صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د لمونځ کونکی کالی:

803- مسأله: د لمونځ کونکی کالی شپږ شرط لری:

لومړی: بايد پاک وی.

دوهم: بناپر احتياط واجب مباح وی.

دريم: د مردار دغړی څه نه وی.

څلورم: دحرام غوښی حيوان څه نه وی.

پنځم او شپږم: که لموڼح کونکی نارينه وی، کالی ئی خالص وريښم او سره زر بافه نه وی. د دغو تفصيل په راتلونکی مسائلو ويل کيږی.

لومړی شرط:

804- مسأله: د لمونځ کونکی کالی بايد پاک وی او که څوک په قصده (عمداً) په نجس بدن يا کالی لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی.

805- مسأله: څوک چی نه پوهيږی لمونځ په نجس بدن يا کالی باطل دی، که په نجس بدن يا کالی لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی.

806- مسأله: که د مسألی د نه پوهيدل په واسطه، ونه پوهيږی يو شی نجس دی لکه ونه پوهيږی د نجاست خوړنکی اوښ خولی يا د مشرک خولی نجس دی او په هغه لمونځ وکړی لمونح ئی باطل دی.

807- مسأله: که ونه پوهيږی چی بدن يا کالی ئی نجس دی او پسله لمانځه وپوهيږی نجس وه لمونځ ئی صحيح دی، او احتياط مستحب هغه دی چی که وخت لری دوباره هغه لمونځ په ځای کړی.

808- مسأله: که هير کړی چی بدن يا کالی ئی نجس دی او دلمانځه په منځ يا پسله هغه يادئی راسی، بايد لمونځ دوباره په ځای کړی او که وخت تيرسويدی قضا په ځای کړی.

809- مسأله: څوک چی د وخت په ډيروالی په لمانځه مشغول دی که د لمانځه په منځ بدن يا کالی ئی نجس سی او د مخه تر هغه چی د لمانځه يو مقدار په نجس کالی په ځای کړی متوجه سی چی بدن يا کالی نجس دی او شک وکړی چی هغه نجس سويدی يا د مخه نجس وه، که د بدن يا کالی پريمينځل يا د کالی بدلول يا راايستل ئی لمونځ د منځه نه وړی بايد دلمانځه په منځ بدن يا کالی پريمينځی يا کالی بدل کړی يا که بل شی د هغه عورت پټ کړيدی کالی راوباسی او لمونځ ته ادامه ورکړی. ليکن که داسی وی چی که بدن يا کالی پريمينځی يا وغواړی کالی بدل کړی يا راوباسی لمونځ د منځه ځی او يا که کالی راوباسی لوڅ پاته کيږی بايد لمونځ مات او په پاک بدن او کالی لمونځ وکړی.

810- مسأله: څوک چی د وخت په لږوالی په لمانځه مشغول دی که د لمانځه په منځ کالی ئی نجس سی او د مخه تر هغه چی يوه برخه د لمانځه په نجس کالی په ځای کړی وپوهيږی چی کالی ئی نجس دی او شک وکړی چی هغه وخت نجس سويدی يا د مخه نجس وه، که د کالی پريمينځل، بدلول يا راايستل لمونځ د منځه نه وړی او کولای سی کالی راوباسی، بايد کالی پريمينځی يا بدل کړی يا که يو شی د هغه عورت پټ کړيدی، کالی راوباسی او لمونځ پای ته ورسوی. ليکن که بل شی د هغه عورت نه دی پټ کړی او کالی هم نسی کولای پريمينځی يا بدل کړی بايد کالی راوباسی او په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو لمونځ پای ته ورسوی. ليکن که داسی دی چی که کالی پريمينځی يا بدل کړی لمونځ د منځه ځی يا د ساړه هوا او لکه د هغه په واسطه نسی کولای کالی راوباسی بايد په هغه حال لمونځ پای ته ورسوی او لمونځ ئی صحيح دی.

811- مسأله: څوک چی د وخت په لږوالی په لمانځه مشغول دی که دلمانځه په منځ بدن ئی نجس سی او د مخه تر هغه چی يو مقدار دلمانځه په نجس بدن وکړی وپوهيږی چی بدن ئی نجس دی او شک وکړی جی هغه وخت نجس سويدی يا د مخه نجس وه که د بدن پريمينځل لمونځ د منځه نه وړی بايد پريمينځی او که لمونځ د منځه وړی بايد په هغه حال لمونځ پای ته ورسوی او لمونځ ئی صحيح دی.

