صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د زکات احکام:

1904- مسأله: د نهه شيانو زکات واجب دی: 1- غنم.2–وربشی. 3– خرما. 4– کشمش. 5– سره زر.6–نقره.7–اوښ. 8–غوا. 9- پسه. او که څوک د دغه نهه شيانو د يو خاوند وی، په هغه شرايط چی وروسته ويل کيږی بايد هغه مقدار چی ټاکل سويدی په يو د هغو مصرفو چی دستور ورکړيدی ورسوی. ليکن مستحب دی د کسب، کار او تجارت د سرمايی زکات هم هر کال ورکړی.

1905- مسأله: سُلت لکه غنم پوست او د وربشی خاصيت لری، زکات نلری ليکن عَلَس چی لکه غنم دی او د صنعاء د خلګو خوراک دی، بناپر احتياط واجب زکات لری.

د زکات واجبيدل شرايط:

1906- مسأله: زکات هغه وخت واجب کيږی چی مال د نصاب په مقدار چی وروسته ويل کيږی ورسيږی او خاوند ئی، بالغ، عاقل او آزاد وی او وکولای سی په هغه مال تصرف وکړی.

1907- مسأله: که انسان يوولس مياشتی د غوا، پسه، اوښ، سره زر او نقری خاوند وی، د دوولسم مياشت په اوله بايد د هغه زکات ورکړی. ليکن د راتلونکی کال شروع بايد د دوولسم مياشت د پای ته رسيدل وروسته وشميرل سی.

1908- مسأله: که دغوا، پسه، اوښ، سره زر او نقری خاوند دکال په منځ بالغ سی احتياط واجب هغه دی چی زکات ورکړی.

1909- مسأله: دغنم او وربشی زکات هغه وخت واجب کيږی چی هغه ته غنم او وربشی وويل سی او د کشمش زکات هغه وخت واجب کيږی چی انګور صدق وکړی او د خرما زکات هغه وخت واجب کيږی چی هغه ته خرما وويل سی. ليکن د غنم او وربشی د زکات ورکول وخت د خرمن او پرور د جلا کول په وخت دی، او د خرما او کشمش هغه وخت دی چی انګور وچ سوی او کشمش سی او رطب، خرما سوی وی.

1910- مسأله: که دغنم، وربشی، کشمش او خرما د زکات د واجبيدل په وخت چی په تيره مسأله وويل سو، د هغو خاوند بالغ وی، بايد دهغو زکات ورکړی.

1911- مسأله: که د غوا، پسه، اوښ، سره زر اونقری خاوند ټول کال ليونی وی، زکات پر هغه نه دی واجب. او که د کال په يو مقدار ليونی وی او د کال په پای عاقل سی هر څو د ليونی توب مدت ئی لږوی د زکات په وجوب اشکال سته او همدا ډول که ماشوم د کال په منځ بالغ سی.

1912- مسأله: که د غوا، پسه، اوښ، سره زر او نقری خاوند د کال په يو مقدار مست او بيهوش وی زکات د هغه د منځه نه ځی او همدا ډول دی که د غنم، وربشی، خرما او کشمش د زکات د واجبيدل په وخت، مست يا بيهوش وی.

1913- مسأله: هغه مال چی انسان غصب کړيدی او نسی کولای په هغه تصرف وکړی زکات نلری.

1914- مسأله: که سره زر او نقره يا بل شی چی زکات ئی واجب دی پور کړی او يو کال هغه ته پاته سی، بايد د هغه زکات ورکړی او پر هغه څوک چی پور ورکړيدی هيڅ شی واجب نه دی.

د غنم، وربشی، خرما او کشمش زکات:

1915- مسأله: د غنم، وربشی، خرما او کشمش زکات هغه وخت واجب کيږی چی د نصاب په مقدار ورسيږی او د هغو نصاب 45 مثقال کم د تبريز 288 من دی چی حدوداً 847 کيلوګرم برآورد (اټکل) سويدی.

1916- مسأله: که پسله هغه چی د غنم، وربشی، خرما او انګور زکات واجب سو خاوند ئی مړسی، د زکات مقدار بايد د هغه د مال څه ورکړی. ليکن که د زکات د واجبيدل د مخه مړسی، هر يو د ورثی چی برخه ئی د نصاب په اندازه دی بايد د خپل برخی زکات ورکړی.

1917- مسأله: څوک چی د جامع الشرائط مجتهد له خوا د زکات د ټولول مامور دی د خرمن په وخت چی وربشی او غنم د پرور څه جلا کوی او د انګور کشمش کيدل او د رطب تمر کيدل وروسته کولای سی د زکات غوښتنه وکړی. او که مالک ورنکړی او هغه شی چی زکات ئی واجب سويدی، د منځه ولاړسی بايد د هغه په ځای زکات ورکړی.

1918- مسأله: که د خرما او انګور يا غنم او وربشی د درختی او کرهنی (زراعت) د مالکيدل وروسته د هغو زکات واجب سی، مثلاً خرما د هغه په ملک ژړ يا سورسی، د هغه زکات بايد ورکړی.

1919- مسأله: که پسله هغه چی د خرما، انګور، غنم او وربشی زکات واجب سو کرهنی او ونی خرڅ کړی، خرڅونکی بايد د هغو زکات ورکړی.

1920- مسأله: که انسان غنم يا وربشی يا خرما يا انګور رانيسی او وپوهيږی چی خرڅونکی د هغو زکات ورکړيدی، يا شک وکړی چی ورکړيدی که يه، هيڅ شی پر هغه نه دی واجب. او که وپوهيږی چی د هغه زکات نه دی ورکړی که جامع الشرائط مجتهد د هغه مقدار معامله چی د زکات د پاره بايد ورکړسی، اجازه ورنکړی د هغه مقدار معامله باطل دی. او جامع الشرائط مجتهد کولای سی هغه مقدار د رانيونکی څه ونيسی، او که د زکات د يو مقدار معامله اجازه ورکړی معامله صحيح دی او رانيونکی بايد د هغه مقدار قيمت (پيسی) و جامع الشرائط مجتهد ته ورکړی، او که د هغه مقدار قيمت وخرڅونکی ته ورکړی وی، کولای سی د هغه څه بيرته واخلی.

1921- مسأله: که د غنم، وربشی، خرما او کشمش وزن کله چی لوند دی 45 مثقال کم و 288 من ته ورسيږی او پسله وچيدلی لږ تر دی مقدار سی، د هغه زکات واجب نه دی.

1922- مسأله: هغه خرما چی تازه ئی خوری او که پاته سی ډير لږيږی که دومره وی چی د وچ وزن ئی 45 مثقال کم و 288 من ته ورسيږی د هغه زکات واجب دی.

1923- مسأله: غنم، وربشی، خرما او کشمش چی د هغو زکات ورکړيدی که څو کال هم د هغه سره پاته سی زکات نلری.

