صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د حج احکام:

2078- مسأله: حج:  د خدای (ج) د کور زيارت او د هغو اعمالو په ځای کول دی چی دستور ورکړيدی هلته په ځای راوړل سی او په ټول عمر پر هغه څوک چی لاندی شرايط ولری، يو پلا واجب کيږی.

لومړی: بالغ وی.

دوهم: عاقل او آزادوی.

دريم: د حج په واسطه مجبور نسی يو حرام کار چی اهميت ئی په شرع تر حج ډير وی وکړی يا يو واجب عمل چی تر حج مهم دی ترک کړی يعنی ونکړی.

څلورم: مستطيع وی، او مستطيع په څو شی دی:

1- داچی د لار توښه يعنی خرڅ او هغه شيان چی پر حال ئی برابر په سفر په هغه محتاج دی او په مفصل کتابو ويل سويدی ولری، او هم  يو مال چی وکولای سی د سفر ټکټ يا د سفر وسيله جوړ کړی ولری.

2- بدن ئی جوړ او روغ او د هغه توان ولری چی وکولای سی مکی ته ولاړسی او حج په ځای راوړی.

3- په لار د تلل مانع نه وی او که لار تړلی ده يا انسان وبيريږی چی په لار د منځه ځی حج پر هغه نه دی واجب ليکن که د بله لارڅه وکولای سی ولاړسی که څه هم ليری وی او ډير سختی نلری او معمولی لار وی بايد د هغه لار څه ولاړسی.

4- د حج د اعمال د په ځای راوړل په مقدار وخت ولری.

5- د هغه کسانو خرڅ چی د هغو خرڅی پر هغه واجب دی لکه ماينه او اولاد او د هغه کسانو خرڅ چی خلک خرڅی ورکول هغوته لازم بولی ولری.

6- پسله راګرځيدل کسب يا کرهنه يا د ملک ګټه يا بله لار د خپل معاش د پاره ولری چی مجبور نسی په سختی او زحمت ژوند وکړی او که هغه څوک چی هغه څه لری د حج په لار خرڅ کړی ژوندانه ئی د حج د مخه او وروسته توپير ونکړی حج پر هغه واجب دی نو هغه کسان چی ژوندانه ئی د شرعی وجوهاتو (خمس، زکات او لکه د دغو) په واسطه تأمين او بشپړ کيږی او حج تلل د هغو ژوندانه په خواری او زحمت نه اچوی که د حج په اندازه مال ولری حج پر هغو واجب کيږی.

2079- مسأله: څوک چی په ملکی او شخصی کور احتياج لری، هغه وخت حج پر هغه واجب دی چی د کور پيسی هم ولری.

2080- مسأله: هغه ښځه چی کولای سی مکی ته ولاړه سی، که پسله راتلل د مکی څه د ځانه هيڅ مال ونلری او ميړه ئی هم فقير وی او د هغی خرڅی ورنکړی او ناچاره سی چی په سختی او زحمت ژوندانه وکړی، حج پر هغی واجب نه دی.

2081- مسأله: څوک چی د لار توښه او خرڅ او د سفر وسيله ونلری او بل څوک ووائی حج ته ولاړ سه او زه ستا او ستا د کورنی خرڅ کله چی د حج په سفر کی يی ورکوم، حج پر هغه واجب کيږی.

2082- مسأله: که د يو څوک د کورنی خرڅی او د تلل او راتلل خرڅی په هغه مدت چی مکی ته ځی او بيرته راځی هغه ته وبخښی او د هغه سره شرط وکړی چی حج وکړی، که څه هم پورور وی او کله چی راسی هم يو مال چی وکولای سی په هغه د خپل ژوندانه خرڅ وکړی ونلری بايد قبول کړی او حج پر هغه واجب کيږی.

2083- مسأله: که د يو څوک د کورنی خرڅی او د تلل او راتلل خرڅی په هغه مدت چی مکی ته ځی او بيرته راځی هغه ته ورکړی او ورته ووائی حج ته ولاړسه، ليکن د هغه ملک نکړی، حج پر هغه واجب کيږی.

2084- مسأله: که يو مقدار مال چی د حج د پاره کافی دی و يو څوک ته ورکړی او د هغه سره شرط وکړی چی د مکی په لار د هغه څوک چی مال ورکړيدی خدمت وکړی، حج پر هغه نه واجب کيږی ليکن که قبول کړی او خدمت، د حج د اعمالو په کول منافات (توپير) ونلری حج واجب کيږی.

2085- مسأله: که يو مقدار مال ويو څوک ته ورکړی او حج پر هغه واجب سی، که حج وکړی، هر څو وروسته د ځان مال پيدا کړی، نور حج پر هغه واجب نه دی.

2086- مسأله: که د تجارت يا بل کار د پاره جدی ته ولاړسی او هلته مال په لاس راوړی چی که وغواړی د هغه ځايه څه مکی ته ولاړسی مستطيع وی او نور شرايط ولری بايد حج وکړی او که حج وکړی، که څه هم وروسته مال پيدا کړی چی وکولای سی د خپل وطن څه مکی ته ولاړسی، نور حج پر هغه واجب نه دی.

2087- مسأله: که انسان اجير سی چی مباشره د بل څوک له خوا حج وکړی، که پخپله هغه ونسی کولای ولاړسی او وغواړی بل يو خپل له خوا وليږی بايد د هغه چا څه چی هغه ئی اجير کړيدی اجازه ونيسی.

2088- مسأله: که څوک مستطيع سی او مکی ته ولاړ نسی او فقير سی او استطاعت ئی د منځه ولاړسی په هر ډول چی کولای سی بايد حج په ځای راوړی، که څه هم په پور نيول يا اجير کيدل وی.

2089- مسأله: که په لومړنی کال چی مستطيع سويدی بيله تنبلی او ځنډ مکی ته ولاړسی او په ټاکلی وخت چی دستور وکړيدی په عرفات او مشعر الحرام ونه رسيږی که په راتلونکی کلو مستطيع نسی حج بر هغه واجب نه دی ليکن که د تيرو کلو مستطيع وه او نه دی تللی په هر ډول چی کولای سی بايد حج په ځای راوړی.

2090- مسأله: که په لومړنی کال چی مستطيع سويدی حج ونکړی او وروسته د زوړوالی يا ناروغی يا ناتوانی په واسطه ونسی کولای حج وکړی او نا اميد وی د دی چی وروسته پخپله حج وکړی، بل يو بايد خپل له خوا وليږی تر څو د هغه د پاره حج وکړی بلکه که په لومړنی کال چی د حج د تلل په اندازه مال پيدا کړيدی، د زوړوالی يا ناروغی يا ناتوانی په واسطه ونسی کولای حج وکړی احتياط مستحب هغه دی چی خپل له خوا يو څوک وليږی چی حج وکړی.

2091- مسأله: څوک چی د بل چا له خوا د حج د پاره اجير سويدی، طواف النساء بايد د هغه له خوا په ځای راوړی، او که په ځای نه راوړ، ښځه پر هغه اجير حرام کيږی.