|
د لمونځ واجبات:د لمونځ واجبات يوولس دی: لومړی: نيت. دوهم: قيام يعنی دريدل. دريم: تکبيرة الاحرام يعنی د لمونځ په لومړی الله اکبر ويل. څلورم: رکوع. پنځم: سجود. شپږم: قرائت. اووم: ذکر. اتم: تشهد. نهم: سلام. لسم: ترتيب. يوولسم: موالات يعنی د لمونځ هره برخه پرله پسی کيدل. 962- مسأله: بعضی د لمانځه واجبات رکن دی يعنی که انسان هغه په ځای نکړی يا په لمانځه اضافه کړی په قصد وی يا په خطا لمونځ باطل کيږی او بعضی د هغو رکن نه دی يعنی که په قصد لږ يا ډير سی لمونځ باطل کيږی او که په خطا لږ يا ډير سی لمونځ نه باطلوی. او د لمونځ ارکان يعنی رکنونه پنځه دی: لومړی: نيت. دوهم: تکبيرة الاحرام. دريم: قيام د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت او په رکوع متصل قيام يعنی د رکوع دمخه دريدل. څلورم: رکوع. پنځم: دوی سجدی. نيت:963- مسأله: انسان بايد د قربت په نيت يعنی د خدای (ج) د فرمان د اجرا د پاره لمونځ په ځای کړی، لازم نه دی نيت په خپل زړه وګرځوی يا د مثال په ډول په ژبه ووائی چی څلور رکعت د غرمی لمونځ په ځای کوم قربة الی الله. 964- مسأله: که دغرمی يا مازيګر په لمانځه نيت وکړی چی څلور رکعت لمونځ کوم او ونه ټاکی چی دغرمی لمونځ دی يا مازيګر لمونځ ئی باطل دی. او هم هغه څوک چی د مثال په ډول دغرمی دلمونځ قضا پر هغه واجب دی که دغرمی دلمانځه په وخت وغواړی قضا لمونځ يا د غرمی لمونځ په ځای کړی بايد هغه لمونځ چی په ځای کوی په نيت وټاکی. 965- مسأله: انسان بايد د لمونځ د اوله څه تر آخر په خپل نيت پاته سی نوکه د لمونځ په منځ داسی غافل سی چی که پوښتنه وکړی څه کوی ونه پوهيږی لمونځ ئی باطل دی. 966- مسأله: فقط بايد انسان دخدای (ج) د فرمان د اجرا دپاره لمونځ وکړی نوکه څوک ريا وکړی يعنی ځان وخلګوته ښکاره کړی او لمونځ وکړی، لمونځ ئی باطل دی څه د خلګو د پاره وی يا د خدای او خلګ يعنی هر دواړه په نظر ونيسی. 967- مسأله: که دلمانځه يوه برخه هم د بيله خدای د پاره په ځای کړی لمونځ باطل دی. څه هغه ريائی برخه واجب وی لکه حمد او سوره او څه مستحب لکه قنوت بلکه که ټول لمونځ د خدای دپاره په ځای کړی ليکن وخلګوته د ښکاره کول د پاره په مخصوص ځای لکه مسجد يا په مخصوص وخت لکه په لومړی وخت يا په مخصوص ډول لکه په جماعت لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی. تکبيرة الاحرام:968- مسأله: (الله اکبر) ويل د هر لمونځ په لومړی واجب او رکن دی او بايد د الله توری او د اکبر توری په دوه کلمه (الله) او (اکبر) پرله پسی ووائی او هم بايد دغه دوی کلمی په صحيح عربی وويل سی او که په غلط عربی ووائی يا ترجمه ئی په فارسی ووائی صحيح نه دی. 969- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی تکبيرة الاحرام په هغه شی چی د مخه تر هغه وائی لکه په اقامه يا په دعا چی د تکبير د مخه وائی ونه مښلوی. 970- مسأله: که انسان وغواړی (الله اکبر) په هغه شی چی پسله هغه وائی لکه په بسم الله الرحمن الرحيم ومښلوی ښه دی د اکبر د (ر) توری ته ضمه (پيښ) ورکړی. هر څو احتياط مستحب دی چی په واجب لمونځ متصل نکړی. 971- مسأله: د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت بدن بايد آرام وی او که په قصده په داسی حال چی بدن ئی حرکت کوی تکبيرة الاحرام ووائی باطل دی او که په خطا حرکت وکړی بناپر احتياط واجب بايد لومړی هغه عمل چی لمونځ باطلوی وکړی او پسله هغه دوباره تکبير وائی. 972- مسأله: تکبير، حمد، سوره، ذکر او دعا بايد داسی ووائی چی پخپله واوری او که غوږئی د روند يا کوڼ وی او د ډير غال مغال په واسطه نه اوری بايد داسی ووائی چی که يوه مانع نه وی واوری. 973- مسأله: څوک چی ګنګی دی يا ژبه ئی مرض لری چی نسی کولای (الله اکبر) صحيح ووائی بايد په هر ډول چی کولای سی ووائی او که هيڅ نسی کولای ووائی بايد په خپل زړه وګرځوی او د تکبير د پاره اشاره وکړی او خپل ژبه هم که کولای سی حرکت ورکړی. 974- مسأله: مستحب دی د مخه تر تکبيرة الاحرام ووائی: (يا محسن قد اتاک المسيی وقد امرت المحسن ان يتجاوز عن المسيئ انت المحسن و انا المسئ بحق محمد و آل محمد صل علی محمد و آل محمد و تجاوز عن قبيح ما تعلم منی) يعنی ای خدايه چی د بندګانو سره احسان کوی ګناه کار بنده ستا د کورو دروازی ته راغلی دی او تا امر کړيدی چی نيک کار د ګناهکار څه تيرسی ته نيک کارئی او زه ګناهکار په حق د محمد او آل د محمد (ص) خپل رحمت پر محمد و آل د محمد وليږه او د هغه بديو څه چی ته پوهيږی زما څه سويدی تير سه يعنی ما وبخښه. 975- مسأله: مستحب دی د لمونځ د لومړی تکبير د ويل په وخت او د لمونځ په منځ تکبير ولاسونه تر غوږو لوړ يوسی. 976- مسأله: که شک وکړی چی تکبيرة الاحرام ويلی دی که يه، که يو شی د قرائت يا د مخه تر هغه مستحب ذکرو لکه استعاذی په ويل مشغول سويدی په خپل شک پروا ونه کړی او که هيڅ شی ندی ويلی بايد تکبير ووائی. 977- مسأله: که د تکبيرة الاحرام د ويل وروسته شک وکړی چی هغه صحيح ويلی دی که يه بايد په خپل شک پروا ونکړی ليکن مستحب دی لمونځ پای ته ورسوی او سر دوباره په ځای کړی. د لمونځ قيام:978- مسأله: د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت او د رکوع د مخه قيام چی هغه ته په رکوع متصل قيام وائی رکن دی، ليکن د حمد او سوری د ويل په وخت او د رکوع وروسته قيام رکن نه دی او که څوک هغه دهيريدل پواسطه ترک کړی لمونځ ئی صحيح دی. 979- مسأله: د تکبير د ويل د مخه او پسله هغه واجب دی يو مقدار ودريږی تر څو يقين وکړی چی د د دريدل په حال تکبير ويلی دی. 980- مسأله: که رکوع هير کړی او پسله حمد او سوره د سجدی په نيت کوږ سی او يادئی راسی چی رکوع نه دی کړی بايد ودريږی او رکوع ته ولاړسی او که بيله دی چی ودريږی د کوږيدل په حال رکوع ته ولاړسی ځکه چی په رکوع متصل قيام په ځای نه دی راوړی لمونځ ئی باطل دی. 981- مسأله: کله چی ولاړ دی بايد بدن ته حرکت ورنکړی او يوه خواته کوږ نسی او په يو ځای تکيه نکړی ليکن که د ناچاری په خاطر وی يا د کوږيدل په حال د رکوع د پاره پښوته حرکت ورکړی اشکال نلری. 982- مسأله: که هغه وخت چی ولاړدی د هيريدل په خاطر بدن ته حرکت ورکړی يا و يو طرف ته کوږ سی او په يو ځای تکيه وکړی اشکال نلری ليکن د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت قيام او په رکوع متصل قيام که د هيريدل په خاطر هم وی بناپر احتياط واجب بايد دوباره په ځای کړی. 983- مسأله: د دريدل په وخت واجب دی هر دواړه پښی پر مځکه وی ليکن لازم نه دی د بدن د روندوالی پر دواړو پښو وی او که