|
د مسافر لمونځ:مسافر بايد په اته شرط د غرمی، مازيګر او ماخستن لمونځ مات يعنی دوه رکعت په ځای کړی. لومړی شرط: داچی د هغه سفر شرعی اته فرسخ يعنی 45 کيلومتر وی. 1289- مسأله: څوک چی تلل او بيرته راتلل ئی اته فرسخ دی که تلل ئی تر څلور فرسخ لږ نه وی بايد لمونځ مات په ځای کړی بناپر دی که تلل دری فرسخ او بيرته راتلل پنځه فرسخ وی لمونځ بايد پوره او ټول په ځای کړی. 1290- مسأله: که تلل او بيرته راتلل اته فرسخ وی لمونځ بايد مات په ځای کړی څه هغه ورځ او شپه راسی يا بيله هغه شپه او ورځ. 1291- مسأله: که يو مختصر سفر تر اته فرسخ لږ وی يا انسان ونه پوهيږی چی سفر ئی اته فرسخ دی که يه نبايد لمونځ مات په ځای کړی او که شک وکړی چی سفرئی اته فرسخ دی که يه که تحقيق کول د هغه د پاره سختی لری چی معمولاً طاقت نه کيږی خپل لمونځ بايد ټول په ځای کړی او که سختی (په هغه معنی چی وويل سو) نلری بناپر احتياط واجب بايد تحقيق وکړی چی که دوه عادل ووائی يا د خلګو په منځ معروف وی چی سفرئی اته فرسخ دی لمونځ مات په ځای کړی او يا لمونځ ئی احتياطاً هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1292- مسأله: که يو عادل خبر ورکړی چی د انسان سفر اته فرسخ دی ليکن د يو عادل په خبره د اته فرسخ سفر نه ثابت کيږی او بايد لمونځ پوره په ځای کړی او احتياط هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1293- مسأله: څوک چی يقين لری سفرئی اته فرسخ دی که لمونځ مات په ځای کړی او وروسته وپوهيږی چی اته فرسخ نه وه بايد هغه څلور رکعتی په ځای کړی او که وخت تير سويدی بايد قضا په ځای کړی. 1294- مسأله: څوک چی يقين لری سفرئی اته فرسخ نه دی يا شک لری چی اته فرسخ دی که يه، که د لاری په منځ وپوهيږی چی سفرئی اته فرسخ وه که څه هم لږ لار پاته وی بايد لمونځ مات په ځای کړی او که ټول په ځای کړيدی دوباره مات په ځای کړی. 1295- مسأله: که د دوه محل (ځای) په منځ د هغو فاصله تر څلور فرسخ لږ دی څو پلا تګ او راتګ وکړی که څه هم ټوله اته فرسخ سی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1296- مسأله: که يو ځای دوی لاری ولری يوه لارئی تر اته فرسخ لږ وی او بله لارئی اته فرسخ يا ډير وی که انسان د هغه لار چی اته فرسخ دی هلته ورسی لمونځ بايد مات په ځای کړی او که د هغه لارچی اته فرسخ نه دی ولاړ سی بايد پوره په ځای کړی. 1297- مسأله: که ښار ديوال لری اته فرسخ بايد د ښار د ديوال څه وشميرل سی او که ديوال نلری بايد د ښار د آخر کورو څه وشميرل سی او په فوق العاده لويو ښارو په هغه صورت چی وتل د يو ځای څه تر بل ځای، په معمول ډول سفر وشميرل سی اته فرسخ د آخر څه شميرل کيږی. دوهم شرط: داچی د مسافرت د اوله څه د اته فرسخ نيت ولری، په دی شرط چی که انسان نيت ولری يو ځای ته ولاړسی چی تر اته فرسخ لږ وی او پسله رسيدل وهغه ځای ته تصميم ونيسی بل ځای ته ولاړسی څرنګه چی پسله هغه اته فرسخ کيږی او لږ تر لږ څلور فرسخ ئی تلل دی لمونځ ئی مات دی او که پسله هغه اته فرسخ نه کيږی هر څو د مخه لار په شمير اته فرسخ وسی لمونځ ئی پوره دی. او که د اوله نيت ولری چی په لومړی مقصد تللی دی او پسله هغه په دوهم مقصد ولاړ سی که ټوله اته فرسخ کيږی لمونځ ئی مات دی هر څو لومړی مقصد لږ تر اته فرسخ وی. 1298- مسأله: څوک چی نه پوهيږی سفرئی څو فرسخ دی؛ مثلاً د يو ورک سوی د پيدا کول د پاره مسافرت کوی او نه پوهيږی چی څو مره بايد ولاړسی تر څو ورک سوی پيدا کړی بايد لمونځ پوره په ځای کړی ليکن په راګرځيدل که تر وطن ئی يا هغه ځای چه غواړی لس ورځی هلته پاته سی اته فرسخ يا ډير وی، بايد لمونځ مات په ځای کړی او هم که د تلل په منځ نيت وکړی چی څلور فرسخ ولاړ سی او بيرته راسی که تلل او راتلل اته فرسخ سی په هغه شرط چی تلل څلور فرسخ لږ نه وی بايد لمونځ مات په ځای کړی. 1299- مسأله: مسافر په هغه صورت بايد لموتځ مات په ځای کړی چی تصميم ولری اته فرسخ ولاړسی نو څوک چی د ښار څه د باندی وځی او مثلاً نيت ئی دا دی چی