صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د پور احکام:

پور ورکول د مستحبی کارو دی چی د قرآن په آيات او اخبار د هغه په باره ډير سفارش سويدی، د حضرت پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) څه روايت سويدی چی هر څوک وخپل مسلمان ورورته پور ورکړی د هغه مال ډيريږی او ملائک پر هغه رحمت ليږی او که د خپل قرض دار سره مدارا او مهربانی وکړی، بيله حساب او ژر د صراط څه تيريږی او هغه څوک چی مسلمان ورورئی د هغه څه پور وغواړی او ورنکړی، جنت پر هغه حرام کيږی. او هم په روايت راغلی دی د صدقی ثواب لس برابر او د پور ثواب اتلس برابر دی.

2349- مسأله: په قرض لازم نه دی صيغه ووائی بلکه که يو شی د قرض په نيت يو چاته ورکړی او هغه هم په دغه نيت ونيسی، صحيح دی.

2350- مسأله: که په پور شرط وکړی چی په يو ټاکلی وخت هغه ورکړی د هغه وخت د رسيدل د مخه، لازم نه دی پور غوښتونکی قبول کړی ليکن که د وخت ټاکل فقط د پورور سره کمک د پاره وی که د مخه تر هغه وخت هم پور ورکړی بايد قبول کړی.

2351- مسأله: که د پور د ورکول د پاره يو مدت وټاکی، پور غوښتونکی نسی کولای د وخت پای ته رسيدل د مخه خپل پور وغواړی ليکن که مدت ونلری، پور غوښتونکی هر وخت وغواړی، کولای سی خپل پور وغواړی.

2352- مسأله: که پور غوښتونکی خپل پور په هغه وخت چی حق لری وغواړی، که پورور وکولای سی خپل پور ورکړی، سمدستی هغه بايد ورکړی، او که وځنډوی ګناه کونکی دی.

2353- مسأله: که پورور بيله هغه کور چی د هغه د شأن او مقام مناسب دی او په هغه کی ناست دی او د کور اثاث او سامان چی په هغو احتياج لری، بل شی ونلری پور غوښتونکی نسی کولای خپل پور وغواړی، بلکه بايد صبر وکړی تر څو وکولای سی خپل پور ورکړی.

2354- مسأله: څوک چی پورور دی او نسی کولای خپل پور ورکړی که وکولای سی کار وکړی او د هغه د پاره سختی نه وی احتياط واجب هغه دی چی کار وکړی او خپل پور ورکړی.

2355- مسأله: څوک چی د پور غوښتونکی ځای نه وی ليدلی، که اميد ونلری چی هغه يا وارث ئی پيدا کړی، بايد د هغه پور فقيرته ورکړی. او احتياج واجب دا دی چی د جامع الشرائط مجتهد په اجازه وی او که پور غوښتونکی ئی سيد نه وی احتياط واجب هغه دی د هغه پور وفقير سيدته ورنکړی.

2356- مسأله: که د ميت مال د هغه د واجب خرڅ کفن، ښخول او پور څه ډير نه وی، مال ئی بايد په دغه مصرفو ورسوی او د هغه ووارث ته شی نه رسيږی.

2357- مسأله: که څوک يو مقدار پيسی يا لکه بل شيان پور کړی او قيمت ئی لږ سی، يا څو برابره سی، که هغه مقدار چی نيولی دی بيرته ورکړی کافی دی، که هر دواړه په بيله هغه راضی سی اشکال نلری.

2358- مسأله: که هغه مال چی پور کړيدی د منځه نه وی تللی او د مال خاوند، هغه وغواړی، احتياط مستحب هغه دی چی پورور، هغه مال ورکړی.

2359- مسأله: که هغه څوک چی پور ورکوی شرط وکړی چی ډيرتر هغه مقدار چی ورکوی ونيسی، مثلاً يو من غنم ورکړی او شرط وکړی چی يو من او پنځه سير ونيسی، يا لس هګی ورکړی چی يوولس دانی ونيسی، ربا او حرام دی بلکه که قرارداد وکړی چی پورور يو کار دهغه د پاره وکړی، يا هغه شی چی قرض کړی دی د يو مقدار نور جنس سره بيرته ورکړی، مثلاً شرط وکړی يو تومان چی پور کړيدی د يو ارلګيت سره بيرته ورکړی، ربا او حرام دی او هم که د هغه سره شرط وکړی چی هغه شی چی پور نيسی په مخصوص ډول بيرته ورکړی، مثلاً يو مقدار طلا چی جوړ سوی نه وی هغه ورکړی او شرط وکړی چی جوړ سوی بيرته ونيسی بياهم ربا او حرام دی. ليکن که بيله دی چی شرط وکړی، پخپله پورور ډير تر هغه چی پور کړيدی بيرته ورکړی اشکال نلری بلکه مستحب دی.

2360- مسأله: ربا ورکول لکه ربا نيول حرام دی، او هغه څوک چی ربايی پور نيولی دی که د سود ورکول شرط قبول کړيدی يو حرام کار کړيدی ليکن په هر حال پور پخپله صحيح دی او شرط باطل دی.

2361- مسأله: که غنم يا بل تخم د ربايی پور په ډول ونيسی او په هغه زراعت وکړی، د هغه حاصل د پور ورکونکی مال دی.

2362- مسأله: که کالی په ذمه رانيسی او وروسته دهغه پيسی چی د ربا په ځای نيولی دی، يا د هغه حلال پيسی چی د ربا سره ګډ دی د کالی وخاوندته ورکړی که د رانيول په وخت قصد درلود چی ددغه پيسی څه ورکړی بناپر احتياط د هغه کالی اغوستل جايز نه دی او لمونځ کول په هغه اشکال لری، او که د رانيول په وخت داسی قصد ونلری د هغه کالی اغوستل جايز او لمونځ په هغه صحيح دی. او که ربايی ياحلال مخلوط په حرام پيسی ولری او خرڅونکی ته ووائی چی د غه کالی په دغه پيسی رانيسم، اغوستل د هغه کالی حرام دی او که وپوهيږی اغوستل ئی حرام دی لمونځ کول په هغه هم بناپر احتياط واجب باطل دی.

2363- مسأله: انسان که يو مقدار پيسی تجارته ورکړی چی په بل ښار د هغه له خوا لږ تر هغه ونيسی، اشکال نلری او دغه ته صرف برات وائی او دا لکه هغه دی چی د خپل پور د يوه برخه څه صرف نظر وکړی يعنی ونه نيسی او همدا ډول دی که پيسی يو چاته ورکړی او شرط وکړی هغه مقدار په بل ښار هغه ته بيرته ورکړی.

2364- مسأله: که يو مقدار پيسی يو چاته ورکړی چی پسله څو ورځی په بل ښار ډير تر هغه ونيسی، مثلاً نهه سوه او نوی تومان ورکړی چی پسله لس ورځی په بل ښار زر تومان ونيسی ربا او حرام دی، ليکن که څوک چی ډير نيسی په مقابل اضافه جنس ورکړی يا کار وکړی اشکال نلری.

2365- مسأله: که يو څوک پر بل چا پور غواړی چی وزنی او پيمانه يی نه دی کولای سی هغه پر پورور يا بل څوک په لږ قيمت خرڅ او پيسی ئی نقد ونيسی بناپر دی په حاضر زمان برات يا سفتی (رسيد) چی پور غوښتونکی د پورور څه نيسی کولای سی هغو پر بانک يا بل څوک په لږ قيمت تر خپل پور خرڅ کړی او پيسی ئی نقد ونيسی ځکه چی معمولی لوټو نه او پيسی په پيمانه او وزن نه معامله کيږی.