|
د رانيول او خرڅول احکام:هغه شيان چی په رانيول او خرڅول مستحب دی:2127- مسأله: د معاملی د احکامو زده کول په هغه مقدار چی احتياج وی لازم دی، او مستحب دی خرڅونکی د مشتريانو يعنی رانيونکو په منځ فرق پری نږدی او د جنس او مال په قيمت سخت ګيری ونکړی، او هغه څوک چی د هغه سره معامله کړيدی که پشيمان سی او د هغه څه وغواړی چی معامله د منځه يوسی قبول کړی. 2128- مسأله: که انسان ونه پوهيږی معامله چی کړيدی صحيح دی يا باطل، نسی کولای په هغه مال چی نيولی دی تصرف وکړی ليکن که د معاملی په وخت، دهغه احکام پوهيدله او پسله معامله شک وکړی، تصرف ئی اشکال نلری او معامله صحيح دی. 2129- مسأله: څوک چی مال نلری او خرڅ پر واجب دی لکه د ماينی او د اولاد خرڅ، بايد کار وکړی اود خپل کورنی او د فقيرانو د لاس نيوی د پاره کارکول مستحب دی. مکروه معاملی:2130- مسأله: لاندی معاملی مکروه دی: لومړی: بنده او غلام خرڅول. دوهم: قصابی. دريم: کفن خرڅول. څلورم: د پست او ناکس خلګو سره معامعله. پنځم: د سهار اذان او لمر ختل په منځ معامله. شپږم: هغه څوک چی خپل کار وربشی او غنم خرڅول قرار ورکړی. اووم: هغه چی د يو جنس د رانيول د پاره چی بل يو غواړی رانيسی د هغه په معامله داخل سی. حرام معاملی:2131- مسأله: لاندی معاملی باطل دی: لومړی: د عين نجس رانيول او خرڅول لکه مست کوونکی مشروبات (شراب)، سپی چی شکاری نه وی او سرکوزی. ليکن د عين نجس رانيول او خرڅول چی وکولای سی د هغه څه حلاله ګټه واخلی جايز دی لکه د غايط (غُل) رانيول او خرڅول د کوډ جوړول د پاره جايز دی. همدا ډول د وينی رانيول او خرڅول چی زموږ په زمان د ټپيانو او ناروغانو د نجات د پاره ګټه اخيستل کيږی جايز دی. دوهم: د غصبی مال رانيول او خرڅول مګر داچی خاوند ئی د معاملی اجازه ورکړی. دريم: د هغه شيانو رانيول او خرڅول جی ماليت (قيمت) نلری. څلورم: د هغه شی معامله چی معمولی ګټه ئی حرام وی لکه د قمار او د مطرب موسيقی آلات او سامان. پنځم: هغه معاملی چی په هغه کی ربا (سودخوری) وی. غش په معامله حرام دی. (يعنی خرڅول د يو شی چی د بل شی سره مخلوط او ګډ دی)، په هغه صورت چی هغه شی معلوم نه وی او خرڅوونکی هم ورانيوونکی ته ونه وائی، لکه د هغه غوړی خرڅول چی د پی سره مخلوط کړيدی، د حضرت پيغمبر (ص) څه نقل سوی دی چی وفرمايل: زموږ نه دی هغه څوک چی په معامله د مسلمانانو سره غش وکړی يا هغوته تاوان ورسوی يا خيانت او چم وکړی او هر څوک د خپل مسلمان ور ور سره غش وکړی خدای (ج) د هغه څه د روزی برکت وړی او د معاش لارئی بندوی او هغه په خپل ځان پريږدی. 2132- مسأله: د پاک شی خرڅول چی نجس سويدی او پريمينځل ممکن دی اشکال نلری او که رانيونکی وغواړی هغه شی وخوری خرڅوونکی بايد دهغه نجسيدل هغه ته ووائی. ليکن که کالی دی لازم نه دی هغه ته ووائی، که څه هم رانيونکی په هغه لمونځ وکړی ځکه چی په لمونځ د بدن او کالی ظاهر طهارت او پاکی کافی دی. 2133- مسأله: که يو شی لکه غوړی او تيل چی پريمينځل ئی ممکن نه دی نجس سی، که مثلا نجس غوړی د خوړل د پاره ورانيونکی ته ورکړی معامله باطل او حرام عمل دی او که د يو کار د پاره ورکړی چی شرط ئی پاکی نه دی مثلاً وغواړی نجس تيل وسوځوی يا نجس غوړی په صابون تبديل کړی خرڅول ئی اشکال نلری. 2134- مسأله: د خوړنکی نجس دواوی رانيول او خرڅول که څه هم جايز دی ليکن بايد د هغه نجاست ورانيونکی ته ووائی. 2135- مسأله: رانيول او خرڅول د هغه عطرو، روانی دواوی او غوړی چی د بيله اسلامی هيوادو څه راوړی که د هغو نجسيدل معلوم نه وی اشکال نلری، ليکن هغه غوړی چی د مړ حيوان څه نيسی، که د کفارو په ښار د کافر د لاس څه ونيسی او د هغه حيوان وی چی که رګ ئی پری کړی وينی د هغه څه غورځی. که احتمال ورکړی چی د هغه حيوان دی چی د شرع په دستور وژل سويدی که څه هم پاک او رانيول او خرڅول ئی جايز دی ليکن خوړل ئی حرام دی. 2136- مسأله: که ګدړه په بيله هغه دستور چی په شرع ټاکل سويدی وژل سوی وی يا پخپله مړسوی وی، د هغه د پوست رانيول او خرڅول په هغه صورت چی هيڅ مشروع او حلاله ګټه د هغه څه نسی حرام او د هغه معامله باطل دی. 2137- مسأله: د هغه څرم، پی او غوښی رانيول او خرڅول چی د بيله اسلامی هيوادو څه راوړی، يا د کافر د لاس څه نيول کيږی که احتمال ورکړی چی د هغه حيوان دی چی د شرع په