|
د لمانځه مبطلات:1145- مسأله:دوولس شيان لمونځ باطلوی چی هغوته مبطلات وائی: لومړی: داچی د لمونځ په منځ يو د شرطو د هغه د منځه ولاړسی، لکه د لمونځ په منځ کالی او بدن ئی نجس سی. دوهم: داچی د لمونځ په منځ عمداً يا سهواً يا د ناچاری په خاطر، يو شی چی اودس يا غسل باطلوی منځ ته راسی لکه بولی دهغه څه راووځی، ليکن هغه څوک چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتل څه مخ نيوی وکړی که دلمونځ په منځ بولی يا غايط د هغه څه راووځی څرنګه چی په هغه دستور چی د اودس په احکام وويل سو عمل وکړی لمونځ ئی نه باطل کيږی او هم که د لمونځ په منځ د مستحاضی ښځی څه وينی راووځی که د استحاضی په دستور عمل کړی وی لمونځ ئی صحيح دی. 1146- مسأله: څوک چی بی اختيار خوب ئی وړی دی که ونه پوهيږی چی د لمونځ په منځ خوب ئی وړی دی يا پسله هغه بايد لمونځ ئی دوباره په ځای کړی، ليکن که د لمونځ تماميدل وپوهيږی او شک وکړی چی د لمونځ په منځ بيده ؤ يا پسله لمونځ ئی صحيح دی. 1147- مسأله: که وپوهيږی په خپل اختيار بيده سويدی او شک وکړی چی پسله لمونځ وه، يا د لمونځ په منځ يادئی تللی دی چی په لمونځ مشغول دی او بيده سويدی لمونځ ئی صحيح دی. 1148- مسأله: که د سجدی په حال د خوب څه ويښ او شک وکړی چی د لمونځ په آخره سجده کی دی يا د شکر په سجده، بايد هغه لمونځ دوباره په ځای کړی. دريم: د لمونځ د مبطلاتو څه هغه دی چی لکه هغه کسان چی شيعه نه دی لاسونه يو پر بل کښيږ دی. 1149- مسأله: هر وخت د ادب د پاره لاسونه يو پر بل کښيږ دی که څه هم د هغو په ډول نه وی بناپر احتياط واجب لمونځ بايد دوباره په ځای کړی، ليکن که د هيريدل يا ناچاری په خاطر يا د بل کار د پاره لکه د لاس کاکول او لکه د هغه، لاسونه يو پر بل کښيږ دی اشکال نلری. څلورم: د لمونځ د مبطلاتو څه هغه دی چی پسله حمد آمين ووائی. ليکن که د سهوی يا تقيی په خاطر ووائی لمونځ ئی نه باطل کيږی. پنځم: د لمونځ د مبطلاتو څخه هغه دی چی عمداً يا د هيريدل په خاطر شا په قبله کړی يا د قبلی راسته يا چپی خواته وګرځی، بلکه که عمداً دومره وګرځی چی ونه وائی مخ په قبله دی که څه هم د راسته او چپی خواته ونه رسيږی لمونځ ئی باطل دی. 1150- مسأله: که عمداً يا سهواً سر دومره راوګرځوی چی وکولای سی خپل شا ووينی لمونځ باطل دی ليکن که سر لږ څه راوګرځوی عمداً يا سهواً وی لمونځ ئی نه باطل کيږی. شپږم: د لمونځ د مبطلاتو څه هغه دی چی عمداً يوه کليمه ووائی او هغه په يوه معنی استعمال کړی که يوه توری وی يا ډير او که سهواً ووائی لمونځ ئی نه باطل کيږی. 1151- مسأله: که يوه کليمه ووائی او هغه کليمه معنی ولری لکه (ق) چی د عرب په ژبه په دغه معنی دی چی (وساته) که معنی ئی وپوهيږی او نيت د هغه معنی وکړی لمونځ ئی باطل کيږی، او که د هغه د معنی قصد ونکړی ليکن د هغه په معنی وپوهيږی لمونځ ئی نه باطل کيږی او هم که هغه کليمه معنی ونلری او هغه هم په يوه معنی هغه استعمال ونکړی ليکن که دوه توری يا ډير وی په دغه دوه حالت هم بناپر احتياط واجب لمونځ باطلوی. 