صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

استحاضه:

يو د هغه وينی چی د ښځی څه راوځی د استحاضی وينی دی او ښځی ته استحاضی وينی د ليدل په وخت، مستحاضی وائی.

392- مسأله: د استحاضی وينی ډير وختونه ژړ رنګ او سوړ دی او بيله فشار سوځيدل (درد) راوځی او غليظ هم نه دی، ليکن ممکن دی کله تور، سور، تود او غليظ وی او په فشار او درد راووځی.

393- مسأله: په مجموع ډول هر وينی چی د ښځی څه راوځی او په زخم او ټپ مربوط نه وی او د حيض او نفاس وينی هم نه وی د استحاضی وينی دی هر څو مره بيان سوی صفتونه ونه لری.

394- مسأله: استحاضی دری ډوله دی:

1- قليله: هغه دی چی وينی فقط د پنبی مخ چی ښځه د فرج په داخل کی ايږدی آلوده کړی.

2- متوسطه: هغه دی چی وينی په پنبی ننوځی ليکن په هغه دسمال چی ښځی معمولاً د وينی د مخ نيوی د پاره تړی، ونه رسيږی.

3- کثيره: هغه دی چی وينی د پنبی څه ودسمال ته ورسيږی.

د استحاضی احکام:

395- مسأله: په قليله استحاضه کی بايد ښځه د هر لمانځه د پاره يو اودس ونيسی او د فرج ظاهر هم که وينی ورته رسيدلی دی پريمينځی او بناپر احتياط واجب پنبه بدل کړی يا پريمينځی.

396- مسأله: که د مخه تر لمانځه يا دلمانځه په منځ د متوسطی استحاضی وينی ووينی بايد د هغه د پاره غسل وکړی ليکن په متوسطی استحاضی که د سهار د لمانځه د مخه غسل وکړی د بل سهار د هر لمانځه د پاره د قليلی استحاضی کارونه چی په د مخه مسأله کی وويل سو وکړی ليکن که په قصد يا د هيريدل په خاطر غسل ونه کړی بايد د غرمی او مازيګر د لمانځه د پاره غسل وکړی او که د هغه د پاره هم غسل ونه کړ بايد د ماښام او ماخُستن د لمانځه د مخه غسل وکړی.

397- مسأله: په کثيره استحاضه کی سربيره پر د متوسطی استحاضی کارونه چی د مخه په مسأله کی وويل سو، بايد د هر لمانځه د پاره دسمال بدل کړی، يا پريمينځی او يوغسل د غرمی او مازيګر دلمانځه د پاره او يوهم د ماښام او ماخُستن دلمانځه د پاره وکړی او د غرمی او مازيګر دلمانځه په منځ فاصله وا نه چوی، او که فاصله واچوی د مازديګر دلمانځه دپاره بايد دوباره غسل وکړی او هم که د ماښام او ماخُستن د لمانځه په منځ فاصله واچوی بايد ماخُستن دلمانځه د پاره دوباره غسل وکړی.

398- مسأله: که دلمانځه د وخت د مخه د متوسطی يا کثيری استحاضی وينی راسی او بند سی بناپر احتياط واجب دلمانځه دپاره بايد غسل او اودس وکړی مګر داچی د مخه د هغه دپاره غسل کړی وی او د مخه تر غسل په مجموع ډول وينی بند سوی وی.

399- مسأله: متوسطی مستحاضی چی بايد اودس ونيسی او غسل وکړی هر يو لومړی وکړی صحيح دی، ليکن ښه هغه دی چی لومړی اودس ونيسی.

400- مسأله: که د ښځی قليلی استحاضی پسله د سهار دلمانځه متوسطه سی بايد د غرمی او مازديګر دلمانځه دپاره غسل وکړی او که د غرمی او مازيګر دلمانځه پسله متوسطه سی بايد د ماښام او ماخُستن دلمانځه دپاره غسل وکړی او که پسله غسل متوسطی استحاضی ادامه پيدا کړی د راتلونکی ورځ د سهار دلمانځه دپاره دوباره غسل وکړی.