1924- مسأله: که غنم، وربشی، خرما او انګور په باران يا وياله اوبه سی يا د مصر د کرهنی په ډول د مځکی د رطوبت څه ګټه وکړی د هغه زکات لس په يو (10/1) دی، که د سلواغی او واټرپمپ د عميق او نيمه عميق د څاؤ څه چی اوس معمول دی اوبه سی د هغه زکات شل په يو (20/1) دی. او که يو مقدار د باران يا وياله يا د مځکی د رطوبت څه ګټه واخلی او په هغه مقدار د سلواغی او واټرپمپ څه ګټه واخلی نيمی د هغه زکات لس په يو (10/1) او د بل نيمی د هغه زکات شل په يو (20/1) دی يعنی د څلويښت برخی دری برخی د هغه د زکات د پاره ورکړی.

1925- مسأله: که غنم، وربشی، خرما او انګور هم په باران او وياله اوبه سی اوهم په سلواغه او واټرپمپ اوبه سی، که داسی وی چی عرفاً وويل سی په سلواغه او واټر پمپ مثلاً اوبه سويدی نه په باران، د هغه زکات شل په يو (20/1) دی او که عرفاً وويل سی په باران مثلاً اوبه سويدی نه په سلواغه، د هغه زکات لس په يو (10/1) دی.

1926- مسأله: که شک وکړی چی په باران يا په سلواغه يا واټر پمپ اوبه سويدی شل په يو (20/1) پر هغه واجب کيږی او احتياط مستحب هغه دی چی لس په يو (10/1) ورکړی.

1927- مسأله: که غنم، وربشی، خرما او انګور په باران يا وياله اوبه سی، او د سلواغی او واټرپمپ په اوبه احتياج نه وی ليکن په سلواغی او واټر پمپ هم اوبه سی او د حصول په ډيريدل تأثير ونلری، د هغه زکات لس په يو (10/1) دی، او که په سلواغه او واټر پمپ اوبه سی او د باران او وياله په اوبو احتياج نه وی ليکن په وياله  او باران هم اوبه سی او د حصول په ډيريدل تأثير ونلری، د هغه زکات شل په يو (20/1) دی.

1928- مسأله: که يوه کرهنه په سلواغه يا واټر پمپ اوبه کړی او په هغه مځکه چی د هغه په څنګ کی دی کرهنه وکړی، چی د هغه مځکه د رطوبت څه ګټه واخلی او په اوبه احتياج ونسی، د هغه کرهنی زکات چی په سلواغه اوبه سويدی، شل په يو (20/1) او د هغه کرهنی زکات چی د هغه په څنګ کی دی لس په يو (10/1) دی.

1929- مسأله: هغه خرڅونه چی دغنم، وربشی، خرما او انګور د پاره کړيدی حتی هغه مقدار د کالی او اسباب قيمت چی د کرهنی په واسطه لږ سويدی کولای سی د حاصل څه لږ کړی، او که د هغو د لږول د مخه د محصول وزن 45 مثقال کم و 288 من ته ورسيږی، بناپر احتياط واجب بايد د پاته سوی زکات ورکړی.

1930- مسأله: د هغه تخم او دانی قيمت چی زکات نلری يا زکات ئی ورکړيدی کولای سی د کرهنی د خرڅو برخه وشميری، ليکن بايد د کرل د زمان قيمت حساب کړی.

1931- مسأله: که مځکه او دکرهنی اسباب يا يو د دغه دوه پخپله د هغه ملک وی نبايد د هغو کرايه د خرڅو برخه وشميری. او هم د هغه کارو د پاره چی پخپله کړيدی يا بل يو بيله معاش کړيدی، هيڅ شی د حاصل څه نه کميږی.

1932- مسأله: که د انګور يا خرما ونی رانيسی قيمت ئی د خرڅو برخه نه دی، ليکن که خرما يا انګور د شکول د مخه او د مخه تر هغه چی زکات په هغو تعلق ونيسی رانيسی، پيسی چی د هغه د پاره ورکړيدی د خرڅو برخه شميرل کيږی.

1933- مسأله: که مځکه رانيسی او په هغه مځکه غنم يا وربشی وکری، هغه پيسی چی د مځکی د رانيول د پاره ورکړيدی د خرڅو برخه نه شميرل کيږی، ليکن که کرهنه د مخه تر هغه چی زکات په هغه تعلق ونيسی رانيسی پيسی چی د هغه د رانيول د پاره ورکړيدی کولای سی د خرڅو برخه وشميری او د حاصل څه کم کړی، اما د پروړ قيمت بايد چی د هغه څه په لاس راځی د هغه پيسی چی د کرهنی د رانيول د پاره ورکړيدی کسر (لږ) کړی مثلاً که يوه کرهنه پنځه سوه رانيسی او د هغه د پروړ قيمت سل تومان وی فقط کولای سی څلور سوه تومان ئی د خرڅو برخه وشميری.

1934- مسأله: څوک چی غوا او د کرهنی وسيلی او اسباب چی د کرهنی د پاره په کاريږی رانيسی که د کرهنی په واسطه بيخی د منځه ولاړسی، کولای سی د هغو ټول قيمت د خرڅو برخه وشميری او که يو مقدار د هغو د قيمت څه لږ سی، کولای سی هغه مقدار دخرڅو برخه وشميری، ليکن که پسله کرهنی هيڅ شی د هغو د قيمت څه لږ نسی، نبايد هيڅ شی د هغو د قيمت څه د خرڅو برخه وشميری.

1935- مسأله: که په يوه مځکه وربشی او غنم او يو شی لکه وريجی او لوبيا چی زکات ئی واجب نه دی وکری، خرڅونه چی د هغو د هر يو د پاره کړيدی فقط د هغه د پاره شميرل کيږی، ليکن که د هر دوه د پاره کړيدی بايد دوه برخه کړی، مثلاً که هر دواړه په يوه اندازه وه، کولای سی نيمی خرڅ د هغه شی چی زکات لری کسر کړی.

1936- مسأله: که د مځکی د شديار او اړول يا بل کار د پاره چی تر څو کال د کرهنی د پاره ګټه لری مصرف او خرڅ وکړی بناپر احتياط واجب د هغه خرڅونه بايد پر څو کال وويشی.

1937- مسأله: که انسان په څو ښار چی د هغو فصلونه يو د بل سره توپير لری او کرهنه او ميوه ئی په يو وخت په لاس نه راځی غنم يا وربشی يا خرما يا انګور ولری او هغو ټوله د يو کال حصول وشميرل سی، که هغه شی چی لومړی رسيږی دنصاب په اندازه وی، د هغه زکات بايد کله چی رسيږی ورکړی او د پاته زکات هر وخت په لاس راځی ورکړی، او که هغه شی لومړی رسيږی د نصاب په اندازه نه وی که علم او يقين لری په هغه څه چی وروسته په لاس راځی د نصاب په اندازه کيږی، بياهم واجب دی زکات د هغه څه چی رسيدلی دی هغه وخت او د پاته زکات کله چی رسيږی ورکړی او که يقين او علم نلری چی هغو ټوله د نصاب په اندازه سی، صبر وکړی چی پاته ئی ورسيږی، نوکه ټوله د نصاب په مقدار سی، د هغه زکات واجب دی او که د نصاب په مقدار نسی د هغه زکات واجب نه دی.

1938- مسأله: که د انګور يا خرما درخت په يو کال دوه پلا ميوه ورکړی که په هره پلا د نصاب په اندازه نه وی د هغه زکات واجب نه دی د دی د پاره چی د دوه فصل کرهنه لکه د دوه کال زراعت (کرهنه) دی.