دستور وژل سويدی رانيول او خرڅول ئی جايز دی ليکن لمونځ په هغه جايز نه دی. 2138- مسأله: د هغه څرم، پی او غوښی رانيول او خرڅول چی د مسلمان دلاس څه نيول سويدی اشکال نلری، ليکن که انسان وپوهيږی چی هغه مسلمان هغه د کافر د لاس نيولی دی او تحقيق نه دی کړی چی د هغه حيوان دی چی دشرع په دستور وژل سويدی که يه، رانيول او خرڅول ئی جايز دی ليکن لمونځ په هغه څرم او خوړل د هغه غوښی جايز نه دی. 2139- مسأله: د مست کوونکی شيان رانيول اوخرڅول حرام او د هغو معامله باطل دی. 2140- مسأله: د بل يو مال خرڅول که مالک ئی هغه معامله قبول نکړی باطل دی، او خرڅوونکی بايد هغه پيسی چی د رانيونکی څه نيولی دی بيرته هغه ته ورکړی. 2141- مسأله: که رانيونکی نيت ئی دا وی چی د مال پيسی ورنکړی معامله اشکال لری. 2142- مسأله: که رانيونکی وغواړی د مال پيسی وروسته د حرام څه ورکړی، او د اوله څه هم نيت ئی داوی معامله اشکال لری، او که د اوله څه نيت ئی دا نه وی معامله صحيح دی ليکن بايد هغه مقدار چی قرض داره دی د حلال مال څه ورکړی. 2143- مسأله: د لهو (ساز او سندری او عياشی) د آلاتو رانيول او خرڅول چی فقط په حرام استعمال کيږی حرام دی. 2144- مسأله: که يو شی کيږی چی د هغه څه حلاله ګټه يوسی په دی شرط خرڅ کړی چی هغه په حرام مصرف کړی مثلاً انګور په دی شرط خرڅ کړی چی د هغه څه شراب جوړ کړی، د هغه معامله حرام او بناپر احتياط باطل دی. 2145- مسأله: د مجسمی او نور شيان چی پر هغو مجسمی سته رانيول او خرڅول اشکال نلری. 2146- مسأله: د هغه شی رانيول چی د قمار، يا غلا، يا د باطل معاملی څه په لاس راغلی دی باطل او تصرف په هغه مال حرام دی، او که يو څوک هغه رانيسی يا په بله معامله په هغه منتقل سی، بايد د هغه و اصلی خاوندته بيرته ورکړی. 2147- مسأله: که غوړی چی د پی سره مخلوط دی خرڅ کړی، که هغه وټاکی مثلاً ووائی دغه يو من غوړی خرڅوم، مشتری يعنی رانيونکی کولای سی معامله ونکړی، ليکن که هغه ونه ټاکی بلکه يو من غوړی خرڅ کړی، وروسته هغه غوړی چی پی لری ورکړی، مشتری کولای سی هغه غوړی بيرته ورکړی او خالص غوړی ونيسی. معاوضی (تبديلی) ربا:2148- مسأله: که يو مقدار مال او جنس چی په وزن يا پيمانه خرڅوی په ډير تر هغه جنس خرڅ کړی، مثلاً يو من غنم په يو نيم من غنم خرڅ کړی. ربا او حرام دی او د ربا د يو درهم ګناه لوی تر هغه دی چی انسان اويا پلا د خپل محرم سره زنا وکړی، بلکه که يو جنس سالم او روغ او بل جنس معيوب، يا د يو جنس ښه او د بل جنس ګډوی، يا يو د بل سره په قيمت توپير ولری، که ډير تر هغه مقدار چی ورکوی ونيسی، بياهم حرام او ربا دی، نوکه روغ او سالم مس ورکړی او ډير تر هغه مات مس ونيسی يا صدری وريجی ورکړی او ډير تر هغه ګردی وريجی ونيسی يا جوړ سوی سره زر ورکړی او ډير تر هغه نه جوړسوی سره زر ونيسی، ربا او حرام دی. 2149- مسأله: که هغه شی چی اضافه نيسی بيله هغه جنس وی چی خرڅوی، مثلاً يو من غنم په يو من غنم او يو ريال خرڅ کړی، ربا او حرام دی بلکه که شی اضافه ونه نيسی ليکن شرط وکړی چی رانيونکی د هغه د پاره يو کار وکړی، ربا او حرام دی. 2150- مسأله: که هغه څوک چی لږ مقدار ورکوی يو شی اضافه کړی مثلاً يو من غنم او يو دسمال په يو نيم من غنم خرڅ کړی، که لږ مقدار په قيمت د هغه د همجنس د ډير مقدار سره مساوی وی او څوک چی لږ مقدار ورکوی، د هغه خرڅول د خلاصی د پاره په ډيری د همجنس، يو شی اضافه کړی مثلاً يو من اعلا او شه غنم او يو د سمال په يو نيم من متوسط غنم خرڅ کړی اشکال نلری، او همدا ډول دی که هر دواړه خوا يو شی اضافه کړی مثلاً يو من غنم او يو دسمال په يو نيم من غنم او يو دسمال خرڅ کړی. 2151- مسأله: که يو شی لکه ټوکر متری خرڅوی يا يو شی لکه جوز او هګی دانه يی معامله کوی، خرڅ کړی او ډير ونيسی مثلاً لس هګی ورکړی او يوولس هګی ونيسی اشکال نلری. او که لس دانی هګی په يوولس دانی په ذمه خرڅ کړی لازم نه دی د هغو په منځ توپيروی ځکه چی رانيول او خرڅول ثابت او صحيح کيږی مثلاً کولای سی لس دانی غټ هګی په يوولس دانی متوسط هګی په ذمه خرڅ کړی، او همدا ډول دی د پيسی خرڅول، يعنی کولای سی نقد پيسی ډير تر هغه په مدت خرڅ کړی مثلاً نقد زر تومان په يو زرو دوه سوه تومان خرڅ کړی چی پسله شپږ مياشتی په لاس راوړی، او همدا ډول رانيول او خرڅول يا د پيسی