|
مستحب لمونځونه:763- مستحبی لمونځونه ډير دی او هغوته نافلی وائی. د مستحبی لمونځو په منځ د شپی او ورځی د نافلی په ادا کول ډير سفارش سويدی او هغو په بيله د جمعی ورځ څلورديرش رکعته دی چی اته رکعته ئی د غرمی نافله، اته رکعته د مازيګر نافله، څلور رکعته د ماښام نافله، دوه رکعته د ماخستن نافله، يوولس رکعته د شپی نافله او دوه رکعته د سهار نافله ده. او ځکه چی دوه رکعته د ماخستن نافله بناپر احتياط واجب بايد په ناست ادا سی يو رکعت شميرل کيږی. د جمعی په ورځ دغرمی او مازيګر نافلی پر شپاړلس رکعته، څلور رکعته اضافه کيږی. 764- مسأله: د شپی د نافلی د يوولس رکعته څه، اته رکعته ئی د شپی د نافلی په نيت، دوه رکعته ئی د شفع د لمانځه په نيت او يو رکعت ئی د وتر د لمانځه په نيت ادا سی. د شپی نافلی کامل دستور د دعا په کتابو ويل سويدی. 765- مسأله: د نافلی لمونځونه کيږی په ناست ادا سی، ليکن ښه دی دوه رکعته نافلی لمونځ په ناست يو رکعت وشميری، مثلاً څوک چی غواړی د غرمی نافله چی اته رکعته دی په ناست ادا کړی ښه دی شپاړلس رکعته په ځای کړی، او که غواړی د وتر لمونځ په ناست ادا کړی، دوه يو رکعتی لمونځ په ناست ادا کړی. 766- مسأله: د غرمی او مازيګر نافلی په سفرکی نسته او نبايد په ځای سی ليکن د ماخستن نافله په نيت د دی چی شايد مطلوب ښه وی کولای سی په ځای کړی. د ورځنی نافلو وخت:767- مسأله: د غرمی نافله د غرمی د لمانځه د مخه په ځای کيږی او وخت ئی د غرمی د اوله څه تر هغه وخت چی د شاخص سيوری جی ماپښين پيدا کيږی د شاخص دوه اومه برخه په اندازه سی، مثلاً که د شاخص لوړوالی او يا سانتی متر وی، هر وخت يو مقدار سيوری چی ماپښين پيدا کيږی وشل سانتی متر ته ورسيږی د غرمی د نافلی آخر وخت دی. 768- مسأله: د مازيګر نافله د مازيګر دلمانځه د مخه په ځای کيږی او وخت ئی تر هغه وخت دی چی د شاخص سيوری چی ماپښين پيدا کيږی په څلور اومه برخه د شاخص ورسيږی. او که وغواړی د غرمی نافله يا د مازيګر نافله پسله وخته د هغو په ځای کړی بناپر احتياط واجب بايد د غرمی نافله د غرمی د لمانځه وروسته او د مازيګر نافله پسله د مازيګر د لمانځه په ځای کړی او بناپر احتياط واجب دا ادا او قضا نيت ونکړی. 769- مسأله: دماښام د نافلی وخت پسله د ماښام د لمانځه دی تر هغه وخت چی د مغرب له خوا سوروالی چی پسله د لمر د لويدل په آسمان کی پيدا کيږی د منځه ولاړسی. 770- مسأله: د ماخستن د نافلی وخت د ماخستن د لمانځه وروسته تر نيمه شپه دی او ښه دی پسله د ماخستن د لمانځه سمدستی په ځای سی. 771- مسأله: د سهار نافله د سهار د لمانځه د مخه په ځای کيږی او وخت ئی پسله تيريدل د نيمی شپی په مقدار د يوولس رکعته د شپی لمونځ دی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د مخه تر لومړی فجر په ځای نکړی. 772- مسأله: د شپی نافلی وخت د نيمی شپی څه د سهار تر اذان پوری دی او ښه دی د سهار و اذان ته نژدی په ځای سی. 773- مسأله: مسافر او هغه څوک چی د هغه دپاره مشکل دی د شپی نافله د نيمی شپی وروسته په ځای کړی يا د هغه بيره لری چی په وخت ويښ نسی کولای سی هغه د شپی په اوله ادا کړی. د غفيلی لمونځ:764- مسأله: يو د مستحبی لمونځو دغفيلی لمونځ دی چی د ماښام او ماخستن د لمانځه په منځ ادا کيږی او وخت ئی پسله د ماښام دلمانځه دی تر هغه وخت چی د مغرب د خوا سوروالی د منځه ولاړسی او هغه دوه رکعته دی، په لومړی رکعت پسله حمد د سوری په ځای دغه آيه ووائی: ( وَذَا النُّونِ اِذْ ذَهَبَ مُغَاضِباً فَظَنَّ اَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادى فِى الظُّلُمَاتِ اَنْ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اَنْـتَ سُبْحَانَكَ اِنِّى كُنْتُ مِنَ الظَّـالِمِينَ فَاستَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِك نُنْجِى الْمُؤْمِنينَ). او په دوهم رکعت پسله حمد د سوری په ځای دغه آيه ووائی: ( وَ عِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لايَعْلَمُهَا اِلاَّ هُوَ و يَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ و مَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَة اِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّة فِى ظُلُمَاتِ الاَْرْضِ وَلاَ رَطْب وَلاَيَابِس اِلاَّ فِى كِتَاب مُبين) او دهغه په قنوت ووائی: «اَلّلهُمَّ اِنّي اَسأَلُكَ بِمَفاتِحِ الْغَيْبِ الّتِي لا يَعْلَمُهَا اِلاَّ اَنْتَ اَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مَحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد، وَأنْ تَفْعَل بى كذا و كذا. » او د کذا او کذا په ځای خپل حاجتونه ووائی، وروسته ووائی: اَلّلهُمَّ اَنْتَ وَلِيُّ نِعْمَتِي، وَ الْقادِرُ عَلَى طَلِبَتيِ، تَعْلَمُ حاجَتِي، فَأسْأَلُكَ بِحَقِّ مُحَمّد وَ آلِ مُحَمَّد عَلَيْهِ و عَلَيْهِمُ السَّلامُ لَمَّا قَضَيْتَهَا لِي. |