که ملګری پيدا کړی اته فرسخی سفرته ولاړسی که اطمينان لری چی ملګری پيدا کوی بايد لمونځ مات په ځای کړی او که اطمينان نه لری بايد پوره په ځای کړی. 1300- مسأله: څوک چی د اته فرسخ نيت لری که څه هم په هره ورځ لږ مقدار لار ولاړسی کله ويو ځای ته ورسيږی چی د ښار ديوال ونه وينی او د هغه اذان وانه وری بايد لمونځ مات په ځای کړی ليکن که په هره ورځ ډير لږ مقدار لار ولاړسی چی و نه وائی مسافر دی بايد لمونځ ئی پوره په ځای کړی او احتياط مستحب هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1301- مسأله: څوک چی په سفر د بل چا په اختيار دی لکه نوکر او غلام چی د خپل آغا او بادار سره مسافرت کوی وپوهيږی سفرئی اته فرسخ دی بايد لمونځ مات په ځای کړی او که په نيت ئی شک وی احتياط واجب دا دی چی پلټنه وکړی ليکن پر هغه څوک لازم نه دی هغه ته خبر ورکړی. 1302- مسأله: څوک چی په سفر د بل چا په اختيار دی که وپوهيږی يا ګمان ولری چی د مخه وڅلور فرسخ ته رسيدل د هغه څه جلا کيږی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1303- مسأله: څوک چی په سفر د بل چا په اختيار دی که شک لری چی د مخه و څلور فرسخ ته رسيدل د هغه څه جلا کيږی که يه ظاهر دا دی چی پوره بايدپه ځای کړی مګر په بی ملګری اطمينان ولری او هم که شک ئی په دی خاطر دی چی احتمال ورکوی يوه مانع د هغه د سفر د پاره راسی که احتمال ئی د خلګو په نظر په ځای نه وی لمونځ ئی بايد مات په ځای کړی. دريم شرط: داچی دلاری په منځ د خپل نيت څه ونګرځی نوکه د مخه وڅلور فرسخ ته رسيدل د خپل نيت څه وګرځی يا شک وکړی بايد لمونځ پوره په ځای کړی. 1304- مسأله: که پسله رسيدل و څلور فرسخ ته مسافرت ته ادامه ورنکړی که تصميم ولری چی هلته پاته سی يا پسله لس ورځی راوګرځی يا په راګرځيدل او پاتيدل په شک وی بايد لمونځ پوره په ځای کړی. 1305- مسأله: که پسله رسيدل و څلور فرسخ ته مسافرت ته ادامه ورنکړی او تصميم ولری چی راوګرځی بايد لمونځ مات په ځای کړی. 1306- مسأله: که د يو ځای د تلل د پاره حرکت وکړی او پسله تلل د يو مقدار لار وغواړی بل ځای ته ولاړسی که د لومړی ځايه څه چی حرکت کړيدی تر هغه ځای چی غواړی ولاړسی اته فرسخ وی، لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1307- مسأله: که د مخه تر هغه چی و اته فرسخ ته ورسيږی په شک سی چی پاته لار ولاړسی که يه او کله چی په شک دی تګ ونکړی او وروسته تصميم ونيسی چی پاته لار ولاړسی بايد د مسافرت تر پای لمونځ مات په ځای کړی. 1308- مسأله: که د مخه تر هغه چی واته فرسخ ته ورسيږی په شک سی چی پاته لار ولاړسی که يه او کله چی په شک دی يو مقدار لار ولاړسی او وروسته تصميم ونيسی چی پاته لار ولاړسی که د سفر پاته برخه ئی اته فرسخ وی يا څلور فرسخ وی ليکن وغواړی ولاړسی او راسی، بايد لمونځ مات په ځای کړی ليکن که هغه لارچی د شک د مخه او هغه لار چی پسله هغه ځی ټوله ئی اته فرسخ وی، بناپر احتياط واجب بايد لمونځ هم مات اوهم پوره په ځای کړی. څلورم شرط: داچی ونه غواړی د مخه واته فرسخ ته رسيدل د خپل وطن څه تيرسی يا لس ورځی يا ډير په يو ځای پاته سی نو څوک چی غواړی د مخه واته فرسخ ته رسيدل د وطن څه تيرسی يا لس ورځی په يو ځای پاته سی بايد لمونځ پوره په ځای کړی. 1309- مسأله: څوک چی نه پوهيږی د مخه واته فرسخ ته رسيدل د خپل وطن څه تيريږی که يه يا لس ورځی په يو ځای پاتيږی که يه، بايد لمونځ پوره په ځای کړی. 1310- مسأله: څوک چی غواړی د مخه واته فرسخ ته رسيدل د خپل وطن څه تير سی يا لس ورځی په يو ځای پاته سی که د لس ورځی د پاتيدل يا د وطن څه تير نه سی بياهم بايد لمونځ پوره په ځای کړی ليکن که د لار پاته برخه اته فرسخ وی يا څلور فرسخ وی او وغواړی ولاړ سی او بيرته راسی لمونځ بايد مات په ځای کړی. پنځم شرط: داچی د حرام کار د پاره سفر ونکړی او که د يو حرام کار د پاره لکه غلا سفر وکړی بايد لمونځ پوره وکړی او همدا ډول دی که په خپله سفر، حرام وی لکه داچی سفر د هغه د پاره تاوان ولری يا ښځه بيله اجازه د ميړه او اولاد د پلار او مور په نهی (منع کول) په هغه صورت چی مخالفت په هغه د ناراحتی او عذاب يا بی ادبی سبب و پلار او مورته وی سفرته ولاړسی چی پر هغو واجب نه وی ليکن که لکه د واجب حج سفر وی لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1311- مسأله: هغه سفرچی د پلار او مور د عذاب سبب دی حرام دی او انسان بايد په هغه سفر لمونځ پوره په ځای کړی او روژه هم ونيسی. 