812- مسأله: څوک چی د خپل د بدن او کالی په پاک کيدل شک لری که لمونځ وکړی او پسله لمانځه وپوهيږی پاک نه وه، بنا پر احتياط مستحب که دلمانځه وخت پاته دی خپل لمونځ دوباره وکړی او که وخت تيرسويدی د هغه قضا په ځای کړی.

813- مسأله: که کالی پريمينځی او يقين وکړی چی پاک سويدی او په هغه لمونځ وکړی او پسله لمانځه وپوهيږی پاک سوی ندی بناپر احتياط واجب که دلمانځه وخت پاته دی بايد دوباره په ځای کړی او که وخت تيرسويدی بايد خپل لمونځ قضا کړی.

814- مسأله: که وينی پر خپل کالی يا بدن ووينی او يقين وکړی چی د نجس د وينوڅه نه دی مثلاً يقين وکړی چی دغوماشی وينی دی، که پسله لمانځه وپوهيږی دهغه وينی وه چی نه کيږی په هغه لمونځ وکړی، لمونځ ئی صحيح دی.

815- مسأله: هر وخت يقين وکړی هغه وينی چی پر بدن يا کالی ئی دی هغه نجس وينی دی چی لمونځ په هغه صحيح دی مثلاً يقين وکړی د زخم او تڼاکی وينی دی که پسله لمانځه وپوهيږی هغه وينی وه چی لمونځ په هغه باطل دی لمونځ ئی صحيح دی.

816- مسأله: که د يو شی نجسی هير کړی او بدن يا کالی ئی په رطوبت په هغه ورسيږی او د هير په حال لمونځ وکړی او پسله لمانځه په يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی. او که بيله دی چی په نجس  مښتی ځای پريمينځی په قليل اوبه غسل وکړی او لمونځ وکړی غسل او لمونځ ئی باطل دی او که په جاری اوبه يا کر غسل وکړی ځکه چی په لومړی مښل ځای پاک کيږی غسل ئی صحيح دی او لمونځ ئی اشکال نلری. او که د مښل ځای د نجس سره، يو د اودس غړی وی او انسان بيله تطهير په قليل اوبه او په يوه پلا مينځل اودس ونيسی او لمونځ وکړی اودس او لمونځ ئی باطل دی او په پخوانی ګمان که په کثير اوبه اودس ونيسی يا د اودس ځای دری پلا پريمينځی تطهير سويدی او اودس او لمونځ ئی صحيح دی.

817- مسأله: څوک چی يو کالی لری، که بدن او کالی ئی نجس سی او اوبه يو د هغو د پريمينځل په اندازه ولری، که وکولای سی کالی راوباسی بايد بدن پريمينځی او لمونځ په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو په ځای کړی. او که د سوړوالی يا بل عذر په واسطه نسی کولای کالی راوباسی، که د دواړو نجاست مساوی وی، مثلاً هر دواړه وينی يا بولی وی يا د بدن نجاست شديد يا ډير وی مثلاً د بدن نجاست بولی وی چی بايد هغه دوه پلا په قليل اوبه پريمينځی، احتياط واجب هغه دی چی بدن پريمينځی. او که د کالی نجاست ډير يا شديد وی اختيار لری چی هر يو د بدن يا کالی وغواړی کولای سی پريمينځی.

818- مسأله: څوک چی بيله نجس کالی نور کالی نلری او وخت لږ دی يا احتمال نه ورکوی چی پاک کالی پيدا کړی بايد لمونځ په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو په ځای کړی ليکن دغه څوک که د سوړوالی يا بل عذر په واسطه نسی کولای کالی راوباسی په هغه کالی لمونځ وکړی او لمونځ ئی صحيح دی.

819- مسأله: څوک چی دوه کالی لری که وپوهيږی يو د هغو نجس دی او ونسی کولای هغو پريمينځی او ونه پوهيږی کم يو د هغو دی. که وخت لری په هر دواړه کالی لمونځ وکړی، مثلاً که غواړی د غرمی او مازيګر لمونځ وکړی بايد په هر يو د هغو يو د غرمی او يو د مازيګر لمونځ وکړی او که وخت لږ دی بناپر احتياط واجب په هغه دستور چی د لوڅ کسانو دپاره وويل سو په ځای کړی او بناپر احتياط واجب هغه لمونځ په پاک کالی قضا په ځای کړی.

