صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د لمونځ کوونکی ځای(مکان):

د لمونځ کوونکی مکان څو شرط لری:

لومړی شرط: مباح وی.

878- مسأله: څوک چی په غصبی ملک لمونځ کوی که څه هم پر فرش او کټ او لکه د دغو وی لمونځ ئی باطل دی ليکن لمونځ کول د غصبی چت (پوښښ) او غصبی خيمی لاندی مانع نلری.

879- مسأله: لمونځ کول په هغه ملک چی ګټه ئی د بل چا دی بيله اجازه د ګټی د خاوند بيله اجازی باطل دی، مثلاً په اجاره ئی کور که د کور خاوند يا بل څوک لمونځ وکړی د مستأجر (اجاره کوونکی) بيله اجازه لمونځ باطل دی او همدا ډول دی که په هغه ملک چی بل څوک حق لری لمونځ کول باطل دی.

مثلاً که وصيت کړی وی د مال ثلث ئی په يو ډول مصرف ورسوی تر هغه وخت ثلث جلا نکړی نه کيږی د هغه په ملک لمونځ وکړی.

880- مسأله: څوک چی په مسجد کی ناست دی که بل څوک د هغه ځای غصب کړی او هلته لمونځ وکړی بناپر احتياط واجب بايد دوباره لمونځ ئی په بل ځای وکړی.

881- مسأله: که په هغه ځای چی نه پوهيږی غصبی دی لمونځ وکړی او پسله لمانځه وپوهيږی يا په هغه ځای چی غصبی توب ئی هير کړيدی لمونځ وکړی او پسله لمانځه يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی مګر داچی پخپله غصب کړی وی. چی بناپر احتياط واجب باطل دی.

882- مسأله: که وپوهيږی يو ځای غصبی دی، ليکن ونه پوهيږی چی په غصبی ځای لمونځ باطل دی او هلته لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی.

883- مسأله: مستحبی لمونځ کولای سی په سپاره حالت حتی د اختيار په حال وکړی او هم کولای سی واجب لمونځ د ناچاری او اضطرار په وخت د سپاره په حال وکړی او په دی حالت که د آس زين يا الوتکی، ريل ګادی او موټر چوکی غصبی وی لمونځ باطل دی.

884- مسأله: د غصبی مځکی تصرف چی اوس معلوم داره مالک نلری جايز نه دی او لمونځ کول پر هغه باطل دی او د تکليف د ټاکل دپاره ئی بايد و جامع الشرايط مجتهدته رجوع وسی. همدا ډول تصرف په هغه ساختمان (ودانی) چی په يو ډول مصالح جوړ سويدی چی مالک ئی معلوم نه دی په غصبی مال د تصرف حکم لری او جايز نه دی، ليکن لمونځ په دغه ساختمان که لمونځ پر مځکه مباح وی چی په بيان سوی مصالح فرښ سوی نه وی باطل نه دی.

885- مسأله: څوک چی په يو ملک د بل چا سره شريک دی که د هغه برخه جلا نه دی شريک ئی نسی کولای په هغه ملک تصرف وکړی او لمونځ وکړی.

886- مسأله: که په عين پيسی چی خمس او زکات ئی نه دی وکړی يو ملک رانيسی، تصرف ئی په هغه ملک حرام دی او لمونځ ئی هم باطل دی، او همدا ډول دی بناپر احتياط واجب که په ذمه رانيسی او د رانيول په وخت قصدئی د اوی چی د هغه مال چی خمس، يا زکات ئی ورکړی نه دی ورکړی.

887- مسأله: که د ملک خاوند په ژبه د لمونځ کول اجازه ورکړی او انسان وپوهيږی چی په زړه راضی نه دی، لمونځ کول د هغه په ملک باطل دی. او که اجازه ورنکړی او انسان يقين وکړی چی په زړه راضی دی لمونځ صحيح دی.

888- مسأله: هغه ميت چی قرض داره دی که قرض داری ئی د هغه د پاته سوی ټول مال ډير وی هر ډول تصرف د هغه په مال حرام او د ورثی لمونځ کول د هغه په کور او مځکه بيله اجازه د پور غوښتونکی باطل دی. که قرض داری ئی د هغه پاته سوی مال لږ وی تصرف د هغه په مال او لمونځ کول د هغه په کور او مځکه په دوه شرط اجازه ده: الف  - د باندنی نښی څه پوه سی پور غوښتونکوئی راضی دی. ب –ورثی تصميم ولری بيله مسامحی (ټنبلی) د هغه پور ورکړی.