1939- مسأله: که يو مقدار تازه خرما يا انګور لری چی وچ ئی د نصاب په اندازه کيږی، که د زکات په نيت د هغه د تازه څه دومره ومستحق ته ورکړی چی که وچ سی د هغه زکات په اندازه وی چی پر هغه واجب دی، اشکال نلری.

1940- مسأله: که د وچ کشمش يا خرما زکات پر هغه واجب دی نسی کولای د هغه زکات تازه خرما يا انګور ورکړی او هم که د تازه خرما يا انګور زکات پر هغه واجب دی نسی کولای د هغه زکات وچه خرما يا کشمش ورکړی. ليکن که يو ددغو د زکات د قيمت په نيت ورکړی مانع نلری.

1941- مسأله: څوک  چی پورور دی او مال هم لری چی د هغه زکات واجب سويدی که مړسی لومړی بايد ټول زکات د هغه مال چی زکات ئی واجب سويدی ورکړی، وروسته د هغه پور ورکړی.

1942- مسأله: څوک چی قرض داره دی او غنم يا وربشی يا خرما يا انګور هم لری، که مړسی او د مخه تر هغه چی ددغو زکات واجب سی ورثی د هغه پور د بل مال څه ورکړی هر يو چی برخه ئی 45 مثقال کم و 288 من ته ورسيږی، زکات بايد ورکړی او که د مخه تر هغه چی د دغو زکات واجب سی، د هغه پور ورنکړی که د ميت مال فقط د هغه د پور په اندازه وی واجب نه دی د دغو زکات ورکړی، اوکه د ميت مال د هغه تر پور ډيروی، که د هغه پور دومره دی چی که وغواړی ورکړی بايد يو مقدار د غنم، وربشی، خرما او انګور هم وپور غوښتونکی ته ورکړی، هغه څه وپور غوښتونکی ته ورکوی زکات نلری او پاته د ورثی مال دی او هر يو د هغو چی برخه ئی د نصاب په اندازه سی، د هغه زکات بايد ورکړی.

1943- مسأله: که غنم، وربشی، خرما او کشمش چی د هغو زکات واجب سويدی ښه او بد لری، بناپر احتياط واجب بايد د هر يو زکات د ښه او بد پخپله د هغو ورکړی يا د ټول زکات د ښه ورکړی ليکن بناپر احتياط واجب د ټول زکات نسی کولای د بد څه ورکړی.

د سره زر (طلا) نصاب:

1944- مسأله: سره زر دوه نصاب لری: لومړی نصاب ئی، شرعی شل مثقال دی چی هر مثقال ئی 18 نخود دی، نوکه سره زر و شرعی شل مثقال چی معمولی پنځه لس مثقال دی ورسيږی، که نور شرايط هم چی وبه ويل سی ولری انسان بايد د هغه څلويښت په يو(5/2٪) چی نه نخود کيږی زکات ورکړی او که په دی مقدار ونه رسيږی د هغه زکات واجب نه دی. او دوهم نصاب ئی، شرعی څلور مثقال دی چی معمولی دری مثقال کيږی يعنی که دری مثقال د پنځه لس مثقال سره يو ځای سی، بايد د ټول 18 مثقال زکات څلويښت په يو(5/2٪) ورکړی او که لږ تر دری مثقال اضافه سی، فقط بايد د پنځه لس مثقال زکات ورکړی او اضافه ئی زکات نلری او همدا ډول دی هر څه لوړ ولاړسی، يعنی که دری مثقال اضافه سی، بايد دهغو ټول زکات ورکړی او که لږ اضافه سی، هغه مقدار چی اضافه سويدی زکات نلری.

د نقری نصاب:

1945- مسأله: نقره دوه نصاب لری: لومړی نصاب ئی، معمولی 105 مثقال دی چی که نقره و 105 مثقال ته ورسيږی او نور شرايط چی وبه ويل سی ولری انسان بايد څلويښت په يو (5/2٪) د هغه چی 2 مثقال او 15 نخود دی زکات ورکړی او که په دی قرار ونه رسيږی د هغه زکات واجب نه دی. او دوهم نصاب ئی، 21 مثقال دی يعنی که 21 مثقال د 105 مثقال سره يو ځای سی بايد د ټول 126 مثقال زکات په هغه ډول چی وويل سو ورکړی او که لږ تر 21 مثقال اضافه سی فقط بايد د 105 مثقال زکات ورکړی او اضافه ئی زکات نلری او همدا ډول دی هر څه لوړ ولاړسی. يعنی که نور 21 مثقال اضافه سی بايد ټول زکات د هغو ورکړی، او که لږ اضافه سی هغه مقدار چی اضافه سويدی او لږ تر 21 مثقال دی زکات نلری. بناپر دی که انسان څلويښت په يو (5/2٪) هر څه سره زر او نقره لری ورکړی، هغه زکات چی پر هغه واجب وه ورکړيدی او کله هم ډير تر واجب مقدار ورکړيدی مثلاً څوک چی 110 مثقال نقره لری، که څلويښت په يو (2/5٪) د هغه ورکړی، د 105 مثقال زکات د هغه چی واجب وه ورکړيدی او هغه مقدار هم دهغه 5 مثقال د پاره ورکړيدی چی واجب نه وه.

1946- مسأله: څوک چی سره زر او نقره ئی د نصاب په اندازه دی، که څۀ هم زکات ئی ورکړی وی، تر هغه وخت چی د لومړی نصاب څه نه دی کم سوی، هر کال بايد د هغه زکات ورکړی.

1947- مسأله:  د سره زر او نقری زکات هغه وخت واجب کيږی چی هغه سکه وهلی وی او معامله په هغه وسی او که سکه ئی د منځه هم تللی وی د هغه زکات بايد ورکړی.

1948- مسأله: سکه داره سره زر او نقری چی ښځی د سينګار د پاره په کار وړی که معامله په هغه وسی، يعنی لکه پيسی په هغه معامله وسی، بناپر احتياط د هغه زکات واجب دی. ليکن که معامله په هغه ونسی، د هغه زکات واجب نه دی.

1949- مسأله: څوک چی سره زر او نقره لری، که هيڅ يو دهغو د لومړی نصاب په اندازه نه وی مثلاً 104مثقال نقره او 14 مثقال سره زر ولری، زکات پر هغه واجب نه دی.

1950- مسأله: د سره زر او نقری زکات هغه وخت واجب کيږی چی يوولس مياشتی د نصاب د اندازی خاوند وی او که د يوولس مياشتی په منځ، سره زر او نقره ئی د لومړی نصاب لږ سی زکات پر هغه واجب نه دی.

1951- مسأله: که د يوولس مياشتی په منځ هغه سره زر او نقره چی لری په سره زر يا نقره يا بل شی بدل کړی يا هغو اوبه کړی، زکات پر هغه واجب نه دی، ليکن که د زکات د ورکول د تښتی د پاره هغو تبديل کړی، احتياط مستحب هغه دی چی زکات ورکړی.

1952- مسأله: که په دوولسم مياشت د سره زر او نقری پيسی اوبه کړی، بايد د هغو زکات ورکړی او که د اوبه کول په واسطه د هغو وزن يا قيمت لږ سی، هغه زکات چی د مخه د اوبه کول پر هغه واجب وه بايد ورکړی.

