صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د مزارعی احکام:

2303- مسأله: مزارعی هغه دی چی د مځکی خاوند يا هغه څوک چی مځکه د هغه په اختيار دی د برزګر سره داسی معامله وکړی چی مځکه د هغه په اختيار پريږدی تر څو کرهنه وکړی او د هغه په حاصل په هغه اندازه چی هغو پخپله ټاکی شريک وی.

2304- مسأله: مزارعی څو شرط لری:

لومړی: د مځکی خاوند و بزګرته ووائی: مځکه می تاته وسپاری، او بزګر هم ووائی: قبول می کړ، يا بيله دی چی خبری وکړی مالک، مځکه د کرهنی د پاره وسپاری او بزګر تحويل ونيسی.

دوهم: د مځکی خاوند او بزګر هر دواړه مکلف او عاقل وی او په خپل قصد او اختيار مزارعه وکړی، او هم بی عقل نه وی او هم شرط دی چی د شرع حاکم د مځکی خاوند د هغه په مالو د تصرف څه دمفلسی په خاطر مخ نيوی نه وی کړی اما د بزګر منع کيدل د مفلسی په خاطر مزارعی ته تاوان نه رسوی مګر داچی بزګر د مال په مصرف احتياج ولری.

دريم: د مځکی ټول حاصل مخصوص د يو د پاره نه وی.

څلورم: د هر يو برخه د مشاع او مشترک په ډول وی لکه دحاصل نيم يا دريمه برخه او لکه د دغو او بايد ټاکل سوی وی، نوکه قرار کښيږدی چی د يوه برخی حاصل د يو او د بل برخی حاصل د بل يو وی مزارعه صحيح نه ده. او هم که مالک ووائی: دغه مځکه وکره او هر څه غواړی وماته راکړه. مزارعه صحيح نه ده.

پنځم: هغه مدت چی مځکه د بزګر په اختيار کی وی بايد معلوم وی، او مدت بايد په هغه مقدار وی چی په هغه مدت دحاصل لاس ته راغلل ممکن وی. که يوه ټاکلی ورځ د مدت اوله قرار ورکړی او د حاصل رسيدل هم د مدت آخر قرار ورکړی داسی چی معمولاً وی کافی دی.

شپږم: پر مځکه کرهنه وسی او که پر مځکه کرهنه نه کيږی ليکن وکولای سی يو کار وکړی چی کرهنه ممکن سی مزارعه صحيح ده.

اووم: د کرهنی ډول بايد معلوم وی ليکن که په يوځای کی دی چی مثلاً يو ډول کرهنه کيږی که نوم هم يونسی هغه کرهنه ټاکل کيږی او که څو ډول کرهنه کوی هغه کرهنه چی غواړی وکړی بايد وټاکل سی مګر دا چی يو خاص محصول کرل معمول وی چی په هغه ډول بايد عمل وسی.

اتم: مالک بايد مځکه معلوم کړی نو څوک چی څو قطعی مځکی لری او سره توپير لری، که بزګرته ووائی: په يو ددغو کرهنه وکړه، او هغه معلوم نکړی مزارعه باطله ده.

نهم: دکرهنی، تخم او لکه هغه خرڅ بايد معلوم کړی چی د چا پر غاړه وی ليکن که هغه خرڅ چی هر يو بايد وکړی د هغه ځای د خلګو په منځ معلوم وی کافی دی او لازم نه دی هغه وټاکل سی.

2305- مسأله: که مالک د بزګر سره قرار وکړی چی يو مقدار حاصل د مالک د پاره وی او پاته ئی په خپل منځ ويش کړی، که وپوهيږی چی پسله اخيستل د هغه مقدار، يو مقدار پاته کيږی مزارعه صحيح ده.

