|
د قضا لمونځ:1384- مسأله: څوک چی خپل واجب لمونځ پر وخت ئی په ځای کړی نه دی د هغه قضا بايد په ځای کړی که څه هم د لمونځ په ټول وخت په خوب پاته سوی وی يا د مستی په واسطه لمونځ نه وی کړی ليکن ورځنی لمونځونه چی ښځه د حيض يا نفاس په حال نده کړی قضا نلړی. 1385- مسأله: که د لمونځ د وخت وروسته وپوهيږی هغه لمونځ چی په ځای کړيدی باطل ؤ، د هغه قضا بايد په ځای کړی. 1386- مسأله: که ماشوم د وخت دپای ته رسيدل د مخه که څه د يو رکعت په مقدار بالغ سی، لمونځ د اداء په ډول پر هغه واجب دی او که ترک کړی دهغه لمونځ قضا پر هغه واجب دی او همدا ډول که حايض يا نفسا ښځی د وخت د پای ته رسيدل د مخه د هغو عذر د منځه ولاړسی او وکولای سی په غسل که څه يو رکعت د لمونځ په وخت وکړی. 1387- مسأله: پر هغه څوک چی د جمعی لمونځ واجب دی که هغه په وخت ئی په ځای نکړی بايد د غرمی لمونځ په ځای کړی او که دغرمی لمونځ هم ترک کړی بايد د غرمی د لمونځ قضا په ځای کړی. 1388- مسأله: د واجب لمونځو قضا د شپی او ورځی په هر وخت کولای سی په ځای کړی څه په سفر او څه په حضر (په خپل ښار) ليکن په حضر که وغواړی د سفر لمونځ قضا کړی بايد د قصر (مات) په ډول قضا کړی او که وغواړی په سفر د حضر قضا سوی لمونځ په ځای کړی بايد د پوره په ډول قضا کړی. 1389- مسأله: که لمونځ په هغه ځايو چی لکه مسجد الحرام مکلف د قصر او پوره په منځ اختيار لری په ځای نسی، احتياط واجب هغه دی چی که په بيله د هغو ځايو قضا کړی د قصر په ډول په ځای کړی او که په هغو ځايو وغواړی قضا کړی د قصر او پوره په منځ اختيار لری. 1390- مسأله: څوک چی د قضا لمونځ لری بايد د هغه په ادا کول تنبلی ونکړی ليکن واجب نه دی سمدستی هغه په ځای کړی. 1391- مسأله: څوک چی د هغه ورځ د قضا لمونځ چی پر هغه واجب وی غواړی د ادا لمونځ وکړی، احتياط واجب د هغه ورځ د اداء پر لمونځ د قضا لمونځ د مخه دی. 1392- مسأله: څوک چی د قضا لمونځ لری کولای سی مستحبی لمونځ په ځای کړی. 1393- مسأله: احتياط واجب، د ورځنی لمونځو په قضا د ترتيب مراعت دی، دهغه څوک د پاره چی د خپل قضا سوی لمونځو ترتيب پوهيږی او په هغه لمونځو چی د هغو په اداء ترتيب لازم دی لکه دغرمی او مازيګر لمونځ، لازم دی په قضا د هغو په منځ ترتيب مراعت سی. 1394- مسأله: که وغواړی د بيله ورځنی د څو لمونځ قضا لکه د آيات لمونځ په ځای کړی يا مثلاً وغواړی د ورځنی يو لمونځ او بيله ورځنی د څو لمونځ قضا په ځای کړی، لازم نه دی هغو په ترتيب قضا کړی. 1395- مسأله: که څوک ونه پوهيږی چی هغه لمونځونه چی ځينی قضا سويدی کم يو د مخه ؤ لازم نه دی داسی په ځای کړی چی ترتيب حاصل سی او کولای سی هر يو د مخه ولری. 1396- مسأله: که د يو ميت د پاره غواړی د قضا لمونځ وکړی او ورثی د قضا سوی لمونځو په ترتيب خبر ولری بناپر احتياط لازم دی ترتيب مراعت سی، او بناپر دی صحيح نه دی د ميت د پاره څو کسان په يو وخت د لمونځ د پاره اجير کړی او لازم دی د هغو د هر يو د پاره يو وخت وټاکل سی او که د قضا کيدل ترتيب نه پوهيږی د غه شرط لازم نه دی. 1397- مسأله: څوک چی نه پوهيږی څو لمونځ د هغه څه قضا سويدی او د هغو شمير نه پوهيږی مثلاً نه پوهيږی څلور دی که پنځه، که لږ مقدار په ځای کړی کافی دی، ليکن احتياط واجب هغه دی که د هغو شمير د مخه پوهيدل او وروسته هير کړيدی ډير مقدار په ځای کړی. 1398- مسأله: تر څو انسان ژوندی دی که څه دخپل قضايی لمونځو د په ځای کول څه عاجز وی بل څوک نسی کولای