|
تيمم:په اوه ځای د اودس او غسل پر ځای بايد تيمم وکړی: لومړی ځای : اوبه درلودل د اودس او غسل په اندازه ممکن نه وی. 642- مسأله: که انسان په يو ودانی کی وی د غسل او اودس د اوبو د پيدا کول د پاره دومره وګرځی چی د هغه د پيدا کيدل څه نا اميد سی، او که په بيدياکی وی، څرنګه چی مځکه ئی لوړ او کښته وی يا د ونی او لکه هغه په واسطه تګ کول په هغه مځکه سخت دی بايد په هر يو د څلور خوا د يو قديمی (پخوانی) غشی د غورځول په اندازه چی په ليندی غورځول د اوبو د پيدا کول د پاره ولاړسی او که مځکه ئی داسی نه دی بايد په هره خوا د دوی غشی د غورځول په اندازه پلټنه وکړی. 643- مسأله: که بعضی د څلور خوا صاف او بعضی نور کښته او لوړ يا تګ کول په هغه کی سخت وی بايد په هغه خوا چی صاف دی د دوی غشی د غورځول په اندازه او په هغه خوا چی داسی نه دی د يوه غشی د غورځول په اندازه پلټنه وکړی. 644- مسأله: په هره خوا چی يقين لری اوبه نسته، پلټنه لازم نه دی. 645- مسأله: څوک چی دلمانځه وخت ئی لږ نه دی او د اوبه د تهيی (پيدا کول) دپاره وخت لری، که يقين لری تر هغه مقدار ليری ځای چی بايد پلټنه وکړی اوبه سته که مانع نه وی او سختی هم ونه لری بايد د اوبو د تهيی دپاره ورسی او که ګمان لری اوبه سته، تلل په هغه ځای لازم نه دی. ليکن که اطمينان لری بناپر احتياط واجب بايد د اوبو د پيدا کول دپاره هلته ورسی. 646- مسأله: لازم نه دی انسان پخپله د اوبو پسی وګرځی بلکه کولای سی هغه څوک چی د هغه په خبره اطمينان لری وليږی او دلته که يو نفر د څو نفرو له خوا ورسی کافی دی. 647- مسأله: که احتمال ورکړی چی د خپل سفر په بار، په کور يا په فافله کی اوبه سته بايد دومره وګرځی چی د اوبو په نسته والی يقين وکړی، يا دهغه د پيدا کول څه نااميد سی. 648- مسأله: که دلمانځه د وخت د مخه، وګرځی او اوبه پيدا نکړی او دلمانځه تر وخت پوری هلته پاته سی، که احتمال ورکړی اوبه پيدا کيږی احتياط واجب هغه دی چی د اوبو پسی وګرځی. 649- مسأله: که پسله دلمانځه د داخليدل په وخت پلټنه وکړی او اوبه پيدا نکړی او تر بعدی لمونځ هلته پاته سی، که احتمال ورکړی اوبه پيدا کيږی احتياط واجب هغه دی چی د اوبو پسی وګرځی. 650- مسأله: که د ځناور حيوان يا غل پر خپل ځان او مال وبيريږی، يا د اوبو پلټنه دومره سخت وی چی ونه سی کولای طاقت وکړی يا دلمانځه وخت دومره لږ وی چی هيڅ ونه سی کولای پلتڼه وکړی، ګرځيدل لازم نه دی. 651- مسأله: که د اوبو په پلټنه ور نسی تر څو د لمانځه وخت لږ سی ګناه کړيدی، ليکن لمونځ ئی په تيمم صحيح دی. 652- مسأله: څوک چی يقين لری اوبه نه پيدا کوی که د اوبو پسی ورنسی او په تيمم لمونځ وکړی او پسله لمانځه وپوهيږی چی که پلټنه کړی وای اوبه پيدا کيدل لمونځ ئی باطل دی. 653- مسأله: که پسله پلټنه اوبه پيدا نکړی او په تيمم لمونځ وکړی او پسله لمانځه وپوهيږی په هغه ځای چی پلټنه کړيدی اوبه وه لمونځ ئی صحيح دی. 654- مسأله: که پسله دلمانځه د داخليدل په وخت، اودس ولری او وپوهيږی چی که خپل اودس باطل کړی د اوبو تهيه کول د هغه د پاره ممکن نه وی څرنګه چی وکولای