صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د صلح احکام:

2236- مسأله: صلح هغه دی چی انسان د بل يو سره سازش او توافق وکړی چی يو مقدار خپل مال يا د مال ګټه د هغه ملک وکړی، يا د خپل پور ياحق څه تيرسی چی هغه هم په عوض يو مقدار خپل مال يا د مال ګټه هغه ته ورکړی يا د خپل پور او حق څه تيرسی. بلکه که بيله هغه چی عوض ونيسی يو مقدار خپل مال يا د مال ګټه ويو چاته ورکړی، يا د خپل پور يا حق څه تيرسی بياهم صلح صحيح دی.

2237- مسأله: دوه کسان چی يو شی يو د بل سره صلح کوی بايد بالغ او عاقل وی، او هيڅ څوک هغو مجبور کړی نه وی او د صلح نيت ولری او د ناپوهی او مفلسی په خاطر په خپل مالو د تصرفه څه منع نه وی.

2238- مسأله: لازم نه دی د صلح صيغه په عربی وويل سی، بلکه په هره ژبه چی پوه سی يو د بل سره صلح او سازش وکړی صحيح دی.

2239- مسأله: که يو څوک خپل پسونه وشپون ته ورکړی چی مثلاً يو کال ساتنه وکړی او د هغه د شيدی څه ګټه واخلی او د هغه سره شرط وکړی يو مقدار غوړی چی د هغه شيدی څه په لاس راځی هغه ته ورکړی صحيح دی ليکن که پسه يو کال شپون ته په اجاره ورکړی چی د هغه د شيدی څه ګټه واخلی او په عوض، يو مقدار غوړی دهغه ورکړی اشکال لری.

2240- مسأله: که څوک وغواړی خپل پور يا حق د بل سره صلح کړی داسی صحيح دی چی هغه قبول کړی. ليکن که وغواړی د خپل پور ياحق څه بيله صلح تيرسی د هغه قبولول لازم نه دی.

2241- مسأله: که انسان د خپل پور مقدار وپوهيږی او پور غوښتونکی ئی ونه پوهيږی، که پور غوښتونکی خپل پور په لږ تر هغه مقدار چی سته صلح وکړی مثلاً پنځوس تومان پور وغواړی او خپل پور په لس تومان صلح کړی، ډيرئی د پورور د پاره حلال نه دی مګر داچی د خپل پور مقدار هغه ته ووائی او هغه راضی کړی يا داسی وی چی که د خپل پور مقدار پوهيدل، بياهم په هغه مقدار صلح کول او که انسان د خپل پور مقدار ونه پوهيږی او د پور غوښتونکی سره مصالحه وکړی بری الذمه او غاړه ئی خلاصيږی هر څو د پور مقدار ئی د مصالحی د مبلغ څه ډير يا لږ وی.

2242- مسأله: که وغواړی دوه شی چی د يو جنس دی او دهغو وزن معلوم دی په يو او بل سره صلح کړی هغه وخت صحيح دی چی د يو وزن تر بل ډير نه وی، ليکن که د هغو وزن معلوم نه وی، که څه هم احتمال ورکړی چی د يو وزن تر بل ډير دی صلح صحيح دی.

2243- مسأله: که دوه نفر پر يو نفر پور وغواړی، يا دوه نفر پر بل دوه نفر پور وغواړی او وغواړی خپل پورونه يو د بل سره صلح کړی، که د هغو پور د يو جنس او د هغو وزن سره برابر وی مثلاً هر دواړه لس من غنم پور وغواړی د هغو مصالحه صحيح دی. او همداسی دی که د هغو د پور جنس يو شی نه وی مثلاً يو ئی لس من وريجی او بل دوولس من غنم پور وغواړی. ليکن که د هغو پور د يو جنس او يو شی وی چی معمولاً په وزن يا پيمانه هغه معامله کوی، که د هغو وزن يا پيمانه مساوی نه وی، د هغو مصالحه باطل دی.

2244- مسأله: که پر يو چا پور غواړی چی بايد پسله يو مدت ونيسی که خپل پور په لږ مقدار صلح کړی او مقصدئی دا وی چی د خپل پور د يو مقدار څه تيرسی او وبخښی او پاته ئی نقد ونيسی اشکال نلری.

2245- مسأله: که دوه نفر يو شی سره صلح کړی، د يو او بل په رضايت کولای سی صلح باطل کړی او هم که د معاملی په منځ د هر دواړه يا يو د هغو د پاره، د معاملی د منځه وړل حق ورکړ سوی وی، هغه څوک چی دغه حق لری کولای سی صلح د منځه يوسی.

2246- مسأله: صلح يو لازم عقد دی چی هيڅ يو د دواړو خوا نسی کولای په يواځی هغه د منځه يوسی بلی د رانيول او خرڅول په ټول احکام چی بيان سو يو د دواړو خوا د مصالحی د منځه وړل حق لری مګر په لاندی ځايو:

1- د مجلس خيار د صلح په خيار جاری نه دی يعنی پسله مصالحی حتی که د مجلس څه نه وی تللی د هغه د منځه وړل حق نلری.

2- دحيوان خيار يعنی مصالحه که پر حيوان سوی وی تر دری ورځی د مصالحی د فسخ او د منځه وړل حق نلری.

3- د تأخير خيار يعنی که په مصالحه جنس تحويل ونه نيسی او پيسی تر دری ورځی ورنکړی مصالحه کوونکی د مصالحی د منځه وړل حق په هغه شرايط چی په معامله کی بيان سو نلری. ليکن که د مال المصالحی په ورکول د معمول حد او مقدار څه ځنډ وکړی ياشرط سوی وی چی مال المصالحه نقد ورکړی او په شرط عمل ونکړی بل يو ئی کولای سی صلح فسخ او د منځه يوسی.

2247- مسأله: که هغه شی چی په صلح نيولی دی معيوب وی کولای سی صلح د منځه يوسی، ليکن که وغواړی دجوړ او معيوب د قيمت توپير ونيسی اشکال لری.

2248- مسأله: هر وخت خپل مال د يو چا سره صلح وکړی او د هغه سره شرط وکړی چی که پسله مرګ وارث می نه درلود بايد هغه شی چی وتاته می صلح کړيدی وقف وکړی او هغه هم دغه شرط قبول کړی، بايد په شرط عمل وکړی.