صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د لمونځ شکيات:

د لمونځ شکيات 23 ډول دی: اته ډول ئی هغه شکونه دی چی لمونځ باطلوی او په شپږ ډول ئی نبايد پروا وکړو او نه ډول نورئی صحيح دی.

مبطل شکونه:

1183- مسأله: هغه شکونه چی لمونځ باطلوی په دی قرار دی:

لومړی: د دوه رکعتی لمونځ د رکعتو په شمير شک لکه د سهار لمونځ او د مسافر لمونځ، ليکن د دوه رکعتی مستحب لمونځ د رکعتو په شمير او بعضی د احتياط په لمونځو شک، لمونځ نه باطلوی.

دوهم: د دری رکعتی لمونځ د رکعتو په شمير شک.

دريم: داچی په څلور رکعتی لمونځ شک وکړی چی يو رکعت کړيدی دی يا ډير.

څلورم: داچی په څلور رکعتی لمونځ د دوهمی سجدی د پای ته رسيدل د مخه شک وکړی چی دوه رکعت کړيدی دی يا ډير (د دغه مسألی د تفصيل د پاره د صحيح شکو په څلورم صورت مراجعه وسی).

پنځم: د دوه او پنځه رکعت په منځ يا دوه او ډير تر پنځه رکعت شک.

شپږم: د دری او شپږ رکعت په منځ يا دری او ډير تر شپږ رکعت شک.

اووم: د لمونځ په رکعتو شک په هغه صورت چی ونه پوهيږی څو رکعت کړيدی دی (پر ځای کړی دی).

اتم: د څلور او شپږ رکعت يا څلور او ډير تر شپږ رکعت په منځ شک څه د دوهمی سجدی د پای ته رسيدل د مخه دی يا پسله هغه، ليکن که پسله دوهمی سجدی د څلور او شپږ رکعت او څلور او شپږ رکعت په منځ د هغه د پاره شک منځ ته راسی احتياط مستحب هغه دی چی بناپر څلور کښيږ دی او لمونځ کوونکی پای ته ورسوی او پسله هغه د سهوی دوی سجدی په ځای کړی او لمونځ هم دوباره په ځای کړی.

1184- مسأله: هر وخت د لمونځ کوونکی د پاره شک پيدا سی بايد يو مقدار فکر وکړی تر څو شک ئی د منځه ولاړسی لهذا که شک ئی د منځه ولاړ او نسبت ويوه خواته يقين يا ګمان پيدا کړ بناپر هغه ايښی او لمونځ ته ادامه ورکړی او لمونځ ئی صحيح دی او که په يو مقدار فکر کول شی په يادئی راغی او په خپل شک باقی پاته سو او اصطلاحاً شک مستقر سو بايد د شاک په وظيفه عمل وکړی او که د مبطل د شکو يو ئی مستقر سو لمونځ مات کړی او دلته د لمونځ ماتول حرام نه دی.

هغو شکونه چی نبايد په هغو پروا وکړی:

1185 –مسأله: هغه شکونه چی نبايد په هغو اعتنا او پروا وکړی په دی قرار دی:

لومړی: شک په هغه شی چی د په ځای راوړل محل (وخت او ځای) ئی تير سويدی.

دوهم: پسله سلام شک.

دريم:  د لمانځه د وخت د تيريدل وروسته شک.

څلورم: کثير الشک شک يعنی هغه څوک چی ډير شک کوی.

پنځم: د امام او مأموم شک.

شپږم: په مستحبی لمونځ شک.

1- شک په هغه شی چی محل (وخت او ځای) ئی تيرسويدی:

1186- مسأله: که د لمونځ په منځ شک وکړی چی يو واجب کار د هغه په ځای کړيدی که يه لکه شک وکړی چی حمد ويلی دی که يه که په يو کار چی بايد پسله هغه وکړی يا مستحب دی وکړی مشغول نسی، بايد هغه څه چی په کول ئی شک کړيدی په ځای کړی، او که په يو کار چی بايد يا مستحب دی پسله هغه وکړی مشغول سويدی، په خپل شک اعتنا ونکړی.

1187- مسأله: که د يوه آيه د ويل په منځ شک وکړی چی د مخه آيه ئی ويلی دی که يه او يا کله چی د آيی پای وائی شک وکړی چی د هغه اوله ويلی دی که يه بايد په خپل شک پروا ونه کړی.

1188- مسأله: که پسله رکوع او سجود شک وکړی چی واجب کارونه ئی لکه ذکر او د بدن آراميدل په ځای کړيدی که يه بايد په خپل شک اعتنا ونکړی.

1189- مسأله: که کله چی سجدی ته ځی شک وکړی چی رکوع کړيدی که يه يا شک وکړی چی پسله رکوع دريدلی دی که يه په خپل شک اعتنا ونکړی.

1190- مسأله: که د دريدل په حال شک وکړی چی تشهد په ځای کړيدی که يه په خپل شک پروا ونکړی، ليکن که شک وکړی چی سجده په ځای کړيدی که يه بايد راوګرځی او په ځای کړی.

1191- مسأله: هغه څوک چی ناست يا پريوته لمونځ کوی که کله چی حمد يا تسبيحات وائی شک وکړی چی سجده يا تشهد په ځای کړيدی که يه بايد په خپل شک پروا ونکړی او که د مخه تر هغه چی په حمد يا تسبيحات مشغول سی شک وکړی چی سجده يا تشهد په ځای کړيدی که يه بايد په ځای کړی.

1192- مسأله: که شک وکړی د لمانځه يو رکن په ځای کړيدی که يه که مشغول د هغه کار چی پسله هغه دی نه دی سوی بايد هغه په ځای کړی لکه که د تشهد د مخه شک وکړی چی دوی سجدی کړيدی که يه بايد په ځای راوړی او که وروسته يادئی راسی چی هغه په ځای کړيدی  - ځکه چی رکن ډير سويدی –لمونځ ئی باطل دی.

