صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

حيض:

حيض هغه وينی دی چی معمولاً په هره مياشت څو ورځی د ښځو د رحم (نس) څه راوځی او ښځی ته د حيض د وينی دليدل په وخت حايض وائی.

431- مسأله: د حيض وينی ډير وختونه، غليظ، تود او رنګ ئی سور نژدی وتور يا تيره سره دی او په فشار او لږ څه درد د باندی راوځی.

432- مسأله: سيدی ښځی پسله شپيته قمری کال يائسی کيږی يعنی د حيض وينی نه وينی او هغی ښځی چی سيدی نه دی پسله پنځوس قمری کال يائسی کيږی.

433- مسأله: هغه وينی چی انجلی د مخه تر نه قمری کال او ښځی پسله يائسی کيدل وينی حيض نه دی.

434- مسأله: حاملی (اميدواره) ښځی او هغه ښځه چی اولادته شيدی ورکوی ممکن دی حيض ووينی.

435- مسأله: انجلی چی نه پوهيږی نه کاله ئی تمامه سويده که يه، که وينی ووينی چی د حيض نښی ونه لری حيض نه دی، بلکه که د حيض نښی هم ولری نه ويل کيږی چی حيض دی.

436- مسأله: هغه ښځه چی شك لری يائسی ده که يه، که وينی ووينی او ونه پوهيږی حيض دی که يه بنا کښيږدی چی يائسی نه ده سوی.

437- مسأله: د حيض مدت لږ تر دری ورځی او ډير تر لس ورځی نه کيږی او که يو نوکی هم تر دری ورځی لږ وی حيض نه دی.

438- مسأله: د حيض لومړی دری ورځی بايد پرله پسی وی، نوکه مثلاً دوی ورځی وينی ووينی او يوه ورځ پاکه سی او دوباره يوه ورځ وينی ووينی حيض نه دی.

439- مسأله: لازم نه دی په ټوله دری ورځی وينی راووځی، بلکه که په اوله پلا وينی راووځی ليکن وروسته په فرج کی وينی وی کافی دی او څرنګه چی د دری ورځی په منځ لږ څه پاکه سی او د پاکيدل مدت دومره لږ وی چی ووائی په ټوله دری ورځی په فرج کی وينی وه بيا هم حيض دی.

440- مسأله: لازم نه دی لومړی شپه او څلورمه شپه وينی ووينی ليکن په دوهمه او دريمه شپه بايد وينی بند نسی، نوکه د لومړی ورځ د لمر راختله (طلوع) څه د دريمی ورځ تر لمر لويدله (غروب)  پوری پرله پسی وينی راسی يا د لومړی ورځ په منځ شروع سی او د څلورمی ورځ په هغه وخت بند سی او په دوهمه او دريمه شپه هم هيڅ وينی بند نه سی، حيض دی.

441- مسأله: که دری ورځی پرله پسی وينی ووينی او پاکه سی، څرنګه چی دوباره وينی ووينی او هغه ورځی چی وينی ليدلی ده  او په منځ کی پاکه وه ټوله سره تر لس ورځی ډير نسی هغی ورځی هم چی په منځ کی پاکه وه حيض دی.

442- مسأله: که وينی ووينی چی تر دری ورځی ډير او تر لس ورځی لږ وی او ونه پوهيږی د زخم وينی دی يا د حيض وينی، که ونه پوهيږی زخم په چپه خوا دی يا راسته خوا که ممکن وی يو مقدار پنبه ننباسی او راوباسی نوکه وينی د چپی خوا څه راووځی د حيض وينی دی او که د راستی خوا څه راووځی د زخم وينی دی.

443- مسأله: که وينی ووينی چی تر دری ورځی ډير او تر لس ورځی لږ وی او ونه پوهيږی د حيض وينی دی يا د زخم، که د مخه حيض وه حيض، او که پاکه وه پاک قرار ورکړی او که نه پوهيږی پاکه وه يا حيض ټول شيان چی پر حايض حرام دی ترك کړی او ټول هغه عبادتو نه چی هغه ښځه چی حيض نه ده، کوی په ځای کړی.

444- مسأله: که وينی ووينی او شك وکړی چی د حيض وينی دی يا نفاس، که د حيض شرايط ولری، بايد حيض قرار ورکړی.

445- مسأله: که وينی ووينی او و نه پوهيږی د حيض وينی دی يا د بکارت، بايد ځان پلټنه وکړی، يعنی يو مقدار پنبه په فرج کی داخل کړی او لږ څه صبر وکړی وروسته راوباسی نوکه اطراف ئی آلوده وه د بکارت وينی دی او که وټوله ئی رسيدلی وی، حيض دی.

446- مسأله: که تر دری ورځی لږ وينی ووينی او پاکه سی او پسله دری ورځی دوباره وينی ووينی، او دری ورځی ادامه ولری دوهم وينی حيض دی او لومړی وينی حيض نه دی.

د حايض احکام:

447- مسأله: څو شيان پر حايض حرام دی:

لومړی: هغه عبادتونه چی لکه لمونځ بايد په غسل، اودس يا تيمم په ځای سی، ليکن د هغو عبادتو په ځای کول چی اودس، غسل او تيمم د هغو دپاره لازم نه دی، لکه د ميت لمونځ، مانع نه لری.

دوهم: ټول هغه شيان چی پر جنب حرام دی او د جنابت په احکام وويل سو.