پر يوه پښه هم وی اشکال نلری. 984- مسأله: څوک چی کولای سی صحيح ودريږی که پښی ډير خلاص کښيږ دی چی معمولاً قيام پر هغه صدق ونکړی لمونځ ئی باطل دی. 985- مسأله: کله چی انسان په لمونځ غواړی لږ څه د مخه يا شاته ولاړسی يا لږ څه بدن راسته يا چپی خواته حرکت ورکړی بايد هيڅ شی ونه وائی ليکن (د بحول الله و قوته اقوم واقعد) بايد د دريدل په حال ووائی او د واجب ذکرو د ويل په وخت هم بايد بدن بی حرکت وی بلکه احتياط واجب هغه دی چی د مستحبی ذکرو د ويل په وخت هم بدن ئی آرام وی. 986- مسأله: که د بدن دحرکت په حال ذکر ووائی لکه د رکوع او سجدی د تلل په وخت تکبير ووائی که هغه د ذکر په قصد چی په لمونځ دستور ورکړيدی احتياطاً بايد دوباره په ځای کړی او که په دی قصد ونه وائی بلکه وغواړی يو ذکر ويلی وی لمونځ ئی صحيح دی. 987- مسأله: د حمد د ويل په وخت د لاس او ګوتو حرکت ورکول اشکال نلری که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی هغوته هم حرکت ورنکړی. 988- مسأله: که د حمد او سوری يا واجب ذکر په وخت بی اختيار دومره حرکت وکړی چی د بدن آراميدل د حال څه ووځی احتياط واجب هغه دی چی پسله د بدن د آراميدل چی د حرکت په حال ويلی دوباره ووائی. 989- مسأله: که د لمونځ په منځ د دريدل څه عاجز سی بايد کښينی او که د ناستی هم عاجز سی بايد پريوزی ليکن تر څو بدن ئی آرام نسی بايد هيڅ شی د لمونځ واجبات ونه وائی. 990- مسأله: ترڅو انسان کولای سی په ولاړ لمونځ په ځای کړی نبايد کښينی لکه چی هغه څوک چی د دريدل په وخت بدن ئی حرکت کوی يا مجبور دی په يو شی تکيه ورکړی يا خپل بدن کوږ کړی يا تر معمولی حالت پښی خلاص کښيږ دی په هر ډول چی کولای سی بايد په ولاړ لمونځ وکړی ليکن که په هيڅ ډول حتی لکه د رکوع په حال هم نسی کولای ودريږی بايد مستقيم کښينی او په ناست لمونځ وکړی. 991- مسأله: انسان ترڅو چی کولای سی کښينی نبايد پر يوته لمونځ وکړی او که ونه سی کولای مستقيم کښينی هر ډول چی کولای سی بايد کښينی او که هيڅ ډول نسی کولای کښينی بايد په هغه ډول چی د قبلی په احکام وويل سو په راسته خوا پريوزی او که نسی کولای په چپه خوا او که هغه هم امکان نلری په شا پريوزی په داسی ډول چی د پښو ارغوی ئی مخ په قبله وی. 992- مسأله: څوک چی په ناست لمونځ کوی که پسله حمد او سوری وکولای سی ودريږی او رکوع په ولاړ وکړی بايد ودريږی او د ولاړ حالت څه رکوع ته ولاړسی او که ونسی کولای رکوع هم بايد په ناست وکړی. 993- مسأله: څوک چی پريوته لمونځ کوی که د لمونځ په منځ وکولای سی کښينی بايد هغه مقدار چی کولای سی په ناست وکړی او هم که کولای سی ودريږی بايد هغه مقدار چی کولای سی په ولاړ وکړی ليکن ترڅو چی بدن ئی آرام سوی نه وی بايد هيڅ شی دلمونځ واجبات ونه وائی. 994- مسأله: څوک چی کولای سی ودريږی که وبيريږی چی د دريدل په واسطه ناروغه سی يا تاوان هغه ته ورسيږی کولای سی په ناست لمونځ وکړی او که د ناست څه هم وبيريږی کولای سی پريوته لمونځ وکړی. 995- مسأله: که اطمينان لری چی د وخت ترپای عذرئی د منځه ځی او کولای سی په ولاړ لمونځ وکړی په احتياط واجب بايد صبر وکړی د وخت تر پای پوری چی که وکولای سی لمونځ په ولاړ کړی او که ممکن نسو په ناست وکړی، اما که احتمال ورکړی چی د وخت تر پای پوری عذرئی د منځه ځی ښه دی د وخت تر پای پوری صبر وکړی. 996- مسأله: مستحب دی د ولاړ په حال بدن مستقيم اوصاف ونيسی اوږی کښته واچوی لاسونه پر ورانو کښيږ دی، ګوتی سره ومښلوی د سجدی ځای ته وګوری، د بدن دروندوالی په مساوی ډول پر دواړو پښو واچوی، په خضوع او خشوع (بی کبری) وی، پښی شا او د مخه نه کښيږ دی، که نارينه دی پښی د خلاص دری ګوتی څه تر يو لويښت پوری فاصله ورکړی، او که ښځه ده پښی سره ومښلوی. قرائت:997- مسأله: په لومړی او دوهم رکعت د ورځنی واجب لمونځو، انسان بايد لومړی حمد او پسله هغه پوره يوه سوره ووائی. 998- مسأله: که د لمونځ وخت لږ وی يا انسان ناچار سی چی سوره ونه وائی يعنی وبيريږی چی که سوره ووائی غل يا وحشی حيوان يا بل شی هغه ته تاوان ورسوی نبايد سوره ووائی او که په يو کار تلوار ولری کولای سی سوره ونه وائی. 999- مسأله: که د حمد د مخه په قصده سوره ووائی لمونځ ئی باطل دی او که په خطا د حمد د مخه سوره ووائی او د هغه په منځ په ياد ئی راسی بايد سوره پريږ دی او پسله حمد سوره د اوله څه ووائی. 1000- مسأله: که حمد او سوره يا يو د هغو هير کړی او پسله رسيدل ورکوع وپوهيږی لمونځ ئی صحيح دی. 1001- مسأله: که د مخه تر هغه چی د رکوع د پاره کوږ سی وپوهيږی چی حمد او سوره نه دی ويلی بايد ووائی او که وپوهيږی سوره نه دی ويلی فقط بايد سوره ووائی او که وپوهيږی يواځی حمد نه دی ويلی بايد لومړی حمد او پسله هغه دوباره سوره ووائی او هم که کوږ سی او د مخه تر هغه چی ورکوع ته ورسيږی وپوهيږی حمد او سوره يا يواځی سوره او يا يواځی حمد نه دی ويلی بايد ودريږی او په دغه دستور عمل وکړی. 1002- مسأله: که په واجب لمونځ، يو د هغو څلور سوری چی د سجدی آيه لری او په (1105) مسأله کی ويل کيږی په قصده ووائی لمونځ ئی باطل دی. 1003- مسأله: که په سهوه د هغه سوری په ويل مشغول سی چی واجبه سجده لری که د مخه تر هغه چی د سجدی آيی ته ورسيږی وپوهيږی بايد هغه سوره پريږدی او بله سوره ووائی او که د سجدی د آيی د ويل وروسته وپوهيږی بايد د لمونځ په منځ بناپر احتياط په اشاره د هغه سجده په ځای کړی او هغه سوره چی ويلی دی کولای سی په هغه قناعت وکړی. 1004- مسأله:که د لمونځ په منځ د سجدی آيه واوری او په اشاره سجده وکړی لمونځ ئی صحيح دی. 1005- مسأله: په مستحبی (ثوابی) لمونځ د سوری ويل لازم نه دی که څه هم هغه لمونځ د نذر کول په واسطه واجب سوی وی ليکن په بعضو مستحبی لمونځو لکه د وحشت لمونځ چی مخصوصه سوره لری که وغواړی د هغه لمونځ په دستورعمل وکړی بايد هغه سوره ووائی هر څو د هغه ونيمائی ته نه وی رسيدلی. 1006- مسأله: دجمعی په لمونځ او د جمعی د ورځی د غرمی په لمونځ مستحب دی په لومړی رکعت پسله حمد د جمعی سوره او په دوهم رکعت پسله حمد د منافقين سوره ووائی او که د دغو په يوه مشغول سی بناپر احتياط واجب نسی کولای هغه پريږدی او بله سوره ووائی. 1007- مسأله: که پسله حمد د قل هو الله احد ياقل يا ايها الکافرون د سوری په ويل مشغول سی هغه نسی کولای پريږدی او بله سوره ووائی، ليکن د جمعی په لمونځ او د جمعی ورځی د غرمی په لمونځ که د هيريدل له مخه د جمعی او منافقين د سوری پر ځای يو د دغو سوری ووائی تر نيمائی نه وی رسيدلی کولای سی هغه پريږدی او د جمعی او منافقين سوره ووائی. 