401- مسأله: که د ښځی متوسطی يا قليلی استحاضی پسله د سهار دلمانځه کثيره سی د غرمی او مازديګر دلمانځه دپاره بايد يو غسل وکړی، او د ماښام او ماخُستن دلمانځه دپاره بل غسل وکړی او که پسله د غرمی او مازيګر دلمانځه کثيره سی، بايد د ماښام او ماخستن دلمانځه دپاره غسل وکړی. او همداډول دصبا سهار دلمانځه دپاره ، مګر داچی د مخه د شپی د غسل په قليله استحاضه تبديل سی يا کامل قطع سی.

402- مسأله: مستحاضی ښځه د هر لمونځ دپاره څه واجب وی څه مستحب، بايد اودس ونيسی او هم که وغواړی هغه لمونځ چی کړيدی احتياطاً دوباره په ځای کړی يا وغواړی هغه لمونځ چی فرادی (يواځی) کړيدی دوباره په جماعت وکړی بايد ټول کارونه چی د استحاضی دپاره وويل سو وکړی، ليکن د احتياط دلمانځه، هير سوی سجده، هير سوی تشهد او د سهوی سجدی د پاره که هغه پسله لمانځه سمدستی په ځای کړی لازم نه دی د استحاضی کارونه تکرار کړی.

403- مسأله: کله چی د مستحاضی ښځی وينی په مجموع ډول قطع سو که قليلی استحاضی وه فقط ځان تطهير کړی او د وروستی لمونځ دپاره اودس ونيسی او که کثيری يا متوسطی استحاضه وه بايد غسل وکړی او د وروستنی لمونځ دپاره اودس ونيسی او دغه غسل کولای سی د وينی د بنديدل وروسته وکړی که څه هم دلمانځه وخت نه وی سوی.

404- مسأله: که ښځه ونه پوهيږی استحاضه ئی څه ډول ده، کله چی غواړی لمونځ وکړی بايد يو مقدار پنبه د فرج په داخل کی کښيږی او لږ څه صبر وکړی او راوباسی او پسله هغه چی وپوهيدله استحاضه ئی کم يو دهغه دری ډوله دی، هغه کارونه چی د هغه ډول دپاره دستور ورکړ سويدی وکړی، ليکن که وپوهيږی تر هغه وخت چی لمونځ کوی استحاضه ئی تغير نه کوی د مخه د وخت تر داخليدل هم کولای سی ځان پلټنه کړی.

405- مسأله: مستحاضی ښځه که د مخه تر هغه چی ځان پلټنه وکړی په لمانځه لګياسی، که د قربت قصد درلوده او په خپله وظيفه عمل کړيده مثلاً استحاضه ئی قليله وه او د قليلی استحاضی په وظيفه عمل کړيده، لمونځ ئی صحيح دی او که د قربت قصد نه درلوده يا عمل ئی د هغه د وظيفی مطابق نه وه لکه داچی استحاضه ئی متوسطه وه او د قليلی په وظيفه عمل کړيده، لمونځ ئی باطل دی.

406- مسأله: مستحاضی ښځه که ونه سی کولای ځای پلټنه وکړی بايد په هغه څه چی رښتيا د هغی وظيفه ده عمل وکړی مثلاً که نه پوهيږی استحاضه ئی قليله ده يا متوسطه، بايد د قليلی استحاضی کارونه وکړی، ليکن که وپوهيږی د مخه کم يو د هغه دری ډول وه بايد د هغه ډول په وظيفه عمل وکړی.

407- مسأله: د استحاضی وينی که په لومړی پيدايښت ئی د خپل ځای څه حرکت وکړی ليکن د بدن څه خارج نسی پر ښځه لازم نه دی د استحاضی په احکام عمل وکړی. اما که راووځی تر هغه وخت چی په مجرا کی دی هر څو د باندی رانوځی واجب دی د استحاضی د احکام مطابق عمل وکری.

