صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د جمعی لمونځ:

1529- مسأله: د ولی عصر حضرت مهدی (عج الله تعالی فرجه الشريف) د غيبت په زمان د جمعی لمونځ تخييری واجب دی (يعنی مکلف کولای سی دجمعی په ورځ د غرمی د لمونځ په ځای د جمعی لمونځ په ځای کړی) ليکن جمعه افضل دی او غرمه احوط او ډير احتياط په هغه دی چی هر دواړه په ځای کړی.

1530- مسأله: څوک چی د جمعی لمونځ په ځای کړيدی واجب نه دی د غرمی لمونځ هم په ځای کړی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی هغه هم په ځای کړی.

د جمعی لمونځ شرايط:

1531- مسأله: د جمعی لمونځ يواځی د نارينه په واسطه په ځای کيږی، ليکن ښځی هم کولای سی په هغه کی شرکت وکړی.

1532- مسأله: د جمعی لمونځ بايد په جماعت وسی او نه کيږی هغه د فرادی په ډول په ځای کړی.

1533- مسأله: ټول هغه شرايط چی د جماعت په لمونځ معتبر دی د جمعی په لمونځ هم لازم دی، لکه: مانع نه وی، د امام ځای لوړ نه وی، ډير تر معمول فاصله نه درلودل او بيله دغو[1].

1534- مسأله: ټول هغه شرايط چی د جماعت په امام لازم دی بايد د جمعی په امام هم وی لکه: عقل، ايمان، حلال زادګی او عدالت. ليکن د ماشومانو او ښځو امامت د جمعی په لمونځ جايز نه دی.

1535- مسأله: لازم لږ فاصله د دوی جمعی لمونځ په منځ، يو فرسخ دی.

1536- مسأله: د جمعی د لمونځ کسان تر پنځه لږ نه وی چی يو د هغو بايد امام وی. نو د جمعی لمونځ لږ تر پنځه کسه واجب نه دی او نه په ځای کيږی او که اوه کسه او ډيروی د جمعی فضيلت ډير به وی. نوموړی پنځه کسه لاندی شرايط بايد ولری: 1- نارينه وی. 2– آزاد وی. 3–هغه مسافر چی لمونځ ئی مات دی نه وی. 4–ناروغ  او زاړه (سپين ږری) نه وی. 5– د هغه فاصله د جمعی د اقامت تر ځای پوری تر دوه فرسخ لږ وی. او پر هغه کسان چی دغه شرايط ونلری واجب نه دی حتی که د جمعی لمونځ تعيينی واجب وی. اما که پسله تحقق د جمعی په هغه شرکت وکړی د هغو لمونځ صحيح دی او د غرمی د لمونځ کفايت کوی.

1537- مسأله: مسافر کولای سی دجمعی په لمونځ شرکت وکړی او په دی صورت د غرمی لمونځ د هغه څه ساقط کيږی. ليکن مسافر کسان يواځی (بيله شرکت د حاضرين) نسی کولای د جمعی لمونځ په ځای کړی او په دی صورت د غرمی لمونځ پر هغو واجب دی. او هم مسافر نسی کولای د (5 نفر) لازم عدد تکميل کړی ليکن که مسافرين داقامی قصد (لس ورځی يا ډير) وکړی کولای سی د جمعی لمونځ جوړ او په ځای کړی.

1538- مسأله: ښځی کولای سی د جمعی په لمونځ شرکت وکړی او د هغوی لمونځ صحيح دی او د غرمی د لمونځ کفايت کوی ليکن په يواځی (بيله شرکت د نارينه) نسی کولای د جمعی لمونځ په ځای کړی څرنګه چی نسی کولای د (5 نفر) لازم عدد تکميل کړی ځکه د جمعی لمونځ د نارينه په شرکت په ځای کيږی.

1539- مسأله: مشکله خنثی[2] کولای سی د جمعی په لمونځ شرکت وکړی ليکن نسی کولای د (5 نفر) لازم عدد تکميل کړی يا د جمعی امام وی، نو که بيله هغه فقط څلور کسه ټول سوی وی د جمعی لمونځ نه په ځای کيږی او بايد د غرمی لمونځ وکړی.