1008- مسأله: که د جمعی په لمونځ يا د جمعی د ورځی د غرمی په لمونځ په قصده د قل هو الله احد يا قل ياايها الکافرون سوره ووائی که څه هم ونيمائی ته نه وی رسيدلی بناپر احتياط واجب نسی کولای هغه پريږدی او د جمعی او منافقين سوره ووائی. 1009- مسأله: که په لمونځ، بيله د قل هو الله احد او قل يا ايها الکافرون سوره بله سوره ووائی تر نيمائی نه وی رسيدلی کولای سی پريږدی او بله سوره ووائی. 1010- مسأله: که د سوری يو مقدار هير کړی يا د ناچاری له رويه لکه د وخت د لږوالی يا بل خاطر نسی هغه پای ته ورسوی کولای سی هغه سوره پريږدی او بله سوره ووائی که څه هم د هغه د نيمائی څه تير سوی وی يا هغه سوره چی وائی قل هو الله احد يا قل يا ايها الکافرون وی. 1011-مسأله: پر نارينه واجب دی د سهار، ماښام او ماخستن د لمانځه حمد او سوری په لوړ آواز (جهر) ووائی او پر نارينه او ښځی واجب دی د غرمی او مازيګر د لمانځه حمد او سوری په کښته آواز (اخفات) ووائی. 1012- مسأله: نارينه بايد د سهار، ماښام او ماخستن په لمانځه د حمد او سوری ټول کليمی حتی آخری توری (حرف) په لوړ آواز ووائی. 1013- مسأله: ښځی کولای سی د سهار، ماښام او ماخستن د لمانځه حمد او سوری په لوړ آواز ووائی ليکن که نامحرم ږغ ئی واوری بناپر احتياط واجب بايد کښته ووائی. 1014- مسأله: که په يو ځای چی لمونځ بايد په لوړ آواز ووائی په قصده په کښته آواز ووائی يا په يو ځای چی بايد کښته ووائی په قصده په جهر ووائی لمونځ ئی باطل دی ليکن که هير کړی يا مسأله ونه پوهيږی صحيح دی او که د حمد او سوری د ويل په منځ هم وپوهيږی سهوه کړيدی لازم نه دی هغه مقدار چی ويلی دی سر دوباره ووائی. 1015- مسأله:که څوک حمد او سوره ډير تر معمول (اندازه) لوړ ووائی لکه داچی هغو په فرياد يعنی لوړ ږغ ووائی لمونځ ئی باطل دی. 1016- مسأله: انسان بايد لمونځ زده کړی چی غلط ونه وائی او څوک چی په هيڅ ډول نسی کولای صحيح د هغه زده کړی بايد هر ډول چی کولای سی ووائی او احتياط مستحب دی چی لمونځ په جماعت په ځای کړی. 1017- مسأله: څوک چی حمد او سوره او دلمانځه نور شيان په ښه ډول نه پوهيږی او کولای سی زده کړی که دلمونځ وخت ډير دی بايد زده کړی او که وخت لږ دی بناپر احتياط واجب که امکان ولری خپل لمونځ بايد په جماعت وکړی. 1018- مسأله:احتياط مستحب هغه دی چی د لمونځ د واجباتو د ښوول د پاره معاش وانخلی اود مستحباتو د پاره اشکال نلری. 1019- مسأله: که د حمد يا سوری د کليمو يو ئی ونه پوهيږی يا په قصده هغه ونه وائی يا د يو حرف پر ځای بل حرف ووائی لکه د (ض) پر ځای (ظ) ووائی يا هغه ځای چی بايد بيله زير او زبر وويل سی زير او زبر ورکړی يا تشديد ونه وائی لمونځ ئی باطل دی. 1020- مسأله: که اطمينان ولری چی د لمانځه حمد او سوره او واجب ذکرونه په صحيح ډول وائی او وروسته متوجه سی چی غلط وه هغه لمونځونه چی په ځای کړيدی صحيح دی او قضا نلری هر څو احتياط مستحب هغه دی چی قضا کړی. ليکن که د واجب لمونځ د حمد او سوری او نور ذکرو د غلطيدل احتمال ورکاوه او ټنبلی کړيدی او لمونځ کړيدی او وروسته متوجه سويدی چی غلط وه نسی کولای په هغو لمونځو چی کړيدی قناعت وکړی که د خاص آواز په خاطر چی لری ونسی کولای خپل لمونځ په صحيح عربی ډول ووائی په هغه مقدار چی قدرت لری ووائی او صحيح دی. 1021- مسأله: که د يوه کليمی زير او زبر ونه پوهيږی بايد زده کړی ليکن که هغه کليمه چی د هغه د آخر وقف کول جايز دی هميشه وقف کړی د هغه زير او زبر زده کول لازم نه دی او هم که ونه پوهيږی لکه يوه کليمه په (س) دی يا په (ص) بايد زده کړی او که دوه ډول يا ډير ووائی چی يو د هغه دوه غلط او په اضافه کلام کی داخل دی لکه چی اهدنا الصراط المستقيم، مستقيم يوه پلا په سين او يوه پلا په صاد ووائی لمونځ ئی باطل دی. 1022- مسأله: که په يوه کليمه کی واو وی او په هغه کليمه د واو د مخه حرف پيښ ولری او په هغه کليمه د واو وروستنی حرف همزه (ء) وی لکه د سوء کليمه ښه دی هغه واو ته مد ورکړی يعنی هغه حرف وکاږی او همدارنګه په يوه کليمه کی الف وی او په هغه کليمه د الف د مخه حرف زبر ولری او د الف وروسته حرف په هغه کليمه همزه وی لکه جاء ښه دی د هغه الف وکاږی او هم که په يوه کليمه کی (ی) وی او په هغه کليمه د (ی) د مخه حرف زير ولری او په هغه کليمه د (ی) وروسته حرف همزه وی لکه جئ ښه هغه دی چی (ی) په مد ووائی او که پسله د غه واو، الف او (ی) د همزی (ء) په ځای يو حرف وی چی ساکن وی يعنی زير، زبر او پيښ نلری بياهم ښه هغه دی چی دغه دری حروف په مد ووائی لکه په ولا الضالين چی پسله الف د لام حرف ساکن دی ښه هغه دی چی د هغه الف په مد ووائی. 1023- مسأله: قوی نظر پر دغه دی چی لازم نه دی په لمانځه وقف په سکون او وصل په حرکت مراعت کړی لهذا که د يوی کليمی آخری زير، زبر يا د پيښ ووائی او د هغه کليمی په منځ او پسله هغه کليمه فاصله ورکړی لکه چی ووائی الرحمن الرحيم او د الرحيم ميم ته زير ورکړی او وروسته يو مقدار فاصله ورکړی او ووائی مالک يوم الدين. يا داچی د يوه کليمی زير، زبر يا پيښ ونه وائی او هغه کليمه په وروستنی کليمه ومښلوی لکه چی ووائی الرحمن الرحيم او د الرحيم ميم ته زير ورنکړی او سمدستی مالک يوم الدين ووائی لمونځ باطل نه دی. 1024- مسأله: د لمانځه په دريم او څلورم رکعت فقط کولای سی يو حمد ووائی يا دری پلا اربعه تسبيحات ووائی يعنی دری پلا ووائی سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر او احتياط واجب هغه دی چی دری پلا اربعه تسبيحات ووائی او کولای سی په يو رکعت حمد او په بل رکعت تسبيحات ووائی او ښه دی په هر دوه رکعت تسبيحات ووائی. 1025- مسأله: که وخت لږ وی اربعه تسبيحات بايد يوه پلا ووائی. 1026- مسأله: پر نارينه او ښځی واجب دی چی په دريم او څلورم رکعت د لمانځه، حمد او تسبيحات په کښته آواز ووائی. 1027- مسأله: که په دريم يا څلورم رکعت، حمد ووائی بناپر احتياط واجب بسم الله ئی هم بايد په کښته آواز ووائی مخصوصاً د مأموم او هغه څوک د پاره چه خپل لمونځ فرادا کوی. 1028- مسأله: څوک چی نسی کولای تسبيحات زده کړی يا په صحيح ډول ووائی بايد په دريم او څلورم رکعت حمد ووائی. 