صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د روژی احکام:

1614- مسأله: روژه هغه ده چی انسان د خدای (جل جلاله)  د فرمان د په ځای کول د پاره د سهار د اذان څه تر ماښام پوری د هغه شيان چی روژه باطلوی او شرح او بيان ئی وروسته ويل کيږی ځان وساتی او مخ نيوی وکړی.

نيت:

1615- مسأله: لازم نه دی انسان د روژی نيت په زړه تير کړی يا مثلاً ووائی سبا روژه ونيسم، بلکه دومره چی د خدای (ج) د فرمان د په ځای کول د پاره د سهار د اذان څه تر ماښام پوری چی روژه باطلوی يو کار ونکړی کافی دی د دی د پاره چی يقين وکړی دغه ټول مدت روژه وه بايد يو مقدار د سهار د اذان د مخه، او يو مقدار هم پسله ماښام يو کار ونکړی چی روژه باطلوی.

1616- مسأله: په ټاکلی واجب روژه لکه رمضان د شپی د اوله څه د سهار تر اذان هر وخت د سهار د روژی نيت وکړی اشکال نلری، او هغه څه چی مهم دی دا دی چی د سهار د اذان سره همزمان د روژی نيت که څه هم ارتکازاً (په دی ډول چی د هغه څه پوښتنه وکړی ووائی روژه يم) او که ونه پوهيږی يا هير کړی چی د رمضان مياشت ده يا بل ټاکلی واجب، او د غرمی د مخه متوجه سی که يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی نيت بايد وکړی او روژه ئی صحيح دی، او که يو کار چی روژه باطلوی کړی وی، يا ماپښين متوجه سی روژه ئی باطل دی ليکن بايد تر ماښام هغه کار چی روژه باطلوی ونکړی، او وروسته هغه روژه قضا کړی اما د مستحبی روژی وخت د شپی د اوله څه دی تر هغه وخت چی ماښام ته د نيت کول په اندازه وخت پاته وی، چی که تر دغه وخته پوری يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی او د مستحبی روژی نيت وکړی روژه ئی صحيح دی.

1617- مسأله: که وغواړی بيله د رمضان روژه بله روژه ونيسی بايد هغه وټاکی مثلاً نيت وکړی چی د قضا روژه يا د نذر روژه نيسم، ليکن د رمضان په مياشت لازم نه دی نيت وکړی چی د رمضان مياشت روژه نيسم، بلله که ونه پوهيږی د رمضان مياشت ده يا هير کړی او بله روژه نيت کړی، د رمضان د مياشتی روژه شميرل کيږی.

1618- مسأله: که وپوهيږی د رمضان مياشت ده، او عمداً د بيله رمضان د روژی نيت وکړی، نه د رمضان روژه شميرل کيږی او نه هغه روژه چی قصد کړيدی.

1619- مسأله: که د روژی د نيت وروسته مست سی او وروسته په هوش راسی بناپر احتياط واجب بايد هغه ورځ روژه ونيسی او قضائی هم ونيسی ليکن که بی هوش سی او وروسته په هوش راسی روژه پای ته ورسوی او صحيح دی.

1620- مسأله: که بيله نيت د روژی مست سی او د ورځی په منځ په هوش راسی بايد هغه ورځ روژه ونيسی او د هغه قضا هم ونيسی او که بی هوش سی او د ورځی په منځ په هوش راسی فقط د هغه قضا ونيسی.

1621- مسأله: که د سهار د اذان د مخه نيت وکړی او بيده سی، او پسله ماښام ويښ سی روژه ئی صحيح دی.

1622- مسأله: که مثلاً د رمضان د مياشتی د لومړی ورځ په نيت روژه ونيسی او وروسته وپوهيږی دوهمه يا دريمه وه روژه ئی صحيح دی.

1623- مسأله: که ونه پوهيږی يا هير کړی چی د رمضان مياشت ده او د غرمی د مخه متوجه سی، که يو کار چی روژه باطلوی کړی وی، يا ماپښين متوجه سی چی د رمضان مياشت ده روژه ئی باطل دی، او بايد د رمضان په مياشت تر ماښام هغه کار چی روژه باطلوی ونه کړی، او پسله رمضان هم د هغه قضا ونيسی.

1624- مسأله: که ماشوم د رمضان د مياشتی د سهار د اذان د مخه بالغ سی بايد روژه ونيسی، او که پسله اذان بالغ سی د هغی ورځی روژه پر هغه واجب نه دی.

1625- مسأله: څوک چی د يو ميت د روژی د نيول دپاره اجير سويدی که مستحبی روژه ونيسی، او که څوک د قضا روژه لری نسی کولای مستحبی روژه ونيسی او که يو بل واجبه روژه لری بناپر احتياط واجب نسی کولای مستحبی روژه ونيسی، او که هير کړی او مستحبی روژه ونيسی که د غرمی د مخه په يادئی راسی مستحبی روژه ئی د منځه ځی، او کولای سی خپل نيت په واجب روژه راوګرځوی، او که ماپښين متوجه سی روژئی باطل دی، او که پسله ماښام يادئی راسی روژه ئی صحيح دی.

1626- مسأله: که د رمضان په مياشت د غرمی د مخه کافر مسلمان سی او د سهار د اذان تر هغه وخت يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی احتياط واجب هغه دی چی نيت وکړی او روژه ونيسی او که روژه ونه نيول قضائی ونيسی.

 1627-مسأله: که ناروغ د رمضان د مياشتی د غرمی د مخه جوړ سو او د سهار د اذان تر هغه وخت يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی بايد د روژی نيت وکړی او هغه ورځ روژه ونيسی، او که ماپښين جوړ سی د هغی ورځی روژه پر هغه واجب نه دی او بايد وروسته د هغه قضا ونيسی.

1628- مسأله: انسان کولای سی د رمضان د مياشتی په هره شپه د هغه د سهار د روژی د پاره نيت وکړی او ښه دی چی د مياشتی په اوله شپه هم د ټوله مياشت د روژی نيت وکړی او هغه شی چی مهم دی دا دی چی د سهار د اذان سره همزمان هره ورځ د روژی نيت که څه هم ارتکازاً ولری.

1629- مسأله: هغه ورځ چی انسان شک لری د شعبان آخر دی يا د رمضان لومړی، واجب نه دی روژه ونيسی، او که وغواړی روژه ونيسی نسی کولای د رمضان د روژی نيت وکړی، ليکن که د قضا د روژی او لکه هغه نيت وکړی که وروسته معلوم سو رمضان وه د رمضان روژه شميرل کيږی.

1630- مسأله: که هغه ورځ چی شک لری د شعبان آخر دی يا د رمضان لومړی، د قضا روژی يا مستحبی روژی په نيت روژه ونيسی، او د ورځی په منځ وپوهيږی چی د رمضان مياشت ده بايد د رمضان د روژی نيت وکړی، که څه هم ماپښين متوجه سی، او که د رمضان په نيت روژه ونيسی باطل دی که څه هم په رښتيا رمضان وی.

1631- مسأله: که په ټاکلی واجب روژه لکه د رمضان روژه د روژی نيول د نيت څه وګرځی، روژه ئی باطل دی او که نيت وکړی چی يو کار چی روژه باطلوی وکړی که هغه کار ونکړی روژه ئی صحيح دی، همدا ډول په مستحبی روژه او واجب روژه چی ټاکل سوی نه وی که د غرمی د مخه پسله دی چی د روژی د نيت څه وګرځيد بيا د روژی نيت وکړی، روژه ئی صحيح دی.

هغه شيان چی روژه باطلوی:

1632- مسأله: لس شی روژه باطلوی:

لومړی: خوړل.

دوهم: څښل.

دريم: جماع.

څلورم: استمناء او استمناء هغه دی چی انسان د ځان سره داسی کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی.

پنځم: درواغ تړل په خدای (ج) او پيغمبر (ص) او د پيغمبر (ص) جانشينان.

شپږم: غليظ دوړی حلق ته رسول.

اووم: ټول سر ننه ايستل په اوبو.

اتم: د سهار تر اذان پر جنابت، حيض او نفاس پاتيدل.

نهم: اماله کول په مايع شيان.

لسم: قی کول (راګرځول) او ددغو احکام په راتلونکی مسائلو ويل کيږی.

1-     2: خوړل او څښل:

1633- مسأله: که روژه دار (لرونکی) عمداً يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی باطل کيږی څه د هغه شی خوړل او څښل معمول وی لکه ډوډی او اوبه، څه معمول نه وی لکه خاوره او د ونی شيره او څه لږ وی يا ډير، حتی که څوک يو تار د خولی په اوبه لوند کړی او بيا خولی ته يوسی او د هغه رطوبت تير کړی روژه ئی باطل کيږی او همدا ډول د مسواک رطوبت، مګر داچی د هغو رطوبت داسی د خولی په اوبه د منځه ولاړسی چی د باندی رطوبت هغه ته ونه ويل سی، او همدا ډول د هغه ډوډی پاته برخه چی د غاښو د منځ څه راوځی تيرول روژه باطل کيږی.

1634- مسأله: که روژه دار (لرونکی) سهواً يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی نه باطل کيږی.