1953- مسأله: که سره زر او نقره لری چی ښه او بد لری، کولای سی د هر يو ښه او بد زکات پخپله د هغه ورکړی ليکن ښه دی د هغو د ټولو زکات د ښه سره زر او نقری څه ورکړی او احتياط واجب هغه دی چی د ټولو زکات د بد څه ورنکړی.

1954- مسأله: هغه سره زر او نقری چی د بل فلز ډير تر معمول اندازه لری، که خالص ئی د نصاب په اندازه چی د هغه مقدار وويل سو، ورسيږی انسان بايد د هغه زکات ورکړی، او همدا ډول د سره زر او نقری پيسی چی د بل فلز ډير تر معمول اندازه لری که وهغه ته د سره زر او نقری پيسی ووائی په هغه صورت چی نصاب حدته ورسيږی بناپر احتياط زکات ئی واجب دی هر څو خالص ئی نصاب حدته ونه رسيږی. او که شک لری چی د هغه خالص د نصاب په اندازه دی که يه، بناپر احتياط واجب د اوبه کول يا بل لار په واسطه د هغه خالص معلوم کړی يا په هغه مقدار زکات ورکړی تر څو يقين وکړی بری الذمه سويدی او لازم مقدار ورکړيدی.

1955- مسأله: که هغه سره زر او نقره چی لری په معمول مقدار بل فلز د هغه سره ګډ وی د هغه زکات نسی کولای دهغه سره زر او نقری ورکړی چی د بل فلز ډير تر معمول لری ليکن که په هغه مقدار ورکړی چی يقين وکړی هغه خالص سره زر او نقری چی په هغه کی سته د هغه زکات په اندازه دی چی پر هغه واجب دی، اشکال نلری.

د اوښ، غوا او پسه زکات:

1956- مسأله: د اوښ، غوا او پسه زکات بيله هغه شرطو چی وويل سو نور دوه شرط لری:

لومړی: حيوان په ټول کال بيکار وی، او که په ټول کال يوه يا دوی ورځی کار کړی وی په هغه ډول چی کار کوونکی حيوان ونه شميرل سی د هغه زکات واجب دی.

دوهم: حيوان په ټول کال د بيديا واښه وخوری، نوکه ټول کال يا يو مقدار د هغه د ريبل سوی واښه، يا د هغه کرهنی چی د خاوند يا د بل څوک ملک دی وخوری زکات نلری او که په ټول کال يو دوه ورځ د خاوند واښه وخوری بيا د هغه زکات واجب دی.

1957- مسأله: که انسان د خپل اوښ، غوا او پسه د پاره د پييل ځای چی څوک نه دی کرلی رانيسی يا اجاره کړی د زکات ورکول په هغه مشکل او سخت دی ليکن که په هغه د پييل د پاره په هغه باج او خرڅ ورکړی، زکات بايد ورکړی.

د اوښ نصاب:

1958- مسأله: اوښ دوولس نصاب لری:

لومړی: پنځه اوښ، او د هغه زکات يو پسه دی او تر څو د اوښ شمير و دغه مقدار ته ونه رسيږی زکات نلری.

دوهم: لس اوښ، او د هغه زکات دوه پسه دی.

دريم: پنځه لس اوښ، او د هغه زکات دری پسه دی.

څلورم: شل اوښ، او د هغه زکات څلور پسه دی.

پنځم: پنځه ويشت اوښ، او د هغه زکات پنځه پسه دی.

شپږم: شپږ ويشت اوښ، او د هغه زکات يو اوښ دی چی په دوهم کال داخل سوی وی.

اووم: شپږ ديرش اوښ، او د هغه زکات يو اوښ دی چی په دريم کال داخل سوی وی.

اتم: شپږ څلويښت اوښ، او د هغه زکات يو اوښ دی چی په څلورم کال داخل سوی وی.

نهم: يو شپيته اوښ، او د هغه زکات يو اوښ دی چی په پنځم کال داخل سوی وی.

لسم: شپږ اويا اوښ، او د هغه زکات دوه اوښ چی په دريم کال داخل سوی وی.

يوولسم: يونوی اوښ، او د هغه زکات دوه اوښ چی په څلورم کال داخل سوی وی.

دوولسم: يوسل ويويشت اوښ او ډير تر هغه دی چی بايد يا څلويښت څلويښت وشميری او د هر څلويښت د پاره يو اوښ چی په دريم کال داخل سوی وی، يا پنځوس پنځوس وشميری او د هر پنځوس د پاره يو اوښ چی په څلورم کال داخل سوی وی ورکړی. يا په څلويښت او پنځوس وشميری. ليکن په هر صورت بايد داسی وشميری چی هيڅ شی پاته نسی، يا که شی پاته کيږی، تر نه ډير نه وی، مثلاً که 140 اوښ لری، بايد د سل دپاره ، دوه اوښ چی په څلورم کال داخل سويدی او د څلويښت د پاره يوه ماده اوښ چی په دريم کال داخل سوی وی ورکړی.

1959- مسأله: د دوه نصاب منځ زکات واجب نه دی. نوکه د هغه اوښانو شمير چی لری د لومړی نصاب چی پنځه دی تيرسی، تر دوهم نصاب چی لس دی ونه رسيږی فقط بايد د هغه پنځه زکات ورکړی او همدا ډول دی په وروسته نصابو .

دغوا نصاب:

1960- مسأله: غوا دوه نصاب لری: لومړی: نصاب د هغه 30 غوا دی چی کله د غوا شميرو ديرش ته ورسيږی، که هغه شرايط چی وويل سو ولری، انسان بايد يو ګلګی چی په دوهم کال داخل سويدی زکات ورکړی. او دوهم نصاب د هغه څلويښت دی او د هغه زکات يوه ماده ګلګی ده چی په دريم کال داخل سوی وی. او د ديرش او څلويښت په منځ زکات واجب نه دی مثلاً څوک چی نه ديرش غوا لری فقط بايد د ديرش غوا زکات ورکړی، او هم که د څلويښت غوا اضافه ولری تر شپيته نه دی رسيدلی فقط بايد د څلويښت غوا زکات ورکړی او پسله هغه چی وشپيته ته ورسيد، ځکه چی د لومړی نصاب دوه برابر لری، بايد دوه ګلګی چی په دوهم کال داخل سويدی ورکړی او همدا ډول هر څه ډير سی، بايد يا ديرش ديرش وشميری يا څلويښت څلويښت يا په ډيرش او څلويښت وشميری او زکات ئی په هغه دستور چی وويل سو ورکړی، ليکن داسی بايد وشميری چی هيڅ شی پاته نسی، يا که شی پاته کيږی تر نه ډير نه وی، مثلاً که اويا غوا لری، دديرش او څلويښت په حساب بايد وشميری او د هغه د ديرش غوا د پاره د ديرش زکات او د څلويښت غوا د پاره د څلويښت زکات ورکړی ځکه چی په ديرش وشميری، لس غوا زکات نه ورکړی پاته کيږی.