1029- مسأله: څوک چی دلمانځه په لومړی او دوهم رکعت په دی فکر چی آخری دوه رکعت دی تسبيحات ووائی که د مخه تر رکوع وپوهيږی بايد حمد او سوره ووائی او بناپر احتياط مستحب پسله لمونځ د سهوی سجده د تسبيحاتو دپاره وکړی او که په رکوع وپوهيږی لمونځ ئی صحيح دی. 1030- مسأله: که دلمانځه په آخری دوه رکعت په دی خيال چی په لومړی دوه رکعت دی حمد ووائی يا دلمانځه په لومړی دوه رکعت په دی چی ګمان کاوه په آخری دوه رکعت دی حمد ووائی څه د مخه تر رکوع وپوهيږی او څه پسله هغه لمونځ ئی صحيح دی. 1031- مسأله: که په دريم يا څلورم رکعت غوښت حمد ووائی اما تسبيحات په ژبه ئی راغی يا غوښت تسبيحات ووائی حمد په ژبه ئی راغی په دی حالت قوی نظر پر دغه دی چی هغه پريږدی او دوباره حمد يا تسبيحات ووائی ليکن که عادت ئی د يو شی ويل وه چی په ژبه ئی راغلی دی او په زړه کی ئی د هغه قصد درلود کولای سی هغه پای ته ورسوی او لمونځ ئی صحيح دی. 1032- مسأله: څوک چی عادت لری په دريم او څلورم رکعت تسبيحات ووائی که بيله قصد د حمد په ويل مشغول سی اقوی هغه دی چی هغه پريږدی او دوباره حمد يا تسبيحات ووائی. 1033- مسأله: په دريم او څلورم رکعت مستحب دی پسله تسبيحات استغفار وکړی مثلاً ووائی: استغفرالله ربی و اتوب اليه، يا ووائی: اللهم اغفرلی او که په ګمان د هغه چی حمد يا تسبيحات ويلی دی د استغفار په ويل مشغول سی او شک وکړی چی حمد يا تسبيحات ويلی دی که يه، په خپل شک پروا ونه کړی او همدا ډول دی که لمونځ کونکی دمخه تر کوږيدل د رکوع د پاره په داسی حال چی د استغفار په ويل مشغول نه دی شک وکړی چی حمد يا تسبيحات ويلی دی که يه، په خپل شک پروا ونه کړی. 1034- مسأله: که د دريم يا څلورم رکعت په رکوع يا ورکوع ته تلل په حال شک وکړی چی حمد يا تسبيحات ويلی دی که يه، په خپل شک پروا ونکړی. 1035- مسأله: هر وخت شک وکړی چی يوه کليمه يا آيه صحيح ويلی دی که يه که په يو شی چی پسله هغه دی مشغول سوی نه دی، بناپر احتياط واجب بايد هغه آيه يا کلمه په صحيح ډول ووائی او که په يو شی چی پسله هغه دی مشغول سويدی که هغه شی رکن وی لکه چی په رکوع شک وکړی چی کم کليمه د سوری صحيح ويلی دی که يه بايد په خپل شک پروا ونکړی او که رکن نه وی لکه د الله الصمد د ويل په وخت شک وکړی چی قل هو الله احد ئی صحيح ويلی دی که يه بياهم کولای سی په خپل شک پروا ونکړی ليکن که د احتياط په ډول هغه آيه يا کلمه په صحيح ډول ووائی اشکال نلری او که څو پلا هم شک وکړی کولای سی څو پلا ووائی ليکن که په وسواس (ډير شک) ورسيږی او بياهم ووائی بناپر احتياط واجب بايد خپل لمونځ دوباره وکړی. 1036- په لومړی رکعت د حمد د ويل د مخه مستحب دی ووائی اعوذ بالله من الشيطان الرجيم، او د غرمی او مازيګر لمانځه په لومړی او دوهم رکعت که د جماعت امام دی (بسم الله) په لوړ آواز ووائی او د فرادی په حال کښته ووائی او حمد او سوره شميرلی ووائی او د هر آيی په آخر وقف وکړی او هغه په بله آيه ونه مښلوی او حمد او سوری د ويل په حال د آيی په معنی پام ولری. که لمونځ په جماعت کوی د امام د حمد د تماميدل وروسته او که فرادی کوی پسله هغه چی خپل حمدئی پای ته ورسيد ووائی: الحمدلله رب العالمين او د (قل هو الله احد) د سوری د ويل وروسته يو يا دوه يا دری پلا (کذلک الله ربی) يا (کذلک الله ربنا) ووائی او د سوری د ويل وروسته لږ صبر وکړی پسله هغه د رکوع د مخه تکبير ووائی يا قنوت ووائی. 1037- مسأله: مستحب دی په ټولو لمونځو په لومړی رکعت پسله حمد د (انا انزلناه) سوره او په دوهم رکعت د قل هو الله احد سوره ووائی. 1038- مسأله: مکروه دی انسان د يوه شپی ورځی په ټول لمونځو د (قل هو الله احد) سوره ونه وائی. 1039- مسأله: د قل هو الله احد سوره په يوه سا ويل مکروه دی. او د حمد ويل هم په يوه سا مکروه دی. 1040- مسأله: هغه سوره چی په لومړی رکعت ويلی دی مکروه دی چی په دوهم رکعت ووائی ليکن که د قل هو الله احد سوره په هر دواړه رکعت ووائی مکروه نه دی. رکوع:1041- مسأله: په هر رکعت پسله قرائت بايد په هغه اندازه کوږ سی چی وکولای سی لاس پر زنګون کښيږ دی او دغه عمل ته رکوع وائی. 1042- که د رکوع په اندازه کوږ سی او لاسونه پر زنګون نه کښيږ دی د احتياط خلاف دی نو احتياط هغه دی چی لاسونه پر زنګون کښيږ دی که څه هم ظاهر دا دی چی واجب نه دی. 1043- مسأله: هر وخت په بيله معمول ډول رکوع وکړی د مثال په ډول راسته يا چپی خواته کوږ سی که څه هم لاسونه ئی وزنګون ته ورسيږی صحيح دی. 1044- مسأله: په رکوع متصل قيام واجب او رکن دی يعنی داچی لمونځ کوونکی بايد د ولاړ د حالت څه د رکوع په قصد د رکوع د پاره کوږ سی نوکه د بل کار په قصد کوږ سی د مثال په ډول د يو شی د اخيستل د پاره يا د سجدی په قصد کوږ سی او پام ئی وسی چی رکوع ندی کړی پدی صورت بايد مستقيم ودريږی او وروسته رکوع ته ولاړسی او که د مخه تر دريدل رکوع په ځای کړی ځکه چی په رکوع متصل قيام نه دی مراعت کړی لمونځ ئی باطل دی. 1045- مسأله: کوږيدل بايد د رکوع په قصد وی نوکه د بل کار په قصد لکه د ځانور د وژل د پاره کوږ سی نه سی کولای هغه رکوع وشميری بلکه بايد ودريږی او سر دوباره د رکوع د پاره کوږ سی او ددغه عمل په واسطه، رکن نه ډيريږی او لمونځ نه باطل کيږی. 1046- مسأله: څوک چی لاس يا زنګون ئی د بل چا د لاس او زنګون سره توپير لری لکه چی لاس ئی ډير اوږ د دی چی که لږ کوږ سی وزنګون ته رسيږی يا زنګون ئی تر نور وخلګو کښته دی چی بايد ډير کوږ سی ترڅو چی لاس ئی وزنګون ته ورسيږی بايد په معمول اندازه کوږ سی. 1047- مسأله: څوک چی په ناست رکوع کوی بايد دومره کوږ سی چی مخ ئی د زنګون و مقابل ته ورسيږی او ښه دی دومره کوږ سی چی مخ د سجدی ځای ته ورسيږی. 1048- مسأله: انسان هر ذکر په رکوع ووائی کافی دی ليکن بايد تر دری پلا (سبحان الله) يا يوه پلا (سبحان ربی العظيم وبحمده) لږ نه وی. 1049- مسأله: د رکوع ذکر بايد پرله پسی او په صحيح عربی وويل سی او مستحب دی هغه دری يا پنځه يا اوه پلا بلکه ډير تر هغه ووائی. 1050- مسأله: په رکوع بايد د واجب ذکر په اندازه بدن آرام وی او په مستحب ذکر هم که هغه د هغه ذکر په قصد چی د رکوع د پاره دستور ورکړيدی ووائی بناپر احتياط واجب بايد بدن آرم وی. 1051- مسأله: که هغه وخت چی د رکوع واجب ذکر وائی بی اختيار دومره حرکت وکړی چی بدن د آرام حالت څه خارج سی بناپر احتياط واجب پسله آراميدل د بدن سر دوباره ذکر ووائی او که لږ حرکت وکړی چی بدن د آرام حالت څه ونوځی يا ګوتی ته حرکت ورکړی اشکال نلری. 1052- مسأله: که د مخه تر هغه چی د رکوع په مقدار کوږ سی او بدن آرام ونيسی په قصد د رکوع ذکر ووائی لمونځ ئی باطل دی. 1053- مسأله: که د واجب ذکر د تماميدل د مخه په قصد سر د رکوع څه پورته کړی لمونځ ئی باطل دی او که په سهوه سر پورته کړی که د مخه تر هغه چی د رکوع دحال څه ووځی په يادئی راسی چی د رکوع ذکر پای ته نه دی رسولی، بايد د بدن د آرام حالت په وخت دوباره ذکر ووائی او که پسله هغه چی د رکوع د حال څه خارج سو په يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی. 1054- مسأله: که ونسی کولای د ذکر په مقدار په رکوع پاته سی که وکولای سی د مخه تر هغه چی د رکوع د حد څه ووځی ذکر ووائی بايدپه هغه حال ذکر ووائی او که ونسی کولای بناپر احتياط د دريدل په حال ذکر ووائی. 