|
د رهن (ګروی) احکام:2377- مسأله: رهن يا وثيقه ايښول هغه دی چی پورور دخپل مال يو مقدار پور غوښتونکی ته پريږدی چی که پورئی پر وخت ورنکړی خپل پور د هغه مال څه په لاس راوړی. 2378- مسأله: په ګروی لازم نه دی صيغه وويل سی او دومره چی پورور خپل مال د ګرو په قصد، و پور غوښتونکی ته ورکړی او پور غوښتونکی هم په دغه نيت ونيسی ګروی صحيح دی. 2379- مسأله: ګرو ورکونکی اوهغه څوک چی مال ګرو نيسی بايد مکلف او عاقل وی او څوک هغو مجبور کړی نه وی او هم ګرو ورکونکی بايد بی عقل نه وی يعنی خپل مال په بيهوده کارو مصرف نکړی، بلکه که جامع الشرائط مجتهد هغه د مفلسی او ناداری په واسطه په خپل مال د تصرف څه مخ نيوی کړی وی نسی کولای خپل مال ګرو ورکړی. 2380- مسأله: انسان هغه مال کولای سی ګرو پريږدی چی شرعاً وکولای سی په هغه تصرف وکړی. او که د بل چا مال ګرو پريږدی هغه وخت صحيح دی چی د مال خاوند ووائی په ګروی راضی يم، لکه هغه اسناد چی زموږ په زمان د حق خاوند د حق په لاس راوړل د پاره وثيقه پريښول کيږی. 2381- مسأله: هغه شی چی ګرو ايږدی، رانيول او خرڅول ئی بايد صحيح وی، نوکه شراب، د قمار آلات او سامان او لکه هغه او هغه شيان چی شرعی ماليت يا هغه شيان چی عرفی ماليت نلری ګرو ورکړی صحيح نه دی. 2382- مسأله: ګرو کونکی په ګرو سوی مال د خاوند بيله اجازه دتصرف او د ګټی حق نلری، او که ګټه واخلی داجرت ضامن ئی دی او همدا ډول ګټی او ډيريدل او ګرانيدل ئی د ګرو ورکونکی مال دی. لهذا که ګرو کونکی حتی که د ګرو ورکونکی په اجازه ګرو سوی شی اجاره ورکړی مال الاجاره بايد و ګرو ورکونکی ته ورکړی او همدا ډول که بيله اجازه هغه اجاره ورکړی. 2383- مسأله: ګرو کوونکی د پورور د پور نيول د وخت د مخه حق نلری، ګرو سوی مال خرڅ کړی بناپردی که هغه خرڅ کړی فضولی معامله ده او د خاوند بيله اجازه باطل دی او که وروسته مالک اجازه ورکړی يا د اوله د مالک په اجازه خرڅ کړی پيسی ئی د مالک ملک دی او رهن هم باطل کيږی او ګرو کوونکی نسی کولای دهغه پيسی د پور په ځای ځان ته وساتی مګر د مالک په توافق. 2384- مسأله: مالک او هغه څوک چی خپل مال ګرو ورکړی دی حق نلری د پور غوښتونکی بيله اجازه هغه خرڅ کړی او که خرڅ کړ د ګرو کوونکی بيله اجازه باطل دی ليکن که وروسته اجازه ورکړی معامله صحيح کيږی ليکن ګروی باطل کيږی او همداسی دی که د اوله د ګرو نيونکی په اجازه هغه خرڅ کړی. 2385- مسأله: که کله چی بايد خپل پور وکړی پور غوښتونکی وغواړی او هغه ورنکړی، که پور غوښتونکی د ګروی په خرڅول وکيل وی کولای سی هغه مال چی ګرو اخيستی دی خرڅ کړی او خپل پور واخلی او پاته ئی بايد پورور ته ورکړی، او که د هغه له خوا وکيل نه وی او پورور په هر ډول چی وی خپل پور ورنکړی په دی صورت که امکان لری د هغه د خرڅول د پاره بايد د جامع الشرائط مجتهد څه اجازه ونيسی. 2386- مسأله: که پورور بيله هغه کور چی دهغه د شأن سره برابر او په هغه کی ناست دی او هغه شيان چی لکه د کور اسباب او سامان چی احتياج ورته لری، بل شی ونلری پور غوښتونکی نسی کولای خپل پور د هغه څه وغواړی، ليکن که هغه مال چی ګرو ورکړی دی کور او اسباب او سامان هم وی، پور غوښتونکی کولای سی خرڅ کړی او خپل پور واخلی. 2387- مسأله: بناپر احتياط واجب قبض او رسيدونه د ګروی په تحقق او صحيح توب شرط دی لهذا تر هغه وخت چی رهن کوونکی رهن سوی مال تحويل نه وی نيولی رهن صحيح سوی نه دی. 2388- مسأله: همداسی چی په 2382 مسأله کی بيان سو ګرو کوونکی د مالک بيله اجاره د ګرو سوی مال څه د ګټی حق نلری او که د مالک اجازه هم وی د ګټه اخيستل حق نلری. البته که دغه معنی د قرض ورکول په منځ شرط سی يعنی يو نفر وبل نفرته پيسی پور ورکړی په شرط د دی چی خپل کور په ګروی ورکړی او د ګټه اخيستل اجازه هم د هغه څه ورکړی ربا او حرام دی. او په دی ځای حتی که تر معمولی اجاری لږ اجاره د هغه د پاره ورکړل سی حرام دی. هغه څه چی نن د ګروی په عنوان په دی صورت رواج لری اشکال لری. بلی د حل لار دا ده چی کور اجاره ورکړی او د اجاری په ضمن شرط وکړی چی مستأجر يو مقدار پيسی د پور په عنوان د کور و خاوند ته ورکړی چی په دی صورت صحيح دی او رهن نه شميرل کيږی. |