دريم: جماع کول په فرج، چی هم د نارينه د پاره حرام دی او هم د ښځی دپاره، که څه هم د سنت په اندازه ننوځی او منی هم رانوځی بلکه احتياط واجب هغه دی چی د سنت سوی ځای لږ مقدار هم داخل نکړی، او د حايض ښځی سره د شا د خوا نژدی توب، که راضی وی، شديده کراهت لری.

448- مسأله: په هغو ورځو هم چی د ښځی حيض قطعی نه دی ليکن شرعاً د ځان د پاره بايد حيض قرار ورکړی حرام دی. نو هغه ښځه چی ډير تر لس ورځی وينی وينی او بايد په هغه دستور چی وروسته ويل کيږی د خپل نژدی کسان د عادت ورځی حيض قرار ورکړی، ميړه ئی نسی کولای په هغو ورځو د هغی سره جماع وکړی.

449- مسأله: که د خپل حايض ماندينی سره په د مخه خوا جماع وکړی، بناپر احتياط واجب بايد کفاره ورکړی او مقدار ئی په لاندی ډول دی: د ښځی د حيض ورځی شمير په دری برخه ووشيل سی او که نارينه د هغه په لومړی برخه جماع وکړی، اته لس نخود سره زر وفقيرته ورکړی او که په دوهمه برخه جماع وکړی، نه نخود سره زر او که په دريمه برخه جماع وکړی څلورنيم نخود ورکړی. مثلاً هغه ښځه چی شپږ ورځی د حيض وينی، وينی که ميړه ئی په شپه يا لومړی او دوهمه ورځ د هغی سره جماع وکړی اته لس نخود سره زر او په دريم او څلورم ورځ يا شپه نهه نخود او په پنځمه او شپږمه ورځ يا شپه څلورنيم نخود ورکړی.

450- مسأله: د حايض ښځی سره د شا د خوا جماع کول، کفاره نلری.

451- مسأله: که د سره زر قيمت په هغه وخت چی جماع کړيدی د هغه وخت سره چی غواړی فقيرته ورکړی توپير کړی وی، بايد د هغه وخت قيمت حساب کړی چی فقيرته ورکوی.

452- مسأله: که څوک د حيض په لومړی، دوهمه او دريمه برخه کی د خپل ماندينی سره جماع کړی وی، بايد هر دری کفاری چی ټوله ئی يو ديرش نيم نخود کيږی ورکړی.

453- مسأله: که انسان پسله هغه چی د حيض په حال جماع کړيدی اوکفاره ئی ورکړيدی دوباره جماع وکړی بيا هم کفاره بايد ورکړی.

454- مسأله:  که د حايض ښځی سره څو پلا جماع وکړی او د هغو په منځ کفاره ورنکړی احتياط واجب هغه دی چی د هر جماع دپاره يوه کفاره ورکړی.

455- مسأله: که نارينه د جماع په حال وپوهيږی ښځه حايض سويده، بايد سمدستی د هغی څه جلاسی او که جلا نسی بناپر احتياط واجب بايد کفاره ورکړی.

456- مسأله: که نارينه د حايض ښځی سره زنا وکړی يا د نامحرم حايض ښځی سره په ګمان د دی چی عيال (ماندينه) ئی جماع وکړی احتياط واجب هغه دی چی کفاره ورکړی.

457- مسأله: څوک چی نسی کولای کفاره ورکړی بناپر احتياط واجب بايد د يو وږی فقير د موړيدل په اندازه صدقه ورکړی او که نسی کولای استغفار وکړی.

458- مسأله: د ښځی طلاق ورکول د حيض په حال، په هغه ډول چی د طلاق په کتاب ويل کيږی باطل دی.

459- مسأله: که ښځه ووائی: حايض يمه يا د حيض پاکه سوی يمه، بايد د هغی خبره قبول کړی.

460- مسأله: که ښځه دلمانځه په منځ حايض سی لمونځ ئی باطل دی.

461- مسأله: که ښځه دلمانځه په منځ شك وکړی چی حايض سويده که يه، په خپل شک اعتنا ونه کړی او لمونځ ته ادامه ورکړی ليکن که پسله لمانځه وپوهيږی چی دلمانځه په منځ حايض سويده هغه لمونځ چی کړيده باطل دی.

462- مسأله: پسله هغه چی ښځه د حيض د وينی څه پاکه سوه، واجب دی دلمانځه او نور عبادتو د پاره چی بايد په اودس يا غسل يا تيمم په ځای سی غسل وکړی او دستور ئی لکه د جنابت غسل دی او د حيض غسل لکه د جنابت غسل د اودس د پاره کفايت کوی ليکن د غسل د مخه لمانځه يا پسله هغه دپاره ښه دی اودس هم ونيسی او که د مخه تر غسل اودس ونيسی افضل دی.

463- مسأله: پسله هغه چی ښځه د حيض د وينی څه پاکه سوه، که څه هم غسل نه وی کړی، طلاق ئی صحيح دی، او ميړه ئی هم کولای سی د هغی سره جماع وکړی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د مخه تر غسل د هغی سره جماع ونه کړی. اما نور کارونه چی د حيض په وخت پر هغی حرامه وه لکه توقف په مسجد او د قرآن ليک مس کول، ترڅو غسل ونه کړی پر هغی نه حلاله کيږی.

464- مسأله:  که اوبه دغسل دپاره کافی نه وی ليکن په هغه اندازه وی چی وکولای سی اودس ونيسی، بايد اودس ونيسی او د غسل په بدل تيمم وکړی او که هيڅ يو په اندازه د هغو اوبه نلری بايد دوه تيمم وکړی، يو بدل د غسل او بل بدل د اودس.