408- مسأله: مستحاضی ښځه که وپوهيږی د هغه وخته څه چی په اودس او غسل مشغول سويده وينی د هغی څه ندی راوتلی او تر پسله لمانځه هم د فرج په داخل کی نسته کولای سی لمونځ وځنډوی او کولای سی وروستنی لمونځونه هم په هغه وکړی.

409- مسأله: مستحاضی ښځه که وپوهيږی دلمانځه د وخت د تيريدل د مخه بيخی پاک کيږی يا دلمانځه او غسل او اودس کول په اندازه وينی بنديږی بايد صبر وکړی او لمونځ په هغه وخت چی پاک ده وکړی بلکه بناپر احتياط واجب د وينی د بنديدل د احتمال په شرط هم بايد صبر وکړی.

410- مسأله:  قليلی مستحاضی پسله اودس، او متوسطی او کثيری مستحاضی پسله غسل او اودس سمدستی بايد په لمانځه لګياسی، ليکن د آذان او اقامی ويل او دلمانځه د مخه دعاوی ويل اشکال نلری او په لمانځه هم کولای سی مستحب کارونه لکه قنوت، او بيله هغه په ځای کړی.

411- مسأله: مستحاضی ښځه که دلمانځه او غسل په منځ فاصله واچوی بايد دوباره غسل وکړی او سمدستی په لمانځه لګياسی، ليکن که د فرج د فضا په داخل وينی رانسی د اودس او غسل تکرار لازم نه دی.

412- مسأله: پر مستحاضی ښځی لازم ده په هر مقدار چی ممکن وی پسله اودس او غسل د پنبی په وسيله د وينی د راوتله څه مخ نيوی وکړی او که تنبلی وکړی او وينی راووځی بايد لمونځ دوباره وکړی بلکه بناپر احتياط واجب د مخه تر لمانځه بايد دوباره غسل وکړی او اودس هم ونيسی.

413- مسأله: که د غسل په وخت، وينی قطع (بند) نسی غسل صحيح دی، ليکن که د غسل په منځ متوسطی استحاضی کثيره سی، واجب دی غسل د سره ونيسی.

414- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی مستحاضی ښځه په ټوله ورځ چی روژه ده په هغه مقدار چی کولای سی د وينی د راوتله څه مخ نيوی وکړی.

415- مسأله: د هغی مستحاضی ښځی روژه چی غسل پر هغی واجب دی په داسی حال صحيح دی چی په ورځ هغه غسلونه چی د ورځی د لمونځو د پاره ئی واجب دی وکړی، او بناپر احتياط د هغه شپی د ماښام او ماخستن دلمانځه غسل چی غواړی صبا سهارئی روژه ونيسی په ځای کړی.

416- مسأله: که پسله د مازيګر دلمانځه، مستحاضی سی او تر ماښام غسل ونه کړی روژه ئی صحيح دی.

417- مسأله: که د ښځی قليلی استحاضی د مخه تر لمانځه متوسطی يا کثيری سی بايد د متوسطی يا کثيری کارونه چی وويل سو وکړی او که متوسطی استحاضی کثيره سی بايد د کثيری استحاضی کارونه وکړی او که د متوسطی استحاضی د پاره غسل کړی وی ګټه نلری او بايد د کثيری د پاره دوباره غسل وکړی.

418- مسأله: که د لمانځه په منځ، د ښځی متوسطی استحاضه کثيره سی، بايد لمونځ مات کړی او د کثيری استحاضی دپاره غسل وکړی او د هغه نور کارونه وکړی او هغه لمونځ وکړی او که د غسل دپاره وخت نلری بايد تيمم وکړی، او اودس هم ونيسی او که د اودس دپاره هم وخت نلری يو بل تيمم وکړی  او که د تيمم دپاره هم وخت نلری نسی کولای لمونځ مات کړی او بايد لمونځ تمام کړی او بناپر احتياط واجب قضا کړی، او همدا ډول دی که دلمانځه په منځ قليلی استحاضه ئی متوسطه يا کثيره سی ليکن که متوسطی استحاضه وه بايد سربيره پر غسل، اودس هم ونيسی.