سی خپل اودس وساتی، نبايد هغه باطل کړی. 655- مسأله: که د لمانځه د وخت د مخه اودس ولری او وپوهيږی چی که خپل اودس باطل کړی او د اوبو تهيه کول د هغه د پاره ممکن نه دی که وکولای سی خپل اودس وساتی، احتياط واجب هغه دی چی هغه باطل نکړی. 656- مسأله: څوک چی فقط د اودس په مقدار يا د غسل په مقدار اوبه لری که وپوهيږی چی که هغه توی کړی اوبه نه پيدا کوی، که دلمانځه وخت داخل سوی وی تويول ئی حرام دی، او احتياط واجب هغه دی چی دلمانځه د وخت د مخه هم هغه توی نکړی. 657- مسأله: څوک چی پوهيږی اوبه نه پيدا کوی، که پسله داخليدل د لمانځه د وخت خپل اودس باطل کړی يا هغه اوبه چی لری توی کړی معصيت (ګناه) کړيدی ليکن لمونځ ئی په تيمم صحيح دی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی د لمونځ قضا په ځای کړی. دوهم ځای: 658- مسأله: که د سپين ژرتوب يا د غل او ځانور او لکه د هغو د بيری په خاطر يا د وسيلی د نه درلودل چی اوبه د څاه څه وکاږی اوبه ونلری بايد تيمم وکړی. 659- مسأله: که د اوبو د کښل دپاره د څاه څه سلواغه او رسی او لکه د دغو غواړی او مجبور دی رانيسی يا کرايه کړی، که څه هم قيمت ئی د معمول څو برابره وی بايد تهيه کړی. او همداډول دی که اوبه په څو برابره د قيمت رانيسی. ليکن که د هغو تهيه کول دومره پيسی غواړی چی د هغه د حال په نسبت هغه مقدار تاوان لری، واجب نه دی تهيه کړی. 660- مسأله: که ناچار سی چی د اوبو د تهيی دپاره پور کړی بايد پور کړی ليکن څوک چی پوهيږی يا ګمان لری چی نسی کولای خپل پور ورکړی واجب نه دی پور کړی. 661- مسأله: که د څاه کيندل سختی نلری بايد د اوبو د تهيی دپاره څاه وکيندل سی. 662- مسأله: که يو څوک يو مقدار اوبه بی منت چی معمولاً زحمت نه کيږی هغه ته وبخښی بايد قبول کړی. دريم ځای: 663- مسأله: که د اوبو د استعمال پر خپل ځان وبيريږی يا وبيريږی چی د هغه د استعمال په واسطه ناروغی يا يو عيب په هغه کی پيدا سی يا مرض ئی وځنډيږی يا شدت وکړی يا په سختی معالجه سی بايد تيمم وکړی، ليکن که تودی اوبه د هغه د پاره تاوان نلری بايد په تودی اوبه اودس ونيسی يا غسل وکړی. 664- مسأله: لازم نه دی يقين وکړی چی اوبه د هغه دپاره تاوان لری بلکه که د تاوان احتمال ورکړی، څرنګه چی احتمال ئی د خلګو په نظر په ځای وی او د هغه احتمال څه بيره د هغه دپاره پيدا سی بايد تيمم وکړی. 665- مسأله: څوک چی د سترګی درد لری او اوبه د هغه دپاره تاوان لری بايد تيمم وکړی. 666- مسأله: که د تاوان د بيری يا يقين په واسطه تيمم وکړی او د مخه تر لمانځه وپوهيږی چی اوبه ورته تاوان نلری تيمم ئی باطل دی. او نسی کولای په هغه لمونځ وکړی که پسله لمانځه وپوهيږی لمونځ ئی صحيح دی، د وروستی لمونځو دپاره بايد اودس ونيسی. 