|
د مسجد احکام:915- مسأله: د مسجد د ننه خوا ديوال، بام، چت او مځکه نجس کول حرام دی او هر څوک وپوهيږی چی نجس سويدی بايد سمدستی د هغه نجاست ايسته کړی او احتياط واجب هغه دی چی د مسجد د باندی خوا هم نجس نکړی او که نجس سی نجاست ئی پاک او ايسته کړی مګر داچی واقف يعنی وقف کوونکی ئی هغه د مسجد برخه قرار ورکړی نه وی. 916- مسأله: که ونسی کولای مسجد تطهير کړی يا مرسته لازم وی او پيدا نکړی د مسجد تطهير پر هغه واجب نه دی ليکن بايد وهغه څوک ته چی کولای سی تطهير کړی خبر ورکړی. 917- مسأله: که د مسجد يو ځای نجس سی چی تطهير ئی بيله کيندل يا ورانول ممکن نه دی بايد هغه ځای وکيندل سی، يا که ډير ورانی نه راځی وران کړی. او ډکول د هغه ځای چی کيندل سويدی اوجوړول د هغه ځای چی وران سويدی واجب نه دی، که هغه څوک چی نجس کړيدی وکينی يا وران کړی که امکان ولری بايد ډک کړی او ودان کړی. 918- مسأله: که مسجدغصب کړی او د هغه په ځای کور او لکه دهغه جوړ کړی يا د ښار او کلی د سړکو او کوڅو د پراختيا په نقشه او طرح د مسجد يوه برخه په کوڅه او سړک راسی بناپر احتياط واجب نجس کول ئی جايز نه دی او تطهير ئی واجب دی. 919- مسأله: د ميت جسد د مخه تر غسل ورکول په مسجد که د نجاست د رسيدل يا بی احترامی سبب و مسجد ته نه وی مانع نلری ليکن ښه هغه دی چی د ميت جنازه په مسجدکی نه کښيږ دی او پسله غسل بی اشکاله دی. 920- مسأله: د حضرت پيغمبر اکرم (ص) حرم او د امامانو (ع) حرم نجس کول حرام دی، او که نجس سی که نجس پاتيدل ئی بی احترامی وی تطهير ئی واجب دی، بلکه احتياط مستحب هغه دی که بی احترامی هم نه وی هغه تطهير کړی. 921- مسأله: که د مسجد چټائی يا فرش نجس سی، بناپر احتياط واجب هغه بايد پريمينځی. 922- مسأله: د عين نجاست وړل په مسجد لکه وينی او بولی که بی احترامی و مسجدته وی حرام دی او همدارنګه ديو شی وړل چی نجس سويدی (لکه نجس کالی او بوټ) که بی احترامی ومسجدته وی حرام دی. 923- مسأله: په مسجد د عزا، ماتم، نوحی او مذهبی جشنو او لکه هغه د پاره خيمه و دوری، تور ټوکر ووهی د چای او ډوډی سامان او اسباب مسجدته يوسی که دغه کارونه مسجدته تاوان ونه رسوی او د لمونځ کول مانع نسی اشکال نلری. 924- مسأله: بناپر احتياط واجب مسجد نبايد په سره زر زينتی سی او همدارنګه بناپر احتياط نبايد د هغه شيانو مخ چی لکه انسان او حيوان روح لری په مسجد رسم کړی، او د هغه شيانو رسم کول چی روح نلری، لکه ګل، واښه او درخته مکروه دی. 925- مسأله: که مسجد خراپ يعنی وران هم سی هغه نسی کولای خرڅ کړی يا د ملک يا سړک سره يو ځای کړی. 926- مسأله: د مسجد دروازی، کړکين او نورشيان خرڅول حرام او که مسجد وران سی، بايد هغو د مسجد په ودانول مصرف کړی او که د هغه مسجد په درد ونه خوری، بايد په بل مسجد مصرف سی، ليکن که په نورو مسجدو هم په درد ونه خوری کولای سی هغه خرڅ کړی او د هغه پيسی که ممکن وی په هغه مسجد مصرف کړی او که يه په بل مسجد مصرف کړی يعنی بل مسجد په هغه تعمير (جوړ) کړی. 927- مسأله: د مسجد ودانول او د هغه مسجد جوړول چی و ورانی ته نژدی دی مستحب دی او که مسجد داسی وران سی چی جوړول ئی ممکن نه وی کولای سی هغه وران کړی او دوباره ودان کړی بلکه کولای سی هغه مسجد چی وران سوی نه دی د خلګو د احتياج د پاره وران کړی او لوی جوړ کړی. 928- مسأله: د مسجد پاک کول او د څراغ روښانه کول ئی مستحب دی، او څوک چی غواړی مسجدته ولاړسی مستحب دی ځان خوښبويه کړی او پاکه، ګران او ډير ښه کالی واغوندی او د خپل بوټ تلی وګوری چی يو نجاست په هغه نه وی، او په مسجد د ننوتل په وخت مستحب دی لومړی راسته پښه او د راوتل په وخت لومړی چپه پښه کښيږ دی او مستحب دی تر ټولو د مخه مسجد ته راسی او تر ټولو وروسته د مسجد څه ووځی. 929- مسأله: کله چی انسان مسجدته راځی مستحب دی دوه رکعت لمونځ د مسجد د احترام او تحيت په نيت وکړی او که يو بل مستحب يا واجب لمونځ هم وکړی کافی دی. 930- مسأله: که انسان ناچاره نه وی په مسجد بيديدل، د دنيا د کارو په باره خبری کول، او په شعر جوړول او شعر ويل چی نصيحت او لکه هغه نه وی مکروه دی، او هم مکروه دی چی د خولی او پزی اوبه او د (ځګر) سينی اخلاط په مسجدکی واچوی او ديوورک سوی دپاره وغواړی خپل آواز پورته کړی، ليکن د آواز پورته کول د آذان د پاره منع نلری. 931- مسأله: د ماشوم او ليونی لار ورکول و مسجدته مکروه دی ليکن که د ماشومانو راوستل مزاحمت جوړ نکړی او د هغو د دوستی سبب ولمانځه اومسجد ته سی مستحب دی. 932- مسأله: څوک چی وږه او پياز او لکه د دغو خوړلی دی او د خولی بوی ئی خلګ آزاروی مکروه دی مسجدته ولاړسی. |