د پسه نصاب:

1961- مسأله: پسه پنځه نصاب لری: لومړی: څلويښت پسه دی او د هغه زکات يو پسه دی او تر څو پسه وڅلويښت ته ونه رسيږی زکات نلری. دوهم: يوسل ويوشت پسه دی، او د هغه زکات دوه پسه دی. دريم: دوه سو يو پسه دی، او د هغه زکات دری پسه دی. څلورم: دری سو يو پسه دی، او د هغه زکات څلور پسه دی. پنځم: څلور سوه او ډير تر هغه دی چی هغو بايد سل سل وشميری او د هر سل پسه د پاره يو پسه ورکړی. او لازم نه دی زکات پخپله د پسو ورکړی، بلکه که بل پسه ورکړی، يا د پسه د قيمت په مطابق پيسی ورکړی کافی دی، او که بل شی بيله دغه دوه ورکړی اشکال لری.

1962- مسأله: د دوه نصاب په منځ زکات واجب نه دی، نوکه څوک پسونه ئی د لومړی نصاب چی څلويښت دی ډيروی او تر دوهم نصاب چی يو سل و يويښت پسه دی نه دی رسيدلی فقط بايد د څلويښت پسه زکات ورکړی او اضافه ئی زکات نلری او همدا ډول دی هر څه نصاب ډير سی.

1963- مسأله: د پسه، غوا او اوښ زکات چی دنصاب په مقدار ورسيږی واجب دی څه هغو ټوله نر يا ماده وی، يا بعضی نر او بعضی ماده وی.

1964- مسأله: په زکات، غوا او غوايی يو جنس شميرل کيږی او عربی او بيله عربی اوښ يو جنس دی، او همدا ډول وز، ميږ او وری په زکات سره توپير نلری.

1965- مسأله: که د زکات د پاره پسه ورکړی، بناپر احتياط واجب بايد په دوهم کال داخل سوی وی او که وز ورکړی احتياطاً بايد په دريم کال داخل سوی وی.

1966- مسأله: هغه پسه چی د زکات د پاره ورکوی که قيمت ئی لږ څه تر نور پسو ارزان وی اشکال نلری. ليکن ښه دی هغه پسه چی قيمت ئی تر ټولو پسو ګران دی ورکړی، او همدا ډول دی په اوښ او غوا.

1967- مسأله: که څو کسان سره شريک وی هغو هر يو برخه ئی په لومړی نصاب رسيدلی دی بايد زکات ورکړی او پر هغه څوک چی برخه ئی لږ تر لومړی نصاب دی زکات واجب نه دی.

1968- مسأله: که يو نفر په څو ځای غوا يا اوښ يا پسه ولری او ټوله سره د نصاب په اندازه وی، د هغو زکات بايد ورکړی.

1969- مسأله: که ناروغ او معيوب اوښ، غوا او پسه ولری د هغو زکات هم بايد ورکړی.

1970- مسأله: که اوښ، غوا او پسه چی لری ټوله ناروغ، معيوب يا زاړه وی، کولای سی زکات پخپله د هغو ورکړی، ليکن که ټوله جوړ (روغ) بی عيب او ځوان وی نسی کولای د هغو زکات ناروغ يا معيوب يا زاړه ورکړی. بلکه که بعضی د هغو جوړ يا ناروغ، يا معيوب، يا بی عيب، يا زاړه، يا ځوان وی، احتياط واجب هغه دی چی د هغو د زکات د پاره جوړ، بی عيب او ځوان ورکړی.

1971- مسأله: که ديوولسمه  مياشت د پای ته رسيدل د مخه، غوا اوښ او پسه چی لری د بل شی سره بدل کړی يا هغه نصاب چی لری د هغه جنس د نصاب په مقدار بدل کړی، مثلاً څلويښت پسه ورکړی او څلويښت پسه واخلی، زکات پر هغه واجب نه دی.

1972- مسأله: څوک چی بايد د اوښ، غوا او پسه زکات بايد ورکړی، که د هغو زکات خپل د مال څه ورکړی، تر هغه وخت چی د هغو شمير د نصاب نه دی لږ سوی، هر کال بايدزکات ورکړی، او که پخپله د هغو ورکړی او د لومړی نصاب لږ سی، زکات پر هغه واجب نه دی مثلاً څوک چی څلويښت پسه لری، که د خپل د بل مال څه د هغو زکات ورکړی تر هغه وخت چی پسونه ئی دڅلويښت کم سوی نه دی، هر کال بايد يوه پسه ورکړی او که پخپله د هغو ورکړی تر هغه وخت چی وڅلويښت ته نه دی رسيدلی زکات پر هغه واجب نه دی.

د زکات مصرف:

1973- مسأله: انسان کولای سی په اته ځای زکات مصرف کړی:

لومړی: فقير، هغه څوک چی د خپل او کورنی (عيالات) د کال خرڅ نلری. ليکن څو چی صنعت، ملک يا سرمايه لری چی کولای سی د کال خرڅ په تدريج پيدا کړی فقير نه دی.

دوهم: مسکين، هغه څوک چی ژوندانه ئی تر فقير سخت او بد تيريږی.

دريم: څوک چی د امام (عليه السلام) يا د امام د نائب له خوا مأمور دی چی زکات ټول او ساتنه وکړی او د هغه په حساب ورسيږی او هغه امام (ع) يا د امام نائب يا فقيرانو ته ورسوی، چی کولای سی د هغه زحمت په اندازه چی کاږی د زکات څه ګټه وکړی.

څلورم: هغه کافران چی که زکات هغوته ورکړی د اسلام دين وخواته راځی، يا په جګړه د مسلمانانو سره مرسته کوی او همدا ډول هغه مسلمانان چی د هغو ايمان ضعيف دی چی که زکات هغوته ورکړی د هغو ايمان قوی کيږی.

پنځم: دغلامانو رانيول او د هغو آزادول.

شپږم: هغه پورور چی نسی کولای خپل پور ورکړی، په هغه شرط چی پور په معصيت مصرف سوی نه وی.

اووم: سبيل الله، يعنی هغه کار چی لکه د مسجد او مکتب جوړول، دينی عمومی منفعت او ګټه لری، يا لکه لار او پل جوړول، چی ګټه ئی و ټولو مسلمانانوته رسيږی او هغه څه چی د اسلام او مسلمانانو د پاره ګته ولری په هر ډول چی وی.

اتم: ابن السبيل، يعنی هغه مسافر چی په سفر درمانده او بی وزله سويدی. د دغو احکام په راتلونکی مسألو به وويل سی.

1974- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی فقير او مسکين د خپل او کورنی دکال دخرڅ ډير زکات ونه نيسی او که يو مقدار پيسی يا مال لری، فقط د خپل يو کال خرڅ د لږوالی (کسری) په اندازه زکات ونيسی.

1975- مسأله: څوک چی د خپل کال خرڅ لری که يو مقدار دهغه مصرف کړی او وروسته شک وکړی چی هغه څه چی پاته دی د هغه د کال د خرڅ په اندازه دی که يه، نسی کولای زکات ونيسی.

1976- مسأله: صنعتګر يا مالک يا تجار چی ګټه ئی د کال د خرڅ څه لږ دی کولای سی د خپل خرڅ د کسری د پاره زکات ونيسی او لازم نه دی خپل ملک ياسرمايه يا د کار اوزار او وسيله د خپل خرڅ په مصرف ورسوی.