1193- مسأله: که شک وکړی چی يو رکن په ځای راوړی دی که يه که مشغول دهغه کار چی پسله هغه دی سوی دی نبايد په خپل شک پروا وکړی که په تشهد مشغول دی او شک وکړی چی دوی سجدی کړيدی که يه، بايد په خپل شک پروا ونکړی او که په يادئی راسی چی هغه رکن په ځای نه دی راوړی که په بل رکن نه دی مشغول سوی بايد هغه په ځای راوړی او که په بل رکن مشغول سويدی لمونځ ئی باطل دی. لکن که د بعدی رکعت د رکوع د مخه يادئی راسی چی دوی سجدی نه دی کړی بايد په ځای راوړی او که په رکوع يا پسله هغه يادئی راسی لمونځ ئی باطل دی.

1194- مسأله: که شک وکړی هغه عمل چی رکن نه دی په ځای راوړی دی که يه که مشغول د هغه کار چی پسله هغه دی نه دی سوی بايد هغه په ځای راوړی، لکه که د سوری د ويل د مخه شک وکړی چی حمد ويلی دی که يه بايد حمد ووائی او که پسله ويل د هغه يادئی راسی چی هغه په ځای راوړی دی ځکه چی رکن نه دی ډير سوی لمونځ صحيح دی.

1195- مسأله: که شک وکړی هغه عمل چی رکن نه دی په ځای راوړی دی که يه که مشغول د هغه کار چی پسله هغه دی سويدی په خپل شک پروا ونکړی؛ لکه کله چی سوره وائی شک وکړی چی حمد ويلی دی که يه بايد په خپل شک اعتنا ونکړی او که وروسته يادئی راسی چی هغه په ځای نه دی راوړی که په بل رکن نه دی مشغول سوی په ځای راوړی او که په بل رکن مشغول سوی دی لمونځ ئی صحيح دی بناپر دی که لکه په قنوت يادئی راسی چی حمد نه دی ويلی بايد ووائی او که په رکوع يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی، ليکن بناپر احتياط مستحب د سهوی دوی سجدی د حمد د پاره چی نه دی ويلی په ځای راوړی، او که هغه واجب چی نه دی ويلی تشهد يا سجده وی قضائی واجب دی په ځای کړی او پسله هغه د سهوی دوی سجدی په ځای راوړی.

1196- مسأله: که شک وکړی چی د لمونځ سلام ويلی دی که يه يا شک وکړی صحيح ويلی دی که يه که د لمونځ په تعقيب يا بل لمونځ مشغول سويدی يا په يو کار مشغول سويدی چی لمونځ کوونکی د لمونځ د حال څه راباسی بايد په خپل شک اعتنا ونکړی، او که د مخه تر دغو شک وکړی بايد سلام ووائی او که د مخه تر دغو د سلام په صحيح ويل شک وکړی هم بناپر احتياط واجب يوه پلا بل سلام تکرار کړی.

2- پسله سلام شک:

1197- مسأله: که د لمونځ د سلام وروسته شک وکړی چی لمونځ ئی صحيح وه که يه ؛ لکه شک وکړی رکوع کړيدی که يه، يا د څلور رکعتی لمونځ د سلام وروسته شک وکړی چی څلور رکعت په ځای کړيدی يا پنځه رکعت په خپل شک اعتنا ونکړی، ليکن که د شک دواړه خوائی باطل وی لکه د څلور رکعتی لمونځ د سلام وروسته شک وکړی چی دری رکعت په ځای کړيدی يا پنځه رکعت لمونځ ئی باطل دی.

3- پسله وخت شک:

1198- مسأله: که دلمانځه د وخت د تيريدل وروسته شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه يا ګمان وکړی چی نه دی کړی په خپل شک اعتنا ونکړی، ليکن که د وخت د تيريدل د مخه شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه، يا ګمان وکړی چی نه دی کړی بايد هغه لمونځ په ځای کړی بلکه که ګمان هم وکړی چی په ځای کړيدی بايد هغه په ځای راوړی.

1199- مسأله: که دلمانځه وخت تيرسی شک وکړی لمونځ صحيح په ځای کړيدی که يه، بايد په خپل شک اعتنا ونګری.

1200- مسأله: که د غرمی او مازيګر د لمانځه وخت تيرسی وپوهيږی فقط څلور رکعت لمونځ په ځای کړيدی ليکن ونه پوهيږی د غرمی په نيت کړيدی يا د مازيګر په نيت بايد څلور رکعت د قضا لمونځ د هغه لمونځ په نيت چی پر هغه واجب دی (مافی الذمه) په ځای کړی.

1201- مسأله: که دماښام او ماخستن د لمانځه وخت تيرسی وپوهيږی يو لمونځ کړيدی ليکن ونه پوهيږی دری رکعت په ځای کړيدی يا څلور رکعت بايد د ماښام او ماخستن دلمانځه قضا په ځای کړی.

4- کثير الشک (هغه څوک چی ډير شک کوی):

1202- مسأله: اندازه د کثير الشک په پيژندل، عرف (عمومی نطرئی) دی او که څوک په يو لمونځ دری پلا شک وکړی يا په دری لمونځ پرله پسی لکه د سهار –غرمه او مازيګر په لمانځه شک وکړی کثير الشک دی، او که ډير شک کول د غضب يا بيری پا پريښانی لرويه نه وی بايد په خپل شک اعتنا ونکړی.

1203- مسأله: که کثير الشک د يو شی په ځای راوړل شک وکړی بايد بناپر دی کښيږ دی چی هغه کار کړيدی او لمانځه ته ادامه ورکړی لکه که شک وکړی چی سجده کړيدی که يه بنا کښيږ دی چی کړيدی او که شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت بنا کښيږ دی چی دری رکعت په ځای کړيدی او که بنا د هغه کار پر کول لمونځ باطل کيږی بنا کښيږ دی چی هغه نه دی کړی لکه که د سهار په لمونځ شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت بنا کښيږ دی چی دوه رکعت په ځای کړيدی او لمونځ پای ته ورسوی.