1635- مسأله: روژه دار بايد د هغه پيچکاری څه چی د ډوډی په ځای په کار ځی مخ نيوی وکړی، ليکن هغه پيچکاری چی غړی بی حس کوی او يا د دوا په ځای استعمال کيږی اشکال نلری.

1636- مسأله: که کله چی په ډوډی خوړل مشغول دی وپوهيږی سهار سويدی بايد ګوله دخولی څه راوباسی او که عمداً تير کړی روژه ئی باطل دی او په هغه دستور چی وروسته به وويل سی کفاره هم پر هغه واجب کيږی.

1637- مسأله: که روژه لرونکی دومره تږی سی چی وبيريږی د تږی توب څه ومری، کولای سی په هغه اندازه چی د مړی څه وژغوری اوبه وڅښی، ليکن روژه ئی باطل کيږی او که د رمضان مياشت وی د ورځی په پاته برخه د هغه کار په ځای راوړل چی روژه باطلوی ځان وساتی او قضا د هغه هم ونيسی.

1638- مسأله: څوک چی غواړی روژه ونيسی لازم نه دی د مخه تر اذان خپل غاښونه خلال (خاښه وهل) کړی ليکن که وپوهيږی هغه ډوډی چی د غاښو په منځ پاته سويدی په ورځی تيريږی که خلال ونکړی روژه ئی باطل کيږی، او فرق نه کوی چی يو څه د هغه تير سی يا تير نسی.

1639- مسأله: د خولی اوبه تيرول که څه هم د تروه شيان په خيال په خوله راټول سوی وی روژه نه باطلوی.

1640- مسأله: د سر او سينی اخلاط تيرول تر څو خولی ته نه وی رسيدل اشکال نلری، ليکن که خولی ته ورسيږی احتياط واجب هغه دی چی تير نکړی.

1641- مسأله: د ډوډی ژويدل د ماشوم او چوغکو د پاره، او د ډوډی د خوند د پاره چی حلق(ستونی) ته ونه رسيږی، که ناڅاپه هم حلق ته ورسيږی روژه نه باطلوی ليکن که انسان د مخه وپوهيږی چی حلق ته رسيږی که تير سی روژه ئی باطل کيږی او بايد دهغه قضا ونيسی، او کفاره هم پر هغه واجب دی.

1642- مسأله: انسان نسی کولای د ضعف په خاطر خپل روژه وخوری ليکن که ضعف ئی دومره ډيروی چی معمولاً د هغه طاقت نه کيږی د روژی خوړل اشکال نلری.

3- جماع:

1643- مسأله: جماع څه د مخه وی څه د شا، صغير وی يا کبير، د جماع کوونکی او جماع سوی روژه باطلوی که څه هم د سنت سوی په مقدار ننوځی او منی هم رانوځی، او که د سنت سوی تر مقدار لږ ننوځی او منی هم رانوځی روژه نه باطل کيږی.

1644- مسأله: که هير کړی چی روژه لری او جماع وکړی يا بيده وی، يا هغه په جماع مجبور کړی داسی چی اختيار ونلری روژه ئی نه باطل کيږی ليکن که د جماع په منځ ياد ئی راسی يا نور مجبور نه وی بايد سمدستی دجماع د حال څه خارج سی، او که خارج نسی روژه ئی باطل کيږی.

1645- مسأله: که شک وکړی چی دسنت سوی په اندازه داخل سوی دی که يه روژه ئی صحيح دی، او هغه څوک چی سنت سوی ځای ئی پری سويدی که شک وکړی چی دخول سويدی که يه روژه ئی صحيح دی.

4- استمناء:

1646- مسأله: که روژه لرونکی استمناء وکړی يعنی د ځانه سره يو کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی روژه ئی باطل کيږی، ليکن که بی اختيار منی د هغه څه راووځی روژه ئی نه دی باطل، او که يو کار وکړی چی بی اختيار د هغه څه منی راووځی روژه ئی باطل کيږی.

1647- مسأله: هر وخت روژه لرونکی وپوهيږی چی که په ورځ بيده سی محتلم کيږی، يعنی په خوب منی د هغه څه راوځی کولای سی بيده سی، او که بيده سی او محتلم سی روژه ئی صحيح دی مخصوصاً که د خوب نه کول د سختی سبب وی.

1648- مسأله: روژه لرونکی چی محتلم سويدی کولای سی د مخه تر غسل کول بولی وکړی او په هغه دستور چی د مخه وويل سو استبراء وکړی، ليکن که غسل کړی وی، او وپوهيږی چی د بولی يا استبراء کول په واسطه پاته سوی منی راوځی، بناپر احتياط واجب نسی کولای استبراء وکړی او که روژه لرونکی د منی د راوتل په حال د خوب راويښ سی واجب نه دی د هغه د راوتل څه مخ نيوی وکړی.

1649- مسأله: روژه لرونکی چی محتلم سويدی که وپوهيږی منی پاته سويدی او که د غسل کول د مخه بولی ونکړی پسله غسل منی د هغه څه راووځی ښه دی چی د غسل د مخه بولی وکړی.

1650- مسأله: که د منی د راوتل په قصد يو کار وکړی که منی د هغه څه رانوځی روژه ئی نه باطل کيږی.

1651- مسأله: که روژه لرونکی بيله قصد د منی د راوتل د يو چاسره بازی او مسخری وکړی او منی دهغه څه راووځی، که عادت درلود چی په داسی کارو مني د هغه څه راوتله، روژه ئی باطل دی، او که عادت نه درلود چی په داسی کارو منی د هغه څه راووځی او ناڅاپه راوتلی دی بيا روژه ئی باطل دی، مګر داچی اطمينان ولری چی منی د هغه څه نه راوځی.

5- درواغ تړل په خدای (ج) او پيغمبر (ص):

1652- مسأله: که روژه لرونکی په ويل يا ليکل يا په اشاره او لکه ددغو په خدای او پيغمبر او د آنحضرت جانښينان عمداً د درواغ نسبت ورکړی که څه هم سمدستی ووائی درواغ ويلی دی يا توبه وکړی، روژه ئی باطل دی او احتياط واجب هغه دی چی نور پيغمبران او جانښينان د هغو، او حضرت زهرا (سلام الله عليها) هم په دی حکم توپير نلری.

1653- مسأله: که وغواړی يوه خبره چی نه پوهيږی رښتيا ده يا درواغ نقل وکړی، نبايد پخپله هغه په حتمی ډول ووائی او ليکن که پخپله هم په حتمی ډول خبر ورکړی روژه ئی نه باطل کيږی که څه هم د خبر په درواغ ګمان يا د خبر په درواغ احتمال ورکړی.

1654- مسأله: که يو شی په دی عقيده چی رښتيا دی د خدای (ج) او پيغمبر (ص) په قول نقل وکړی، او وروسته وپوهيږی درواغ وه روژه ئی نه باطل کيږی.

1655- مسأله: که وپوهيږی درواغ تړل په خدای او پيغمبر روژه باطلوی او هغه شی چی پوهيږی درواغ دی په هغو نسبت ورکړی او وروسته وپوهيږی هغه څه چی ويلی دی رښتيا وه روژه ئی صحيح دی.

1656- مسأله: که يو درواغ چی بل څوک جوړ کړی دی عمداً په خدای او پيغمبر او د پيغمبر جانښينان نسبت ورکړی روژه ئی باطل کيږی، ليکن که د هغه څوک په قول چی هغه درواغ جوړ کړيدی نقل کړی روژه ئی نه باطل کيږی.

1657- مسأله: که د روژه لرونکی څه پوښتنه وکړی چی آيا پيغمبر (ص) داسی مطلب فرمايلی دی او هغه هلته چی په ځواب بايد ووائی يه، عمداً ووائی بله، يا هلته چی بايد ووائی بله عمداً ووائی يه، روژه باطل کيږی.

1658- مسأله: که د خدای (ج) يا پيغمبر (ص) په قول يوه رښتيا خبره ووائی وروسته ووائی درواغ می وويل، يا په شپه يو درواغ په هغو نسبت ورکړی، او سهارئی چی روژه وه ووائی هغه څه برائی می وويل رښتيا ده روژه ئی باطل کيږی.

- غليظ دوړی رسول وحلق ته:

1659- مسأله: غليظ دوړی رسول و حلق ته روژه باطلوی، څه د يو شی دوړی وی چی خوړل د هغه حلال دی لکه وړه، يا د يو شی دوړی وی چی د هغه خوړل حرام دی، لکه خاوره.

1660- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی روژه لرونکی غليظ بخار – د سګريټ او تنباکو دود او لکه د دغو هم وحلق ته ونه رسوی.

1661- مسأله: که پام ونکړی او دوړی، بخار، دود او لکه ددغو حلق ته ننوځی که اطمينان درلود چی حلق ته نه رسيږی روژ ئی صحيح دی، او که هير کړی چی روژه لری او پام ونکړی يا بی اختيار دوړی او لکه هغه د هغه وحلق ته ورسيږی اشکال نلری.