667- مسأله: څوک چی فکر کوی اوبه ورته تاوان لری که غسل وکړی يا اودس ونيسی او وروسته وپوهيږی چی اوبه د هغه د پاره تاوان درلود اودس او غسل ئی صحيح دی. څلورم ځای: 668- مسأله: هر وخت وبيريږی چی که اوبه د غسل يا اودس په مصرف ورسوی، پخپله، عيال، اولاد يا ملګری ئی او هغه کسان چی په هغه مربوط دی لکه نوکر او خدمی ښځی د تندی مړ سی يا ناروغه سی يا دومره تږی سی چی طاقت ئی سختی لری بايد د اودس او غسل پر ځای تيمم وکړی، او هم که وبيريږی حيوان ئی د تندی د لاسه د منځه ځی بايد اوبه هغه ته ورکړی او تيمم وکړی او همدارنګه دی که هغه څوک چی د هغه ځان ساتل واجب دی داسی تږی پاته سی چی که انسان اوبه هغه ته ور نکړی مړ سی بايد اوبه هغه ته ورکړی او تيمم وکړی. 669- مسأله: که بيله پاکی اوبه چی د اودس يا غسل دپاره لری نجس اوبه هم د خپل او هغه کسان چی په هغه مربوط دی د څښل په مقدار ولری بايد پاکی اوبه د څښل دپاره پريږدی او په تيمم لمونځ وکړی ليکن که اوبه د خپل حيوان دپاره وغواړی بايد نجس اوبه هغه ته ورکړی او په پاکی اوبه اودس او غسل وکړی. پنځم ځای: 670- مسأله: څوک چی بدن يا کالی ئی نجس دی او لږ اوبه لری چی که په هغه اودس ونيسی يا غسل وکړی د بدن يا کالی د پريمينځل دپاره ئی اوبه نه پاتيږی بايد بدن يا کالی پريمينځی او په تيمم لمونځ وکړی. ليکن که شی ونلری چی پر هغه تيمم وکړی بايد اوبه د اودس يا غسل په مصرف ورسوی او په نجس بدن يا کالی لمونځ په ځای کړی. شپږم ځای: 671- مسأله: که بيله هغه لوښی (ظرف) يا اوبه چی استعمال ئی حرام دی اوبه يا بل لوښی نلری، مثلاً اوبه يا لوښی ئی غصبی دی او بيله هغه اوبه او بل لوښی نلری بايد د اودس او غسل په ځای تيمم وکړی. اوم ځای: 672- مسأله: هر کله وخت دومره لږ وی چی که اودس ونيسی يا غسل وکړی ټول لمونځ يا يو مقدار د هغه پسله وخت په ځای کيږی، بايد تيمم وکړی. 673- مسأله: که عمداً لمونځ دومره وځنډوی چی د اودس يا غسل وخت ونلری معصيت کړيدی، ليکن لمونځ ئی په تيمم صحيح دی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی د هغه لمونځ قضا هم په ځای کړی. 674- مسأله: څوک چی شک لری که اودس ونيسی يا غسل وکړی د هغه د لمانځه دپاره وخت پاته کيږی که يه، بايد تيمم وکړی. 675- مسأله: څوک چی د وخت د لږوالی په واسطه تيمم کړيدی، تيمم ئی فقط د هغه عمل دپاره چی وخت ئی لږ دی ګټه مند دی او وروسته ژر تر ژر باطل کيږی فلهذا که پسله لمانځه هغه اوبه چی درلود د منځه ولاړسی، يا بل عذر د هغه دپاره پيدا سی که څه هم خپل تيمم نه وی مات کړی، که وظيفه ئی تيمم وی بايد دوباره تيمم وکړی. 676- مسأله: څوک چی اوبه لری؛ که د وخت د لږوالی په واسطه په تيمم په لمانځه مشغول سی او د لمانځه په منځ هغه اوبه چی درلود د منځه ولاړسی، د وروستی لمونځو دپاره نسی کولای په هغه تيمم لمونځ وکړی بلکه دوباره تيمم وکړی. 677- مسأله: انسان که دومره وخت لری چی کولای سی اودس ونيسی يا غسل وکړی او لمونځ بيله مستحبی کاروئی لکه اقامی او قنوت په ځای کړی، بايد غسل وکړی يا اودس ونيسی او لمونځ بيله مستحبی کاروئی په ځای کړی بلکه که د يوه سوری په اندازه هم وخت نلری بايد غسل وکړی يا اودس ونيسی او لمونځ بيله سوره په ځای کړی. هغه شيان چی تيمم پر هغو صحيح دی:678- مسأله: تيمم پر خاوره، ريګ، لوټه، او ډبره که پاک وی صحيح دی، او پر پخی خټی لکه خښته او منګی هم صحيح دی. 679- مسأله: تيمم د ګچ پو ډبره او آهك ډبره او تور