|
دلمونځ احکام:ډير ښه دينی اعمال لمونځ دی چی که د خدای (ج) په درګاه قبول سی نور عبادتونه هم قبول کيږی او که قبول نسی نور عملونه هم نه قبول کيږی. او همدا ډول چی که انسان په هره شپه او ورځ پنځه پلا د اوبو په وياله ځان پريمينځی خيره په بدن ئی نه پاتيږی. پنځه وخته لمونځونه هم انسان د ګناهانو څه پاک کوی. او سزاوار دی چی انسان لمونځ د وخت په اوله په ځای کړی او څوک چی لمونځ کښته او سپک وشميری لکه هغه څوک دی چی لمونځ نکوی. حضرت پيغمبر اکرم (ص) وفرمايل: څوک چی لمونځ ته ارزښت ورنکړی او هغه سپک وشميری د آخرت د عذاب سزاوار دی. يوه ورځ حضرت (ص) په مسجدکی تشريف درلودل يو سړی داخل سو او په لمانځه لګياسو او رکوع او سجودئی کامل پر ځای نکړل، حضرت (ص) وفرمايل: که دغه سړی په داسی حال چی لمونځ ئی داسی دی د دنيا څه ولاړسی، زما په دين (ددنيا) څه نه دی تللی. نو انسان بايد کوښښ وکړی چی په چابکی او ژروالی لمونځ ونکړی او دلمونځ په حال د خدای (ج) په ياد وی او متوجه وی د چا سره خبری کوی او ځان د خدای (ج) د لوی والی او عظمت په مقابل ډير کښته او کوچنی ووينی او که انسان دلمانځه په وخت کاملاً په دی مطلب توجه وکړی، د ځانه څه بی خبره کيږی، څرنګه چی دلمانځه په حال د حضرت اميرالمؤمنين علی (عليه السلام) د مبارکه پښه څه غشی راوکښل او آنحضرت (ع) متوجه نسول. او هم بايد لمونځ کونکی توبی او استغفار وکړی او هغه ګناهونه چی د لمانځه د قبوليدل مانع دی، لکه حسد، کبر، غيبت، حرام خوړل، مست کونکی شيانو څښل او د زکات او خمس نه ورکول او بلکه هر معصيت (ګناه) ترک کړی او همداډول سزاوار دی هغه کارونه چی دلمانځه ثواب لږ وی په ځای نکړی، لکه د خوب وهلی او بولی نه کول په حال په لمانځه ونه دريږی، او دلمانځه په وخت آسمان ته ونه ګوری. او هم هغه کارونه چی دلمانځه ثواب ډير وی په ځای کړی، لکه عقيق انګشتری په لاس کړی او پاکه کالی واغوندی او ژمونځ او مسواک وکړی او ځان خوشبويه کړی. |