|
امر په معروف اونهی د منکر[1]:2092- مسأله: امر په معروف او نهی د منکر په هغه شرائط چی ذکر به سی، واجب دی، او ترک ئی معصيت دی، او په مستحبات او مکروهات امر او نهی مستحب دی. 2093- مسأله: امر په معروف او نهی د منکر کفائی واجب دی او په هغه صورت چی بعضی د مکلف کسان په هغه قيام کوی د نورو څه ساقط دی، او که د معروف اقامه او د منکر مخ نيوی ولاړ پر يوځائی اتفاق د مکلفينو وی واجب دی اجماع او اتفاق وکړی. 2094- مسأله: که بعضی امر او نهی وکړی او فايده ونکړی او بعضی نور احتمال ورکړی چی د هغو امر يا نهی ګټه کوی واجب دی امر او يا نهی وکړی. 2095- مسأله: امر په معروف او نهی د منکر د شرعی مسألی بيان کفايت نه کوی، بلکه مکلف بايد امر او نهی وکړی. 2096- مسأله: امر په معروف او نهی د منکر د قربت قصد او نيت معتبر نه دی، بلکه مقصد د واجب اقامه او د حرام څه مخ نيوی دی. د امر په معروف او نهی د منکر شرايط:2097- مسأله: امر په معروف او نهی د منکر په هغه صورت چی لاندی څلور شرط موجود وی واجب کيږی. لومړنی: هغه څوک چی غواړی امر او نهی وکړی، وپوهيږی چی هغه څه مکلف څوک په ځای نه راوړی واجب دی په ځای راوړی، او هغه څه په ځای راوړی بايد ترک کړی. او پر هغه څوک چی معروف او منکر نه پوهيږی واجب نه دی. دوهم: هغه چی احتمال ورکړی امر او نهی ئی تأثير کوی، نوکه وپوهيږی تأثير نه کوی واجب نه دی. دريم: هغه چی وپوهيږی يا اطمينان ولری چی معصيت کار انسان وغواړی خپل معصيت تکرار کړی يعنی دوباره معصيت وکړی، نوکه وپوهيږی يا ګمان وکړی يا عقلی اوعقلايی احتمال ورکړی چی دوباره معصيت نه کوی واجب نه دی. څلورم: هغه چی په امر او نهی مفسده عمل نه وی، نوکه وپوهيږی يا ګمان وکړی د امر او نهی لرويه د ځان يا مال يا شرف او اعتبار يا مالی تاوان هغه ته ورسيږی واجب نه دی، بلکه که عقلائی احتمال ورکړی چی يادسوی تاوانونه هغه ته رسيږی، بلکه د ځان يا مال يا شرف او مالی تاوان منځ ته راتلل په احتمال د سختی سبب پر مؤمنينو، نه واجب کيږی بلکه په ډيرو ځايو حرام دی. 2098- مسأله: په مجموع ډول په امر په معروف او نهی د منکر انسان بايد په پاملرنه د معروف يا منکر په اهميت د هغه مؤونی او تاوان په مقايسه چی امر په معروف او نهی د منکر لری اقدام او شروع وکړی چی که د معروف يا منکر اهميت د امر په معروف او نهی د منکر د تاوان او مؤونی لږ وی واجب نه دی بلکه جايز نه دی. او که د معروف او منکر اهميت د امر په معروف اونهی د منکر د تاوان او مؤونی ډيروی واجب دی، هر څو ډير تاوان ولری او حتی که د ځان او مال پر بخښل او ورکول ولاړ وی. 2099- مسأله: که يو بدعت په اسلام منځ ته راسی بلکه هغه منکرات (نامشروع کارونه) چی جائز او ظالم دولتونه د اسلام مبين دين په نامه کوی، مخصوصاً د اسلام پر عالمانو د حق ښکاره کول او د باطل انکار او پټول واجب دی، او که د عالمانو سکوت او چپيدل د اسلام د عالمانو د مقام د بی ادبی او بی احترامی سبب سی د حق ويل په هر ډول چی ممکن دی واجب دی که څه هم وپوهيږی تأثير نه کوی. 2100- مسأله: که د پوه عالمانو سکوت د ظالم د قوی توب يا تأييد او قبول يا د هغه د جرأت او دلاوری سبب سی په نور حرام کارو، د حق ويل او د باطل انکار واجب دی که څه هم فعلی تأثير ونلری. د امر په معروف او نهی د منکر مراتب او درجی:2101- مسأله: دامر په معروف او نهی د منکر د پاره مرتبی سته. او جايز نه دی که په کښته مرتبه مقصود او غوښته حاصل سی په نور مرتبو عمل وسی. 2102- مسأله: لومړی مرتبه د معصيت کار انسان سره داسی عمل وسی چی وپوهيږی د هغه د معصيت کول په خاطر، هغه ته دغه لارښوونه سويدی، لکه داچی د هغه څه مخ راوګرځوی، يا په تر يو تندی د هغه سره خبری وکړی او د هغه سره دوستی ونلری او دهغه څه ليری او مخالفت وکړی داسی چی معلوم سی دغه کارونه د هغه د پاره دی چی نوموړی معصيت ترک کړی او نور تکرار نکړی. 2103- مسأله: که په دی مرتبه درجی وی د سپک درجی