465- مسأله: ورځنی لمونځونه چی ښځی د حيض په حال نده کړی قضا نلری، ليکن واجب روژی بايد قضا کړی يعنی پر ځای ئی ونيسی.

466- مسأله:  هر کله د لمانځه وخت داخل سی او وپوهيږی چی که لمونځ وځنډوی حايض کيږی بايد سمدستی لمونځ وکړی.

467- مسأله: که ښځه لمونځ وځنډوی او د لومړی وخت د واجباتو د کول په اندازه د يو لمونځ تير سی او حايض سی، د هغه لمونځ قضا پر هغی واجب کيږی، ليکن په ژرويل او ورو ورو ويل او نور شيان پر خپل حال بايد پام وکړی. مثلاً ښځه چی مسافره نده که دغرمی په اوله لمونځ ونه کړی د هغه قضا هغه وخت واجب کيږی چی د څلور رکعته د ويل په اندازه په هغه دستور چی وويل سو د غرمی د اوله څه تيرسی او حايض سی، او د هغی ښځی دپاره چی مسافره ده، وخت تيريدل د دوه رکعت د ويل په اندازه کافی دی او هم بايد د هغه شرايط جوړول چی نلری پام وکړی، نوکه د هغه مقدمی د منځ ته راوړل په مقدار او د يو لمونځ کول په مقدار تيرسی او حايض سی قضا واجب دی او که يه واجب نه دی.

468- مسأله: که ښځه د لمانځه د وخت په آخر د وينی څه پاکه سی او د غسل او دلمانځه د نور و مقدمی دپاره لکه د کالی آماده کول يا د هغه پريمينځل او دلمانځه د يو رکعت ويل يا ډير تر يو رکعت وخت ولری، بايد هغه لمونځ وکړی او که ونه کړی بايد قضائی په ځای کړی.

469- مسأله: که حايض ښځه د غسل په اندازه وخت نلری او کولای سی لمونځ په تيمم سره په وخت وکړی هغه لمونځ پر هغی واجب نه دی، ليکن که د وخت د لږوالی څه تيرسويدی تکليف ئی تيمم دی لکه چی اوبه د هغی دپاره تاوان لری بايد تيمم وکړی او هغه لمونځ وکړی او که ونه کړی واجب دی د هغه قضا په ځای کړی.

470- مسأله: که حايض ښځه پسله پاک کيدل شک وکړی چی دلمانځه دپاره وخت لری که يه، بايد خپل لمونځ په ځای کړی.

471- مسأله: که په دی خيال چی د يو لمونځ په اندازه او د يو رکعت د په ځای کول په اندازه وخت نلری لمونځ ونه کړی او وروسته وپوهيږی وخت درلود، بايد د هغه لمونځ قضا په ځای کړی.

472- مسأله: دلمانځه په وخت مستحب دی حايض ښځه، ځان د وينی څه پاکه کړی پنبه او دسمال بدل کړی، او اودس ونيسی او که نسی کولای اودس ونيسی تيمم وکړی او دلمانځه پر ځای مخ په قبله کښينی او په ذکر، دعا او صلوات مشغول سی.

473- مسأله: د قرآن ويل او د ځان سره درلودل او د بدن يو ځای رسول د قرآن په  ليکو او حاشيی، او هم نوکروزی کول او لکه هغه د حايض دپاره مکروه دی.

د حايض ښځو ډولونه:

474- مسأله: حايض ښځی پر شپږ ډوله دی:

لومړی: د عددئی او وقتيی عادت خاوند؛ هغه ښځی دی چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت د حيض وينی ووينی او د حيض د ورځی شمير ئی هم په هره دوی مياشتی يوه اندازه وی، لکه چی دوی مياشتی پرله پسی د مياشتی د اوله تر اومه پوری وينی ووينی.

دوهم: د وقتيی عادت خاوند؛ هغه ښځه ده چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت د حيض وينی ووينی ليکن د حيض د ورځی شميرئی په هره دوی مياشتی يوه اندازه نه وی، مثلاً دوی مياشتی پرله پسی د مياشتی د اوله ورځ وينی ووينی، ليکن لومړی مياشت اوومه ورځ: او دوهمه مياشت اتمه ورځ د وينی څه پاکه سی.

دريم: د عدديی عادت خاوند؛ هغه ښځه ده چی د حيض د ورځی شميرئی په دوی مياشتی پرله پسی په يوه اندازه وی، ليکن د هغه دوه وينی دليدل وخت يوه اندازه نه وی، لکه چی لومړی مياشت د پنځم تر لسم او دوهمه مياشت د دولسم تر اولسم وينی ووينی.

څلورم: مضطربی؛ هغه ښځه ده چی څو مياشتی وينی ليدلی ده، ليکن ټاکلی عادت ئی پيدا کړی نه ده يا عادت ئی بی برنامه سويده او نوی (تازه) عادت ئی پيدا کړی نه ده.

پنځم: مبتدئی؛ هغه ښځه ده چی اوله پلا وينی ليدل ئی ده.

شپږم: ناسيی؛ هغه ښځه ده چی خپل عادت ئی هيره کړيده او هر ددغو خپل احکام لری چی په راتلونکی مسائلو ويل کيږی.

1- د عدديی او وقتيی عادت خاوند:

475- مسأله: هغی ښځی چی عدديی او وقتيی لری دری برخی دی.

لومړی:  هغه ښځه چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت د حيض وينی ووينی او په ټاکلی وخت هم پاکه سی، مثلاً دوی مياشتی پرله پسی د مياشتی د اوله ورځ وينی ووينی او اومه ورځ پاکه سی، چی د حيض عادت ئی د مياشتی د اوله تر اومه ده.