دوهم شرط:

820- مسأله: د لمونځ کونکی کالی بناپر احتياط واجب بايد مباح وی او څوک چی پوهيږی د غصبی کالی اغوستل حرام دی، که په قصده په غصبی کالی يا په هغه کالی چی تار يا غوټه يا بل شی ئی غصبی وی لمونځ وکړی بناپر احتياط واجب لمونځ ئی باطل دی بايد هغه لمونځ په بيله غصبی کالی دوباره په ځای کړی او همدا ډول دی که څوک د تقصير سی له رويه ونه پوهيږی چی د غصبی کالی اغوستل حرام دی.

821- مسأله: څوک چی پوهيږی د غصبی کالی اغوستل حرام دی ليکن نه پوهيږی لمونځ باطلوی، که په قصده په غصبی کالی لمونځ وکړی بناپر احتياط واجب لمونځ ئی باطل دی او بايد هغه لمونځ په بيله غصبی کالی دوباره په ځای کړی.

822- مسأله: که ونه پوهيږی يا هير کړی چی کالی ئی غصبی دی او په هغه لمونځ وکړی لمونځ ئی صحيح دی، ليکن که پخپله کالی غصب کړيدی هير کړی چی غصب کړيدی بناپر احتياط لازم لمونځ ئی باطل دی او بايد هغه لمونځ په بيله غصبی کالی دوباره په ځای کړی.

823- مسأله: غصبی شيان کوچنی وی يا لوی لکه (تسبيح،دسمال او....) که دلمونځ کونکی سره وی لمونځ نه باطلوی.

824- که څوک د خپل ځان د ساتل د پاره په غصبی کالی لمونځ وکړی يا مثلاً د دی د پاره چی غل غصبی کالی يو سی په هغه لمونځ وکړی لمونځ ئی صحيح دی.

825- مسأله: که ونه پوهيږی يا هير کړی چی کالی ئی غصبی دی او د لمانځه په منځ وپوهيږی که يو بل شی چی عورت ئی پټوی په ځان لری او کولای سی سمدستی بيله دی چی موالات يعنی د لمانځه پرله پسی کارونه د منځه ځی غصبی کالی راوباسی بايد هغه راوباسی او لمونځ ئی صحيح دی ادامه ورکړی پای ته ورسوی او که بل شی د هغه عورت نه دی پټ کړی يا نسی کولای سمدستی غصبی کالی راوباسی يا که راوباسی د لمانځه پرله پسی کارونه د منځه ځی که د يو رکعت په اندازه هم وخت ولری بايد خپل لمونځ مات کړی، او په بيله غصبی کالی لمونځ وکړی او که په دغه مقدار وخت نلری، بايد د لمانځه په حال کالی راوباسی او د لوڅ کسانو د لمانځه په دستور لمونځ پای ته ورسوی.

826-  مسأله: که په عين پيسی چی خمس يا زکوة ئی ندی ورکړی کالی رانيسی د غصبی کالی حکم لری او لمونځ کول په هغه کالی باطل دی او که کالی په پور رانيسی يا پور کړی او قصد ولری چی قيمت يا بدل ئی د هغه پيسی چی خمس يا زکات ئی ندی ورکړی يا د حرام مال څه ورکړی لمونځ په هغه کالی باطل دی.

دريم شرط:

827- مسأله: د لمونځ کونکی کالی بايد د هغه مړی حيوان د غړی چی روانی غورځيدونکی وينی لری (يعنی هغه حيوان چی که رګ ئی پری کړی وينی د هغه څه غورځی) نه وی، بلکه که د يو مړی حلال غوښی حيوان لکه ماهی چی غورځيدونکی وينی نلری کالی جوړ کړی احتياط مستحب هغه دی چی په هغه کالی لمونځ نکړی.

828- مسأله: که د مردار يو شی لکه غوښی يا پوست ئی چی روح درلود د لمونځ کونکی سره وی، لمونځ ئی باطل دی، که څه هم کالی ئی نه وی.

829- مسأله: که د حلال غوښی مردار يو شی لکه وريښته او وړی چی روح نلری د لمونځ کوونکی سره وی يا په هغه کالی چی د هغو څه جوړ کړيدی لمونځ وکړی لمونځ ئی صحيح دی.

830- مسأله: که بيله غصبی کالی او هغه کالی چی د مردار څه جوړ کړيدی نور کالی نلری او مجبور ندی کالی واغوندی بايد په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو لمونځ وکړی.