1055- مسأله: که د ناروغی او لکه هغه په واسطه ونسی کولای په رکوع آرام ونيسی لمونځ صحيح دی ليکن بايد د مخه تر هغه چی د رکوع د حال څه خارج سی واجب ذکر يعنی (سبحان ربی العظيم وبحمده) يا دری پلا (سبحان الله) ووائی. 1056- مسأله: هر وخت ونسی کولای د رکوع په اندازه کوږ سی بايد په يو شی تکيه ورکړی او رکوع وکړی او که هغه وخت هم چی تکيه ورکړی دی ونسی کولای په معمول ډول رکوع وکړی بايد په هره اندازه کولای سی کوږ سی او که هيڅ نسی کولای کوږ سی بايد د رکوع په وخت کښينی او په ناست رکوع وکړی او احتياط مستحب هغه دی چی يو بل لمونځ هم وکړی او د هغه د رکوع د پاره په سر اشاره وکړی. 1057- مسأله: څوک چی کولای سی په ولاړ لمونځ وکړی که دولاړ يا ناست په حال نسی کولای رکوع وکړی بايد په ولاړ لمونځ وکړی او په سر اشاره وکړی او که ونسی کولای اشاره وکړی بايد د رکوع په نيت سترګی يو پر بل (پټ) کښيږ دی او د هغه ذکر ووائی او د رکوع د دريدل په نيت سترګی خلاص کړی او که د دغه څه هم عاجز دی په زړه د رکوع نيت وکړی او د هغه ذکر ووائی. 1058- مسأله: څوک چی نسی کولای په ولاړ يا ناست رکوع وکړی او د رکوع د پاره فقط کولای سی په هغه حال چی ناست دی لږ څه کوږ سی يا په هغه حال چی ولاړ دی په سر اشاره وکړی احتياط واجب دا دی چی يو لمونځ په ولاړ لمونځ وکړی او د رکوع د پاره په سر اشاره وکړی او بل لمونځ هم وکړی او د هغه د رکوع د پاره کښينی او هر څو مره کولای سی د رکوع د پاره کوږ سی. 1059- مسأله: که پسله رسيدل د رکوع او د بدن آرام نيول په اندازه سر پورته کړی او دوباره د رکوع په نيت د رکوع په اندازه کوږ سی لمونځ ئی باطل دی، او هم که پسله هغه چی د رکوع په اندازه کوږ سو او بدن ئی آرام سو د رکوع په نيت دومره کوږ سی چی د رکوع د اندازی څه تير سی او دوباره رکوع ته وګرځی لمونځ ئی باطل دی. 1060- مسأله: پسله دی چی د رکوع ذکر پای ته ورسيد بايد مستقيم ودريږی او پسله هغه چی بدن آرام سو سجدی ته ولاړ سی او که عمداً د مخه تر دريدل يا د بدن آرام نيول دمخه سجدی ته ولاړسی لمونځ ئی باطل دی. 1061- مسأله: که رکوع هير کړی او د مخه تر هغه سجدی ته ورسيږی په يادئی راسی بايد ودريږی وروسته رکوع ته ولاړ سی او که د کوږ په حالت رکوع ته راوګرځی لمونځ ئی باطل دی. 1062- مسأله: که پسله هغه چی تندی ومځکی ته ورسيږی يادئی راسی چی رکوع نه دی کړی بناپر احتياط واجب بايد ودريږی او رکوع په ځای کړی او لمونځ پای ته ورسوی او دوباره وکړی او که په دوهمه سجده په يادئی راسی لمونځ ئی باطل دی او بايد دوباره په ځای کړی. 1063- مسأله: د مخه ورکوع ته تلل مستحب دی په هغه حال چی مستقيم ولاړ دی تکبير ووائی او په رکوع زنګون شاته ورکړی او شا صاف ونيسی او غاړه وکاږی او د شا سره مساوی ونيسی او د دوو پښو په منځ وګوری او د ذکر د مخه يا وروسته صلوات وليږی او پسله هغه چی د رکوع څه ولاړ سو او مستقيم ودريد د بدن د آرامی په حال (سمع الله لمن حمده) ووائی. 1064- مسأله: په رکوع مستحب دی ښځی لاس تر زنګون لوړ کښيږ دی او زنګون شاته ورنکړی. سجود:1065- مسأله: لمونځ کوونکی بايد په هر رکعت د واجب او مستحب لمونځو پسله رکوع دوی سجدی وکړی او سجده هغه ده چی تندی، د دوو لاس ارغوی او د دوو زنګون سر او د پښو د دوو لويو ګوتو سر پر مځکه کښيږ دی. 1066- مسأله: دوی سجدی يو ځای يو رکن دی چی که يو څوک په واجب لمونځ عمداً (په قصده) يا هير کړی هر دواړه ونکړی يا دوی سجدی نور پر هغو اضافه کړی لمونځ ئی باطل دی. 1067- مسأله: که عمداً يوه سجده لږ يا ډير کړی لمونځ باطل کيږی او که په سهو يوه سجده لږ کړی حکم ئی وروسته به وويل سی. 1068- مسأله: که تندی عمداً يا په سهوه پر مځکه نه کښيږ دی، سجده نه دی کړی. که څه هم نور ځايونه مځکی ته ورسيږی ليکن که تندی پر مځکه کښيږ دی او په سهوه نور ځايونه مځکی ته ونه رسيږی، يا په سهوه ذکر ونه وائی سجده صحيح دی. 1069- مسأله: په سجده هر ذکر ووائی کافی دی په شرط د دی چی د ذکر مقدار تر دری پلا (سبحان الله) يا يوه پلا (سبحان ربی الاعلی و بحمده) لږ نه وی او مستحب دی (سبحان ربی الاعلی وبحمده) دری يا پنځه يا اوه پلا ووائی. 1070- مسأله: په سجود بايد د واجب ذکر په مقدار بدن آرام وی او د مستحب ذکر د ويل په وخت هم بناپر احتياط که هغه د هغه ذکر په قصد چی د سجدی د پاره دستور ورکړی دی ووائی د بدن آراميدل لازم دی. 1071- مسأله: که د مخه تر هغه چی تندی پر مځکه کښيږ دی او بدن آرام ونيسی عمداً د سجدی ذکر ووائی يا د ذکر د تماميدل د مخه عمداً سر د سجدی څه پورته کړی لمونځ باطل دی. 1072- مسأله: که د مخه تر هغه چی تندی مځکی ته ورسيږی او بدن آرام سی په سهوه د سجدی ذکر ووائی او د مخه تر هغه چی سر د سجدی څه پورته کړی و پوهيږی خطا کړيدی دوباره بايد د آراميدل په حال ذکر ووائی. 1073- مسأله: که پسله هغه چی سر د سجدی څه پورته کړل وپوهيږی چی د بدن د آراميدل د مخه ذکر ئی ويلی دی يا د مخه تر هغه چی د سجدی ذکر پای ته ورسيږی سر پورته کړی لمونځ ئی صحيح دی. 1074- مسأله: که هغه وخت چی د سجدی ذکر وائی يو د اوو غړيو عمداً د مځکی څه پورته کړی لمونځ باطل دی ليکن کله چی په ذکر ويل مشغول نه دی که بيله تندی نور ځايونه د مځکی څه پورته کړی دوباره کښيږ دی اشکال نلری. 1075- مسأله: که د سجدی د ذکر د تماميدل د مخه تندی د مځکی څه پورته کړی نسی کولای دوباره پر مځکه کښيږ دی او بايد هغه يوه سجده وشميری، او که نور ځايونه په سهوه د مځکی څه پورته کړی بايد دوباره پر مځکه کښيږ دی او ذکر ووائی. 