دوهم: هغه ښځه چی د وينی څه نه پاکه کيږی ليکن دوی مياشتی پرله پسی ټاکلی څو ورځی مثلاً د مياشتی د اوله څه د مياشتی تر اتمه دغه وينی چی وينی د حيض نښی لری يعنی غليظ، تود او تور دی او په فشار او درد د باندی راوځی. او نور وينی ئی د استحاضی نښی لری چی عادت ئی د مياشتی د اوله تر اتمه ده.

دريم: هغه ښځه چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت، د حيض وينی ووينی او پسله هغه چی دری ورځی يا ډير تر هغه وينی وليدله يوه ورځ يا ډير تر هغه پاکه سی او دوباره وينی ووينی او ټوله هغه ورځی چی وينی ليدلی ده په هغو ورځو چی په منځ پاکه وه تر لس ورځی ډير نسی او په هر دوی مياشتی ټوله هغه ورځی چی وينی ليدلی ده او په منځ پاکه وه. او لازم ندی هغه ورځی چی په منځ پاکه وه په هره دوی مياشتی په يوه اندازه وی، مثلاً که په لومړی مياشت د مياشتی د اوله څه د مياشتی تر دريمه وينی ووينی او دری ورځی پاکه سی او دوباره دری ورځی وينی ووينی او په دوهمه مياشت پسله هغه چی دری ورځی وينی وليدله دری ورځی يا لږ يا ډير پاکه سی او دوباره وينی ووينی او ټوله ئی نهه ورځی سی، ټوله حيض دی او د دی ښځی عادت نهه ورځی دی.

476- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی او عدديی عادت لری که د عادت په وخت يا دوی دری ورځی د مخه وينی ووينی په هغه ډول چی ووائی حيض ئی د مخه اچولی ده او هم که د وينی ليدل د عادت د ورځی څه وځنډيږی که څه هم هغه وينی د حيض وينی ونه لری بايد په هغه احکام چی د حايض ښځی د پاره ويل سويدی عمل وکړی. او که وروسته وپوهيږی حيض نه وه لکه چی د مخه تر دری ورځی پاکه سی بايد هغه عبادتونه چی په ځای کړی نه ده قضا کړی.

477- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی او عدديی عادت لری که څو ورځی د مخه تر عادت او د عادت ټوله ورځی او څو ورځی پسله عادت وينی ووينی او ټوله ئی تر لس ورځی ډير نسی، ټوله حيض دی. او که تر لس ورځی ډير سی فقط هغه وينی چی د خپل عادت په ورځو ليدلی ده حيض دی. او هغه وينی چی د مخه تر هغه او پسله هغه ليدلی ده استحاضه ده. او هغه عبادتونه چی د عادت د مخه په ورځو او پسله عادت په ځای نه ده راوړی بايد قضا کړی. او که د عادت ټوله ورځی په څو ورځی د مخه تر عادت وينی ووينی او ټوله ئی ډير تر لس ورځی نسی ټوله حيض دی. او که تر لس ورځی ډير سی فقط د عادت ورځی ئی حيض دی او هغه وينی چی د مخه تر هغه ليدلی ده استحاضه ده او که په هغو ورځو عبادت نه ده کړی بايد قضا د هغه په ځای کړی او که د عادت ټوله ورځی په څو ورځی وروسته د عادت وينی ووينی او ټوله ډير تر لس ورځی نسی ټوله حيض دی او که ډير سی فقط د عادت ورځی حيض، او پاته استحاضه ده.

478- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی او عدديی عادت لری که دعادت د ورځو يو مقدار د عادت د مخه د څو ورځو سره وينی ووينی او ټوله ئی تر لس ورځی ډير نسی ټوله حيض دی او که تر لس ورځی ډير سی، هغه ورځی چی په عادت کی وينی ليدلی ده په څو ورځی د مخه تر هغه چی ټوله ئی د هغی د عادت په مقدار وسی حيض، او لومړی ورځی استحاضی قرار ورکوی. او که د عادت يو مقدار ورځی پسله عادت د څو ورځو سره وينی ووينی او ټوله ئی تر لس ورځی ډير نسی، ټوله حيض دی او که ډير سی بايد هغه ورځی چی په عادت کی وينی ليدلی ده د څو ورځی پسله هغه چی ټوله ئی د هغی د عادت په مقدار وسی حيض، او پاته استحاضی قرار ورکړی.

479- مسأله: هغه ښځه چی عادت لری، که پسله هغه چی دری ورځی يا ډير وينی وليدله پاکه سی او دوباره وينی ووينی او د دوو وينی تر منځ فاصله تر لس ورځی لږ وی او ټوله هغه ورځی چی وينی ليدلی ده د هغو ورځو سره چی په منځ پاکه وه تر لس ورځی ډير وی (لکه چی پنځه ورځی وينی ووينی او پنځه ورځی پاکه سی او دوباره پنځه ورځی وينی ووينی) څو ډول لری.

1- ټول وينی چی لومړی پلا ليدلی ده، يو مقدار د هغه د عادت په ورځو وی او دوهم وينی چی پسله پاک کيدل وينی د عادت په ورځو نه وی، دغه ښځه بايد ټوله لومړی وينی حيض او دوهم وينی استحاضی قرار ورکړی.

2- لومړی وينی د عادت په ورځو نه وی او ټول دوهم وينی يا يو مقدار د هغه د عادت په ورځو وی، دغه ښځه بايد ټوله دوهم وينی حيض او لومړی وينی استحاضی قرار ورکړی.

