صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د لمونځ ترجمه:

1- دحمد د سوری ترجمه:

«بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ» يعنی شروع کوم د خدای (ج) په نامه چی په دنيا پر مؤمن او کافر رحم کوی او په آخرت پر مؤمن رحم کوی.

«اَلْحَمْدُلله رَبّ ِ ا لْعالَمينَ» يعنی د خدای (ج) مخصوص ثنا دی چی د ټولو موجوداتو روزونکی دی.

«الرّحمنِ الرَّحيمِ»يعنی په دنيا پر مؤمن او کافر او په آخرت پر مؤمن رحم کوی.

«مالِكِ يَوْمِ الدّينِ» يعنی پاچا او د اختيار خاوند د قيامت د ورځ دی.

«ايّاكَ نَعْبُدُ وَ ايّاكَ نَسْتَعينُ» يعنی فقط، عبادت کوم او فقط ستا څه مرسته غواړم.

«اِهْدناالصِّراطَ الْمُستَقيمَ» يعنی موږ هدايت کړه په مستقيم لار چی هغه د اسلام دين دی.

«صِراطَ الَّذينَ اَنْعَمْتَ عَلَيْهِم» يعنی د هغو کسانو په لار چی هغوته دی نعمت ورکړی دی چی هغو پيغمبران او د پيغمبرانو جانشينان دی.

«غَيْرِالْمَغضُوبِ عَلَيْهِم وَلاالضّالّينَ» يعنی نه د هغو کسانو په لار چی غضب دی کړيدی پر هغو او نه هغه کسان چی ګمراه دی.

2-  د قل هو الله احد د سوری ترجمه:

«بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ قُل هُوَاللهُ اَحَدٌ» يعنی ووايه ای محمد (ص) چی خدای (ج) يواځنی خدای دی.

«اللهُ الصَّمَدُ» يعنی هغه خدای (ج) چی د ټولو موجوداتو څه بی نياز دی.

«لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ» اولاد نلری او د بل څوک اولاد نه دی.

«وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ» يعنی هيڅ يو د مخلوقاتو، لکه هغه نه دی.

3- د رکوع او سجود د ذکر ترجمه او هغو ذکرو چی پسله هغو مستحب دی:

«سُبْحانَ رَبِّي الْعَظيمِ وَ بِحَمْدِهِ» يعنی زما لوی پروردګار د هر عيب او نقص څه پاک دی او زه د هغه په عبادت مشغول يم.

«سُبْحانَ رَبِّي الاَْعْلى وَ بِحَمْدِهِ» يعنی زما پروردګار تر ټولو کسانو لوړ دی د هر عيب او نقص څه پاک دی او زه د هغه په عبادت او پرستش مشغول يم.

سمع الله لمن حمده: يعنی خدای (ج) د هغه څوک ثنا او صفت واوری او قبول کړی چی هغه پرستش کوی.

استغفرالله ربی و اتوب اليه: يعنی د بخښښ او مغفرت غوښتنه کوم د هغه خدای څه چی زما روزونکی دی او زه د هغه وخواته راګرځم.

بحول الله وقوته اقوم واقعد: يعنی د خدای (ج) په مرسته او قوت ولاړيږم او کښينم.

4- د قنوت ترجمه:

لا اله الا الله الحکيم الکريم:يعنی نه دی هغه خدای د پرستش سزاوار مګر بی ساری او يواځی خدای چی د کرم او حلم يعنی حوصلی خاوند دی.

لا اله الا الله العلی العظيم: يعنی نه دی هغه خدای د پرستښ سزاوار مګر يواځی او بی ساری خدای چی لوړ مرتبه او لوی دی.

سبحان الله رب السموات السبع ورب الارضين السبع: يعنی پاک او بی عيب دی هغه خدای (ج) چی د اوه آسمان او د اوه مځکی پروردګار دی.