889- مسأله: تصرف د هغه ميت په ملک چی د خلکو قرض داره دی حرام او لمونځ په هغه باطل دی او دا په داسی حال دی چی قرض داری د ټول مال په انداه وی. ليکن که پورئی د هغه تر مال لږ وی او وپوهيږی ځکه چی قرض داری ئی لږ دی پور غوښتونکی راضی دی او ورثی تصميم ولری چی بيله مسامحی د هغه قرض ورکړی تصرف په هغه ملک او لمونځ کول اشکال نلری ليکن په دی حالت بناپر احتياط واجب بايد د ميت د ولی څه اجازه ونيسی.

890- مسأله: که ميت قرض داره نه وی ليکن بعضی ورثه ئی صغيريا ليونی يا غائب وی، فقط د متعارف مصرفو په اندازه (ښخ او کفن) که ونسی جنازه پر مځکه پاته کيږی کولای سی د هغه په مال تصرف وکړی. او نور تصرفات د هغه په مال حرام او لمونځ کول د هغه په کور باطل دی مګر داچی قيم وټاکل سی او د هغه په صلاح او نظر عمل وسی.

891- مسأله: لمونځ کول په عمومی مکانو لکه هوټل، مسافرخانی او حمام چی د مسافرانو او مشتريانو د راتلل د پاره آماده دی اشکال نلری ليکن لمونځ کول د نورو د پاره چی د هغه مکان مسافر او مشتری نه دی که يوه نښه چی د هغه خاوند پر رضايت دلالت وکړی موجود وی مانع نلری، او لمونځ کول په خصوصی ځايو بيله اجازه د هغه مالک جايز نه دی، ليکن که د نورو تصرفاتو اجازه ورکړی چی معلوم سی د لمونځ کول د پاره هم راضی دی کولای سی هلته لمونځ وکړی. لکه داچی يو څوک د ډوډی خوړل او استراحت د پاره دعوت کړی چی په رښتيا د لمانځه د پاره راضی دی.

892- مسأله: په ډير پراخ او لويو مځکو چی د خلګو د پاره ځان ساتل او پرهيز کول د هغه غير ممکن يا سخت دی که څه هم خاوندان ئی کراهت ولری لمونځ کول، ناست او بيديدل پر هغه اشکال نلری، که څه هم د هغو په خاوندان صغير او ليونی وی هر څو احتياط دا دی چی که وپوهيږی خاوندان ئی رضايت نلری د هغه څه ځان وساتی او لمونځ ونکړی.

دوهم شرط: آرام دريدل يعنی آرامتيا (استقرار).

893- مسأله: د لمونځ کونکی ځای بايد آرام او بيله حرکت وی، لهذا لمونځ په هغه نقلييی وسيلو (لکه موټر او نور) چی د حرکت په حال د انسان د نه آرامتيا او ښورول باعث کيږی باطل دی. مګر د ناچاری په وخت، مثلاً د وخت لږ والی چی په دی حال هم بايد تر هغه ځايه چی کولای سی د لمانځه شرايط مراعت وکړی او د حرکت او شوريدل په وخت هيڅ شی ونه وائی او هر وخت د نقليی وسيله مسير يعنی لارته تغير ورکړی ځان د قبلی وخواته وڅرخوی.

894- مسأله: لمونځ کول په هغه نقليی وسيلو چی د انسان د ښوريدل او حرکت سبب نه کيږی او انسان په هغه وسيلو آرامتيا لری، لکه بيړی، الوتکه، ريل ګاډی دلمانځه د شرايط په مراعت، لکه قبله، اشکال نلری. ليکن که معمولاً  استقرار او آرامتيا  ونلری لکه کوچنی کښتی او تيز رفتار موټر صحيح نه دی مګر د ضرورت او د وخت د لږوالی په حال.