3- يو مقدار د لومړی او دوهم وينی د عادت په ورځو وی او هغه ورځی چی لومړی وينی په عادت وه تر لس ورځی ډير نه وی، چی په دی حالت هغو ټوله حيض دی او يو مقدار د لومړی وينی چی د عادت د ورځو د مخه وه او يو مقدار د دوهم وينی چی دعادت د ورځو وروسته وه استحاضه ده، مثلاً که عادت ئی د مياشتی د دريمی څه تر لسمه وه، که يوه مياشت د مياشتی د اوله څه تر شپږمه وينی ووينی او دوی ورځی پاکه سی او پسله هغه د مياشتی تر پنځلسمه وينی ووينی د مياشتی د دريمه تر لسمه حيض دی او د مياشتی د اوله تر دريمه پوری او همدارنګه د مياشتی د لسمه تر پنځلسمه پوری استحاضی دی.

4- يو مقدار د لومړی او دوهم وينی د عادت په ورځو وی ليکن هغه مقدار چی د لومړی وينی د عادت په ورځو تر دری ورځی لږ وی، چی بايد په ټول دوه وينی او د منځ پاکی هغه کارونه چی پر حايض حرام دی او د مخه وويل سو ترک کړی مګر واجبی عبادتونه چی بايد په هغه دستور چی د مستحاضی ښځی د پاره وويل سو وکړی.

480- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی او عدديی عادت لری که د عادت په وخت وينی ونه وينی او بيله هغه وخت د خپل حيض د ورځو په شمير وينی ووينی، که پسله د عادت وخت وی دومره چی وينی وليدله بايد هغه حيض قرار ورکړی، او که د عادت د وخت د مخه ليدلی ده په هغه ډول چی ونه ويل سی حيض ئی د مخه اچولی ده او په هغه کی د حيض نښی وی هغه حيض قرار ورکړی او د حيض نښی نه ؤ او نه پوهيدله تر دری ورځی ادامه پيدا کوی تر دری ورځی ټول کارونه چی پر حايض حرام دی ترک کړی مګر واجبی عبادتونه چی بايد د استحاضی د احکام مطابق وکړی او که دری ورځی ادامه پيدا کړی په حيض محکوم ده.

481- مسأله: هغه ښځه چی عدديی او وقتيی عادت لری که ډير تر لس ورځی وينی ووينی، هغه وينی چی د عادت په ورځو ليدلی ده که څه هم د حيض نښی ونه لری حيض دی او هغه وينی چی پسله د عادت د ورځی ليدلی ده که څه هم د حيض نښی ولری استحاضی دی. مثلاً ښځه چی د حيض عادت ئی د مياشتی د اوله تر اومه ده، که د اوله تر دولسمه وينی ووينی لومړی اوه ورځی ئی حيض او وروسته پنځه ورځی استحاضی دی.

482- مسأله: هغه ښځه چی عدديی او وقتيی عادت لری، که د خپل عادت په وخت وينی ووينی ليکن د ورځو شميرئی لږ يا ډير د عادت تر ورځو ئی وی او پسله پاک کيدل دوباره د عادت د ورځو په شمير چی درلودله وينی ووينی بناپر احتياط بايد په هر دواړه وينی هغه کارونه چی پر حايض حرام دی ترک کړی مګر واجبی عبادتونه چی بايد د استحاضی د احکام مطابق وکړی.

2- د وقتيی عادت خاوند:

483- مسأله: هغی ښځی چی وقتيی عادت لری دری برخه دی:

لومړی: هغه ښځه چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکل وخت حيض ووينی او پسله څو ورځی پاکه سی ليکن د ورځو شميرئی په هره مياشت يوه اندازه نه وی، مثلاً دوی مياشتی پرله پسی د مياشتی اوله ورځ وينی ووينی ليکن لومړی مياشت اومه ورځ، او دوهمه مياشت شپږمه ورځ د وينی څه پاکه سی، دغه ښځه بايد د مياشتی اوله ورځ د خپل د حيض د عادت لومړی ورځ قرار ورکړی.

دوهم:  هغه ښځه چی د وينی څه نه پاکه کيږی ليکن دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت وينی ئی د حيض نښی لری يعنی غليظ، تور او تود دی او په فشار او درد د باندی راوځی او پاته وينی ئی د استحاضی نښی لری او د هغو ورځو شمير چی وينی ئی د حيض نښی لری، په هره دوی مياشتی يو اندازه نه دی مثلاً په لومړی مياشت، د مياشتی د اوله تر اومه او په دوهمه مياشت د مياشتی د اوله تر اتمه، د هغی وينی د حيض نښی او پاته د استحاضی نښی ولری، دغه ښځه هم بايد د مياشتی لومړی ورځ د خپل د حيض د عادت لومړی ورځ قرار ورکړی.

دريم: هغه ښځه چی دوی مياشتی پرله پسی په ټاکلی وخت، دری ورځی يا ډير تر هغه د حيض وينی ووينی او وروسته پاکه سی او دوباره وينی ووينی او ټوله ورځی چی وينی ليدلی ده په هغو ورځو چی په منځ پاکه وه تر لس ورځی ډير نسی ليکن دوهمه مياشت لږ يا ډير تر لومړی مياشت وی، مثلاً په لومړی مياشت اته ورځی او په دوهمه مياشت نهه ورځی وی، دغه ښځه هم بايد لومړی ورځ د خپل حيض د عادت لومړی ورځ قرار ورکړی.

484- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی عادت لری که د خپل عادت په وخت يا دوی دری ورځی د مخه تر عادت وينی ووينی په هغه ډول چی ووائی حيض ئی د مخه اچولی ده، که څه هم هغه وينی د حيض نښی ونه لری، بايد په هغه احکام چی د حايض ښځو د پاره وويل سو عمل وکړی او که وروسته وپوهيږی حيض نه وه، لکه چی د مخه تر دری ورځی پاکه سی، بايد هغه عبادتونه چی په ځای کړی نه ده قضا کړی.

485- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی عادت لری، که ډير تر لس ورځی وينی ووينی او ونه سی کولای د هغه د نښی په واسطه حيض وپيژنی، بايد د خپل خپلوان د عادت شمير حيض قرار ورکړی، څه پلارنی وی او څه مورنی، ژوندی وی يا مړی. ليکن که کولای سی د هغو عادت خپل حيض قرار ورکړی چی د هغو د ټولو د حيض د ورځو شمير يوه اندازه وی او که د هغو د حيض د ورځو شمير يوه اندازه نه وی، مثلاً د بعضو عادت پنځه ورځی او د بعضو نور اوه ورځی وی نسی کولای د هغو عادت خپل حيض قرار ورکړی مګر هغه کسان چی د هغو عادت د نورو سره توپير لری دومره لږ وی چی د هغو په مقابل هيڅ حساب سی چی په دی حال بايد د هغو ډير عادت خپل حيض قرار ورکړی.

486- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی عادت  لری او د خپل خپلوان د عادت شمير حيض قرار ورکوی، بايد هغه ورځ چی په هره مياشت د عادت لومړی ئی وه د خپل حيض لومړی قرار ورکړی، مثلاً هغه ښځه چی هره مياشت، د مياشت لومړی ورځ وينی ليدله او کله اوله ورځ او کله اتمه ورځ پاک کيدله، که يوه مياشت دولس ورځی وينی ووينی او د خپلوان عادت ئی اوه ورځی وی بايد د مياشتی لومړی اوه ورځی حيض او پاته استحاضی قرار ورکړی.

487- مسأله: هغه ښځه چی وقتيی عادت لری او بايد د خپل خپلوان د عادت شمير حيض قرار ورکړی، که خپلوان و نه لری يا د هغو د عادت شمير يو شی نه وی بايد په هره مياشت د هغه ورځ څه چی وينی وينی په احتياط واجب اوه ورځی حيض او پاته استحاضه قرار ورکړی.

3- د عدديی عادت خاوند:

488- مسأله: هغه ښځی چی عدديی عادت لری دری برخه دی:

لومړی:  هغه ښځه چی د هغی د حيض د ورځی شمير په دوی مياشتی پرله پسی يوه اندازه وی ليکن د هغی د وينی ليدل يوه اندازه نه وی، چی په دی حالت هر څو ورځی چی وينی ليدلی ده عادت ئی کيږی. مثلاً که لومړی مياشت د لومړی ورځ تر پنځم او دوهمه مياشت د يولسم تر پنځلسم وينی ووينی عادت ئی پنځه ورځی کيږی.

دوهم:  هغه ښځه چی د وينی څه نه پاکه کيږی ليکن دوی مياشتی پرله پسی څو ورځی هغه وينی چی وينی د حيض نښی او پاته د استحاضی نښی لری او دهغو ورځوشمير چی وينی د حيض نښی لری په هره دوی مياشتی يوه اندازه دی اما وخت ئی يوه اندازه نه دی، چی په دی حالت هر څو ورځی چی وينی ئی د حيض نښی لری عادت ئی کيږی. مثلاً که يوه مياشت د اوله څه تر پنځمه او بله مياشت د يولسمی څه تر پنځلسمی، وينی ئی د حيض نښی او پاته ئی د استحاضی نښی ولری، د عادت د ورځی شميرئی پنځه ورځی کيږی.

دريم: هغه ښځه چی دوی مياشتی پرله پسی دری ورځی يا ډير تر هغه وينی ووينی او يوه ورځ يا ډير تر هغه پاکه سی او دوباره وينی ووينی او د وينی د ليدل وخت په لومړی مياشت د دوهمی مياشتی سره توپير ولری په دی ډول چی که ټول هغه ورځی چی وينی ليدلی ده او هغه ورځی چی په منځ پاکه وه تر لس ورځی ډير نسی او د هغه د ورځی شمير هم په يوه اندازه وی، ټوله هغه ورځی چی وينی ليدلی ده د منځ د ورځو چی پاکه وه د حيض عادت ئی کيږی. او لازم نه دی هغه ورځی چی په منځ کی پاکه وه په هره دوی مياشتی په يوه اندازه وی مثلاً که لومړی مياشت، د لومړی ورځی څه تر دريمی ورځی وينی ووينی او دوی ورځی پاکه سی او دوباره دری ورځی وينی ووينی او دوهمه مياشت، د مياشتی د يولسمی څه تر ديرلسمی وينی ووينی او دوی ورځی يا ډير يا لږ پاکه سی او دوباره وينی ووينی او ټوله تر اته ورځی ډيره نسی عادت ئی اته ورځی کيږی.