7- سر ننه ايستل په اوبو:

1662- مسأله: که روژه لرونکی عمداً ټول سر په اوبو ننباسی، که څه پاته بدن ئی د اوبو د باندی وی، بناپر احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی ليکن که ټول بدن اوبه ونيسی او د سر يو مقدار د باندی وی روژه نه باطل کيږی.

1663- مسأله: که د سر نيمی يوه پلا او بل نيمی ئی بله پلا په اوبو ننباسی روژه ئی نه باطل کيږی.

1664- مسأله: که ټول سر د اوبو لاندی سی ليکن يو مقدار د وريښتان د باندی پاته سی روژه ئی باطل کيږی.

1665- مسأله: که شک وکړی چی ټول سر د اوبو لاندی تللی دی روژه ئی صحيح دی.

1666- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی سر د مضاف اوبه مخصوصاً ګلاب لاندی نکړی، ليکن په نور شيان چی روان دی اشکال نلری.

1667- مسأله: که روژه لرونکی بی اختيار په اوبوکی ولويږی او د هغه ټول سر اوبه ونيسی يا هير کړی چی روژه لری، او سر به اوبو ننباسی روژه ئی نه باطل کيږی.

1668- مسأله: که عادت لری چی په اوبوکی ولويږی سرئی د اوبو لاندی کيږی که ځان په اوبو کی واچوی او سرئی د اوبو لاندی سی روژه ئی بناپر احتياط واجب باطل کيږی.

1669- مسأله: که هير کړی چی روژه لری او سر د اوبو لاندی کړی يا بل څوک په زور د هغه سر د اوبو لاندی کړی، که د اوبو لاندی يادئی راسی چی روژه لری، يا هغه څوک خپل لاس واخلی، سمدستی بايد سر راوباسی، او که ونباسی بناپر احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی.

1670- مسأله: که هير کړی چی روژه لری او د غسل په نيت سر په اوبو ننباسی، روژه او غسل ئی صحيح دی.

1671- مسأله: که وپوهيږی چی روژه لری، او عمداً د غسل د پاره سر په اوبو ننباسی، که روژه ئی لکه د رمضان روژه ټاکلی واجب وی، بناپر احتياط واجب بايد دوباره غسل وکړی، او روژه هم بايد بناپر احتياط واجب قضا کړی، او که مستحب روژه  يا يوه واجبه روژه وی چی لکه د کفاری روژه ټاکلی وخت نلری، غسل صحيح او روژه بناپر احتياط واجب باطل دی.

1672- مسأله: که د هغه څوک د پاره چی ډوبيږی (غرق) د ژرغوريدل (نجات) د پاره سر په اوبو ننباسی، که څه د هغه ژغوريدل واجب وی روژه ئی بناپر احتياط واجب باطل کيږی.

8- د سهار تر اذان پر جنابت او حيض او نفاس پاتيدل:

1673- مسأله: څوک چی وغواړی د رمضان مبارکه مياشت روژه يا د هغه قضا ونيسی نبايد د سهار تر اذان عمداً جنب پاته سی بناپر دی که عمداً غسل ونکړی او په آخر وخت تيمم هم ونکړی روژه ئی باطل دی. عمداً جنب پاتيدل په نور روژی څه واجب وی يا مستحب د روژی د پاره تاوان نلری.

1674- مسأله: که د رمضان د مياشتی په روژه او د هغه قضا د سهار تر اذان غسل ونکړی، او تيمم هم ونکړی ليکن عمدی نه وی لکه داچی بل څوک پری نږدی غسل او تيمم وکړی، روژه ئی صحيح دی.

1675- مسأله: څوک چی جنب دی او غواړی د رمضان روژه او د هغه قضا ونيسی که عمداً غسل ونکړی تر څو وخت لږ سی کولای سی په تيمم روژه ونيسی او صحيح دی.

1676- مسأله: که جنب د رمضان په مياشت غسل هير کړی، او پسله يوه يا څو ورځی يادئی راسی بايد د هغی ورځی روژی قضا کړی، او که پسله څو ورځی يادئی راسی، د هر څو ورځی چی يقين لری جنب وه قضا کړی، لکه که نه پوهيږی دری ورځی وه يا څلور ورځی، بايد د دری ورځی روژه قضا کړی.

1677- مسأله: څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه د غسل او تيمم د پاره وخت نلری که ځان جنب کړی روژه ئی باطل دی، او قضا او کفاره پر هغه واجب کيږی، ليکن که د تيمم د پاره وخت لری، که ځان جنب کړی په تيمم د هغه روژه صحيح دی، ګناهکار هم نه شميرل کيږی.

1678- مسأله: څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه جنب دی، او پوهيږی چی که بيده سی تر سهار نه ويښ کيږی، نبايد بيده سی، او که بيده سی، او تر سهار ويښ نسی، روژه ئی باطل دی، او قضا او کفاره پر هغه واجب کيږی.

1679- مسأله: هر وخت جنب د رمضان د مياشتی په شپه بيده سی، او ويښ سی، که احتمال ورکړی چی که دوباره بيده سی د غسل د پاره ويښ سی کولای سی بيده سی په هغه صورت چی عادت لری خوب نه پاته کيږی.

1680- مسأله: څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه جنب دی او پوهيږی يا احتمال ورکوی چی که بيده سی د سهار د اذان د مخه راکښينی که تصميم ولری چی پسله ويښيدل غسل وکړی، او په دغه تصميم بيده سی او تر اذان خوب پاته سی روژه ئی صحيح دی.

1681- مسأله: څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه جنب دی او پوهيږی يا احتمال ورکوی چی که بيده سی د سهار د اذان د مخه راکښينی که ټنبلی ولری چی پسله ويښيدل بايد غسل وکړی، که بيده سی، او د سهار تر اذان خوب پاته سی روژه ئی صحيح دی.

1682- مسأله: څوک چی د رمضان د مياشتی په شپه جنب دی، او پوهيږی يا احتمال ورکوی چی که بيده سی د سهار د اذان د مخه راکښينی، که ونه غواړی پسله ويښيدل غسل وکړی يا شک ولری چی غسل وکړی که يه، که بيده سی او ويښ نسی روژه ئی باطل دی.

1683- مسأله: که جنب د رمضان د مياشتی په شپه بيده سی او ويښ سی او وپوهيږی يا احتمال ورکړی چی که دوباره بيده سی د سهار د اذان د مخه راکښينی، او تصميم هم ولری چی پسله ويښيدل غسل وکړی، که دوباره بيده سی او تر اذان ويښ نسی ، بايد هغه ورځ قضا کړی او همداسی دی که د دوهم خوب څه ويښ سی او د دريمه پلا دوباره بيده سی، او بناپر احتياط واجب په دريم خوب کفاره هم لازم دی.

1684- مسأله: هغه خوب چی په هغه کی محتلم سويدی نبايد لومړی خوب وشميری بلکه که د هغه خوب څه ويښ سی او دوباره بيده سی لومړی خوب شميرل کيږی.

1685- مسأله: که روژه لرونکی په ورځ محتلم سی واجب نه دی سمدستی غسل وکړی که څه احتياط مستحب هغه دی چی سمدستی غسل وکړی.

1686- مسأله: هر وخت د رمضان په مياشت د سهار د اذان وروسته ويښ سی او ووينی محتلم سويدی، که څه وپوهيږی د اذان د مخه محتلم سويدی روژه ئی صحيح دی.

1687- مسأله: څوک چی غواړی د رمضان د روژی قضا ونيسی هر وخت د سهار تر اذان جنب پاته سی که څه عمدی نه وی روژه ئی باطل دی.

1688- مسأله: څوک چی غواړی د رمضان د روژی قضا ونيسی که د سهار د اذان وروسته ويښ سی، او ووينی محتلم سويدی، او وپوهيږی د اذان د مخه محتلم سويدی که د روژی د قضا وخت لږ دی مثلاً پنځه ورځی د رمضان قضا روژه لری او پنځه ورځی هم رمضان ته پاته دی احتياط واجب هغه دی چی هم هغه ورځ روژه ونيسی هم د هغه په ځای پسله رمضان، او که د روژی د قضا وخت لږ نه دی بايد يوه بله ورځ روژه ونيسی.

1689- مسأله: که د رمضان مبارکه مياشت په روژه محتلم سی، کولای سی د غسل د مخه استبراء وکړی، ليکن که غسل وکړ، پسله غسل که وپوهيږی منی د هغه څه راوځی، نبايد استبراء وکړی.

1690- مسأله: که بيله رمضان په مستحب يا واجبه روژه او قضا د هغه د سهار تر اذان جنب پاته سی روژه ئی صحيح دی څه وخت ئی ټاکلی وی او څه نه وی.

1691- مسأله: که ښځه د سهار د اذان د مخه د حيض يا نفاس څه پاکه سی او عمداً غسل ونکړی يا که وظيفه ئی تيمم دی عمداً تيمم ونکړی روژه ئی د رمضان په مياشت يا د هغه قضا باطله ده او احتياط مستحب هغه دی چی په نور واجب او مستحب روژی هم دغه عمل مراعت سی.