1152- مسأله: ټوخی کول، ټيغ کښل او آه کښل په لمونځ اشکال نلری ليکن د آخ او آه ويل چی دوه توری دی که عمدی وی لمونځ باطلوی. 1153- مسأله: که يوه کليمه د ذکر په نيت ووائی لکه د ذکر په نيت ووائی: (الله اکبر) ليکن د ويل په وخت ئی، آواز لوړ کړی چی په يو شی بل يو پوه کړی اشکال نلری ليکن که په دی نيت چی په يو شی بل يوه پوه کړی هغه ووائی که څه هم د ذکر نيت ولری لمونځ باطل کيږی. 1154- مسأله: د قرآن ويل په لمونځ، بيله څلور سوری چی واجب سجدی لری او د جنابت په احکام وويل سو او هم دعا کول په لمونځ اشکال نلری ليکن احتياط واجب دا دی چی په عربی وی. 1155- مسأله: که د حمد او سوری او د لمونځ د ذکرو يوه برخه عمداً يا احتياطاً څو پلا ووائی اشکال نلری ليکن که د وسواس په خاطر څو پلا ووائی اشکال پيدا کوی. 1156- مسأله: دلمونځ په حال انسان نبايد وبل ته سلام وکړی او که بل يو هغه ته سلام وکړی داسی ځواب ورکړی چی سلام لومړی وی لکه چی ووائی: السلام عليکم يا سلام عليکم او نبايد عليکم السلام ووائی. 1157- مسأله: انسان بايد د سلام ځواب څه په لمونځ يا په بيله لمونځ سمدستی ووائی او که عمداً يا د هيريدل په خاطر د سلام ځواب دومره وځنډوی چی که ځواب ووائی دهغه سلام ځواب نه شميرل سی که په لمونځ وی نبايد ځواب ورکړی او که په لمونځ نه وی ځواب ورکول واجب نه دی. 1158- مسأله: د سلام ځواب بايد داسی ووائی چی سلام کوونکی واوری او که سلام کوونکی کوڼ وی بايد په لوړ آواز يا په اشاره داسی د هغه ځواب ورکړی چی واوری يا د سلام دځواب متوجه سی. 1159- مسأله: لمونځ کوونکی دسلام ځواب بايد د ځواب په قصد ووائی نه د دعا په نيت. 1160- مسأله: که نامحرم نارينه يا ښځه يا مميز ماشوم هغه ماشوم چی په ښه او بد پوهيږی ولمونځ کوونکی ته سلام ورکړی لمونځ کوونکی کولای سی د هغه ځواب ورکړی او ښه دی د دعا په نيت ځواب ورکړی. 1161- مسأله: که لمونځ کوونکی د سلام ځواب ورنکړی معصيت کړيدی ليکن لمونځ ئی صحيح دی. 1162- مسأله: که يو څوک ولمونځ کوونکی ته غلط سلام وکړی داسی چی سلام ونه شميرل سی ځواب ئی واجب نه دی او که سلام وشميرل سی ځواب ئی واجب دی او ښه دی د دعا په قصد ځواب ورکړی. 1163- مسأله: د هغه څوک د سلام ځواب چی د مسخری لرويه سلام کوی واجب نه دی، او احتياط واجب هغه دی د اهل ذمه غير مسلمان نارينه او ښځی د سلام په ځواب عليک ووائی. 