مرمر ډبره او نور ډولو ډبرو صحيح دی، ليکن تيمم پر جواهر لکه د عقيق او پيروژی ډبره باطل دی او احتياط واجب هغه دی چی په پوخ ګچ او آهك هم تيمم ونه کړی. 680- مسأله: که خاوری، ريګ، لوټه او ډبره پيدا نسی، بايد په هغه دوړی چی په فرش، کالی، او لکه د دغو دی تيمم وکړی. او که دوړی پيدا نسی بايد په خټی تيمم وکړی او که خټی هم پيدا نسی احتياط واجب هغه دی چی لمونځ بيله تيمم وکړی او واجب دی وروسته د هغه قضا په ځای کړی. 681- مسأله: که وکولای سی د فرش په ټکول او لکه د هغه خاوری تهيه کړی تيمم په دوړی باطل دی، او که کولای سی خټی وچ کړی او د هغه څه خاوری تهيه کړی، تيمم په خټی باطل دی. 682- مسأله: څوک چی اوبه نلری که واوره يا يخی ولری، که ممکن دی بايد هغه اوبه کړی او په هغه اودس ونيسی يا غسل وکړی او که ممکن نه دی او يو شی هم چی تيمم په هغه صحيح دی نلری احتياط واجب هغه دی چی لمونځ بيله اودس او تيمم وکړی او په هر حال بايد وروسته قضا کړی. 683- مسأله: که خاوری او ريګ د يو شی سره لکه پروړ چی تيمم په هغه باطل دی ګډ سی، نسی کولای پر هغه تيمم وکړی، ليکن که هغه شی دومره لږ وی چی په خاوری يا ريګ، د منځه تللی حساب سی، تيمم پر هغه خاوری او ريګ صحيح دی. 684- مسأله: که يو شی نلری چی پر هغه تيمم وکړی که ممکن دی بايد په رانيول او لکه د هغه تهيه کړی. 685- مسأله: تيمم د خټی پر ديوال صحيح دی او احتياط مستحب هغه دی چی په وچه خاوره يا مځکه درلودل، په نمناکه مځکه يا خاوره تيمم ونه کړی. 686- مسأله: هغه شی چی پر هغه تيمم کوی بايد پاک وی او که يو پاک شی چی تيمم پر هغه صحيح دی نلری، بناپر احتياط واجب بيله اودس او تيمم لمونځ وکړی او بايد قضائی وروسته په ځای کړی. 687- مسأله: که يقين ولری چی تيمم پر يو شی صحيح دی او پر هغه تيمم وکړی وروسته وپوهيږی تيمم په هغه باطل وه هغه لمونځونه چی په هغه کړيدی بايد دوباره په ځای کړی. 688- مسأله: هغه شی چی پر هغه تيمم کوی بايد غصبی نه وی. 689- مسأله: تيمم په غصبی فضا باطل نه دی، نوکه په خپل ملک لاسونه پر مځکه ووهی او بی اجازه د بل چا په ملک داخل سی او لاسونه پر تندی وکاږی، تيمم ئی نه باطل کيږی. 690- مسأله: که ونه پوهيږی هغه شی چی په هغه تيمم کول غصبی دی، او يا هير کړی وی، تيمم ئی صحيح دی، مګر داچی هير کونکی پخپله غاصب وی چی بناپر احتياط واجب تيمم ئی باطل دی. 691- مسأله: څوک چی په يو غصبی ځای حبس (بندی) دی، که اوبه او خاوری ئی غصبی دی، بايد په تيمم لمونځ وکړی. 692- مسأله: مستحب دی هغه شی چی پر هغه تيمم کوی په دوړی وی چی په لاس پاته سی او پسله لاس وهل پر هغه، مستحب دی لاس وټکوی چی دوړی ئی ورږيږی. 