1692- مسأله: که ښځه د سهار د اذان د مخه د حيض يا نفاس څه پاکه سی او د غسل د پاره وخت ونلری، که وغواړی د رمضان روژه ونيسی په تيمم د هغه روژه صحيح ده، او لازم نه دی چی تر سهار ويښ پاته سی او که د تيمم د پاره هم وخت نه وی په هغه ډول روژه ئی صحيح ده.

1693- مسأله: که ښځه د سهار د اذان وروسته د حيض يا نفاس د وينی څه پاکه سی يا د ورځی په منځ د حيض يا نفاس وينی ووينی که څه ماښام ته نژدی وی روژه ئی باطله ده.

1694- مسأله: که ښځه د حيض يا نفاس غسل هير کړی او پسله يوه ورځ يا څو ورځی يادئی راسی هغه روژی چی نيولی ده صحيح ده، او بناپر احتياط مستحب د هغه قضا هم ونيسی.

1695- مسأله: که ښځه د سهار د اذان د مخه د حيض يا نفاس څه پاکه سی او په غسل کول ټنبلی وکړی او تر اذان غسل ونکړی او د وخت په لږوالی تيمم هم ونکړی د رمضان په مياشت روژه ئی باطله ده، ليکن که ټنبلی ونکړی مثلاً منتظره وی چی حمام ښځينه سی، که څه دری پلا بيده سی او تر اذان غسل ونکړی که تيمم وکړی د هغی روژه صحيح ده.

1696- مسأله: که يوه ښځه چی د استحاضی په حال کی ده خپل غسلونه په هغه تفصيل چی د استحاضی په احکام وويل سو په ځای راوړی روژه ئی صحيح ده.

1697- مسأله: څوک چی مس ميت کړيدی يعنی د خپل بدن يو ځای د ميت په بدن رسولی دی کولای سی بيله د مس ميت غسل روژه ونيسی، او که د روژی په حال هم ميت مس کړی روژه ئی نه باطل کيږی.

9- اماله کول:

1698- مسأله: اماله کول په روان شيان که څه د ناچاری له مخه وی او د معالجی د پاره وی روژه باطلوی، ليکن د بيله روان شافو استعمال چی د معالجی د پاره دی اشکال نلری، او احتياط مستحب دی چی د هغو د استعمال څه هم پرهيز وکړی او احتياط مستحب هغه دی چی د هغه شی چی جامد او مايع ئی مشکوک دی پرهيز وکړی يعنی استعمال ونکړی.

10- په قصده قی کول (راګرځول):

1699- مسأله: هر وخت روژه لرونکی په قصده قی وکړی که څه د ناروغی او لکه هغه په واسطه ناچاروی، روژه ئی باطل کيږی، ليکن که سهواً يا بی اختيار قی وکړی اشکال نلری.

1700- مسأله: که په شپه يو شی وخوری چی پوهيږی د هغه د خوړل په واسطه په ورځ بی اختيار قی کوی، په احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی.

1701- مسأله: که روژه لرونکی وکولای سی د قی کول څه مخ نيوی وکړی که د هغه د پاره تاوان او سختی ونلری، بايد مخ نيوی وکړی.

1702- مسأله: که مچ د روژه لرونکی په حلق (ستونی) ننوځی که دومره کښته ولاړسی چی په تيرول د هغه خوړل نه وائی لازم نه دی هغه راوباسی او روژه ئی صحيح دی او که په دغه مقدار کښته ولاړنسی او را ايستل ئی ممکن وی بايد هغه راوباسی، او که د قی کول سبب سی، روژه ئی باطل کيږی.

1703- مسأله: که سهواً يو شی تير کړی او نس ته رسيدل د مخه يادئی راسی چی روژه لری، که دومره کښته تللی وی چی که هغه نس ته داخل کړی خوړل نه وائی لازم نه دی هغه راوباسی او روژه ئی صحيح دی او که د حلق په منځ يا اوله رسيدلی وی بايد هغه راوباسی، او په دی ځای قی کول صدق نه کوی يعنی دغه عمل ته قی کول نه وائی.

1704- مسأله: که يقين ولری چی د ټيغ وهل په واسطه يو شی د حلق څه راوځی نبايد په قصده ټيغ ووهی، ليکن که يقين ونلری اشکال نلری.

1705- مسأله: که ټيغ ووهی او بی اختيار يو شی په حلق يا خوله ئی راسی بايد هغه د باندی راوباسی، او که بی اختيار تير سی اشکال نلری او احتياط مستحب هغه دی چی د هغه قضا هم په ځای کړی.

د هغه شيان احکام چی روژه باطلوی:

1706- مسأله: که انسان په قصده او په خپل اختيار يو کار چی روژه باطلوی وکړی روژه ئی باطل کيږی او که عمداً نه وی اشکال نلری او فرق نه کوی د رمضان د مياشتی د روژی په منځ او بيله هغه او د واجب او مستحب د روژی په منځ، ليکن که جنب بيده سی او په هغه تفصيل چی په (1679) مسأله کی وويل د سهار تر اذان غسل ونکړی روژه ئی باطل دی.

1707- مسأله: که روژه لرونکی سهواً يو د هغو کارو چی روژه باطلوی وکړی، او په دی خيال چی روژه ئی باطل سويدی عمداً دوباره يو د هغو په ځای کړی روژه ئی باطل کيږی.

1708- مسأله: که يو شی د روژه لرونکی په حلق واچوی يا په زور د هغه سر په اوبو ننباسی روژه ئی نه باطل کيږی، ليکن که هغه مجبور کړی چی خپل روژه باطل کړی مثلا هغه ته ووائی که ډوډی ونه خوری مالی يا ځانی تاوان تاته وهو، او پخپله د تاوان د مخ نيوی د پاره يو شی وخوری روژه باطل کيږی.

1709- مسأله: روژه لرونکی نبايد هغه ځای ته ولاړسی چی پوهيږی يو شی د هغه په حلق کی اچوی يا مجبوره وی ئی چی خپله روژه پخپله باطل کړی، اما که د تلل نيت وکړی او ولاړ نسی، يا پسله تلل يو شی په هغه ونه خوری روژه ئی صحيح دی او که د ناچاری په خاطر يو کار چی روژه باطلوی وکړی او د مخه هم وپوهيږی چی ناچار کيږی، روژه ئی باطل کيږی.

هغه څه د روژه لرونکی د پاره مکروه دی:

1710- مسأله: څو شی د روژه لرونکی د پاره مکروه دی او هغو دا دی: دوا اچول په سترګی، او سرمه کښل په هغه صورت چی بوی يا خوند ئی حلق ته ورسيږی، هر کار کول لکه وينی نيول او حمام ته تلل چی د ضعف باعث او سبب کيږی، د پزی نسوار کښل که ونه پوهيږی چی حلق ته ورسيږی او که وپوهيږی حلق ته رسيږی جايز نه دی، د عطر لرونکی واښو بوی کول، د ښځی کښينستل په اوبو، د شاف استعمال، د کالی لوندول چی په بدن کی دی، د غاښ کښل او هر کار چی د هغه په واسطه د خولی څه وينی راسی، د لوند لرګی په وسيله مسواک کول، او هم مکروه دی انسان بيله دی چی قصد ولری منی راووځی خپل ماينه مچ کړی يا يو کار وکړی چی خپل شهوت په حرکت راوړی، او مطمئن وی چی په دی ډول کارو منی د هغه څه نه راوځی او که اطمينان ونلری چی منی نه راوځی که منی راووځی روژه ئی باطل کيږی.

هغه ځايونه چی قضا او کفاره واجب دی:

1711- مسأله: که د رمضان په روژه عمداً قی وکړی فقط د هغه ورځ قضا بايد ونيسی او که په شپه جنب سی او په هغه تفصيل چی په (1679) مسأله کی وويل سو؛ دری پلا ويښ سی او بيده سی او د سهار تر اذان ويښ نسی، يا په قصده اماله وکړی، يا سرد اوبو لاندی کړی، يا په خدای (ج) او پيغمبر (ص) درواغ نسبت ورکړی يعنی درواغ وتړی، بناپر احتياط واجب کفاره هم بايد ورکړی، ليکن که بيله دغو بل کار چی روژه باطلوی عمداً وکړی، که پوهيدل چی هغه کار روژه باطلوی قضا او کفاره پر هغه واجب دی.

1712- مسأله: که د مسألی دنه پوهيدل په واسطه يو کار وکړی چی روژه باطلوی که (جاهل مقصر) وی بناپر احتياط واجب کفاره پر هغه واجب کيږی او که (جاهل قاصر) وی يعنی په خپل نه پوهيدل معذور وی لکه داچی يقين درلود چی هغه شی روژه نه باطلوی کفاره پر هغه واجب نه دی.

د روژی کفاره:

1713- مسأله: څوک چی د رمضان د روژی کفاره پر هغه واجب دی، بايد يو بنده (غلام) آزاد کړی، يا په هغه دستور چی په وروستنی مسأله کی ويل کيږی دوی مياشتی روژه ونيسی يا شپيته فقير موړ کړی يا هر يوته يو مد چی تقريباً لس سير دی طعام يعنی غنم يا وربشی او لکه ددغو ورکړی او که ورته ممکن نه وی اختيار لری چی اته لس ورځی روژه ونيسی، او يا داچی هر څو مد چی کولای سی فقيرانو ته طعام ورکړی، او که نسی کولای ورکړی، بايد استغفار وکړی که څه مثلاً يوه پلا ووائی استغفرالله، او احتياط واجب هغه دی چی هر وخت وکولای سی کفاره ورکړی.