1204- مسأله: څوک چی د لمونځ په يو شی ډير شک وکړی که د لمونځ په نور شيان شک وکړی بايد د هغه په دستور عمل وکړی؛ لکه څوک چی ډير شک کوی چی سجده کړيدی که يه که د رکوع په ځای راوړل شک وکړی بايد د هغه په دستور عمل وکړی يعنی که تر اوس ولاړ دی، رکوع په ځای کړی او که سجدی ته تللی دی اعتنا ونکړی.

1205- مسأله: څوک چی په يو مخصوص لمونځ لکه دغرمی په لمونځ ډير شک کوی که په بل لمونځ لکه د مازيګر په لمونځ شک وکړی بايد د شک په دستور عمل وکړی.

1206- مسأله: څوک چی کله په يو مخصوص ځای لمونځ کوی ډير شک کوی که بيله د هغه ځای لمونځ وکړی او شک د هغه د پاره راسی د شک په دستور عمل وکړی.

1207- مسأله: که انسان شک وکړی چی کثير الشک سويدی که يه يعنی ځکه چی نه پوهيږی چی آيا په د مخنی دری لمونځ شک کړيدی تر څو کثير الشک وی يا فقط په د مخنی دوه لمونځ شک کړيدی تر څو کثير الشک نه وی بايد د شک په دستور عمل وکړی. او کثير الشک تر هغه وخت يقين ونکړی چی د معمولی خلګ په حال ګرځيدلی دی بايد په خپل شک اعتنا ونکړی.

1208- مسأله: څوک چی ډير شک کوی که شک وکړی يو رکن په ځای راوړی دی که يه او اعتنا ونکړی وروسته يادئی راسی چی هغه په ځای نه دی راوړی که په وروستنی رکن نه دی مشغول سوی بايد هغه په ځای راوړی او که په بل رکن مشغول سويدی لمونځ ئی باطل دی. لکه که شک وکړی رکوع کړيدی که يه او اعتنا ونکړی که د مخه تر سجده يادئی راسی چی رکوع نه دی کړی بايد رکوع وکړی او که په سجده يادئی راسی لمونځ ئی باطل دی.

1209- مسأله: څوک چی ډير شک کوی که شک وکړی هغه شی چی رکن نه دی په ځای راوړی دی که يه او اعتنا ونکړی او وروسته يادئی راسی چی هغه په ځای نه دی راوړی که محل ئی نه دی تير سوی بايدهغه په ځای کړی او که محل ئی تير سويدی يعنی په بل رکن داخل سويدی لمونځ ئی صحيح دی؛ لکه که شک وکړی چی حمد ويلی دی که يه او اعتنا ونکړی که په قنوت يادئی راسی چی حمد نه دی ويلی بايد ووائی او که په رکوع يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی.

5-  د امام او مأموم شک:

1210- مسأله: که د جماعت امام د لمونځ د رکعتو په شمير شک وکړی؛ لکه شک وکړی چی دری رکعت په ځای کړيدی يا څلور رکعت که مأموم يقين يا ګمان ولری چی څلور رکعت په ځای کړيدی او امام پوه کړی چی څلور رکعت په ځای کړيدی امام بايد لمونځ پای ته ورسوی او د احتياط لمونځ په ځای کول لازم نه دی، او هم که امام يقين يا ګمان ولری چی څو رکعت په ځای کړيدی او مأموم د لمانځه د رکعتو په شمير شک وکړی بايد په خپل شک اعتنا ونکړی.

6- په مستحبی لمونځ شک:

1211- مسأله: که د مستحبی د رکعتو په شمير شک وکړی که د شک ډيره خوا لمونځ باطلوی بنا بايد پر لږ کشيږ دی؛ لکه که د سهار په نافله شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت بنا بايدکښيږ دی چی دوه رکعت په ځای کړيدی او که د شک ډيره خوا لمونځ نه باطلوی لکه شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا يو رکعت د شک په هره خوا عمل وکړی لمونځ ئی صحيح دی.

1212- مسأله: بناپر احتياط واجب د رکن کميدل، د نافلی لمونځ باطلوی ليکن د رکن ډيريدل ئی نه باطلوی، نوکه د نافلی د کارو يوئی هير کړی او هغه وخت يادئی راسی چی په بل رکن مشغول سويدی بايد هغه کار وکړی او دوباره هغه رکن په ځای کړی؛ لکه که د رکوع په منځ يادئی راسی چی سوره نه دی ويلی بايد راوګرځی او سوره ووائی او دوباره رکوع ته ولاړسی.

1213- مسأله: که د نافلی په يو کار شک وکړی څه رکن وی يا رکن نه وی که محل ئی تير سوی نه وی بايد په ځای راوړی او که محل ئی تير سويدی په خپل شک اعتنا ونکړی.

1214- مسأله: که په دوه رکعتی مستحبی لمونځ ګمان ئی په دری رکعت يا ډير ولاړسی يا ګمان ئی په دوه رکعت يا لږ ولاړسی بايد په هغه ګمان عمل وکړی مګر داچی د باطليدل موجب وی چی ګمان په دی صورت د شک حکم لری لکه که ګمان ئی په يو رکعت ځی احتياطاً بايد يو بل رکعت په ځای کړی.

1215- مسأله: که په نافلی لمونځ يو کار وکړی چی د هغه د پاره د سهوی سجدی واجب کيږی يا يوه سجده يا تشهد هير کړی لازم نه دی پسله لمونځ د سهوی سجدی يا د سجدی قضا او تشهد په ځای راوړی.

1216- مسأله: که شک وکړی چی مستحبی لمونځ کړيدی که يه که هغه لمونځ لکه د جعفر طيار لمونځ ټاکلی وخت ونلری بنا کښيږ دی چی نه دی په ځای کړی. او همدا ډول دی که لکه ورځنی نافله، ټاکلی وخت ولری او د هغه د وخت د تيريدل د مخه شک وکړی چی هغه په ځای کړيدی که يه ليکن که پسله وخت شک وکړی چی په ځای کړيدی که يه په خپل شک اعتنا ونکړی.

