|
د آيات لمونځ:1503- مسأله: د آيات لمونځ د څلور شی په واسطه واجب کيږی: لومړی: د لمر نيول (کسوف). دوهم: د سپوږمی نيول (خسوف).که څه هم لږ د هغو ونيول سی او څوک هم د هغه څه ونه بيريږی. دريم: زلزله که څه هم څوک ونه بيريږی. څلورم: تندر او بيريښنا او تور او سور بادونه او لکه د دغو په هغه صورت چی ډير خلګ وبيريږی. بناپر احتياط واجب په مځکنی وحشتناک حادثو لکه د مځکی سوری کيدل او ننوتل په هغه صورت چی ډير خلګ وبيريږی بايد د آيات لمونځ وکړی. 1504- مسأله: که هغه شيان چی آيات لمونځ د هغو د پاره واجب دی ډير تر يوه پلا منځ ته راسی انسان بايد د هر يو د هغو د پاره يو د آيات لمونځ په ځای کړی، مثلاً که دوه پلا زلزله وسی بايد دوه د آيات لمونځ په ځای کړی. او همدا ډول که د هغو دواړه منځ ته راسی يعنی هم لمر ونيسی او هم زلزله وسی. 1505- مسأله: څوک چی څو د آيات لمونځ پر هغه واجب دی که هغو ټوله د يو شی د پاره پر هغه واجب سوی وی مثلاً دری پلا لمر نيولی وی او د هغو لمونځ نه دی کړی کله چی د هغو قضا په ځای کوی، لازم نه دی وټاکی چی د هغو د کمه پلا دپاره وی، او همدا ډول دی که څو لمونځ د دواړه د پاره لمونځونه پر هغه واجب سوی وی بناپر احتياط واجب بايد د نيت په وخت وټاکی: د آيات لمونځ چی په ځای کوی د هغو د کم يو د پاره دی. 1506- مسأله: هغه شيان چی د آيات لمونځ د هغو د پاره واجب دی په هر ښار منځ ته راسی فقط د هغه ښار خلګ بايد د آيات لمونځ وکړی او د نورو ځايو پر خلګو واجب نه دی، ليکن که د هغو ځايونه دومره نژدی وی چی يو ښار وشميرل سی د آيات لمونځ پر هغو هم واجب دی. 1507- مسأله: د هغه وخته چی د لمر او سپوږمی نيول شروع کيږی انسان بايد د آيات لمونځ وکړی او په قوی نظر وخت ئی تر هغه زمانه دی چی ټوله ئی خلاص سوی نه وی. او بناپر احتياط واجب بايد دومره ونه ځنډوی چی په خلاصيدل شروع وکړی. 1508- مسأله: که د آيات لمونځ په ځای کول دومره وځنډوی چی سپوږمی يا لمر په خلاصيدل شروع وکړی، بناپر احتياط واجب بايد د اداء او قضا نيت ونکړی ليکن که د هغه د ټول خلاصيدل وروسته، لمونځ وکړی بايد د قضا نيت وکړی. 1509- مسأله: که د لمر او سپوږمی د نيول وخت تر يو رکعت ډيروی ليکن انسان لمونځ په ځای نکړی تر څو د يو رکعت په اندازه د هغه په آخر وخت پاته وی بايد د اداء نيت وکړی. 1510- مسأله: کله چی زلزله، تندر او بريښنا او لکه د دغو کيږی، انسان بايد سمدستی د آيات لمونځ وکړی او که ونکړی معصيت کړيدی او د ژوند تر پای پر هغه واجب دی او هر وخت په ځای کړی ادا دی. 1511- مسأله: که د لمر او سپوږمی د خلاصيدل وروسته وپوهيږی چی ټول ئی نيول سوی وه، بايد د آيات د لمونځ قضا په ځای کړی، ليکن که وپوهيږی يو مقدار د هغه نيولی وه قضا پر هغه واجب نه دی. 1512- مسأله: که يو جمعيت ووائی لمر يا سپوږمی نيولی دی که انسان د هغو د ويل څه يقين پيدا نکړی او د آيات لمونځ ونکړی او وروسته معلوم سی رښتيا ويلی دی که ټول لمر يا سپوږمی نيولی وی بايد د آيات لمونځ په ځای کړی، او که دوه کسه چی د هغو عدالت نه دی معلوم ووائی لمر يا سپوږمی نيولی دی وروسته معلوم سی چی عادل وه بايد د آيات لمونځ په ځای کړی بلکه که په هر دواړه صورت معلوم سی چی يو مقدار د هغه نيولی دی احتياط واجب هغه دی چی د آيات لمونځ په ځای کړی. 1413- مسأله: انسان که د منجمينو او هغه کسان چی د علمی قاعدی لرويه د لمر او سپوږمی نيول پوهيږی، اطمينان پيدا کړی چی لمر يا سپوږمی نيولی دی، د آيات لمونځ بايد په ځای کړی او هم که ووائی څه وخت لمر يا سپوږمی نيسی او څه مقدار ځنډيږی او انسان د هغو په ويل اطمينان پيدا کړی بايد د هغو په خبره عمل وکړی، مثلاً که ووائی لمر څه وخت په خلاصيدل شروع کوی د آيات لمونځ نبايد تر هغه وخت وځنډوی. 