1714- مسأله: څوک چی غواړی دوی مياشتی د رمضان د روژی کفاره ونيسی، بايد يو ديرش ورځی پرله پسی ونيسی، او که پاته ئی پرله پسی نه وی اشکال نلری.

1715- مسأله: څوک چی غواړی دوی مياشتی د رمضان د روژی کفاره ونيسی نبايد داسی وخت شروع کړی چی د يو ديرش ورځی په منځ داسی ورځی وی چی لکه د قربان اختر روژه ئی حرام دی.

1716- مسأله: څوک چی بايد پرله پسی روژه ونيسی، که د هغه په منځ بيله عذر يوه ورځ، روژه ونه نيسی يا يو وخت شروع کړی چی د هغه په منځ هغه ورځ ته ورسيږی چی روژه ئی واجب دی، مثلاً هغه ورځ ته ورسيږی چی نذر کړيدی هغه ورځ روژه ونيسی بايد روژی د سره ونيسی.

1717- مسأله: که د هغو ورځو په منځ چی بايد پرله پسی روژه ونيسی يو عذر لکه حيض يا نفاس يا سفر چی د هغه په تلل مجبور دی، ورته راسی، پسله ايسته کيدل د عذر واجب نه دی روژی د سره ونيسی بلکه پاته پسله ايسته کيدل د عذر ونيسی.

1718- مسأله: که په يو حرام شی خپل روژه باطل کړی، څه هغه شی بيخيی حرام وی لکه شراب او زنا يا په يو خاطر حرام سوی وی لکه د خپل عيال سره جماع د حيض په حال، بناپر احتياط واجب جمع کفاره پر هغه واجب کيږی، يعنی بايد يو بنده آزاد وکړی، دوی مياشتی روژه ونيسی، شپيته فقيران موړ کړی، يا هر يوته يو مد طعام ورکړی، او که هر دری ورته ممکن نه وی، هر يو د هغو ممکن دی بايد وکړی.

1819- مسأله: که روژه دار يو درواغ په خدای (ج) او پيغمبر (ص) وتړی چی بناپر احتياط واجب کفاره لری يوه کفاره پر هغه لازم دی نه د جمع کفاره.

1720- مسأله: که روژه دار درمضان مياشت په يوه ورځ څو پلا جماع وکړی بناپر احتياط واجب په هغه اندازه کفاره پر هغه واجب دی، او هم که جماع ئی حرام وی بناپر احتياط واجب په هغه اندازه د جمع کفاره واجب کيږی.

1721- مسأله: که روژه دار د رمضان په يوه ورځ څو پلا يو کار بيله جماع چی روژه باطلوی وکړی بناپر احتياط مستحب بايد په هغه اندازه چی روژه مات کړيدی کفاره ورکړی هر څو يوه کفاره کافی دی.

1722- مسأله: که روژه دار حرام جماع وکړی او وروسته د خپل حلال سره جماع وکړی بناپر احتياط واجب د هر يو د پاره جلا کفاره واجب دی.

1723- مسأله: که روژه دار يو کار چی حلال دی او روژه باطلوی وکړی مثلاً اوبه وڅښی، او وروسته يو بل کار چی حرام دی او روژه باطلوی، بيله جماع چی حکم ئی تير سو وکړی، مثلاً حرام طعام وخوری يوه کفاره کافی دی.

1724- مسأله: که روژه دار ټيغ ووهی او يو شی په خوله کی ئی راسی، که په قصده هغه تير کړی روژه ئی باطل دی او بايد د هغه قضا ونيسی او کفاره هم پر هغه واجب کيږی، او که د هغه شی خوړل حرام وی، لکه د ټيغ وهل په وخت وينی يا ډوډی چی د ډوډی دحالته څه وتلی دی په خوله کی ئی راسی او عمداً هغه تير کړی روژه ئی باطل کيږی او بنابر احتياط واجب کفاره هم پر هغه واجب کيږی.

1725- مسأله: که نذر وکړی چی يوه ټاکلی ورځ روژه ونيسی، که په هغه ورځ په قصده خپل روژه باطل کړی بايد يو بنده آزاد کړی، يا دوی مياشتی پرله پسی روژه ونيسی يا شپيته فقيرته طعام ورکړی يعنی د نذر کفاره ورکړی او د هغه قضا هم ونيسی.

1726- مسأله: څوک چی که فقط د يو څوک په خبره چی وائی ماښام سويدی روژه مات وکړی او وروسته وپوهيږی ماښام نه ؤ قضا او کفاره پر هغه واجب دی.

1627- مسأله: څوک چی په قصده خپل روژه باطل کړيدی، که ماپښين سفرته ولاړسی يا د غرمی د مخه د کفاری د نه ورکول د پاره سفر وکړی، کفاره ئی د منځه نه ځی، بلکه که د غرمی د مخه مسافر سی، بناپر احتياط کفاره پر هغه واجب دی.

1728- مسأله: که عمداً خپل روژه باطل کړی، او وروسته يو عذر لکه حيض يا نفاس يا ناروغی ورته پيدا سی کفاره پر هغه واجب نه دی.

1729- مسأله: که يقين وکړی چی د رمضان لومړی ورځ ده او په قصده خپل روژه باطل کړی وروسته معلوم سی چی د شعبان آخره وه کفاره پر هغه واجب نه دی، همدا ډول دی که انسان شک وکړی چی د رمضان آخره يا د شوال اوله، او عمداً خپل روژه باطل کړی، وروسته معلوم سی د شوال اوله وه کفاره پر هغه نه دی واجب.

1730- مسأله: که روژه دار د رمضان په مياشت د خپل ماينی سره چی روژه لری جماع وکړی که ماينه مجبور کړی وی د خپل روژی او د ماينی د روژی کفاره بايد ورکړی او که ماينه په جماع راضی وه پر هر يو يوه کفاره واجب کيږی او هر يو بايد خپل کفاره ورکړی.

1731- مسأله:  که ماينه خپل روژه دار ميړه مجبور کړی چی جماع وکړی، يا بل کار چی روژه باطلوی وکړی واجب نه دی د ميړه د روژی کفاره ورکړی.

1732- مسأله: که روژه لرونکی د رمضان په مياشت، د خپل ماينی سره چی روژه لری جماع وکړی که په اوله ماينه مجبور کړی وی ليکن د جماع په منځ ماينه راضی سی، بناپر احتياط واجب ميړه بايد دوی کفاری او ماينه يوه کفاره ورکړی.

1733- مسأله: که روژه دار د رمضان په مياشت د خپل روژه دار ماينی سره چی بيده ده جماع وکړی، يوه کفاره پر هغه واجب کيږی، د ماينی کفاره نبايد ورکړی، او پر ماينه هم کفاره واجب نه ده او روژه ئی صحيح ده.

1734- مسأله: که ميړه خپل ماينه مجبور کړی چی بيله جماع يو بل کار چی روژه باطلوی وکړی د ماينی کفاره نبايد ورکړی او پر ماينه هم کفاره واجب نه ده.

1735- مسأله:  انسان نبايد د کفاری په ورکول ټنبلی وکړی، ليکن لازم نه دی سمدستی هغه ورکړی.

1736- مسأله: څوک چی د مسافرت يا ناروغی په واسطه روژه نه نيسی، نسی کولای خپل روژه داره ماينه په جماع مجبور کړی، ليکن که مجبور کړی، کفاره پر هغه واجب نه دی.

1737- مسأله: که کفاره پر انسان واجب سی، او څو کال هغه ورنکړی، هيڅ شی پر هغه نه اضافه کيږی.

1738- مسأله: څوک چی بايد د يوه ورځ د کفاری د پاره شپيته فقيرته طعام ورکړی، که وشپيته فقيرته لاس ئی رسيږی، نبايد و هر يو هغوته ډير تر يو مد چی تقريباً لس سير دی طعام ورکړی، يا يو فقير ډير تر يوه پلا موړ کړی، ليکن که فقير کورنی ولری انسان کولای سی د فقير د کورنی د هر غړی د پاره که څه هم صغير وی يو مد هغه فقيرته ورکړی، که د هغه ماشومان صغير وی د هغه او ماشومانو برخه يو ځای تحويل ورکړی.

1739- مسأله: څوک چی د رمضان د روژی قضا نيولی دی که ماپښين عمداً يو کار چی روژه باطلوی وکړی، بايد لس فقيرته هر يو، يو مد چی تقريباً لس سير دی طعام ورکړی او که نسی کولای دری ورځی روژه ونيسی، او بناپر احتياط مستحب شپيته فقيرته طعام ورکړی.

هغه ځايونه چی فقط د روژی قضا واجب دی:

1740- مسأله: په څو حالت فقط د روژی قضا پر انسان واجب دی او کفاره واجب نه دی:

لومړی: که د رمضان د مياشتی په شپه جنب وی او په هغه تفصيل چی په (1679) مسأله کی وويل سو د سهار تر اذان د دوهم خوب څه ويښ نسی.