1312- مسأله: څوک چی سفر ئی حرام نه دی او د حرام کار د پاره هم سفر نکوی که څه هم په سفر ګناه وکړی مثلا غيبت وکړی يا شراب وڅښی لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1313- مسأله: که مخصوصاً د هغه دپاره چی يو واجب کار پريږدی مسافرت وکړی لمونځ ئی پوره دی. نو که څوک پورور دی که وکولای سی خپل پور ورکړی او پور غوښتونکی هم وغواړی که په سفر ونسی کولای خپل پور ورکړی او مخصوصاً د پور د ورکول د تښتی د پاره مسافرت وکړی لمونځ پوره په ځای کړی او که مخصوصاً د واجب د پريښول د پاره مسافرت ونکړی لمونځ بايد مات په ځای کړی او احتياط هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1314- مسأله: که سفرئی حرام سفر نه وی ليکن د سپور حيوان يا بل مرکب (وسيله) چی سپور دی غصبی وی لمونځ ئی مات دی ليکن که په غصبی مځکه مسافرت وکړی بناپر احتياط واجب لمونځ بايد هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1315- مسأله: څوک چی د ظالم سره مسافرت کوی که ناچار وی او مسافرت ئی د ظالم سره مرسته وی لمونځ بايد پوره په ځای کړی او که ناچار وی يا مثلاً د يو مظلوم د نجات ورکول د پاره د هغه سره مسافرت وکړی لمونځ ئی مات دی. 1316- مسأله: که د تفريح په نيت مسافرت وکړی حرام نه دی او بايد لمونځ مات په ځای کړی. 1317- مسأله: که د لهو او خوښی تيرول د پاره ښکار ته ولاړسی لمونځ ئی پوره دی او که د معاش د پيدا کول د پاره ښکارته ولاړسی لمونځ ئی مات دی او که د کار او مال ډيرول د پاره ولاړسی احتياط واجب هغه دی چی لمونځ هم مات او هم پوره په ځای کړی ليکن بايد روژه ونه نيسی. 1318- مسأله: څوک چی د معصيت (ګناه) د پاره سفر کړيدی کله چی د سفر څه بيرته راځی که توبه کړيدی لمونځ بايد مات په ځای کړی او که توبه نه دی کړی لمونځ بايد پوره په ځای کړی او که راګرځيدل د سفر د عموم په نظر سفرته تلل برخه، معصيت وشميرل سی، بعيد نه دی وظيفه ئی پای ته رسيدلی وی که څه هم احتياط هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1319- مسأله: څوک چی سفرئی د معصيت سفر دی که په لار د معصيت د نيت څه وګرځی که پاته سوی لار اته فرسخ وی يا څلور فرسخ وی او وغواړی ولاړسی او بيرته راسی په شرط د هغه چی تلل ئی تر څلور فرسخ لږ نه وی لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1320- مسأله: څوک چی د معصيت د پاره سفر نه دی کړی که په لار نيت وکړی چی پاته لار د معصيت د پاره ولاړسی لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن هغه لمونځونه چی مات په ځای کړيدی صحيح دی. شپږم شرط: داچی د هغه صحرا نښينانو نه وی چی په بيدياوی ګرځی او هر ځای چی اوبه او خوراک د ځان او حيوانانو د پاره پيدا کړی پاته کيږی او پسله يو مدت بل ځای ته ځی او صحرا نښينان په دی مسافرتو لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1321- مسأله: که يو د صحرا نښينانو د حيوانانو د واښه او د پييل ځای د پيدا کول د پاره سفر وکړی بيله دی چی کورئی ورسره وی که سفر ئی اته فرسخ وی احتياط واجب هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1322- مسأله: که صحرا نښين د زيارت يا حج يا تجارت او لکه د دغو د پاره مسافرت وکړی لمونځ بايد مات په ځای کړی. اووم شرط: داچی شغل او کارئی مسافرت نه وی بناپر دی اوښ والا او موټروان او پيره دار او کښتی وان او لکه د دغو که څه هم د خپل کور د اسباب او سامان دوړل دپاره مسافرت وکړی په بيله لومړی سفر لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن په لومړی سفر که څه هم وځنډيږی لمونځ ئی مات دی. 1323- مسأله: څوک چی شغل ئی مسافرت دی که د بل کار د پاره مثلاً د زيارت يا حج د پاره مسافرت وکړی لمونځ بايد مات په ځای کړی ليکن که مثلاً موټروان خپل موټر د زيارت دپاره کرايه ورکړی او پخپله هم زيارت وکړی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1324- مسأله: حمله دار يعنی سرکاروان چی فقط د حج په مياشتو مسافرت کوی، لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1325- مسأله: څوک چی شغل ئی حمله داری دی او حاجيان د ليری ځايو مکی ته بيائی که ټول کال يا د کال ډيره برخه په لار وی بايد لمونځ پوره په ځای کړی. 1326- مسأله: څوک چی د کال يو مقدار شغل ئی مسافرت دی لکه يو موټروان چی فقط په دوبی او ژمی خپل موټر کرايه ورکوی بايد هغه وخت چی په سفر مشغول دی لمونځ پوره په ځای کړی، او احتياط مستحب هغه دی چی هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1327- مسأله: موټروان او دوره ګرد (کاسب) چی د ښار په دوه دری فرسخی تګ او راتګ کوی که ناڅاپه اته فرسخی سفر وکړی بايد لمونځ مات په ځای کړی. 1328- مسأله: څوک چی شغل ئی مسافرت دی که لس ورځی يا ډير په خپل وطن پاته سی لومړی د لس ورځی د پاتيدل نيت ولری او څه بيله نيت پاته سی بايد په لومړی سفر چی پسله لس ورځی ځی لمونځ مات په ځای کړی. 1329- مسأله: څوک چی شغل ئی مسافرت دی که په بيله خپل وطن لس ورځی په نيت پاته سی په لومړی سفر چی پسله لس ورځی ځی لمونځ بايد مات په ځای کړی. او که د لس ورځی د پاتيدل نيت نلری په احتياط واجب پوره په ځای کړی. 1330- مسأله: هغه کسان چی شغل ئی په سفر دی، لکه محصلين چی د تحصيل د پاره بل ښارته ځی او معمولاً د جمعی په ورځ خپل وطن ته راځی يا معلمين او مامورين او کاريګران چی هره ورځ د خپل وطن څه د کار د پاره په شرعی فاصله ځی او شپه بيرته راځی لمونځ ئی مات دی او د هغو روژه صحيح نه دی مګر داچی د کار په ځای د لس ورځی نيت وکړی. 1331- مسأله: څوک چی په ښارو سياحت کوی او د ځان د پاره يو وطن نه اختيار وی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1332- مسأله: څوک چی شغل ئی مسافرت نه دی که مثلاً په يو ښار يا کلی يو شی لری چی د هغه د وړل او راوړل د پاره پرله پسی سفر کوی، لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1333- مسأله: څوک چی خپل وطن پری ايښی دی او غواړی بل وطن اختيار کړی که شغل ئی مسافرت نه وی پدی مسافرت بايد لمونځ مات په ځای کړی. اتم شرط: هغه چی د ترخص دحده څه تيرسی يعنی د خپل وطن څه دومره ليری سی چی د ښار ديوال ونه وينی او اذان وانه وری ليکن په هوا بايد دوړی يا بل شی نه وی چی د ديوال د ليدل او د اذان د اوريدل مخ نيوی وکړی او لازم نه دی دومره ليری سی چی مناره او ګنبت ونه وينی يا ديوالونه معلوم نسی، بلکه دومره چی کامل ديوال ونه ليدل سی کافی دی، او څوک چی د هغه ځای چی نيت کړيدی لس ورځی هلته پاته سی د اته فرسخ په نيت ووځی تر څو د ترخص په حد ندی رسيدلی بناپر احتياط واجب لمونځ بايد مات او هم پوره په ځای کړی. 1334- مسأله: څوک چی سفرته ځی که ويو ځای ته ورسيږی چی اذان وانه وری ليکن د ديوال ښار ووينی يا ديوالونه ونه وينی يا ديوالونه ونه وينی ليکن اذان واوری که وغواړی چی هلته لمونځ وکړی بناپر احتياط واجب هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1335- مسأله: هغه مسافر چی خپل وطن ته راځی کله چی د خپل وطن ديوال ووينی او اذان واوری لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن هغه مسافر چی غواړی لس ورځی په يوځای پاته سی کله د هغه ځای ديوال ووينی او اذان ئی واوری بناپر احتياط واجب لمونځ بايد وځنډوی چی خپل کورته ورسيږی يا لمونځ هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1336- مسأله: که ښار په لوړ ځای وی چی دليری وليدل سی يا دومره ژور وی چی که انسان لږ ليری سی ديوال ئی ونه وينی څوک چی د هغه ښار څه مسافرت کوی کله چی په هغه