1076- مسأله: د لومړی سجدی د ذکر د تماميدل وروسته بايد کښينی تر څو بدن آرام ونيسی او دوباره سجدی ته ولاړ سی. 1077- مسأله: د لمونځ کوونکی د تندی ځای بايد د هغه د زنګون او د ګوتو د ځای تر تړلی څلور ګوتی کښته او پورته نه وی. 1078- مسأله: په هغه مځکه چی لوړ او کښته ئی معلوم نه دی احتياط هغه دی چی د لمونځ کوونکی د تندی ځای د هغه د پښو د ګوتو د ځای او د زنګون د سرو ځای ډير تر تړلی څلور ګوتی لوړ نه وی او ښه نه دی دغه احتياط پريښول (ترک) سی. 1079- مسأله: که تندی په سهوه پر يو شی کښيږ دی چی د هغه د پښو د ګوتو ځای او د زنګون د سرو ځای تر تړلی څلور ګوتی لوړ دی، که لوړوالی ئی دومره وی چی نه وائی د سجدی په حال کی دی کولای سی سر پورته کړی او پر هغه شی چی لوړوالی ئی د څلور ګوتی په اندازه يا لږ تر هغه دی کښيږ دی او کولای سی سر پر هغه شی چی د څلور ګوتی په اندازه يا لږ تر هغه دی وکاږی، او که لوړوالی ئی دومره دی چی وائی د سجدی په حال کی دی احتياط واجب هغه دی چی تندی د هغه څه پر هغه شی چی لوړوالی ئی د تړلی څلور ګوتی په اندازه يا لږ تر هغه دی وکاږی او که دتندی کښل ممکن نه دی بناپر احتياط واجب لمونځ بايد پای ته ورسوی او دوباره په ځای کړی. 1080- مسأله: بايد د تندی او هغه شی په منځ چی سجده پرکوی يو شی نه وی نو که مهر (تربت) دومره خيرن وی چی تندی و تربت ته ونه رسيږی سجده باطل دی، او که د تربت رنګ توپير کړی وی اشکال نلری. 1081- مسأله: په سجده د لاس ارغوی بايد پر مځکه کښيږ دی او د ناچاری په حال د لاس شا هم مانع نلری او که د لاس شا ممکن نه وی بايد د لاس موټ کښيږ دی او که هغه هم نسی کولای تر څنګلی هر ځای چی کولای سی بايد پر مځکه کښيږ دی او که هغه هم ممکن نه دی اوږه کښيږ دی. 1082- مسأله: په سجده کی بايد د پښو دوی لوی ګوتی پر مځکه کښيږ دی او احتياط واجب دا دی چی د ګوتی سر پر مځکه کښيږ دی او که نور ګوتی، يا د پښی مخ پر مځکه کښيږ دی يا د بته ګوته سر د نوک دلوړوالی په واسطه مځکی ته ونه رسيږی لمونځ باطل دی. او د پښی نور ګوتی يو ځای کيدل د بته ګوته سره (لويه ګوته) پر مځکه مانع نلری. 1083- مسأله: څوک چی د پښی د بته ګوته يوه برخه ئی پری سويدی، پاته ئی بايد پر مځکه کښيږ دی او که هيڅ شی د هغه څه نه دی پاته سوی يا که پاته دی ډير لنډ دی، بايد نور ګوتی کښيږ دی او که هيڅ ګوتی نلری بايد هر څو مره د پښی چی پاته دی پر مځکه کښيږ دی. 1084- مسأله: که په بيله معمول ډول سجده وکړی لکه چی ځګر سينه او نس په مځکه ومښلوی يا پښی وغزوی که څه هم اوه غړی چی وويل سو مځکی ته ورسيږی بناپر احتياط واجب بايد دوباره لمونځ په ځای کړی. 1085- مسأله:تربت يا بل شی چی پر هغه سجده کوی بايد پاک وی. ليکن که د مثال په ډول تربت پر نجس فرش کښيږ دی يا د تربت يوه خوا نجس وی او تندی پر پاکه خوائی کښيږ دی اشکال نلری. 1086- مسأله: که پر تندی ټپ (تڼاکی) او لکه هغه وی که ممکن دی بايد د تندی په جوړ ځای سجده وکړی، او که ممکن نه دی مځکه بايد ژور کړی او تڼاکی په کيندل سوی ځای او جوړ ځای په هغه مقدار چی د سجدی دپاره کافی وی پر مځکه کښيږ دی. 1087- مسأله: که تڼاکی يا ټپ ټول تندی نيولی وی بايد په يو د دوو خوا د تندی سجده وکړی او که ممکن نه دی په څنه او که په څنه هم ممکن نه دی بناپر احتياط واجب بايد د مخ په هر ځای ممکن دی سجده وکړی او که د مخ په هيڅ ځای ممکن نه دی بايد د سر په د مخه خوا سجده وکړی. 1088- مسأله: څوک چی نسی کولای تندی پر مځکه کښيږ دی بايد دومره چی کولای سی کوږ سی او تربت يا بل شی چی سجده پر هغه صحيح دی پر لوړی کښيږ دی او تندی داسی پر هغه کښيږ دی چی ووائی سجده کړيدی ليکن که تربت پورته کړی او په تندی ومښلوی سجده صحيح نه دی. او د لاسو ارغوی، زنګون او د پښو ګوتی په معمول ډول بايد پر مځکه کښيږ دی. 1089- مسأله: څوک چی هيڅ نسی کولای کوږ سی د سجدی دپاره بايد کښينی او په سر اشاره وکړی او که ونسی کولای بايد په سترګو اشاره وکړی او په هر دوه حال احتياط هغه دی چی که کولای سی تربت پورته کړی او پر تندی کښيږ دی، او که په سر او سترګو هم اشاره نسی کولای بايد په زړه د سجدی نيت وکړی او بناپر احتياط واجب په لاس او لکه د هغه د سجدی دپاره اشاره وکړی. 1090- مسأله: څوک چی نسی کولای کښينی، بايد په ولاړ دسجدی نيت وکړی او که کولای سی دسجدی د پاره په سر اشاره وکړی او که نسی کولای په سترګو اشاره وکړی (يعنی هغه د سجدی په نيت پټوی او د سر پورته کول په نيت خلاصوی) او که دغه هم نسی کولای په زړه د سجدی نيت وکړی، او بناپر احتياط واجب په لاس او لکه د هغه د سجدی دپاره اشاره وکړی. 1091- مسأله: که بی اختيار د سجدی د ځای څه تندی پورته سی که ممکن وی نبايد پريږدی دوباره د سجدی په ځای ورسيږی او دا يوه سجدی شميرل کيږی څه د سجدی ذکر ويلی وی که يه او که ونسی کولای سر وساتی يعنی تکيه کړی او بی اختيار دوباره د سجدی ځای ته ورسيږی يوه سجده شميرل کيږی او که ذکر نه دی ويلی بايد ووائی. 1092- مسأله: هغه ځای چی انسان بايد تقيه (په پټ يوکار کول) وکړی کولای سی پر فرښ او لکه د هغه سجده وکړی او لازم نه دی د لمونځ دپاره بل ځای ته ولاړسی او که په هغه ځای چټائی يا ډبره يا هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی سته او وکولای سی داسی پر هغه سجده وکړی چی د تقيی خلاف نه وی بايد پر هغه سجده وکړی. 1093- که پر يو شی چی بدن پر هغه آرام نه نيسی سجده وکړی باطل دی ليکن د بڼک پر تشک (نيالی) يا بل شی چی پسله سر کښيښول او يو مقدار کښته تلل آرام نيسی سجده وکړی اشکال نلری. 1094- مسأله: که انسان ناچاره سی چی د ګل (خَټی) پر مځکه لمونځ وکړی که د بدن او کالی ککړيدل د هغه د پاره سختی نلری، سجده او تشهد بايد په معمول ډول په ځای کړی او که سختی لری کولای سی په ولاړ د سجدی د پاره په سر اشاره وکړی او تشهد په ولاړ ووائی او که سجده او تشهد په معمول ډول هم په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی. 1095- مسأله: پسله دوهمه سجده په هغه ځای چی تشهد واجب نه دی لکه د ماخستن، مازيګر، او غرمی د لمانځه په دريم رکعت ښه دی لږ څه کښينی وروسته د بل رکعت د پاره ودريږی او دغه عمل ته د (استراحت جلسه) وائی. هغه شيان چی سجده پر هغو صحيح دی:1096- مسأله: بايد پر مځکه او بيله خوراکی شيان چی د مځکی څه شنه کيږی لکه لرګی او د ونی پاڼی سجده وکړی، او پر خوراکی او اغوستنی شيان سجده صحيح نه دی او هم سجده کول پر کانی (معدنی) شيانو لکه فلزات، نقری، او سره زر، عقيق او پيروږی باطل دی ليکن سجده کول پر کانی ډبرو لکه د مرمر ډبره او توری ډبری اشکال نلری. 1097- مسأله: سجده کول د تاک پر پاڼی چی تازه وی جايز نه دی ليکن پسله وچيدل کولای سی پر هغه سجده وکړی. 1098- مسأله: سجده پر هغه شيان چی د مځکی څه شنه کيږی، او د حيوانانو خوراک دی لکه واښه او پرور صحيح دی. 1099- مسأله: سجده پر هغه ګلان چی خوراکی ندی صحيح دی ليکن سجده پر خوراکی دواوی چی د مځکی څه شنه کيږی لکه د بنفشی ګل او د ګاو زبان ګل صحيح نه دی. 1100- مسأله: سجده پر هغه واښه چی خوړل ئی په بعضو ښارو معمول دی او په نور ښارو معمول نه دی او هم سجده پر اومه