صرف او بدلول په ډالر او نور خارجی پيسو د بانکو يا صرافيو او خلګو په واسطه اشکال نلری ليکن ربوی يعنی سود خوری پور حرام دی. 2152- مسأله: هغه جنس چی په بعضی ښارو په وزن، يا پيمانه خرڅوی او په بعضی ښارو په شمير خرڅوی که په هغه ښار چی هغه په وزن يا پيمانه خرڅوی ډير ونيسی ربا او حرام دی او په بل ښار ربا نه دی. 2153- مسأله: که هغه شی چی خرڅوی او د هغه جنس په ځای چی نيسی د يو جنس نه وی ډير نيول اشکال نلری، نوکه يومن وريجی خرڅ کړی او دوه من غنم ونيسی معامله صحيح دی. 2154- مسأله: که هغه جنس چی خرڅوی او د هغه په ځای چی نيسی د يو شی څه په لاس راغلی وی، بايد په معامله ډير ونه نيسی، نوکه يو من غوړی خرڅ کړی او د هغه په ځای يو نيم من پنير ونيسی، ربا او حرام دی او همدا ډول دی که رسيدلی او پاخه ميوه د اومه ميوه سره معامله وکړی نسی کولای ډير ونيسی. 2155- مسأله: وربشی او غنم په ربا يو جنس شميرل کيږی، نوکه يومن غنم ورکړی او يومن او پنځه سير وربشی ونيسی، ربا او حرام دی. او هم که لس من وربشی رانيسی چی د خرمن پر سر لس من غنم ورکړی، ځکه چی وربشی نقد نيولی دی اوپسله يو مدت غنم ورکوی، لکه هغه دی چی ډير نيولی دی او حرام دی. 2156- مسأله: که مسلمان د هغه کافر چی د اسلام په پناه او ساتنه نه دی ربا ونيسی اشکال نلری او هم پلار او اولاد او ماينه او ميړه کولای سی يو د بله څه ربا ونيسی. د خرڅونکی او رانيونکی شرايط:2157- مسأله: د خرڅونکی او رانيونکی د پاره شپږ شرط لازم دی: لومړی: بالغ وی. دوهم: عاقل وی. دريم: ناپوه او بی عقل نه وی اوهم تصرف په خپل مال د مفلسی په خاطر د جامع الشرائط مجتهد په واسطه منع سوی نه وی. څلورم: د رانيول او خرڅول قصد او نيت ولری نوکه مثلاً په شوخی او مسخری ووائی خپل مال می خرڅ کی، معامله باطل دی. پنځم: څوک هغو مجبور کړی نه وی. شپږم: جنس او بدل چی ورکوی مالک وی يا لکه پلار او د صغير نيکه، د مال اختيار د هغو په لاس وی، او ددغو احکام په راتلونکی مسألو به وويل سی. 2158- مسأله: د نابالغ ماشوم سره معامله يعنی رانيول او خرڅول باطل دی، که څه هم د ماشوم پلار يا نيکه اجازه ورکړی وی چی معامله وکړی، ليکن که ماشوم مميز وی او لږ قيمته شی چی معامله ئی د ماشومانو د پاره معمولی دی معامله وکړی اشکال نلری، اوهم که ماشوم وسيله او واسطه وی چی پيسی و خرڅوونکی ته ورکړی او جنس ورانيونکی ته ورسوی، يا جنس ورانيونکی ته ورکړی او پيسی و خرڅونکی ته ورسوی _ ځکه چی په ريښتيا دوه بالغ کسان يو د بله سره معامله کړيدی معامله صحيح دی، ليکن بايد خرڅونکی او رانيونکی يقين ولری چی ماشوم جنس او پيسی د هغه وخاوندته رسوی. 2159- مسأله: که د نابالغ ماشوم څه شی رانيسی، يا شی پر هغه خرڅ کړی بايد شی يا پيسی چی د هغه څه نيولی دی و خاوند ته ئی ورکړی، يا خاوندئی راضی کړی. او که خاوندئی نه پيژنی او د پيژندل دپاره ئی هم وسيله نلری بايد هغه شی چی د ماشوم څه نيولی دی د هغه دخاوند له خوا مظالم ورکړی ليکن هغه شی چی نيولی دی پخپله د صغير مال وی بايد ولی ته ئی ورسوی او که هغه پيدا نه سو وجامع الشرائط مجتهد ته ورکړی. 2160- مسأله: که څوک د نابالغ ماشوم سره باطله معامله وکړی او جنس يا پيسی چی ماشوم ته ورکړيدی د هغه په لاس د منځه ولاړسی نسی کولای د ماشوم يا د هغه د ولی څه ونيسی، بلکه بايد هغه څه چی د ماشوم څه نيولی دی د هغه پر ځای د هغه وولی ته ورکړی. 2161- مسأله: که راينونکی يا خرڅونکی په معامله مجبور کړی که پسله معامله راضی سی او ووائی راضی يم، معامله صحيح دی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی دوباره د معاملی صيغه ووائی. 2162- مسأله: که انسان د بل چا مال بيله اجازه د هغه خرڅ کړی که د مال خاوند د هغه په خرڅول راضی نسی او اجازه ورنکړی، معامله باطل دی. 2163- مسأله: د ماشوم پلار او پلارنی نيکه په هغه صورت کولای سی د ماشوم مال خرڅ کړی چی د هغه د پاره مفسده او تاوان ونلری بلکه ښه هغه دی چی ترڅو مصلحت نه وی خرڅ نکړی اما د پلار وصی او د پلارنی نيکه وصی او جامع الشرائط مجتهد فقط په هغه صورت کولای سی د ماشوم مال خرڅ کړی چی د ماشوم مصلحت او خير په هغه کی وی. 2164- مسأله: که څوک يو مال غصب کړی او خرڅ کړی او پسله خرڅول د مال خاوند معامله د ځان د پاره اجازه ورکړی، معامله صحيح دی. او