د جمعی لمونځ وخت:

1540- مسأله: دجمعی د لمونځ وخت د لمر په زوال (غرمه) شروع کيږی او احتياط واجب هغه دی چی د زوال د اوله څه ونه ځنډوی او که وځنډيد احتياط هغه دی چی د غرمی لمونځ په ځای کړی.

1541- مسأله: امام که خطبی د مخه شروع کړی وی او د زوال په وخت پای ته ورسوی او د جمعی لمونځ شروع کړی صحيح دی.

1542- مسأله: جايز نه دی د جمعی امام خطبی دومره وځنډوی چی د لمونځ وخت تيرسی، او بيله دی بايد د غرمی لمونځ وکړی، ځکه چی د جمعی لمونځ که وخت ئی تير سوی وی قضا نلری.

1543- مسأله: که د جمعی لمونځ په منځ وخت ئی پای ته رسيدلی وی که يو رکعت د هغه په وخت واقع سوی وی صحيح دی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی پسله پای ته رسيدل د هغه، د غرمی لمونځ هم په ځای راوړی او که يو رکعت د هغه په وخت واقع سوی نه دی باطل دی او احتياط مستحب هغه دی چی هغه پای ته ورسوی او وروسته د غرمی لمونځ په ځای کړی.

1544- مسأله: که عمداً د جمعی لمونځ داسی وځنډوی چی يواځی يو رکعت د هغه د وخته څه پاته وی احتياط واجب هغه دی چی د غرمی لمونځ په ځای کړی.

1545- مسأله: که يقين لری وخت په هغه اندازه سته چی کولای سی لږ تر لږ واجب د دوی خطبی په تحقق او دوه رکعته لمونځ په ځای راوړی د جمعی او غرمی لمونځ په منځ اختيار لری او که يقين لری چی په دی اندازه وخت نسته، بايد د غرمی لمونځ وکړی او که شک لری، دجمعی لمونځ صحيح دی ليکن که پسله لمونځ معلوم سی چی حتی د يو رکعت د پاره هم وخت پاته نه وه، بايد د غرمی لمونځ په ځای راوړی، که څه احتياط مستحب هغه دی چی که يواځی يو رکعت د هغه هم په وخت واقع سويدی، د غرمی لمونځ وکړی.

1546- مسأله: که د وخت مقدار پوهيږی او شک لری چی په دی مقدار کولای سی دجمعی لمونځ په ځای کړی که يه، جايز دی د جمعی لمونځ شروع کړی، نو که وخت د ټول لمونځ د پاره کافی ؤ لمونځ ئی صحيح دی او بيله دی بايد د غرمی لمونځ په ځای راوړی او احتياط مستحب هغه دی چی په دی صورت د اساس لرويه دغرمی لمونځ ځانته اختيار کړی.

1547- مسأله: په داسی حال چی د جمعی لمونځ په کامل عدد او په خپل صحيح وخت شروع سويدی ليکن مأموم په لومړی رکعت نه دی رسيدلی که په دوهم رکعت، که څه هم د هغه په رکوع، ورسيږی او اقتدا وکړی لمونځ ئی صحيح دی او خپل دوهم رکعت د فرادی په ډول په ځای کړی.

د جمعی لمونځ کيفيت (څرنګه توب):

1548- مسأله: د جمعی لمونځ دوه رکعته دی او کيفيت ئی لکه د سهار لمونځ دی. او مستحب دی چی حمد او سوره په لوړ آواز وويل سی او په لومړی رکعت پسله حمد، د جمعی سوره او په دوهم رکعت د منافقين سوره قرائت کړی.

1549- مسأله: د جمعی لمونځ دوه قنوت لری، لومړی قنوت د لومړی رکعت د رکوع دمخه او دوهم قنوت د دوهم رکعت د رکوع وروسته دی.

1550- مسأله: د جمعی لمونځ دوی خطبی لری چی لکه پخپله لمونځ واجب دی او بايد د جمعی امام په واسطه بيان سی او بيله د غه دوی خطبی د جمعی لمونځ نه صحيح کيږی.