ميوه صحيح ندی ليکن سجده پر تنباکو جايز دی. 1101- مسأله: سجده د آهک او ګچ پر ډبره صحيح دی بلکه په پوخ ګچ، آهک، خښته، ګلی منګی او لکه د هغه هم کيږی سجده وکړی. 1102- مسأله: که کاغذ د هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی لکه د پرور يا لرګی څه جوړ کړی وی کولای سی پر هغه سجده وکړی او سجده پر هغه کاغذ چی د پنبی څه جوړ سويدی اشکال نلری. 1103- مسأله: د سجدی دپاره ښه تر هر شی د حضرت سيد الشهدا امام حسين (عليه السلام) تربت دی او پسله هغه خاوره، پسله خاوری ډبره او پسله ډبره واښه دی. 1104- مسأله: که يو شی چی سجده پر هغه صحيح دی نلری، يا که لری د ډير سوړوالی يا ګرمی يا تقيی يا لکه د هغه په واسطه نسی کولای پر هغه سجده وکړی، بايد په کالی ئی که د کتان يا پنبه دی سجده وکړی او که کالی ئی د بل شی دی پر هغه کالی سجده وکړی او که هغه هم نسته بايد د لاس پر شا او که هغه هم ممکن نه وی بناپر احتياط په کانی شی لکه د عقيق انګشتری سجده وکړی. 1105- مسأله: سجده پر سست ګل او خاوری چی تندی پر هغه آرام نه نيسی که پسله هغه چی يو مقدار ننوت آرام ونيسی اشکال نلری. 1106- مسأله: که په لومړی سجده تربت په تندی ومښلی او بيله دی چی تربت واخلی دوباره سجدی ته ولاړسی اشکال نلری او دوی سجدی شميرل کيږی ليکن ښه دی چی تربت د تندی څه جلا کړی. 1107- مسأله: که د لمونځ په منځ پر هغه شی چی سجده کوی ورک سی او هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی ونلری که وخت ډير دی او په بل ځای يو شی چی سجده پر هغه صحيح دی موجود وی بايد لمونځ مات کړی، او که وخت لږوی ياهغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی موجود نه وی بايد په خپل کالی که د پنبی يا کتان دی سجده وکړی او که د بل شی دی پر هغه کالی سجده وکړی او که هغه هم ممکن نه دی د لاس پر شا او که هغه هم نه کيږی بناپر احتياط په کانی شی لکه د عقيق انګشتری سجده وکړی. 1108- مسأله: هر وخت د سجدی په حال وپوهيږی تندی پر يو شی ايښی دی چی سجده پر هغه باطل دی که ممکن وی بايد تندی د هغه څه پر هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی وکاږی او که وخت لږ دی په هغه دستور چی په د مخه مسأله کی وويل سو عمل وکړی. 1109- مسأله: که پسله سجدی وپوهيږی تندی پر يو شی ايښی دی چی سجده پر هغه باطل دی اشکال نلری. د سجدی مستحبات او مکروهات:1110- مسأله: په سجده څو شی مستحب دی: 1- څوک چی په ولاړ لمونځ کوی پسله هغه چی سر د رکوع څه پورته کړی او کامل و دريد، او څوک چی په ناست لمونځ کوی پسله هغه چی کامل کښينستی د سجدی دپاره تکبير ووائی. 2- کله چی نارينه غواړی سجدی ته ولاړسی لومړی لاسونه او ښځی لومړی زنګون پر مځکه کښيږدی. 3- سر بيره پر تندی، پزه پر تربت يا هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی کښيږ دی. 4- د سجدی په حال د لاسو ګوتی يو په بل ومښلوی او دغوږ سره برابر کښيږدی په داسی ډول چی د ګوتی سر مخ په قبله وی. 5- په سجده کی دعا وکړی او د خدای (ج) څخه حاجت وغواړی، يو د مناسب دعاوی په سجده کی دغه دی (يا خير المسئولين و يا خير المعطين ارزقنی وارزق عيالی من فضلک فانک ذ الفضل العظيم) يعنی: ای بهترين څوک چی د هغه څه سوال کوی او ای بهترين عطا کوونکی، روزی راکړه او زما وعيال ته خپل په فضل، نو په رښتيا چی ته د لوی فضل درلونکی ئی. 6- پسله سجدی پر چپه ورانه کښينی او د راسته پښی مخ د چپه پښی پر ارغوی کښيږ دی (او دغه ته تورّک وائی). 7- پسله هره سجده کله چی کښينستل او بدن ئی آرام ونيول تکبير ووائی. 8- پسله لومړی سجده چی آرام ونيول (استغفرالله ربی و اتوب اليه) ووائی. 9- سجده وځنډوی او د ناست په وخت لاسونه پر ورنو کښيږ دی. 10- د دوهمی سجدی د پاره د بدن د آرامی په حال (الله اکبر) ووائی. 11- په سجدو صلوات وليږی. 12- د ولاړيدل (دريدل) په وخت، لاسونه پسله ورنو د مځکی څه پورته کړی. 13- نارينه څنګلی او نس په مځکه ونه مښلوی او بازوګان د بغل څه جلا کړی او ښځی څنګلی او نس په مځکه کښيږ دی او د بدن غړی يو په بل ومښلوی او د سجدی نور مستحبات په مفصل کتابو ويل سويدی. 1111- مسأله: په سجده کی قرآن ويل مکروه دی. او هم مکروه دی د دوړی د ايسته کول د پاره د سجدی ځای پو کړی. او که د پو کول په واسطه دوه توری د خولی څه راووځی لمونځ باطل دی. او بيله دغو نور مکروهات هم په مفصل کتابو ويل سويدی. د قرآن واجب سجده:1112- مسأله: د قرآن مجيد په څلور سوری د سجدی آيی دی د (والنجم 53)، (اقرأ96)، (الم تنزيل 32) او (حم سجده 41) سوری. او هر وخت انسان د سجدی آيی ووائی يا غوږ ونيسی بايد سمدستی سجدی ته ولاړسی او که هير کړی هره زمانه په يادئی راغی سجده واجب دی او که غوږ ورنکړی بلکه د سجدی آيه په غوږئی وخوری بناپر احتياط واجب بايد سجده وکړی. 1113- مسأله: که انسان هغه وخت چی د سجدی آيه وائی د بل چا څه هم واوری بايد دوی سجدی وکړی. 1114- مسأله: په بيله لمونځ که د سجدی په حال د سجدی آيه ووائی يا هغه ته غوږ ونيسی بايد د سجدی څه سر پورته کړی او دوباره سجده وکړی. 1115- مسأله: که د سجدی آيه د تلويزيون يا ټيپ يا کامپيوتر څه واوری لازم نه دی سجده وکړی، او که په مستقيم ډول د تلويزيون څه خپور سی، بلکه داچی د لودسپيکر څه واوری بايد سجده وکړی. 1116- مسأله: بناپر احتياط واجب د قرآن په واجب سجده نه کيږی پر اغوستنی او خوراکی شيان سجده وکړی ليکن نور شرايط چی په سجده کی لازم دی په دغه سجده واجب نه دی. 1117- مسأله: د قرآن په واجب سجده داسی بايد عمل وکړی چه ووائی سجده وکړ يعنی نيت او ظاهری ډول د سجدی کفايت کوی. 1118- مسأله: هر وخت د قرآن په سجده تندی د سجدی په نيت پر مځکه کښيږ دی که څه هم ذکرونه وائی کافی دی او د ذکر ويل مستحب دی او ښه دی ووائی: لا اله الا الله حقا حقا، لا اله الا الله ايمانا وتصديقا، لا اله الا الله عبودية ورقا سجدت لک يا رب تعبداً و رقا لا مستنکفا ولا مستکبرا بل انا عبد ذيل ضعيف خائف مستجيراً. 1119- مسأله: د قرآن واجب سجده، تکبيرة الاحرام، تشهد او سلام نلری او احتياط مستحب هغه دی چی پسله سر پورته کول د سجدی څه تکبير ووائی. تشهد:1120- مسأله: د ټولو واجبو لمونځو په دوهم رکعت، د ماښام په دريم رکعت او د غرمی، مازيګر او ماخستن په څلورم رکعت انسان بايد پسله دوهمه سجده کښينی او د بدن د آرام توب په حال تشهد ووائی: «اَشْهَـدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاّ اللهُ وَحْـدَهُ لا شَـريـكَ لَـهُ، وَ اَشْهَـدُ اَنَّ مُحمَّـداً عَبْدُهُ و رَسوُلُهُ، اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحمَّد وَ الِ مُحمَّـد». 