احتياط واجب هغه دی چی مشتری او د مال خاوند په هغه منفعت او ګټه چی د جنس او د هغه پر ځای د پاره وه يو د بل سره مصالحه وکړی. 2165- مسأله: که څوک يو مال غصب کړی او خرڅ کړی په دی نيت چی پيسی ئی، پخپله د هغه وی، که د مال خاوند د معاملی اجازه ورنکړی معامله باطل دی، او حتی که د غاصب د پاره هم اجازه ورکړی، معامله اشکال لری. د جنس او د هغه عوض يعنی دهغه پر ځای شرايط:2166- مسأله: هغه جنس چی خرڅوی او هغه شی چی عوض ئی نيسی پنځه شرط لری: لومړی: د هغه مقدار په وزن يا پيمانه يا شمير او لکه د دغو معلوم وی. دوهم: وکولای سی هغه تحويل ورکړی. بناپر دی د هغه آس خرڅول چی تښتيدلی دی صحيح نه دی، ليکن که هغه غلام چی تښتيدلی دی د هغه شی سره چی کولای سی تحويل ورکړی مثلاً د يو فرش سره خرڅ کړی، که څه هم هغه غلام پيدا نسی معامله صحيح دی او په بيله غلام مشکل دی. اما که تښتيدلی غلام د آزادول د پاره رانيسی معامله صحيح دی او احتياج په ضميمه او په اضافه نلری. دريم: هغه خصوصيات چی په جنس او عوض سته او د هغو په واسطه د خلګو غوښتنه په معامله توپير کوی وټاکی. څلورم: څوک چی په جنس، يا د هغه په عوض هيڅ حق ونلری، نو هغه مال چی انسان يو چاته په ګرو ايښی دی، بيله اجازه د هغه نسی کولای خرڅ کړی. پنځم: جنس پخپله خرڅ کړی نه د هغه ګټه، نوکه مثلاً د کور د يو کال ګټه خرڅ کړی اشکال لری او که رانيونکی د پيسی په ځای: د خپل ملک منفعت او ګټه ورکړی، مثلاً که يو فرش د يو چا څه رانيسی او عوض ئی د خپل کور د يو کال منفعت هغه ته ورکړی اشکال نلری، او د دغو احکام په راتلونکی مسألو به وويل سی. 2167- مسأله: يو جنس چی په يو ښار په وزن يا پيمانه نه معامله کيږی انسان بايد په هغه ښار په وزن يا پيمانه رانيسی، ليکن هغه جنس کولای سی په هغه ښار چی په ليدل معامله کيږی، په ليدل رانيسی. 2168- مسأله: يو شی چی په وزن معامله کيږی په پيمانه هم کيږی خرڅ کړی، په دی ډول چی که مثلاً غواړی لس من غنم خرڅ کړی په هغه پيمانه چی يو من غنم نيسی لس پيمانه ورکړی. 2169- مسأله: که يو د هغو شرطو چی وويل سو بيله څلورم شرط په معامله نه وی معامله باطل دی ليکن که رانيونکی او خرڅونکی راضی وی چی يو د بل په مال تصرف وکړی د هغو تصرف اشکال نلری. او په څلورم شرط که ګرونيونکی معامله لاس ليک کړی يا ملک د ګرو څه ووځی معامله صحيح دی. 2170- مسأله: د هغه شی معامله چی وقف سويدی باطل دی، ليکن که داسی خراب سی يا د خرابی په حال وی چی ونسی کولای هغه ګټه چی مال د هغو د پاره وقف سويدی د هغه څه يوسی، مثلاً چټايی او بوريا داسی څيری سی چی ونسی کولای پر هغه لمونځ وکړی، د هغه خرڅول اشکال نلری او په هغه صورت که ممکن وی د هغه پيسی په هغه مسجد په مصرف ورسوی چی د وقف کوونکی په مقصود او غوښتنه نژدی وی. 2171- مسأله: که د هغو کسانو په منځ چی مال د هغو د پاره وقف کړی داسی اختلاف پيدا سی چی که د وقف مال خرڅ نکړی، د هغه ګمان ولاړسی چی مال يا ځان تلف او د منځه ولاړسی، کولای سی هغه مال خرڅ کړی او د موقوف عليهم په منځ ويش کړی، او همدا ډول دی که واقف شرط وکړی چی که صلاح د وقف په خرڅول وی کولای سی خرڅ کړی، ليکن که اختلاف په يواځی خرڅول او بل ځای جوړول برطرف او د منځه ځی، لازم دی هغه موقوفه، په بل ځای تبديل او يا د هغه د خرڅول په پيسی بل ځای رانيول سی او د لومړی مکان په ځای، او د هغه لومړی وقف په خاطر، وقف کړی. 2172- مسأله: د هغه ملک رانيول او خرڅول چی بل چاته په اجاره ورکړيدی اشکال نلری، ليکن د هغه ملک ګټه د اجاری په مدت، د اجاره کوونکی مال دی او رانيونکی حق نلری اجاره کوونکی د ملک څه وباسی او که رانيونکی ونه پوهيږی چی هغه ملک په اجاره ورکړيدی، يا په دی ګمان چی د اجاری مدت لږ دی ملک رانيولی وی، پسله اطلاع کولای سی خپل معامله د منځه يوسی. د رانيول او خرڅول صيغه:2173- مسأله: په رانيول او خرڅول لازم نه دی عربی صيغه وويل سی، مثلاً که خرڅوونکی په فارسی ووائی دغه مال می د دغه پيسی په عوض خرڅ کړی او مشتری ووائی قبول می کی معامله صحيح دی، ليکن رانيونکی او خرڅونکی بايد د انشاء قصد ولری، يعنی د دغه دوی جملی په ويل د هغو مقصود رانيول او خرڅول وی. 2174- مسأله: که د معاملی په وخت صيغه ونه وائی، ليکن خرڅونکی د هغه مال په مقابل چی د رانيونکی څه نيسی، خپل مال د هغه ملک