895- مسأله: لمونځ د غنم او وربشی پر خرمند، د ريګوغونډی او لکه د دغو چی آرامتيا نه پيدا کيږی باطل دی، ليکن که حرکت لږ وی چی وکولای سی د لمانځه واجبات په ځای سی او نور شرايط مراعت کړی مانع نلری.

896- مسأله: په هغه ځای چی د باد او باران او د نفوس د ډيروالی او لکه د دغو د احتمال په واسطه اطمينان نلری چی وکولای سی لمونځ پای ته ورسوی، که د پای ته رسول په اميد شروع وکړی اشکال نلری او که په يوه مانع ونه خوری لمونځ ئی صحيح دی. او په هغه ځای چی پاتيدل هلته حرام دی (لکه په هغه ځای چی د چت دورانيدل، د غرد ډبرو لويدل او د ټکر خطر) نه بايد لمونځ وکړی ليکن که په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی ليکن حرام مرتکب (ګناه کوونکی) سويدی. او همدا ډول پر يو شی چی ناست يا دريدل پر هغه حرام دی لکه فرش يا هغه اخبار چی د خدای (ج) نوم او د قرآن آيی پر هغه ليکل سويدی نبايد لمونځ وکړی او که په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی اما حرام مرتکب سويدی.

897- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی د کعبی په خونه او پر بام ئی واجب لمونځ ونکړی ليکن د ناچاری په حال مانع نلری.

898- مسأله: مستحب لمونځ په ځای کول د کعبی په خونه او پر بام ئی اشکال نلری بلکه مستحب دی د کعبی په خونه د هر رکن په مقابل دوه رکعته لمونځ وکړی.

دريم شرط: په هغه ځای لمونځ وکړی چی وکولای سی د لمانځه واجبات پر ځای کړی.

899- مسأله: په هغه ځای چی چت ئی لنډ دی او نسی کولای هلته مستقيم ودريږی يا دومره کوچنی دی چی د رکوع او سجود ځای نلری نبايد لمونځ وکړی، او که ناچاره سی چی په داسی ځای لمونځ وکړی بايد هغه مقدار چی ممکن دی قيام، رکوع او سجود په ځای کړی.

900- مسأله: انسان بايد د ادب مراعت وکړی او د حضرت پيغمبر (ص) او امام (ع) د قبر د مخه لمونځ ونکړی او هم بناپر احتياط واجب د معصوم مطهر قبر سره مساوی لمونځ ونکړی.

901- مسأله: په لمانځه که يو شی لکه ديوال د معصوم مطهر قبر او د هغه په منځ مانع وی که بی احترامی نسی اشکال نلری ليکن د شريف صندوق او ضريح او هغه ټوکر چی پر هغه اچول سويدی فاصله کيدل کافی نه دی.

څلوم شرط: دلمونځ کوونکی د بدن او کالی د نجاست سبب نسی.

902- مسأله: د لمونځ کوونکی مکان که نجس دی نبايد داسی لوند وی چی د هغه رطوبت په بدن يا کالی ئی ورسيږی مګر داسی نجاست وی چی په لمانځه معاف دی. ليکن هغه ځای چی تندی پر هغه ايږدی که نجس وی لمونځ باطل دی هر څو نجاست ئی مسری نه وی او که واجب مقدار په سجده کی پاک وی کافی دی او احتياط مستحب هغه دی چی د لمونځ کوونکی مکان بيخی نجس نه وی.

پنځم شرط: نارينه تر ښځی د مخه وی.

903- مسأله: په لمانځه بايد ښځه د نارينه تر شا ودريږی او ښه دی د ښځی د سجدی ځای د نارينه د دريدل د ځای څه لږ شاته وی، بناپر دی که ښځه د مخه يا مساوی تر نارينه ودريږی لمونځ باطل دی او په دی حکم د محرم او نامحرم يا ميړه او ماينه تر منځ توپير نلری، او همداډول د واجب او مستحب لمونځ په منځ فرق نلری.

904- مسأله: که ښځه د نارينه په څنګ يا د مخه ودريږی او يو ځای سره لمونځ شروع وکړی د دواړه لمونځ باطل دی که يو د هغو د مخه په لمانځه شروع کړی وی لمونځ ئی صحيح دی ليکن د دوهمی لمونځ باطل دی.