1551- مسأله: واجب دی دوی خطبی د جمعی د لمونځ د مخه ووائی او که لومړی د جمعی لمونځ په ځای راوړی باطل دی، او که وخت پاته دی بايد د خطبو د بيان وروسته دوباره د جمعی لمونځ وکړی ليکن که د مسألی په حکم نه پوهيږی يا سهوه کړيدی د خطبو دوباره بيان لازم نه دی بلکه د لمونځ دوباره په ځای کول هم لازم نه دی.

1552- مسأله: جايز دی د جمعی لمونځ دوی خطبی د شرعی غرمی د مخه بيان سی داسی چی د خطبو پای د شرعی غرمی سره برابر وی، او احتياط مستحب هغه دی چی هغو دغرمی په وخت په ځای کړی.

1553- مسأله: په لومړی خطبه واجب دی الهی حمد، که څه هم په هر لفط (کلام) چی الهی حمد حساب سی جايز دی، او احتياط مستحب هغه دی چی د (الله) په جلاله لفظ وی او احتياط واجب هغه دی چی پسله هغه الهی ثنا ووائی او وروسته د اسلام پر پيغمبر (ص) درود وليږی، او واجب دی خلګ په تقوی سفارښ کړی او د قرآن يوه کوچنی سوره ووائی. او په دوهمه خطبه هم الهی حمد او ثنا ( په هغه ډول چی بيان سو) او درود د اسلام پر پيغمبر (ص) واجب دی. او احتياط واجب هغه دی چی په دی خطبه هم په تقوی سفارښ وکړی او د قرآن يوه کوچنی سوره تلاوت کړی. او احتياط مستحب او مؤکد هغه دی چی په دوهمه خطبه پسله درود پر پيغمبر (ص) پر پاک امامان هم درود وليږی او د مؤمينو د پاره استفغار وکړی. او ښه دی په امير المؤمنين (عليه السلام) منسوب خطبو يا هغه څه د معصوم امامانو څه نقل سويدی وټاکی.

1554- مسأله: ښايسته دی خطيب امام، بليغ (خوش ګفتار) وی او په اوضاع او احوال مربوط خبری وکړی او فصيح (ښی خبری) او روان عبارتونه په کار يوسی، په هغه حوادث چی د ټول عالم پر مسلمانانو تيريږی مخصوصاً د خپل منطقی په حوادث آشنا وی.

د اسلام او مسلمانانو (مصالح) خير او صلاح وپيږنی، داسی دلاور وی چی د خدای (ج) په لار د هيڅ څوک د ملامتی او منت څه ونه بيريږی دحق په ښکاره کول او د باطل په باطلول د زمان او مکان د شرايط په مطابق شجاعت ولری پاملرنه د لمونځ پر وخت او د صلحا او اوليا په ډول عمل چی د هغه د کلام د تأثير په خاطر په خلګو دی مراعت وکړی، کارونه دهغه د موعظی او وعدی سره مطابق وی، دهغه څه چی د هغه او د هغه د کلام د سپک والی سبب کيږی لکه ډير خبری کول، مسخری کول او د بيهوده خبرو څه پرهيز وکړی، او دغه ټول کارونه د خدای (ج) د پاره مراعت وکړی او هدف او مقصد ئی مخ ګرځول او بيزاری د دنيا پرستی او رياست طلبی وی، چی سر سلسله د ټولو ګناهونو دی تر څو کلام ئی پر خلګو تأثير وکړی.

1555- مسأله: ښايسته دی خطيب امام د جمعی د لمونځ په خطبه د مسلمانانو د دين او دنيا خير او صلاح بيان کړی او خلګ د اسلامی او غير اسلامی هيوادو د ګټور او بی ګټو په مسائلو پوه کړی او د مسلمانو د ژوندانه نياز او غوښتنی بيان کړی د سياسی او اقتصادی چارو څه چی د مسلمانانو په هيوادو او استقلال مهمه برخه لری خلګ پوه کړی او د هغو رابطی صحيح کيفيت دنورو ملتواوخلګو سره بيان کړی او خلګ د ستمګر او استعمارګر دولتو د لاس وهنی څه چی د مسلمانانو په سياسی او اقتصادی چارو هغو د استعمار او استثمار باعث کيږی وساتی.