489- مسأله: هغه ښځه چی عدديی عادت لری که ډير تر عادت ورځی وينی ووينی او تر لس ورځی ډير سی، څرنګه چی ټوله هغه وينی چی ليدلی ده يو ډول وی بناپر احتياط واجب د وينی د ليدل د وخته څه بايد د عادت د ورځی په شميرئی حيض او پاته استحاضه قرار ورکړی، او که ټوله هغه وينی چی ليدلی ده  يو ډول نه وی بلکه څو ورځی د هغه د حيض نښی او څو ورځی د استحاضی نښی ولری که هغه ورځی چی وينی د حيض نښی لری د عادت د ورځی په شميرئی يوه اندازه وی، بايد هغی ورځی حيض او پاته استحاضی قرار ورکړی. او که هغی ورځی چی وينی د حيض نښی لری، د عادت تر ورځو ئی ډير وی، فقط د عادت د ورځو په اندازه ئی حيض، او پاته استحاضه ده او که هغی ورځی چی وينی د حيض نښی لری د عادت تر ورځو ئی لږ وی بايد هغی ورځی د نورو څو ورځو چی ټوله د هغی د عادت د ورځو په اندازه سی حيض، او پاته استحاضی قرار ورکړی.

4- مضطربی:

490- مسأله: مضطربی يعنی هغه ښځه چی څو مياشتی وينی ليدلی ده ليکن ټاکلی عادت ئی نه ده پيدا کړی، که ډير تر لس ورځی وينی ووينی او ټوله هغه وينی چی ليدلی ده يو ډول وی که د خپلوان عادت ئی اوه ورځی دی بايد اوه ورځی حيض او پاته استحاضی قرار ورکړی، او که لږ دی مثلاً پنځه ورځی دی بايد هغه حيض قرار ورکړی. او بناپر احتياط واجب، د هغو د عادت د شمير په منځ توپير او اوه ورځی، چی دوی ورځی دی، هغه کارونه چی پر حايض حرام دی ترک کړی او د استحاضی کارونه په ځای کړی، يعنی په هغه دستور چی د مستحاضی ښځی دپاره وويل سو خپل عبادتونه وکړی او که د خپلوان عادت ئی ډير تر اوه ورځی مثلاً نهه ورځی وی بايد اوه ورځی حيض قرار ورکړی او بناپر احتياط واجب د هغو د عادت او اوه ورځی په منځ توپير، چی دوی ورځی دی، د استحاضی کارونه په ځای کړی او هغه کارونه چی پر حايض حرام دی ترک کړی.

491- مسأله: مضطربی که ډير تر لس ورځی وينی ووينی چی څو ورځی ئی د حيض نښی او څو ورځی ئی د استحاضی نښی لری، که هغه وينی چی د حيض نښی لری لږ تر دری ورځی او ډير تر لس ورځی نه وی هغه وينی چی د حيض نښی لری حيض دی او هغه وينی چی د استحاضی نښی لری استحاضی دی. او که هغه وينی چی د حيض نښی لری لږ تر دری ورځی وی بايد د خپل خپلوان په عادت وګوری که اوه ورځی دی بايد اوه ورځی حيض او پاته ئی استحاضی قرار ورکړی او که د خپلوان عادت لږ تر اوه ورځی يا ډير تر اوه ورځی دی په هغه دستور چی په د مخه  مسأله کی وويل سو عمل وکړی. يعنی بايد هغه حيض قرار ورکړی او تر اوه ورځی پاته په هغه دستور چی په دمخه مسألوکی وويل سو عمل وکړی. او که د لس ورځی د تيريدل د مخه تر هغه وينی چی د حيض نښی لری دوباره وينی ووينی چی هغه هم د حيض نښی ولری، لکه داچی پنځه ورځی توری وينی او نهه ورځی ژړ وينی او دوباره پنځه ورځی توری وينی ووينی لومړی وينی حيض قرار ورکړی او پاته ئی تر اوه ورځی په هغه دستور چی په دمخه مسأله کی وويل سو عمل وکړی.

5-  مبتدئی:

492- مسأله: مبتدئی يعنی هغه ښځه چی د وينی ليدل لومړی پلائی ده، که ډير تر لس ورځی وينی ووينی او ټوله هغه وينی چی ليدلی ده يو ډول وی بايد د خپل خپلوان عادت په هغه ډول چی په وقتيی کی وويل سو حيض او پاته ئی استحاضه قرار ورکړی.

493- مسأله: مبتدئی که ډير تر لس ورځی وينی ووينی چی څو ورځی ئی د حيض نښی او څو ورځی ئی د استحاضی نښی ولری، که هغه وينی چی د حيض نښی لری لږ تر دری ورځی او ډير تر لس ورځی نه وی، هغه وينی چی د حيض نښی لری حيض دی او هغه وينی چی د حيض نښی نه لری استحاضی دی، ليکن که د لس ورځی د تيريدل د مخه تر هغه وينی چی د حيض نښی لری دوباره وينی ووينی چی هغه هم د حيض د وينی نښی ولری، لکه داچی پنځه ورځی توری وينی او نهه ورځی ژړ وينی او دوباره پنځه ورځی توری وينی ووينی بايد د لومړی وينی د لومړی څه، چی د حيض نښی لری حيض قرار ورکړی او په عدد، په خپل خپلوان مراجعه وکړی او پاته استحاضی قرار ورکړی.

494- مسأله: مبتدئی که ډير تر لس ورځی وينی ووينی چی څو ورځی ئی د حيض نښی او څو ورځی ئی د استحاضی نښی ولری که هغه وينی چی د حيض نښی لری تر دری ورځی لږ يا تر لس ورځی ډير وی، بايد بناپر احتياط واجب د لومړی څه چی وينی د حيض نښی لری، حيض قرار ورکړی او په عدد په خپل خپلوان مراجعه وکړی او پاته استحاضی قرار ورکړی.