693- مسأله: تيمم پر ژوره مځکه، د سړک پر خاوره او شوره زاره مځکه چی مخ ئی مالګه نه وی نيولی مکروه دی، او که مخ ئی مالګه نيولی وی باطل دی. د تيمم دستور:694- مسأله: په تيمم څلور شی واجب دی: لومړی: نيت. دوهم: د دوو لاسو ارغوی سره وهل پر هغه شی چی تيمم پر هغه صحيح دی. دريم: د دوو لاسو ارغوی کښل پر ټول تندی او دواړه خوائی، د هغه ځايه چی د سر وريښته راوځی تر وروځی او تر پزه لوړ او بناپر احتياط واجب بايد لاسونه پر وروځو هم وکښل سی. څلورم: د چپی لاس ارغوی کښل پر ټول د راسته لاس شا او پسله هغه د راسته لاس کښل پر ټول د چپی لاس شا. 695- مسأله: بدل د غسل او بدل د اودس تيمم يو د بل سره توپير نلری. ليکن احتياط مستحب هغه دی چی بدل د غسل تيمم په دوه ضربه وکړی په دی ډول چی: يوه پلا لاسونه په مځکه ووهی او پر تندی وکاږی او بله پلا لاسونه په مځکه ووهی او دلاسو پر شا وکاږی، بلکه احتياط مستحب هغه دی چی د اودس بدل تيمم هم په دوه ضربه وکړی بلکه ښه هغه دی چی تيمم په دری ضربه وکړی دوه پلا پرله پسی لاسونه په مځکه ووهی او پر تندی وکاږی او يوه پلا بل په مځکه ووهی او د لاسو پر شا وکاږی. د تيمم احکام:696- مسأله: که د لاسو شا او تندی مختصر (لږ) ځای هم مسح نکړی تيمم باطل دی څه په قصده مسح نکړی يا مسأله ونه پوهيږی يا هير کړی وی، ليکن ډير پام کول هم لازم نه دی او دومره چی ووائی د لاس شا او تندی ټول مسح سويدی کافی دی. 697- مسأله: د دی دپاره چی يقين وکړی ټول د لاس شا مسح کړيدی بايد يو مقدار لوړ تر موټ هم مسح وکړی، ليکن د ګوتو منځ مسح لازم نه دی. 698- مسأله: تندی او د لاسو شا بناپر احتياط واجب بايد د لوړ څه وکښته مسح کړی او کارونه ئی هم پرله پسی په ځای کړی او که د هغو په منځ دومره فاصله ورکړی چی ونه وائی تيمم کوی باطل دی. 699- مسأله: که پر هغه هم د غسل بدل تيمم او هم د اودس بدل تيمم واجب وی د نيت په وخت بايد وټاکی چی تيمم ئی بدل د غسل دی يا بدل د اودس، او هم که څو تيمم بدل د غسل وی بايد هغه غسل هم وټاکی او که په خطا بدل د اودس په ځای، بدل د غسل يا بدل د غسل په ځای، بدل د اودس نيت وکړی، يا مثلاً په تيمم بدل د جنابت غسل، د مس ميت غسل د بدل تيمم نيت وکړی، که خطائی خطا په تشخيص (پيژندل) نه وی تيمم ئی باطل دی او که پر هغه يو تيمم واجب وی د او سنی کار قصد وکړی کافی دی. 700- مسأله: په تيمم بايد تندی، د لاسو ارغوی او د لاسو شا پاک وی که د لاس ارغوی نجس وی او ونسی کولای هغه پريمينځی بايد په هغه نجس ارغوی د لاس تيمم وکړی ليکن که د لاس د ارغوی نجاست ساری وی په دی حال بايد د لاس په شا يا مړوند (تر موټ پورته) تيمم وکړی. 701- مسأله: انسان بايد د تيمم دپاره ګوتمی د لاسه وباسی او که پر تندی، د لاسو په شا يا د لاسو په ارغوی مانع وی، مثلاً يو شی په هغو مښتی وی بايد ايسته کړی. 702- مسأله: که تندی يا د لاسو شا زخمی دی، ټوکر يا بل شی چی پر هغه تړلی دی نسی کولای خلاص کړی بايد لاس پر هغه وکاږی او هم که د لاس ارغوی زخمی وی او ونسی کولای ټوکر يا بل شی چی پر هغه تړلی دی، خلاص کړی بايد لاس په هغه ټوکر په هغه شی چی تيمم پر هغه صحيح دی ووهی او په تندی او د لاسو پر شا وکاږی. 703- مسأله: که تندی او د لاسو شا وريښته ولری پروا نلری ليکن که د سر وريښته پر تندی راغلی وی بايد هغه شا ته ووهی. 704- مسأله: که احتمال ورکړی چی په تندی، د لاسو په ارغوی يا د لاسو په شا مانع سته که احتمال ئی د خلګو په نظر په ځای وی بايد پلټنه وکړی، ترڅو چی يقين يا اطمينان پيدا کړی چی مانع نسته. 705- مسأله: که د هغه وظيفه تيمم دی او نسی کولای تيمم وکړی، بايد نائب ونيسی. او څوک چی نائب کيږی بايد هغه د هغه په خپل لاس تيمم ورکړی او که ممکن نه وی نائب بايد، خپل لاس په هغه شی چی تيمم په هغه صحيح دی ووهی او د هغه په تندی او د لاسو پر شا وکاږی. 