دوهم: که يو کار چی روژه باطلوی ونکړی، ليکن د روژی نيت ونکړی، يا ريا وکړی، يا نيت وکړی چی روژه نه وی.

دريم: که د رمضان په مياشت د جنابت غسل هير کړی، او د جنابت په حال يوه ورځ يا څو ورځی روژه ونيسی.

څلورم: که د رمضان په مياشت بيله دی چی په آسمان پلټنه وکړی چی سهار سويدی که يه، يو کار چی روژه باطلوی وکړی وروسته معلوم سی سهار وه، او هم که پسله تحقيق  او پلټنه پدی چی ګمان لری سهار سويدی يو کار چی روژه باطلوی وکړی وروسته معلوم سی سهار وه، د هغی ورځ قضا پر هغه واجب دی، ليکن که پسله تحقيق يقين وکړی چی سهار نه دی سوی، او يو شی وخوری، او وروسته معلوم سی سهار وه قضا واجب نه دی. او که پسله تحقيق  شک وکړی چی سهار سوی دی که يه، او يو کار چی روژه باطلوی وکړی وروسته معلوم سی سهار وه، بناپر احتياط واجب د هغی ورځی قضا په ځای راوړی.

پنځم: که يو څوک ووائی سهارنه دی سوی او انسان د هغه په خبره يو کار چی روژه باطلوی وکړی، وروسته معلوم سی سهار وه.

شپږم: که يو نفر ووائی سهار سويدی او انسان د هغه په خبره يقين ونکړی، يا خيال وکړی مسخری کوی، او يو کار چی روژه باطلوی وکړی وروسته معلوم سی سهار وه.

اووم: که ړوند نفر او لکه هغه د بل چا په خبره روژه مات کړی وروسته معلوم سی ماښام نه دی سوی، او که د درواغجن انسان په خبره روژه مات (افطار) کړی کفاره هم واجب کيږی.

اتم: که په صافه هوا د تاريکه هوا په واسطه يقين وکړی چی ماښام سويدی، او روژه مات وکړی وروسته معلوم سی ماشام نه دی سوی، ليکن که هوا وريځ وی پدی ګمان چی ماښام سويدی افطار وکړی، وروسته معلوم سی ماښام نه وه قضا لازم نه دی.

نهم:  که د يخيدل د پاره، يا بی جهته اوبه (مضمضه) په خوله وګرځوی، او بی اختيار تير سی، ليکن که هير کړی چی روژه لری اوبه تير کړی، يا د اودس د پاره اوبه په خوله وګرځوی، او بی اختيار تير سی، قضا پر هغه نه دی واجب.

لسم: که د خپل ماينی سره مسخری وکړی او بی اختيار منی د هغه څه راووځی، پدی چی قصد نه درلود، او عادت هم نه درلود چی په مسخری کول منی راووځی په دی خاطر چی مطمئن وه چی منی راوځی په احتياط واجب قضا لازم دی.

1741- مسأله: که بيله اوبه بل شی په خوله کی يوسی او بی اختيار تير سی، يا اوبه په پزه کړی، او بی اختيار تير سی قضا پر هغه نه دی واجب.

1742- مسأله: ډير اوبه ګرځول په خوله کی د روژه دار د پاره مکروه دی. او که پسله مضمضه وغواړی د خولی اوبه تير کړی ښه دی دری پلا د خولی اوبه د باندی توکړی.

1743- مسأله: که انسان وپوهيږی د مضمضی په واسطه بی اختيار يا د هيريدل لرويه اوبه د هغه په حلق ننوځی، نبايد مضمضه وکړی.

1744- مسأله: که د رمضان په مياشت پسله تحقيق يقين وکړی چی سهار نه دی سوی او يو کار چی روژه باطلوی وکړی وروسته معلوم سی چی سهار وه قضا لازم نه دی.

1745- مسأله: که انسان شک وکړی چی ماښام سويدی که يه نسی کولای روژه مات وکړی ليکن که شک وکړی چی سهار سويدی که يه، د تحقيق د مخه هم کولای سی يو کار چی روژه باطلوی وکړی.

د قضا د روژی احکام:

1746- مسأله: که ليونی عاقل سی واجب نه دی د هغه وخت روژی چی ليونی ؤ قضا کړی.

1747- مسأله: که کافر مسلمان سی، واجب نه دی د هغه وخت روژی چی کافر ؤ قضا کړی، همدا ډول واجب نه دی د هغی ورځ چی په هغه ورځ مسلمان سويدی د قضا روژه ونيسی، ليکن که د غرمی د مخه مسلمان سی او يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی، بناپر احتياط واجب نيت وکړی او روژه ونيسی، او که هغه ورځ روژه ونه نيسی بناپر احتياط واجب د هغه قضا ونيسی، ليکن که مرتد مسلمان سی د هغه وخت روژی چی مرتد ؤ بايد قضائی ونيسی.

1748- مسأله: هغه روژه چی د مستی په واسطه باطل سوی وی بايد قضا کړی، توپير نه کوی چی هغه شی چی د هغه په واسطه مست سويدی د معالجی د پاره خوړلی وی، يا داچی بی دليل خوړلی وی.

1749- مسأله: که د هغو ورځو په تعداد چی ندی نيولی او بايد قضا کړی شک لری په هغه مقدار چی يقين لری روژه نه دی نيولی بايد قضا کړی. مثلاً که شک وکړی چی پنځه ورځی قضا لری يا اوه ورځی، بايد پنځه ورځی قضا ونيسی که د عذر د منځ ته راتلل وخت پوهيږی ليکن نه پوهيږی څو ورځی ځنډيدلی دی مثلاً پوهيږی دمياشتی شلمه ورځ ناروغ سويدی يا سفرته تللی دی او نه پوهيږی تر پنځه ويشتم يا اوه ويشتم ادامه درلود په احتياط واجب بايد ډير مقدار قضا کړی.

1750- مسأله: که د څو رمضان مياشتی روژی قضا ولری د هر يو قضا چی لومړی ونيسی مانع نلری، ليکن که د آخر رمضان مياشت د قضا وخت لږوی مثلاً پنځه ورځی د آخر رمضان مياشت قضا ولری، او پنځه ورځی هم رمضان مياشت ته پاتی دی لومړی بايد د آخر رمضان مياشت قضا ونيسی.

1751- مسأله: که د رمضان مياشت څو ورځی قضا پر هغه واجب وی او په نيت ونه ټاکی هغه روژه چی نيسی د کم رمضان مياشت قضا ده، د لومړی کال قضا شميرل کيږی.

1752- مسأله: څوک چی د رمضان مياشت د روژی قضا نيولی دی که د روژی د قضا وخت ئی لږ نه وی کولای سی د غرمی د مخه خپل روژه باطل کړی.

1753- مسأله: که د بل څوک د روژی قضا نيولی وی احتياط واجب هغه دی چی د ماپښين روژه باطل نکړی.

1754- مسأله: که د ناروغی، حيض يا نفاس په واسطه د رمضان روژه ونه نيسی او د رمضان د مياشتی د پای ته رسيدل د مخه مړسی، لازم نه دی هغه روژی چی نه دی نيولی د هغه د پاره قضا کړی.

1755- مسأله: که د يوه ناروغی په واسطه د رمضان روژه ونه نيسی، او ناروغی ئی د بل کال تر رمضان و ځنډيږی د هغه روژی قضا چی نه دی نيولی پر هغه واجب نه دی او بايد د هره ورځ د پاره يو مد چی تقريباً لس سير دی طعام يعنی غنم يا وربشی او لکه د دغو فقيرته ورکړی، ليکن که د بل عذر په واسطه مثلاً د مسافرت د پاره روژه نه وی نيولی او عذر ئی تر بل رمضان پاته سی هغه روژی چی نه دی نيولی قضا کړی، او احتياط واجب هغه دی چی د هره ورځ د پاره يو مد طعام هم فقيرته ورکړی.

1756- مسأله: که د يوه ناروغی په واسطه د رمضان روژه ونه نيسی، او پسله رمضان ناروغی ئی جوړسی، ليکن بل عذر پيدا کړی چی ونسی کولای تر بل رمضان د روژی قضا ونيسی، بايد هغه روژی چی نه دی نيولی قضا کړی. او هم که د رمضان په مياشت بيله ناروغی بل عذر ولری او پسله رمضان هغه عذر ايسته سی، او د بل کال تر رمضان د ناروغی په واسطه ونسی کولای روژه ونيسی، هغه روژی چی نه دی نيولی بايد قضا کړی، او بناپر احتياط واجب د هره ورځ د پاره يو مد طعام هم فقيرته ورکړی.

1757- مسأله: که د رمضان په مياشت د يو عذر په واسطه روژه ونه نيسی او پسله رمضان عذرئی د منځه ولاړسی، او تر راتلونکی رمضان عمداً د روژی قضا ونه نيسی، بايد روژه قضا کړی، او د هره ورځ د پاره يو مد طعام هم فقيرته ورکړی.