کړی او هغه ونيسی، معامله صحيح دی او هر دواړه مالک کيږی. 2175- مسأله: د معاملی د سندو او قبالی لاس ليک څه په رسمی دفترو وی يا بيله هغه داسی وی چی زموږ په زمان معمولی دی د لفظی صيغی جانشين کيږی. د ميوی رانيول او خرڅول:2176- مسأله: د هغه ميوی خرڅول چی ګل ئی رژيدلی دی او دانه کړيدی داسی چی معمولاً د آفت څه تير سوی وی، د شکول د مخه صحيح دی. او هم د غوری خرڅول پر درخته اشکال نلری، ليکن دهغو مقدار بايد د کار شناس او په کار پوه د تخمين او ګمان په وسيله معلوم سی. 2177- مسأله: که وغواړی هغه ميوه چی پر درخته دی، د مخه تر هغه چی ګل ئی ورژيژی خرڅ کړی، بايد هغه شی چی د ماليت او قيمت لرونکی او د خرڅونکی ملک او جلا خرڅ سی په هغه ضميمه کړی. 2178- مسأله: که هغه خرما چی ژړ يا سور سويدی، پر درخته په يو شی بيله خرما خرڅ کړی اشکال نلری. 2179- مسأله: د بادرنګ، بنجن او نور سابه چی په کال څو پلا حاصل ورکوی، که معلوم او ښکاره سوی وی او وټاکل سی چی په کال څو پلا حاصل واخلی اشکال نلری. 2180- مسأله: که د وربشی او غنم وژی پسله هغه چی دانه وکړی، په بل شی بيله وربشی او غنم خرڅ کړی اشکال نلری. نقد او پور:2181- مسأله: که يو جنس نقد خرڅ کړی، رانيونکی او خرڅونکی، پسله معامله کولای سی جنس او عوض ئی يو د بله وغواړی او تحويل ونيسی او د هر شی تحويل ورکول پر خپل مطابق دی مثلاً د کتاب او قلم تحويل ورکول هغه دی چی هغه د مشتری په لاس ورکړی او د باغ او کور تحويل ورکول داسی دی چی د کور يا باغ کلی هغه ته ورکړی او خپل اثاث او سامان دهغه ځايه څه خالی کړی او د هغه د ننوتل مانع په کور او باغ ونسی او همداسی دی د دکان او مغازی تحويل ورکول. 2182- مسأله: د پور په معامله مدت بايد کاملاً معلوم وی، نوکه جنس خرڅ کړی چی پر خرمن پيسی ئی ونيسی ځکه چی مدت کاملاً ټاکل سوی نه دی معامله باطل دی. 2183- مسأله: که يو جنس په پور خرڅ کړی، د وخت د پای ته رسيدل د مخه چی قرار ايښی دی، نسی کولای د هغه عوض د رانيونکی څه ونيسی، ليکن که رانيونکی مړسی او د ځان مال ولری، خرڅونکی کولای سی د مدت د پای ته رسيدل د مخه خپل پور د هغه د ورثی څه ونيسی. 2184- مسأله: که يو جنس په پور خرڅ کړی، پسله پای ته رسيدل د هغه مدت چی قرار ايښی دی، کولای سی د هغه عوض د رانيونکی څه وغواړی، ليکن که رانيونکی ونسی کولای ورکړی بايد هغه ته مهلت او وخت ورکری. په هر صورت که خرڅونکی وغواړی جنس ژر تحويل ورکړی کولای سی ونيسی، حتی کولای سی توافق او موافقه وکړی چی خرڅونکی د يو مقدار پيسی نيول په مقابل جنس ژر تحويل ورکړی. 2185- مسأله: د پور په معامله د جنس قيمت بايد دقيق او صحيح معلوم وی بناپر دی: 1- که مشتری د جنس قيمت ونه پوهيږی او هغه په پور رانيسی معامله باطل دی. 2– که ووائی دغه جنس نقد په دومره قيمت او پور په دومره قيمت خرڅوم او ونه ټاکی چی نقد خرڅ کړيدی يا پور، معامله باطل دی. 3–که ووائی دغه جنس چی په دومره قيمت رانيولی دی او د پور ورکول ځنډيدل په هره مياشت دومره پيسی اضافه ورکوم معامله باطل دی. 2186- مسأله: څوک چی چنس په پور خرڅ کړيدی او د هغه د پيسی د نيول د پاره ټاکلی دی، که مثلاً پسله تيريدل د نيم مدت، يو مقدار د خپل پور کم کړی او پاته نقد ونيسی اشکال نلری. د سَلَف معامله:2187- مسأله: د سلف معامله هغه دی چی خرڅ سوی جنس کلی او يو ځايی وی او مشتری پيسی ورکړی چی پسله يو مدت جنس تحويل ونيسی او که ووائی دغه پيسی ورکوم چی مثلاً پسله شپږ مياشتی يو جنس ونيسم او خرڅوونکی ووائی قبول می کړ يا خرڅوونکی پيسی ونيسی او ووائی يو جنس می خرڅ کړل چی پسله شپږ مياشتی تحويل ورکړم معامله صحيح دی. 2188- مسأله: که هغه پيسی چی د سره زر او نقری د جنس دی سلف خرڅ کړی او عوض ئی د سره زر يا نقری پيسی ونيسی معامله باطل دی. ليکن که يو جنس خرڅ کړی او عوض ئی بل جنس يا پيسی ونيسی معامله صحيح دی. او احتياط مستحب هغه دی، د هغه جنس په عوض چی خرڅوی پيسی ونيسی او بل جنس ونه نيسی. د سلف معاملی شرايط:2189- مسأله: د سلف معامله شپږ شرط لری: لومړی: هغه خصوصيات چی د جنس قيمت د هغو په واسطه توپير کوی وټاکی. ليکن ډير پام هم لازم نه دی، دومره چی خلګ ووائی د هغه خصوصيات معلوم سويدی کافی دی، نو د سلف معامله په غوښی، ډوډی، د حيوان پوست او لکه د دغو که ونسی د هغو خصوصيات