صحيح شکونه:

1217- مسأله: په نه (9) حالت که د څلور رکعتی لمونځ د رکعتو په شمير شک وکړی بايد فکر وکړی نو که د شک په يوه خوا يقين يا ګمان پيدا کړ بايد هغه خوا ونيسی او لمونځ پای ته ورسوی او که يه په هغه دستورو چی ويل کيږی عمل وکړی او هغه نه (9) صورت په دی قرار دی.

لومړی: داچی پسله سر پورته کول د دوهمی سجدی څه شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت چی بنا بايد کښيږ دی دری رکعت په ځای کړيدی او يو رکعت بل په ځای کړی او لمونځ پای ته ورسوی او پسله لمونځ يو رکعت ولاړ د احتياط لمونځ يا دوه رکعت ناست په هغه دستور چی وروسته ويل کيږی په ځای راوړی.

دوهم: د دوه او څلور رکعت په منځ شک پسله سر پورته کول د دوهمی سجدی څه چی بنا بايد کښيږ دی چی څلور رکعت په ځای کړيدی او لمونځ پای ته ورسوی او پسله لمونځ، دوه رکعت ولاړ احتياط لمونځ په ځای کړی.

دريم: د دوه او دری او څلور رکعت په منځ شک پسله سر پورته کول د دوهمی سجدی څه، چی بنا بايد کښيږ دی چی څلور رکعت په ځای کړيدی او لمونځ پای ته ورسوی او پسله لمونځ، دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ او وروسته ناست د احتياط لمونځ دوه رکعت په ځای راوړی ليکن که د لومړی سجدی وروسته يا د دوهمی سجدی د سر پورته کول د مخه يو د دغه دری شک ورته راسی لمونځ دوباره په ځای کړی.

څلورم: د څلور او پنځه رکعت په منځ شک پسله سر پورته کول د دوهمی سجدی څه، چی بنا بايد کښيږ دی څلور رکعت په ځای کړيدی او لمونځ پای ته ورسوی او پسله لمونځ، د سهوی دوی سجدی په ځای کړی.

پنځم: د دوی او څلور رکعت په منځ شک، چی د لمونځ په هر ځای وی بنا بايد پر څلور کښيږ دی او لمونځ پای ته ورسوی او پسله لمونځ، ولاړ يو رکعت د احتياط لمونځ يا ناست د احتياط لمونځ دوه رکعت په ځای راوړی.

شپږم: د څلور او پنځه رکعت په منځ د ولاړ په حال شک، چی بايد کښينی او تشهد ووائی او د لمونځ سلام ورکړی او يو رکعت ولاړ د احتياط لمونځ يا دوه رکعت ناست د احتياط لمونځ په ځای کړی.

اووم: د دری او پنځه رکعت په منځ د ولاړ په حال شک چی بايد کښينی او تشهد ووائی او دلمونځ سلام ورکړی او دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ په ځای راوړی.

اتم: د دری او څلور او پنځه رکعت په منځ د ولاړ په حال شک، چی بايد کښينی او تشهد ووائی او پسله سلام، دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ او وروسته دوه رکعت ناست د احتياط لمونځ په ځای کړی.

نهم: د پنځه او شپږ رکعت په منځ د ولاړ په حال شک، چی بايد کښينی او تشهد ووائی او د لمونځ سلام ورکړی او د سهوی سجده په ځای کړی.

1218- مسأله: که د صحيح شکو يوئی د انسان د پاره راسی نبايد لمونځ مات کړی او که لمونځ مات کړی معصيت کړيدی. نوکه د يو کار د کول د مخه چی لمونځ باطلوی لکه مخ ګرځول د قبلی څه لمونځ د سره ونيسی دوهم لمونځ ئی هم باطل دی او که د يو کار د کول وروسته چی لمونځ باطلوی په لمونځ مشغول سی دوهم لمونځ ئی صحيح دی.

1219- مسأله: که يو دهغه شکو چی د احتياط لمونځ د هغو دپاره واجب دی په لمونځ منځ ته راسی که انسان لمونځ پای ته ورسوی او بيله د احتياط د لمونځ د په ځای کول لمونځ دسره ونيسی معصيت کړيدی. نوکه د يو کار د کول د مخه چی لمونځ باطلوی لمونځ د سره نيولی وی دوهم لمونځ ئی هم باطل دی او که د يو کار دکول وروسته چی لمونځ باطلوی په لمونځ مشغول سويدی دوهم لمونځ ئی صحيح دی.

1220- مسأله: کله يو د صحيح شکو د انسان د پاره پيدا سی څرنګه چی وويل سو بايد سمدستی فکر وکړی نو که هغه شيان چی دهغو په واسطه ممکن دی يقين يا ګمان د شک په يوه خوا پيدا سی د هغه د پاره منځ ته رانسی شک ئی د منځه نه ځی او که لږ څه بعد هم فکر وکړی اشکال نلری؛ لکه که په سجده شک وکړی کولای سی تر پسله سجدی، فکر کول وځنډوی.

1221- مسأله: که لومړی ګمان ئی په يوه خوا ډير وی وروسته دوه خوا ورته مساوی سی بايد د شک په دستور عمل وکړی او که لومړی دوه خوا ورته مساوی وی او په هغه خوا چی وظيفه ئی دی بنا کښيږ دی، وروسته ګمان ئی په بله خوا ورسی بايد هغه خوا ونيسی او لمونځ پای ته ورسوی.

1222- مسأله: څوک چی نه پوهيږی ګمان ئی په يوه خوا ډير دی يا هر دواړه خوا ورته مساوی دی د شک په دستور عمل وکړی.

1223- مسأله: که پسله لمونځ وپوهيږی د لمونځ په منځ شک درلود چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت او بناپر دری ايښی دی ليکن ونه پوهيږی چی دغه بناپر ګمان ئی د دری رکعت په ويل وه يا په دی خاطر وه چی هر دواړه خوا د هغه په نظر مساوی وه په احتياط واجب بايد د احتياط لمونځ وکړی.