2306- مسأله: که د مزارعی مدت تمام سی او حاصل په لاس رانسی، که مالک راضی سی چی په اجاره يا بيله اجاره، زراعت او کرهنه د هغه په مځکه پاته سی او بزګر هم راضی وی مانع نلری، او که مالک راضی نسی کولای سی بزګر مجبور کړی چی کرهنه واخلی. او که دکرهنی د اخيستل د پاره بزګرته تاوان ورسيږی لازم نه دی عوض ئی وهغه ته ورکړی، ليکن بزګر که څه هم راضی سی چی مالک ته يو شی ورکړی، نسی کولای مالک مجبور کړی چی زراعت په مځکه پاته سی.

2307- مسأله: که د يوه حادثی او علت په واسطه په مځکه کرهنه ممکن نه وی مثلاً د مځکی او به بندسی که دکرهنی يو مقدار هم په لاس راسی حتی لکه واښه چی کولای سی حيوانانوته ورکړی هغه مقدار د قرارداد سره برابر د هغو د دواړو مال دی، او په پاته مدت مزارعه باطله ده.

2308- مسأله: که مالک او بزګر صيغه ويلی وی، د يو او بل بيله رضايت نسی کولای مزارعی فسخ کړی، او همدا ډول دی که مالک د مزارعی په نيت مځکه يو چاته وسپاری او هغه هم په دغه نيت ونيسی ليکن که د مزارعی د صيغی د ويل په وخت شرط کړی وی چی هر دواړه يا يو د هغو د معاملی وړل حق ولری کولای سی د قرارداد سره برابر معامله فسخ کړی.

2309- مسأله: که د مزارعی د قرارداد وروسته، مالک يا بزګر مړسی مزارعه د منځه نه ځی او د هغو وارث د هغو په ځای دی، ليکن که بزګر مړسی او شرط کړی وی چی بزګر پخپله کښت او زراعت وکړی، مزارعه د منځه ځی او که زراعت معلوم او شنه سوی وی، د هغه برخه بايد د هغه وورثی ته ورکړی او نور حق هم که بزګر ولری ورثه ئی ميراث وړی، ليکن نسی کولای مالک مجبور کړی چی زراعت په مځکه پاته سی.

2310- مسأله: که پسله زراعت وپوهيږی چی مزارعه باطله وه که تخم، د مالک مال وه حاصل چی په لاس راځی د هغه مال دی او که تخم د بزګر مال وه زراعت هم د هغه مال به وی او په لومړی صورت لازم دی مالک اجرت المثل و بزګرته ورکړی، مګر دهغه برخه لږ تر هغه وی چی هغه مقدار برخه د هغه ورکړی کافی دی، او که د مزارعی باطليدل په دی خاطروه چی ټول حاصل د مالک د پاره قرار ورکړی ؤ شی لازم نه دی و بزګرته ورکړی، او همدا ډول په دوهم صورت لازم دی بزګر اجرت المثل مالک ته ورکړی.

2311- مسأله: که تخم، د بزګر مال وی او پسله زراعت وپوهيږی چی مزارعه باطله وه که مالک او بزګر راضی سی چی په اجرت يا بيله اجرت زراعت په مځکه پاته سی اشکال نلری، او که مالک راضی نسی، د زراعت د رسيدل د مخه هم کولای سی بزګر مجبور کړی چی کرهنه واخلی، او بزګر نسی کولای هغه مجبور کړی چی اجاره ورکړی او زراعت په مځکه باقی پريږدی او هم مالک نسی کولای بزګر مجبور کړی چی اجاره ورکړی او زراعت په مځکه باقی پريږدی.

2312- مسأله: که د حاصل د ټولول او د مزراعی د مدت پای ته رسيدل وروسته، د زراعت ريښه په مځکه پاته سی او راتلونکی کال دوباره حاصل ورکړی، که مالک او بزګر د زراعت څه صرف نظر کړی وی، بناپر دی که اعراض او مخالفت ددغه سبب وی چی د هغو د ملک څه ووځی د مباحات حکم لری، اما که اعراض نه وی کړی او قرارداد کړی وی چی تول محصول او ريښه ئی مشترک وی بايد د لومړنی قرارداد په بنست هغه ويش کړی او که د هغو قرارداد فقط د لومړی کال د محصول په باره وی د دوهم کال محصول د تخم د خاوند مال دی.