1164- مسأله: که يو څوک و يو جمعيت ته سلام وکړی د سلام ځواب ئی پر هغو ټولو واجب دی ليکن که يو د هغو ځواب ورکړی کافی دی. 1165- مسأله: که يو څوک و يو جمعيت ته سلام وکړی او هغه څوک چی سلام کوونکی د سلام ورکول قصد وهغه ته نه درلود ځواب ورکړی، بياهم د سلام ځواب ئی پر هغه جمعيت واجب دی. 1166- مسأله: که و يو جمعيت ته سلام وکړی او هغه څوک چی د هغو په منځ په لمونځ مشغول دی شک وکړی چی سلام کوونکی د سلام کول قصد وهغه ته درلود که يه، نبايد ځواب ورکړی، او همدا ډول دی که وپوهيږی چی د هغه قصد هم درلود ليکن بل څوک د سلام ځواب ورکړی. اما که وپوهيږی چی د هغه قصد هم درلود او بل څوک ځواب ورنکړی بايد د هغه ځواب ورکړی. 1167- مسأله: سلام کول مستحب دی او ډير سفارښ سويدی چی سپاره وپياده، ولاړ وناستی او کوچنی ولوی ته سلام وکړی. 1168- مسأله: که دوه کس يو ځای يو وبل ته سلام وکړی پر هر يو واجب دی د سلام ځواب وبل ته ورکړی. 1169- مسأله: په بيله لمونځ، مستحب دی د سلام ځواب بهتر تر سلام ووائی لکه که څوک وويل سلام عليکم په ځواب ووائی: سلام عليکم ورحمة الله. اووم: د لمونځ مبطلات خندا په لوړ آواز دی، او هم بناپر احتياط واجب هر ډول خندا په آواز که عمدی وی او که سهوی په آواز وخاندی داسی چی د لمونځ صورت د منځه ولاړسی لمونځ باطل دی ليکن لبخند (په ښونډی خندا) لمونځ نه باطلوی. 1170- مسأله: که دخندا د ږغ د مخ نيوی د پاره حال ئی توپير وکړی، لکه رنګ ئی سور سی که دومره چی د لمونځ کوونکی د صورت ووځی لمونځ ئی باطل دی. اتم: دلمونځ د مبطلاتو څه هغه دی چی د دنيا د کار د پاره په لوړ آواز وژاړی، او احتياط واجب هغه دی چی د دنيا دکار دپاره بی آواز ژړا هم ونکړی، ليکن که دخدای (ج) د بيری يا د آخرت د پاره وژاړی، کښته وی يا لوړ اشکال نلری، بلکه د ښو اعمالو څه دی. نهم: د لمونځ د مبطلاتو څه هغه کار دی چی د لمونځ صورت د منځه يوسی لکه چکو کول، شلا کول (رقص کول)، په هوا غورځيدل او لکه ددغو، لږ وی يا ډير عمدی وی يا هير کړی وی فرق نلری. ليکن يو کار چی د لمونځ صورت خراپ نکړی لکه په لاس اشاره کول اشکال نلری. 1171- مسأله: که د لمونځ په منځ دومره چْپ او خاموښ پاته سی چی د لمونځ کوونکی د صورت څه خارج سی لمونځ ئی باطل دی. 1172- مسأله: که د لمونځ په منځ يو کار وکړی يا يو مدت خاموښ او چْپ سی او شک وکړی چی لمونځ د منځه تللی دی که يه، لمونځ ئی صحيح دی. لسم: د لمونځ د مبطلاتو څه خوړل او څښل دی، که په لمونځ داسی وخوری يا وڅښی چی د لمونځ صورت د منځه ولاړسی لمونځ ئی باطل کيږی حتی که د لمونځ صورت هم د منځه ولاړ نه سی بناپر احتياط واجب لمونځ باطل کيږی. 1173- مسأله: که د لمونځ په منځ، د ډوډی ذری په خوله يا د غاښو په منځ پاته سی تير کړی لمونځ نه باطلوی. ليکن که قند يا بوره او لکه د دغو په خوله کی پاته وی مقصد ئی