|
د مُساقات احکام:2313- مسأله: که انسان د يو چا سره داسی معامله وکړی چی ميوه لرونکی درختی چی ميوی ئی پخپله د هغه مال دی، يا د ميوی اختيار ئی لری چی تر ټاکلی مدت و هغه چاته وسپاری چی هغه درختی وروزی او اوبه ورکړی او د مشاع په مقدار چی قرارداد کوی د هغه د ميوی څه واخلی، دغه معاملی ته مساقات وائی. 2314- مسأله: د مساقات معامله په هغو درختو چی لکه بيد او څنار ميوه نه ورکوی ليکن د هغه د لرګی څه ګټه اخيستل کيږی مانع نلری او په شرط ددی چی مدت ئی په هغه مقدار وټاکل سی چی لرګی ئی د پری کول وړوی. ليکن لکه د نوکرزی او سدر په درخته چی د پاڼی ئی ګټه اخلی يا هغه درخته چی د هغه د ګل څه دګلاپ نيول د پاره ګټه اخلی اشکال نلری. 2315- مسأله: د مساقات په معامله لازم نه دی صيغه ووائی بلکه که د ونی خاوند د مساقات په نيت هغه وسپاری او هغه څوک چی کار کوی په دغه نيت تحويل ونيسی معامله صحيح دی. 2316- مسأله: مالک او هغه څوک چی د ونی روزل په غاړه نيولی دی، بايد مکلف او عاقل وی او څوک هغو مجبور کړی نه وی، او هم بی عقل نه وی او مالک نبايد د مفلسی په خاطر محجور وی يعنی د شرع حاکم هغه د خپل مال دتصرف څه منع کړی نه وی ليکن د عامل منع نه کيدل د مفلسی په خاطر شرط نه دی مګر وغواړی په خپل مال تصرف وکړی. 2317- مسأله: د مساقات مدت بايد معلوم وی او که اول ئی وټاکی او آخرئی هغه وخت وټاکی چی د هغه کال ميوه په لاس راځی صحيح دی. 2318- مسأله: د هر يو برخه بايد د حاصل نيم يا دريمه برخه او لکه د دغو وی او که قرارداد وکړی چی مثلاً يو ټن ميوه د مالک مال او پاته دهغه چا مال وی چی کار کوی، معامله باطله ده. 2319- مسأله: د ميوی د ظاهريدل او ښکاره کيدل د مخه بايد د مساقات د معاملی قرارداد وسی او که د ميوی د معلوميدل وروسته او د هغه د رسيدل د مخه قرارداد وکړی نوکه يو کار لکه اوبه ورکول چی د ونی د روزل او د ميوی د پالل د پاره لازم دی پاته وی، معامله صحيح دی او که يه اشکال لری، که څه هم په يو کار لکه د ميوی شکول او ساتل ئی احتياج ولری. 2320- مسأله: د مساقات معامله د خټګی، هندوانی، بادرنګ او لکه ددغو په جلنګ اشکال لری. 2321- مسأله: هغه درختی چی د باران د اوبو يا د مځکی د رطوبت څه ګټه اخلی او په اوبه کول احتياج نلری که په نور کارو لکه بيل وهل کود ورکول او پودر پاښی چی د ميوی د ډيريدل او ښه کيدل سبب کيږی احتياج لری د مساقات معامله په هغه کی صحيح دی. ليکن که هغه کارونه د ميوی په ډيريدل او ښه کيدل تأثير ونلری دمساقات معامله اشکال لری. 2322- مسأله: دوه نفر چی مساقات کړيدی، د يو او بل په رضايت کولای سی معامله د منځه يوسی او هم که د مساقات د صيغی د ويل په وخت شرط وکړی چی هر دواړه، يا يو د هغو د معاملی دمنځه وړل حق ولری، د هغه قرارداد په مطابق، د معاملی فسخ اشکال نلری، بلکه که په معامله يو شرط وکړی او عملی نسی، هغه څوک چی د هغه د ګټی د پاره شرط کړيدی کولای سی معامله فسخ کړی. 2323- مسأله: که مالک مړسی، د مساقات معامله د منځه نه ځی ورثه ئی دهغه په ځای دی. 2324- مسأله: که هغه څوک چی د درختی روزل هغه ته سپارل سويدی مړسی په عقد شرط نه