1977- مسأله: هغه فقير چی د خپل او کورنی د کال خرڅ نلری، که کور لری چی د هغه ملک دی او په هغه کی هستوګنه کوی يا د سپور مال لری، که بيله دغو نسی کولای ژوند وکړی، که څه هم د هغه د اعتبار د ساتل د پاره وی، کولای سی زکات ونيسی او همدا ډول دی د کور سامان، لوښی، د ژمی او دوبی کالی او هغه شيان چی په هغو احتياج لری. او هغه فقير چی دغه شيان نلری، که په دغو شيان احتياج ولری، کولای سی د زکات څه رانيسی.

1978- مسأله: هغه فقير چی د صنعت زده کول د هغه د پاره مشکل نه دی، بناپر احتياط واجب بايد زده کړی او په زکات نيول ژوندون ونه کړی، ليکن تر هغه وخت په زده کول مشغول دی، کولای سی زکات ونيسی.

1979- مسأله: وهغه څوک ته چی د مخه فقير وه او وائی فقيريم، که څه هم د هغه په خبره اطمينان ونلری کيږی زکات ورکړی.

1980- مسأله: څوک چی وائی فقيريم، او د مخه فقير نه وه، يا معلوم نه دی فقيروه که يه، که د هغه په خبره اطمينان نه وی احتياط واجب هغه دی چی هغه ته زکات ورنکړی.

1981- مسأله: څوک چی بايد زکات ورکړی که پر يو فقير پور وغواړی، کولای سی پور چی پر هغه لری د زکات په ځای وشميری.

1982- مسأله: که فقير مړسی او مال ئی د هغه د پور په اندازه نه وی، انسان کولای سی پور چی پر هغه لری د زکات په ځای وشميری بلکه که پورئی د هغه د مال په اندازه وی او ورثی د هغه پور ورنکړی، يا په بل خاطر انسان ونسی کولای خپل پور ونيسی، هم کولای سی پور چی پر هغه لری، د زکات په ځای وشميری.

1983- مسأله: هغه شی چی انسان د زکات په نامه فقيرته ورکوی لازم نه دی هغه ته ووائی زکات دی، بلکه که فقير خجل سی، مستحب دی مال د زکات په نيت هغه ته ورکړی ليکن ونه وائی زکات دی.

1984- مسأله: که په دی عقيده چی يو څوک فقير دی زکات هغه ته ورکړی وروسته وپوهيږی فقير نه وه، يا د مسألی د نه پوهيدل په خاطر و هغه څوک ته چی فقير نه دی زکات ورکړی، که شی چی هغه ورکړيدی پاته وی کولای سی بيرته ونيسی او ومستحق ته ورکړی او که د منځه تللی دی څوک چی هغه شی نيولی دی پوهيدل يا احتمال ورکول چی زکات دی بايد د هغه په ځای بل شی ورکړی او هغه ومستحق ته ورسوی، او که د زکات په نامه نه دی ورکړی نسی کولای هيڅ شی د هغه څه ونيسی، او که دمستحق په پيژندنه غفلت او تنبلی نه وی کړی مثلاً (بينه شرعيه) شرعی دليل د هغه پر فقر شاهد وی لازم نه دی بياد خپل مال څه زکات ورکړی.

1985- مسأله: څوک چی پورور دی او نسی کولای خپل پور ورکړی که څه د کال خرڅ ولری کولای سی د خپل پور ورکول د پاره زکات ونيسی ليکن هغه مال چی په پور اخيستی دی بايد په معصيت خرڅ کړی نه وی او که په معصيت خرڅ کړيدی که د هغه معصيت څه توبه کړی وی په دی صورت د فقيرانو د برخی څه کيږی هغه ته ورکړی.

1986- مسأله: که و هغه څوک ته چی قرض داره دی او نسی کولای خپل پور ورکړی زکات ورکړی، وروسته وپوهيږی پور په معصيت مصرف کړيدی، که هغه پورور فقير وی کولای سی هغه څه چی هغه ته ورکړيدی د زکات په ځای وشميری ليکن که د هغه معصيت څه توبه نه وی کړی بناپر احتياط واجب شی چی هغه ته ورکړيدی، د زکات په ځای وشميری.

1987- مسأله: څوک چی پورور دی او نسی کولای خپل پور ورکړی که څه هم فقير نه وی، کولای سی انسان پور چی پر هغه لری، دزکات په ځای وشميری.

1988- مسأله: هغه مسافر چی خرڅ ئی پای ته رسيدلی دی، يا د سپور وسيله ئی د کاره لويدلی دی، که سفرئی د معصيت سفر نه وی او ونسی کولای په پور يا د يو شی په خرڅول ځان و مقصدته ورسوی، که څه هم په خپل وطن فقير نه وی، کولای سی زکات ونيسی. ليکن که وکولای سی په بل ځای په پور کول يا د يو شی په خرڅول د خپل سفر خرڅ جوړ کړی، فقط په هغه مقدار چی وهغه ځای ته ورسيږی، کولای سی زکات ونيسی.

1989- مسأله: هغه مسافر چی په سفر درمانده سويدی او زکات نيولی دی پسله هغه چی خپل وطن ته ورسيد، که يو شی د زکات څه اضافه پاته سوی وی هغه بايد وجامع الشرائط مجتهدته ورکړی او ووائی هغه شی زکات دی.

د هغه کسانو شرايط چی د زکات مستحق دی:

1990- مسأله: څوک چی زکات نيسی دوولس امامی شيعه بايد وی او که د شرعی لار څه ثابت سی چی شيعه دی، او هغه ته زکات ورکړی، او زکات د منځه ولاړسی وروسته معلوم سی شيعه نه وه لازم نه دی دوباره زکات ورکړی.

1991- مسأله: که ماشوم يا ليونی فقير شيعه وی، انسان کولای سی د هغه ولی ته زکات ورکړی په دی قصد چی هغه څه ورکوی د ماشوم يا ليونی ملک وی.

1992- مسأله: که د ماشوم او ليونی وولی ته لاس نه رسيږی کولای سی په خپله يا ديو امين نفر په واسطه زکات د ماشوم يا ليونی په مصرف ورسوی او بايد کله چی زکات د هغو په مصرف رسوی د زکات نيت وکړی.

1993- مسأله: وهغه فقيرته چی پکر کوی، کيږی زکات ورکړی، ليکن و هغه څوک ته چی زکات په معصيت مصرفوی نه کيږی زکات ورکړی.

1994- مسأله: و هغه څوک ته چی کبيره معصيت معلوم داره کوی احتياط واجب هغه دی چی زکات ورنکړی او همدا ډول دی و شارب الخمر (هغه څوک چی شراب څښی).

1995- مسأله: و هغه څوک ته چی پورور دی او نسی کولای خپل پور ورکړی که څه هم د هغه خرڅ پر انسان واجب وی کيږی زکات ورکړی تر څو خپل پور ورکړی. ليکن که ښځه يا بل څوک چی د هغه خرڅ پر انسان واجب دی د خپل خرڅ د پاره پور وکړی انسان نسی کولای د هغه پور د زکات څه ورکړی.