داوی چی د لمونځ په حال لږ لږ اوبه سی او تير سی لمونځ ئی اشکال پيدا کوی. وولسم: د لمونځ د مبطلاتو څه شک د لمونځ په دوه او دری رکعتی، يا شک په لومړی دوه رکعت د څلور رکعتی لمونځو دی. دوولسم: د لمونځ د مبطلاتو څه دی چی د لمونځ رکن په عمدی يا سهوی لږ يا ډير کړی يا يو شی چی رکن نه دی عمدی لږ يا ډير کړی. 1174- مسأله: که پسله لمونځ شک وکړی چی د لمونځ په منځ يو کار چی لمونځ باطلوی کړيدی که يه لمونځ ئی صحيح دی. هغه شيان چی په لمونځ مکروه دی:1175- مسأله: مکروه دی په لمانځه مخ لږ څه راسته يا چپه خواته وګرځوی او سترګی پټ کړی يا راسته يا چپه خواته وګرځوی او په خپل لاس او ږره بازی وکړی او ګوتی يو په بل ننباسی او د خولی ناړی واچوی او د قرآن، کتاب يا انګشتری وخواته وګوری، او هم مکروه دی د حمد او سوری او ذکر د ويل په وخت د يو څوک د خبری د اوريدل د پاره چپ سی، بلکه هر کار چی خضوع او خشوع (بی کبری) د منځه يوسی مکروه دی. 1176- مسأله: هغه وخت چی انسان ته خوب راځی او هم هغه وخت چی د بولی او غايط کول څه مخ نيوی وکړی مکروه دی لمونځ وکړی او همدا ډول تنګ ځوراب په پښو کول چی پښه فشار ورکړی په لمونځ مکروه دی، او بيله دغو نور مکروهات هم په فقهی مفصل کتابو ويل سويدی. هغه ځايونه چی کولای سی لمونځ مات کړی:1177- مسأله: د واجب لمونځ ماتول د اختيار لرويه حرام دی، ليکن د ځان او مال د ساتنی او د مال او ځان د تاوان د مخ نيوی د پاره مانع نلری. 1178- مسأله: که د ځان او بل څوک ساتنه واجب دی ياهغه مال چی ساتنه ئی واجب دی بيله ماتول د لمونځ ممکن نه وی بايد لمونځ مات کړی، ليکن د لمونځ ماتول د هغه مال د پاره چی اهميت نلری مکروه دی. 1179- مسأله: که وخت ډير وی په لمونځ مشغول وی او پور غوښتونکی خپل پور وغواړی که وکولای سی د لمونځ په منځ د هغه پور ورکړی بايد په هغه حال ورکړی او که بيله د لمونځ ماتول د هغه پور ورکول ممکن نه دی بايد لمونځ مات کړی او د هغه پور ورکړی او پسله هغه لمونځ وکړی. 1180- مسأله: که د لمونځ په منځ وپوهيږی چی مسجد نجس دی، که وخت لږ وی بايد لمونځ پای ته ورسوی او که وخت ډير دی او د مسجد پاک کول لمونځ د منځه نه وړی بايد د لمونځ په منځ پاک کړی، وروسته پاته لمونځ په ځای کړی او که لمونځ د منځه وړی بايد لمونځ مات کړی او لمونځ پسله هغه چی مسجد تطهير کړی په ځای کړی. 1181- مسأله: څوک چی بايد لمونځ مات کړی، که لمونځ پای ته ورسوی معصيت کړيدی ليکن لمونځ ئی صحيح دی که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی دوباره په ځای کړی. 1182- مسأله: که د مخه تر هغه چی د رکوع په اندازه کوږ سی، يادئی راسی چی اذان او اقامه هير کړيدی که د لمونځ وخت ډير دی، مستحب دی د هغو د ويل د پاره لمونځ مات کړی. |