1121- مسأله: د تشهد کليمات بايد په صحيح عربی په هغه ډول چی معمول دی پرله پسی وويل سی. 1122- مسأله: که تشهد هير کړی او ودريږی او د مخه تر رکوع په يادئی راسی چی تشهد نه دی ويلی بايد کښينی او تشهد ووائی او دوباره ودريږی او هغه څه چی بايد په هغه رکعت وويل سی ووائی او لمونځ پای ته ورسوی او که په رکوع يا پسله هغه په يادئی راسی، بايد لمونځ پای ته ورسوی او د لمونځ د سلام وروسته، تشهد قضا کړی او د هير سوی تشهد د پاره دوی سجدی د سهوی په ځای کړی. 1123- مسأله: مستحب دی د تشهد په حال پر چپه ورنه کښينی او د راسته پښی مخ د چپه پښی پر ارغوی کښيږ دی او د تشهد د مخه ووائی: الحمدلله يا ووائی: بسم الله وبالله وخير الاسما لله، او هم مستحب دی لاسونه پر ورنو کښيږ دی او ګوتی يو د بل سره مښلوی او په خپل لمن وګوری او د تشهد د پای ته رسيدل وروسته ووائی: (وتقبل شفاعته وارفع درجته) او احتياط دغه دی چی په دوهم تشهد دغه جمله د مطلقی قربت په نيت ووائی. 1124- مسأله: مستحب دی ښځی د تشهد د ويل په وخت، ورنی يو د بله سره ومښلوی. د لمونځ سلام:1125- مسأله: د لمونځ د آخر رکعت د تشهد وروسته، په داسی حال چی ناست دی او بدن آرام دی مستحب دی ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ». و پسله هغه بايد ووائی: «اَلسَّـلامُ عَلَيْكُـمْ وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَـركـاتُـهُ». يا ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ» ليکن که دغه سلام ووائی احتياط واجب هغه دی چی پسله هغه هم ووائی: «اَلسَّـلامُ عَلَيكُم وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَرَكـاتُـهُ». 1126- مسأله: که د لمونځ سلام هير کړی او هغه وخت په يادئی راسی چی د لمونځ اصل د منځه نه وی تللی او يو کار هم چی د هغه سهوی او عمدی لمونځ باطلوی لکه شا وقبلی ته کول نه دی کړی، بايد سلام ووائی او لمونځ ئی صحيح دی. 1127- مسأله: که پسله دی چی يو کار وکړی چی لمونځ باطلوی په يادئی راسی چی سلام نه دی ورکړی لمونځ ئی باطل دی او که پسله يو مدت چی د لمونځ اصل د منځه تللی يادئی راسی چی سلام نه دی ورکړی په داسی حال چی هيڅ کار چی لمونځ باطلوی نه دی کړی سلام ورکړی لمونځ ئی صحيح دی او مستحب دی دوی سجدی د سهوی په ځای کړی. ترتيب:1128- مسأله: که عمداً د لمونځ ترتيب د منځه يوسی، لکه د حمد د مخه سوره ووائی يا تر رکوع د مخه سجده په ځای کړی، لمونځ باطل کيږی. 1129- مسأله: که د لمونځ يو رکن هير کړی او بل رکن په ځای کړی، لکه د مخه تر هغه چی رکوع وکړی دوی سجدی وکړی، لمونځ باطل دی. 1130- مسأله: که يو رکن هير کړی او هغه شی چی پسله هغه دی او رکن نه دی په ځای کړی لکه د مخه تر هغه چی دوی سجدی وکړی تشهد ووائی بايد رکن په ځای کړی او هغه چی په خطا د مخه تر هغه ويلی دی دوباره ووائی او بناپر احتياط مستحب د هر اضافه دپاره دوی سجدی د سهوی وکړی. 1131- مسأله: که يو د بيله رکنی واجبات هير سی که هغه واجب، مستقل واجب دی لکه حمد او سوره په دی صورت که پسله توجه وغواړی وګرځی د رکن د ډيروالی باعث سی لکه سوره هير کړيدی او په رکوع يا پسله هغه په يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی او احتياط مستحب هغه دی چی دوی سجدی د سهوی په ځای کړی او که د رکن د ډيروالی د بيرته راګرځيدل باعث نه سی بايد راوګرځی او هير سوی برخه په ځای کړی او پاته اعمال په ځای کړی او په احتياط مستحب دهره برخه د پاره چی اضافه کړيدی دوی سجدی د سهوی په ځای کړی. اما که هغه واجب چی ترک سويدی مستقل نه وی بلکه د بل واجب سره وی لکه د سجدی ذکر په دی ګمان که د اصلی واجب د پر ځای کول وروسته (سرپورته کول د سجدی) په يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی او مستحب دی دوی سجدی د سهوی په ځای کړی. 1132- مسأله: که لومړی سجده په دی خيال چی دوهمه سجده ده يا دوهمه سجده په خيال د دی چی لومړی سجده ده په ځای کړی لمونځ صحيح دی او لومړی سجده ئی لومړی سجده او دوهمه سجده ئی دوهمه سجده شميرل کيږی. موالات:1133- مسأله: انسان بايد لمونځ په موالات وکړی يعنی د لمونځ کارونه لکه رکوع، سجود او تشهد پرله پسی په ځای کړی او هغه شيان چی په لمونځ کی وائی په هغه ډول چی معمول دی پرله پسی ووائی او که يو مقدار د هغو په منځ فاصله واچوی چی ونه وائی لمونځ کوی لمونځ ئی باطل دی که څه هم په سهوی ډول وی. 1134- مسأله: که په لمونځ عمداً د تورو يا کليمو په منځ فاصله واچوی او فاصله دومره نه وی چی د لمونځ اصل د منځه ولاړسی لمونځ ئی نه باطل کيږی او که په سهوه وی که په بل رکن نه وی مشغول سوی بايد هغه توری يا کليمی په معمول ډول ووائی او که په بل رکن مشغول سوی وی لمونځ ئی صحيح دی مګر په تکبيرة الاحرام چی که فاصله د کلمو په منځ ئی دومره وی چی د تکبيرة الاحرام د اصل څه خارج سی لمونځ باطل دی. 1135- مسأله: درکوع قنوت او سجود ځنډول او د لويو سوری ويل، موالات د منځه نه وړی. قنوت:1136- مسأله: په ټول واجب او مستحب لمونځو د دوهم رکعت د رکوع د مخه مستحب دی قنوت ووائی: او په وتر لمونځ که څه هم يو رکعت دی د قنوت ويل د مخه تر رکوع مستحب دی. او د جمعی لمونځ په هر رکعت يو قنوت لری، په لومړی رکعت د مخه تر رکوع او په دوهم رکعت پسله رکوع. د آيات لمونځ پنځه قنوت او د فطر او قربان اختر لمونځ په لومړی رکعت پنځه قنوت او په دوهم رکعت څلور قنوت لری. 1137- مسأله: که وغواړی قنوت ووائی لاسونه بايد د مخ ومقابل پورته کړی او ښه نه دی چی ترک سی او مستحب دی ارغوی ئی مخ په آسمان يو د بل په څنګ ونيسی او بيله بته ګوته نور ګوتی سره ومښلوی او د لاسو په ارغوی وګوری. 1138- مسأله: په قنوت هر ذکر ووائی، که څه هم يو (سبحان الله) وی کافی دی او ښه دی ووائی:( لا اله الا الله الحکيم الکريم لا اله الا الله العلی العظيم سبحان الله رب السموات السبع ورب الارضين السبع وما فيهن و مابينهن ورب العرش العظيم والحمد لله رب العالمين). 1139- مسأله: مستحب دی انسان قنوت په لوړ آواز ووائی، ليکن دهغه څوک د پاره چی لمونځ په جماعت کوی که دجماعت امام د هغه ږغ واوری قنوت په لوړ آواز ويل مستحب نه دی. 1140- مسأله: که قنوت عمداً ونه وائی قضا نلری او که هير کړی او د مخه تر هغه چی د رکوع په اندازه کوږ سی په ياد ئی راسی، مستحب دی ودريږی او ووائی، او که په رکوع په يادئی راسی، مستحب دی پسله رکوع قضا کړی او که په سجده په يادئی راسی، مستحب دی لمونځ د سلام وروسته قضا وکړی. |