په خلص ډول، د جمعی لمونځ او دوی خطبی ئی لکه حج او د يو ځای والی مرکزونه ئی او د فطر او قربان اخترونه او نور د لويو سنګرو څه دی چی متأسفانه ډير مسلمانان د خپل سياسی مهمو وظيفو څه غافل پاته دی، څرنګه چی د اسلامی سياست د نورو لويو مرکزو څه هم غافل دی. اسلام د سياست دين هغه هم د هغه په ټول شئون دی او څوک چی د اسلام په قضائی، سياسی، اجتماعی او اقتصادی احکامو لږ فکر وکړی په دغه معنی متوجه کيږی. هر څوک ګمان وکړی چی دين د سياست څه جلا دی يو جاهل دی چی نه اسلام پيږنی او نه سياست پوهيږی.

1556- مسأله: مستحب دی خطيب امام په ژمی او دوبی لنګوټه ولری او د برد يمانی يا (عدنی) چپنه واغوندی او ځان پاک کړی، خپل پاک کالی واغوندی، خوش او ښه بوی په کار يوسی داسی چی با وقار او آرام وی. او د خطبو د مخه کله چی مؤذن اذان کوی هغه پر منبر ناست وی تر څو اذان پای ته ورسيږی او خطبی شروع کړی، او د خطابی پر منبر د پورته کيدل په وخت خلګوته مخامخ ودريږی او سلام وکړی او خلګ هم د هغه احترام او استقبال وکړی او په يو شی لکه ليندی او توره (اسلحی) او لکړه تکيه وکړی او خلګ هم ځان د هغه په مخامخ قرار ورکړی.

1557- مسأله: واجب دی د جمعی امام د ولاړ په حال خطبی بيان کړی او که نسی کولای خطبی په ولاړ حالت بيان کړی، بايد بل څوک خطبی ووائی او د لمونځ امامت هم پر غاړه ونيسی. او که هيڅ څوک د ولاړ په حال د خطبو دبيان د پاره پيدا نسی د جمعی لمونځ ساقط يعنی نه دی واجب او د غرمی لمونځ واجب دی.

1558- مسأله: جايز نه دی د جمعی امام خطبو او مخصوصاً په تقوی موعظی او نصيحتونه په کښته آواز ادا کړی او احتياط واجب هغه دی چی په لوړ آواز خطبی بيان کړی داسی چی لږ تر لږ لازم عدد (4نفر) د هغه ږغ واوری، بلکه احتياط مستحب هغه دی چی په تقوی د موعظی او نصيحت په وخت خپل آواز داسی لوړ کړی چی ټول حاضرين د هغه موعظی واوری او په لويو مجامع د لودسپيکر په واسطه خطبی ووائی تر څو تشويق او بيره او مهمی مسألی د ټولو په غوږ ورسوی.

1559- مسأله: احتياط مستحب هغه دی چی امام د خطبی په حال هيڅ خبره بيله مربوط په خطبو ونه وائی او د خطبو او لمونځ په منځ خبری کول مانع نلری.

1560- مسأله: واجب دی امام پسله لومړی خطبه لږ مقدار کښينی او وروسته دوهمه خطبه ووائی.

1561- مسأله: احتياط مستحب هغه دی چی امام او مستمعين د خطبی په حال په کامل طهارت (چی د لمونځ دپاره معتبر دی) وی.

1562- مسأله: احتياط مستحب هغه دی چی مأمومين د خطبی په حال د امام مخامخ وی او ډير تر هغه مقدار چی په لمونځ کولای سی ځان د قبلی څه وګرځوی مخ ونه ګرځوی.

