

384- مسأله: که د غايط مخرج د خزينی به اوبو تطهير کړی او د غسل د مخه شک وکړی چی ځکه په خزينه کی تطهير کړيدی حمامی د هغه په غسل کول راضی دی که يه، غسل ئی باطل دی، مګر داچی د مخه تر غسل حمامی راضی کړی.

385- مسأله: که شک وکړی چی غسل کړيدی که يه بايد غسل وکړی که پسله غسل شک وکړی چی غسل ئی صحيح وه که يه لازم نه دی دوباره غسل وکړی.

386- مسأله: که د غسل په منځ اصغر حدث (يوعلت) ورته پيداسی، مثلاً بولی وکړی، کولای سی غسل تمام کړی او وروسته اودس ونيسی او ښه هغه دی چی غسل احتياطاً په قصد د هغه څه چی پر غاړه ئی دی د بيرته کول د سره ونيسی او ليکن اودس پسله غسل په دی ډول هم واجب دی.

387- مسأله: هر وخت پدی خيال چی دلمانځه اوغسل د پاره وقت لری دلمانځه د پاره غسل وکړی، که څه هم پسله لمانځه و پوهيږی چی د غسل په اندازه وخت نه درلود غسل ئی صحيح دی.

388- مسأله: څوک چی جنب سويدی که شک وکړی غسل کړيدی که يه هغه لمونځونه چی کړيدی صحيح دی، ليکن د نورو لمونځو د پاره بايد غسل وکړی.

389- مسأله: څوک چی څو غسل پر هغه واجب دی کولای سی د ټولو په نيت يو غسل وکړی، يا هغو جلا جلا په ځای کړی.

390- مسأله: که د يو څوک پر بدن د قرآن آيه يا د خدای (ج) نوم ليکل سوی وی يا خال وهل سوی وی د مخه تر جنبيدل بايد هغه پاک کړی او پسله جنبيدل واجب دی سمدستی غسل وکړی او بايد پام ولری چی د غسل کول په وخت لاس پر هغه ونه کاږی او فقط اوبه پر هغه جاری کړی.

391- مسأله: څوک چی د جنابت غسل کړيدی، نبايد د لمانځه د پاره اودس ونيسی، بلکه په نورو واجبو غسلو بيله متوسطی استحاضی غسل، هم کولای سی بيله اودس لمونځ وکړی که څه هم ښه  دی اودس هم ونيسی.