1224- مسأله: که کله چی تشهد وائی، يا پسله دريدل شک وکړی چی دوی سجدی کړيدی که يه او هغه وخت يو د هغه شکو چی که پسله پای ته رسيدل د دوی سجدی منځ ته راسی صحيح دی، د هغه د پاره ورسی لکه شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت بايد دهغه شک په دستور عمل وکړی.

1225- مسأله: که د مخه تر هغه چی په تشهد مشغول سی يا په هغه رکعتو چی تشهد نلری د مخه تر دريدل شک وکړی چی دوی سجدی کړيدی که يه او هغه وخت يو د هغه شکو چی پسله پای ته رسيدل د دوی سجدی صحيح دی د هغه د پاره منځ ته راسی، لمونځ باطل دی.

1226- مسأله: که کله چی ولاړ دی د (3 او4 ) يا د (3 او4 او5 ) رکعت په منځ شک وکړی او يادئی راسی چی د تير سوی رکعت دوی سجدی په ځای نه دی راوړی لمونځ ئی باطل دی.

1227- مسأله: که شک ئی د منځه ولاړسی او بل شک ورته راسی مثلاً لومړی شک وکړی چی دوه رکعت په ځای کړيدی يا دری رکعت وروسته شک وکړی چی دری رکعت په ځای کړيدی يا څلور رکعت، د دوهم شک په دستور بايد عمل وکړی.

1228- مسأله: که پسله لمونځ شک وکړی چی په لمونځ مثلاً د دوه او څلور رکعت په منځ شک کړيدی يا د دری يا څلور رکعت په منځ احتياط واجب دا دی چی په هر دواړه دستور عمل وکړی او لمونځ هم دوباره په ځای کړی.

1229- مسأله: که پسله لمونځ وپوهيږی چی په لمونځ يو شک ورته راغلی دی ليکن ونه پوهيږی چی د باطل د شکو وه او که د صحيح شکو وه کم ډول ئی وه، بناپر احتياط واجب د هغه شکو په دستور چی صحيح وه او احتمال ورکاوه بايد عمل وکړی او لمونځ هم دوباره په ځای کړی.

1230- مسأله: هغه څوک چی په ناست لمونځ کوی که شک وکړی چی د هغه د پاره بايد يو رکعت په ولاړ د احتياط لمونځ يا په ناست دوه رکعت په ځای کړی، يو رکعت په ناست په ځای راوړی او که شک وکړی چی د هغه د پاره بايد په ولاړ دوه رکعت احتياط لمونځ وکړی بايد په ناست دوه رکعت په ځای کړی.

1231- مسأله: څوک چی په ولاړ لمونځ کوی که د احتياط لمونځ د په ځای کول په وخت د دريدل څه عاجز سی او مجبور سی په ناست لمونځ وکړی بايد لکه هغه څه چی په د مخه مسأله راغلی دی دهغه رکعتو په تعداد چی بايد په ولاړ وکړی په ناست وکړی.

1232- مسأله: څوک چی په ناست لمونځ کوی که د احتياط لمونځ د په ځای کول په وخت وکولای سی ودريږ دی بايد دهغه څوک په وظيفه چی لمونځ په ولاړ په ځای کوی عمل وکړی.

د احتياط لمونځ:

1233- مسأله: څوک چی د احتياط لمونځ پر هغه واجب دی د لمانځه دسلام وروسته سمدستی بايد د احتياط د لمونځ نيت وکړی او تکبير ووائی او حمد ووائی او رکوع ته ولاړسی او دوی سجدی وکړی نوکه د احتياط لمونځ يو رکعت پر هغه واجب دی پسله دوی سجدی تشهد ووائی او سلام ورکړی، او که د احتياط لمونځ دوه رکعت پر هغه واجب دی پسله دوی سجدی يو بل رکعت لکه لومړی رکعت په ځای راوړی او پسله تشهد سلام ورکړی.

1234- مسأله: د احتياط لمونځ سوره او قنوت نلری او بايد هغه کښته ووائی او د هغه نيت په ژبه رانه وړی او احتياط واجب دا دی چی بسم الله ئی هم کښته ووائی.

1235- مسأله: که د احتياط لمونځ د په ځای کول د مخه وپوهيږی هغه لمونځ چی په ځای کړيدی صحيح وه لازم نه دی احتياط لمونځ په ځای کړی او که د احتياط لمونځ په منځ وپوهيږی لازم نه دی هغه پای ته ورسوی.

1236- مسأله: که د احتياط لمونځ د په ځای کول د مخه وپوهيږی د لمانځه رکعتونه ئی لږ وه که يو کار چی لمونځ باطلوی نه دی کړی بايد هغه څه چی د لمونځ په ځای کړی نه دی په ځای کړی او د سلام د پاره بی ځای دوی سجدی وکړی او که يو کار چی لمونځ باطلوی کړيدی مثلاً شا په قبله کړيدی بايد دوباره لمونځ په ځای کړی.

1237- مسأله: که پسله د احتياط لمونځ وپوهيږی د لمونځ لږوالی (کسری)  ئی د احتياط لمونځ په اندازه وه مثلاً د دری او څلور په منځ شک يو رکعت د احتياط لمونځ په ځای کړی وروسته وپوهيږی لمونځ ئی دری رکعت په ځای کړيدی لمونځ ئی صحيح دی.

1238- مسأله: که د احتياط لمونځ وروسته وپوهيږی د لمونځ لږوالی (کسری) لږ تر د احتياط د لمونځ وه مثلاً د دوه او څلور په منځ شک دوه رکعت د احتياط لمونځ په ځای کړی وروسته وپوهيږی لمونځ دری رکعت په ځای کړيدی لمونځ بايد دوباره په ځای کړی.