905- مسأله: که د ښځی او نارينه په منځ ديوال يا پرده يا بل شی وی چی يو بل ونه وينی يا د هغو په منځ لس ذراع چی تقريبا 5 متر دی فاصله وی د هغو لمونځ صحيح دی.

906- مسأله: که ښځه په دوهم منزل لمونځ وکړی که څه هم مساوی يا د مخه تر نارينه وی لمونځ ئی صحيح دی حتی که ارتفاع لږ تر لس ذراع يعنی لږ تر پنځه متر وی.

شپږم شرط: د لمونځ کوونکی مکان يعنی ځای مسطح او صاف وی.

907- مسأله: د لمونځ کوونکی د تندی ځای د هغه د زنګون او د پښی د ګوتو د سرو ځای نبايد ډير تر تړلی څلور ګوتی کښته يا لوړ وی.

هغه ځايونه چی لمونځ کول هلته مستحب دی:

908- مسأله: د اسلام په مقدس شرع ډير سفارش سويدی چی لمونځ په مسجد وکړی او ډير ښه تر ټولو مسجدو مسجد الحرام او پسله هغه د حضرت پيغمبر (ص) مسجد، پسله هغه د کوفی مسجد، پسله هغه بيت المقدس، پسله هغه د هر ښار جامع مسجد، پسله هغه د هستوګنی د ځای او پسله هغه د بازار مسجد دی.

909- مسأله: د ښځو د پاره ښه دی چی لمونځ په خپل کور او مخصوص خونه کی وکړی. ليکن که لمونځ په مسجد په هر دليل بيله مسجد توب د کور پر لمانځه فضيلت ولری لکه داچی په مسجد جماعت دی يا ډير د زړه حضور يعنی اخلاص سته ښه دی چی د دغه فضيلت د پوهيدل د پاره ښځی په کامل حجاب مسجدته ولاړسی. او که يوه لار د اسلامی مسائلو او احکام د زده کول د پاره بيله تلل ومسجدته نسته واجب دی مسجدته ورسی.

910- مسأله: لمونځ د امامانو (ع) په حرم مستحب دی بلکه تر مسجد ښه دی. او لمونځ د حضرت علی (ع) په مطهر حرم د دوه سوه زره لمونځ سره برابر دی.

911- مسأله: ډير تلل مسجدته او تلل په هغه مسجد چی لمونځ کوونکی نلری مستحب دی او د مسجد همسايه که عذرو نلری مکروه دی چی په مسجد لمونځ ونکړی.

912- مسأله: مستحب دی انسان د هغه چاسره چی د بی پروائی له مخه مسجدته نه ځی د دوستی رابطه ونلری، د هغه سره ډوډی ونه خوری، په کارو د هغه سره مشوری ونکړی، د هغه همسايه نسی، او د هغه څه ښځه ونه نيسی او هغه ته ښځه ورنکړی يعنی د هغه سره دوستی ونکړی.

هغه ځايونه چی لمونځ کول هلته مکروه دی:

913- مسأله: لمونځ کول په لاندی ځايو مکروه دی؛ حمام، نمکزاره مځکه (ښوره زار)، د انسان مقابل، د هغه دروازی مخامخ چی خلاصه ده، په سړک او کوڅه که د هغو کسانو د پاره چی تګ او راتګ کوی زحمت نه وی او که زحمت دی حرام او لمونځ باطل دی، د اور او څراغ مخامخ، په مطبخ او هر ځای چی د اور کوره وی، د څاه او هغه کنډوالی چی د بولی ځای وی مخامخ، د عکس او هغه مجسمی مخامخ چی روح لری مګر داچی د هغه پر مخ پرده وکاږی، په هغه خونه چی جنب پکښی کی وی، په هغه ځای چی عکس وی که څه هم د لمونځ کوونکی په مخامخ نه وی، د قبر مخامخ، پر قبر، د دوو قبرو په منځ او په هديره.

 914- مسأله: څوک چی د خلګو د تګ او راتګ په ځای او مکان لمونځ کوی، يا يو څوک د هغه په مخامخ دی مستحب دی خپل مخ ته يو شی کښيږدی چی د هغه او هغو په منځ مانع سی حتی که لکړه، تسبيح يا رسی وی.