څلورم شرط:

831- مسأله: د لمونځ کوونکی کالی بايد د حرام غوښی حيوان څه نه وی او که يوه وريښته د هغه هم د لمونځ کونکی سره وی لمونځ ئی باطل دی.

832- مسأله: که د حرام غوښی حيوان لکه پشی دخولی يا پزی اوبه يا يو بل رطوبت د لمونځ کوونکی پر بدن يا کالی وی، که لوند وی لمونځ باطل او که وچ سويدی او عين (اصل) ئی برطرفه (ايسته) سويدی لمونځ صحيح دی.

833- مسأله: که د يو څوک وريښته، خوله او د خولی اوبه د لمونځ کونکی پر بدن يا کالی وی اشکال نلری او همدارنګه دی که مرغلره، موم او عسل د هغه سره وی.

834- مسأله: که شک ولری چی کالی د حلال غوښی يا حرام غوښی حيوان دی څه په داخل څه په خارج جوړ سوی وی، لمونځ کول په هغه مانع نلری.

835- مسأله: که انسان احتمال ورکړی صدفی غوټه او لکه د هغه د حيوان دی لمونځ کول په هغه مانع نلری او که وپوهيږی صدف دی او احتمال ورکړی صدف غوښی نه درلود لمونځ کول په هغه مانع نلری.

836- مسأله: د خز (يو ډول معروف حيوان) په پوست لمونځ کول اشکال نلری ليکن بناپر احتياط واجب د سنجاب (يو ډول معروف ځانور) په پوست لمونځ ونکړی.

837- مسأله: که په هغه کالی چی نه پوهيږی د حرام غوښی حيوان دی که يه، لمونځ وکړی صحيح دی، ليکن که هير کړی وی بناپر احتياط واجب بايد هغه لمونځ دوباره په ځای کړی.

838- مسأله: لمونځ کول په مصنوعی څرمو چی د پلاستيکی موادو په واسطه او لکه هغه جوړوی اشکال نلری بناپر دی هر وخت انسان چی يو شی مصنوعی څرم دی يا اصلی څرم يا د حرام غوښی حيوان دی يا مړی حيوان يا حلال غوښی او مذکی(آس) لمونځ په هغه اشکال نلری.

839- مسأله: که بيله هغه کالی چی د حرام غوښی حيوان څه جوړ سويدی نور کالی نلری که ناچاره وی کالی واغوندی، کولای سی په هغه کالی لمونځ وکړی او که ناچار نه وی بايد په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو لمونځ په ځای کړی او بناپر احتياط واجب يو بل لمونځ هم په هغه کالی په ځای کړی.

پنځم او شپږم شرط:

840- مسأله: د سره زر بافته کالی اغوستل د نارينه د پاره حرام او لمونځ په هغه باطل دی، ليکن د ښځی د پاره په لمانځه او بيله لمانځه اشکال نلری.

841- مسأله: په سره زر زينت کول لکه د سره زر زنځير زړول پر سينه او د سره زر انګشتری په لاس کول او د سره زر ساعت په لاس تړل د نارينه د پاره حرام او لمونځ کول په هغو باطل دی. او بايد د سره زر عينک هم استعمال نکړی، او په سره زر زينت کول د ښځی د پاره په لمانځه او بيله لمانځه اشکال نلری.

842- مسأله: که د نه پوهيدل يا هيريدل په خاطر په سره زر لمونځ وکړی بناپر احتياط واجب لمونځ ئی باطل دی.

843- مسأله: په سره زر زينت کول يا طلا بافته کالی اغوستل د نارينه د پاره حرام دی څه معلوم داره وی يا پټ او لمونځ په هغه باطل دی. بناپر دی که د نارينه زير پيرانی سره زر بافته وی يا د سره زر زنځير په غاړه زړولی وی که څه هم معلوم داره نه وی حرام او لمونځ باطلوی.

844- مسأله: د نارينه لمونځ کوونکی کالی بايد خالص وريښم نه وی او همدارنګه بناپر احتياط واجب بعضی شيان لکه خولی او لکه هغه چی په يواځنی دعورتين پټونکی نه دی که خالص وريښم وی لمونځ په هغه باطل دی او په بيله لمانځه هم اغوستل د نارينه د پاره حرام دی.

845- مسأله: که د کالی ټول استری يا يو مقدار ئی خالص وريښم وی اغوستل د هغه د نارينه د پاره حرام او لمونځ په هغه باطل دی.