1239- مسأله: که د احتياط لمونځ وروسته وپوهيږی د لمونځ لږوالی ډير تر د احتياط د لمونځ وه مثلاً شک د دری او څلور په منځ يو رکعت داحتياط لمونځ په ځای کړی وروسته وپوهيږی دوه رکعت لمونځ په ځای کړيدی که د احتياط لمونځ وروسته يو کار چی لمونځ باطلوی کړيدی مثلاً شا په قبله کړيدی بايد لمونځ دوباره په ځای کړی او که يو کار چی لمونځ باطلوی نه دی کړی بايد د لمونځ لږ والی په ځای کړی او احتياط دا دی چی دلمونځ اصل هم دوباره په ځای کړی.

1240- مسأله: که د دوه او دری او څلور په منځ شک وکړی او پسله دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ، يادئی راسی چی لمونځ دوه رکعت په ځای کړيدی لازم نه دی دوه رکعت ناست د احتياط لمونځ په ځای کړی.

1241- مسأله: که د (3 او 4 ) په منځ شک وکړی کله چی د احتياط لمونځ په ځای کوی يادئی راسی چی دری رکعت په ځای کړيدی بايد د احتياط لمونځ پای ته ورسوی هر څو دوه رکعت ناست وی او احتياط وکړی لمونځ دوباره په ځای کړی.

1242- مسأله: که د دوه او دری او څلور په منځ شک وکړی او کله چی دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ په ځای کوی د دوهم رکعت د رکوع د مخه يادئی راسی چی لمونځ ئی دری رکعت په ځای کړيدی، بايد کښينی او د احتياط لمونځ يو رکعتی پای ته ورسوی او احتياط وکړی لمونځ دوباره په ځای کړی.

1243- مسأله: که د احتياط د لمونځ په منځ وپوهيږی د لمونځ لږوالی ډير يا لږ تر داحتياط د لمونځ وه که ونسی کولای د احتياط لمونځ د خپل لمونځ د لږوالی په مطابق پای ته ورسوی بايد هغه پريږدی او لمونځ دوباره په ځای کړی مثلاً د دوه او څلور په منځ شک که کله چی دوه رکعت ولاړ د احتياط لمونځ کوی او د دوهم رکعت رکوع ته تللی دی يادئی راسی چی لمونځ دری رکعت په ځای کړيدی لمونځ بايد دوباره په ځای کړی.

1244- مسأله: که شک وکړی د احتياط لمونځ چی پر هغه واجب وه په ځای راوړی دی که يه، که د لمونځ وخت تيرسويدی په خپل شک اعتنا ونکړی او که وخت لری که په بل کار نه دی مشغول سوی او دلمانځه د ځای څه نه دی پورته سوی او يو کار هم لکه مخ ګرځول د قبلی چی لمونځ باطلوی نه دی کړی د احتياط لمونځ بايد په ځای کړی او که په بل کار مشغول سويدی يا يو کار چی لمونځ باطلوی کړيدی يا د هغه د لمونځ او شک په منځ ډير ځنډيدلی دی احتياط هغه چی د احتياط لمونځ په ځای راوړی او لمونځ هم دوباره په ځای کړی.

1245- مسأله: که د احتياط په لمونځ يو رکن ډير سی يا مثلاً د يو رکعت په ځای دوه رکعت په ځای کړی د احتياط لمونځ باطل کيږی او بعيد نه دی چی په دی حال يواځی د لمانځه د اصل په دوباره ادا کول کفايت وکړی.

1246- مسأله: کله چی د احتياط په لمونځ مشغول دی که په يو د کارو د هغه شک وکړی که محل ئی نه دی تير سوی بايد په ځای راوړی او که محل ئی تير سويدی په خپل شک بايد اعتنا ونکړی، مثلاً که شک وکړی چی حمد ويلی دی که يه که رکوع ته نه دی تللی بايد ووائی او که رکوع ته تللی دی په خپل شک اعتنا ونکړی.

1247- مسأله: که د احتياط د لمونځ د رکعتو په شمار شک وکړی بنا بايد پر ډير کښيږ دی او لمونځ ته ادامه ورکړی او صحيح دی. ليکن که د شک ډيره خوا لمونځ باطلوی بنا بايد پر لږ کښيږ دی او لمونځ پای ته ورسوی او د لمونځ اصل هم دوباره په ځای کړی.

1248- مسأله: که د احتياط په لمونځ يو شی چی رکن نه دی سهواً لږ يا ډير سی قوی نظر پر دی دی چی دسهوی سجدی نلری.

1249- مسأله: که د احتياط د لمونځ د سلام وروسته شک وکړی چی يوه برخه يا يو شرط ئی په ځای راوړی دی که يه په خپل شک اعتنا ونکړی.

1250- مسأله: که د احتياط په لمونځ تشهد يا يوه سجده هير کړی احتياط واجب هغه دی چی پسله سلام د هغه قضا په ځای کړی.

1251- مسأله: که د احتياط لمونځ او يوی سجدی قضا يا د يو تشهد قضا يا د سهوی دوی سجدی پر هغه واجب سی بايد بناپر قوی نظر لومړی د احتياط لمونځ په ځای کړی.

1252- مسأله: د ګمان حکم د لمانځه په رکعتو د يقين حکم دی مثلاً که په څلور رکعتی لمونځ انسان ګمان لری چی لمونځ څلور رکعت په ځای کړيدی نبايد د احتياط لمونځ په ځای کړی او همدا ډول په بيله رکعتو ګمان معتبر دی هر څه ښه دی په احتياط عمل وکړی.

1253- مسأله: د شک او سهو او ګمان حکم په ورځنی واجب لمونځونه او بيله ورځنی نور واجب لمونځونه توپير نلری مثلاً که د آيات په لمونځ شک وکړی چی يو رکعت په ځای کړيدی يا دوه رکعت ځکه چی شک ئی په دوه رکعتی لمونځ دی لمونځ ئی باطل کيږی.

د سهو سجده:

1254- مسأله: د لمانځه د سلام وروسته د پنځه شی دپاره، انسان بايد د سهو دوی سجدی په هغه دستور چی وروسته ويل کيږی په ځای راوړی:

لومړی: داچی د لمونځ په منځ سهواً خبری وکړی.