وی کړی چی پخپله هغه درختی و روزی، ورثه ئی د هغه په ځای دی، او که پخپله هغو د درختی روزل ونکړی اجير او کاريګر هم ونه نيسی، دشرع حاکم د ميت د مال څه اجير او کاريګر نيسی او حاصل د ميت د ورثی او مالک په منځ ويشی، او که شرط کړی وی چی پخپله هغه درختی وروزی، نوکه قرارداد کړيدی چی وبل ته ونه سپاری، کله چی مړسی د مساقات معامله د منځه ځی او که قرارداد نه وی کړی مالک کولای سی عقد باطل کړی يا راضی سی چی ورثه ئی يا هغه څوک چی هغو اجير نيسی، درختی وروزی. 2325- مسأله: که شرط وکړی چی ټول حاصل د مالک د پاره وی، مساقات باطل دی او ميوی د مالک مال دی او هغه څوک چی کار کوی نسی کولای اجرت وغواړی. 2326- مسأله: که يوه مځکه وبل ته وسپاری چی په هغه کی درختی کښينوی او حاصل ئی د دواړو مال وی بناپر احتياط واجب معامله باطل دی نوکه درختی د مځکی د خاوند مال وه، پسله روزل هم د هغه مال دی او بايد د هغه څوک اجرت چی هغو روزلی دی ورکړی په هغه شرط چی د قرارداد تر مقدار ډير نه وی او که د هغه څوک مال وه چی هغو روزلی دی پسله روزل هم د هغه مال دی او کولای سی هغو وکاږی، ليکن بايد هغه کنډوالی چی د درختی د کښل په واسطه پيدا سويدی ډک کړی او د مځکی اجاره د هغه ورځ څه چی درختی کښينولی دی د مځکی خاوندته ورکړی په هغه شرط چی د قرارداد تر مقدار ډيرنه وی او مالک هم کولای سی هغه مجبور کړی چی درختی وکاږی او که د درختی د کښل په واسطه يو عيب په هغو پيدا سی، بايد د هغه د قيمت توپير د درختی خاوند ته ورکړی، ليکن نسی کولای هغه مجبور کړی چی په اجاره، يا بيله اجاره درختی په مځکه باقی پريږدی. هغه کسان چی نسی کولای په خپل مال تصرف وکړی:2327- مسأله: هغه ماشوم چی بالغ سوی نه دی شرعاً نسی کولای په خپل مال تصرف وکړی بلی که مميزوی تصرف په لږ مال د هغه د پاره مانع نه لری. د بالغ کيدل نښی يو د دری شی دی: لومړی: د زيږ وريښتان شنه کيدل د نس لاندی تر عورت لوړ. دوهم: د منی راوتل. دريم: په نارينه قمری پنځه لس کال پای ته رسيدل او په ښځه قمری نهه کال پای ته رسيدل. 2328- مسأله: د زيږ وريښتان شنه کيدل پر مخ، د شنډو پر شا، پر سينه او د بغل لاندی، د آواز پنډيدل او لکه د دغو د بالغ کيدل نښی نه دی، مګر انسان ددغو په واسطه يقين وکړی چی بالغ سويدی. 2329- مسأله: ليونی او بی عقل يعنی هغه څوک چی خپل مال په بيهوده او بی ګټه کارو مصرفوی نسی کولای په خپل مال تصرف وکړی او د هغو تصرفات بايد د هغو د ولی تر نظر لاندی وی، او همدا ډول دی يو مفلس او ډيوالی چی جامع الشرائط مجتهد يا قاضی منصوب د هغه له خوا، هغه د خپل مالو د تصرف څه منع کړی وی. 2330- مسأله: هغه څوک چی کله عاقل او کله ليونی دی، هغه تصرف چی کله ليونی دی په خپل مال کوی صحيح نه دی. 2331- مسأله: انسان کولای سی د هغه ناروغی د پاره چی په هغه ناروغی مری هر څومره د خپل مال څه د ځان دپاره او د خپل کورنی، ميلمه اوهغه کارونه چی اسراف نه شميرل کيږی مصرف کړی. او اظهر دا دی چی که خپل مال يو چاته وبخښی يا ارزان خرڅ کړی يا اجاره ورکری که څه هم تر ثلث يعنی دريمه برخه ډيروی او ورثه هم اجازه ورنکړی تصرف ئی صحيح دی. |