846- که د سره زر انګشتری يا زنځير او لکه هغه د نارينه په جيب کی وی اشکال نلری او لمونځ نه باطلوی.

847- مسأله: د هغه کالی اغوستل چی نه پوهيږی د خالص وريښم دی يا بل شی اشکال نلری او لمونځ په هغه صحيح دی.

848- مسأله: وريښمی دسمال او لکه هغه که د نارينه په جيب کی وی اشکال نلری او لمونځ نه باطلوی.

849- مسأله: وريښمی کالی اغوستل د ښځی د پاره په لمانځه او بيله لمانځه اشکال نلری.

850- مسأله: غصبی، خالص وريښمی او سره زربافته کالی او هغه کالی چی د مردار څه جوړ سويدی اغوستل د ناچاری په حال مانع نلری او هم څوک چی ناچاره دی کالی واغوندی او نور کالی بيله دغو نلری او تر آخره وخته پوری ناچاری ئی د منځه نه ځی، کولای سی په دغو کاليو لمونځ وکړی.

851- مسأله: هر وخت د لمونځ کوونکی کالی مخلوط د وريښم او بيله هغه وی لمونځ کول په هغه صحيح دی په شرط د دی چی بيله وريښم د هغه جنس وی چی لمونځ په هغه صحيح دی، ليکن که بيله وريښم دومره لږ وی چی په حساب رانسی، لمونځ کول په هغه کالی د نارينه دپاره جايز نه دی.

852- مسأله: که نارينه بيله طلا بافته يا خالص وريښمی کالی، نور کالی ونلری که ناچاره نه وی کالی واغوندی بايد په هغه دستور چی د لوڅ کسانو د پاره وويل سو لمونځ په ځای کړی.

853- مسأله: که يو شی نلری چی په لمانځه خپل عورت په هغه پټ کړی، واجب دی که څه هم په کرايه يا رانيول وی جوړ کړی. ليکن که جوړول ئی دوره پيسی غواړی چی نسبت د هغه په دارائی ډير وی او داسی دی چی که پيسی د کالی په مصرف ورسوی د هغه په حال تاوان لری بايد په هغه دستور چی د لوڅ کسانو دپاره وويل سو لمونځ په ځای کړی.

854- مسأله: څوک چی کالی نلری که بل څوک کالی هغه ته وبخښی يا عاريه ورکړی که قبول کول ئی د هغه د پاره سختی چی معمولاً طاقت نه کيږی ونه لری بايدقبول کړی بلکه که عاريه کول يا د بخښښ غوښتل د هغه د پاره سختی چی معمولاً طاقت نه کيږی نه لری بايد د هغه څوک چی کالی لری دعاريی يا بخښښ غوښتل وکړی.

855- مسأله: بناپر احتياط واجب انسان بايد د شهرت د کالی اغوستل چی ټوکر يا رنګ يا ګنډل ئی پر هغه څوک چی غواړی هغه واغوندی معمول يعنی ښه نه دی، ځان وساتی ليکن که په هغه کالی لمونځ وکړی اشکال نلری.

856- مسأله: مقصد د شهرت کالی هغه کالی دی چی بدوخته وی او په دغه خاطر ښکارندويه وی يا ګنډل ډول يا رنګ يا جنس په خاطر د انسان د مقام او ژوندانه سره مناسب نه وی.

857- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی نارينه د ښځی کالی او ښځی د نارينه کالی وانه غوندی يعنی نارينه داسی کالی وانه غوندی چی ووائی ښځينه کالی اغوستی دی او بر عکس، بناپر دی يواځی ښځينه څپلی په پښو کول د نارينه د پاره اشکال نلری او برعکس. ليکن که په هغه کالی لمونځ وکړی اشکال نلری.

858- مسأله: څوک چی پټونکی شی نلری او احتمال ورکوی تر آخر وخت پوری پيدا سی بناپر احتياط واجب لمونځ بايد د اول وخت وځنډوی او په پټونکی شی لمونځ وکړی.

859- مسأله: څوک چی بايد پريوته لمونځ وکړی، که لوڅ وی او تشک يا نيالی ئی نجس يا خالص وريښم يا د حرام غوښی حيوان د غړی وی احتياط واجب هغه دی چی په لمانځه، ځان په هغه پټ نکړی.