1415- مسأله: که د ورځنی لمونځ په وخت د آيات لمونځ هم پر انسان واجب سی، که د هر دواړه لمونځ د پاره وخت لری هر يو لومړی په ځای کړی اشکال نلری، او که يو د هغو وخت لږ وی، بايد لومړی هغه په ځای کړی او که د هر دواړه وخت لږ وی لومړی بايد د ورځنی لمونځ په ځای کړی. 1516- مسأله: که د ورځنی لمونځ په منځ وپوهيږی چی د آيات د لمونځ وخت لږ دی، که د ورځنی لمونځ وخت هم لږ وی، بايد هغه پای ته ورسوی وروسته د آيات لمونځ په ځای کړی. او که د ورځنی لمونځ وخت لږ نه وی بايد هغه مات کړی او لومړی د آيات لمونځ وروسته ورځنی لمونځ په ځای کړی. 1517- مسأله: که د آيات د لمونځ په منځ وپوهيږی چی د ورځنی لمونځ وخت لږ دی د آيات لمونځ بايد پريږدی او په ورځنی لمونځ مشغول سی او پسله هغه چی لمونځ ئی پای ته ورسول د مخه د يو کار کول چی لمونځ د منځه يوسی، د آيات لمونځ پاته برخه د هغه ځای څه چی پری ايښيدی په ځای کړی. 1518- مسأله: که د ښځی د حيض يا نفاس په حال، لمر يا سپوږمی ونيسی او د هغه مدت تر پای چی لمر يا سپوږمی خلاصيږی د حيض يا نفاس په حال کی وی د آيات لمونځ پر هغه واجب نه دی، ليکن بناپر احتياط واجب پسله پاکيدل قضا وکړی، او همدا ډول که زلزلی يا نور آيات (حادثی) منځ ته راغی بناپر احتياط واجب پسله پاکيدل د آيات لمونځ په ځای کړی. د آيات لمونځ دستور:1519- مسأله: د آيات لمونځ دوه رکعته دی او هر رکعت پنځه رکوع لری او دستورئی دا دی چی انسان پسله نيت تکبير ووائی او پوره يو حمد او يوه سوره ووائی، او رکوع ته ولاړسی او سر د رکوع څه پورته کړی او دوباره يو حمد او يوه سوره ووائی دوباره رکوع ته ولاړسی تر پنځه پلا او پسله دريدل د پنځم رکوع دوی سجدی وکړی او ودريږی او دوهم رکعت هم د لومړی رکعت په ډول په ځای کړی او تشهد ووائی او سلام ورکړی. 1520- مسأله: د آيات په لمونځ ممکن دی انسان پسله نيت، تکبير او حمد ويل، د يوی سوری آيی پنځه برخه کړی او يوه آيه يا ډير د هغه ووائی او رکوع ته ولاړسی او سر پورته کړی او بيله دی چی حمد ووائی، د هغه سوری دوهمه برخه ووائی او رکوع ته ولاړسی او همدا ډول د پنځم رکوع د مخه سوره پای ته ورسوی، مثلاً د قل هو الله احد د سوری په قصد، بسم الله الرحمن الرحيم ووائی او رکوع ته ولاړ وروسته ودريږی او ووائی: قل هو الله احد دوباره رکوع ته ولاړسی او پسله رکوع ودريږی او ووائی: الله الصمد دوباره رکوع ته ولاړسی او ودريږی او ووائی: لم يلد ولم يولد او رکوع ته ولاړسی بيا هم سر پورته کړی او ووائی: ولم يکن له کفواً احد او پسله هغه پنځم رکوع ته ولاړسی او پسله سر پورته کول، دوی سجدی وکړی او دوهم رکعت هم د لومړی رکعت په ډول په ځای کړی او پسله دوهمه سجده تشهد ووائی او سلام وکړی. 1521- مسأله: که د آيات د لمونځ په يو رکعت، پنځه پلا حمد او سوره ووائی او په بل رکعت يو حمد ووائی او سوره پنځه برخه کړی مانع نلری. 1522- مسأله: هغه شيان چی په ورځنی لمونځ واجب او مستحب دی د آيات په لمونځ هم واجب او مستحب دی ليکن دآيات په لمونځ مستحب دی د اذان او اقامی په ځای د ثواب داميد په قصد دری پلا ووائی: الصلاة. 1523- مسأله: پسله پنځم او لسم رکوع مستحب دی ووائی: سمع الله لمن حمده او هم د هر رکوع د مخه او پسله هغه تکبير ووائی، ليکن پسله پنځم او لسم رکوع تکبير ويل د رکوع وروسته په عنوان مستحب نه دی. ليکن مستحب دی د سجدی د مخه په قصد تکبير ووائی. 1524- مسأله: د دوهم، څلورم، شپږم، اتم او لسم رکوع د مخه مستحب دی قنوت ووائی او که فقط يو قنوت د لسم رکوع د مخه ووائی کافی دی. 1525- مسأله: که د آيات په لمونځ شک وکړی چی څو رکعت په ځای کړيدی او فکرئی يو ځای ته ونه رسيږی لمونځ باطل دی. 1526- مسأله: که د رکعتو په عددو ګمان او يا د آيات په لمونځ افعال ورته پيدا سی په ګمان بايد عمل وکړی. 1527- مسأله: که شک وکړی چی د لومړی رکعت په آخر رکوع کی دی يا د دوهم رکعت په لومړی رکوع کی دی او فکرئی يو ځای ته ونه رسيږی، لمونځ باطل دی، ليکن که مثلاً شک وکړی چی څلور رکوع کړيدی يا پنځه رکوع، که د سجدی د پاره کوږ سوی نه دی، بايد هغه رکوع چی شک لری په ځای راوړی دی که يه ، په ځای راوړی. او که د سجدی د پاره کوږ سويدی، په خپل شک پروا ونکړی. 1528- مسأله: د آيات د لمونځ هر رکوع رکن دی چی که عمداً يا سهواً لږ يا ډير سی لمونځ باطل دی. |