داسی وټاکی چی د مشتری د پاره مجهول نه وی او معامله نامعلومه وی باطل دی. دوهم: د مخه تر هغه چی رانيونکی او خرڅونکی يو د بله سره جلا سی، رانيونکی ټول قيمت وخرڅونکی ته ورکړی، يا د هغه د پيسی په مقدار پر خرڅوونکی نقری پور وغواړی او خپل پور د جنس د قيمت په ځای وشميری او هغه قبول کړی او که يو مقدار د هغه پيسی ورکړی، که څه هم معامله په هغه مقدار صحيح دی ليکن خرڅوونکی کولای سی د هغه مقدار معامله د منځه يوسی. دريم: مدت کاملاً او صحيح وټاکل سی، او که مثلاً ووائی د خرمن تر اوله جنس تحويل ورکوم ځکه چی مدت کاملاً معلوم سوی نه دی معامله باطل دی. څلورم: د جنس د تحويل د پاره يو وخت وټاکی او په هغه وخت، جنس دومره لږ نسی چی خرڅوونکی ونسی کولای هغه تحويل ورکړی. پنځم: د جنس د تحويل د پاره ځای وټاکل سی، ليکن که د هغو د خبرو څه ځای ئی معلوم وی لازم نه دی د هغه ځای نوم يوسی. شپږم: د هغه وزن يا پيمانه يا شمير معلوم کړی او هغه جنس هم چی معمولاً په ليدل معامله کوی که سلف خرڅ کړی اشکال نلری، ليکن بايد لکه بعضی د ډول ډول هګی او جوز د جلا کول توپير ئی دومره لږ وی چی خلګ هغه ته اهميت ورنکړی. د سلف معاملی احکام:2190- مسأله: انسان نسی کولای هغه جنس چی سلف رانيولی دی د مدت د پای ته رسيدل د مخه خرڅ کړی، او د مدت د پای ته رسيدل وروسته که څه هم هغه تحويل نه وی نيولی، د هغه خرڅول اشکال نلری. 2191- مسأله: د سلف په معامله که خرڅوونکی هغه جنس چی قرارداد کړيدی پر وخت ئی ورکړی، مشتری بايد قبول کړی. 2192- مسأله: که هغه جنس چی خرڅوونکی ورکوی ښه يا بد تر هغه جنس وی چی قرارداد کړيدی مشتری کولای سی قبول نکړی. 2193- مسأله: که هغه جنس چی سلف خرڅ کړيدی هغه وخت چی بايد هغه تحويل ورکړی، که مشتری راضی وی اشکال نلری. 2194- مسأله: که هغه جنس چی سلف خرڅ کړيدی هغه وخت چی بايد هغه تحويل ورکړی، ناياب او پيدا نسی او ونسی کولای هغه جوړ کړی، مشتری کولای سی صبر وکړی تر څو پيدا او جوړ کړی يا معامله د منځه يوسی او يو شی چی ورکړيدی بيرته ونيسی او رانيونکی نسی کولای خرڅونکی مجبور کړی چی هغه جنس چی دسلف په قيمت خرڅ کړيدی د هغه ورځ په قيمت د هغه څه رانيسی که توافق وکړی چی جنس په اوسنی قيمت رانيسی مانع نلری. 2195- مسأله: که يو جنس خرڅ کړی او قرار وکړی چی پسله يو مدت تحويل ورکړی او د هغه پيسی هم پسله يو مدت ونيسی، معامله باطل دی. د طلا او نقری خرڅول، په طلا او نقره:2196- مسأله: که طلا په طلا يا نقره په نقره خرڅ کړی، سکه داره وی يا بی سکه که وزن يو د هغو ډير تر بل وی معامله حرام او باطل دی. 2197- مسأله: که طلا په نقره يا نقره په طلا خرڅ کړی، معامله صحيح دی او لازم نه دی د هغو وزن مساوی وی. 2198- مسأله: که طلا يا نقره په طلا، يا نقره خرڅ کړی، خرڅوونکی اورانيونکی بايد د مخه تر هغه چی يو د بله څه جلا کيږی، جنس اوعوض ئی يو وبل ته تحويل ورکړی او که د مخه د جلا کيدل (ثمن او مثمن) يعنی جنس او عوض ئی تحويل ورنکړی معامله باطل دی. 2199- مسأله: که خرڅونکی يا رانيونکی ټول هغه شی چی قرار کړيدی تحويل ورنکړی او يواځی يو مقدار د هغه تحويل ورکړی او يو د بله څه جلا سی، که څه هم معامله په هغه مقدار صحيح دی ليکن څوک چی ټول مال هغه ته نه دی رسيدلی کولای سی معامله د منځه يوسی. 2200- مسأله: که يو مقدار د کان د نقری خاوری په هغه مقدار خالص نقری او يا يو مقدار د کان د طلا خاوری په هغه مقدار خالص طلا خرڅ کړی، معامله باطل دی، ليکن د نقری د خاوری خرڅول په طلا او د طلا خاوری په نقره په هر صورت اشکال نلری. هغه موارد د او ځايونه چی انسان کولای سی معامله د منځه يوسی او وسکلوی:2201- مسأله: د معاملی د منځه وړل حق درلودل ته خيار وائی او رانيونکی او خرڅونکی په يوولس مورد او ځای کولای سی معامله د منځه يوسی: لومړی: د معاملی دواړه خوا د معاملی د مجلس څه متفرق او پاشل سوی نه وی او دغه خيارته (د مجلس خيار) وائی. دوهم: مشتری يا خرڅونکی په بيع او معامله، يا د معاملی يو طرف مغبون (تاوانی او خطا وتلی) سوی وی چی هغه ته (د غبن خيار) وائی. دريم: په معامله قرارداد وکړی چی تر ټاکلی مدت هر دواړه يا يو د هغو وکولای سی معامله د منځه يوسی (د شرط خيار). څلورم: خرڅونکی يا رانيونکی، خپل مال ښه تر هغه چی دی ښکاره کړی او داسی وکړی چی د مال قيمت د