419- مسأله: که دلمانځه په منځ وينی بند سی او مستحاضی ونه پوهيږی چی په باطن هم قطع سوی وه، بناپر احتياط واجب بايد اودس، غسل او لمونځ دوباره په ځای کړی.

420- مسأله: که د ښځی کثيری استحاضی متوسطی سی، بايد د لومړی لمونځ دپاره د کثيری عمل او د وروستی لمونځو دپاره متوسطی عمل په ځای کړی، مثلاً د غرمی دلمانځه د مخه کثيری استحاضه، متوسطه سی د غرمی دلمانځه دپاره غسل وکړی او د مازيګر، ماښام او ماخستن لمانځه دپاره فقط اودس ونيسی.

421- مسأله: که د هر لمانځه د مخه د کثيری مستحاضی وينی بند سی او دوباره راسی او د هر لمونځ دپاره بايد يو غسل په ځای کړی.

422- مسأله: که کثيری استحاضی، قليله سی بايد د لومړی لمونځ دپاره کثيری عمل او د وروستی لمونځو دپاره قليلی عمل وکړی او هم که متوسطی استحاضه، قليله سی بايد د لومړی لمونځ دپاره، متوسطی عمل او د وروستی لمونځو دپاره قليلی عمل په ځای کړی.

423- مسأله: که مستحاضی يو د هغو کارو چی پر هغه واجب دی حتی د پنبی بدلول ترک کړی، لمونځ ئی باطل دی.

424- مسأله: قليلی مستحاضی که وغواړی بيله لمونځ يو کار وکړی چی شرط ئی اودس درلودل دی مثلاً وغواړی يو ځای د خپل بدن د قرآن په ليك ورسوی بناپر احتياط واجب بايد اودس ونيسی ځکه چی هغه اودس چی دلمانځه دپاره نيولی دی کافی نه دی.

425- مسأله: تلل ومسجد الحرام او مسجد النبی او توقف په نورو مسجدو او د هغه سوری ويل چی واجبه سجده لری او نژدی توب د ميړه سره، د مستحاضی ښځی دپاره اشکال نلری، هر څو احتياط مستحب په دی دی چی د دغو کارو د پاره خپل واجب غسلونه کړی وی.

426- مسأله: که ښځه په کثيری استحاضه کی وغواړی د مخه تر لمانځه د خپل بدن يو ځای د قرآن په ليك ورسوی بايد غسل وکړی او په متوسطی استحاضه څرنګه چی په هغه ورځ غسل کړيدی اودس کافی دی.

427- مسأله: د آيات لمونځ پر مستحاضی واجب دی او د آيات دلمانځه دپاره هم هغه کارونه چی د ورځنی لمونځ دپاره وويل سو وکړی.

428- مسأله: هر کله د ورځنی لمونځ په وخت د آيات لمونځ پر مستحاضی واجب سی که وغواړی هر دواړه پرله پسی په ځای کړی، بايد د آيات لمونځ دپاره هم ټول هغه کارونه چی د هغه د ورځنی لمونځو دپاره واجب دی وکړی او نسی کولای هر دواړه په يو غسل او اودس وکړی.

429- مسأله: که مستحاضی ښځه وغواړی د قضا لمونځ وکړی د هر لمونځ دپاره بايد هغه کارونه چی د ادا لمونځ دپاره پر هغه واجب دی وکړی.

430- مسأله: که ښځه وپوهيږی هغه وينی چی د هغه څه راوځی د زخم وينی نه دی او شرعاً د حيض او نفاس حکم نلری او بايد د استحاضی په دستور عمل وکړی حتی که شك وکړی چی د استحاضی وينی دی يا نور وينی څرنګه چی د هغو نښی ونه لری بناپر احتياط واجب بايد د استحاضی کارونه وکړی.