1758- مسأله: که د روژی په قضا ټنبلی وکړی تر څو وخت تنګ (لږ) سی او د وخت په تنګی يو عذر پيدا کړی، قضا بايد په بل کال ونيسی، او د هره ورځ د پاره يو مد طعام فقيرته ورکړی، بلکه که هغه وخت چی عذر لری تصميم ولری چی د عذر د ايسته کيدل وروسته خپل روژی قضا کړی او د مخه تر هغه چی قضا کړی د وخت په تنګی عذر پيدا کړی، بايد د هغه قضا ونيسی، او احتياط مستحب هغه دی چی د هره ورځ د پاره هم يو مد طعام فقيرته ورکړی.

1759- مسأله: که د انسان ناروغی څو کال وځنډيږی، پسله هغه چی ښه سو که تر راتلونکی رمضان د قضا په مقدار وخت ولری بايد د آخر رمضان قضا ونيسی، او د تير وکلو د هره ورځ د پاره يو مد چی تقريباً لس سير دی طعام فقيرته ورکړی.

1760- مسأله: څوک چی بايد د هره ورځ د پاره يو مد طعام فقيرته ورکړی کولای سی د څو ورځی کفاری يو فقيرته ورکړی.

1761- مسأله: که د رمضان د روژی قضا څوکال وځنډوی، بايد قضا ونيسی، او د هره ورځ د پاره يو مد طعام فقيرته ورکړی.

1762- مسأله: که د رمضان روژی عمداً ونه نيسی، بايد د هغه قضا ونيسی او د هره ورځ د پاره دوی مياشتی روژه ونيسی يا شپيته فقير ته طعام ورکړی، يا يو بنده آزاد کړی، او که تر راتلونکی رمضان د هغه روژی قضا ونه نيسی د هره ورځ د پاره يو مد طعام ورکول هم لازم دی.

1763- مسأله: د پلار د وفات وروسته، مشر زوی بايد د هغه د لمونځ او روژی قضا په هغه تفصيل چی د لمونځ د قضا په بحث وويل سو په ځای کړی، او بناپر احتياط واجب د مور د روژی قضا هم ونيسی.

1764- مسأله: که څوک چی مړ سويدی بيله رمضان روژه بل واجبه روژه لکه د نذر روژه نه وی نيولی بناپر احتياط واجب هغه هم مشر زوی قضا کړی.

د مسافر د روژی احکام:

1765- مسأله: هغه مسافر چی بايد څلور رکعتی لمونځونه په سفر دوه رکعت په ځای کړی نبايد روژه ونيسی، او هغه مسافر چی خپل لمونځ پوره په ځای کوی لکه هغه څوک چی شغل او کار ئی مسافرت يا سفر ئی معصيت دی بايد په سفر روژه ونيسی.

1766- مسأله: د رمضان په مياشت مسافرت اشکال نلری، ليکن که د روژی د تښتی د پاره وی مکروه دی.

1767- مسأله: که بيله د رمضان د مياشتی روژه بل ټاکلی روژه پر انسان واجب وی لکه داچی نذر وکړی يوه ټاکلی ورځ روژه ونيسی، کولای سی په هغه ورځ مسافرت وکړی، د وخت په لږوالی که د رمضان د مياشتی قضا ولری همدا ډول دی.

1768- مسأله: که نذر وکړی روژه ونيسی او د هغه ورځ ونه ټاکی، نسی کولای هغه په سفر ونيسی، ليکن که نذر وکړی چی يوه ټاکلی ورځ په سفر روژه ونيسی، بايد هغه په سفر ونيسی، او هم که نذر وکړی يوه ټاکلی ورځ څه مسافر وی يا نه وی روژه ونيسی بايد هغه ورځ که څه هم مسافر وی روژه ونيسی.

1769- مسأله: مسافر کولای سی د حاجت غوښتل د پاره دری ورځی په مدينی طيبه مستحبی روژه ونيسی او احتياط هغه دی چی دری ورځی پرله پسی چهار شنبه، پنج شنبه، او جمعه وی.

1770- مسأله: څوک چی نه پوهيږی د مسافر روژه باطله ده که په سفر روژه ونيسی او د روځی په منځ مسأله وپوهيږی روژه ئی باطل کيږی او که تر ماښام ونه پوهيږی روژه ئی صحيح دی.

1771- مسأله: که هير کړی چی مسافر دی، يا هير کړی د مسافر روژه باطله ده او په سفر روژه ونيسی، روژه ئی باطل دی.

1772- مسأله: که روژه دار ماپښين مسافرت وکړی، بايد خپل روژه پای ته ورسوی، او که د غرمی د مخه مسافرت وکړی کله ترخص حدته ورسيږی يعنی هغه ځای ته ورسيږی چی د ښار ديوال ونه وينی او اذان وانه وری بايد خپل روژه باطل کړی، که د مخه تر هغه باطل کړی، بناپر احتياط واجب کفاره واجب کيږی.

1773- مسأله: که مسافر دغرمی د مخه خپل وطن ته ورسيږی، يا هغه ځای ته ورسيږی چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی، که يو کار چی روژه باطلوی نه وی کړی، بايد هغه ورځ روژه ونيسی، او که کړيدی يا ماپښين خپل وطن ته رسيږی يا هغه ځای ته ورسيږی چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی، نسی کولای په هغه ورځ روژه ونيسی.

1774- مسأله: مسافر او هغه څوک چی د روژه نيول عذر لری، مکروه دی د رمضان په مياشت په ورځ جماع وکړی، او په خوړل او  څښل پوره ځان موړ کړی.

هغه کسان چی روژه پر هغو نه دی واجب:

1775- مسأله: څوک چی زاړه (سپين ژری، سپين سره) سويدی نسی کولای روژه ونيسی يا د هغه د پاره سختی لری روژه پر هغه نه دی واجب، ليکن په دوهم صورت بايد د هره ورځ دپاره يو مدچی تقريباً لس سير دی غنم يا وربشی او لکه د دغو فقيرته ورکړی.

1776- مسأله: څوک چی د زاړه توب په واسطه روژه نه دی نيولی که پسله رمضان و کولای سی روژه ونيسی بناپر احتياط مستحب بايد د هغی روژی قضا چی نه دی نيولی په ځای کړی.

1777- مسأله: انسان که يوه ناروغی لری چی ډير تږی کيږی او نسی کولای تندی طاقت وکړی يا د هغه د پاره سختی لری، روژه پر هغه نه دی واجب او بايد د هره ورځ د پاره يو مد طعام فقيرته ورکړی، او احتياط مستحب هغه دی چی ډير تر هغه مقدار چی ناچار دی اوبه ونه څښی، او که وروسته وکولای سی روژه ونيسی بايد هغه روژی چی نه دی نيولی ونيسی.

1778- مسأله: که روژه نيول د حاملی(اميدواره)  ښځی د نطفی (جنين) د پاره تاوان ولری روژه پر هغی واجبه نه ده او بايد د هغه قضا وروسته ونيسی او که روژه نيول پخپله د حاملی ښځی د پاره تاوان لری نبايد روژه ونيسی او بايد قضائی وروسته ونيسی او يو مد طعام هم د هره ورځ د پاره چی روژه نه ده نيولی فقيرته ورکړی.

1779- مسأله: هغی ښځه چی ماشوم ته شيدی ورکوی او شيدی ئی لږ ده څه د ماشوم مور يا دايه ئی وی يا بی معاش شيدی ورکړی، که روژه د هغه ماشوم د پاره چی شيدی خوری تاوان لری روژه پر هغی نده واجبه، او هم که پخپله د هغی د پاره تاوان لری روژه پر هغی واجبه نده، او په دی صورت بايد د هره ورځ د پاره يو مد طعام فقيرته ورکړی، او په هر دواړه صورت هغه روژی چی نه ده نيولی بايد قضا کړی، ليکن که څوک پيدا سی بی معاش ماشوم ته شيدی ورکړی، يا د ماشوم د شيدی ورکول د پاره د پلار يا مور يا د بل څوک چی د هغی معاش ورکړی معاش واخلی، بايد ماشوم هغی ته ورکړی او روژه ونيسی.

د مياشتی د لومړی ورځ ثابتيدل لار:

1780- مسأله: د مياشتی لومړی ورځ په څو شی ثابت کيږی:

لومړی: داچی پخپله انسان مياشت ووينی.

دوهم: يو جمعيت چی د هغو په خبره يقين پيدا کيږی ووائی مياشت مووليدل او هر شی چی د هغه په واسطه يقين پيدا سی همدا ډول دی.

دريم: ديرش ورځی د شعبان د مياشتی د اوله څه تير سی چی د هغه په واسطه د رمضان مياشت اوله ورځ ثابت کيږی يا ديرش ورځی د رمضان د اوله څه تير سی چی د هغه په واسطه د شوال مياشت اوله ورځ ثابت کيږی.

څلورم: دوه عادل نارينه ووائی چی: په شپه، مياشت موليدلی دی، ليکن که د مياشتی صفت يو د بل په خلاف ووائی يا د هغو شهادت خلاف وی لکه داچی ووائی: د مياشتی د ننه دايره د افق وخواته وه، د مياشتی اوله نه ثابت کيږی. ليکن که د بعضو خصوصياتو په تشخيص اختلاف ولری لکه داچی يو ووائی مياشت لوړ وه او بل ووائی نه وه، د هغو په خبره د مياشتی اوله ورځ ثابت کيږی.