خلګو په نظر ډير سی( د تدليس خيار). پنځم: خرڅونکی يا رانيونکی شرط وکړی چی يو کار وکړی، يا شرط وکړی هغه مال چی ورکوی مخصوص ډول وی، اوپه هغه شرط عمل ونکړی په دی صورت بل يو کولای سی معامله د منځه يوسی (د شرط تخلف خيار). شپږم: په جنس يا عوض ئی يو عيب وی او د مخه اطلاع او خبر ونلری ( د عيب خيار). اووم: معلوم سی هغه مقدار جنس چی خرڅ کړيدی، د بل چا مال دی، چی که خاوند ئی راضی په معامله نسی، رانيونکی کولای سی معامله د منځه يوسی يا د هغه مقدار پيسی د خرڅوونکی څه ونيسی، او هم که معلوم سی يومقدار د هغه شی چی رانيونکی عوض قرار ورکړيدی د بل چا مال دی او خاوند ئی راضی نسی، معامله نسبت په هغه برخه باطل دی او په هغه برخه چی خپل مال ئی دی صحيح دی ليکن خرڅوونکی کولای سی معامله د منځه يوسی، يا د هغه مقدار عوض د رانيونکی څه ونيسی ( د صفقه تبعض خيار). اتم: خرڅونکی د يو ټاکلی جنس خصوصيات چی مشتری نه دی ليدلی هغه ته ووائی وروسته معلوم سی هغه ډول چی ويلی دی نه وه، مشتری کولای سی معامله د منځه يوسی، او هم که مشتری د يو ټاکلی عوض خصوصيات چی ورکوی ووائی، وروسته معلوم سی هغه ډول چی ويلی دی نه وه، خرڅونکی کولای سی معامله د منځه يوسی او همدا ډول دی که په د مخه ليدل معامله سی او وروسته معلوم سی چی جنس يا عوض ئی په خراب بدل سويدی چی په لومړی صورت رانيونکی او په دوهم صورت خرڅونکی کولای سی معامله د منځه يوسی (د رؤيت خيار). نهم: مشتری د هغه جنس پيسی چی نقد رانيولی دی تر دری ورځی ورنکړی او خرڅونکی هم جنس تحويل نه وی ورکړی. که د ځنډ شرط دخرڅونکی او رانيونکی د پاره نسبت وثمن او مثمن ته نه وی سوی، خرڅونکی کولای سی معامله د منځه يوسی ليکن که هغه جنس چی رانيولی دی لکه بعضی ميوی وی چی که يوه ورځ پاته سی خراپيږی، که تر ماشام پيسی ئی ورنکړی او شرط نه وی کړی چی پيسی ورکول وځنډوی او د جنس د ځنډ شرط هم نه وی سوی، خرڅونکی کولای سی معامله د منځه يوسی (د تأخير خيار). لسم: يو حيوان رانيولی وی چی رانيونکی کولای سی تر دری ورځی معامله د منځه يوسی (د حيوان خيار). يوولسم: خرڅوونکی ونسی کولای هغه جنس چی خرڅ کړيدی تحويل ورکړی، مثلاً آس چی خرڅ کړيدی وتښتی مشتری کولای سی معامله د منځه يوسی (د تسليم تعذر خيار). او ددغو احکام په راتلونکی مسألو به وويل سی. 2202- مسأله: که رانيونکی د جنس قيمت ونه پوهيږی، يا د معاملی په وخت ټنبلی (غفلت) وکړی او جنس د هغه تر معمول قيمت ګران رانيسی، که دومره ګران رانيولی دی چی خلګ هغه مغبون بولی او د هغه په لږوالی او ډيروالی اهميت ورکوی، کولای سی معامله د منځه يوسی او هم که خرڅونکی د جنس قيمت ونه پوهيږی، يا د معاملی په وخت غفلت وکړی او جنس د هغه تر قيمت ارزان خرڅ کړی که خلګ په هغه مقدار چی ارزان خرڅ کړيدی اهميت ورکړی او هغه مغبون وبولی، کولای سی معامله د منځه يوسی. 2203- مسأله: که په معامله دواړه خوا شرط وکړی چی خرڅونکی په ټاکلی نيټه د مشتری پيسی بيرته ورکړی خرڅ سوی جنس پخپله د هغه مال وی صحيح او لازم الوفاء دی او دغه ته د شرط بيع (بيع شرط) وائی. که معامله داسی وسی خرڅ سوی جنس تر نوموړی نيټه د مشتری ملک دی او هر ډول ګټه د هغه څه آزاد دی او حتی کولای سی وخرڅوونکی ته اجاره ورکړی او که خرڅونکی پر ټاکلی نيټه پيسی بيرته ورکړی د خپل ملک خاوند کيږی او که پيسی ورنکړی نور د رجوع حق نلری او خرڅ سوی جنس د مشتری ملک پاته کيږی. په دی ډول معامله هم لکه نور معاملی ټينګ نيت وسی لهذا صوری او ساختګی معامله په دی ډول د ربا څه د تښتی د پاره باطل دی. او که خرڅونکی مطمئن وی چی پيسی يو مقدار په ځنډهم ورکړی بيا رانيوکی جنس هغه ته بيرته ورکوی کولای سی بيع شرط وکړی او دغه معنی و معاملی ته تاوان نه رسوی. 2204- مسأله: که اعلا او ښه چای د خراپ چای سره ګډ کړی او په اعلا چای خرڅ کړی او مشتری خبر نه وی کله چی خبر سی کولای سی معامله د منځه يوسی. 2205- مسأله: که رانيونکی وپوهيږی هغه مال چی رانيولی دی عيب لری مثلاً يو حيوان رانيسی او وپوهيږی يوه سترګه ئی ړوند دی، که هغه عيب د معاملی د مخه په مال کی وه او هغه نه پوهيدل، کولای سی معامله د منځه يوسی، يا د هغه د جوړ او معيوب قيمت توپير وټاکی او د معيوب او جوړ قيمت د توپير په نسبت د هغه پيسی چی خرڅونکی ته ورکړيدی بيرته ونيسی مثلاً هغه مال چی په څلور تومان رانيولی دی، که وپوهيږی معيوب دی، که د جوړ قيمت ئی اته تومان وی او د هغه د معيوب قيمت شپږ تومان وی، ځکه چی د معيوب او جوړ قيمت تو پير يو په څلور دی کولای سی د هغه پيسی يو په څلور چی ورکړيدی يعنی يو تومان د خرڅونکی څه ونيسی. 