اندازه ليری سی چی که د هغه ښار په صافه مځکه وای ديوال ئی د هغه ځای څه نه ليدل کيدل لمونځ بايد مات په ځای کړی او هم که د کورو کښته او پورته ډير تر معمول وی د معمول خوا بايد ونيول سی. 1337- مسأله: که د يو ځای څه مسافرت وکړی چی کور او ديوال نلری کله يو ځای ته ورسيږی چی هغه ځای ديوال درلود د هغه ځای څه نه ليدل کيدل لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1338- مسأله: که دومره ليری سی چی ونه پوهيږی هغه ږغ چی اوری د اذان ږغ دی يا بل ږغ لمونځ بايد مات په ځای کړی ليکن که وپوهيږی اذان دی ليکن کليمات ئی ونه پيژنی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1139- مسأله: که دومره ليری سی چی د ښار د آخر کورو اذان وانه وری ليکن د ښار اذان چی معمولاً په لوړ ځای کوی واوری لمونځ نبايد مات په ځای کړی. 1340- مسأله: که ويو ځای ته ورسيږی چی د ښار اذان چی معمولاً په لوړ ځای کوی وانه وری ليکن هغه اذان چی په ډير لوړ ځای کوی واوری لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1341- مسأله: که سترګی يا غوږ ئی يا اذان غير معمولی وی په هغه ځای بايد لمونځ مات په ځای کړی چی متوسط سترګی د کورو ديوالونه ونه وينی اومتوسط غوږ معمولی اذان وانه وری. 1342- مسأله: که وغواړی په يو ځای لمونځ وکړی چی شک لری د ترخص په حد يعنی هغه ځای چی اذان وانه وری او ديوال ونه وينی رسيدلی دی که يه بايد لمونځ پوره په ځای کړی او د راګرځيدل په وخت که شک وکړی چی د ترخص په حد رسيدلی دی که يه بايد مات په ځای کړی او ځکه چی په بعضی ځايو اشکال پيدا کوی يا هلته لمونځ ونکړی يا هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1343- مسأله: هغه مسافر چی په سفر د خپل وطن څه تيريږی کله يو ځای ته ورسيږی د وطن ديوال ووينی او اذان واوری لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1344- مسأله: هغه مسافر چی د سفر په منځ خپل وطن ته رسيدلی دی تر هغه وخت چی هلته دی لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن وغواړی د هغه ځای څه اته فرسخ يا څلور فرسخ ولاړسی او بيرته راسی کله يو ځای ته ورسيږی چی د وطن ديوال ونه وينی اواذان وانه وری لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1345- مسأله: وطن پر دوه ډول دی: 1- اصلی وطن، يعنی هغه ځای چی پلار او مور يا يو د هغو وطن وی او څه په هغه ځای متولد (زيږيدل) سوی وی يا په بل ځای. 2- بيله اصلی وطن، يعنی هغه ځای چی انسان په خپل اختيار خپل وطن وټاکی چی په دوه ډول ثابت کيږی: الف: يو ځای د خپل ژوند د پاره وټاکی او قصد ولری د عمر تر آخر هلته پاته سی. ب: يو ځای د خپل ژوند د پاره وټاکی او د تلل قصد د هغه ځايه څه ونلری او دومره هلته پاته سی چی عرفاً هغه د هغه ځای وبولی، بناپر دی څوک چی قصد ولری يو ډير مدت په يو ځای هستوګنه وکړی او وروسته بل ځای ته ولاړسی هغه ځای وطن ئی نه کيږی. 1346- مسأله: څوک چی په دوه ځای ژوند کوی؛ مثلاً شپږ مياشتی په يو ښار او شپږ مياشتی په بل ښار پاتيږی هر دوه وطن ئی دی او که تر دوه ځايه اضافه د خپل ژوند د پاره ټاکلی وی بناپر احتياط واجب بايد لمونځ هم مات او هم پوره په ځای کړی. 1347- مسأله: په بيله اصلی وطن او هغه وطن چی اصلی نه وی چی بيان سو که په نورو ځايو د اقامی قصد ونکړی لمونځ ئی مات دی څه ملک هلته ولری يا ونلری او څه شپږ مياشتی هلته پاته سوی وی يا نه وی پاته سوی. 1348- مسأله: که ويو ځای ته ورسيږی چی اصلی وطن ئی وه او عمداً د هغه ځايه څه صرف نظر کړيدی يا يو ځای ته ورسيږی چی اصلی وطن ئی نه وی او د پاتيدل قصد هلته نلری، لمونځ نبايد پوره په ځای کړی که څه هم بل وطن هم د ځان د پاره نه وی اختيار کړی. 1349- مسأله: مسافر چی قصد لری لس ورځی پرله پسی په يو ځای پاته سی يا پوهيږی چی بيله اختيار لس ورځی په يو ځای پاتيږی خپل لمونځونه بايد په هغه ځای پوره وکړی. 1350- مسأله: هر وخت يو څوک وغواړی (240) ساعت يا ډير په يوه ځای پاته سی د اقامت (پاتيدل) قصد