1996- مسأله: انسان نسی کولای د هغه کسانو خرڅ چی د هغو خرڅ پر هغه واجب دی لکه دائمی ښځه، اولاد، لمسان، پلار او مور او نيکه ګان د زکات څه ورکړی. ليکن که دهغو خرڅ ورنکړی نور خلګ کولای سی هغوته زکات ورکړی.

1997- مسأله: که انسان خپل زوی ته زکات ورکړی چی د خپل ماينی، نوکر او کلفت خرڅ وکړی اشکال نلری.

1998- مسأله: که زوی په دينی علمی کتابو احتياج ولری پلار کولای سی دهغو د رانيول دپاره خپل زوی ته زکات ورکړی.

1999- مسأله: پلار کولای سی خپل زوی ته زکات ورکړی چی د ځان د پاره ښځه ونيسی يعنی واده وکړی او زوی هم کولای سی د هغه د پاره چی پلارئی ښځه ونيسی خپل زکات هغه ته ورکړی.

2000- مسأله: وهغی ښځی ته چی ميړه ئی د هغی خرڅ ورکوی، يا خرڅ نه ورکوی ليکن ممکن دی هغه دخرڅی په ورکول مجبور کړی، نه کيږی زکات ورکړی.

2001- مسأله: ښځه چی صيغه سويده که فقيره وی، د هغی ميړه او نور کسان کولای سی هغی ته زکات ورکړی ليکن که ميړه ئی د عقداو نکاح په وخت شرط وکړی چی د هغی خرڅ ورکړی، يا په بل خاطر د هغی خرڅ ورکول پر ميړه واجب وی که وکولای سی د هغی ښځی خرڅ ورکړی يا وکولای سی ميړه مجبور کړی نه کيږی وهغی ښځی ته زکات ورکړی.

2002- مسأله: ماينه کولای سی خپل فقير ميړه ته زکات ورکړی، که څه هم ميړه زکات په خپل ماينه او اولاد مصرف کړی.

2003- مسأله: سيد کولای سی د سيد څه زکات ونيسی، ليکن سيد نسی کولای د بيله سيد څه زکات ونيسی، ليکن که خمس او نور وجوهات (شرعی مرستی) د هغه د خرڅ د پاره کافی نه وی او د زکات د نيول د پاره ناچار او مجبور وی، کولای سی د بيله سيد څه زکات ونيسی. اما احتياط واجب هغه دی چی که ممکن وی فقط په هغه مقدار چی د خپل ورځنی خرڅ د پاره ناچار دی، ونيسی.

د زکات نيت:

2004- مسأله: انسان بايد زکات د قربت په نيت يعنی د خدای (ج) د فرمان په ځای کول د پاره ورکړی او په نيت وټاکی چی هغه شی چی ورکوی د مال زکات دی، يا د فطری زکات. ليکن که د وربشی او غنم زکات پر هغه واجب وی، لازم نه دی وټاکی هغه شی چی ورکوی د غنم يا د وربشی زکات دی.

2005- مسأله: څوک چی د څو مال زکات پر هغه واجب سوی دی، که يو مقدار زکات ورکړی او د هيڅ يو د هغو نيت ونکړی، که هغه شی چی ورکړيدی هم جنس يو د هغو وی د هغه جنس زکات شميرل کيږی او که د هغو د هيڅ يو هم جنس نه وی پر هغو ټوله ويشل کيږی. نو څوک چی د څلويښت پسه زکات او د پنځلس مثقال سره زر زکات پر هغه واجب دی، که مثلاً يو پسه زکات ورکړی او د هيڅ يو نيت ونکړی د پسه زکات شميرل کيږی، ليکن که يو مقدار نقره ورکړی پر هغه زکات چی د پسه او سره زر د پاره پورور دی شميرل کيږی، همدا ډول دی که پسه د بدل يا قيمت په نامه ورکړی بيا هم ويشل کيږی.

2006- مسأله: که يو څوک وکيل کړی چی د هغه د مال زکات ورکړی کله چی وکيل فقيرته زکات ورکوی، د مالک له خوا د زکات نيت وکړی کافی او بس دی.

2007- مسأله: که مالک يا د هغه وکيل بيله قربت قصد، زکات فقيرته ورکړی او د مخه تر هغه چی هغه مال د منځه ولاړسی پخپله مالک د زکات نيت وکړی، زکات شميرل کيږی.

د زکات متفرقی مسائل:

2008- مسأله: کله چی وربشی او غنم د پرور څه جلا کوی او کله چی وچ سوی انګور کشمش سی او کله چی رطب خرما سی انسان بايد زکات وفقيرته ورکړی يا د خپل مال څه جلا کړی. او د سره زر، نقره، غوا، اوښ او پسه زکات پسله يوولسم مياشت چی پای ته ورسيږی بايد فقيرته ورکړی يا د خپل مال څه جلا کړی.او که ټاکل سوی فقيرته منتظر وی، يا وغواړی وهغه فقيرته ورکړی چی په يو خاطر ښه دی بناپر احتياط واجب زکات جلا کړی او وروسته هغه ټاکلی فقيرته ورسوی.

2009- مسأله: پسله جلا کول د زکات لازم نه دی سمدستی هغه ومستحق ته ورکړی ليکن که وهغه څوک ته چی کيږی زکات ورکړی لاس ئی رسيږی احتياط هغه دی چی زکات ورکول ونه ځنډوی او ژر ورکړی.

2010- مسأله: څوک چی کولای سی زکات و مستحق ته ورسوی که ورنکړی او د هغه د ټنبلی په واسطه د منځه ولاړسی بايد د هغه په ځای ورکړی.

2011- مسأله: څوک چی کولای سی زکات و مستحق ته ورسوی، که زکات ورنکړی، او بيله هغه چی د هغه په ساتل ټنبلی وکړی د منځه ولاړسی، که د زکات ورکول دومره ځنډولی دی چی نه ويل کيږی سمدستی ورکړيدی، بايد د هغه په ځای ورکړی او که په دی مقدار نه دی ځنډولی مثلاً دوه دری ساعته ځنډولی دی او په هغه تير سوی دوه دری ساعت که ومستحق ته لاس ونه رسيږی هيڅ شی پر هغه واجب نه دی او که مستحق ته لاس ورسيږی بناپر احتياط واجب بايد د هغه په ځای ورکړی.

2012- مسأله: انسان نسی کولای هغه زکات چی جلا کړيدی د ځان د پاره واخلی او بل شی د هغه په ځای کښيږدی.

2013- مسأله: که د هغه زکات څه چی جلا کړيدی ګټه يوسی مثلاً پسه د زکات د پاره جلا کړيدی وری وزيږی د فقير مال دی.

2014- مسأله: که کله چی زکات جلا کوی يو مستحق حاضر وی ښه دی زکات هغه ته ورکړی مګر يو څوک په نظر ولری چی زکات ورکول هغه ته په يو خاطر ښه وی.

2015- مسأله: که د مخه تر هغه چی زکات پر هغه واجب سی، يو شی د زکات په ځای فقيرته ورکړی نه شميرل کيږی، دلته کولای سی يو شی فقيرته پور ورکړی او پسله هغه چی زکات واجب سو د زکات په ځای وشميری، او پسله هغه چی زکات پر هغه واجب سو، که هغه شی چی فقيرته ورکړيدی د منځه نه وی تللی او هغه فقير هم په خپل فقر پاته وی کولای سی هغه شی چی هغه ته ورکړيدی د زکات په ځای وشميری.