1563- مسأله: واجب دی مأمومين د امام په خطبو غوږ ونيسی او احتياط مستحب هغه دی چی چپ وی او د خبری کول څه پرهيز وکړی چی خبری کول د خطبو په وخت مکروه دی بلکه که د مأمومينو خبری کول د خطبی د نه اوريدل او د هغه د ګټی د منځه تلل سبب وی سکوت لازم دی.

1564- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی د جمعی امام په خطبه الهی حمد او درود پر پيغمبر (ص) او امامانو (ع) په عربی ژبه بيان کړی، که څه هم هغه او مستمعين ئی عرب نه وی اما کولای سی په تقوی د موعظی او نصيحت په مقام په بله ژبه خبری وکړی. او احتياط مستحب هغه دی چی موعظی او هغه څه چی د مسلمانانو په مصالح مربوط کيږی د مستمعينو په ژبه ادا کړی، که مستمعين مختلف دی هغو په مختلف ژبو تکرار کړی که څه هم مأمومين ډير تر لازم عدد (4نفر) وی کولای سی د لازم عدد (4نفر) په ژبه کفايت وکړی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی هغو پخپله د هغو په ژبه موعظه او نصيحت وکړی.

1565- مسأله: دوهم اذان د جمعی په ورځ بدعت او حرام دی. يعنی نبايد يو اذان د خطبی د مخه او يو اذان پسله خطبه ووائی.

د جمعی د لمونځ احکام:

1566- مسأله: څوک چی د جمعی لمونځ په يو امام اقتدا کړيدی کولای سی د مازيګر لمونځ هم په هغه امام اقتدا وکړی ليکن که وغواړی احتياطاً دغرمی لمونځ هم وکړی لارئی دغه ده چی د جماعت د لمونځ د پای ته رسيدل وروسته دوباره د غرمی او مازيګر لمونځ په ځای راوړی مګر داچی امام هم د جمعی د لمونځ وروسته احتياطاً د غرمی لمونځ په ځای راوړی چی په دی صورت که مأموم هم دغه ډول عمل کړيدی لازم نه دی د مازيګر لمونځ تکرار کړی.

1567- مسأله: که امام او مأموم وغواړی د جمعی د لمونځ وروسته، دغرمی لمونځ احتياطاً په ځای راوړی کولای سی هغه په جماعت وکړی ليکن هغه مأموم چی د جمعی په لمونځ شرکت نه دی کړی نسی کولای په دغه لمونځ اقتدا وکړی او که په دغه لمونځ اقتدا وکړی د هغه دغرمی لمونځ کافی نه دی او بايد هغه دوباره په ځای کړی.

1568- مسأله: که مأموم د جمعی امام د لومړی رکعت په رکوع رسيدلی دی د جمعيت د ډيروالی په خاطر يا بيله هغه ونه سی کولای د امام سره سجدی وکړی په دی صورت که وکولای سی (دامام د قيام وروسته د دوهم رکعت د پاره) سجدی پخپله وکړی او د بعدی رکعت د رکوع د مخه يا په هغه وخت په امام ملحق يعنی يو ځای سی، لمونځ ئی صحيح دی. او بيله هغه بايد په خپل حال پاته سی تر څو امام د دوهم رکعت په سجدو ورسيږی هغه وخت دوی سجدی د خپل لمونځ د لومړی رکعت د سجدو په نيت د امام سره په ځای راوړی او وروسته دوهم رکعت فرادی په ځای کړی او لمونځ ئی صحيح دی. ليکن که هغو د دوهم رکعت د سجدو په نيت او يا د امام د متابعت په نيت وکړی احتياط واجب هغه دی چی د هغه دوی سجدی څه صرف نظر کړی او دوی سجدی د لومړی رکعت د سجدو په نيت وکړی او وروسته دوهم رکعت په ځای کړی او د لمونځ د پای ته رسيدل وروسته، دغرمی لمونځ هم په ځای کړی.

1569- مسأله: که د لمونځ د اتصال په قصد مأموم، د دوهم رکعت په رکوع تکبير ووائی او رکوع ته ولاړسی او شک وکړی چی د امام په رکوع رسيدلی دی که يه، د جمعی لمونځ ئی نه صحيح کيږی او احتياط واجب هغه دی چی هغه لمونځ دغرمی په نيت پای ته ورسوی او وروسته د غرمی لمونځ دوباره په ځای کړی.