ثابت کيږی او لمونځ بايد پوره په ځای کړی. بناپر دی که سهار پر لس بجی يو ښارته ورسيږی په هغه صورت د اقامت قصد ثابت کيږی چی وغواړی د يوولسمه ورځ دسهار پسله لس بجی هغه ځای ترک کړی يعنی د هغه ځايه څه ولاړسی او که د سهار پر اذان په يو ځای حاضر سو لازم نه دی (240) پوره سی بلکه که وغواړی د لسم ورځ تر ماښام پوری پاته سی کفايت کوی او لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1351- مسأله: هغه مسافر چی غواړی لس ورځی په يو ځای پاته سی په هغه صورت لمونځ بايد پوره په ځای کړی چی وغواړی ټول لس ورځی په يو ځای پاته سی، نوکه وغواړی مثلاً لس ورځی په نجف او کوفه هستوګنه وکړی لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1352- مسأله: هغه مسافر چی غواړی لس ورځی په يو ځای پاته سی که د اوله قصد ولری چی د لس ورځی په منځ دهغه ځای اطراف ته ولاړسی که هغه ځای چی غواړی ولاړسی توابع (مربوط) د هغه وی لکه د ښار د اطراف باغونه بايد په ټول لس ورځی لمونځ پوره په ځای کړی او که د هغه د توابع نه وی او تر شرعی مسافت لږ وی که وغواړی يو ساعت يا دوه ساعت که څه هم ټول لس ورځی ولاړسی او بيرته راسی؛ لمونځ بايد پوره په ځای کړی او که ډير تر دغه وی لکه دغه وغواړی د ورځی ډيره برخه هلته ورسی او شپه بيرته راسی احتياط واجب دا دی چی لمونځ مات او پوره په ځای کړی او د رمضان په مياشت احتياطاً روژه ونيسی او وروسته قضا کړی. 1353- مسأله: هغه مسافر چی تصميم نلری لس ورځی په يوځای پاته سی مثلاً قصد ئی د ادی چی که ملګری ئی راسی يا ښه کور پيدا کړی لس ورځی پاته سی لمونځ بايد مات په ځای کړی. 1354- مسأله: څوک چی تصميم لری لس ورځی په يو ځای پاته سی که څه هم احتمال ورکړی چی د پاتيدل د پاره ئی يوه مانع منځ ته راسی په هغه صورت چی خلګ د هغه په احتمال پروا ونکړی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1355- مسأله: که مسافر وپوهيږی چی مثلاً لس ورځی يا ډير، د مياشت تر پای پاته دی او قصد وکړی چی د مياشتی تر پای په يو ځای پاته سی لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن که ونه پوهيږی د مياشتی تر پای څو مره پاته دی او قصد وکړی چی د مياشتی تر پای پاته سی لمونځ مات په ځای کړی که څه هم د هغه وخته څه چی قصد کړيدی د مياشتی تر پای لس ورځی يا ډير وی. 1356- مسأله: که مسافر قصد وکړی چی لس ورځی په يو ځای پاته سی څرنګه چی د يو څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول د مخه پاته نسی يا په شک سی چی هلته پاته سی يا بل ځای ته ولاړسی، لمونځ بايد مات په ځای کړی او که د يو څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول وروسته پاته نسی يا په شک سی، تر هغه وخت هلته دی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1357- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که روژه ونيسی او ماپښين په هغه ځای پاته نسی که يو څلور رکعتی لمونځ په ځای کړی وی روژه ئی صحيح دی او تر هغه وخت چی هلته دی خپل لمونځونه بايد پوره په ځای کړی او که يو څلور رکعتی لمونځ په ځای کړی نه وی د هغه ورځ روژه ئی صحيح دی اما خپل لمونځونه بايد مات په ځای کړی او راتلونکی ورځی هم نسی کولای روژه ونيسی. 1358- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که پاته نسی او شک وکړی چی د مخه تر هغه چی د پاتيدل د نيت څه وګرځی يو څلور رکعتی لمونځ په ځای کړيدی که يه خپل لمونځونه بايد مات په ځای کړی. 1359- مسأله: که مسافر په دی نيت چی لمونځ مات په ځای کړی په لمونځ مشغول سی او د لمونځ په منځ تصميم ونيسی چی لس ورځی يا ډير پاته سی بايد لمونځ څلور رکعتی پای ته ورسوی. 