په تأثير، په هغه قناعت وکړی، مثلاً که په نه خبری کول د هغه سره، مقصود حاصل کيږی، په هغه قناعت وکړی او په لوړه درجه، عمل ونکړی، مخصوصاً که هغه څوک، يو انسان دی چی په داسی عمل د هغه د بی احترامی سبب کيږی. 2104- مسأله: که مخالفت کول او دوستی نه کول د معصيت کار سره معصيت د لږيدل سبب کيږی يا احتمال ورکړی چی لږيږی، واجب دی. 2105- مسأله: د امر په معروف او نهی د منکر دوهمه مرتبه، امر او نهی په ژبه دی، نور تأثير په احتمال او د تير سوی شرايط حاصليدل، واجب دی معصيت کوونکی نهی کړی، او د واجب ترک کوونکی امر کړی چی واجب په ځای کړی. 2106- مسأله: که په موعظی او نصيحت، معصيت کوونکی معصيت پريږدی، کافی او بس دی، او نبايد د هغه څه تيرسی او په لوړه درجه ورسيږی. 2107- مسأله: که نصيحت تأثير نلری، د تأثير په احتمال واجب دی امر او نهی مجبور او حتمی کړی، او که تأثير نه کوی لازم دی شديداو ټينګ خبری او مخالفت وکړی ليکن د درواغ او معصيت څه بايد پرهيز وسی. 2108- مسأله: د معصيت د مخ نيوی دپاره جايز نه دی، معصيت او ګناه لکه شکنځل، درواغ او بی ادبی وکړی، مګر داچی معصيت، د هغه شيان وی چی مقدس شارع په هغه راضی نه وی، لکه محترمی نفس وژل، دلته بايد مخ نيوی وکړی په هر ډول چی ممکن دی. 2109- مسأله: که ګناه کوونکی معصيت پری نږدی مګر د لومړی او دوهم مرتبی د منځ په جمع، واجب دی جمع په دی چی هم د هغه سره مخالفت او ليری سی او هم دوستی ونکړی او په تير يو تندی د هغه سره خبری وکړی او هم هغه په خبره امر په معروف وکړی او نهی د منکر. 2110- مسأله: دريمه مرتبه د زور او جبر په وسيله دی، نوکه وپوهيږی يا اطمينان ولری چی معصيت او ګناه کوی يا واجب په ځای نه راوړی واجب دی په زور او جبر عمل وکړی ليکن د لازم اندازی څه تير نه سی. 2111- مسأله: د معصيت څه مخ نيوی که ممکن سی په دی چی انسان د معصيت څه ليری اوجلا سی او په دی ډول د معصيت مانع سی، لازم دی کفايت او ټينګار په هغه که بيره او سختی ئی لږ تر نور شيان وی. 2112- مسأله: که د معصيت څه مخ نيوی توقف او مربوط ولری پردی چی د معصيت کوونکی لاس ونيسی يا هغه د معصيت د ځايه څه وباسی يا هغه شی او وسيله چی په هغه معصيت کوی جايز دی ونيسی، بلکه واجب دی عمل وکړی. 2113- مسأله: جايز نه دی د معصيت کوونکی محترمی شيان تلف کړی مګر داچی د معصيت د مخ نيوی لازمه وی، په دی صورت که تلف کړی احتياط لازم هغه دی چی مثل يا قيمت د هغه ورکړی او که ورنکړی، ضامن او معصيت کوونکی دی. 2114- مسأله: که د معصيت څه مخ نيوی توقف او مربوط ولری پر حبس کول د معصيت کوونکی، په يو ځای يا منع کول د هغه چی په يو ځای داخل سی، واجب دی، د لازم مقدار په مراعت او د هغه څه تير نسی. 2115- مسأله: که د معصيت څه مخ نيوی توقف او مربوط ولری، د معصيت کوونکی وهل او پر هغه سختی او ټينګ نيول جايز دی، ليکن لازم دی مراعت وسی چی افراط او تر حد ډير نسی، او ښه بلکه احتياط لازم هغه دی چی په دی کار او لکه هغه د جامع الشرايط مجتهد څه اجازه ونيول سی. 2116- مسأله: که د منکراتو څه مخ نيوی او د واجباتو اقامه پر زخمی او وژل موقوف وی، جائز نه دی مګر د جامع الشرايط مجتهد په اجازه د هغه شرائط په لاس راوړل. 2117- مسأله: که د هغو کارو څه منکر دی چی مقدس او پاک شارع په هغه توجه او پاملرنه لری او د هغه په منځ ته راتلل په هيڅ ډول راضی نه دی، د هغه مخ نيوی په هر ډول چی ممکن وی جايز دی، مثلاً که يوڅوک وغواړی يو انسان چی جايز القتل نه دی ووژنی بايد د هغه مخ نيوی وکړی او که د مظلوم د وژل د پاره دفاع ممکن نه دی مګر د ظالم په وژل، جائز دی بلکه واجب دی، او لازم نه دی د مجتهد څه اجازه ونيول سی ليکن بايد مراعت وسی که امکان ولری وژل منځ ته رانسی او په بل ډول مخ نيوی وسی، او که د لازم حد او مقدار څه تير سی معصيت کوونکی او د متعدی او ظالم احکام پر هغه جاری کيږی. [1] په ښو کارو لارښونه کول او د بدو کارو څه منع کول. |