1570- مسأله: که مأمومين د خطبو د پای ته رسيدل وروسته او د امام د لمونځ په شروع، په هغه اقتدا ونکړی او امام يواځی پريږدی د جمعی لمونځ نه په ځای کيږی او باطل دی او امام کولای سی هغه لمونځ پريږدی او د غرمی لمونځ وکړی، او احتياط مستحب هغه دی چی خپل نيت په غرمه وګرځوی او پسله پای ته رسيدل د هغه دوباره دغرمی لمونځ وکړی او ډير احتياط په هغه دی چی لمونځ په هغه نيت د جمعی پای ته ورسوی او وروسته دغرمی لمونځ په ځای راوړی.

1571- مسأله: که د جمعی لمونځ په کامل عدد (اقل حد 4 نفر د امام سره) په ځای سی که څه هم فقط د هغه تکبير ويلی وی او وروسته متفرق سی، لمونځ باطل کيږی څه ټول مأمومين يا بعضی د هغو متفرق سی او امام پاته سی او څه بر عکس، څه کامل يو رکعت د لمونځ په ځای کړی وی او څه لږ، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی پاته کسان د جمعی لمونځ پای ته ورسوی وروسته دغرمی لمونځ په ځای کړی او که بعضی د هغو د دوهم رکعت په آخر بلکه د دوهم رکعت د رکوع وروسته متفرق سی د جمعی لمونځ صحيح دی او احتياط مستحب هغه دی چی پسله هغه دغرمی لمونځ په ځای راوړی.

1572- مسأله: که د مأمومينو عدد ډير تر کامل عدد (4 نفر) د جمعی د لمونځ د پاره وی د يوه برخه جلا کيدل مطلقاً تاوان نلری په دی شرط چی پاته کسان تر (4 نفر) لږ نه وی.

1573- مسأله: که پنځه کسه (يا ډير) دجمعی لمونځ د پاره راټول سی ليکن د خطبو په وخت يا پسله هغو او دلموڼح د مخه متفرق او جلا سی او بيرته ونه ګرځی داسی چی لږ تر 5 کسه پاته وی د پاته خلګو وظيفه، د غرمی لمونځ دی.

1574- مسأله: که په خطبه د واجب مسمّا د په ځای کول د مخه يعنی (لږ تر لږ د خطبو واجبات چی وکولای سو هغه ته خطبه ووايو) يوه برخه د مأمومين متفرق سی او تر 4 کسه لږ پاته سی او ژر بيرته راوګرځی (داسی چی لازم عدد 5 نفر کامل سی) که امام په دی فاصله چپ سوی وی، پسله راګرځيدل د مأمومين بايد د هغه نقطی څه چی خطبه قطع کړيدی ادامه ورکړی ليکن که (مأمومين د لازم عدد څه لږ وی) د خطبی واجب برخی ادامه ورکړيدی او متفرق سوی کسان د هغه ږغ نه دی اوريدلی بايد پسله راګرځيدل د هغو او د عدد تکميل واجب برخی چی د هغو په غياب ويلی دی دوباره بيان کړی او که د مأمومينو راګرځيدل زمان وځنډيږی داسی چی معمولاً خطبی څو برخی سوی وی امام بايد دوباره خطبه ووائی. که د نوی مأمومينو په راتلل هم لازم عدد (5 نفر) کامل سی د خطبی دوباره بيان ضروری دی.

1575- مسأله: که مأمومين پسله خطبی يا د هغه په منځ متفرق سی (داسی چی لږ تر 5 کسه پاته سی) او بيرته راوګرځی تر څو لازم عدد کامل سی که د خطبی مسما صحيح سوی وی د خطبی دوباره بيان واجب نه دی که څه هم د مأمومينو راګرځيدل زمان وځنډيږی. او که د خطبی مسما صحيح سوی نه وی، که مأمومين د جمعی د لمونځ څه انصراف کړی وی احتياط واجب هغه دی چی پسله راګرځيدل د هغو، امام خطبی دوباره ووائی (که څه هم لږ مدت متفرق سوی وی) که د متفرق والی سبب يو کار لکه باران او نور وی په دی صورت که مدت ئی دومره وځنډيږی چی معمولاً خطبی څو برحی سی واجب دی خطبی دوباره ووائی او بيله هغه مخنی خطبی ته ادامه ورکړی صحيح دی.