1360- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که د څلور رکعتی لمونځ په منځ د خپل نيت څه وګرځی که په دريم رکعت نه دی مشغول سوی لمونځ بايد دوره رکعتی پای ته ورسوی او پاته لمونځونه هم مات په ځای کړی او که د دريم رکعت په رکوع داخل سويدی احتياط واجب هغه دی چی لمونځ پوره په ځای کړی او دوه رکعت مات هم وکړی او تر څو هلته پاتيږی دغه احتياط ترک نکړی. 1361- مسأله: هغه مسافر چی قصد کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که ډير تر لس ورځی هلته پاته سی ترڅو چی مسافرت نه دی کړی خپل لمونځ بايد پوره په ځای کړی او لازم نه دی دوباره د لس ورځی د پاتيدل نيت وکړی. 1362- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی بايد واجبه روژه ونيسی او کولای سی مستحبی روژه هم ونيسی او د جمعی لمونځ او د غرمی، مازيګر او ماخستن نافلی هم په ځای کړی. 1363- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که په هغه ځای چی تر څلور فرسخ لږ دی ولاړسی او بيرته راسی خپل د اقامی په ځای، لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1364- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که د يو څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول وروسته او ريښتيا د پاتيدل نيت تصميم ونيسی بل ځای ته چی تر اته فرسخ لږ دی ولاړسی او لس ورځی هلته پاته سی بايد په تلل او په هغه ځای چی د لس ورځی پاتيدل نيت کړيدی خپل لمونځونه پوره په ځای کړی ليکن که هغه ځای چی غواړی ولاړسی اته فرسخ يا ډيروی بايد د تلل په وخت خپل لمونځونه مات په ځای کړی او که هلته د لس ورځی د پاتيدل نيت وکړی خپل لمونځ پوره په ځای کړی. 1365- مسأله: هغه مسافر چی نيت کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی که د يو څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول وروسته وغواړی هغه ځای ته چی تر څلور فرسخ لږ دی ولاړسی که په شک وی چی په خپل لومړی ځای بيرته ولاړسی که يه، يا بيخی د بيرته راګرځيدل وهغه ځای ته غافل وی بايد د هغه وخته چی ځی او بيرته راځی او پسله راتلل خپل لمونځونه پوره په ځای کړی بلی که تصميم لری چی نور د بيرته راګرځيدل په عنوان د پاتيدل په ځای هغه ځای ته رانسی احتياط واجب دا دی چی د هغه ځای د لار په منځ او هلته هم مات لمونځ وکړی او هم پوره، ليکن د راتلل په وخت د هغه ځايه څه لمونځ ئی مات دی که او که مسافت تر هغه ځايه څلور فرسخ لږ نه وی کله چی د اقامت د ځايه څه حرکت کوی مات په ځای کړی کافی دی. 1366- مسأله: که په دی خيال چی ملګری ئی غواړی لس ورځی په يو ځای پاته سی نيت وکړی چی لس ورځی هلته تير کړی او د يو څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول وروسته وپوهيږی چی هغو قصد نه دی کړی که څه هم پخپله پاته نسی تر هغه وخته چی هلته دی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1367- مسأله: که مسافر پسله رسيدل واته فرسخ ته، ديرش ورځی په يوځای پاته سی او په ټول ديرش ورځی په تلل او پاتيدل په شک وی په دغه ټول مدت لمونځ ئی مات دی ليکن پسله ديرش ورځی که څه هم لږ مقدار هلته پاته سی لمونځ بايد پوره په ځای کړی ليکن که واته فرسخ ته رسيدل د مخه د پاتی لار په تلل په شک سی د هغه وخته چی په شک کيږی لمونځ بايد پوره په ځای کړی. 1368- مسأله: هغه مسافر چی غواړی نهه ورځی يا لږ په يو ځای پاته سی که پسله هغه چی نهه ورځی يا لږ هلته پاته سو دوباره وغواړی نهه ورځی يا لږ پاته سی په دغه ټول مدت تر ديرش ورځی لمونځ ئی مات دی ليکن د يو ديرشمی ورځی څه لمونځ بايد پوره په ځای کړی که څه هم د يو لمونځ په مقدار پاته سی. 1369- مسأله: هغه مسافر چی ديرش ورځی په شک وه په هغه صورت لمونځ بايد پوره په ځای کړی چی ديرش ورځی په يو ځای وی نوکه يو مقدار په يو ځای او يو مقدار په بل ځای پاته سی پسله پای ته رسيدل د ديرش ورځی هم لمونځ بايد مات په ځای کړی. متفرقی مسألی:1370- مسأله: مسافر اختيار لری د مکی په ښار، د مدينی په ښار او د کوفی په مسجد خپل لمونځ پوره يا مات په ځای کړی او په دغه دری مکان د اصلی او لومړنی ودانی په منځ او هغه څه چی وروسته اضافه سويدی توپير نسته. او هغه مسافر چی کولای سی د حضرت امام حسين (عليه السلام) په حرم او رواق (زيارت) بلکه په حرم مښتی په مسجد لمونځ پوره