دوهم: داچی يوه سجده هير کړی.

دريم: داچی په څلور رکعتی لمونځ پسله دوهمه سجده شک وکړی چی څلور رکعت په ځای کړيدی يا پنځه رکعت.

څلورم: په هغه ځای چی نبايد د لمونځ سلام ورکړی مثلاً په لومړی رکعت سهواً سلام ورکړی.

پنځم: داچی تشهد هير کړی. احتياط مستحب داچی د اضافه قيام يا ناست د پاره لکه د هر ډيروالی يا لږوالی د پاره د سهو سجده په ځای راوړی.

1255- مسأله: که انسان سهواً يا په دی خيال چی لمونځ ئی پای ته رسيدلی خبری وکړی بايد د سهو دوی سجدی وکړی.

1256- مسأله: د هغه خبری دپاره چی د آه کښل او ټوخی څه پيدا کيږی د سهو سجده واجب نه دی ليکن که مثلاً په سهو آخ يا آه ووائی بايد د سهو سجده په ځای راوړی.

1257- مسأله: که يو شی چی غلط ويلی دی دوباره په صحيح ډول ووائی د دوباره ويل د پاره ئی، د سهو سجده واجب نه دی.

1258- مسأله: که سهواً په لمونځ يو مدت خبری وکړی او ټوله ئی يوه پلا وشميرل سی پسله سلام د سهو دوی سجدی د هغو د ټولو دپاره کافی دی.

1259- مسأله: که سهواً اربعه تسبيحات ونه وائی يا ډير يا لږ تر دری پلا ووائی احتياط مستحب دا دی چی پسله لمونځ د سهو دوی سجدی وکړی.

1260- مسأله: که په هغه ځای چی نبايد د لمونځ سلام ووائی سهواً ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ» يا ووائی: «اَلسَّـلامُ عَلَيكُم وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَرَكـاتُـهُ» بايد د سهو دوی سجدی وکړی او که سهواً يو مقدار د دغه دوه سلام ووائی يا ووائی : «اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ» احتياط هغه دی چی د سهو دوی سجدی په ځای راوړی.

1261- مسأله: که په هغه ځای چی نبايد سلام ورکړی سهواً دری سلام ووائی د سهو دوی سجدی کافی دی.

1262- مسأله: که يوه سجده يا تشهد هير کړی او د بل رکعت د رکوع د مخه يادئی راسی بايد راوګرځی او هغه په ځای راوړی، او دسهو سجده د ډيرو د پاره چی په ځای سويدی واجب نه دی.

1263- مسأله: که په رکوع يا پسله هغه يادئی راسی چی د مخنی رکعت يوه سجده يا تشهد هير کړيدی پسله سلام بايد سجده يا تشهد قضا کړی او پسله هغه د سهو دوی سجدی په ځای کړی.

1264- مسأله: که د سهو سجده پسله سلام عمداً ونکړی معصيت کړيدی او واجب دی هر څه ژر هغه په ځای کړی او که سهواً په ځای نه راوړ هر وخت يادئی راغی بايد سمدستی وکړی او لازم نه دی لمونځ دوباره په ځای کړی.

1265- مسأله: که شک لری چی د سهو سجده پر هغه واجب سويدی که يه، لازم نه دی په ځای راوړی.

1266- مسأله: څوک چی شک لری مثلاً د سهو دوی يا څلور سجدی پر هغه واجب سويدی که دوی سجدی په ځای راوړی کافی دی.

1267- مسأله: که وپوهيږی د سهو يوه سجده د دوی سجدی په ځای نه دی راوړی بايد د سهو دوی سجدی په ځای راوړی او که وپوهيږی په سهو دری سجدی کړيدی بايد دوباره د سهو سجده په ځای راوړی.

د سهو سجدی دستور:

1268- مسأله: د سهو سجدی دستور دا دی چی د لمونځ د سلام وروسته فوری د سهو سجدی نيت وکړی او تندی پر هغه شی چی سجده پر هغه صحيح دی کښيږ دی او ووائی: «بسم اللهِ و بِاللهِ وَ صلَّى اللهُ على محمّد و الِهِ» يا «بِسْمِ الله وَ بِاللهِ اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد» بناپر احتياط ښه دی ووائی: «بِسْمِ اللهِ وَ بِاللهِ اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّها النَّبِيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ» او وروسته کښينی او دوباره سجدی ته ولاړسی او يو د هغه ذکرو چی وويل سو ووائی او کښينی او د تشهد د ويل وروسته سلام ورکړی.

د هير سوی سجدی او تشهد قضا:

1269- مسأله: هغه سجده او تشهد چی انسان هير کړيدی او پسله لمونځ د هغه قضا په ځای راوړی د لمونځ ټول شرايط بايد لکه د بدن او کالی پاک والی، مخ په قبله او نور شرطونه ولری.

1270- مسأله: که سجده يا تشهد څو پلا هير کړی مثلاً يوه سجده د لومړی رکعت او يوه سجده د دوهم رکعت هير کړی بايد پسله لمونځ، د هر دواړه قضا سره د هغه سهو سجدی چی د هغو د پاره لازم دی په ځای راوړی او لازم نه دی وټاکی چی د کم يو قضا دی چی په ځای کړی.

1271- مسأله: که يوه سجده او تشهد هير کړی احتياط واجب هغه دی چی هر يو لومړی هير کړيدی لومړی قضا کړی او که ونه پوهيږی لومړی کم يو هير کړيدی بايد احتياطاً يوه سجده او تشهد او وروسته يوه بله سجده وکړی او يا يو تشهد او يوه سجده او وروسته يو بل تشهد په ځای راوړی تر څو يقين وکړی سجده او تشهد په هغه ترتيب چی هير کړيدی قضا کړيدی.

