صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د شرکت احکام:

2218- مسأله: که دوه نفر وغواړی سره شريک سی، که هر يو د خپل مال يو مقدار د بل يو د مال سره داسی ګډ کړی چی عرفا يو د بل سره ونه پيژندل سی او په عربی يا بله ژبه د شريکی صيغه ووائی، يا يو کار وکړی چی معلوم وی غواړی يو د بل سره شريک وی، د هغو شرکت صحيح دی.

2219- مسأله: که څو نفر په هغه معاش چی د خپل کار څه نيسی يو د بل سره شريک سی مثلاً خياطان يا د کارخانی کاريګران چی هر څو مره معاش نيسی يو د بل سره ويش کړی د هغو شرکت صحيح نه دی او هر يو د خپل کار د معاش خاوند کيږی ليکن که د معاش په ويش راضی وی اشکال نلری.

2220- مسأله: که دوه نفر يو د بل سره شريک سی چی هر يو په خپل اعتبار رانيسی او قيمت ئی پخپله پورور سی ليکن په هغه جنس چی هر يو رانيولی دی او په ګټه ئی يو د بل سره شريک وی صحيح نه دی. اما که هر يو بل وکيل کړی چی جنس د هغه د پاره په شريکی ډول رانيسی د هغو شريکی صحيح دی.

2221- مسأله: هغه کسان چی د شرکت د عقد په واسطه يو د بل سره شريک کيږی، بايد مکلف او عاقل وی او د اختيار او قصد لرويه شرکت وکړی او هم بايد وکولای سی په خپل مال تصرف وکړی. نو يو بی عقل انسان چی خپل مال په بی ګټه کارو مصرفوی ځکه چی حق نلری په خپل مال تصرف وکړی که شرکت وکړی صحيح نه دی او همدا ډول دی هغه مفلس او ډيوالی چی د جامع الشرائط مجتهد له خوا د هغه د مفلسی او ډيوالی حکم صادر سويدی.

2222- مسأله: که د شرکت په عقد شرط وکړی څوک چی کار کوی يا ډير تر بل شريک کار کوی ډير ګټه يوسی، يا شرط وکړی څوک چی کار نکوی يا لږ کار کوی (د ارفاق او ګټه رسول او بل علت په خاطر) ډيره ګټه يوسی، بايد په هغه شرط چی کړيدی عمل وکړی.

2223- مسأله: که قرار کښيږدی چی (د ارفاق او بل علت په خاطر) ټوله ګټه يو نفر يوسی يا ټول تاوان يا ډير د هغه يو د هغو ورکړی د دواړو شرکت او قرارداد صحيح دی.

2224- مسأله: که شرط ونکړی چی يو شريک ډيره ګټه يوسی که د هغو سرمايه يوه اندازه وی ګټه او تاوان هم په يوه اندازه وړی او که دهغو سرمايه يوه اندازه وی، ګټه او تاوان بايد د سرمايی په نسبت ويش کړی، مثلاً که دوه نفر شريک سی او د يو د هغو سرمايه دوه برابر د بل د سرمايی وی ګټه او تاوان برخه ئی دوه برابر د بل شريک د برخه دی څه، هر دواړه په يوه اندازه کار وکړی يا يو لږ کار وکړی، يا هيڅ کار ونکړی.

2225- مسأله: که د شرکت په عقد شرط وکړی چی هر دواړه سره يو ځای رانيسی او خرڅ کړی، يا هر يو يواځی معامله وکړی، يا فقط يو د هغو معامله وکړی، په قرارداد بايد عمل وکړی.

2226- مسأله: که ونه ټاکی چی کم يو د هغو په سرمايه معامله وکړی، هيڅ يو دهغو بيله اجازه د بل يو نسی کولای په هغه سرمايه معامله وکړی.