هغه ځايونه چی لازم نه دی د لمونځ کوونکی بدن او کالی پاک وی:

860- مسأله: په دری حالت چی تفصيل د هغو وروسته ويل کيږی که د لمونځ کوونکی بدن يا کالی نجس وی لمونځ ئی صحيح دی.

لومړی: هغه چی د زخم، تڼاکی يا ټپ په واسطه چی پر بدن ئی دی کالی يا بدن ئی په وينی آلوده سوی وی.

دوهم: هغه چی بدن يا کالی ئی په لږ مقدار د درهم (چی تقريباً د دوه ريالی په اندازه کيږی) په وينی آلوده وی. بيله هغه وينی چی په 861 مسأله کی راځی.

دريم: هغه چی ناچار وی په نجس بدن يا کالی لمونځ وکړی. او په دوه حالت که فقط د لمونځ کوونکی کالی نجس وی لمونځ ئی صحيح دی.

لومړی: هغه چی کوچنی کالی ئی لکه جوراپ او دسکلی نجس وی.

دوهم: هغه چی د هغی ښځی کالی چی د ماشوم پرستاره ده نجس سوی وی او ددغه پنځه حالت احکام په ورستنی مسائلو په مفصل ډول ويل کيږی.

861- مسأله: که د لمونځ کوونکی پر کالی يا بدن، د زخم، ټپ يا تڼاکی وينی دی، که په داسی ډول چی د بدن يا کالی پريمينځل يا د کالی بدلول د ډيرو خلګو د پاره يا دهغه د پاره سخت دی تر هغه وخت چی زخم پا ټپ يا تڼاکی ښه ندی سوی، کولای سی په هغه وينی لمونځ وکړی او همدارنګه دی که هغه خيره چی د وينی سره راوځی يا هغه دوا چی پر زخم ايښی دی او نجس سويدی پر بدن يا کالی ئی وی.

862- مسأله: د هغه زخم يا پری سوی ځای وينی چی ژر ښه کيږی او پريمينځل ئی آسان دی د درهم په اندازه يا ډيروی د لمونځ کوونکی پر بدن يا کالی وی لمونځ ئی باطل دی.

863- مسأله: که يو ځای د بدن يا کالی چی د زخم سره فاصله لری د زخم په رطوبت نجس سی جايز نه دی په هغه لمونځ وکړی، ليکن که يو مقدار د بدن يا کالی چی معمولاً د زخم په رطوبت آلوده کيږی د هغه په رطوبت نجس سی لمونځ کول په هغه مانع نلری.

864- د خولی او پزی وينی د بدن د زخم حکم نلری او که بدن او کالی دهغه په واسطه نجس سی نسی کولای په هغه لمونځ وکړی مګر داچی تر درهم لږ وی. او د بواسير وينی د بدن د زخم د وينی حکم لری او لمونځ په هغه اشکال نلری.

865- مسأله: څوک چی بدن ئی زخم دی که پر خپل بدن يا کالی وينی ووينی او ونه پوهيږی د زخم دی يا بل وينی، لمونځ کول په هغه مانع نلری.

866- مسأله: که څو زخم په بدن کی وی داسی سوه نژدی وی چی يو زخم وشميرل سی تر هغه وخت ټوله ښه سوی نه وی لمونځ کول د هغو په وينی اشکال نلری. ليکن که يو مقدار يو د بله څه ليری وی چی هر يو يو زخم وشميرل سی هر يو چی ښه سو دلمانځه د پاره بايد بدن او کالی د هغه د وينی څه پريمينځی.

867- مسأله: که د يو ستن سر په اندازه د حيض وينی د لمونځ کوونکی پر بدن يا کالی وی د هغه لمونځ باطل دی او بناپر احتياط واجب نبايد د نفاس او استحاضی وينی د لمونځ کوونکی پر بدن او کالی وی، او ښه دی د حرام غوښی حيوان د وينی څه ځان وساتی. ليکن نوری وينی لکه د انسان د بدن وينی يا د حلال غوښی حيوان وينی که څه هم د بدن او کالی پر څو ځای وی که ټوله لږ تر درهم وی (چی تقريباً د دوه ريالی د سطحی په اندازه کيږی) لمونځ کول په هغه اشکال نلری.

868- مسأله: هغه وينی چی پر بی استر کالی توی سی او د هغه په شا ورسيږی يوه وينی شميرل کيږی ليکن که شا ئی جلا په وينی سی هر يو بايد جلا وشميرل سی نو که هغه وينی چی د کالی پر مخ او شا وی ټوله ئی لږ تر درهم وی لمونځ په هغه صحيح دی او که ډير وی لمونځ په هغه باطل دی.