وما فيهن و مابينهن ورب العرش العظيم: يعنی د هر شی پروردګار دی چی په آسمانو او مځکو او د هغو په منځ کی دی او د لوی عرش پروردګار دی.

والحمد لله رب العالمين: يعنی د خدای (ج) حمد او ثنا دی چی د ټولو موجوداتو روزونکی دی.

5- د اربعه تسبيحات ترجمه:

«سُبْحانَ اللهِ وَالْحَمْدُلله وَلا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْبَرُ» يعنی خدای تعالی (ج) پاک او بی عيب دی او ثنا مخصوص د هغه دی او نه دی هغه خدای د پرستش سزاوار مګر بی ساری او لوی خدای دی د دی چی هغه صفت وکړی.

6- د تشهد او سلام ترجمه:

«اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَحْدَهُ لا شريكَ لَهُ»: يعنی پرستش او عبادت مخصوص د پروردګار دی او شهادت ورکوم چی هيڅ خدای د پرستش سزاوار نه دی مګر يو خدای چی يواځی دی او شريک نه لری.

«وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحمّداً عَبْدُهُ وَ رَسوُلُه»: يعنی شهادت ورکوم چی محمد (ص) د خدای (ج) بنده او د هغه رسول دی.

«الّلهُمَّ صَلِّ على مُحَمَّد وَ الِ مُحمّد»: يعنی خدايا رحمت وليږه پر محمد او د محمد پر آل (خاندان).

وتقبل شفاعته وارفع درجته: يعنی د پيغمبر (ص) شفاعت قبول کړه او د آنحضرت (ص) درجه په خپل نزد لوړ کړه.

«السَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهاالنَّبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»: يعنی سلام پرتا ای پيغمبر او رحمت او برکت د خدای (ج) پرتا وی.

«اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ»: يعنی د خدای (ج) سلام پرموږ لمونځ کوونکی او د هغه پر ټول ښه بندګان.

«اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»: يعنی د خدای سلام او رحمت او برکت پرتا سو مؤمنين وی.

د لمونځ تعقيب:

1141- مسأله: مستحب دی انسان پسله لمونځ يو مقدار په تعقيب يعنی ذکر او دعا او قرآن مشغول سی او ښه دی د مخه تر هغه چی د خپل ځای څه حرکت وکړی او اودس او غسل او تيمم ئی باطل سی مخ په قبله تعقيب ووائی او لازم نه دی تعقيب په عربی وی ليکن ښه دی هغه شيان چی د دعا په کتابو دستور ورکړيدی ووائی او د هغه تعقيبو چی ډير سفارښ سويدی دحضرت زهرا سلام الله عليها تسبيح دی چی بايد په دی ترتيب وويل سی: 34 پلا الله اکبر، 33 پلا الحمدلله، 33 پلا سبحان الله. او کيږی سبحان الله د مخه تر الحمدلله ووائی ليکن ښه دی پسله الحمدلله وويل سی.

1142- مسأله: پسله لمونځ مستحب دی د شکر سجده وکړی او دومره چی تندی د شکر په قصد پر مځکه کښيږ دی بس دی، ليکن ښه دی سل پلا يا دری پلا يا يوه پلا شکراً الله يا شکراً يا عفواً ووائی او هم مستحب دی هر وخت يو نعمت وانسان ته رسيږی يا يوه بلا د هغه څه ليری کيږی د شکر سجده په ځای کړی.

پر پيغمبر (ص) صلوات:

1143- مسأله: انسان هر وخت د حضرت رسول الله (ص) مبارک نوم لکه محمد او احمد يا د آنحضرت لقب او تخلص لکه مصطفی او ابوالقاسم ووائی يا واوری که څه هم په لمونځ وی مستحب دی صلوات وليږی.

1144- مسأله: د حضرت رسول (ص) د مبارک نوم د ليکل په وخت مستحب دی صلوات هم وليکی او هم ښه دی هر وخت آنحضرت يادوی صلوات وليږی.