د نائب په عنوان د هغه لمونځونه قضا کړی. 1399- مسأله: د قضا لمونځ کيږی په جماعت ادا کړی څه د جماعت د امام لمونځ ادا وی يا قضا، او لازم نه دی هر دواړه يو لمونځ وکړی مثلاً که د سهار د قضا لمونځ د امام د غرمی يا مازيګر د لمونځ سره په ځای کړی اشکال نلری. 1400- مسأله: مستحب دی مميز ماشوم يعنی هغه ماشوم چی په ښه او بد پوهيږی په لمونځ کول او نورو عبادتو عادت ورکړسی، بلکه مستحب دی د هغه لمونځو په قضا هم مجبور کړی يعنی د لمونځو قضا هم ادا کړی. د پلار او مور د قضا لمونځ چی پر مشر زوی واجب دی:که پلار خپل لمونځ د يو عذر په خاطر چی درلود په ځای نه وی راوړی پر مشر زوی واجب دی چی پسله مرګ د هغه په ځای کړی يا دهغه د پاره اجير ونيسی بلکه که د نافرمانی لرويه هم ترک کړی وی بناپر احتياط واجب همدا ډول عمل وکړی. او که پلار د ناروغی يا سفر په خاطر روژه نه وی نيولی که د ژوندانه په وخت وکولای قضا کړی او نه دی کړی بايد مشر زوی قضا کړی. 1401- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی مشر زوی د مور قضا سوی لمونځ او روژه قضا کړی. 1402- مسأله: پر مشر زوی پخپله په مور او پلار مربوط لمونځونه قضا واجب دی ليکن د هغه لمونځو قضا چی پر هغو د استيجار (اجيری) په ډول واجب سويدی يا داچی د هغو د مور يا پلار پر ذمه دهغو وه، واجب نه دی. 1403- مسأله: د زوی پر زوی (لمسی) د ميت د لمونځ قضا که د ميت د فوت په حال، د هغه تر ټولو اولادو مشر وی واجب نه دی، او احتياط واجب هغه دی چی که ميت اولاد ونلری، د هغه لمونځونه قضا کړی. 1404- مسأله: لازم نه دی چی مشر زوی د پلار او مور د فوت په حال بالغ وی بلکه که ماشوم وی پسله هغه چی بالغ سو لازم دی قضا کړی او که د مخه تر هغه چی بالغ سی مړ سی پر راتلونکی (بعدی) اولاد واجب نه دی. 1405- مسأله: که يو اولاد د عمر په خاطر مشر او بل د بلوغ په خاطر مشر وی د لمونځ قضا پر لومړنی واجب دی. 1406- مسأله: لازم نه دی مشر زوی د ميت وارث وی، بناپر دی حتی که د ارث څه په يو د منع اسباب لکه وژل يا کفر، ممنوع وی، قضا واجب دی. 1407- مسأله: که معلوم نه وی چی مشر زوی کم يو دی، قضا پر هيڅ يو واجب نه دی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د پلار يا مور روژه او لمونځ پخپل منځ و ويشی يا د قرعی په واسطه يو نفر د هغه د په ځای کول د پاره وټاکی. 1408- مسأله: که ميت وصيت کړی وی چی د هغه د روژی او لمونځ د پاره اجير ونيسی، پسله هغه چی اجير، د هغه روژه او لمونځ په صحيح ډول په ځای راوړ، پر مشر زوی هيڅ شی واجب نه دی او همدا ډول که يو نفر د ميت له خوا مفت (موت)، د هغه روژه او لمونځ قضا کړی. 1409- مسأله: د لمونځ په لوړ او کښته ويل، مشر زوی بايد په خپل وظيفه عمل وکړی يعنی دسهار، ماښام او ماخستن د لمونځ قضا بايد لوړ ووائی که څه هم د مور له خوا قضا کړی. 1410- مسأله: که دوه زامن يو د بل سره غبرګولی وی، هغه څوک چی د مخه زيږيدل سويدی مشر دی که څه هم د بل يو نطفه ژر تړل سوی وی. 1411- مسأله: که څوک د وخت په منځ پسله تيريدل د يو مقدار چی د لمونځ کول امکان په هغه کی ؤ مړ سی، د هغه لمونځ قضا پر مشر زوی واجب دی. 1412- مسأله: که ميت زوی ونلری پر نورو واجب نه دی د ميت د قضا لمونځ په ځای کړی، او که په قضا وصيت کړی وی بايد د هغه د مال د ثلث څه وکړل سی. 1413- مسأله: که مشر زوی د مخه تر دی چی قدرت ولری د پلار قضا سوی لمونځونه او روژی قضا کړی مړ سی بايد تر هغه کشر زوی هغو قضا کړی. |