1272- مسأله: که په دی خيال چی لومړی سجده هير کړيدی لومړی د هغه قضا په ځای کړی او د تشهد د ويل وروسته يادئی راسی چی لومړی تشهد هير کړيدی احتياط واجب هغه دی چی دوباره سجده قضا کړی او هم که په دی خيال چی لومړی تشهد قضا کړيدی لومړی د هغه قضا په ځای راوړی پسله سجده يادئی راسی چی لومړی سجده هير کړيدی بناپر احتياط واجب بايد دوباره تشهد ووائی.

1273- مسأله: که د لمونځ د سلام او د تشهد يا سجدی د قضا په منځ يو کار وکړی چی که عمداً يا په سهو په لمونځ منځ ته راسی لمونځ باطل کيږی مثلاً شا په قبله کړی بايد د سجدی او تشهد قضا په ځای کړی او احتياط واجب د لمونځ دوباره په ځای کول دی.

1274- مسأله: که د لمونځ د سلام وروسته او پسله کول د هغه کار چی عمداً لمونځ باطلوی يادئی راسی چی د آخر رکعت يوه سجده هير کړيدی بايد د هغه سجدی قضا چی هير کړيدی په ځای راوړی او پسله هغه د سهو دوی سجدی په ځای راوړی او که د مخه تر هغه وی؛ بايد د هغه سجدی وروسته امادګی وکړی او د اضافه سلام د پاره د سهو دوی سجدی په ځای راوړی. او که د آخر رکعت تشهد هير کړی وی د سجدی د هيريدل حکم لری.

1275- مسأله: که د لمونځ په وخت او يا د لمونځ د سلام او د سجدی يا تشهد د قضا په منځ يو کار وکړی چی د هغه د پاره د سهو سجده واجب کيږی لکه داچی په سهو خبری وکړی بناپر احتياط واجب بايدلومړی سجده يا تشهد قضا کړی.

1276- مسأله: که ونه پوهيږی چی سجده هير کړيدی يا تشهد، بايد هر دواړه قضا کړی او هر يو لومړی په ځای کړی اشکال نلری.

1277- مسأله: که شک لری چی سجده يا تشهد هير کړيدی که يه واجب نه دی قضائی پر ځای کړی.

1278- مسأله: که وپوهيږی سجده يا تشهد هير کړيدی او شک وکړی چی د بعدی رکعت د رکوع د مخه په ځای کړيدی که يه احتياط واجب دا دی چی هغه قضا کړی.

1279- مسأله: که شک لری چی پسله لمونځ، د هير سوی سجدی يا تشهد قضا په ځای کړيدی که يه که د لمونځ وخت نه دی تير سوی بايد سجده يا تشهد قضا کړی او که د لمونځ وخت هم تير سويدی بناپر احتياط واجب بايد سجده يا تشهد قضا کړی.

د لمانځه شرايط او برخی ډيرول او کمول:

1280- مسأله: هر وخت د لمانځه واجبات يو شی عمداً لږ يا ډير سی که څه هم يوه توری وی لمونځ باطل دی.

1281- مسأله: که د مسألی د نه پوهيدل په واسطه، يو شی د لمانځه د برخو څه لږ يا ډير کړی لمونځ باطل دی څه هغه واجب برخه، رکن وی يا رکن نه وی.

1282- مسأله: که د لمونځ په منځ وپوهيږی اودس يا غسل ئی باطل وه يا بيله اودس يا غسل په لمونـځ مشغول سويدی بايد لمونځ مات کړی او دوباره په اودس يا غسل په ځای کړی او که پسله لمونځ وپوهيږی بايد دوباره په اودس يا غسل لمونځ په ځای کړی او که وخت تير سويدی قضا کړی.

1283- مسأله: که پسله رسيدل ورکوع يادئی راسی چی د مخه د رکعت دوی سجدی هير کړيدی لمونځ ئی باطل دی او که د مخه تر رسيدل ورکوع يادئی راسی بايد راوګرځی او دوی سجدی وکړی او ودريږی حمد او سوره ووائی يا تسبيحات ووائی او لمونځ پای ته ورسوی.

1284- مسأله: که د (السلام علينا) او يا (السلام عليکم) د ويل د مخه يادئی راسی چی د آخر رکعت دوی سجدی په ځای نه دی راوړی، بايد دوی سجدی په ځای راوړی او دوباره تشهد ووائی او د لمونځ سلام ورکړی.

1285- مسأله: که د لمونځ د سلام د مخه يادئی راسی چی يو رکعت يا ډير د لمونځ د آخر نه دی په ځای کړی بايد هغه مقدار چی هير کړيدی په ځای راوړی.

1286- مسأله: که د لمونځ د سلام وروسته يادئی راسی چی يو رکعت يا ډير د لمونځ د آخر نه دی په ځای کړی که يو کار کړيدی چی که په لمونځ عمداً يا سهواً منځ ته راسی لمونځ باطلوی مثلاً شا په قبله کړيدی لمونځ ئی باطل دی او که يو کار چی عمدی او سهوی ئی لمونځ باطلوی نه دی کړی سمدستی بايد هغه مقدار چی هير کړيدی په ځای راوړی.

1287- مسأله: هر وخت د لمونځ د سلام وروسته يو کار وکړی چی که په لمونځ په عمد يا په سهو منځ ته راسی لمونځ باطلوی مثلاً شا په قبله کړی او وروسته يادئی راسی چی آخر دوی سجدی په ځای کړی نه دی لمونځ ئی باطل دی او که د هغه کار چی لمونځ باطلوی د کول د مخه يادئی راسی چی دوی سجدی چی هير کړيدی بايد وکړی او دوباره تشهد ووائی او لمونځ ته سلام ورکړی او د سهو دوی سجدی د هغه سلام د پاره چی لومړی ويلی دی وکړی، او احتياط مستحب هغه دی چی لمونځ دوباره په ځای کړی.

1288- مسأله: که وپوهيږی ټول لمونځ د وخت د مخه په ځای کړيدی يا شا په قبله يا د قبلی راسته يا چپی خواته په ځای راوړی دی دوباره بايد لمونځ وکړی او که وخت تير سويدی قضا په ځای راوړی.