2206- مسأله: که خرڅونکی وپوهيږی په هغه عوض چی نيولی دی يو عيب سته نوکه معامله په کلی عوض وه کولای سی هغه بيرته ورکړی او جوړ عوض وغواړی او که په عوض معلوم وه نو که هغه عيب د معاملی د مخه په عوض کی وه او هغه نه پوهيدل کولای سی معامله د منځه يوسی، يا د معيوب او جوړ قيمت د توپير نسبت په هغه دستور چی په د مخه مسأله کی وويل سو ونيسی. 2207- مسأله: که پسله معامله او د مال د تحويل نيول د مخه يو عيب په هغه کی پيدا سی، رانيونکی کولای سی معامله د منځه يوسی، او هم که د مال په عوض پسله معامله او د تحويل نيول د مخه، عيب پيدا سی، خرڅونکی کولای سی معامله د منځه يوسی، او که وغواړی د قيمت توپير ونيسی اشکال نلری. 2208- مسأله: که پسله معامله د مال عيب وپوهيږی او سمدستی معامله د منځه يونسی، بناپر احتياط واجب نور دمعاملی د منځه وړل حق نلری مګر داچی په مسأله ونه پوهيږی کله چی وپوهيد کولای سی معامله د منځه يوسی، ليکن يو مقدار ځنډ د فکر کول د پاره مانع نلری. 2209- مسأله: هر وخت د جنس د رانيول وروسته د هغه عيب وپوهيږی، که څه هم خرڅونکی حاضر نه وی کولای سی معامله د منځه يوسی. 2210- مسأله: په څلور ځای که رانيونکی وپوهيږی مال يو عيب لری نسی کولای معامله د منځه يوسی، يا د قيمت توپير ونيسی: لومړی: د رانيول په وخت، د مال عيب وپوهيږی. دوهم: د مال په عيب راضی سی. دريم: د معاملی په وخت ووائی: که مال يو عيب ولری، بيرته نه ورکوم او د قيمت توپير هم نه نيسم. څلورم: خرڅونکی د معاملی په وخت ووائی: دغه مال په هر عيب چی لری خرڅوم ليکن که يو عيب وټاکی او ووائی مال په دغه عيب خرڅوم او معلوم سی بل عيب هم لری، رانيونکی کولای سی د هغه عيب د پاره چی خرڅونکی نه دی ټاکلی مال بيرته ورکړی يا توپير او تفاوت ونيسی. 2211- مسأله: په دری ځای که رانيونکی وپوهيږی مال عيب لری نسی کولای معامله دمنځه يوسی ليکن کولای سی د جوړ او معيوب قيمت د توپير نسبت ونيسی: لومړی: پسله معامله په مال کی يو تغير ورکړی چی خلګ ووائی داسی چی رانيول سويدی او تحويل ورکول سويدی نه دی پاته سوی. لکه داچی ټکر د ګنډل د پاره پری کړيدی او يا غنم وړه کړی وی. دوهم: فقط د فسخ ( د منځه وړل) حق ئی ساقط کړی وی. دريم: د مال د تحويل نيول وروسته، بل عيب په هغه کی پيدا سی. ليکن که يو معيوب حيوان رانيسی او د دری ورځی تيريدل د مخه، بيله تفريط او مصرف د مشتری بل عيب پيدا کړی که څه هم هغه تحويل نيولی وی بياهم کولای سی هغه بيرته ورکړی، اوهم که رانيونکی فقط تر يو مدت د معاملی د منځه وړل حق ولری او په هغه مدت، مال بل عيب پيدا کړی، که څه هم هغه تحويل نيولی وی، کولای سی معامله د منځه يوسی. متفرقی مسائل:2213- مسأله: که خرڅونکی د جنس د رانيول قيمت و مشتری ته ووائی بايد ټول هغه شيان چی د هغو په واسطه د مال قيمت لږ يا ډيريږی ووائی که څه هم په هغه قيمت يا په لږ يا ډير خرڅ کړی، مثلاً بايد ووائی چی نقد رانيولی دی يا په پور. 2214- مسأله: که انسان يو جنس و يو چاته ورکړی او د هغه قيمت وټاکی او ورته ووائی دغه جنس په دغه قيمت خرڅ کړه او هر څه ډير دی خرڅ کړ ستا مال وی، هر څه ډير تر هغه قيمت خرڅ کړی د دلال مال دی. او هم که ووائی دغه جنس می پر تا په دغه قيمت خرڅ کړ او هغه ووائی قبول می دی يا د خرڅول په نيت، جنس هغه ته ورکړی او هغه هم درانيول په نيت ونيسی، هر څه ډير تر هغه قيمت خرڅ کړی پخپله د هغه مال دی. 2215- مسأله: که قصاب نر غوښی خرڅ کړی او د هغه په ځای، ماده غوښی ورکړی معصيت کړيدی، نوکه هغه غوښی ئی معلوم کړيدی او ويلی دی دغه نر غوښی خرڅوم، مشتری کولای سی معامله دمنځه يوسی. او که هغه نه دی معلوم کړی، که مشتری په هغه غوښی چی نيولی دی راضی نسی، قصاب بايد نر غوښی هغه ته ورکړی. 2216- مسأله: که مشتری بزازته ووائی يو ټکر غواړم چی رنګ ئی ولاړ نسی او بزاز يو ټکر پر هغه خرڅ کړی چی د هغه رنګ ولاړسی، مشتری کولای سی معامله د منځه يوسی. 2217- مسأله: قسم خوړل په معامله کی رښتيا وی مکروه دی او که درواغ وی حرام دی. |