706- مسأله: که پسله هغه چی په تيمم شروع کړ شک وکړی چی د مخه برخه د هغه هير کړيدی که يه، اعتنا (پروا) ونکړی او تيمم ئی صحيح دی. او هم که پسله د هره برخه په ځای کول شک وکړی چی صحيح په ځای کړيدی که يه، اعتنا ونکړی او تيمم ئی صحيح دی. 707- مسأله: که د چپه لاس د مسح وروسته شک وکړی چی صحيح تيمم کړيدی که يه، تيمم ئی صحيح دی. 708- مسأله: څوک چی وظيفه ئی تيمم دی بناپر احتياط واجب نبايد يا احتمال ورکړی دلمانځه د وخت د مخه لمونځ دپاره تيمم وکړی. ليکن که د بل واجب يا مستحبی کار دپاره تيمم وکړی او دلمانځه تر وخته پوری عذرئی پاته وی، کولای سی په هغه تيمم لمونځ وکړی. 709- مسأله: څوک چی وظيفه ئی تيمم دی، که وپوهيږی يا احتمال ورکړی تر آخره وخت پوری عذرئی پاته کيږی په ډير وخت کولای سی په تيمم لمونځ وکړی ليکن که وپوهيږی چی تر آخره وخت پوری عذرئی ايسته کيږی بايد صبر وکړی او په اودس يا غسل لمونځ وکړی، يا د وخت په لږوالی لمونځ په تيمم وکړی. 710- مسأله: څوک چی نسی کولای اودس ونيسی، يا غسل وکړی، کولای سی خپل قضا لمونځونه په تيمم وکړی که څه هم احتمال ورکړی چی ژر عذرئی د منځه ځی ليکن که وپوهيږی د قضا دلمانځه د وخت د منځه تلل د مخه عذر د منځه ځی، بناپر احتياط واجب بايد منتظر پاته سی. بلی که د قضا د لمانځه د منځه تلل ګمان پيداسی لازم دی په تيمم هغه په ځای کړی. 711- مسأله: څوک چی نسی کولای اودس ونيسی يا غسل وکړی، جايز دی مستحبی لمونځونه چی د شپی او ورځی د نافلی په ډول ټاکلی وخت لری په تيمم وکړی حتی په لومړی وخت، په دی شرط چی تر آخره وخت پوری د عذر د منځه تلل علم (خبر) ونلری. 712- مسأله: که د اوبو نه درلودل يا بل عذر په واسطه تيمم وکړی، د عذر د ايسته کيدل وروسته تيمم ئی باطل کيږی. 713- مسأله: هغه شيان چی اودس باطلوی، تيمم بدل د اودس هم باطلوی او هغه شيان چی غسل باطلوی، تيمم بدل د غسل هم باطلوی. 714- مسأله: څوک چی نسی کولای غسل وکړی، که څه هم غسل پر هغه واجب وی، احتياط واجب هغه دی چی بدل د هر يو د هغو يو تيمم وکړی. 715- مسأله: څوک چی نسی کولای غسل وکړی، که وغواړی هغه عمل چی غسل د هغه دپاره واجب دی وکړی، بايد بدل د غسل تيمم وکړی او که ونسی کولای اودس ونيسی او وغواړی هغه عمل چی اودس د هغه د پاره واجب دی وکړی، بايد بدل د اودس تيمم وکړی. 716- مسأله: که د جنابت د غسل پر ځای تيمم وکړی لازم نه دی دلمانځه دپاره اودس ونيسی ليکن د نور غسلو پر ځای تيمم وکړی بايد اودس ونيسی او که ونسی کولای اودس ونيسی، بايد بل تيمم هم د اودس پر ځای وکړی. 717- مسأله: که د غسل پر ځای تيمم وکړی او وروسته يو کار چی اودس باطلوی د هغه دپاره منځ ته راسی، څرنګه که د ورستنی لمونځو دپاره ونسی کولای غسل وکړی بايد اودس ونيسی او که نسی کولای اودس ونيسی، بايد