869- مسأله: که وينی، پر هغه  کالی چی استر لری توی سی او د هغه واستر ته ورسيږی يا پر استر توی سی او کالی په وينی سی بايد هر يو جلا وشميرل سی. نو که وينی پر کالی او استر لږ تر درهم وی لمونځ په هغه صحيح دی او که ډير وی لمونځ په هغه باطل دی.

870- مسأله: که د بدن يا کالی وينی لږ تر درهم وی او رطوبت هغه ته ورسيږی که وينی او هغه رطوبت چی هغه ته رسيدلی دی د درهم په اندازه يا ډير سی او اطراف آلوده کړی لمونځ په هغه باطل دی بلکه که رطوبت او وينی د درهم په اندازه نسی او اطراف هم آلوده نکړی لمونځ کول په هغه اشکال لری ليکن که رطوبت د وينی سره ګډ سی او مستهلک سوی يعنی د منځه ولاړسی لمونځ صحيح دی.

871- مسأله: که بدن يا کالی په وينی نسی ليکن د وينی د رسيدل په واسطه نجس سی که څه هم هغه مقدار چی نجس سويدی لږ تر درهم وی نه کيږی په هغه لمونځ وکړی.

872- مسأله: که هغه وينی چی پر بدن يا کالی دی لږ تر درهم وی او بل نجاست هغه ته ورسيږی مثلاً يوه څاڅکی بولی پر هغه توی سی لمونځ کول په هغه جايز نه دی.

873- مسأله: که د لمونځ کوونکی کوچنی کالی لکه خولی، جوراپ او دسکلی چی نه کيږی په هغه عورت پټ کړی نجس وی، که د مردار حيوان او حرام غوښی حيوان څه جوړ سوی نه وی لمونځ په هغو صحيح دی او هم که په نجس انګشتری يا عينک لمونځ وکړی اشکال نلری.

874- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی يو نجس شی چی په هغه کيږی عورت پټ کړی د لمونځ کوونکی سره نه وی، اما يو نجس شی درلودل چی نه کيږی عورت په هغه پټ کړی لکه نجس کوچنی دسمال، کلی، چاړه او پيسی، مانع نلری.

875- مسأله: ښځه چی د ماشوم پرستاره ده چی بناپر احتياط واجب ماشوم هلک وی نه انجلی، او تر يو کالی اضافه نلری که ونسی کولای نور کالی رانيسی يا کرايه کړی او يا عاريه کړی هر وخت په شپه ورځ يوه پلا خپل کالی پريمينځی که څه هم تر بله ورځ کالی ئی دهلک په بولی نجس سی کولای سی په هغه کالی لمونځ وکړی ليکن احتياط واجب هغه دی چی خپله کالی په شپه ورځ يوه پلا د لومړنی لمانځه د پاره چی کالی ئی د مخه تر هغه نجس سويدی پريمينځی او هم که ډير تر يوه کالی لری ليکن ناچاره دی چی هغو ټوله واغوندی، څرنګه چی په شپه ورځ يوه پلا په هغه دستور چی وويل سو هغو ټوله پريمينځی کافی دی. او که وکولای سی نور کالی رانيسی يا کرايه کړی احتياط واجب دا دی چی په پاکه کالی لمونځ وکړی.

هغه شيان چی د لمونځ کوونکی په کالی مستحب دی:

876- مسأله: لنګوټه د شملی سره کښيښول، د عبا يعنی چپنه اغوستل مخصوصاً د هغه څوک د پاره چی د جماعت امام وی، سپينه کالی اغوستل او پاکيزه کاليو اغوستل، او خوښ بوئی استعمالول او د عقيق انګشتری په لاس کول د لموڼح کوونکی دپاره مستحب دی.

هغه شيان چی د لمونځ کوونکی په کالی مکروه دی:

877- مسأله: توره، خيرنه او تنګه کالی اوغستل، د شراب خوړونکی کالی او د هغه څوک کالی اغوستل چی د نجاست څه پرهيز نه کوی، د هغه کالی اغوستل چی د مخ رسم لری او هم د کالی غوټی خلاصول او هغه انګشتری چی د مخ رسم لری په لاس کول د لمونځ کونکی د پاره مکروه دی.