1576- مسأله: که په يو ځای د جمعی لمونځ په ځای سو نبايد په فاصله لږ تر يو فرسخ د هغه بل د جمعی لمونځ په ځای سی. نو که په فاصله د يو فرسخ دوه د جمعی لمونځ اقامه سی هر دوه صحيح دی. لازم دی چی وويل سی چی د فاصلی اندازه، د جمعی د لمونځ ځای دی نه هغه ښار چی د جمعی لمونځ هلته سويدی بناپر دی په هغه لويو ښارو چی طول ئی څو فرسخه دی کيږی څو د جمعی لمونځ په ځای کړی.

1577- مسأله: احتياط مستحب هغه دی چی د جمعی د لمونځ د اقامی د مخه مطمئن سی چی تر لږ مقدار فاصله د مخه تر هغو يا نژدی د هغو بل د جمعی لمونځ په ځای سوی نه دی او نه کيږی.

1578- مسأله: که دوه د جمعی لمونځ په يو وخت او تر لږ مقدار فاصله (يو فرسخ) په ځای سی هر دوه باطل دی. ليکن که يو د هغه د مخه شروع سويدی که څه هم فقط تکبيرة الاحرام ويلی وی بل يو باطل دی، څه لمونځ کوونکی وپوهيږی چی د هغو د مخه يا د هغو وروسته بل د جمعی لمونځ په لږ فاصله په ځای سويدی او يا کيږی او څه ونه پوهيږی، او که لمونځ د مخه وی صحيح دی نه خطبو، بناپر دی که يو د دوه د جمعی لمونځ په خطبو د مخه وی ليکن دوهم لمونځ د لمونځ په شروع د مخه وی دوهم لمونځ صحيح دی او لومړنی باطل به وی.

1579- مسأله: که يقين لری چی تر لږ مقدار فاصله (يو فرسخ) د جمعی لمونځ په ځای سوی دی او شک لری چی هغه لمونځ د مخه په ځای سويدی که يه، او يا شک لری چی هغه لمونځ همزمان دهغو سره په ځای کيږی که يه، په هر دوه صورت کيږی چی د جمعی لمونځ په ځای کړی. او همدا ډول دی که د بل جمعی لمونځ د په ځای کول په اصل اطمينان ونلری.

1580- مسأله: که د جمعی لمونځ د پای ته رسيدل وروسته متوجه سی چی بل د جمعی لمونځ په لږ مقدار فاصله تشکيل سويدی او هر يو د دوه لمونځ احتمال ورکړی د مخه تر بل يو د جمعی په اقامه شروع کړيدی، پر هيڅ يو د جمعی او د جمعی او د غرمی لمونځ دوباره په ځای کول واجب نه دی. که څه هم دوباره په ځای کول په استحبابی احتياط مطابق دی او که دريم جمعيت وغواړی په هغه محدوده يعنی ځای د بل جمعی لمونځ اقامه وکړی، بايد يقين ولری چی هغه دوه د جمعی لمونځ باطل دی او که احتمال ورکړی يو د هغو صحيح دی نسی کولای د بل جمعی لمونځ اقامه وکړی.

1581- مسأله: د ولی عصر امام زمان (عليه السلام) د غيبت په زمان چی د جمعی لمونځ تعيينی واجب نه دی رانيول او خرڅول او نور معاملی د جمعی د لمونځ د اقامی په وخت حرام نه دی.


[1] د شرايط په باره، موانع، مبطلات، فاصله، شک، سهوه او نور د جماعت لمونځ په مربوط فصل مراجعه وسی.

[2] هغه څوک چی نارينه توب يا شځينه توب ئی معلوم نه دی.