بدل د اودس تيمم وکړی. 718- څوک چی وظيفه ئی هغه دی چی بدل د اودس او بدل د غسل تيمم وکړی، دغه دوه تيمم کافی دی او بل تيمم لازم نه دی. 719- مسأله: څوک چی وظيفه ئی تيمم دی که د يو کار د پاره تيمم وکړی، ترڅو تيمم او عذرئی پاته دی هغه کارونه چی بايد په اودس يا غسل وکړی، کولای سی وکړی ليکن که د وخت د لږوالی په خاطر يا د اوبو په درلودل د ميت د لمانځه د پاره يا بيديدل تيمم کړيدی فقط هغه کار چی تيمم د هغه د پاره کړيدی کولای سی وکړی. 720- مسأله: په څو ځايه مستحب دی هغه لمونځونه چی انسان په تيمم کړيدی دوباره په ځای کړی. لومړی: که د اوبو د استعمال څه بيره درلود او په قصده ځان ئی جنب کړيدی او په تيمم لمونځ کړيدی. دوهم: که پوهيدل يا ګمان درلود چی اوبه نه پيدا کوی او په قصده ځان ئی جنب کړيدی او په تيمم لمونځ کړيدی. دريم: که د وخت تر آخره په قصده د اوبو د پيدا کول دپاره ورنسی او په تيمم لمونځ وکړی او وروسته وپوهيږی چی که ګرځيد اوبه پيدا کيدل. څلورم: که په قصده لمونځ ځنډولی دی او د وخت په آخر لمونځ په تيمم کړيدی. پنځم: که پوهيدل يا ګمان درلود چی اوبه نه پيدا کيږی او هغه اوبه چی درلود توی کړيدی. 721- مسأله: د تخلی په وخت او نور وختونه واجب دی انسان خپل عورت د هغو کسانو څه چی مکلف دی، که څه هم لکه خور، مور او ورور د هغه سره محرم وی، او همدارنګه د مميز ليونی او مميز ماشومان چی په ښه او بد پوهيږی پټ کړی، ليکن ميړه او ماندينه لازم نه دی خپل عورت يو د بله څه پټ کړی. 722- مسأله: که په ډبره او لوټه او لکه د دغو غائط د مخرج پاک کړی، که څه هم پاک کيدل ئی محل تأمل دی (بايد احتياط وسی) ليکن لمونځ کول منع نلری. 723- مسأله: که وغواړی يو شی چی په بولی نجس سويدی په قليل اوبه پريمينځی، که يوه پلا اوبه پر هغه واچوی او د هغه څه جلا سی که بولی په هغه شی نه وی پاته سوی، يوه پلا بل چی اوبه پر هغه واچوی پاک کيږی. ليکن په کالی او فرش او لکه د دغو بايد پسله هره پلا (فشار) وزبيښل سی تر څو غساله ئی راووځی(غساله هغه اوبه دی چی د پريمينځل په وخت او پسله هغه د هغه شی څه چی پريمينځل کيږی پخپله يا د فشار په واسطه راوځی). 724- مسأله: که زخم يا ټپ يا، تيدل پر مخ او لاسو وی او مخ ئی خلاص او لوڅ وی او اوبه اچول پر هغه تاوان لری بايد شاوخوا د هغه پريمينځی او که لوند لاس کښل پر هغه تاوان نلری، احتياط هغه دی چی لوند لاس پر هغه وکاږی او وروسته پاک ټوکر پر هغه واچوی او لوند لاس پر ټوکر هم وکاږی او که دومره هم تاوان لری يا زخم نجس دی او نه کيږی پريمينځی، بايد د زخم شاوخوا په ډول چی په اودس وويل سو د لوړه څه وکښته پريمينځی او بنا پر احتياط واجب په آخری ګمان تيمم هم وکړی. 725- مسأله: که څوک د مړی انسان بدن چی سوړ سويدی او غسل ئی نه دی ورکړی مس کړی يعنی د خپل بدن يو ځای هغه ته ورسوی بايد د مس ميت غسل وکړی، څه د خوب په حالت څه د ويښ په حالت مس وکړی، په اختيار مس وکړی يا بی اختيار، حتی که نوک ائ هډوکی ئی د ميت په نوک او هډوکی ورسيږی بايد غسل وکړی. ليکن که مړی حيوان مس کړی غسل پر هغه واجب نه دی. |