2016- مسأله: مستحب دی د اوښ، غوا او پسه زکات وغيرت مند فقيرانوته ورکړی او د زکات په ورکول، خپل خپلوان پر نورو، د علم او کمال خاوندان پر بيله هغو او هغه کسان چی فقيرنه دی پر هغه کسان چی فقير دی د مخه ولری. ليکن که د زکات ورکول و هغه فقيرته چی په يو خاطر ښه وی، مستحب دی زکات هغه ته ورکړی.

2017- مسأله: ښه دی زکات معلوم داره او مستحبی صدقه پټ ورکړی.

2018- مسأله: که د هغه څوک په ښار چی غواړی زکات ورکړی هيڅ مستحق نه وی او ونسی کولای زکات د بل چا په مصرف چی د هغه د پاره ټاکل سويدی ورسوی، که اميد ونلری چی وروسته مستحق پيدا کيږی زکات بايد بل ښارته يوسی او د زکات په مصرف ورسوی په دی صورت د وړل خرڅ و هغه ښارته د زکات دی، او که زکات تلف يعنی د منځه ولاړسی ضامن نه دی.

2019- مسأله: که په خپل ښار د هغه مستحق پيدا سی، کولای سی زکات بل ښارته يوسی. ليکن دوړل خرڅ و هغه ښارته بايد پخپله ورکړی او که زکات تلف سی ضامن دی، مګر داچی د شرع د حاکم په اجازه وړی وی.

2020- مسأله: د وزن کول او پيمانه کول خرڅ، د هغه غنم، وربشی، کشمش او خرما چی د زکات د پاره ورکوی پخپله پر هغه دی.

2021- مسأله: څوک چی 2 مثقال او 15 نخود نقره يا ډير د زکات د پاره پورور دی بناپر احتياط مستحب لږ تر 2 مثقال او 15 نخود نقره و يو فقيرته ورنکړی، او هم که بيله نقره بل شی لکه وربشی او غنم پورور وی او د هغه قيمت و 2 مثقال او 15 نخود نقری ته ورسيږی بناپر احتياط مستحب و يو فقيرته لږ تر هغه ورنکړی.

2022- مسأله: مکروه دی انسان د مستحق څه وغواړی چی هغه زکات چی د هغه څه نيولی دی پر هغه خرڅ کړی، او که مستحق وغواړی هغه شی چی نيولی دی خرڅ کړی پسله هغه چی قيمت ته ورسوی، بيا هغه څوک چی زکات هغه ته ورکړيدی مکروه دی رانيسی.

2023- مسأله: که شک وکړی هغه زکات چی پر هغه واجب وه ورکړيدی که يه بايد زکات ورکړی هر څو شک ئی د تيرو کلو د زکات د پاره وی.

2024- مسأله: فقير نسی کولای زکات په لږ مقدار د هغه صلح وکړی يا يو شی د هغه تر قيمت ګران د زکات په ځای قبول کړی، او زکات د مالک څه ونيسی او هغه ته وبخښی ليکن که مصلحت وی کولای سی د پور په نامه ورکړی. اما څوک چی ډير زکات پورور دی او فقير سويدی او نسی کولای زکات ورکړی او اميد هم نلری چی پيسه داره او لرونکی سی، که وغواړی توبه وکړی، فقير کولای سی زکات د هغه څه ونيسی او هغه ته وبخښی.

2025- مسأله: انسان کولای سی د زکات څه، قرآن، دينی کتاب يا د دعا کتاب رانيسی او وقف کړی، که څه پر خپل اولاد او پر هغه کسانو وقف کړی چی د هغو خرڅ پر هغه واجب دی. او هم کولای سی د وقف توليت (مسئوليت) خپل يا د خپل اولاد د پاره قرار ورکړی.

2026- مسأله: انسان نسی کولای د زکات څه مځکی او ملک رانيسی او پر خپل اولاد او پر هغو کسانو چی د هغو خرڅ پر هغه واجب وی وقف کړی تر څو د هغه ګټه د ځان د پاره خرڅ او مصرف کړی.

2027- مسأله: فقير د حج او زيارت او لکه د دغو د تلل د پاره کولای سی زکات ونيسی، ليکن که د خپل کال د خرڅ په اندازه زکات نيولی وی، د زيارت او لکه هغه د پاره نسی کولای زکات ونيسی ليکن د سبيل الله د برخی (سهم) څه مانع نلری.

2028- مسأله: که مالک، يو فقير وکيل کړی چی د هغه د مال زکات ورکړی، که هغه فقير احتمال ورکړی چی د مالک قصد دا وه چی هغه فقير پخپله د زکات څه وانخلی نسی کولای هيڅ شی د ځان د پاره واخلی، او که يقين لری چی د مالک قصد دا نه وه، د ځان د پاره هم کولای سی واخلی.

2029- مسأله: که فقير اوښ او غوا او پسه او سره زر او نقره زکات ونيسی، که هغه شرطونه چی د زکات د واجبيدل د پاره وويل سو په هغو راټول سی (يعنی د نصاب په مقدار وی او کال پر هغه تير سی) د هغو زکات بايد ورکړی.

2030- مسأله: که دوه کسان په هغه مال چی زکات ئی واجب سويدی سره شريک وی او يو د هغو د خپل برخه زکات ورکړی او وروسته مال ويش کړی، که وپوهيږی شريک ئی د خپل برخه زکات نه دی ورکړی، د هغه تصرف په خپل برخه هم اشکال لری.

2031- مسأله: څوک چی خمس يا زکات پورور دی، او کفاره، نذر او لکه د دغو هم پر هغه واجب دی او پور هم لری، که ونسی کولای هغو ټوله ورکړی، که هغه مال چی خمس يا زکات ئی واجب سويدی د منځه ندی تللی بايد خمس او زکات ورکړی، او که د منځه تللی وی اختيار لری کولای سی خمس يا زکات ورکړی يا کفاره او نذر او پور او لکه د دغو ادا کړی ليکن ښه دی د هغو په منځ وويشی.

2032- مسأله: څوک چی خمس يا زکات پورور دی او قرض داره هم دی که مړسی او مال ئی د هغو د ټولو د پاره کافی نه وی که هغه مال چی خمس او زکات ئی واجب سويدی د منځه نه وی تللی، بايد خمس يا زکات ورکړی او پاته مال ئی د هغه پر پور وويشی او که هغه مال چی خمس او زکات ئی واجب سويدی د منځه تللی وی، د هغه مال بايد پر خمس، زکات او پور په نسبت وويشی مثلاً که څلويښت تومان خمس پر هغه واجب دی او شل تومان پوروردی او ټول مال ئی ديرش تومان دی، شل تومان د خمس او لس تومان د پور په ځای بايد ورکړی.

2033- مسأله: څوک چی د علم په تحصيل مشغول دی او که تحصيل ونکړی کولای سی د خپل معاش او ژوندد پاره کسب او کار وکړی که د هغه علم تحصيل، واجب يا مستحب وی کولای سی هغه ته زکات ورکړی او که د هغه علم تحصيل واجب يا مستحب نه وی، زکات ورکول هغه ته جايز نه دی.