2227- مسأله: هغه شريک چی د شرکت د سرمايی اختيار لری بايد د شرکت په قرارداد عمل وکړی، مثلاً که د هغه سره قرارداد سويدی چی په پور رانيسی يا نقد خرڅ کړی، يا جنس د مخصوص ځای څه رانيسی بايد په هغه قرارداد عمل وکړی او که قرارداد نه وی کړی تصرفات ئی د شرکت د پاره تاوان ونلری بلکه بناپر احتياط واجب داسی معامله بايد وکړی چی د شرکت په مصلحت وی او معاملی په هغه ډول چی متعارف او معمول دی او د شرکت په مصلحت دی وکړی، نوکه مثلاً معمول دی چی نقد خرڅ کړی يا د شرکت مال په مسافرت د ځان سره يو نسی که د شرکت مصلحت وی بايد همدا ډول عمل وکړی او که معمول دی چی پور ورکړی يا مال په سفر يوسی د شرکت په صلاح او مصلحت عمل وکړی.

2228- مسأله: هغه شريک چی د شرکت په سرمايه معامله کوی چی پر خلاف د هغه قراداد چی د هغه سره کړيدی معامله وکړی او شرکت ته تاوان ورسيږی ضامن دی، ليکن که په بعدی معاملو د قرارداد سره برابر عمل وکړی صحيح دی. او هم که د هغه سره قرارداد نه وی کړی او د معمول او مصلحت پر خلاف معامله کړی ضامن دی او که په بعدی معاملو د معمول او مصلحت په مطابق معامله وکړی صحيح دی او که د شريکانو اجازه مقيد او شرط وی چی که خلاف وسی د معاملی حق نلری بعدی معاملی صحيح نه دی.

2229- مسأله: هغه شريک چی د شرکت په سرمايه معامله کوی که غير ضروری کارونه ونه کړی او د سرمايی په ساتل ټنبلی ونکړی او که يو مقدار د هغه يا ټول ئی تلف او د منځه ولاړسی ضامن نه دی.

2230- مسأله: هغه شريک چی د شرکت په سرمايه معامله کوی که ووائی سرمايه تلف سويده او د جامع الشرائط مجتهد په حضور قسم وخوری، د هغه خبره بايد قبول کړی.

2231- مسأله: که ټول شريکان د هغه اجازه څه چی يو د بل د مال په تصرف ورکړيدی راوګرځی هيڅ يو نسی کولای د شرکت په مال تصرف وکړی، او همداډول دی که يو د هغه د خپل اجازی څه وګرځی نور شريکان د تصرف حق نلری او هغه څوک چی د خپل اجازی څه ګرځيدلی دی هغه هم نسی کولای د شرکت په مال تصرف وکړی.

2232- مسأله: هر وخت يو د شريکانو وغواړی چی د شرکت سرمايه ويش کړی که څه شرکت مدت او وخت ولری، بايد نور قبول کړی.

2233- مسأله: که يو د شريکانو مړسی يا ليونی يا بيهوش يا بی عقل سی يعنی خپل مال په بی ګټه کارو مصرف کړی يا جامع الشرائط مجتهد هغه د خپل مال د تصرف څه مخ نيوی وکړی، نور شريکان نسی کولای د شرکت په مال تصرف وکړی.

2234- مسأله: که شريک، يو شی د ځان د پاره په پور رانيسی ګټه او تاوان ئی پخپله دهغه دی ليکن که د شرکت د پاره رانيسی او بل شريک ووائی په هغه معامله راضی يم ګټه او تاوان ئی دهغو د دواړو دی.

2235- مسأله: که د شرکت په سرمايه يوه معامله وکړی وروسته وپوهيږی شرکت باطل وه که هر يو د شريکانو اجازه مقيد او شرط د شرکت په صحيح توب نه وی، معامله صحيح دی او هر څه د هغه معاملی څه پيدا سی د هغو دټولو مال دی. او که دهر يو اجازه مقيد د شرکت په صحيح توب وی هغه معامله چی سويدی فضولی (معامله په اجازه) دی که ووائی په هغه معامله راضی يو معامله صحيح دی او که يه باطل دی. او په فضولی معامله هر کار چی هر يو د شريکانو کړيدی معاش نلری.