6- ناسيی:

495- مسأله: ناسيی يعنی هغه ښځه چی خپل عادت ئی هيره کړيده، که ډير تر لس ورځی وينی ووينی بايد هغی ورځی چی وينی ئی د حيض نښی لری تر لس ورځی، حيض قرار ورکړی او پاته استحاضی قرار ورکړی، او که ونسی کولای حيض د هغو د نښو په واسطه وپيژنی، بناپر احتياط واجب بايد لومړی اوه ورځی حيض او پاته استحاضی قرار ورکړی.

د حيض متفرقی مسائل:

496- مسأله: مبتديی، مضطربی، ناسيی او هغه ښځه چی عدديی عادت لری، که وينی ووينی چی د حيض نښی ولری يا يقين وکړی چی دری ورځی ځنډيږی عبادت بايد ترک کړی او څرنګه چی وروسته وپوهيږی حيض نه وه بايد هغه عبادتونه چی په ځای کړی نه ده قضا کړی. ليکن که يقين ونه کړی چی تر دری ورځی ځنډيږی او د حيض نښی هم ونه لری بناپر احتياط واجب بايد تر دری ورځی د استحاضی کارونه په ځای کړی او هغه کارونه چی پر حايض حرامه ده ونه کړی او که د مخه تر دری ورځی پاکه نسوله بايد هغه حيض قرار ورکړی.

497- مسأله: هغه ښځه چی عادت لری، څه د حيض په وخت عادت ولری څه د حيض په عدد، يا هم په وخت او په عددئی، که دوی مياشتی پرله پسی د خپل عادت پر خلاف وينی ووينی چی وخت ئی يا د ورځی شميرئی يا هم وخت او هم د ورځی شميرئی يو وی، عادت ئی راګرځی په هغه چی په دی دوی مياشتی ليدلی ده. مثلاً که د مياشتی د لومړی څه تر اومه وينی ليدله او پاکيدله څرنګه چی دوی مياشتی د لسم تر اوه لسم وينی ووينی او پاکه سی، د لسم تر اوه لسم عادت ئی کيږی.

498- مسأله: د يوی مياشتی مقصد، ليدل د وينی د لومړی څه تر ديرش ورځی پوری دی نه د مياشتی د اوله څه تر آخره پوری.

499- مسأله: هغه ښځه چی معمولاً هره مياشت يوه پلا وينی ووينی که په يوه مياشت دوه پلا وينی ووينی او هغه وينی د حيض شرايط ولری، که هغه ورځی چی په منځ پاکه وه تر لس ورځی لږ نه وی بايد هر دواړه حيض قرار ورکړی.

500- مسأله: که دری ورځی يا ډير تر هغه وينی ووينی چی د حيض نښی لری، وروسته لس ورځی يا ډير تر هغه وينی ووينی چی د استحاضی نښی لری او دوباره دری ورځی وينی د حيض په نښی ووينی بايد لومړی وينی او آخر وينی چی د حيض نښی درلود، حيض قرار ورکړی.

501- مسأله: که ښځه د مخه تر لس ورځی پاکه سی او وپوهيږی چی په باطن کی وينی نسته بايد د خپل عبادتو د پاره غسل وکړی، که څه هم ګمان ولری چی د لس ورځی د تماميدو د مخه وينی دوباره وينی ليکن که يقين ولری چی د لس ورځی د تماميدو د مخه وينی دوباره وينی نبايد غسل وکړی او نسی کولای لمونځ وکړی او بايد د حايض په احکام عمل وکړی.

502- مسأله: که ښځه د مخه تر لس ورځی پاکه سی، او احتمال ورکړی چی په باطن کی وينی سته يو مقدار پنبه بايد په فرج کی کښيږدی او لږ څه صبر وکړی او راوباسی، نوکه پاکه وه غسل وکړی او خپل عبادتونه پر ځای کړی او که پاکه نه وه که څه هم په ژړ رنګه وينی ککړ وی څرنګه چی په حيض عادت نه لری يا عادت ئی لس ورځی دی بايد صبر وکړی که د مخه تر لس ورځی پاکه سوه غسل وکړی، او که پر لس ورځی پاکه سوه، يا وينی تر لس تيرسو، پر لس ورځی غسل وکړی او که عادت ئی لږ تر لس ورځی دی، که د لس ورځی د تماميدو د مخه يا پر لس ورځی وپوهيږی چی پاکه کيږی، نبايد غسل وکړی او که احتمال ورکړی وينی ئی تر لس ورځی تيريږی احتياط واجب دا دی چی تر يوه ورځ عبادت ترک کړی او پسله هغه کولای سی تر لس ورځی عبادت ترک کړی، ليکن ښه دی تر لس ورځی هغه کارونه چی پر حايض حرامه ده ترک کړی او د مستحاضی کارونه وکړی، نوکه د لس ورځی د تماميدو د مخه يا پر لس ورځی د وينی څه پاکه سوه ټوله ئی حيض دی او که لس ورځی تيره سوه، خپل عادت بايد حيض او پاته ئی استحاضه قرار ورکړی، او هغه عبادتونه چی د عادت د ورځو وروسته په ځای کړی نه ده قضا کړی يعنی په ځای کړی.

503- مسأله: که څو ورځی حيض قرار ورکړی او عبادت ونه کړی، وروسته وپوهيږی حيض نه وه بايد هغه لمانځه او روژی چی په هغو ورځو په ځای کړی نه ده قضا کړی، او که څو ورځی په ګمان د دی چی حيض نه ده عبادت وکړی، وروسته وپوهيږی حيض وه، که هغی ورځی روژه نيولی ده بايد قضا کړی يعنی پر ځای ئی روژه ونيسی.