پنځم: جامع الشرايط مجتهد حکم وکړی چی د مياشتی اوله ده.

1781- مسأله: که جامع الشرائط مجتهد حکم وکړی چی د مياشتی اوله ده څوک هم چی د هغه تقليد نه کوی بايد د هغه په حکم عمل وکړی، ليکن څوک چی پوهيږی جامع الشرائط مجتهد اشتباه کړيدی نسی کولای د هغه په حکم عمل وکړی.

1782- مسأله: د مياشتی اوله ورځ د منجمينو په پيښګوئی نه ثابت کيږی، ليکن که انسان د هغو په خبره يقين پيدا کړی بايد په هغه عمل وکړی.

1783- مسأله: د مياشتی لوړوالی او ډير پاتيدل ئی دليل نه کيږی چی تيره شپه د مياشتی اوله شپه وه.

1784- مسأله: که د مياشتی اوله د هيڅ څوک د پاره ثابت نسی او روژه ونه نيسی که دوه عادل نارينه ووائی چی تيره شپه مياشت موليدلی دی بايد د هغی ورځ روژه قضا کړی.

1785- مسأله: که د مياشتی اوله په يوه ښار ثابت سی او د هغو ښارو د اوسيدونکو (خلګو) د پاره چی د هغه ښار سره هم افق يا قريب الافق يعنی افق ئی سره نژدی دی يا د هغه ښار په غرب (لويدځ) کی قرار لری کفايت کوی ليکن د هغو ښارو د پاره چی د هغه ښار په شرق (ختيځ) کی قرار لری کفايت نه کوی.

1786- مسأله: د مياشتی اوله په تيلفون، تلګراف، راډيو او نوی اطلاع رسونکی وسيلی په هغه صورت ثابت کيږی چی:

1- په لومړی ښار چی د مياشتی اوله په هغه کی ثابت سويده په يو هغو لارو چی په (1780) مسأله کی ذکر سويدی ثابت سوی وی.

2- انسان د نوموړی خبر په رښتيا اطمينان پيدا کړی.

3- هغه ښار چی د مياشتی اوله په هغه کی ثابت سويده د نوموړی ښار سره هم افق يا د هغه ښار په شرق کی وی.

1787- مسأله: هغه ورځ چی انسان نه پوهيږی د رمضان آخره ده يا د شوال اوله، بايد روژه ونيسی، ليکن که د ماښام د مخه وپوهيږی چی د شوال اوله ده بايد روژه مات وکړی.

1788- مسأله: که بندی ونسی کولای د رمضان په مياشت يقين وکړی، بايد په ګمان عمل وکړی، او که هغه هم ممکن نه وی، هره مياشت چی روژه ونيسی صحيح دی او بايد پسله تيريدل د يو ولس مياشتی د هغه مياشت چی روژه نيولی دی دوباره يوه مياشت روژه ونيسی او که وروسته خلاف ئی ثابت سو، روژه ئی صحيح دی، او که ثابت سی چی تر اوسه د رمضان مياشت نه ده رسيدلی بايد دوباره روژه ونيسی.

حرام او مکروه روژی:

1789- مسأله: د قربان او فطر د اختر ورځ روژه حرامه ده، اوهم هغه ورځ چی انسان نه پوهيږی د شعبان آخره ده يا د رمضان اوله، که د رمضان د اوله ورځ په نيت روژه ونيسی حرام دی.

1790- مسأله: که ښځه مستحبی روژه ونيسی او د ميړه حق ئی د منځه ولاړسی، جايز نه ده روژه ونيسی، بلکه که د ميړه حق هم د منځه ولاړنسی، ليکن ميړه ئی د مستحبی روژی د نيوله څه مخ نيوی وکړی بناپر احتياط واجب بايد روژه ونه نيسی.

1791- مسأله: د اولاد مستحبی روژه که د پلار او مور يا نيکه د ازار او عذاب سبب د مهربانی او محبت په خاطر پر اولاد سی جايز نه دی.

1792- مسأله: که اولاد بيله اجازه د پلار مستحبی روژه ونيسی او د ورځی په منځ پلار هغه نهی کړی په هغه ډول چی روژه نيول د هغه د مهربانی او محبت په خاطر پر هغه په عذاب سی بايد افطار يعنی روژه مات وکړی.

1793- مسأله: څوک چی پوهيږی روژه نيول د هغه د پاره تاوان نلری، که څه ډاکټر ووائی تاوان لری بايد روژه ونيسی، او څوک چی يقين يا ګمان لری چی روژه د هغه د پاره تاوان لری، که څه هم ډاکټر ووائی تاوان نلری بايد روژه ونه نيسی او که روژه ونيسی صحيح نه دی، مګر داچی د قربت په قصد ونيسی او وروسته معلوم سی تاوان نه درلود.

1794- مسأله: که انسان احتمال ورکړی چی روژه د هغه د پاره تاوان لری او د هغه احتمال بيره ورته پيدا سی که احتمال ئی د خلګو په نظر په ځای وی نبايد روژه ونيسی او که روژه ونيسی صحيح نه دی، مګر داچی د قربت په قصد ونيسی، او وروسته معلوم سی تاوان نه درلود.

1795- مسأله: څوک چی عقيده لری چی روژه د هغه د پاره تاوان نلری، که روژه ونيسی او پسله ماښام وپوهيږی چی روژه د هغه د پاره تاوان درلود، بناپر احتياط واجب د هغه قضا بايد ونيسی.

1796- مسأله: د عاشورا د ورځی روژه او هغه ورځ چی انسان شک لری د عرفی ورځ ده يا د قربان اختر مکروه ده، ليکن مستحب دی دعاشورا په ورځ انسان، د روژی بيله قصد تر مازيګر د خوړل او څښل څه پرهيز وکړی.

مستحب روژی:

1798- مسأله: د کال د ټولو ورځو روژی بيله حرام او مکروه روژی چی وويل سو مستحب دی، او د بعضو ورځو د پاره ډير سفارښ سويدی چی د غه ورځی دی:

1- د هره مياشت اوله او آخره پنجشنبی، لومړنی چهار شنبه چی پسله لسمه ورځ د مياشت ده، او که څوک دغه ورځی ونه نيسی مستحب دی قضا کړی، او که بيخی نسی کولای روژه ونيسی مستحب دی د هره ورځ د پاره يو مد طعام يا (6/12)  نخود نقره فقيرته ورکړی.

2- د هره مياشت ديرلسمه، څورلسمه او پنځلسمه ورځ.

3- ټوله د رجب او شعبان مياشت او بعضی د دی دوی مياشتی که څه هم يوه ورځ وی.

4- د نوروز د اختر ورځ، د ذی قعدی پنځه ويشتمه او نهه ويشتمه ورځ، د ذی حجی د اوله ورځ تر نهمه ورځ، د عرفی ورځ، ليکن که د روژی د ضعف په واسطی ونسی کولای د عرفی دعا ووائی د هغی ورځ روژه مکروه ده، د سعيد غدير اختر (18) د ذی حجی، د محرم اوله او دريمه ورځ، د پيغمبر اکرم (ص) مسعود ميلاد (17ربيع الاول)، د حضرت رسول اکرم (ص) د مبعث ورځ (27 رجب) او که څوک مستحبی روژه ونيسی واجب نه دی هغه تر پای ورسوی، بلکه که دهغه مؤمن ورور هغه په طعام دعوت کړی مستحب دی د هغه دعوت قبول کړی او د ورځی په منځ افطار وکړی.

هغه ځايونه چی مستحب دی انسان د هغو کارو څه چی روژه باطلوی پرهيز وکړی:

1799- مسأله: د شپږ کسانو د پاره مستحب دی د رمضان په مياشت که څه هم روژی نلری د هغه کار چی روژه باطلوی پرهيز وکړی:

لومړی: مسافر چی په سفر يو کار چی روژه باطلوی کړی وی او د غرمی د مخه خپل وطن يا هغه ځای ته چی غواړی لس ورځی پاته سی ورسيږی.

دوهم: مسافر چی ماپښين خپل وطن يا هغه ځای ته چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی ورسيږی.

دريم: هغه ناروغ چی د غرمی د مخه جوړسی او يو کار چی روژه باطلوی کړی وی.

څلورم: هغه ناروغ چی ماپښين جوړسی.

پنځم: هغه ښځه چی د ورځی په منځ د حيض او نفاس د وينی څه پاکه سی.

شپږم: کافر چی درمضان دمياشتی د ورځی په منځ مسلمان سی.

1800- مسأله: مستحب دی روژه دار د ماښام او ماخستن لمونځ د روژه مات د مخه په ځای کړی، ليکن که څوک هغه ته منتظر دی، يا ډير اشتها ډوډی ته لری چی نسی کولای د زړه د خلاصه لمونځ په ځای کړی، ښه دی لومړی افطار وکړی، ليکن په هغه مقدار چی ممکن دی لمونځ د هغه د فضيلت په وخت په ځای کړی.