يا مات په ځای کړی. 1371- مسأله: څوک چی پوهيږی مسافر دی او لمونځ بايد مات په ځای کړی که په بيله هغه څلور ځايو چی په د مخه مسأله کی وويل سو خپل لمونځ عمداً پوره په ځای کړی، لمونځ ئی باطل دی. او هم که هير کړی چی د مسافر لمونځ مات دی او پوره په ځای کړی بناپر احتياط واجب بايد که وخت هم تير سويدی قضا کړی. 1372- مسأله: څوک چی پوهيږی مسافر دی او لمونځ بايد مات په ځای کړی که بيله پام او د عادت په ډول خپل لمونځ پوره په ځای کړی لمونځ ئی باطل دی او هم که د مسافر او خپل سفر حکم هير کړی وی په هغه صورت چی وخت ولری لمونځ ئی دوباره په ځای کړی بلکه که وخت هم تير سوی وی بناپر احتياط واجب بايد قضا کړی. 1373- مسأله: هغه مسافر چی نه پوهيږی په سفر بايد لمونځ مات په ځای کړی، که پوره په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی. 1374- مسأله: هغه مسافر چی پوهيږی لمونځ بايد مات په ځای کړی که بعضی د هغه خصوصيات ونه پوهيږی مثلاً ونه پوهيږی چی په اته فرسخی سفر بايد مات په ځای کړی که پوره په ځای کړی په هغه صورت چی وخت پاته دی لمونځ بايد مات په ځای کړی او که وخت تير سويدی د مات لمونځ قضا بايد په ځای کړی. 1375- مسأله: هغه مسافر چی پوهيږی لمونځ بايد مات په ځای کړی که په دی ګمان چی سفر ئی تر اته فرسخ لږ دی پوره وکړی کله چی وپوهيږی سفر ئی اته فرسخه وه هغه لمونځ چی پوره کړيدی بايد دوباره په ځای کړی او که وخت هم تير سويدی قضائی د مات په ډول په ځای کړی. 1376- مسأله: که هير کړی چی مسافر دی او لمونځ پوره په ځای کړی که په وخت يادئی راسی بايد مات په ځای کړی او که پسله وخت يادئی راسی د هغه لمونځ قضا پر هغه واجب نه دی ليکن که حکم هير کړی وی، په احتياط واجب د هغه قضا د وخت په بهر په ځای کړی. 1377- مسأله: څوک چی لمونځ بايد پوره په ځای کړی که مات په ځای کړی په هر صورت لمونځ ئی باطل دی. 1378- مسأله: که په څلور رکعتی لمونځ مشغول سی او د لمونځ په منځ يادئی راسی چی مسافر دی يا وپوهيږی چی سفرئی اته فرسخ دی که د دريم رکعت په رکوع نه وی تللی بايد لمونځ دوه رکعتی پای ته ورسوی او که د دريم رکعت په رکوع تللی دی لمونځ ئی باطل دی او که د يو رکعت د په ځای کول په مقدار هم وخت ولری لمونځ بايد مات په ځای کړی يا قضا کړی. 1379- مسأله: که مسافر د مسافر لمونځ بعضی خصوصيات ونه پوهيږی مثلاً ونه پوهيږی چی که څلور فرسخ ولاړسی او هغه ورځ يا شپه ئی بيرته راسی بايد مات په ځای کړی که د څلور رکعتی لمونځ په نيت مشغول سی او د دريم رکعت د رکوع د مخه مسأله وپوهيږی لمونځ بايد دوه رکعتی پای ته ورسوی او که په رکوع وپوهيږی لمونځ ئی باطل دی او که د يو رکعت په مقدار هم وخت پاته وی لمونځ بايدمات يا قضا په ځای کړی. 1380- مسأله: هغه مسافر چی لمونځ بايد پوره په ځای کړی که د مسألی د نه پوهيدل په واسطه د دوه رکعتی لمونځ په نيت په لمونځ مشغول سی او د لمونځ په منځ مسأله وپوهيږی لمونځ بايد څلور رکعتی پای ته ورسوی. او احتياط مستحب دا دی چی د لمونځ د پای ته رسيدل وروسته دوباره هغه لمونځ څلور رکعتی په ځای کړی. 1381- مسأله: هغه مسافر چی لمونځ نه دی په ځای کړی که د وخت د پای ته رسيدل د مخه خپل وطن ته ورسيږی يا و هغه ځای ته ورسيږی چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی لمونځ بايد پوره په ځای کړی او څوک چی مسافر نه دی که د وخت په لومړی لمونځ ونکړی او مسافرت وکړی په سفر بايد لمونځ مات په ځای کړی. 1382- مسأله: که د هغه مسافر چی لمونځ بايد مات په ځای کړی دغرمی، مازيګر او ماخستن لمونځ قضا سی هغه بايد دوه رکعتی قضا کړی که څه هم وغواړی په وطن قضائی په ځای کړی، او که د هغه څوک چی مسافر نه دی يو د دغه دری لمونځ قضا سی بايد څلور رکعتی قضا کړی که څه هم په سفر وغواړی هغه قضا کړی. 1383- مسأله: مستحب دی مسافر پسله هر لمونځ چی مات په ځای کوی ديرش پلا ووائی: «سُبْحانَ اللهِ وَالْحَمْدُلله وَلا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْبَرُ» . |