|
د لمونځ د پاره اجير نيول:1600- مسأله: د انسان د مرګ وروسته د هغه د لمونځ او نور عبادتو د پاره چی په ژوند په ځای نه دی راوړی بل څوک اجير کړی يعنی هغه ته معاش او مزد ورکړی چی هغو په ځای راوړی. او که څوک بيله مزد هم هغو په ځای کړی صحيح دی. 1601- مسأله: انسان کولای سی د بعضی مستحبی کارو د پاره لکه د حضرت پيغمبر (ص) او امامانو (عليهم السلام) د قبرو زيارت د ژوندی کسانو له خوا اجير سی، او هم کولای سی مستحبی کار وکړی او د هغه ثواب د مړی کسان او ژوندی کسان دپاره وبخښی. 1602- مسأله: اجير بايد د نيت په وخت، ميت وټاکی، او لازم نه دی د هغه نوم وپوهيږی. نوکه نيت وکړی د يو څوک له خوا لمونځ کوم چی د هغه دپاره اجير سوی يم کافی دی. 1603- مسأله: اجير بايد ځان د ميت په ځای وبولی او د هغه عبادتونه د هغه په نيابت يعنی د هغه په ځای قضا کړی او که يو عمل په ځای کړی او ثواب ئی د هغه د پاره وبخښی کافی نه دی. 1604- مسأله: څوک چی يو بل د ميت د لمونځو د پاره اجير کړيدی که وپوهيږی چی عمل په ځای کړی نه دی يا باطل په ځای کړيدی، دوباره بايد اجير ونيسی. 1605- مسأله: هر کله شک وکړی چی اجير عمل په ځای کړی دی که يه، که څه هم ووائی په ځای کړی می دی، دوباره بايد اجير ونيسی ليکن که شک وکړی چی د هغه عمل صحيح وه که يه، داجير نيول لازم نه دی. 1606- مسأله: څوک چی يو عذر لری، مثلاً په تيمم يا په ناست لمونځ کوی، نه کيږی هغه دميت دلمونځو د پاره اجير کړی، که څه هم د ميت څه په دغه ډول قضا سوی وی. 1607- مسأله: نارينه د ښځی د پاره او ښځی د نارينه د پاره کولای سی اجير سی او د لمونځ په لوړ ويل او کښته ويل بايد په خپل تکليف عمل وکړی. 1608- مسأله: د ميت د لمونځو قضا که د هغو ترتيب وپوهيږی بايد په ترتيب په ځای سی او که د هغو ترتيب ونه پوهيږی ترتيب لازم نه دی، ليکن دغرمی يا مازيګر يا ماښام يا ماخستن لمونځ د يوی ورځی په باره، ترتيب لازم دی. 1609- مسأله: که د اجير سره شرط ونکړی چی لمونځ په څه مقدار د هغه د مستحباتو سره وکړی بايد يو مقدار د لمونځ مستحبات چی معمول دی په ځای کړی. 1610- مسأله: که انسان څو کسان د ميت د قضا لمونځ د پاره اجير کړی که د ميت د لمونځ د قضا ترتيب پوهيږی بايد بناپر احتياط واجب د هغو د هر يو د پاره يو وخت وټاکی، مثلاً که د هغو د يو سره قرار کښيښود چی د سهار تر غرمی د قضا لمونځ په ځای کړی، د بل سره قرار کښيږدی چی د غرمی تر شپی په ځای کړی. او هم بايد هغه لمونځ چی هره پلا شروع کوی، وټاکی مثلاً قرار کښيږدی، لومړی د سهار لمونځ په ځای کړی يا غرمه يا ماښام، او همداډول بايد د هغو سره قرار کښيږدی چی هره پلا د يوی شپی ورځی لمونځ د اوله شروع کړی. 1611- مسأله: که اجير لمونځونه په ځای کړی نه وی د ميت ذمه مشغول دی. بناپر دی که اجير مړ سی که احتمال ورکړی چی لمونځونه په ځای کړی نه دی بناپر احتياط واجب د هغه لمونځو د پاره بايد اجير ونيسی. 1612- مسأله: هغه څوک چی د ميت د لمونځو د پاره اجير کړيدی، که د لمونځ د پای ته رسول د مخه مړسی او د هغو ټول اجرت او مزدوری اخيستی وی، که شرط سوی وی چی ټول لمونځونه پخپله هغه په ځای کړی، بايد د هغه مقدار اجرت چی په ځای کړی نه دی د هغه د مال څه د ميت ولی ته ورکړی، مثلاً که د هغو نيم په ځای کړی نه دی، بايد دهغه د پيسی نيمی چی اخيستی دی د هغه د مال څه د ميت ولی ته ورکړی، او که شرط نه دی کړی، بايد ورثه ئی (ميراث وړونکی) د هغه د مال څه اجير ونيسی، او که مال ونلری د هغو پر ورثه هيڅ شی واجب نه دی، ليکن ښه دی د ميت قضا ادا کړی. 1613- مسأله: که اجير دميت د لمونځو د پای ته رسول د مخه مړسی او هغه پخپله هم د قضا لمونځ ولری، بايد د هغه د مال څه د هغه لمونځو د پاره چی اجير وه بل څوک اجير کړی او که يو شی پاته سو، که وصيت کړی وی او ورثه اجازه ورکړی د هغه د ټول لمونځو د پاره اجير ونيسی، او که اجازه ورنکړی د هغه ثلث (دريمه برخه) د هغه پخپله د لمونځ په مصرف ورسوی. |